څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

لغمان د تاریخ په هنداره کي


لغمان د تاریخ په اوږدو کي کله د یوې خپلواکي سیمي په توګه، چي نوري سیمي ورپوري تړلي وي، کله په یوې کوچنۍ درې پوري منحصر شوی، کله په کاپیسا، کابل، ګندهارا او ننګرهار پوري اړوند شوی او ځینو لیکوالو خو د سند او ملتان د پاچاهي کورنیو په قلمرو کي هم شامل ګڼلی دئ. په دې سیمه کي د دوو سترو اریايي قبیلو یعني “پکته او الینا”، د کوشاني مدنیت د شتون او پر دې سیمه د ورېښمو لاري د تېرېدو له امله لغمان ځانګړی تاریخ لري، د هند نیمي وچي ته د یرغلګرو او همدا راز د هند نورو سیمو ته د پښتني قبایلو د لېږد د یوه معبر حیثیت ئې هم درلود. په دې لیکنه کي یادو ځانګړنو ته په پام سره د لغمان تاریخي بهیر څېړل شوی دئ.

لغمان د خپل اوسني نوم په لږ و ډېر بدلون د (لامګان، لمګان، لان پو، لنپاک، لامپاکا، رام پاکا، لمپاکا، لمبکا، لمغان، لمقان، لمقانات او د لمغانات) په نومونو یاد شوی دئ. کننګم په خپل اثر “Ancient Geography of India” کي د لغمان د نامه په اړه کاږي: “بطلیموس هم په همدغه ځای (د لغمان موقعیت) کي د (لمباتا) په نوم وګړو ته اشاره کوي. له دغه وروستي نوم او د لمغان د اوسني مستعمل نامه د پرتله کولو له امله دا امکان رامنځته کېږي، چي د هغه اصلي بڼه به د سنسکرېت لمپاکا وي… مسلمانان دا نوم لامیلک Lameck ته رسوي او دوی د هغه د قبر موجودیت په لغمان کي شمېري، چې دا قبر بابر او ابوالفضل کتلی دئ”(۱).

خو ارواښاد اکاډیمیسن عبدالشکور رشاد وايي: “لامک د کلي د ملک او خان معنا لري، دا چي ځیني کسان مهتر لام د حضرت نوح (ع) پلار ګڼي، دا مسئله د تامل وړ ده. زه داسي فکر کوم ، چي لام او لامک د پشه يي ژبي د کلي او د کلي د ملک او مشر معناوي لري”(۲).

“لام یوه پشه یي کلمه ده، چي اوس هم په دې سیمه په تېره په لغمان کي ډېره شته، لکه: نورلام، مهترلام، کولک لام، اونګه لام، لوګرلام، لمټک، نولام، نجلام، لچه لام، ننګه لام، کل لام او نوري، چي ټول د کلي په معنا استعمالېږي، کله کله دغه لام په رام هم اوښتی دئ؛ لکه: ګلارام، کونټه رام، بسرام، شمرام او نور”(۳).

د سرمحقق استاد زلمي هیوادمل د څېړنو پر بنسټ په لیکلو اسنادو کي د لغمان د نامه قدیمي ثبت د “لمکان جتي” په بڼه په هغه کتیبه کي راغلی، چي په ۱۹۶۹ ز کال د لغمان په شله ټک کي له نورو کتیبو سره یو ځای کشف شوې ده. “د لغمان د مهتر لام لوېديځ لور ته په درې میلي کي د شله ټک کلي د غره په څنډه کي درې کتیبې شته، چي یوه پکښي په ارامي رسم الخط لیکل شوې او د اشوکا زمانې ته منسوبېږي. همدغلته دوې نوري کتیبې هم شته، د حروفو له شکلونو ئې دا څرګندېږي، چي له “ناګري” خط نه مخکي له لومړي نه تر لسم قرن پوري زمانې ته رسېږي … دا کتیبې په ۱۳۴۸ هـ ل کال کشف شوي دي. تر اوسه ډېري څېړل شوي نه دي، خو هغه کتیبه چي په “تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان” نومي اثر کي په ۲۲ شمېره ثبت شوې د هغې په څلورمه لیکه کي د “لمکان جتي” کلمه راغلې، چي جتي په سنسکرېت کي د مخلص، مرید او دیني مبلغ معنا لري او دا خبرې دا زبادوي، چي “لمکان جتي” کلمه هم زوړ تاریخ لري”(۴).

