افغانستان کې د هوایي ډګرونو د جوړېدو تاریخ

د پوهاند دودیال متفرقه آثار
27 March 2026

سریزه درنو دوستانو، مشرانو او دقرمنو وطنوالو السلام علیکم.
سره له دې چې د خوشحالی ورځ او اختر نه لرو، وطن مو ورځ په ورځ د تېارې او له لاسه وتلو په حال کې او خلک مو د نفاق، بیوزلي او سربدالی په حال کې دي، هره ورځ جنازې او هدېرې دي، خو بیا هم (بنابرعرف دیرین )داخترمبارکی وایم. هیڅوک نشته چې د مکار دښمن اصلی موخه بربنډه او دا سپېره هلمندی، وردګی او کندهاری ځوانان پوه کړی. دوې هم خپل ژوند له لاسه ورکوي او هم یې د دښمن لپاره لار هواره کړې چې زموږ معادن، واخان، د کونړ سیند او جغرافیه تر واک لاندې راولي. د انګزیز مولود له ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ د قبایلو خود ارادیت ختم کړ او مشلایی یې ورباندی راوسته، دا دی اوس دا نیمه نظامی واک د دیورند له کرښې دا خوا رااړوی. پښتانه د یو تروریست وحشی قوم په توګه معرفی کوی. اصلی نقشه د پښتنو په خاوره اود دوی تباهی لپاره ده. ټی تی پی او پی تی بی او ای تی پی ټوولې نانځکې او د جغرافیایی او سیاسی جغرافیایی عمق وسیلی دي.
هوایي ډګرونه د یو هېواد اقتصاد او د خلکو په ژوندکې مهم رول لري. د ترانسپورت دا ښکارنده د مډرن ژوند بېلګه ده. افغانستان یو غرنی هېواد دی، لارې یې پیچومي لري او د بیړۍ چلولو امکانات هم نلري. زموږ هېواد کې لویې لارې، ماشیني صنایع، لومړني مطبوعات او د مډرن ژوند نښې د امیرشیرعلیخان له دورې څخه پیل شوې. وروسته بیا لکه هغسې چې ډېر نور عمراني کارونه د پاچاامان الله خان پر مهال وشول، هوايي ډګرونه جوړول او د لومړنۍ الوتکې واردول هم همدا وخت وشول. د کابل د خواجه رواش او د کندهارهوایی ډګرونه د افغانستان لومړني هوايي ډګرونه دي، چې وروسته بیا نور ډګرونه جوړ شول. هوايي ډګرونه او د هغو ملحقات او وسایل زموږ ملي شتمني او د اقتصادي زیربنا ډېره ګرانبیه برخه ده. په دې لنډه مقاله کې په هوایی ترانسپورت او ډګرونو کتنه کیږي.
د هوايي چلند او ډګرونو تاریخچه 
د افغانستان لومړنی هوايي ډګر د امان الله خان پرمهال په کال ۱۹۲۱م. کې جوړ شو، دا هغه مهال و چې شاه امان الله خان یوه الوتکه له شوروي اتحاد او دوه (اورورا) ډوله له ایتالیا څخه وپیرودلې. هغه وخت خواجه رواش هوايي ډګر نه و، لومړی هوايي ډګر په شیر پور کې و. اصلي او لوی ډګر د کابل ولایت د خواجه رواش سیمه کې په  ۱۹۲۳م. کال کې تاسیس شو. غازي امان الله خان کندهار او کابل کې او ورپسې ټولو ولایتونو کې د هوايي ډګرونو د جوړولو او د هوايي ترانسپورت د تجهیز پلان درلود. په پیل کې لومړنیو الوتنو له یوې سیمې بلې ته  مسافر نه وړل، دا ځکه چې دا ترانسپورت ابتدايي او خلک ورسره آشنا نه وو. پینځه کاله وروسته له دې، په ۱۹۲۸م. کې یوې کوچنۍ الوتکې د کابل او د هغه وخت شوروی سره تګ- راتګ درلود. سره له دې چې وطنپال او مترقي پاچا غازی امان الله خان رېل هم فعال کړ او د موټری سړکونو د غځولو پلان یې هم درلود، خو زموږ بحث یواځې د هوايي ډګرونو او الوتکو په اړه دی، بېرته اصلي موضوع ته راګرځو:
د امان الله خان له دور وروسته، لنډه موده (بچه سقاو) د انګریزانو په پټ لمسون او ملاتر په یوه اله ګوله کې واک ترلاسه کړ، چې ټول نظام او تاسیسات یې په ټپه ودرول. ده پسې وروسته محمدنادرشاه د حکومتي دستګاه په دوباره سمبالولو او د ادارو او د هغو په تشکیلاتو کار پیل کړ. 
