څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

د شاه شجاع تړون


کوم وخت چي امیر دوست محمد خان په خپل زور د سدوزو له کورنۍ نه واک لاس ته راوړ ، داسي مالومېده چي د شاه شجاع واک په افغانستان کي پای ته رسیږي . کوم وخت چي د امیر دوست محمد خان وروڼه په کال ۱۲۵۴ کي مړه شول او هغه د امیر په توګه پر تخت کښېناست ، هندوستان مجبور شو چي دوست محمد خان ته ددوستۍ لاس اوږد کړي . څو موده وروسته امیر دوست محمد خان د روسیې د استازي په وسیله له روسي حکومت سره اړیکي ونیول . د انګریزي هندوستان د امیر دوست محمد خان دا پریکړه خوښه نه شوه او ځان یې مجبور وباله چي د افغانستان په کورنیو چارو کي مداخله وکړي او هلته داسي یو کس پرواک راولي چي د انګریز تابع وي . ددې کار لپاره انګرېزانو شاه شجاع چي له هره پلوه یې ماته خوړلې وه ، مناسب کس وباله . انګرېزانو په هندوستان کي مکناټن ته دنده ور په غاړه کړه چي د شاه شجاع سره اړیکي ونیسي او هغه و دې ته وهڅوی چي د انګرېز دحکومت سره د هندوستان د حکومت له لاري د راجا رنجیت سنګ په واسطه یوه معاهده لاسلیک کړي . په بدل کي به انګرېز شاه شجاع په افغانستان کي پرواک ټینګ کړي . په دې ترتیب د ۱۸۳۸ د جون پر ۲۶ نېټه د شاه شجاع ، رنجیت سنګ او مکناټن تر مینځ په لاهور کي یوه معاهده په ۱۸ مادو کي لاسلیک شوه . ددې معاهدې پر بنسټ شاه شجاع د افغانستان بهرنی سیاست په بشپړه توګه انګرېزانو ته ور تسلیم کړ . افغانستان اجازه نه لرل د بهرنیو هیوادونو سره بیله د انګرېز د اجازي تړونونه لاسلیک کړي . معاهده په لاندي ډول وه :

لمړۍ ماده :
ټولي هغه سیمي چی د سند د رود پر دې غاړه او بله غاړه پرتي دي ،د کشمیر تر شرقي ، غربي ، شمال او جنوبي سیمي پوري ، د اټک اړوند سیمي ،پیښور ، یوسفزي ، کوهات ، د پیښور اړوند سیمي ،د خیبر تر درې پوري ،تانک ، کرانک ،کاله باغ ، ډیره اسمعیل خان د اړوندو سیمو سره ،ملتان او اړوند سیمي یي د سدوزایي کورنۍ د مهاراجا رنجیت سنګ په واک کي ورکوي او د سدوزایي کورنۍ ټول راتلونکي نسلونه پر دې سیمو د ملکیت ادعا نه کوي او تر دې وروسته دا ټولي سیمي په مهاراجا رنجیت سنګ پوري اړه لري .

دوهمه ماده :
شاه شجاع ژمنه کوي چي هغه غله او سارقین چي شرارت او نا امني را منځ ته کول غواړي ، اجازه ور نه کړي د خیبر له خولې نه د پښور خواته ولاړ شي . که مجرمین له یوې خوا نه بلي خواته ولاړ شي ،دواړي خواوي به یې یو بل ته تسلیموي . د خیبر لاره باید بنده نه شي او همیشه د تګ راتګ لپاره خلاصه وي .

دریمه ماده :
د سند له رود خانې نه دتیریدلو اجازه په مها راجا رنجیت سنګ پوري اړه لري . د مهاراجا رنجیت سنګ د اجازې پرته شاه شجاع نه پریږدي چي څوک له رود خانې نه تیر شي . د رود خاني نه تیریدلو اجازه د برتانوي هند په مهاراجارا رنجیت سنګ پوري اړه لري .

څلورمه ماده :
د شکارپور او سند په ها خوا د انګریز د کمپاني او مهاراجا په هره پریکړه شاه شجاع عمل کوي .

پنځمه ماده :
شاه شجاع هر کال د کابل او کندهار تر تنطیم وروسته ۵۰ آسونه ، ۲۵ غاتري ،۱۱ ایرانۍ توري (شمشیر) ، ۱۰۱ سمورونه (پوستینونه)، زرین ټوکران ، ایراني غالۍ او د کندهار قسم قسم میوې د مهاراجا لپاره هندوستان ته لیږي .

شپږمه ماده :
د لیکونو او مکتوبونو سر لیکي او عنوانونه د شاه شجاع او مهاراجا رنجیت سنګ تر مینځ په مساوي توګه لیکل کیږي .

اومه ماده :
سوداګر او تجاران چي د مهاراجا خاوري ته د آسونو د پلورلو لپاره ورتګ غواړي ، شاه شجاع یې ممانعت نه کوي او مهاراجا به هم په همدي ډول د سوداګرو سره رفتار کوي .

