څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

د ډیورنډ تړون


د افغانستان او پاکستان تر مینځ د پولي کرښه چي د ډیورنډ په نامه یادیږي ، د امیر عبدالرحمن خان دواکمنۍ په دوره کي د انګرېزانو له خوا پر افغانستان د پیسو او وسلو په بدل کي و تپل شوه . په تاریخي لحاظ ویلای شو چي د افغانستان هغه سیمي چي د ډیورنډ کرښي په ها خوا پرتې دي ، د امیر عبد الرحمن خان له خوا پر انګریزي هند وپلورل شولي . د ډیورنډ کرښه د یوي معاهدې پر بنسټ چي د انګرېزانو له خوا سر هینري مورټایمر ډیورنډ ترتیب کړې وه ، د افغان او انګرېز د ګډ کمیسیون له خوا کش سوه . د پولی ټکي له واخان نه د ایران تر پولي پوري د افغانستان په شرقي او جنوبي سیمو کي په هر ۸۰ کیلومیتري کي و ټاکل شوي . د کرښي د کشولو پر وخت پام ونه شو چي کرښه کوم کلي ، بانډونه اوکورونه نیمایي کوي . د کرښي د کشولو پر وخت که به کومو کورونو یا کلیو نیوکي یا اعتراضونه کول ، د انګرېز او افغان وسله والو له خوا به وهل ، ټکول او هم وژل کېدل .

د امیر عبدالرحمن خان او سر هینري مورټایمر ډیورنډ تر مینځ د تړون متن په ددې ډول وو :
د افغانستان او هندوستان تر مینځ د پولي په اړه ځیني پوښتني را مینځ ته شوي دي . د افغانستان د امیر او د هندوستان د حکومت هیله ده چي دا پوښتني د پولي د ټینګېدو په موخه ددوستۍ په فضا کي حل شي . ددې لپاره چي په راتلونکي کي ددواړو دوستوحکومتونو تر مینځ د واک د سیمو په اړه نورد نظر اختلاف را مینځ ته نه شي ، پر لاندي تړون موافقه کیږي :

لمړۍ ماده :
د افغانستان د امیر د واک جنوب-شرقي سیمه له واخان نه دایران تر پولي پوري چي ددې موافقي مل په نقشه کي ښودل شوې ده ، په لاندي ډول موافقه کیږي :

دوهمه ماده :
د هندوستان حکومت به هیڅ وخت کوښښ ونه کړي ددې کرښي په ها خوا د افغانستان په سیمه کي د خنډونو په موخه مداخله وکړي . همدا رنګه د افغانستان امیر به هیڅکله کوښښ ونه کړي ددې کرښي په دې خوا د هندوستان په سیمه کي د ستونزو په موخه مداخله وکړي .

دریمه ماده :
د بریتانیا حکومت موافقه کوي چي اسمار او د هغه اړونده سیمي تر چنک پوری د افغانستان امیر ته ور پریږدي . په بدل کي د افغانستان امیر ژمنه کوي چي هیڅ وخت به په سوات ، باجوړ ، چترال او د هغو په اړوندو سیمو دعوه ونه کړي او هلته به هیڅ وخت مداخله ونه کړي . د بریتانیا حکومت موافقه کوي چي برمال او د هغه اړونده سیمي چي ددې تړون په مل نقشه کي ښکاره شوي دي ، د افغانستان امیر ته ور پریږدي . په بدل کي د افغانستان امیر پاته سیمي د وزیریستان او داور په ګډون د همیشه لپاره له لاسه ور کوي .

څلورمه ماده :
د پولي کرښه او د هغي جزیات به د افغانستان او بریتانیا د ګډ کمیسیون له خوا په هغو ځایونو کي تعینیږي چي د عملي کېدو امکانات یې زیات او د غوښتنو سره برابره وي . کرښه به د پولي د ټینګولو په موخه ددواړو خواوو په موافقه په داسي ترتیب مينځ ته راځي چي دواړي خواوي د هغي د ټینګولو مسولیت پر غاړه واخلي . د پولي د کرښي په تعینولوکي به چي ددې تړون مل په نقشه کي لیدل کیږي ،دهغو کلیو او بانډونو چي پولي ته نږدې پراته دي ،حقوق په نظر کي نیول کیږي .

پنځمه ماده :
د چمن په سیمو پوري اړوندي پوښتني به داسی حل کیږی چي د افغانستان امیرله خوا به دشیر او اوبه لاندي سیمي د بریتانیا پر حکومت پلورلي بلل کیږي . په دې سیمه کي به د پولي کرښه داسي کش شي :

د خواجه ارمان د غوندۍ سیمه چي پشه کوتل ته نږدې پرته ده ، بریتانیاته پاته کیږي . د پولي کرښه به دمرغې او چمن په ها خوا د بریتانیا او افغانستان پوله د لښکر ډند په سیمه کي تعینوي . د پولي کرښه به د ریل سټیشن په هاخوا د میدان بولدک له غونډۍ نه تیریږي او په جنوبي برخه کي به په خواجه ارمان کي سره نښلول کیږي . د ګواښې سیمه به بریتانیا ته پاته کیږي او دښوراوک او ګواښې تر مینځ سړک به په افغانستان کي پاتي شي . د بریتانیا حکومت ژمنه کوي چي له دې کرښي ها خوا په نیم میله واټن کي به مداخله نه کوي .

شپږمه ماده :
ددې تړون پورتنۍ مادې د هندوستان د حکومت او د افغانستان د امیر له خوا په رسمیت پېژندل کیږي او ټولي هغه ستونزي او د نظر اختلافات چي د پولي له کبله رامینځ ته کېدل ، حل بلل کیږي . د هندوستان حکومت او د افغانستان امیر ژمنه کوي چي د پولي د کرښي د جزیاتو پر سر اختلافات به ددواړو خواوو د مامورینو له خوا ددوستۍ په فضاُ کي حل وفصل کیږي .

اوومه ماده :
د بریتانیا او د افغانستان د بشپړه خوښي په امیدد بریتانیا حکومت د افغانستان استقلال او پیاوړتیا غواړي . د هندوستان حکومت به هیڅ وخت داسي کړنه ونه کړي چي د افغانستان سره د جګړې سبب شي . یو د بل په چارو کي نه مداخله به د هغوی د خپل ځانونو سره مرسته وي . داچي د افغانستان امیر ددې تړون په اړه خبرو ته چمتو شو ، د هندوستان حکومت ځان مکلف بولي ، د افغانستان امیر ته له کاله شپږ لکه روپۍ زیاتي ورکړي چي جمله به له کاله دولس لکه روپۍ امیر ته ور کول کیږي .

لاسلیکونه :
هینري مورټایمر ډیورنډ
امیر عبدالرحمن خان
کابل ، ۱۲ نوامبر ۱۸۹۳

داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

احمدالله رحماني











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us