دملکي هوايي چلند برخه کې بل ګام  په ۱۳۳۴ کال کې پورته شو. په دې کال د آریانا شرکت، د پانګې اچونې د تګلارې له مخې ، چې ۵۱٪ پانګه د افغانستان د دولت او ۴۹٪ پانګه، د اندیمارد کمپنۍ وه، چې وروسته یې پان امریکن د اندیمار پر ځای برخه واخیسته. په بهرني او کورني هوایي کرښو کې الوتنو په داکوتا ډوله الوتکې سره، په کار پیل وکړ. دې الوتکو د ۳۰ تنو مسافرینو او لږ اندازه سوداګریزو توکو د انتقال ظرفیت درلود.
د ۱۳۳۵ کال په وروستیو کې، د ملکي هوایي چلند اداره ( Afghanistan Civil Aviation Authority/ACAA))، د یوې رسمي دولتي مؤسسې په توګه، تاسیس شوه، چې لومړی ځل یې له پاکستان او ترکیې سره، ګډ تړون لاسلیک کړ، او وروسته  د قندهار نړیوال هوایي ډګر فعال شو.
۱۹۳۸م. کې یوه درې ماشینه لوفتانزا جرمنی الوتکه وپېرودل شوه. دا وخت دهرات هوایي ډګر هم جوړ شوی و. بهرنۍ الوتنې جاپان او جرمني سره پیل شوې. په ۱۳۳۴ل. کال کې د آریانا افغان هوایي شرکت د تاسیس لپاره له (اندیمار) او بیا (پان امریکن) کمپنۍ سره په شریکه پانګونه وشوه، چې اقل حد ملی پانګه پکې ۵۱٪  وه. 
د کندهار هوایي ډګر د خواجه رواش په پرتله پراخ او ایران، کراچۍ، ډیهلی او یو شمېر نورو آسیایي هېوادو ته لنډ و. په ۱۹۶۳م. کال کې د کابل هوايي ډګر پراخه شو او د نړیوالو الوتنو لپاره چمتو شو. کله چې د هېواد لومړني پینځه کلن اقتصادي- اجتماعي پلانونه تر کارلاندې ونیول شول، په ۱۹۶۰ م. کال د شوروی اتحاد اینجنیرانو د  خواجه رواش هوايي ډګر نور هم پراخ او نوم یې د کابل هوایی ډګر شو، همدا وخت د کندهار هوایی ډګر د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته جوړ او اروپا، لبنان، هند او یو شمیر نورو هېوادو ته الوتنې منظمې شوې. ورپسې دبلخ، بدخشان، تالقان، غور او ارزګان ملکی هوايي ډګرونه جوړ شول. آریانا افغان هوايي شركت لومړیو کې دوه داكوتا DC-3  الوتکې لرلې، وروسته یې دو نورې  DC-6 ، دوه DC-4 ، څلور نورې DC-3 ، یوه کالویر 440  او د شاهي دورې وروستیو کې یوه بوئينگ 727 وپېرودله. د۱۹۶۷-۶۸م.کلونو په ترڅ کې (باختر افغان الوتنه شرکت) هم تاسیس او د ملکي هوایي ریاست تر ادارې لاندې، یې کار کاو. دا وخت له کانادا څخه، دوه توربو جت الوتکې وپېرودل شوې. په ورته مهال کې، په بامیان، غور، نیمروز، تالقان، بدخشان، ارزګان او ځینو نورو لرو پرتو سیمو کې، د نوي هوایي ډګر په جوړولو سره، د پرمختګ زمینه برابره شوه چې د ملکي هوایی چلند ادارې د دیارلسو الوتکو ملکي پرواوزنه مدیریت کول. هوايي کرښې دا وې:
كابل - مزارشريف  او  ميمنه - هرات، كـــــــــابل- قندهــــــار- هــــرات ،كابل- كندز او مزارشريف- هـرات


د افغانستان دوه لو مړني هوایي شرکتونه
د کندهار نړیوال هوایي ډګر د کابل د هوايي ډګر په پرتله پراخ و او د کابل په پرتله په اوسط ډول دهلي ، تهران او د کراچۍ ته ۵۰۰  مایله نږدې دی او د آسیا د هوایي کرښو واټن په پام وړ اندازه، نږدې کوي.
