32

د کتاب د ليکوال لنډ ژوند لیک

د افغانستان لنډ تاریخ

الحاج عبد الودود کرزی د الحاج جرئیل امیر محمد خان کرزي زوی د کندهار ولایت د کرز سفلی کلي اوسېدونکی دی، لومړنۍ زده کړې یی د کندهار د حاجي جمال كرز په لومړني ښوونځي کښې تر سره کړي او د ثانوي زده کړو د تر سره کولو له پاره د کندهار ښار د احمد شاه بابا په لېسه کښې شامل شو. په ۱۳۴۱ کال کښې يې د بکلوريا د سند له تر لاسه کولو وروسته د ښوونکي سپيڅلې دنده پر غاړه واخیسته. په ۱۳۴۲ کال کښې د ښوونې او روزنې د لوی مدیریت له خوا د سردار پائنده خان ذاكر شريف د لومړني ښوونځي د سر ښوونکي په حيث وټاكل شو دغه دنده یې پوره څلور کاله تر سره کړه. بیا د ښوونې او روزنې د لوی مدیریت له خوا د کندهار ښار د تيمور شاهي لومړني ښوونځي د سر ښوونکي په توګه وټاکل شو تر یوه کال خدمت کولو وروسته د ښوونې او روزنې د لوی مدیریت په وړاندیز د کندهار ولایت د اساسي دار المعلمين د اداري مرستيال په توګه وټاکل شو چې سر بېره د دارالمعلمین پر اداري مرستيالتوب يې د عالي دار المعلمين د اداري مرستیال دنده هم سرته رسوله نوموړي ددغه ماموریت په وخت کښې عالي دارالمعلمين د څوارلسم ټولګي د اجتماعياتو ځانګې د فراغت سند هم تر لاسه کړ. تر څلور کاله خدمت کولو وروسته یی د ښوونې او روزنې د لوی مدیریت په وړانديز د غذايي مرستو د مدیر په توګه په کار پیل وکړ چې تر دوو کالو خدمت کولو وروسته مرکز ته تبدیل شو. بيا له بې سوادۍ سره د مبارزې په ریاست کښې د زراعتي حوزې د مدیر په توګه وټاکل شو چی د لوگر ،پروان، سمنگان او ځینو نورو ولاياتو د لويانو د کورس درنه وظیفه دده 

پر غاړه وه. چې په دغه وظیفه کښې تر یونیم کال خدمت کولو وروسته په ۱۳۵۵ هـ ش کال کښي د ښوونې او روزنې وزارت له خوا د غور ولایت د ښوونې او روزنې د لوی مدیر په حيث موظف شو چې د ۱۳۵۷ هـ ش د ثور تر کودتا پورې په همدغه دنده پاتې شو، وروسته یې د زابل ولایت د ښوونې او روزنې په لوی مدیریت کښی د مامور په صفت په کار شروع وکړه چې دغه دنده یې د زابل او کندهار په ولایت کښې د ښوونې او روزنې په مديريتونو کښې تر ١٣٦٢ هـ ش کال پورې تر سره کړه څو چې په ١٣٦٢ هـ ش چې د ۱۹۸۳ کال سره برابر دی له خپلی کورنۍ سره د پاکستان د کراچی و ښار ته را مهاجر شو او تر دوه نیم کالو تیرولو وروسته امریکې ته ولاړ. الحاج عبدالودود کرزي د ښوونې او روزنې وزارت په مربوطاتو کښي ۲۲ کاله خپله سپیڅلې دنده په ښه توګه سرته رسولي او د خپل ماموریت په وخت کښې یې د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د ،مدیریت د کندهار ولایت او ښوونې او روزنې د وزارت د مقام له خوا د تشکر او تحسین افتخارات تر لاسه کړي دي. نوموړي په ۱۹۹۵م کال کښې د حج مبارکه فریضه هم ادا کړیده. ښاغلى الحاج عبدالودود کرزي د افغاني فرهنگ د لوړتيا او پیاوړتیا له پاره تل هڅې کړي دي او له ګران هېواده یی خپلی هیڅ ډول مرستې نه دي سپمولي افغانستان یی په زړه کښی هم دی او په خوله کښی هم چی دده دا اثر ددغه ادعا یوه غوره ثبوت دی. زه په داسی حال کښی چی نوموړي ته د دغه درانه اثر مبارکي وايم د نور ښکلي او دراته خدمت کولو هیله ورته لرم. په پای کښې دده او له ټولو محترمو ليکوالو څخه چې دافغانستان د نجیب ولس سره يې خپلې قلمي همکارۍ نه دي سپمولي د زړه له کومې مننه کوم اود لوی خدای له دربار څخه ورته زيات بریالیتوبونه غواړم په

