د یونانو-باختري لرغونی ښار آی خانم

آثار عتیق ځاځی
27 March 2026

چې کله سترسکندر له میلاده مخکې په کال ۳۲۹ کې په ننني افغانستان  کې د بیسوس په تعقیب پسې شمالي هندوکُش ته واوښت، په سیمه کې د محلي خلکو او مشرانو له خوا د سخت مقاومت سره مخامخ شو. که څه هم په سیمه کې کوم منظم او متحد محلي دولت وجود ندرلود، مګر د باختر او د سُغدیانا ځایي مشرانو هر یوه خپلې قومي وسلوال جنګیالي درلودل، کوم چې دوامداره یې په مقدوني قواوو خپلې ګریلایي حملې جاري ساتلې. له بلې خوا چې کله بسوس پوه شو چې سکندر یې په تعقیب پسې روان دی، نو دی هم د خپلو پلویانو سره د آمو (آکسوس) د سیند شمالي خواته ته تیر شو او شاته یې ټول زراعتي محصولات، کشتۍ او وسایل له منځه یووړل. ددې لپاره چې سکندر د بسوس په تعقیب پسې له آمو څخه د تیریدو لپاره تیاري ونیسي، نو د همدې ضرورت په اساس یې یوه نظامي (لوژستیکي) هډه یا ښارګوټی د نني تخار په سیمه کې د آمو په جنوبي برخه کې جوړه کړه. له هغې نیټې څخه وروسته بیا په هماغه نظامي هډې یا ښارګوټي کې ځینې مقدوني نظامیان او وروسته د جنګ زخمیان او هغه یونانیان چه نور د جنګ نه وو میشت کړل شول. 

هماغه نظامي هډه بیا په وروسته کلونو، لسیزو او پیړیو کې په یو داسې لوی ښار بدل شو، کوم چې یونانیان او محلي خلک په ګډه پکې اوسیدل او له هماغې زمانې څخه د یونانیانو د هیلن کلتور په سیمه او خلکو کې کرار کرار رواج کړل شو. 


د هیلن د کلتور یوه مهمه برخه په یوناني ډول معماري او د مجسمه سازي هنر وو. یونانیانو په ټوله سیمه کې ډیر لوی او واړه ښارونه جوړ کړل، چې په هغو کې د هغې زمانې شانداره قصرونه هم شامل وو. یو له هغوشاندارو معماریو څخه د افغانستان په شمال کې همدا د (آی خانم) په نوم نومول شوی لرغونی ښار وو، کوم چې په شلمه پیړۍ کې ددې ښار ګوټي کشف په سیمه کې د یونانیانو د لرغونې زمانې تر ټولو مهم کشف وو، چې په ټوله نړۍ کې د لرغون پوهانو او تاریخ پوهانو له خوا هرکلی شو. 


دا لرغونی ښار څرنګه کشف شو؟

د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه چې د ښکار ډیر شوقي وو، د افغانستان مختلفو سیمو ته به یې د مختلفو حیواناتو د ښکار لپاره سفرونه کول. په کال ۱۹۶۱م کې، د همدغو سفرونو په ترځ کې وو، چې د تصادف له مخې شاه په تخار کې د لرغونو آثارو د ټوټو سره مخامخ شو. نو وار له واره یې امر وکړ چې ټوله ساحه د خلکو د تګ راتګ لپاره بنده شي. چې کله کابل ته راوګرځید، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یې امر ورکړ چې د لرغون پیژندنې نړیوالو پوهانو او مؤسساتو سره تماس ونیول شي او له هغوی څخه ددې سیمې د تحقیق او کیندنې غوښتنه وشي. 

هماغه وو چې په نړیواله کچه پیژندل شوی مشهور فرانسوي لرغون پوه (پاول برنارد2) د خپل ټیم سره افغانستان ته راغلل او د تخار په ولایت کې یې د علمي کیندنې کار په  ۱۹۶۴م کال کې پیل کړل. دا کیندنې له ۱۹۶۴م څخه تر ۱۹۷۸م پورې په مختلفو مرحلو کې دوام وکړ. د هماغه ټیم د کار او زحمت نتیجه وه چې په لومړي ځل په منځنۍ آسیا کې د هیلنیزم د مدنیت او معماري مشهور ترین آثار کشف شول، کوم چې هغه کشف د لرغونې زمانې د یو لوی او با عظمته ښار آثار وو.