د ارواښاد پوهاند عدالحي حبیبي د څېړنو پر بنسټ د دغسي کتیبو لیکل له لومړۍ مېلادي پېړۍ څخه پيل شوي دي. تر دغي کتیبې وروسته په مکتوبو اثارو کي یوناني ځمکپوه بطلیموس د لغمان سیمه د مینورسکي د څېړنو له مخي د “لمپاګو” او د جنرال کننګهم د څېړنو له مخي د “لمباتا” په بڼه ثبت کړې ده. چينايي ګرځندوی هیون سانګ چي په ۶۳۰ ز کال د اګست له نهمي څخه تر پنځلسمي نېټې پوري لغمان سیمي ته راغلی، د دغي سیمي نوم ئې د “لان – پو” په بڼه ثبت کړی دئ … او ابو ریحان البیروني په “تحقیق ما للهند” او “قانون مسعودي” کي د دغي سیمې نوم د “لنبکا” یا “لنبګا” په بڼه ثبت کړی دئ(۵).

لغمان ته د هیون سانګ د راتګ له نېټې څخه تر اوسه پوري ۱۳۸۳ کلونه تېر شوي، یعني هیون سانګ خپله سفرنامه تقریباً څوارلس سوه کاله مخکي لیکلې ده. عربي او فارسي ځمکپوهانو په خپلو اثارو کي دا سیمه د “لمغان” او “لامغان” په بڼو لیکلې ده. د لغمان په تاریخي جغرافیه کي راغلي، چي په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کي د درباري منشیانو د اغېز له امله چي زیاتره ایرانيان ول، د “لمغان” نوم په “لمقان” واوښت او د څوارلسمي پېړۍ تر نیمايي پوري چي کوم اثار په افغانستان کي لیکل شوي یا چاپ شوي دي، په دغو اثارو کي دغه نوم د “لمقان” او “لمقانات” په بڼه راغلی دئ. خو د ځینو پښتنو لیکوالو په یو شمېر اثارو کي له هغې ډلي د اخوندروېزه ننګرهاري په “تذکرة لابرار والاشرار” کي دغه نوم د “لغمان” او “لمغان”، په “تاریخ حافظ رحمت خاني” کي د لغمان، د خوشحال خان خټک په اثارو کي د “لغمان” او د افضل خان خټک په تاریخ مرصع کي د “لمغان” په بڼه ثبت شوی، چي بیا وروسته لمغان په لغمان اوښتی او دود شوی دئ.

له میلاد نه درې سوه کاله په مخکي زمانو کي د افغانستان د نورو ختیځو سیمو په ګډون دا سیمه ان د کندهار تر اغنداو پوري د هند د موریا د کورنۍ د مشهور پاچا اشوکا د واکمنۍ په سیمه کي شامله وه، چي د دې سیمي په “شله ټک” او درونټه کي د اشوکا د زمانې د ډبر لیکونو پيداکېدل د دې خبري مهم دلیل ګڼل کېږي. هیون سانګ په خپله سفر نامه کي د دې سیمي د جلا پاچاهۍ یادونه کړې ده او وايي: “د لان پو د پاچایي شاوخوا اندازه نژدې یو زر لي ده، چي شمالي خوا ته ئې په واورو پټ غرونه او درې دي او په نورو خواوو کي ئې تور غرونه دي … له څو پېړیو راهیسي د دې هیواد پاچايي کورنۍ له منځه تللې، مشران ئې په خپلو کي د واک د تر لاسه کولو له پاره مخالفتونه کوي، چي په دې وروستیو وختو کي د کاپیسا تابع ګرځېدلي دي”(۶).