لکه چې وویل شول، په شاهي دور کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د بهرنیو او کورنیو پروازونو په برخه کې، په عملي توګه، په ۱۹۶۳ کال کې، ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. له دې ډګرڅخه په تدریج د څو کلونو په بهیر کې هند، پاکستان، ایران، لبنان او اروپایي هېوادونو او د هېواد د ننه لویو او کوچنیو ښارونو ته الوتنې کېدې. 
د محمد داود خان د جمهوریت پرمهال د شوروی اتحاد د ایرفلوت د کمپنۍ الوشن ډوله الوتکو هم له کابل څخه دوشنبې او مسکو ته  الوتنې لرلې. دبهرنیو هېوادو په لړ کې د هندوستان د INDIEAN AIRLINE كمپنۍ جت بوئينگ الوتکې اونې کې یوه ورځ  د كابل او دهلی ترمنځ  او د ایران د(هما) کمپنۍ جت بوئينگ الوتکو اونۍ کې دوه ځله الوتنې لرلې. د پاکستانی  شركت (P.I.A)  الوتکې VIS CAUM بلل کېدې چې اونۍ کې دوه ځله د  پيښور- لاهور او كراچۍ څخه كابل ته راتللې. د لومړني جمهوریت پرمهال د بیروت  هوایي شركت (I.M.A)  چې DC-6  او DC-4  الوتکې یې لرلې، د كابل او بيروت ترمنځ الوتنې لرلې، چې د مسافرو ترڅنګ یې سوداګریز توکي هم لېږدول.   په۱۳۵۷ل. کال کې د ترانسپورت وزارت د خصوصي او دولتي زمکني چلند ترڅنګ، د هوايي ملکي چلند چارې هم په غاړه واخیستې او ملکي هوايي چلند یې یو ریاست شو . په ۱۳۶۳ل. کال کې د ملکي هوايي چلند ریاست بېرته د ترانسپورت له وزارت څخه جلا او د هوایي ترانسپورت او توریزم د یوې خپلواکې ادارې په توګه فعال پاتې شو. 
له بده مرغه له ۱۳۷۱ل. وروسته چې ذات البینی تنظیمی جنګونه پیل شول، هوایي ډګرونه لوټ او ویجاړ شول. ملکی او نظامی ټولې الوتکې کباړ شوې، وروستۍ ډېره قیمتی او نوې فعاله الوتکه برهان الدین ربانی په ایران وپلورله. کله چې د ۲۰۰۱م. سپتمبر میاشت کې امریکا د طالبانو د رژیم د سقوط کولو په نیت یرغل وکړ، لومړی یې هوايي ډګرونه بمباري او ځینې الوتکې او وسایل یې ویجاړ کړل. 
په ۱۳۸۴ل. کې چې ټول هېواد کې د بیا رغاونې چارې پیل شوې، د کابل هوايي ډګر او د ولایاتو په ډګرونو هم کار پیل شو (۲۰۰۵-۲۰۰۷م.). تر ۱۳۸۶ل. کال پورې د کابل هوايي ډګر د جاپان له خوا د ۳۵ میلیون دالرو په لګښت  ترمیم او د بهرنیو الوتنو یو نوی ترمینل فعال شو، دا وخت خصوصی هوایی شرکتونه هم فعال شول لکه کام ایر، ساپی او نور. همدا وخت د ملکی هوایی چلند اداره بېرته له ترانسپورت وزارت سره وتړل شوه. د هوايي چلند زیات شمېر پرسونل د روزنې لپاره بهر ته واستول شول، د آریانا د شرکت وسایل د دولتی او خصوصی الوتکو لپاره هم تخصیص شول.  له بهرنیو هېوادو سره د الوتنو د پراخېدو، د خصوصي شرکتونو د پیاوړي کېدو سره یوځای اړتیا احساس شوه چې د الوتنو په اړه قوانین او مقررات نوي شي، نو په ۱۳۹۲ل. کال کې ملکي هوایي چلند بېرته د ترانسپورت وزارت څخه جلا، د۱۳۰۰ بستونو او جلا بودجې په لرلو سره د ملي شورا له خوا مستقل اداري واحد ومنل شوه. دا وخت د مزارشریف هوايي ډګر د آلمان په مرسته پوره پراخ او نوی شو، او د کابل او هرات هوایی ډګرونه هم لا زیات مجهز شول. (د کابل د هوايي ډګر نوم څه موده “دحامدکرزي هوايي ډګر” شو، خو په ۱۴۰۰ل. کې بېرته د کابل په هوايي ډګر واړول شو).