                                                                     

 پښتني مينه

                                                                  عبد الرحیم کرزی

                                                                   د زراعت لیسانس 

د الحاج عبدالودود كرزي زوی



خپلې خبرې                                                                 


 تاریخ د اولسونو د پیژندګلوۍ غوره سند دی، ملتونه په تاریخ پیژندل کېږي او تاریخ چې دی چې موږ ته د تیر مهال تجربې او پيښې روښانوي او تردې ځايه يې رارسوي. که تاریخ نه وای نو اوس به ډېر حقایق او واقعیتونه تر خاورو لاندي وو او موږ به نه یوازي دا د هغوی له تېرو تجربو او کارنامو خبر شوي نه وای بلکې د اوس مهال د ژوندانه په پېښو کښې به مو دا ډول بدلونونه نه وو رامنځته شوي. افغانستان هم يو له هغو سيمو څخه دی چې تاریخي پیښې او تجربې يې د نړۍ په تاریخ کښي خلنده باب ګڼل کېږي په دغه سیمه کښې له تر تاریخ وړاندې " دور څخه زيات شمیر آثار او اسناد راپاتې دي، دغه سیمه د نړۍ په تاريخي دوره کښې له غوره ارزښتونو څخه برخمنه ګڼل کېږي. همدا وجه ده چې د دغه سيمي د یو لنډ خو مستند تاریخ لیکلو زياته اړتیا رامنخته شوي ده، د دغه سيمي د تاریخ د روښانولو او لیکلو دنده د هر افغان ستره تاریخی وظیفه گڼل کېږي چې د نه لیکلو پر مهال به یې د خپل افغاني او ملي فرهنگ او کلتور درناوی نه وي کړي. د نړۍ د دغه سترې تاریخي او ارزښتناکې سيمې یو لنډ او مستند تاريخ ښاغلي او پوه استاد ارواښاد پوهاند عبدالحی حبيبي څه د پاسه دیرش کاله د مخه په افغانستان کښې لیکلی دی او هغه مهال د افغانستان تاریخ ټولني په دوو ټوکو کښي خپور کړی دی؛ دا کتاب له هغه غوره ارزښتونو څخه برخمن کتاب ګڼل کېږي چې څه ډول ددغه تاريخي سيمې د تاريخ ليكلو اړتيا ليدل کېږي. دغه کتاب چې په دري ژبه خپور شوی په بشپړ ډول سره په تاريخي اسنادو او شواهد و بنا دی، هېڅ ډول بې سنده او افواهي خبرې په کښې نه شته او باید  چی د افغانستان تر ټولو غوره کتاب و ګڼل شي. دغه کتاب د هغه ارزښت له امله چې لري یې د دویم ځل لپاره په پېښور کښې د افغانستان د مهاجرینو د سازمان له خوا هم خپور شوی دی. څرنګه چې کتاب په تاريخي شواهد و او اسنادو بنا و له همدې امله زياته اړتيا ليدل کېده چې باید دغه کتاب په نورو افغاني او نړیوالو ژبو هم واړول شي چې د همدغه ضرورت له امله  ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا په لمریز هجري ۱۳۵۶ کال کښې په پښتو ژبه اړولی او خپور کړی دی. له يوې خوانه په هغه ژباړه کښې یو لوی څپرکی نه و ژباړل شوی او له بله پلوه يې چاپ شوې نسخې د ډېرو کمو خلکو لاس ته رسیدلې وې د همدې اړتيا له مخې ما ددغه کتاب د بيا پښتو کونې او خپرونې چاروته اوږه ورکړه او څو مياشتو په اوږدو کښې مې د کتاب ژباړه پای ته ورسوله څرنګه چې هر چاپ شوی اثر يو څه کمي او غلطي لري، له همدې امله به ګران لوستونکي په دې هکله ما وبخښي او د بیا چاپ له پاره به را نه خپلې ګټورې لارښوونې او مشورې نه سپموي. په پای کښې د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پخواني لوى مدير فاضل استاد الحاج عبد العلي خان د هغه مرستو ډېر ممنون یم چی هغوی له ما سره د کتاب د ژباړې پر وخت كاللي دي، د لوی خدای له درباره ورته د اجر غوښتونکی یم. تاسې درانه لوستونکي د کتاب لوستو ته رابولم 

                                                       

                                                                     په ټوله مینه 

                                                              الحاج عبد الودود کرزی 

                                                               د امریکی متحده ایالت 

                                                       جنوبي كلفورنيا د ۱٣٧٦ / ۱ / ۱۰ مه