د “جغرافیایي یاداښتونه” نومې اثر په ۵۴۹ مخ کي راغلي، چي یو لي ۳۵۲ ګزه کېږي، پنځه لیه یو میل کېږي او ۱۵۰ لیه ۳۰ میله کېږي، چي د همدغې محاسبې پر بنسټ زر لیه د هیون سانګ د سفرنامې پر مهال یعني نژدې څوارلس سوه کاله پخوا د لغمان جغرافیايي حدود دوه سوه میله ول.

د دغه مهال د کاپیسا واکمنان کابلشاهان ول، چي د هندوکش له جنوبه تر ټېکسیلا پوري ئې واکمني کوله او لغمان ان د غزنویانو تر عصره پوري د دغو واکمنانو په قلمرو کي شامل وو او ځينو تاریخپوهانو خو ویلي، چي ان د سبګتګین د سلطنت تر دویم کال پوري د لغمان سیمه د هند د شاهیه او د ملتان د لودي شاهي کورنۍ له لوري اداره کېده.

“د تاریخ په همدغه پېر کي د سلطان پکهل او سلطان بهرام په نومونو دوه وروڼه ول، چي د کونړ په ځينو درو کي ئې سیمه ئیزي واکمنۍ درلودې، د سلطان پکهل د واکمنۍ سیمه له لغمانه تر کونړ، باجوړ، سوات او کشمیر پوري وه، خو سلطان بهرام لغمان او ننګرهار ونیول او له کابله تر کشمیر پوري ئې واکمني کوله”(۷).

په بابر نامه کي راغلي چې: “نینګهار د لمغان له پنځو تومانو څخه یو تومان دئ، خو د هغې دریو تومانو ته “لمغان” وايي، له دغو دریو تومانو څخه یو ئې الیشنګ … بل تومان ئې الینګار … بل تومان ئې کونړ او نورګل دي”(۸).

د ظهیرالدین بابر له یادښتونو څخه څرګندېږي، چي پنځه سوه کاله پخوا اوسنی ننګرهار او د کونړ سیمې هم په لمغاناتو کي شاملي وې.

د احمدشاه بابا د واکمنۍ په پېر کي چي د افغانستان تاریخي جوړښت بشپړ شو نو لغمان وروسته په بېلابېلو دورو کي د افغانستان په ختيځ کي د یوه اداري واحد په حیث پېژندل شوی، چي وخت پر وخت ئې اداري سیستم او د قلمرو سیمو بدلون لیدلی دئ.

“مونټ سټورات الفنسټون په خپل کتاب د “کابل سلطنت بیان” کي لغمان د افغانستان په اتلسو ولایتونو کي د یوه ولایت په توګه یادوي … او په سراج التواریخ کي ئې د امیر عبدالرحمان خان په زمانه کي د لغمان د یوه حاکم نوم ګل محمد خان ښوولی دئ”(۹).

د امان لله خان په پاچهۍ کي د مشرقي د اعلی حکومت په چوکاټ کي لغمان د یوه درجه اول حکومت حیثیت درلود، چي الیشنګ ، الینګار، قرغه یي، مندروړ او عزیز خان کڅ ئې اړوندي سیمي وې. تر هغه مهاله چي په اداري لحاظ لغمان د ولایت حیثیت نه درلود او د ننګرهار یا د مشرقي د نایب الحکومګۍ د لویي ولسوالۍ حیثیت ئې درلود، نو د قرغیو ولسوالۍ، د نورستان ولسوالۍ، د کڅ علاقه داري، د الینګار علاقه داري او د الیشنګ علاقه داري ئې اداري واحدونه ول. خو “په ۱۳۴۳ هـ ل کال لغمان د ځانګړي ولایت په توګه وپېژندل شو”(۱۰).