 د یونانیانو په لیکلي اسنادو کې داسې شواهد نشته چې وپوهیږو چې دوی په هغو زمانو کې دا ښار په کوم نوم یاداوو، ځکه چې ددوی په اسنادو کې ددې ښار نوم هیڅ ندی ذکر شوی. مګر په افغانستان کې دې ښار ته د (آی خانم) نوم ورکړل شو، آی خانم یوه اُزبکي (تُرکي) کلیمه ده کوم چې (آی) د سپوږمۍ او (خانم) د میرمنې معنی لري.


تر اوسه پورې پوهان پدې ندي بریالي شوي چې ددې ښار د بنسټ ایښودلو دقیق تاریخ معلوم کړي. که څه هم ددې ښار جوړیدل په یوه خاصه زمانه ندی تړل شوی، ځکه چې ښار د کلونو، لسیزو او ممکن پیړیو په جریان کې پراختیا موندلی وي، مګر د ښار د بنسټ پیل هماغه کال ته رسي کوم چې ستر سکندر د بیسوس په تعقیب پسې شمالي افغانستان ته واوښت، (کال ۳۲۹ ق م) او د همدې نظامي هډې بنسټ یې کیښود. مګر عمومي عقیده پدې ده چې دا د سیلوسید د امپراطورۍ په سلسله کې د (لومړي انتیوکوس) په وخت کې وو چې دا نظامي هډه په یو پلان شوي ښار بدله شوه.


څرنګه چې د سکندر له مړینې څخه وروسته د مقدوني جنرالانو تر منځه د قدرت په سر خپل منځي اختلافات پیل شول، په نتیجه کې یې د سکندر لویه امپراطوري د مختلفو جنرالانو ترمنځه د جنګونو په نتیجه کې په دریو برخو وویشل شوه. دا جنګونه او اختلافات د شرق په پرتله د امپراطورۍ په غرب کې ډیر وو، ځکه نو د جنګ او د اقتدار دګټلو تمرکز په غرب کې یانې (مصر، کمکی آسیا او اروپا) کې ډیر وو. د سکندر د جنرالانو له جملې څخه (سلیوکوس) په شرق کې د امپراطورۍ تر ټولو لویه برخه تر خپل اقتدار لاندې رواستله او د (سلیوسید) تر نامه لاندې یې په شرق کې مستقله لویه امپراطوري جوړه کړه. 


په پیل کې د (باختر) او (سُغدیانا) سیمې هم د سلیوسید د امپراطورۍ ساتراپی وې. مګر وروسته په غرب کې د مغشوشو حالاتو څخه په استفاده، د امپراتوری په شرقي سیمو کې ځینې محلي او قامي مشرانو او هم په شرقي سیمو کې په اقتدار کې لا پاته مقدوني او یوناني مشرانو د سلیوسید د اقتدار په ضد بغاوتونه پیل کړل. حتا ځینې محلي ساتراپانو په مستقله توګه د خپل اقتدار په سیمه کې په خپل نوم او تصویر سکې هم رواج کړلې، چې یو یې هم د بلخ ساتراپ وو، کوم چې په باختر کې یې په خپل نامه سکې وهلې وې. بل هم په پاروپامیزاد (بګرام) کې د سکندر له خوا مقرر شوی پخوانی ساتراپ (اوکسیارتیس3) وو، چې د سکندر خسر او د (رُخشانې یا رُکسانې) پلار هم وو. ده هم د خپل اقتدار په سیمه کې پخپل نوم سکې خپرې کړې وې.


ددې بغاوتونو د ځپلو په مقصد په کال ۳۰۵ یا ۳۰۶ ق م کې شاه یا امپراطور (سلیوکوس) چې د اقتدار مرکز یې (بابل) وو، د منځنۍ آسیا په لور یو نظامي کمپاین پیل کړ. ددې نظامي کمپاین ډیر تفصیل په لاس کې نلرو، مګر دومره پوهیږو چې د سلیوسید امپراطور مجبوره شو چې د محلي قامي مشرانو او په منځنۍ آسیا کې د سکندر څخه د پاته مقدوني مشرانو په خلاف ددوی د مهارولو په هدف وجنګیږي، تر څو چې دا سیمې یې بیرته د خپل کنترول لاندې راوستلې، کوم چې باختر او پاروپامیزاد هم پکې شامل وو. 