د کابل نړېوال ملکي ډګر چې د اسلامي جمهوریت پرمهال بیا ورغاول شو

کله چې نوی  ترمینال فعال شو، په ۲۰۰۹م. کې  یې بی‌سیم اینترنت  هم ممکن شو، هغه پخوانی ترمینال د کورنیو الوتنو لپاره پرېښودل شو. ورپسې په ۲۰۱۲م. کال کې د کابل دهوايي ډګر د رادار سیستم فعال شو، چې د ټول هیواد د فضا څارنه یې کولای شوه. په همدې کال یوه نوې ځغاستلیکه هم د پینځه کیلومترو په اوږدوالی او د۴۰مترو په پلنوالي جوړه شوه. 
افغانستان د درېیم جمهوریت د سقوط (۱۴۰۰ل.)  کال کې ۲۴ فعال هوایی لوی او کوچني ملکي ډګرونه لرل، وروستی جوړ شوی یې د خوست هوايي ډګر و. همدا وخت په پام کې وه چې د ایتالیا په مرسته د دوه میلیارده دالرو په پانګونه په لوګر (محمدآغه) کې یو نوی لوی نړیوال ډګر جوړ شي. تر دغه وخت پورې افغانستان څلور نړیوال ډګرونه لرل: کابل، قندهار، هرات او بلخ . په سلو کې اویا الوتنې له همدې ډګرونو څخه وی. په وروستیو کې له خوست څخه هم د دی ډول الوتنو امکان برابر شو.  د احصائیې له مخې، په دې کلونو کې يه منځني ډول څلورنیم میلیونه تنو له بهرنیو او کورنیو پروازونو ګټه اخیستې وه.‎ 


له نېکه مرغه افغانستان د غازی امان الله خان له وخته د هوایی چلند برخه کې کار کړی اوډاډمن بنسټ ایښی دی. چې د ایکاو( ICAO) سازمان غړیتوب هم لري.
 د International Civil Aviation Organization/ICAO  سازمان د ملګرو ملتونو یو ځانګړی سازمان دی چې د نړیوال هوایي چلند اصول او تخنیکونه جوړ، رعایت او تضمینوي او د نړیوال هوایي ټرانسپورټ او هوایي کرښو پلان کولو او پراختیا ته وده ورکوي ترڅو خوندي او منظم پرمختګ ډاډمن کړي. د دې سازمان مرکزي دفتر اوس د کاناډا نړیوال مونټریالال کوارټیر کیوبیک ښار کې موقعیت لري. دا سازمان ۱۹۶۶م. کال کې د امریکا متحده ایالاتو  د شیکاگو ښارکې جوړ او افغانستان یې له هماغه وخته غړیتوب لري.
څرنګه چې د ترانسپورت او هوایي چلند تاریخي بهیر کې ګورو، د دغو چارو مدیریت کله یوې کوچنۍ ادارې او کله بیا د ترانسپورت وزارت ته ورپه غاړه شوی و. کله چې ملکي هوايي چلند ۱۳۵۷ل. کې دترانسپورت وزارت سره وتړل شو، لاندني کسانو د وزارت چارې ترسره کولی: نور محمد دلیلی، بارق شفیعی، شیر جان مزدوریار،  عبدالرحیم  کاروال،انجنیر محمد عزیز،  جنرال خلیل الله، ذهاد، عبدالغفار صائیم، مولوی حبیب الله،عبدالسلام  ضعیف ، مولوی عبدالمنیر، دوکتور سلطان حمید  سلطان، سید محمد علی جاوید، عنایت الله  قاسیمی، انجنیر نعمت الله احسان جاوید، حمیدالله  قادری، حضرت عمر زاخیلوال،  محترم حمیدالله  فاروقی، داکتر محمدالله بتاش، داکترداود علی  نجفی، داکترمحمدالله بتاش، محمدحمیدطهماسی،  ملا حمیدالله اخندزاده او اوس ملاحمد فاضل مظلوم.(کب-۱۴۰۵)
د دې ترڅنګ کله چې تر ۱۳۶۳ل. مخکې او بیا وروسته چې د ملکی هوایی چلند ریاست د ترانسپورت له وزارت بېرته جلا شو، مستقل دولتی ارګان او د هوایی چلند او توریزم چارې ورترغاړې شوې، نو لاندې کسانو یې دمدیریت چارې ترسره کولې:عبدالکریم حکیمی، گلبهار خان، سلطان محمودغازی، پیلوت محمد نعیم اجمل، دیپلوم انجنیر محمد عزیز نگهبان، پادشاه گل وفادار، شیر جان مزدوریار، حمید الله طرزی، دوکتور و دیر صافی، دوکتور عبدالرحمن نورستانی، زلمی رسول، میرویس صادق او بسم الله بسمل.
