32

د کتاب د ليکوال لنډ ژوند لیک

د افغانستان لنډ تاریخ

ارواښاد پوهاند عبدالحی حبيبي د ۱۳۲۸ هـ. قمري کال د ربيع الثاني پر ۱۷ مه (۱۲۸۷ هـ. ل) د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کښې زيږېدلی او په خټه کاکړ دی. ده خپلې لومړنۍ زده کړې د کندهار په لومړنيو ښوونځيو کښې تر پېنځم ټولګي پورې سرته رسولې دی تر پېنځم ټولګي وروسته په ١٣٥٦ هـ ل کال همهلته د لومړني ښوونځي ښوونکي وټاکل شو. په ۱۳۰۷ هـ ل د کندهار د طلوع افغان اخبار مرستيال وټاکل شو، چې بيا په ١٣١٠ هـ ل کال د طلوع افغان" اخبار بشپره چلوونه ده ته وسپارل شوه، لس کاله پرله پسې يې د هغه اخبار د چلوونکي په توګه کار وکړ او هغه اخبار یې په ښه عالمانه توګه وچلاوه په تېره بيا يې د پښتو ژبې او ادب له پاره روښانه خدمتونه وکړل. هلته يې د پښتو څو قلمي آثار، لكه د خوشال خان خټك كليات او د عبد القادر خان ختيك ديوان ،تدوین تصحیح مقابله او له اوږدو سریزو سره چاپ کړل او هم يې د پښتو يو قاموس د سپېڅلې پښتو په نامه چې لس زره لغتونه لري له دري ژباړې سره ترتيب او خپور کړ. سربېره پر هغه یې د تاریخچه پښتو) تر سرليك لاندې د پښتو ادب مفصله تاریخچه او تذکره په دري ژبه و نيکله چې د طلوع افغان په اخبار کښې په پرله پسې ډول خپره شوه او د هغه اخبار له لارې يې د پښتو ژبې د ډېرو پخو ليکوالانو او شاعرانو همکاري جلب او هم يې نوي ليکوالان او شاعران وهڅول په ۱۳۱۹ هـ ل کابل ته راوغوښتل شو او د پښتو ټولنې مشر وټاكل شو چې د مطبوعاتو د مستقل ریاست د مرستیال په توګه یې هم کار کاوه د پښتو ټولنې تر مشرتابه وروسته په ۱۳۲۰ هـ ل کال د پوهنې وزارت مشاور وټاکل شو. تر دې وروسته د ده په هاندو هڅه به ۱۳۲۳ کال په کابل پوهنتون کښې د ادبیاتو پوهنځی پرانېستل شو چې همدې يې رييس وټاکل شو. په ۱۳۲۵ هـ ل کال د کندهار ولایت د پوهنې رییس او بيا په ١٣٢٦ هـ ل کال په (چمن) کښې افغاني وكيل التجار مقرر شو په ۱۳۲۷ هـ ل کال چې د ملي شورا وکيلان ټاكل كېدل حبيبي صاحب په ملي شورا کښی د کندهار ښار د خلکو له خوا وكيل انتخاب شو، خو د وکالت دوره يې لا پوره نه وه چې په ۱۳۳۰ هـ. ل له خپلې کډې سره پاکستان ته لاړ او په ۱۳۴۰ هـ ل کال لس کاله وروسته بیرته هېواد ته راستون شو. په ۱۳۴۴ هـ ل کال په کابل پوهنتون کښې د پوهاند په علمي رتبه د ادبیاتو پوهنځي استاد وټاکل شو. په ۱۳۴۵ هـ. ل (١٩٦٦ ) کال د پوهنتون پر استادی سربېره د تاریخ ټولنې رییس هم شو. په ۱۳۵۱ هـ. ل (۱۹۷۲) کال د عظمی صدارت د فرهنگی چارو مشاور و ټاکل شو. په ۱۳۵۲ هـ ل کال بیا د ادبیاتو پوهنځي استاد شو په ١٣٥٦ هـ ل کال د ادبياتو په پوهنځي کښې د ماسترۍ د دورې استاد شو. په ۱۳۵۷ هـ ل کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي مشاور، او په ۱۳۵۹ هـ.ل ۱۹۸۰ کال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت علمي مشاور شو. سربېره پر دې استاد تر هېواد دننه او بهر په (۳۶) نړيوالو علمي او ادبي سيمينارونو کښې برخه اخیستې ده. لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي څه کم شپېته کاله د افغانستان د فرهنگ د خدمت له پاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه او داسې اثار يې افغاني فرهنګ ته وړاندې کړل چې له ستاينې نه یې قلم عاجز دی استاد حبيبي په پای کښې د ١٣٦٣ ل كال د ثور پر ١٩ په کابل کې مړ او همهلته ښخ کړای شو. موږ نه غواړو چې داستاد د ژوندانه پر ټولو اړخونو، علمي هڅو او د هغه پر ګڼو علمي خدمتونو رڼا واچوو ، ځکه په دې اړه يوې ليکنې نه ليکنو کتاب نه کتابونو، سمینارنه سمینارونوته اړتياده دلته د استاد يوازې څوچاپ شوي آثار په لند ډول در پیژنو:      