سیلوکوس په کال ۲۹۴ ق م کې یې خپل مشر زوی (انتیوکوس) په شرق کې د ټولې سیمې حکمران مقرر کړ. انتیوکوس وکولای شوای چې د مقدوني یا د هیلن اداره بیرته په باختر کې په پښو ودروي، ځکه چې ده په باختر کې ډیر پلویان لرل. علت یې دا وو چې انتیوکوس پخپله د مور له خوا د باختریانو سره د وینې ارتباط درلود، ځکه چې دده مور (اپاما) د باختري مشر(سپیتامین) لور وه، کوم چې سلیوکوس ته د سکندر په وخت کې واده شوې وه. دا واده یو له هغو سلګونو جمعي ودونو څخه وو چې په کال ۳۲۴ ق م کې  په (شوش) کې د سکندر په حضور کې تر سره شو. پخپله سکندر هم په هماغه لوی محفل کې د داریوش لور ځانته واده کړه.

د همدې انتیوکوس په وخت کې وو چې د (آی خانم) ښار کرار کرار د (۲۸۱- ۲۶۱ ق م) کلونو کې پراخوالی وموند او ډیر یونانیان دې ښار ته ورغلل. په همدې کلونو کې په آی خانم کې یوه ضرابخانه هم جوړه شوه چې د نقرې او برونز سکې پکې جوړیدلې. یو علت یې داوو چې آی خانم د نقرې، برونز او حتی د طلا منابعو ته نږدې وو. د آی خانم څخه د ارکیولوژیکي کیندنو په نتیجه کې د سلیوکوس او انتیوکوس ډیرې سکې پیداشوي دي. که څه هم (پاول برنارد) عقیده لري چې د سکو زیاته برخه پخپله (بلخ) کې هم تولید شوي دي، ځکه چې په هغه وخت کې (بلخ) د باختر د محلي دولت مرکز وو. داسې ویل کیږي چې له کال ۲۹۰ څخه تر ۲۸۵ ق م پورې سکې په بلخ کې تولیدلې، مګر بیا له ۲۸۵ ق م څخه وروسته نوې ضرابخانه په آی خانم کې جوړه شوه او د ښار اهمیت کرار کرار زیاتیده. 


دا ددې معنې ورکوي چې په همدې مرحله کې د سیلوسید شاهانو فیصله کړې وه چې باختر به له دوو مهمو ښارونو څخه کنترولوي، یانې بلخ په غرب کې او آی خانم په شرق کې. له همدې مرحلې څخه وروسته له آی خانم څخه د باختر پراخوالی د شمال په لور د نني تاجکستان تر (کولاب) پورې او په غرب کې تر نني (کُندز) پورې، چې یونانیانو د (آرنوس4) په نوم یاد کړی، پراخوالی موندلی وو. کله چې سلیوکوس مړ شو، انتیوکوس مجبور وو چې بابل ته ولاړ شي، چې بیا له هغې مرحلې وروسته باختر ته د انتیوکوس د بیرته راګرځیدلو هیڅ کوم سند وجود نلري.


د آی خانم په هکله تر تقریباً دوو لسیزو پورې یانې د انتیوکوس د مرګ څخه وروسته ډیر معلومات وجود نلري. مګر داسې ښکاري چې د طلا او نقرو د سکو جوړلو کار د (دوهم انتیوکوس) تر مرحلې پورې هم دوام پیدا کړی وي، کوم چې په کال ۲۶۱ ق م کې اقتدار ته راغی او د ۲۴۶ ق م پورې یې حکومت وکړ. پدې معنی چې د ۲۴۶ ق م پورې په باختر باندې د سیلوسید د امپراطوري اقتدار له بابل څخه لا هم دوام درلود. تر څو چې بالاخره په باختر کې د (دیودوتوس) له خوا د سیلوسید د اقتدار په خلاف حرکت پیل شو او خپل ځان یې له سیلوسید څخه مستقل اعلان کړ او د (یونانو- باختري) مستقل دولت یې جوړ کړ. 

کرار کرار (دیودوتوس) پخپل نوم د سکو جوړول هم پیل کړل او په تقریباً ۲۳۵ ق م کې یې ځان مستقل شاه وباله. ځینې منابع دا هم وایي چې دا استقلالیت دده د زوی (دوهم دیودوتوس) په وخت کې پیښ شوی وو. د دیودوتوس په نامه ځیني د برونز سکې د آی خانم په ښار کې پیداشوي دي.


