32

داحمد شاه بابا د دیوان بوه قلمی نسخه

پښتو مقالات وږمه

د احمد شاه با باد دیوان قلمی نسخی هم زمونزد ځینو نور و خطی آثارو په شان لومړی خارجی پلټونکو او محققا نو میندلی او هغو چاپ کړی او تبصری یې پری کړی دی او بیاد افغانی پوهانو لاس ته ورغلی دی. په ١٨٥٦ ع انگلیسی مستشرق راوتی ته داحمد شاه بابا دیوان په لاس ورغلی او هغه پخپل کتاب «پښتو گرامر کې څو شعرونه څنی رانقل کړی او خپاره کړی دی. همدغه مستشرق بيا په کال ۱۸۶۰ ع در گلشن ر و ه به مجموعه " احمد شاه باباله دیوانه محيني شعرونه را اخیستی دی. مستر راورتی د «گلشن روه په دیباچه کې وایی : په دی کتاب کښې می حصى له لسو کتابو دنظم اوشپز و كتابو دنثر در جی کړی دی ) په فهرست کې يې د دلس وارو دیوانو نومونه راوړی دی اولسم يې دی : دیوان داحمد شاه ابدالی بسیاچه داحمد شاه بابا د شعرونو برخه راځی په یوه جلا پاڼه کې ليکي : اله دیوانه د احمد شاه ابدالی ، شاه ددر دران ..ر اورتی داحمد شاه بابا په باب داسی ویلی دی احمد شاه ابدالی دد را نود سلطنت لوی مؤسس او دپانی پت دمیدان لوی بریالی ،و ، اشعار یې یوه عشقی دتصوف پیرایه لری ، چه ډیر داحترام وردی . بل مستشرق چه داحمد شاه با با اشعاریی مطالعه کړی دی پادری هیو زدی .پادری هیوز هم د پښتو د لرغونومتونو په مجموعه ) کلید افغانی ) کې داحمد شاه بابا شعرونه چاپ کړی دی . بل خارجی پوهاند چه احمد شاه بابا یو نومیالی شاعر گهی د امستتر فرانسوی دی . په کال ۱۳۱۱ ه مرحوم سرور گویاد: شهریار شاعر ترعنوان لاندی په یوه مقالهکې داسی لیکلی و : «در تحت همان تأثیرات محیطی وکوایف روحی و استعدادطبیعی این مملکت است که حتی سلاطین نامدار و کشور کشایان معظم این مملکتقریحه ادبی و ذوق شاعرانه داشته و از خود دیوانهای منظوم و سفاین اشعار بیادگارگذاشته اند. و از آن جمله است شاهنشاه بزرگ افغانیان اعلیحضرت احمد شاه کبیرکه در پرورش آن محیط زندگانی اواند ك قصور نورزیده از یکطرف و اجد روحسلحشوری و کشور کشائی و از سوی دیگر مالک افکار عالی و قابلیت اداری وجهان بانی و با این همه صفات عدیده قریحه نفیس شاعری را نیز داشته و در لسانافغانی در سلک ادبای طراز اول آن قرار گرفته است و تنها این شهریار هوشمند استکه شرافت شمشیر و فضیلت قلم را در يك ميزان معتدل محافظه نموده و روز گاریبا افتخاری را بداشتن این دو فضایل عالیه سپری کرده است اینک از حسن اتفاقاتدرین روزها دیوانی از آن شهریار بزرگ بدست ما افتاده و مطالعه آن ما را مـمسرورنمود. تمام اشعار آن سه هزار فرد است و در مقاطع ابیات گاه احمد و گاهی احمد شاهتخلص میکند . » (۱)په کال ۱۳۱۹ په کابل کښې داحمد شاه بابا دیوان د پوهاند عبدالحی حبیبی پهتصحيح او اهتمام چاپ شو. پوهاند حبیبی دکتاب په سر کې لیکلی دی : .... به ۱۳۱۷ کال چه ... دقندهار ملکی او عسکری مشرو... ماته داعلیحضرت احمدشاه بابا ددیوان دچاپولو تشویق را کئ، ځکه چه دادشعر مجموعه تراوسه نه ده چاپ شویاو که څینی بدلی يې مستشرقینو میندلی او چاپ کړی دی .... (۲) دلوی احمد شاه بابا دیوان له دری نسخونه تصحیح کړی دی پوهاند حبیبیاو هغه دادی : (1) يوه هغه نسخه چه په سند کې میندل شوی ده ، خوشخطه او طلا کاریده مگر کاتب او د ليک نيته يې :نه دی ښکاره .