۱- د خوشال خټك ملغلرې (د خوشال خټك كليات) سمون، مقابله، تعلیقات او

۲- د عبدالقادرختك ديوان سمون، مقابله، تعلیقات او مقدمه، کندهار ۱۳۱۷هـ

۳- پښتو او پښتونواله، کندهار ۱۳۱۷ هـ ل كال.

۴- پسرلنۍ سندره پښتو منظومه ۱۳۱۷هـ ل.

۵- د احمدشاه بابا دیوان، سمون، مقابله او مقدمه کابل ۱۳۱۹ هـ.ل كال.

٦- پټه خزانه،تصحیح، تعلیق او دري ژباړه کابل ۱۳۲۳، تهران ۱۳۳۵، کابل

۱۳۵۴، کابل ١٣٥٦ هـ ل كال

۷- د پښتو ادبياتو تاریخ (۲ ټوکه کابل ۱۳۲۵-۱۳۵۳ (لومړي توك) ۱۳۴۲.۱۳۳۸

دوهم ټوك.

۸- پښتانه شعرا (۱) توك كابل ۱۳۲۰هـ ل

۹۔ ملتان کا لودي خاندان (په اردو ژبه ) لاهور ۱۹۴۹ م کال

۱۰- د پښتو ادبياتو تاريخ، د ادبياتو پوهنځي د دریم ټولګي له پاره کابل

۱۳۴۷هـ ل کال

۱۱- د پښتو ادبياتو تاریخ د ادبياتو پوهنځي د څلورم ټولګي له پاره ۱۳۴۸هـ ل كال.

۱۲- د افغانستان پېښليك. كابل- ۱۳۵۳هـ ل كال

۱۳- د البيروني كتابښود ، کابل ۱۳۵۲هـ ل. کال

۱۴- په اوسني پښتو شعر کښې د ژوند څپې ، کابل ١٣٦٠هـ ل كال.

روښان د خير البيان مقدمه ، کابل ۱۳۵۳هـ ل. کال.

۱۵- د پیر

١٦. د د پښتو ادب په تاريخ کښې قصیده کابل ۱۳۵۷هـ ل.

۱۷- پښتود تاريخ او لغت په رڼا کښې کابل ۱۳۴۷هـ ل. کال

۱۸- د پښتو ژبې او ادب موقف د مرکزي آشيا د خلکو په تمدنونو کښې

(انگليسي) ۱۳۵۴هـ ل كال.

۱۹- د شیخ الاسلام عبد الله انصاري سيرت او شخصیت ۱۳۵۵ هـ ل کال

۲۰- د خوشال سوات نامه سريزه او نښلونې، کابل ۱۳۵۸هـ ل کال

۲۱. دامير علي شير فكري اوسياسي شخصیت، کابل ۱۳۶۰هـ.ل كال.

۲۲- پښتو نثر ته کره کتنې كابل ١٣٦٠هـ ل كال.

۲۳- آسماني نغمې او لاهوتي سرودونه- کابل ۱۳۶۰ ل. کال

۲۴- د سليمان ماکو تذكرة الاولياء سريزه، کابل۔ ١٣٦٢هـ ل كال.

۲۵. وضع اصطلاحات پشتو، کندهار ۱۳۱۷هـ ل کال.

٢٦- تاریخچه سبکهای شعر پښتو، کندهار ۱۳۱۹هـ ل كال.