د یوه ځانګړي ولایت په توګه د لغمان له پېژندلو سره اړوندو اداري واحدونو ئې هم بدلون وموند، الینګار او ا لیشنګ له علاقه دارۍ څخه د ولسوالۍ درجې ته لوړي شوې، چي تر ۱۳۵۳ هـ ل کال پوري الینګار، الیشنګ، قرغيي او نورستان ولسوالۍ، خو د عزیر خان کڅ علاقه دارۍ ته مربوطي سیمي په قرغیو ولسوالۍ پوري وتړل شوې او پر ځای ئې د الیشنګ ولسوالۍ په چوکاټ کي دولت شاه علاقه داري جوړه شوه. د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کلونو کي چي د نورستان په نامه ځانګړی ولایت جوړ شو، نو د لغمان نورستان له لغمانه بېل او په نورستان ولایت پوري وتړل شو. د استاد رباني د حکومت په دوران کي د دولت شاه علاقه داري ولسوالي شوه او اوس اوس د ښاغلي حامد کرزي د ولسمشرۍ د دویمي ټاکنیزي دورې په جریان کي په لغمان کي د بادپښ په نامه یوه نوې ولسوالۍ جوړه شوه چي له دې سره اوس لغمان د الینګار، الیشنګ، قرغیي، دولت شاه او بادپښ په نامه پنځه ولسوالۍ لري او له کابل، ننګرهار، کونړ، نورستان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو سره نښتي پولي لري.

یو وخت دا سیمه یعني لغمان د کوشاني مدنیت تر سیوري لاندي د ګندهارا د جغرافیې یوه مهمه سیمه وه. تاریخپوهان د ګندهارا د جغرافیايي موقعیت د پولو په اړه په یوه خوله نه دي، خو ارواښاد پوهاند رشاد وايي: “له ماهیپر څخه چې ورکښته سو نو بیا تر ټیکسیلا پوري دا ټوله سیمه ګندهارا ده”(۱۱).

چي پر دې اساس لغمان نه یواځي دا چي پخپله د ګندهارا برخه پاته شوه، بلکي له نورو سیمو سره د ګندهارا نښلوونکې سیمه هم ګڼل کېږي، یعني کوشاني مدنیت پر دې سیمه خپلي اغېزې ښندلي او دې سیمې هم د کوشاني مدنیت په ځلا کي خپل رول لوبولی دئ.


دا سیمه د ورېښمو د مشهوري سوداګریزي لاري له امله چي له چین څخه نیولې تر اریانا، عرب سمندرګي، مدیترانې او جنوب ختیځي اروپا پوري د مېشتو ولسونو، فرهنګونو، کولتورونو او تمدنونو د تګ راتګ لاره وه، نو د یادو سیمو له فرهنګونو، کولتورونو او تمدنونو څخه اغېزمنه شوې او همدار راز د یادو سیمو د ولسونو سوداګریزو کاروانونو په دې سیمه کي د تګ راتګ، شپو تېرولو او د دې سیمي له وګړو سره د راکړي ورکړي له امله ئې د دې ځای فرهنګي، کولتوري او ټولنیز ارزښتونه هم خپل کړي دي، ځکه چي د ورېښمو لاري یوازي سوداګریز اقتصادي ارزښت نه درلوده، بلکي د فرهنګونو د لېږد او د مدنیتونو د تلاقي لاره هم وه. اریايي، هندي – بودايي، ګریکوبودیک، یونانو باختري، زردښتي او وروسته بیا اسلام او د عربي فرهنګ ارزښتونه پر همدې لاره تللي راغلي، چي افغانستان او په ځانګړي ډول د ورېښمو لاري ته څرمه پرتې سیمي ئې د عبور اصلي ځایونه ول.