(۲) دوهمه نسخه د کابل دپښتو ټولنی دکتابخانی ده، داهم خوشخطه او طلاکاری ده .(۳) یوه ناقصه نسخه ده چه دسر پانی نه لری او په ١١٨٦ هـ کال لیکل شوی ده .ښاغلی حبیبی لیکی چه احمد شاه بابا په فارسی او عربی کې هم ښه لاسدر لود او په فارسی اشعارویی هم بودیوان در لودچه اوس ورك دى . په دغه چاپیدیوان کې دری فارسی بیتونه داحمد شاه بابا په نامه خپاره شوی دی . (۳)د ١٩٦٣ ع کال د نومبر په میاشت کې دپیښور پښتو اکیلیمی » دیوان احمد شاهابدالی خپور کړ. دغه ديوان ښا غلی قاضی هدایت الله تر تیب او تدوین کړیپیژند گلویی دښاغلی مولانا عبدالقادر ده او اهتمام يې ښاغلی خیال بخاری کړی دی.د دغه کتاب په سر کې داسی لیکل شوی دی : په کال ١٩٥٥ کښې ..چه کومی بیش بها نسخی اکیدیمی ته راورسیدی په هغی کښې ... اوداحمد شاه ابدالی دپښتو کلام دوه مجموعی او ... شاملی وی ... داحمد شاه ابدالی د دیوان یوه بله نسخه برتش میوزیم لندن نه اکید یمی ته دمایکروفلم په شکل کښې رارسیدلی ده. (۱) بیاوایی : دوه پاتی کتابونه داحمد شاه ابدالی دیوانونه وو - یوخوډ پر ښکلی زری نقشونو کښې : ، په نستعلیق کښې ليک و او بل ښکلی نسخ کښې - زمو نز د نشر او اشاعت  سلسله له کښې مونزه ددی کتابونو چاپ اوتد وین ته توجه کو له ـ دادوه قلمی نسخی او يو ديوان مايكرو فلم او بيا د عبدالحی حبیبی شایع کړی «دیوان احمد شاه ابدالی»زمونزددی نوی چاپ بنیاد وگرځیده . (۲).... په دغو مره مصروف ژوند کښې احمد شاه ابدالی دپښتو او فارسی دیوانونه هم ولیکل ... پښتو او فارسی شاعری خوبی لا پریزده عجیبه خو داده چه احمد شاه په عربی کښې هم ښه شعر او نثر لیکلی دی . دکال ١٩٤٦ ع داول جون په اردو رساله (آجکل) کښې داحمد شاه ابدالی په پښتو شاعری باندی یو مضمون ر ا و تی و... په دغه مضمون کښې داهم لیکلی و چه په کابل کښې ددوو سوو صفحویوه فارسی نسخه در شرح الشرح به عنوان موجوده ده. دغه شرح په فارسی کښې محمد غوثداحمد شاه ابدالی به عربی شعر او نثر لیکای ده .» (۳) په دیوان احمد شاه ابدالی دپیښور (چاپ کې د احمد شاه بابا يو څو فارسی شعرونههم راغلی دی .د احمد شاه بابا د دیوان یوه بله ډیره نفیسه قلمی نسخه چه زه دلته په لنډ ډول پری څه لیکل غواړم د تاشکند دختيځ پیژندنی انستتیوت په کتابخانه پوری اړه لری. په ١٩٦٣ کال کیچه زه دیوه کاتوری هیأت په حيث شوروی اتحاد ته تللی و م ماهم دغه نسخه سر تر پایه و کتله . ددغی نسخی له مخه احمد شاه بابا د شعر و نو دغه د يو ان دخپلی پاچایی په دریم کال (١١٦٣) ، دروژی په آخره ورځ چه د و شنبی و هبشير کړی دی ، لکه چه وایی