یعنې پورتني ذوات ځینې یې وزیران او ځینې یې د هوایی چلند د ریاست رئیسان دي. کیدای شي ځینې د لنډ وخت سرپرست هم وو، خو نومونه به یې دلته نه وي. دایواځې هغه نومونه دي، چې څه ناڅه یو کال یې دندې لرلي دي. 
په لنډیز سره به ووایو چې وروسته تر ۱۳۸۴ل. کال تراوسه ملکي هوایي چلند د ترانسپورت دوزارت اډانه کې دی، خو (ملکي هوايي چلند) د تشکیلاتي او بودجوي خپلواکي سره سره یې د خپلو کارونو ګزارش د ترانسپورت وزارت ته ورکاو. له ۱۳۹۹ل. تر نن پورې(۲۰۲۶م.)بېرته د ترانسپورت وزارت تشکیل کې ورګډ شو.
که وغواړو د هېواد لوی هوایی ډګرونه معاصر وخت کې وپېژنو، نو یو یو به لنډ له نظره تېر کړو:
د کابل نړیوال هوايي ډګر:  لومړی ځل د غازي امان الله خان پرمهال د دشیرپور ساحه کې ، خو ډېر ژر  له دې سیمې صرف نظر وشو، د خواجه رواش هواره سیمه (چمن) ورته غوره شو. د هغه وخت له الوتکو پرته، بیا د محمد ظاهرشاه پرمهال یوه (دیکوتا ) الوتکه هم وپېرودل شوه، خو اساسي کار یې د شوري اتحاد له خوا په کال ۱۹۶۰م.  کې پر مخ ولاړ چې اوس په یو مهال کې د سلو الوتکو ظرفیت لري. 
د کندهار نړيوال هوايي ډګر:  د امريكايي اینجیرانو لخوا په ۱۳۴۲ لمريز كال كي جوړشو. نوموړى هوايي ډګر په منځنۍ آسيا كي يو له نړيوالو ډګرونو څخه دی، چې ځانگړى اعتبار لري. په ۱۳۵۳ لمريز كال كي دافغانستان هوايي ځواکونه هم په دې هوايي ډګر كي ځاى پر ځاى شول. په لومړيو كي د كندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ تنه وو.  دا د هوانوردۍ ملكيت ۱۰ زره جريبه ځمكه ده، چې ورسره یوځای د كندهار ښارد (نوي ښار) په سيمه كي اته د اوسیدو كورونه لري، د ډګروربوی کې۱۸ دفترونه هم لري: پینځه یې دميدان دسرحدي پوليسو،  دوه یې د آريانا هوايي شركت، یو یې  د پامير هوايي شركت، يوه خونه (دفتر)د كام اېر هوايي شركت، يوه خونه د ميدان د امنيت مديريت يوه خونه د ميدان د گمرك مديريت يوه خونه داوي آيل شركت(اوس نشته) او څلور دفترونه(خونې) د هوايي ډګر آمريت دي.
د مزار شریف هوايي ډګر :  د مزار شریف ښار ختیز لور په نهه کیلو مترۍ کې موقعیت لري. دا هوايي ډګر په کال ۱۹۵۰م. کې د شوروي اتحاد له خوا جوړ شو، وروسته بیا په ۲۰۱۰-۲۰۱۳ م. کلونوکې د جرمني له خوا د ۶۲ میلیونه ډالرو د مرستې سربېره متحده عربي اماراتو هم څه کم یو نیم میلیونه ډالره مرسته وکړه او عصری او پراخه شو. د مزار شریف هوايي ډګر د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوی چې په پرمختللو وسایلو سمبال د اکسرې ماشینونه لري.
هرات نړیوال هوايي ډګر : د هرات ښار سویل ختیځ په لس کيلو مترۍ کې پروت اوپه کال ۱۹۵۰م. کې د امریکايي اینجینیرانو له خوا جوړ شو. د اسلامی جمهوریت پرمهال د ایټالیا د ۱۳۷ میلون یورو په لګښت یې د پراختیا چارې ترسره، یوه نوی ترمینل او ځغاستلیکه(رنوې) هم جوړه او په کال ۲۰۱۱م. کې په نړیوالو معیارو برابر شو.