آی خانم څه وخت د شاهي اقتدار مرکز شو؟

د ښار ډیزاین، ښایست او د قصر او معبد موجودیت دا په واضحه توګه ښئي چې آی خانم یو شاهي  پایتخت وو. دا چې کله آی خانم د باختر په پایتخت بدل شوی، مختلف نظریات وجود لري. د اکثرو پوهانو باور پدې دی چې لومړنی شاه چې د آی خانم په ښار کې د شاهي قصر د جوړیدو کار پیل کړ، هماغه (لومړی ایوتیدیموس) (۲۳۵- ۱۹۰ ق م) او دده زوی (لومړی دیمتریوس) (۱۹۰- ۱۸۰ ق م) وو. لومړی ایوتیدیموس هغه وخت په باختر کې قدرت تر لاسه کړ چې کله یې (دوهم دیودوتوس) له واکه وغورځاوو. نو بیایې د سلیوسید د امپراطورۍ په وړاندې یې خپل دفاعي حالت قوي کړ او ویې کړای شوای د سلیوسید د شاه (دریم انتیوکوس) د حملو په وړاندې په بري سره مقاومت وکړي. 


څرنګه چې مخکې هم وویل شول، انتیوکوس د بلخ د دوو کالو محاصرې وروسته مجبوره شو چې په باختر کې د ایوتیدیموس خپلواکي ومني. ایوتیدیموس او دده زوی دیمتریوس په سیمه کې مقتدر شاهان وو، خصوصاً دیمتریوس کوم چې ویې کړای شوای چې د هندوکش جنوب ته هم تیر شي او پاروپامیزاد او اراکوزیا یعنې د کابل او کندهار سیمې هم د خپلې ادارې لاندې راولي. همدا دیمتریوس وو چې وروسته یې په هند کې هم فتوحات وکړل. 

ددوی د اقتدار او ثروت په وخت کې وو چې د آی خانم ښار نور هم پراختیا وموندله او شانداره معماري پکې وشوه. همدا وو چې آی خانم په باختر کې کرار کرار په یو مرکز بدلیده، چې د باختر شاه له همدې مرکز څخه شا او خوا سیمې یې کنترولې. دا ښار وروسته د (لومړی ایوکرادیتس) د اقتدار په زمانه کې نوره پراختیا هم وموندله (کال ۱۷۱- ۱۴۸ ق م).


دا ایوکرادیتس وو چې په هند کې نور هم پرمخ ولاړ او د میناندر د اقتدار لمنه یې له پنجاب څخه ټوله کړه. ده له هند څخه ډیر غنایم او ثروت ترلاسه کړل، چې ډیره برخه یې د آی خانم په خزانه کې ساتل شوې وه. د نوي ثروت سره د آی خانم په قصرونو کې هم لا نور د آبادی کار وشو او د لاسته راغلي شواهدو څخه داسې ښکاري چې آی خانم د همدې شاه (ایوکرادیتس) د اوسیدو ځای او د اقتدار پایتخت وو. د شاندارو معماریو لکه تیاتر، جمنازیم او نورو لوړو ماڼیو په وسیله ایوکرادیتس ځان د هیلنیستیک شاهانو په جمله کې په رقابت وښود. همدارنګه ده د یونان د کلتور او هنر په پراختیا او ساتنه کې ځان یو مدافع باله.


آی خانم هم لکه د نورو شا او خوا ښارونو په شان تل د منځنۍ آسیا د ګرځنده سواروکارو او هم په باختر کې د ځینو محلي مخالفینو له خوا د تهدید لاندې وو او باید له ښار څخه کلکه مدافعه شوې وای، مګر دا دفاعي حالت د ایوکرادیتس د وژل کیدلو وروسته ډیر ضعیفه شو. 

بلاخره د آی خانم شانداره ښار د همدې مهاجمینو له خوا اشغال او تخریب کړل شو. ځینې منابع دا هم وایي چې دا کوچي مهاجم هماغه کوشانیان وو، چې په لومړی ځل له (آمو) څخه د جنوب په لور تیر شول. چې بیا د یونانیانو د سقوط سره، دې کوشانیانو په ټوله سیمه کې یو بل مقتدره او با عظمته مدنیت جوړ کړ. د مهاجمو له خوا د آی خانم اکثره عمارتونو ته اور واچول شو او د هیلن د کلتور شانداره آثار وران کړل شول. 

داسې ښکاري چې په هماغه وخت کې یونانیان هم له هغه ښار څخه فرار ته مجبوره شول او کرار کرار نه یوازې چې دوی آی خانم پریښود، بلکه له ټول شرقي او غربي باختر یا شمالي افغانستان څخه هم ووتل.