کتاب ختم شو په دوشنبی

یارا نوموز څو تاسی د لی

په اخره ورځ دروژی 

سنه هزار و صد و شصت و سه


ددغي نسخى قطع نسبة متوسطه ده او (۳۱۵) مخونه لری . سراو پای دواړه یې شته اولیکونکی محمد حامد درانی دی خود ایک نیته یې نه ده ښکاره مگر داخبره یقینی ده چه داحمد شاه بابا په ژوندانه لیکل شوی ده ولی چه کا تبد شاهنشاه د سلطنت ددوام دعاکوی :تمام شد بعون الله نسخة ديوان الهام ترجمان تصنيف حضرت ظل سبحانی خليفة الرحماني خلد الله ملكه وسلطانه ... ابد الله دولته الى الدين زما په فکر دغه نسخه کاتب ددی له پاره لیکلی وه چه د احمد شاه بابا حضورته یی وړاندی کړی او دا مطلب پخپله دلی کو نکی له دی عبارت نه په ښه شان څرگندزی: .... امیدوار از انعام عام حضرت شاهنشاه حق پرست .... امید که بمعرض يوم قبول افتد بمنه و کمال کرمه آمین  سر تر پایه تول دیوان په یوه قلم او ښکلی نسخ خط کښل شوی دی . طلاکاری جدواونه او طلا کاری لری او خوشنویسی ته يې ډیره پاملرنه شوی ده. دننه په متن کې يو څوځايه دځينو مصر عواو ځينو كلمو ځايونه سپین پاتی شوی دی . ښایی چه لیکونکی يې په اصل نه پوهیده او یا له هغه ځایه چه را نقلول بی روښانهنه وو او لیکل یې بل وخت ته پریښی دی بیاپسی پاتی شوی دی . داشعارو په پای کې کله احمد شاه کله احمد شاه درانی ، کله احمد او کلهبادشاه راوړی ، مثالونه یې دادی :

احمد شاه :

مطلع – تساويښ کړی یم له خواب 

ای دزره چنگ رباب

 مقطع – احمد شاه ستاپه دیدن کښ 

پر بار خو اونی سیلاب

احمد :

مطلع -حیرانی ده دقتالو سترگو تورت 

چه خدنك پر زړه درو می مخ و پورت


 مقطع – عاشقان دی ده دیدندی پوروړی 

ای احمده خپل سر پریکړه و دا پورت


احمد شاه درانی :

مطلع – لالاصل روحاني يــم 

بصورت کښ ژغیدلی نی یم 

مقطع – رب زه هغه ستاد در ګدایم 

خشونن که احمد شاه درانی یم


بادشاه :

مطلع- بیلتانه می زړه سوری کر پوری ووری

 چه طاقت می نه په نمرسی نه په سیوری

 مقطع -ای بادشاه دبیلتانه خبری پریزده

 کړه خبری دوصال نادری نوری


احمد شاه :

مطلع – زړه چه ته ن اقرارځی

 مگر پهوادمین بارځی 

مقطع – رقیب به له ډيره غم ومرى 

ای احمد شاه که پلاس زلفی دیار ځی 


پاسنی بیتو نه په چاپی دیوان د کابل (چاپ) کی داسی راغلی دی :


زړه چه هسی نا قرارځی

 پـه هـواد کــوم دیارځی 

احمد شاه رقیب به و مری 

که په لاس زلفی دیارځی 


املا بی خصوصیات :یې=ئې  – كله(ي) ، ځينى ځايونه (يه) ، کله (ثي) راوړی او کله کله یی حد فوی گ – چه د کلمی په سر او منځ کی راشی (ک) بی لیکی او چه په پای کی ویبیایی داډول (ك) راوړي .

ز له اوسنی املاء سره سمه لیکی

ټ ، د و ر ا س - داوس په شان لیکی .

ن – کله همدا راز او کله یی (نر) کازی 

.داتوری په نورو ځایونو کی د (خ) په شکل راوری مکرد (خ) په ردیفکی یی بیاله (د) نه لاندی باندی تکی ایښی دی.داضافت د (د) په مخکی (ه) زیاتوی .دعطف (و) زیاتره نه لیکی .ځیني اوازونه چه اوس په علامو ښودل کیزی هلته په حرکاتو بسته شوی ده . هغه وخت چه مادغه نسخه کنه چاپی دیوان نه و چه ورسره مقابله کړی می وی نایی چه ځینی داسی شعر و نه او بیتو نه به په دغه نسخه کی وی چه په چاپی دیوانو نو کی دینه وی راغلی نو که هر وخت دلوی احمد شاه بابا دیوان بیاچا پیده او یاچاپه دیباب تحقیق کاوه له دغی ښکلی او عالی نسخی نه استفاده ضروری ده.