همدا راز دې سیمي د هند نیمي وچي ته د یرغلګرو د یوه معبر حیثیت درلود، چي د سکندر، بابر او نورو راتک د دې خبري غوري بېلګې ګڼلای شو. له بامیان څخه تر کاپیسا، هډې، تخت بهایي او ټیکسيلا پوري د بودايي راهبانو او زایرینو د تګ راتګ لار هم وه او په ځانګړي ډول په سیمه ییزه کچه د بودايي مثلث یعني بامیان، کاپیسا او هډې تر منځ د تګ راتګ نښلونکې نقطه هم ګڼل کېږي. پر یادو خبرو سربېره د اوسني لغمان په اړوندو سیمو کي ځيني داسي ځایونه او نومونه شته چي تاریخي مخینه ئې د دې سیمي د لرغونوالي څرګندي بېلګي ګڼل کېږي، “لکه د لغمان د درونټې هغه ډبرلیک، چې پکښې د اشوکا دزېږېدني ځا ی درونټه ښودل شوی دئ. دغه ډبرلیک په کابل مجله کي له خپرېدو وروسته د لومړي ځل له پاره نارويژي پروفیسور مارګنسټېرن په اروپا کي لوېدیځو پوهانو ته وپېژانده، دوه تنه پوهان “پرکلند” او “التهم ” د هغې د لیکني په ژباړنه او مطالعه بوخت شول او د وروستي ځل له پاره په ۱۹۴۹ ز کال پروفیسور”هنیګ” “په لغمان کي د اشوکا د ارامي ډبرلیک کشفول” تر عنوان لاندې د هغه پر چاپېریال یوه مقاله خپره کړه”(۱۲).


ښايي اوسنۍ درونټه د اداري وېش له امله د لغمان له لوري تر تونل پوري د لغمان او له تونل نه ور اخوا د ننګرهار ولایت اړونده سیمه وګڼل شي، خو هغه سیمه چې د درونټې ډبرلیک پکښې کشف شوی د افغاني او بهرنیو پوهانو په اثارو کي د لغمان په نامه یاده شوې ده. همدا راز په ۱۳۲۹ هـ ل کال د لغمان په الیشنګ دره کي یوه کتیبه کشف شوه، چي امیر حبیب الله خان ئې هم لیدو ته ورغلی وو، مؤرخین دغه کتیبه تر تاریخي دورې وړاندې په قبل تاریخ زمانو پوري اټکلوي. د استاد حبیبي په یادښتونو کي راغلي، چې: “د دې کتیبې په اړه علمي څېړنې نه دي شوي، د لغمان د دې کتیبې او د هزارسم د کتبیي په خطونو کي څه نا څه ورته والی لیدل کېږي، خو د لغمان د کتیبې خطونه لږ مهذب ښکاري، نو له همدې امله اټکل کولای سو، چي د لغمان د کتیبې نقشونه د هزارسم له دورې پنځوس زره کاله دمخه په راوروسته دورې پورې اړه لري، ځکه چي پر تیږو باندي د دغسي نقوشو ایستل د فلز د رواج په دورې پوري اړه پیداکوي، چي پر دې اساس نژدې پنځه زره کاله مخکنۍ زمانې پوري ئې اټکل کېږي”(۱۳).


د ارواښاد استاد علي احمد کهزاد څېړني دا په ګوته کوي، چي: “ختيځ پلو ته د سکندر په اویجه کي لغمان یوه مهمه نقطه ده. موسیوفوشه باوري دئ، چي دلته ئې یو ښار د “نیاکایا منسه” په نوم جوړ کړ او هغه ئې د یونانیانو د فتحي او بري ښار په نوم وباله. فرانسوي ختيځ پېژندونکي د دې ښار موقعیت د “مندراوړ” او د لغمان د چارباغ تر منځ “قرغیو” ته نژدې سیمه راښیي او وايي، چي دلته سکندر د یونانیانو د بري په مناسبت رب النوع ته ډېري قربانۍ وړاندي کړې”(۱۴)