 د آی خانم پراختیا له میلاده مخکې د دوهمې پیړۍ په پیل کې واقع شوه، هغه وخت چه آی خانم او باختر د (یونانو- باختري) د دولت تر ټولو مهم ښار وو. هم د سیلوسید په امپراطورۍ کې او هم په (یونانو- باختري) دولت کې آی خانم د شاهانو د قصر حیثیت درلود5. ددې ښار په هکله ډیر معلومات د ښار په دننه کې د پیدا شوو سکو او په کمه اندازه د لیکلي اسنادو څخه تر لاسه شوي. مګر متأسفانه چې د ساحې څخه په کافي اندازه شواهد او منابع ندي ترلاسه شوي چې مونږ ته په تفصیل سره ددې لرغونې ښار په هکله معلومات راکړي. ترلاسه شوي تاریخي معلومات دا وایي چې د آی خانم ښار د منځنۍ آسیا د کوچي قامونو په واسطه چې دوامداره یې خپلې حملې جاري ساتلې په کال ۱۴۵ ق م کې تخریب شوی او سوځول شوی او د ښار اوسیدونکي له سیمي څخه تښتیدلي او د هندوکُش جنوب ته یې پناه وړې ده.


څرنګه چې پدې وروستیو کلونو کې ټیکنالوژي د ژوند په هره برخه کې زمونږ سره مرسته کړیده، د لرغون پوهانو کار یې هم آسانه کړی او دوی ته د ډیرو نورو معلوماتو د ترلاسه کولو وسیله هم ګرځیدلی دی. ځکه نو پدې وروستیو کلونو کې یوې جاپاني کمپنۍ د همدغه آی خانم د ساحې د راسته راغلي معلوماتو څخه په استفاده د کمپیوترونو په کومک د یاد شوي ساحې درې بُعدیزه تصویر جوړ کړ، چې د ساحې په پیژندلو کې یې بې حده مرسته وکړه. 

ددې درې بُعدي تصویرونو په مرسته یوه ویدیو هم جوړه شوه، داسې لکه چې په مجازي ډول کمره د هغې زمانې په ښار کې دننه وګرځي. دا ویدیو چې یوازې درې نیمې دقیقې ده، چې کولای شئ په یوټیوب کې ووینئ.


د آی خانم د ښار معماري او ډیزاین بلکل د هغو زمانو د یوناني معماريو یو مثال دی. یونانیانو په هغو زمانو کې ښارونه معمولاً پداسې ځای کې جوړل چې له یو ې یا دوو خواوو به ښار د سیند پرغاړه وو. یو خو یې علت د اوبو منبع ته نږدیوالی وو، مګر بل مهم علت یې دفاعي وو. ځکه چې ښار به په طبعي ډول د سیند په واسطه د دښمن له حملو څخه ساتل کیده. دا د آی خانم ښار هم په هماغسې ځای کې جوړ شوی دی، چې هلته د (کوکچې) او (آمو) سیندونه سره یوځای کیږي. په ځینو اسنادو کې ویل شوي دي چې په همدې ځای کې (دریای پنج) د (کوکچې) سره یوځای کیږي. علت یې دادی چې آمو دریا ته په یوه برخه کې محلي خلک (دریای پنج) هم وایي. دا ساحه دافغانستان په شمال- شرق کې د تخار په ولایت کې موقیعت لري. 



د آی خانم موقعیت او د کشف شوي ښار نقشه.


د ښار په منځ کې د یوناني معماري او مهندسي مطابق د جمنازیم، تیاتر، معبدونو او د یوناني ډول کورونو نښې لیدل کیږي. یونانیانو د آمو سیند د (آکسوس) په نامه یاد کړی دی. 



دا د آی خانم د ډیجیټل درې بُعدي تصویرونو د ښار د موقعیت یوه نما ده   






او دا د هماغې ساحې اوسنی تصویرونه دي کوم چې هلته د کوکچې او آمو سیندونه سره یوځای کیږي.


لکه چې وویل شوب، که څه هم په همدې ساحه کې سکندر په کال ۳۲۹ ق م کې خپله نظامي هډه جوړه کړه، مګر شواهد دا ښئي چې دا هډه وروسته په یو عصري او لوی ښار په کال ۲۱۸- ۲۱۶ ق م کې بدله شوه. که د ښار تهداب او جوړیدل په همدې کلونو کې تر سره شوی وي، مګر دا آخري عصري او آباد شکل یې د (ایوکراتیدیس) په زمانه کې خپل اوج ته رسیدلی وو، کال ۱۷۰- ۱۴۵ ق م8. 

له ډیزاین او ښاري پلان څخه دا په واضحه توګه معلومیږي چې دا ښار د شاه قصر هم وو او ممکن په هغه وخت کې په شاهي قصر بدل شوی وي، چې کله باختر د سیلیوسید له امپراطورۍ څخه خپل ځان مستقل اعلان کړ. نو دا واضحه ده چې آی خانم د باختر شاهي پایتخت هم وو. 