بامیان هوايي ډګر:  ۲۰۱۲-۲۰۱۴م. کلونو کې د جاپان په مرسته د پینځلس میلیونو دالرو په لګښت جوړ شو. ځغاستلیکه یې ۲۲۰۰متره ده چې دیرش متره سور او نوی ترمینال له نویو وسایلو سره، د  اور وژنې اسانتیاوې، د اوبو منظم سیستم، پارکینک او امنیتي سیستم لري.
هلمند هوايي ډګر:  د (بست هوايي ډګر) په ۱۹۵۷م. کې د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته جوړ شو، د امریکا سفیر (شلیډا) یې د تاسیس ډبره کیښودلې وه. ۲۰۰۹م. کی ورباندې دولس نیم  میلیونه امریکايي ډالر بیا ولګول شول او رنوى ( ځغاستليکه)د ٢٣٠٠ متروپه اوږدوالى او ٣٠ متروپه سور ورغول شوه. بست هوايي ډګر د الوتکو تم ځاى (پارکنګ) ټرمينل او يو شمېر نورې برخې لري چې مسافر ترې ګټه پورته کولای شي. دا سیمه د بحر له سطح ۷۵۱ متره لوړه ده.
د غور هوايي ډګر : د دیموکراتیک جمهوریت پرمهال، یعنې  په کال ۱۹۸۰م. کې د غورمرکز(چغچران) ښار په یوه کیلو متري کې په ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شو، په۲۰۱۱م. کې  یو ځل بیا ورغول شو چې ټول لګښت یې تقریباً لس میلیونه ډالرو چې د اسیا پرمختیايي بانک له خوا یې پيسې ورکړل شوی. اوسمهال په کې هر ډول الوتکې پرواز کولای شي او نورې ټولې اسانتیاوې لکه امنیت، ډاډمنې خونې، پارکینګ اداري او یو شمیر نور وسايل په بشپره توګه لري.
فیض اباد هوايي ډګر:  د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار څخه درې نیم  کیلو متره لرې شمال لویدیز ته پروت دی د بحر له سطح څخه ۱۱۷۱ متره لوړ والی لري د لومړي ځل لپاره د شوروي اتحاد له خوا جوړ شوی و. په۲۰۱۲م. کې  یو ځل بیا د اتو میلیونو ډالرو په لګښت د امریکاد متحده ایالاتو له خوا ورغول شو اوس مهال ترې الوتنې جریان لري.
د غزني هوايي ډګر: د اسلامی جمهوریت پرمهال د دوکتور غنی د ولسمشرۍ په کال په غزني کې د اووه نیم لکه امریکایی ډالرو په لګښت سره بشپړ، رنوې یې درې نیم کیلو میتره اوږدوالې او څلویښت میتره سور لري.
 فاریاب هوايي ډګر: د میمنې ښار ته لنډ په۱۳۳۶ل. کال تاسیس شو، ځغاستلیکه یی ۲۲۰۰متره  اوږدوالی او دېرش متره سور لري . اوسمهال په دې هوايي ډګر کې د پرواز  هر ډول اسانتیاوې شته او مسافرین کولای شي په ښه ډول له دې ډګر څخه ګټه واخلي.
ننګرهار هوايي ډګر: دا هوايي ډګر د کابل تور خم په لویه لار د جلال اباد ښار ختیز څنډې پینځه کیلو متري کې پروت دی. د شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی و. اوس د ملکي پروازو لپاره نه کارول کیږي. دغه ډګر ته په ۱۳۶۷ل. کال(پر جلال اباد د پاکستان د جنګ پرمهال) زښت زیات زیان رسیدلی دی.
د نیمرو ولایت هوايي ‌ډګر: د افغانستان دحکومت له بودجې څخه د ۶۵۳ میلیون افغانیو په لګښت جوړشوی، د ځغاستلیکې اوږدوالی یې ۲۸۰۰متره، سور  یې ۴۵ متره ده. دا ډګر الوتنو او مسافرو ته پوره اسانتیاوې لري. 
د فراه هوايي ډګر: دافغانستان د دولت له بودجې څخه په ۴۴۰ میلیون افغانیو جوړ شوی، ځغاستلیکه یې ۱۷۰۰ متره اوږدوالی او ۳۵متره سور لري.  الوتنو اود مسافرو لپاره پوره اسانتیاوې لري.
ترینکوټ هوايي ډګر:  د ارزګان ولایت کې له کندهار څخه ۹۷  کیلو متره، او له کابله  ۳۵۰ کیلومتره واټن لري. په۲۰۰۴م. کال جوړ شو چې دارزګان او ډایکندي خلک ترې ګټه اخلي.