د همدغي تاریخي ودانۍ په اړه ویل شوي، چي سکندر او یوناني عسکر له کاپیسا نه د نجراو، تګاو، لغمان، کونړ، اسمار، سوات او بونير پر لار د غرونو په لمنو او تنګو درو کي د تېرېدو له امله له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ شول. د دغو غرنیو سیمو اوسېدونکو خپل کلي او کورونه پرېښودل او د غرونو سرونو ته وختل، له هغه ځایه به ئې یونانیان په ډبرو او پرښو ویشتل او په ناوونو کي به ئې را ایسار کړل، چي د دغه ډول جګړه ییزو تکتیکونو له امله پر سرتېرو سربېره یوناني جنرالان هم ټپیان شول، په ځینو ځایونو کي خو جګړې دومره سختي وې، چي نژدې وو سکندر پکښې خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو له همدغه ډول سختې جګړې څخه د خلاصون او خپل رب النوع ته د شکر ادا کولو پر پار ئې دغه کلا جوړه کړه.


د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کي د “تیمور کلا” په نامه یوه کلا شته، چي امیر تیمور د دې سیمې د هغه مهال له مېشتو وګړو سره له جګړې کولو وروسته جوړه کړې ده او پر دې سربېره د لغمان په بېلابېلو سیمو کي د بودایانو له لوري جوړي شوي کلاګاني، د مهتر لام او نور لام صاحبانو زیارتونه، د مهتر لام صاحب زیارت ته څرمه تاریخي ابدات، د الیشنګ کلا، د عقل تمامي کلا، د سراج کلا، د تیرګړیو په سیمه کي د هندوانو شمشان او عبادتځایونه او ځیني نور ډبر لیکونه د دې سیمي د لرغونتوب نښي نښانې دي. د لغمان د بادپښ د څلو په اړه ویل کېږي، چي دا څلي د چکړي او د ده سبز د څلو په څېر د بودايي زایرینو د تګ راتګ په مسیر کي د لاري معلومولو د نښو له پاره د دې سیمي په بودايي عصر کي جوړ شوي، خو استاد رشاد وايي، چي: “له بادپښه تر مهتر لام پوري د لاري غاړو ته زاړه څلي ولاړ دي، اولس وايي چي دا د سلطان محمود په زمانه کي جوړ سوي دي”(۱۵).


د لغمان د ځينو سیمو نومونه هم ډېره تاریخي مخینه لري، چي ډېر پخوا د هیوان سانګ په “سي. یو. کي”، د ظهیرالدین محمد بابر په بابر نامه، د البیروني په تحقیق ماللهند او ځینو نورو اثارو کي ئې نومونه راغلي، چي له هغې ډلي پخپله د لغمان نوم، الینګار، الیشنګ، ساو، مندروړ، چارباغ، بادپښ، ګمېبېری او ځیني نور نومونه یادولی شو”. د ګمبیر کلمه تقربیاً زر کاله مخکي البته په لږ تغیر د علامه البیروني په کتاب تحقیق ماللهند کي راغلې ده، نو له دې څخه معلومېږي چي دا نومونه ډېر زاړه نومونه دي”(۱۶).


“همدا راز د ساو کلمې په اړه د البیروني د کتاب الهند د اردو ژباړي په ۳۴۷ مخ کي راغلي، چي د کابل رود له مرستیالانو څخه یو د ساو رود دئ، چي د لغمان په ښار کي تېرېږي او درونټې ته نژدې په کابل رود ګډېږي”(۱۷).