د قصر په شا او خوا کې د کورونو ډیزاین دا ښیئي چې د کورونو څښتنان ډیر شتمن خلک وو. کورونه لوی وو او د هر کور نیمه مځکه د حویلی لپاره پریښودل شوې وه، چې حتماً به په کورونو کې دننه فامیلونو ژوند کاوو. د حویلی ډیزاین خاص باختري دی، ځکه چې یونانیانو په مدیترانه کې دا رواج نه درلود. دا د حویلی کلتور تر اوسه پورې هم په افغانستان کې مروج دی. په ځینو کورونو کې د دیوالي بخاریو آثار هم لیدل کیږي. دا هم خاص باختري کلتور ښئیي، ځکه چې د افغانستان هوا د یونان برخلاف په ژمي کې ډیره سړه ده. 


په ښار کې دننه د تیاتر ساختمان تقریباً ۸۵ متره قطر لري، چې تقریباً د ۵۰۰۰ نفرو د کیناستلو ظرفیت یې درلود. داسې ویل شوي دي چې دا تیاتر په ټوله یوناني نړۍ کې تر ټولو لوی تیاتر وو9. لرغون پوه (پاول برنارد) کوم چې دغه ښار یې کشف کړ وایي چې په ښار کې د اوسیدونکو حویلی عیناً د هخامنشیانو د حویلیو په شان دي، داسې چې کوټې ټولې د کور په یوه خوا کې او حویلي په بله خوا کې ده10. په افغانستان کې اوس هم د کورونو ډیزاین په همدې شکل دي، چې حویلي معمولاً د ژمي لمر ته مخامخ د کور په جنوبي خوا کې وي. ښار د مثلث شکل لري چې مساحت یې تقریباً ۳۰۰ کیلومتر مربع تخمین شوی دی، چې په غرب کې یې (دریای پنج) یا د آمو سیند او په جنوب کې یې د کوکچې سیند بهیږي. د آی خانم سیمه په باختر کې یوه ډیره غني سیمه وه، ځکه چې د زراعتي محصولاتو تولیدات یې د نورو سیمو په پرتله ډیر وو. همدارنګه یې د طلا او د لاجوردو د منابعو یادونه شوې ده. په بدخشان کې اوس هم خلک په ډیر ابتدایي شکل د کوکچې له سیند څخه طلا تر لاسه کوي، چه دوی (ریګ شوی) ورته وایي. د بدخشان لاجورد هم په نړیواله کچه نامي دي. 


په ښار کې دننه او له ښاره د باندې د آبیاری طریقه هم هماغه د ویالو ویستلو طریقه وه، چې اوس هم په افغانستان کې له همدې طریقې څخه د زراعتي مځکو د خړوبولو لپاره کار آخیستل کیږي. بیاهم دا طریقه باختري وه، نه یوناني، ځکه چې یونانیان د اوبو رسولو لپاره د ویالو سیستم ته ضرورت نلري. نو وینو چې کرار کرار د یونان د هیلن کلتور او باختري کلتور سره یو ځای کیږي او د پیړیو په جریان کې یو مختلط کلتور منځ ته راځي، چې په (یونانو- باختري) کلتور یادیږي.


ښار د شاهي قصر، جمنازیم، تیاتر او د اوسیدونکو د کورونو علاوه، له ښاره د باندې په یوناني شکل  یوه لویه مقبره هم درلوده. د کورونو په منځ کې د اوبو سیستم، حمام او د دیوالي بخاریو آثار لیدل کیږي. تاریخ پوه (راپن) عقیده لري چې داښار له میلاده مخکې له څلورمې څخه تر دوهمې پیړۍ پورې تعلق لري11. او دا تاریخ پوه دا هم وایي چې ښار تقریباً درې سوه کیلومتر مربع مساحت لري.



دا هم د ډیجیټل درې بُعدي تصویرونو څخه یوتصویر دی چې ښار او د ښار تیاتر ښئي.


لرغون پوه راپن داهم وایي چې په ښار کې ځینې اسناد هم ترلاسه شوي دي چې د اسنادو تاریخ د (ایوکراتیدیس) په زمانې تړي. ځیني سکې چې په ښار کې پیداشوي، په سکو باندې د هند د کلتور تاثیر لیدل کیږي. چې دا په واضحه توګه دا ښئي چې د باختر او هند تر منځه کلتوري اړیکې وې. مونږ پوهیږو چې ایوکراتیدیس په یوه مرحله کې له شمالي هندوکش څخه جنوب ته تیر شو او د هند پر خوا یې پرمختګ وکړ. 