۲۷-تاریخچه شعر پښتو- کندهار ۱۳۱۴هـ ل کال

۲۸- مشاهیر ابدالیان (تر احمد شاه بابا د مخه)- کابل ۱۳۱۹هـ ل كال.

۲۹- غزنه، کابل ۱۳۱۵هـ ل کال.

۳۰- تاریخ افغانستان در عصر تیموریان هند، کابل ۱۳۴۲هـ ل کال.

۳۱۔ جوانمردان و عباران- کابل ۱۳۲۱هـ ل کال.

۳۲- سردار مهر دل خان مشرقي شاعر کندهاري كابل ۱۳۱۲هـ ل كال.

۳۳۔طبقات ناصری(په دوو ټوکو کښې سريزه، مقابله،سمونه او نښلونې،۱۳۴۳هـ ل

۳۴۔ مورخان گمنام افغانستان، کابل ۱۳۲۳هـ ل کال

۳۵- زرنج و احوال تاريخي آن، کابل ۱۳۱۳ هـ ل كال.

۳۶۔ تحقیقات راجع به ترجمان البلاغه، کابل ۱۳۳۰هـ ل کال

۳۷۔ تحقیقات راجع په پټه خزانه ، کابل ۱۳۲۴ل کال.

۳۸۔ محقق کندهاری، کابل ۱۳۱۴هـ ل كال.

۳۹. تاریخ افغانستان بعد از اسلام ، کابل ۱۳۴۵ او ۱۳۵۷هـ ل کال

۴۰۔ خلیلی نامه، دری ۱۳۳۴هـ ل کال

۴۱- پښتو و لویکان غزنه ،کابل ۱۳۴۲هـ ل کال

۴۲۔ طبقات الصوفيه امالي شيخ الاسلام خواجه عبد الله انصاري، سمون، مقابله،

نښلونې او حاشيې، ۱۳۴۲ کابل

۴۳- کتابهاي گمشده تاريخ غزنویان ، کراچۍ ۱۳۳۸هـ ل كال.

۴۴- نوای معارك، مقابله، سمون او نښلونی کراچۍ ۱۳۳۷هـ ل کال.

۴۵- روابط ادبی سند با افغانستان ، کراچی ۱۳۳۷هـ ل كال.

٤٦- شاعر هير مند هارون خان افغان ، کراچی ۱۳۳۸هـ ل كال.

۴۷۔ جغرافیایی تاریخی افغانستان، کابل، ١٣٦٢هـ ل كال.

۴۸۔ مادر زبان دری. کابل ۱۳۴۳هـ ل كال.

۴۹۔ صد میدان خواجه عبد الله انصاري ترتيب او سمون، کابل ۱۳۴۲هـ ل كال.

۵۰- زين الاخبار گرديزي، ترتیب مقابله، سمون او نښلونی، تهران ١٣٦٣هـ ل كال.

۵۱- رهنمای تاریخ افغانستان کابل ۱۳۴۸هـ ل كال.

۵۲- نگاهی به سلامان و ابسال جامی کابل ۱۳۴۳ هـ.ل كال.

۵۳- رساله سه رشته طریقت خواجه کان از جامی، کابل ۱۳۴۳ل کال.

۵۴ - تاريخ المختصر الادبيات البشتو (په عربي ژبه)، کابل ۱۳۵۷هـ.ل كال.

۵۵- تاریخ مختصر افغانستان (۲) توکه - کابل ۱۳۴۶، ۱۳۴۹ل. کال

٥٦- متون ادبی- کابل پوهنتون، ١٣٤٦هـ ل كال.

۵۷- لغته البشتو ،قاهره م١٩٦٥

۵۸۔ تصوف کابل پوهنتون، ١٣٤٦هـ ل كال.

۵۹- تاج کابل شاه در کعبه، کابل ۱۳۴۸ل. کال.

۶۰- تاریخچه خط و نوشته های کهن در افغانستان، کابل ۱۳۵۰ هـ ل.

٦١- هفت کتیبه قدیم، کابل، ۱۳۵۰هـ ل کال.

٦٢. فضایل بلخ، مقابله، سمون او نښلونې- تهران ۱۳۴۹هـ ل کال.