دا د خوښۍ ځای دئ، چي د البیروني په اثر کي د لغمان د الینګار درې، د ساو سیمي د نوم یادونه شوې، خو د الینګار درې د سیند په اړه راغلي معلومات ئې سم نه دي، ځکه ساو د الینګار په یوه داسي غرنۍ سیمه کي پروت دئ، چي شمال ته ئې د نور لام صاحب دره، جنوب ته ئې کلمان دره، شرق ته ئې شموش یا شکموش او د دره نور ویګل سیمه او غرب لور ته ئې د سنګره په نامه سیمه پرته ده. ساو دره د شموش له سیمي یو کوچنی رود لري، چي له ساو، سنګر، میاخېلو څخه راتېرېږي او په غونډۍ سیمه کي د الینګار له سیند سره ګډېږي، په داسي حال کي چي “د الینګار سیند د ختیځ هندوکش د جنوب د ۴۰۰۰ متره په ارتفاع له پوشال غاښي څخه چي نورستان او منجان سره نښلوي، د چمار غاښي او د مرسمر د لوړي څوکي له ختيځ خوړ څخه سرچينه اخیستې ده … له سرچينې څخه تر تپاک کلي پوري د نورستان په خاوره کي بهیږي بیا د الینګار هواره ځمکه خړوبوي … پچګۍ ته نژدې ځان قرغه یي سیمې ته رسوي او … د درې نیمو کیلو مترو په واټن د ننګرهار د کانال د اوبو د کاسې لوېديځ ته له کابل سیند سره یو ځای کېږي”(۱۸).


همدا اراز: “د الینګار د … کلیمې لومړی جز (الینا) د لغمان په شمال کي د یوې قبیلې نوم دئ، دوهم جز ئې چي ګار یا ګر دئ د ځای او محل مفهوم لري”(۱۹).


خو: “د الي کلمې معنا په زړو ژبو کي شنه ده، په الینګار او الیشنګ کي د الي برخه ښايي چي د شنې معنا ولري او په الینګار کي د ګار کلمه ښايي د ګر په معنا وي، الینګار یعني شین غر”(۲۰).


خو په ځینو څېړنو کي الینګار او الیشنګ په دې سیمه کي د اریایانو الینا قبیلې ته منسوب شوي نومونه دي، چې د ګار او شنګ وروستاړي ورسره وروسته یو ځای شوي او د الي یا الینا مختاړي ئې تر اوسه پوري په دغو نومونو کي پخپله اصلي بڼه پاته دي. په تاریخي لحاظ له بلخ څخه د اریايي قبیلو هجرتونو، دې سیمې ته د نورو یرغلګرو راتګ، د هغوی په وړاندي جنګ جګړو او د بېلابېلو واکمنیو له امله د دې سیمې د جغرافیايي پولو تر څنګ د دې ځای پخواني مېشت وګړي هم له خپلو ځایونو لږوډېر کوچېدلي او نوي وګړي او پرګنې هم په دې سیمه کي ابادي شوي دي، خو د وګړو په برخه کي د دې سیمې اوسنی واقعیت دا دئ، چي د نفوسو له مخي اوس په لغمان کي پښتانه په لومړۍ، پشه یان دوهمه او دېګان درېیمه درجه دي، خو ګوجر، نورستانیان او ځیني نور لږکي هم پکښې استوګن دي.


له پورتنیو تاریخي یادښتونو او لاسوندونو څخه دا پایله تر لاسه کوو، چي لغمان د تاریخ په اوږدو کي په جغرافیایي لحاظ ډېر بدلونونه لیدلي دي، کله ئې خپلي خپلواکي پاچاهۍ او واکمنۍ درلودې او کله په خپل ګاونډ او سیمه ییزه کچه د نورو واکمنیو او جغرافیو برخه ګرځېدلی دئ. بل دا چي لغمان نه یواځي د ختيځ بلکي د ټول افغانستان په کچه یوه لرغونې تاریخي سیمه ده، د بېلابېلو تاریخونو، مدنیتونو، واکمنیو خاوند او له چین څخه تر اریانا، عرب سمندرګي، مدیترانې او جنوب ختیځي اروپا پوري له میشتو وګړو سره ئې د ورېښمو لاري له امله فرهنګي، کولتوري، ټولنیزه او اقتصادي راکړه ورکړه درلوده او د هند نیمي وچي ته د یرغلګرو او پښتني قبیلو د لېږد د یوه معبر حیثیت ئې هم درلود.