داهم ویل شوي دي چې په ساحه کې داسې څه ندي ترلاسه شوي چې له میلاده مخکې د ۱۴۵ کال څخه وروسته زمانې ته کوم سند وي. دا ددې ثبوت هم کیدای شي چې دا ښار د منځنۍ آسیا د کوچي قامونو د یرغل سره په هماغه کال کې اشغال شوی او بیا سوځول شوی دی. مونږ پوهیږو چې د یونانیانو اقتدار ته په باختر کې د منځنۍ آسیا مهاجم قامونو د پای ټکۍ کیښود، ځکه چې دوی به د کلونو په اوږدو کې په باختر حملې کولې. 


که څه هم په تیګو (ډبرو) کې کیندل شوي کوم اسناد د آی خانم څخه ندي ترلاسه شوي، مګر په یوه اطاق کې د پاپیروس ځینې پاڼې پیداشوي دي. دا اسناد په یوناني ژبه لیکل شوي دي، چې یوه یې یوه فلسفي لیکنه ده، چې ممکن د ارسطو نظریات وي. بله پاڼه لکه یو شعر داسې دی. دا ددې څرګندوی دی چې د باختر خلک د یوناني فلسفې، شعر او تیاتر سره آشنا وو. مونږ دا ویلی شو چې حداقل هغه باختریان چې د ښار په منځ کې یې یا ژوند کولو او یا یې په شاهي اداره کې کار کولو د یوناني خط سره آشنا وو.

په ځینو اطاقونو کې د کوټې د ننه فرش په موزائیک ډیزاین رسامي شوي وو کوم چې د رنګه شګو څخه کار آخیستل شوی دی. په موزائیک کې د داسې بحري حیوانانو رسامي شوې ده، کوم چې هغه حیوانات په باختر کې نه پیدا کیدل. دا حیوانات بحري وو، کوم چې په مدیترانه کې پیداکیدل.



د کوټې په منځ کې د موزائیک فرش چه په مختلفو رنګونو شګې پکې پکار شوي وو.


همدارنګه په آی خانم کې د هغې زمانې د لویو مجسمو له جملې څخه چې د یونانیانو په لوړو قصرونو او ساختمانونو کې په ډیر هنري ضرافت جوړیدل، د یوې لویې مجسمې یوازې یوه پښه په هماغه ساحه کې پیداشوې، چې دا د مجسمه سازي د هنر یو څرګنده عالي مثال دی. د پښې سره دا ټوټه د یونان د لرغونې زمانې د هغو څپلیو یوه وړه برخه هم ښئي چې یونانیانو به په پښو کول. پدې وړې ټوټې کې د انسان د اناتومي ترسیم او تناسب په ډیر دقیق شکل کیندل شوی او جوړ شوی دی.



د څپلۍ د یوې وړې برخې سره د مجسمې یوه پښه چې په آی خانم کې پیداشوه.




همدارنګه د یوې بلې مجسمې سر هم په آی خانم کې پیداشوی، مګر جالبه داده چې دا مجسمه له خاورین (ټیکر)  څخه جوړه شوې ده، چې دا یوازې په باختر کې لیدل شوی. یونانیانو خاورینې مجسمې نه جوړولې، یوازې لوښې یې خاورین جوړول. نو لدې څخه دا معلومیږي چې ممکن دا د باختري یونانیانو د کلتور یوه برخه وه او یا هم باختریانو له هند څخه زده کړې وه. ددې مجسمې د سر په هکله کوم سند ندی تر لاسه شوی چې دا مجسمه د چا وه. مګر آرکیولوژیستانو ددې مجسمې درې بُعدي تصویر آخیستی او د مختلفو سکو سره یې مقایسه کړی او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دا مجسمه د (لومړی دیمتریوس ) دی.

لرغون پوهان دا هم وایي چې هغه تصویر چې په ځینو طلایي سکو کې لیدل کیږي کوم چې په آی خانم کې ترلاسه شوي دي، د ایوکراتیدس دي. دا طلایي سکې په سیمه کې له ټولو ترلاسه شوو سکو څخه لوی دي. د پوهانو دا باور دی چې ایوکراتیدس د یونانو- باختري امپراطورۍ آخرین شاه وو (۱۷۱- ۱۴۵ ق م)، چې بالاخره هغه امپراطوري د منځنۍ آسیا د مهاجمو په لاس سقوط کړل شوه.



د دیمتریوس د مجسمې سر چې په آی خانم کې پیدا شو.





