څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي | تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
رحمان بابا
رده بندی ( ادبیات )
متولد :
Born :
افغانستان،
,
English:
پښتو : رحمان بابا په ( ١٠٤٢ ) هجري کي په يوه غريبه کورنۍ کي زېږېدلئ دئ، په قوم مهمند او د پلار نوم يې عبدالستار دئ. دی په ( بهادر کلي ) کي اوسېدئ. عبدالرحمان په خپله زمانه کي يو صوفي مشربه سړی وو. ډېر شعرونه يې ويلي دي.
د رحمان بابا شعرونه د خلکو ډېر خوښ دي، خلک دده په شعرو باندي پالونه اچوي. رحمان بابا په ( ١١١٨ ) هجري کي مړ سوئ دئ.
رحمان بابا د دنيا کارونه نه کول. دی به تر يوې وني لاندي ناست وو او شعرونه به يې ويل چي د هغه کلي خلک تر اوسه پوري هغې وني ته د قدر په سترګه ګوري.
د رحمان بابا شعرونه ډېر ساده او اسانه دي. اخلاقي، ديني، اجتماعي او تصوفي شعرونه يې ويلي دي. دده د شعرو کتاب د ټولو پښتنو خوښ دئ او په لوړه سترګه ورته ګوري. د ده د شعر نمونه په لاندي ډول ده:
غزل
ای زما د زړه آرامـــــــــــــه راشــــــــــه راشـــــــه
سرو قده ګُل اندامه راشــــــــــــه راشــــــــــــــــه
چې همه واړه خوبان دې مُقــــــــتديــــــــان دي
د همه واړو امـــــــامـــــــــه راشـــــــــه راشـــــــه
بې تا نشته هېڅ حُــــــــرمــــــــت د عـــــاشقانو
د مُشتــــــــاقـــــــــواحتــــــرامـــــه راشـــه راشه
خدائ زده بيا به هسې وخت وي که بــه نه وي
زه وېرېږم له ايـــــــــــامــــــــــــه راشــــــه راشــه
نن هنګام دی که وفا کړې که جــــــــــفا کـــړې
چارې نه شي بې هنـــــــــګامـــــــه راشــه راشه
د ا جهان د مُسافرو يــــــــــــو رُبــــــــــــــاط دی
تله دي تله دي له دې ګـــــــرامــــــه راشه راشه
پري رويه، فرشته خويه، عنــــــــــــبر بـــــــويه
سُنبُل مويه لاله فــــــــــــامـــــــــــه راشــه راشه
شپه لا پرېږده رڼا ورځ راباندې شـــــــــپه شوه
د رحمان ماهې تــــــــمامـــــــــه راشــــــه راشـه
Français:
Last Update: January 20, 2014
اثباتپذیری کامل این پژوه٬ نیازمند به منابع و تحقيقات بیشتر است. ازینرو٬ هرگونه تغيير و تحول و یا حتی٬ حذف مطالب را انتظار داشته باشید.
This section may requires more references or sources. The research in this section, may vary, change or even could be removed from the page. Please be advised.