قلعه نو هوايي ډګر: د بادغیس ولایت کې موقعیت لري، یو کورنی او کوچنی هوايي ډګر دی چې د ځغاستې لیکه یې یو معمولی سړک و. کله چې دایساف دقواوو چوکاټ کې راغلي هسپانیویان هلته میشت شول، نو له دغه سړک څخه یې ځغاستلیکه جوړه شوه. اوسمهال دملکی الوتنو لپاره د یوکوچني کورني ډګر په توګه داستفادې وړ دی.
د کندوز ولایت هوايي ډګر: د اعلیحضرت محمدظاهر شاه پرمهال جوړ شوی، خو نوی ټرمینل یې د اسلامی جمهوریت پرمهال له نویو او له عصر سره برابرو اسانتیاوو او وسایلو باندې سمبال او ګټې اخیستې ته وسپارل شو چې لګښت یې اویا میلیونه افغانۍ شو. ځغاستلیکه یې ۶۲۰ متره اوسور یې ۴۰ متره دی ټول وسایل لري.
دجاغوري ولسوالۍ هوايي ډګر: دا یو نسبتاً وړوکی میدان دی. پر۱۳۹۵ل. کال د اووه ویشت  میلیون افغانیو په لګښت د دولت له بودجی  جوړ شوی ، رنوی (ځغاستلیکه) یې ۷۵۰ متره اوږده او ۳۵متره سور لري. 
د خوست هوايي ډګر: د هېواد جنوب شرق کې د سیګی په دښته کې موقعیت لري چې کار یې ۱۳۹۲ل. کې پیل او په ۱۳۹۳ل. کې بشپړ او د ناامنیو له امله په ۱۳۹۶ل.  کې افتتاح شو. ځغاستلیکه یې۲۷۰۰   متره او سور یې ۴۵متره دی. ټول لګښت  یې ۷۳۰میلیونه افغانۍ و. په دغه لګښت کې ولسونو او د خوست سوداګروهم برخه اخیستې وه.
د تخار هوايي ډګر: دا هوايي ‌ډګر په کال ۱۳۹۵ ل. کې افتتاح شو. دا هوايي ډګر د تالقانو په سرای سنګ سیمه کې موقعیت لري. د تخار د ولایت د مقام او د خلکو له خوا جوړ شو.اوس د سفر ټولې اسانتیاوې لري، خو لا هم نور کارته اړتیا لري، تر څو معیاري شي. 
یو شمیر نور کوچني ملکي هوايي ډګرونه هم لرو چې د اړتیا پر مهال د زون او ولایتونو په کچه ترې ګټه اخیستل کيږي. د دې تر څنګ په هیواد کې دغه لوی پوځي ډګرونه شته:  شینډنډ، دهدادي،  باګرام (ډېر لوی نظامي هوايي ډګردی)، دبستن کمپ نظامی ډګر( دا کمپ د برتانوي پوځیانو له خوا جوړ او د شپږ سوه الوتکو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري). نظامی ډګرونه زموږ بحث کې شامل ندی، صرف یوه اشاره مو ورته وکړه. 
دهوايي چلند تاریخي بهیر کې د هوایی دهلېزونو اړتیا
د هوايي دهلیزونو د فعالولو لپاره یو ځل بیا مجبوریاستو د هېواد د ترانزیت او هوایی چلند سوابق لنډ له نظره تېرکړو: 
کوم پلان چې امان الله خان د ځمکني ترانسپورت(ریل او موټر) برخه کې درلود، هوايي چلند کې یې هم درلود، خو د سقاوي دورې له امله په ټپه ودرېد. د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له دورې بیا تر ۱۳۷۰ل. کال پورې د هوايي چلند چارې او د ملکي هوايي ډګرونوسیستم پر مخ روان و. د تنظیمي جګړو پرمهال دې برخې لوی زیانونه وزغمل. کله چې له ۱۳۸۲ل. کال وروسته نوې سیاسي پروسه او د افغانستان بیا جوړول پیل شول، د هوايي چلند د بېرته رغاونې کار ګړندی شو، له ۱۳۹۰ل. کال وروسته افغانستان وکولای شول چې دمسافرینو د لېږد ترڅنګ؛ هندوستان، ازبیکستان، روسیې، متحده اماراتو، ترکیې، سعودي عربستان، قزاقستان، چین، ایتالیا، فرانسې او آلمان  ته یو شمېرمحصولات صادر کړي، خو د تاریخي دښمن (پنجاب) له خوا نوې  ستونزه مخې ته راغله. دا ستونزه د نیابتي تروریستي ډلو