د دې سیمي معاصر تاریخ هم د افغانستان په کچه ځلېدلی، د افغانستان په معاصر تاریخ کي د ژوندانه په هره برخه کي روښانه او ځانګړی ځای لري، خو فرهنګي او علمي پلوشو ئې دې سیمې ته ځانګړې ښکلا او ځلا ورکړې ده.


اخځونه:


هیوادمل، زلمی : د لغمان تاریخي جغرافیه، د اریک د ګرځنده کتابتونونو اداره، الازهر خپرندویه موسسه، پېښور، ۱۳۸۳ هـ ل،۱۱ مخ.

رشاد، عبدالشکور: د سیمو تاریخي جغرافیه، د صدیق الله بدر په زیار، میوند کلتوري ټولنه – کندهار، ۱۳۸۴،۲۱۵ مخ.

کلمانی، محمد زمان: پشه یي افغانان، د بیهقي کتاب خپرولو موسسه، ازادۍ مطبعه ، ۱۳۸۹ هـ ل، ۱۴۹ مخ .

حبیبي، عبدالحی: تاریخ خط ونوشته های کهن افغانستان، انجمن تاریخ و ادب افغانستان اکادیمي، مطبعه دولتي، کابل، ۱۳۵۰ هـ ل ، ۶۱ – ۶۲ مخونه.

د لغمان تاریخي جغرافیه،۱۳ – ۱۴ مخونه.

پورتنی اثر، ۱۹ مخ.

حبیبي، عبدالحی: تاریخ مختصر افغانستان، دویم ټوک، انجمن تاریخ، دولتي مطبعه، کابل، ۱۳۴۹ هـ ل، ۲۲- ۲۳ مخونه.

ظهیرالدین محمد بابر شاه: بابر نامه، ژباړه: شفیقه یارقین، انتشارات انستیتوت دیپلوماسي و مرکز مطالعات استراتیژیک وزارت خارجه، مطبعه صنعتي اعتصام، کابل، ۱۳۸۸ هـ ل، ۴۴- ۴۵ مخونه.

د لغمان تاریخي جغرافیه، ۴۶ – ۴۷ مخونه.

ارشاد، اورنګزېب: افغانستان پېژندنه، دانش خپرندویه ټولنه – پېښور، ۱۳۸۴ ل، ۱۲۵ مخ.

د سیمو تاریخي جغرافیه، ۲۳۲ مخ.

کهزاد، علي احمد: افغانستان د تاریخ په رڼا کي، ژباړن: اورنګزېب ارشاد، دانش کتابتون – ډهګۍ نعلبندي، ۱۳۷۹ هـ ل ۱۲۱ مخ.

تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان، ۴-۵ مخونه.

افغانستان د تاریخ په رڼا کي، ۷۲ مخ.

رشاد، پوهاند عبدالشکور: جغرافیایي یاداښتونه، د معصوم هوتک په زیار، علامه رشاد اکاډیمي – کندهار، ۱۳۸۹ هـ ل، ۳۸ مخ.

د سیمو تاریخي جغرافیه، ۲۱۴ مخ.

جغرافیایي یاداښتونه، ۲۵۵ مخ.

اریانادایره المعارف (دویم دور)، د افغانستان د علومواکاډمي د دایرة المعارف د مرکز ریاست، نبراسکا مطبعه، کابل، ۱۳۸۶ هـ،۵۷۶ – ۵۷۷ مخونه.

پورتنی اثر، ۵۷۶ مخ.

د سیمو تاریخي جغرافیه، ۲۱۴ مخ .




داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

منډيګک اداره











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us