څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

د افغانستان د تجزیې فکرونه بیا تازه شوي




څو موده مخکي د فرانسې په »آرتي« تلویزیوني شبکې کي د افغانستان د تجزیې په اړه یو مهم راپور خپور شو . په دې راپور کي په افغانستان کي ولسمشریزه ټاکني او د طالبانو دریځ تحلیل کېده او په افغانستان کي د نا امنیو او جګړود پای ته رسېدو په اړه د فرانسې ، انګریز او امریکا په ګډه جوړ شوی پلان را مخ ته شو. په دې پلان کي د افغانستان تجزیه حتمي بلل شوې او د پښتون قوم په اړه داسي نظر څرګند شوی :


پښتانه په نړۍ کي لوی ترین قوم دي چي زیاتي برخي یې په افغانستان ، پاکستان او هندوستان کي میشت دي . له زیاتي مودې را په دېخوا د افغانستان او پاکستان پښتانه داسي خوبونه ویني چي یو ځانګړی هیواد د پښتونستان په نامه جوړ کړي . د اوسنيو جګړو او نا امنیوعلتونه همدادي . د افغانستان تاجک توکمه قبیلې په دې اند دي چي پښتانه ناسیونالیستي فکرونه لري او دډیورنډ په نامه د پاکستان او افغانستان پوله به د سر حد په توګه هیڅ وخت په رسمیت ونه پېژني . د افغانستان په تاریخ کي یو ځل بل همداسي نا امنۍ را منځ ته شوي وې چي د انګریز او شاه شجاع تر منځ د تړون په لاسلیک کېدو پای ته ورسېدې . اوس بیا هغه وخت رارسېدلی دی .


د »آرتي« د راپور په بهیر کي د افغانستان ، پاکستان او ایران نوې جوړه شوې نقشه ښکارېده. په دې نقشه کي افغانستان پر څو ټوټو ویشل شویوو . د هرات په اړه ویل کېده چي د هرات د خلکو ژبه ، عادات او کلتور د تاریخ له نظره ایران ته ورته دي او هراتیان هم ایران خوښوي . هرات باید په ایران ګډ شي . له هندوکش له غرونونه نیولې په شمال کي د پخواني شوروي تر سرحدونو پوري به د تاجکو ، ازبکو او هزاره سیمي وي او د افغانستان په نوم به یادیږي . له هندوکش نه کښته د کندهار تر ریګستان اوپه جنوب شرق کي د اندوس تر غاړي پوري به د پښتنو سیمي وي او د پښتونستان په نوم به یادیږي . د پاکستان جنوبي سیمي د بلوچستان علاقه به له پاکستان نه جلا د بلوچستان په نامه به نوی جمهوریت را منځ ته شي چي پلازمېنه به یې په اوسني بلوچستان کي پروت ښار ګواډر وي .


د » آرتي « په راپور کي ویل شوي چي پښتانه به تر هغه وخته نا امنیو ته دوامورکړي ترڅو د پښتونستان په نوم هیواد نه وي جوړ شوی . ددې لپاره چي د پښتون قوم دا خوب چي له ۱۹۴۷ را پدیخوا یې ویني ، پور شي ، د کندهار نیمایي سیمه بلوچستان ته ور پریږدي . د بلوچستان سیمه چي اوسمهال په افغانستان، پاکستان او ایران پرته ده ، باید بلوڅانو ته ور پرېښودل شي تر څو هغوي ځانته جمهوریت جوړ کړي . کومه حصه چي له ایران نه د بلوچستان لپاره اخیستل کیږي ، په بدل کي به یې د افغانستان د هرات سیمه ور کول کیږي .

د افغانستان د تجزیې په اړه »ټول افغانستان« په تیرو وختونو کي هم د غربي نړۍ ځيني پلانونه افشا کړي او خپاره کړي دي . له دي جملې نه د ایلوډ پلان ، کلینټن پلان اوبلاک ویل پلان وو.









داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

احمدالله رحماني











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us