څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

زړه ته


زړه ته

سراج الدين سعيد

ترڅو به د خپلى هوا او هوس دپاره دومره مشکلات زغمې؟

ته! هو ته! په ياد لرې؟ هغه خاطرات، هغه ورځى او شپې، هغه خواږه اۤشنايان، هغه د لطف او نزاکت او شوخى مجلسونه. افسوس چه ولاړل، تير شول او تيريږى. يقين لرم چه ته هغه له ياده نشې ويستلى؛ ځکه هغه ستا په ژوند پورى پوره اړه لرى...

اى زما زړه! پوهيږم چه تلوسې او اوميدونه لرې او د خپلو پريشانيو له لاسه، ځوريږى.

اى زما د ځان ملګرى! اى د عشق مرکزه! هغه عشق چه تا د خلکو ځخه پټ ساتلو، فاش او رسوا شو؛ ځکه چه ستا د عشق بهترين داستان د ريکارټ (تيپ ريکاردر) په ضمن کښې ثبت شو او د موسيقى په دفتر کښى وليکل شو.

هو! ستا د ژوند خاطرې د کتاب د پاڼو په مخ او د ريکارټ په ضمن کښى وساتل شوې. لوستونکى به يى اورى او پوهيږى به چه دا داستان د زړه عواطف او ملکوتې الهامات دى.

دا د وطن، ملک، قام او قبيله او د ملت د نهضت او پرمختګ دپاره، اوميدونه او هيلى دى. دا د هغه ارمانونو معراج دى کوم چه د ډبرو انتظارونو څخه وروسته په لاس راغلى دى.

اى زما ګرانه زړه! اوس، هو! اوس عهد و کړه چه د ځان او د خلکو د خدمت دپاره، د مينى، محبت او عشق جذبى ته ادامه ورکړې، تر څو هغه مخ کښې تللى قافلى ته په ډير زور او قوت سره ځان ور ورسوې.

مصطفی عمرزی

از کتابخانۀ:

مصطفی عمرزی

نویسنده:

سراج الدين سعيد











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us