روزل او د تخریب لپاره رااستول و. زموږ دغه تاریخي دښمن آن دافغانستان د ترانزیت حق ترپښو لاندې کړ، ډمپنګ به یې عملی کړ او د افغانستان د تولیداتو پرمهال به یې بندرونه وتړل. له دې بابته زموږ هیوادوال زیان سره مخامخ کېدل. د بیلګی په توګه په ۲۰۱۷ م. کال د افغان سوداګرو او مولدینو تر اتیا میلیون دالرو زیات وارداتي او صادراتي مالونه ضایع او فاسد شول. له همدې امله افغانستان اړ شو چې د شمال لوري ته د وچې بندرونو او ورسره هوایي دهلیزونو ته پام واړوي. دغو بدیلو لارو افغانستان له مطلقې تړلتیا څخه وژغوره.  د هوايي چلند په ساحه کې د ملکي وګړو د لیږد ترڅنګ د کارګو او سوداګریزو مالونو لېږد د لاندې عواملو له امله مهم دی:
۱. افغانستان وچې پورې تړلی( land locked) هېواد دی، له بده مرغه پنجاب د نړیوالو کنوانسیونو او افغانستان سره د (آپتا )د تړون سره سره دترانزیت او سوداګرۍ برخو کې پرله پسې ستونزې جوړولې،  نوځکه هوايي کارګو ته پاملرنه وشوه،
۲. لیږدونو کې هوايي دهلیز په معاصره نړیواله سوداګري کې یو شرط دی، نو ځکه اسلامي جمهوریت کې ورته پام وشو،
۳. هوايي لېږد وخت سپما کوي، ژر فاسدېدونکي توکي له خرابېدو ساتل کیږي،
۴. د زمکني ترانسپورت  دنیمګړتیا جبران د هوايي ترانسپورت په واسطه کیدای شي،
۵. نړیوال بازار ته لاسرسی کیږي، دا ځکه مخکې به د افغانستان زیات شمېر محصولات د ګاونډیو په مارک بهرنیو هېوادو کی پلورل کیدل، 
۶. د  ناامنیو له امله هوایی چلند یوڅه مصئون و، نوځکه ورته پاملرنه وشوه.
 له دغو دلایلو او ښېګڼو سره سره بیا هم هوایي چلند کې ستونزې او شکایتونه وو او شته، هغه دا چې:  مسافر‌بري الوتکې هر پرواز کې یواځې د ۱۵ تنُو توکو د لیږد توان لري، حال داچې خاص سوداګریز کارګو د زیات وزن او حجم توکي لېږدوي، خو موږ لاهم خاص کارګو الوتکې نه لرو. بله ستونزه د الوتنو مدیریت دی. هم سوداګر او هم ملکي مسافر د الوتنو د بې نظمي او ځنډ سره مخ وو. د ناامني او چاودنو له امله تلاشیو او پولیسي تدابیرو لوی مشکل جوړاو. 
په لنډیز سره به ووایو: په اقتصادي او اجتماعي ژوند کې ملکي هوايي ډګرونه مهم دي. دا ډول ډګرونه په دوامدار ډول د امان الله خان له وخته تر ۱۴۰۰ل. کال پورې( پرته د حبیب الله بچه سقا، تنظیمیانواو طالبانو له دورو) د پراختیا او تجهیز کولو تر کار لاندې وو. د مسافرو د لیږد ترڅنګ سوداګري کې هم ارزښت لري، د بیلګې په توګه  په ۱۳۹۹ل. کال کې زموږ صادرات د هوا له لارې تر یومیلیارد ډالرو زیات وو. د اسلامي جمهوریت په وروستیو کې د افغانستان کورني تولیدات لکه تازه اووچه میوه، طبي بوټي، لاسي صنایع ، زعفران او جنغوزي اروپایي او عربي بازارونو، هند، چین، مرکزی آسیا او ترکیه کې شهرت موندلی. ۱۴۰۰ل. کال پورې زموږ هوايي چلند د کابل، قندهار، هرات، خوست او مزارشریف له ډګرونو څخه هندوستان، ازبیکستان، روسیې، عربی اماراتو، ترکیې، سعودی عربستان ، قزاقستان، چین، ایتالیا، فرانسې او آلمان ته د ملکي وګړو او کورنیو محصولاتو لیږد کې  فعال و. اوس هم د ملکي هوايي چلند برخې ته پاملرنه، د ستونزو او شکایتونو حل او د وسایلو لا تجهیزولو ته اړتیا شته.