اتمه ماده :
مهاراجا رنجیت سنګ به هر کال ۵۵ وړین ټوکران یا ۲۱ بنارسي ټوکران ،۲۵ توپه ململ ،۵۵ سپیني لنګوټې (دستار) شاه شجاع ته ور لیږي .

نهمه ماده :
هغه سوداګران چي د پنجاب نه افغانستان ته او له افغانستان نه پنجاب ته د سوداګري لپاره ځي او تر ۱۱ زرو روپیو پوري معامله کوي ،د دواړو حکومتونو له خوا یې امنیت ساتل کیږي .

لسمه ماده :
که کوم وخت د شاه شجاع سپایان د مهاراجا د سپایانو سره په یوه ځای مخامخ کیږي ،شاه شجاع به د هغوي پروړاندي کوم خاص امر نه صادروي .

یولسمه ماده :
که شاه شجاع په کومه جګړه کي له مهاراجا نه مرسته وغواړي او د هغه کورنۍ له دې جګړې نه مالونه لاسته راوړي ، که ګېڼي ، جواهرات ، آسونه او یا وسلې وي ، نیمایي به شاه شجاع مهاراجا ته تحویلوي .

دولسمه ماده :
هغه مامورین او استازي چي ددواړو خواوو له خوا په دندو ګمارل کیږي ، باید ددواړو خواوو په حضور کي هغوی ته ددندو هدایت ورکړه شي .

دیارلسمه ماده :
په داسي وخت کي چي مهاراجا رنجیت سنګ له شاه شجاع نه فوج وغواړي ، شاه شجاع به د خپل فوج نه مسلمانان د مهاراجا قوماندانانو ته ور لیږي او که مهاراجا پیښور ته راشي ،شاه شجاع به یو شهزاده د مهاراجا استقبال ته ور لیږي . مهاراجا به د شهزاده پر وړاندي له زیات احترام نه کار اخلي .

څوارلسمه ماده :
د انګریز ، رنجیت سنګ او شاه شجاع دوستان او دښمنان به یو وي . دوست به د ټولو دوست او دښمن به د ټولو دښمن وي .

پنځلسمه ماده :
دافغانستان د امیر په توګه د شاه شجاع پر تخت کیناستلو او د سپاه ور لیږلو ارزښت دوه سوه زره روپۍ ټاکل کیږي . د انګریز د کمپاني د پریکړي په صورت کي به پنځه زره سپاره او پیاده مسلمان فوج د شاه شجاع د تود هر کلي لپاره ور لیږل کیږي . که مها راجا رنجیت سنګ له شاه شجاع وغواړي او د انګریز کمپاني پریکړه وکړي ، شاه شجاع به ټاکل شوي پیسې تحویلوي .

شپاړسمه ماده :
د سند سیمي د سند په آمیرانو پوري اړه لري . شاه شجاع او د هغه کورنۍ هیڅ وخت ددې سیمو ادعا نه کوي . د سند آمیران په کال کي شاه شجاع ته درې میلیونه روپۍ ور کوي . شاه شجاع ددې پیسو نیمایي مهار اجا ته ور کوي . د سند د آمیرانو له خوا ددې پیسو د ورکولو پریکړه به د انګریز د کمپاني له خوا پر خپل وخت وشي . د سند د آمیرانو سره د مهاراجا د پخوانۍ معاهده لغوه کیږي . د مهاراجا او د سند د آمیرانو تر مینځ نوري اړیکي پر خپل ځای پاتي کیږي .

اولسمه ماده :
کوم وخت چي شاه شجاع کابل او کندهار فتح کي ،هیڅ وخت به د خپل ورور د زوی چي د هرات حاکم دی ، په کارونو کي مداخله او یا پر هغه تعرض ونه کړي .

اتلسمه ماده :
شاه شجاع او د سدوزایي ټوله کورنۍ به د انګریز د کمپاني او مهاراجا رنجیت سنګ له اجازې پرته د نورو پاچاهانو سره هیڅ ډول معاملې نه کوي . هر وخت که بهرني پاچاهان د انګریز د کمپاني او مهاراجا رنجیت سنګ پر وړاندي د افغانستان د خاوري له لاري لښکر کښي کوي ، شاه شجاع ژمنه کوي چي د خپلو ځواکونو په وسیله یې مخ ونیسي . د انګریز کمپاني ، مهاراجا او شاه شجاع په پوره خوښي او رضایت دا معاهده لاسلیک او د هغي د عملي کېدو ژمنه کوي .
لاهور ، ۲۶ جون ۱۷۳۸

د مکناټن ، رنجیت سنګ او شاه شجاع لاسلیکونه .


د معاهدې تر لاسلیک کېدو وروسته د انګریز حکومت له شاه شجاع وغوښتل چي

شهزاده محمد تیمور دې د مهاراجا له ځواکونو سره پاتي شي . مهاراجا به هغه ته زیات احترام وکړي . انګریزي صاحب منصبان به د محمد تیمور سره په ګډه د خیبر له لاري پر کابل برید وکړي .

پای

سر چینه : د افغانستان سیاسي تاریخ - تالیف سید مهدي – لمړی چاپ ۱۳۱۴ – دوهم چاپ ۱۳۷۱

داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

احمدالله رحماني











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us