۶۳- سواد اعظم، مقابله، سمون او نښلونې، تهران ۱۳۴۸هـ ل کال

٦٤- ظهير الدين محمد بابر، کابل ۱۳۵۱ هـ ل كال.

٦٥۔ اصل خلجیان افغان، تهران ۱۳۴۹ هـ ل کال

۶۶. شرح بيتين مثنوي ازمهر دل خان مشرقی ،ترتیب او سریزه کابل ۱۳۵۲هـ ل كال.

۶۷- کتاب شناسي البيروني (ترجمه و تکمله) کابل ۱۳۵۲، تهران ۱۳۵۲هـ ل كال.

٦٨- هنر عصر تیموریان، تهران، ۱۳۵۵ هـ ل کال •

۶۹- روضة الفريقين، سمون او نښلونی، تهران ۱۳۵۹هـ ل کال.

۷۰_ فردوسی و شاهنامه، (ژباړه) ډیلی، ۱۹۴۲ . ع کال.

۷۱۔ انتخابی از حدیقه حكيم سنايي (انتقادي متن) كابل ١٣٥٦هـ ل كال.

۷۲- تعلیقات بر تاریخ تلفظ پشتو، کابل ١٣٥٦هـ ل کال •

۷۳۔ تاریخ بیداری سیاسی افغانستان، پېښور ۱۳۲۹هـ ل كال .

۷۴- تاریخ گويي به تعمیه در اشعار دری ، کابل ۱۳۶۰هـ ل كال.

۷۵_ منازل السائرین در دایره وجود، کابل ۱۳۵۵هـ ل کال •

٧٦۔ تحقیق بر تاریخ وفات سنایی، ١٣٥٦هـ ل کال •

۷۷- خودی و بی خودی در اندیشه اقبال، کابل ١٣٥٦هـ ل كال.

۷۸- مدرسه شاه شهید و غرجستان و ...کابل ۱۳۵۵هـ ل كال.

۷۹- شاعر اندیشه مولانا جلال الدین بلخی، ۱۳۵۳هـ ل کال.

۸۰- نامهای برخی از ایزدان کوشانی، کابل ۱۳۵۹هـ ل كابل.

۸۱- ادیان عصر کوشانی (انگليسي)كابل ١٣٥٩هـ ل كال.

۸۲- زنده گی نامه ابن سینا، کابل ۱۳۵۹هـ ل كال.

۸۳- شناختنامه میافقير الله جلال آبادی، کابل ۱۳۵۹هـ ل كال.

۸۴- بابر در افغانستان (انگليسي) فرانسه، ۱۹۸۰م

۸۵۔ امیر کرور و دودمان او، کابل ۱۳۶۰هـ ل کال.

٨٦- اشعارو دیوان تیمور شاه افغان، کابل ۱۲۱۳ هـ.ل كال.

۸۷- درد دل (دري مثنوي)، كابل ۱۳۶۱هـ ل كال.

۸۸- جنبش مشروطیت در افغانستان، کابل ١٣٦٤هـ ل كال .

۸۹- ادبیات جهان، د طلوع افغان اداره.

۹۰-افغان در تاریخ

۹۱۔ امیر کروړ او د هغه کورنۍ، کابل، ۱۳۶۱ هـ.ل.

۹۲- بلاد قدیم و تاريخي خراسان.

۹۳- په شلمه پېړۍ کښې د افغانستان هنر، کابل، ۱۳۶۰ هـ ل كال.

لاهور.

۹۴- تاریخ تجزیه شهنشاهي افغان

۹۵- تاریخ افغانستان از آغاز دوره اسلامی،

۹۶. تاریخ سیاسی افغانستان.

۹۷- د کوشانیانو دین، کابل، ۱۳۵۸ هـ ل کال (انگلیسی).

۹۸۔ فضایل بلخ، ایران، ۱۳۴۹هـ ل کال -

۹۹- کشف شاهنامه قبل از دوره مغل، کابل، ١٣٦٢ هـ ل کال

۱۰۰- کلید شاهنامه.

۱۰۱- نسب و زادگاه سید جماالدین افغاني، كابل ۱۳۵۵ هـ.ل كال.

۱۰۲. نوموركي مؤرخین کابل ۱۳۵۹ هـل كال.

۱۰۳- افغان و افغانستان، د ح ر ژباړه، د ساپي د موقوفاتو اداره، ١٣٧٦ل، پېشور