طلایي سکې چې په آی خانم کې پیداشوې (کال ۱۷۱- ۱۴۵ ق م)


د آی خانم د قصر د معماری د مثال یوه ټوټه چې په هماغه ساحه کې پیداشوې د هغې زمانې د قصر د معماری عظمت ښئي. دا لویه ټوټه په قصر کې دننه د لسګونو ستونونو (ستنو) د یوې وړې برخې مثال دی، چې د هغې له مخې د قصر د شاندارې معماری حدس وهلی شو. 



په آی خانم کې پیداشوې د هیلن یا یوناني معماری یوه نومونه



په آی خانم کې یوه بله دیره مهمه ټوټه چې ترلاسه شوې هغه د نقرې او طلا یوه لوحه یا پلیټ دی. پدې لوحې کې هم د (زردُشت) د مذهب او هم د یوناني خدایانو تصویر حک شوی. 

دا پیداشوې لوحه په نړیواله کچه د اهمیت وړ دی، ځکه چې نړیوالو ته د یونانو- باختري مدنیت او کلتور په هکله ډیر څه بیانوي. دا ددې څرګندوی هم دی چې د یونانو-باختري واکمنانو ټولو مروجو عقیدو ته احترام درلود. 

مونږ پوهیږو چې باختریان لکه د هخامشیانو په شان د (زردُشت) د مذهب پیروان وو. داسې شواهد نشته چې یونانیانو به د زردشت مذهب قبول کړی وي، ځکه نو په آی خانم کې هم د یونان، هم د باختر او هم د هند عقیدو خپل بیل بیل پیروان لرل چې په مشترکه توګه یې په هماغه ښار کې ژوند کاوو. 




په آی خانم کې پیدا شوی پلیټ یا لوحه



د باختر په ځینو ځایونو کې د زردُشتیانو د آتشکدو آثار هم پیدا شوي دي. دوی اور د رڼا او نیکي (نور او نیکي) د سمبول په صفت مقدس ګاڼه او د رڼا او نیکي د ساتلو په هیله یې دوامداره خپلې مقدسې آتشکدې ژوندی ساتلې. په همدې سیمه کې ځینې د براهمنیزم پیروان هم اوسیدل. مګر د براهمنریزم پیروان په اکثریت سره د هندوکُش په جنوبي سیمو کې ډیر وو.


د آی خانم آرکیولوژیکي کشف په شلمه پیړۍ کې د یوناني او هیلني کلتور تر ټولو مهم کشف وو، چې نړۍ ته یې په آسیا کې د یوناني دولتونو او کلتور په هکله ډیر څه ورکړل.

د ښار لپاره په دفاعي لحاظ په دوو خواوو کې د سیندونو موجودیت یو طبیعي مظبوطه کرښه وه او هم په بله خوا کې یې د غره موجودیت ښار خوندي کړی وو.  داسې ښکاري چې آی خانم په یقین سره د هیلنیستیک په تاریخي مرحله کې جوړ شوی، ځکه چې د هخامنشیانو د اقتدار په وخت کې په همدې ځای کې چې د باختر د ساتراپي یوه برخه وه، کومه آبادي نه وه شوې. هخامنشیانو به ممکن د باختر په نورو ځایونو کې آبادی کړي وي، مګر دقیقاً په همدې ځای کې چې د آی ځانم لرغونی ښار کشف شوی، ددوی د لاس نښې نشته. 


ددوی په وخت کې (بلخ یا بکترا) تر ټولو لوی ښار او د باختر مرکز وو. مګر د آی خانم د ښار په پلان او ډیزاین کې د باختریانو د معماري تاثیرات لیدل کیږي، خصوصاً د ښار په شاهي قصر کې. په قصر کې د پخو خښتو استعمال، د ځینو ستنو بیخونه او ځیني چیني لوښې چې لاسته راغلي، په هغه زمانه کې د باختریانو د معماري رواج او هنر ښئي. 

مګر داهم امکان لري چې دا ډول معماري خپله د باختر د محلي خلکو له خوا یونانیانو ته ورپیژندل شوي وي. ځینې منابع داهم وایي چې باختر د هخامنشیانو د اقتدار په زمانه کې هم ځان مستقل ساتلی وو، مګر ددې خبرې امکان ډیر کم لیدل کیږي. ممکن د هخامنشیانو ساتراپ په همدې ساحه کې د دفاع لپاره یوازې یوه نظامي هډه یا بارک درلود، نه کوم آباد ښار یا قصر، لکه په (کُهنه قلا) کې چې تقریباً د آی خانم څخه یونیم کیلومتره لیرې دی.