څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

ملاګوري


ملاګوري په اصل کې سړبني پښتانه دي چې په غوري یا غوریاخیلوپښتنو ورګډیږی او بیا په غوریاخیلو کې دمومندو په سترې قبیلې پورې اړه لري (۱). ملاګوري په عمومي توګه د پښتونخوا په خیبر ایجنسۍ او دفاټا په قبایلي سیمه کې استوګنه لري .په خیبر ایجنسۍ کې د وی په دووسیمو کې اوسیږي چې یو یې اواره سیمه ده چې ښکته مینه ورته وایی او بله یې لوړه سیمه ده چې لوړه مینه یې بولي . همداراز یو شمیر ملا ګوري په مونډا کې چې شبقدر ته نږدې پروت دي هم استوګنه لري . دملکنډ ایجنسۍ په بدرګه نومي ځای کې هم ملاګوری اوسیږي . په هریچند، زییم او شکور کلیو کې چې چارسدې ته نږدې پراته دی هم یو شمیر ملا ګوري میشته دي . دمردان دپیرسادو په کلي او دپیښور په شاه قبول او ډبګرۍ کې چې ددلازاک روډ پرغاړه پراته دي هم ملاګوري میشته دي .یو شمیرملاګوري دافغانستان دننګرهار ولایت د لالپورې په ولسوالۍ او دوربابا دولسوالۍ په څڅوبي او دهیلمند په ولایت کې هم استوګنه لري . دملا ګورو سیمه داپریدیو نه دتاترې دغرونو او دمومندو دایجنسۍ نه دکابل دسیند په واسطه بیله شوې ده.
دملاګورو په اړوند ځینې روایتونه هم شته چې ګنې دوی دشهاب الدین محمد غوري( مړ ۱۲۰۶ زیږ دیز کال) اولاده ده او کله چې شهاب الدین محمد غوري دخپلو دښمنانو له خوا ووژل شونو ددوی دکورنۍ ځینې غړي د پښتونخوا تاترې غرونو ته چې په خیبر ایجنسي کې پروت دي راغلل او هلته یې دیو کلي بنسټ کیښود چې بره دره نومیږی، خو دا روایت بې بنسټه ښکاري ، ځکه ملاګوري په مومندو ورګډیږي اوله افغانستانه اوسنۍ سیمې ته دغوریاخیلو او په تیره بیا دمومندو مهاجرت اولیږد دسلطان شهاب الدین غوري ترمړینې ډیرې پیړۍ وروسته ترسره شوی دي.
دپښتو ژ بې ستر شاعر او لیکوال ارواښاد استاد امیر حمزه شینواری د(پښتانه) دکتاب په لومړۍ ټوک کې په خپلې یوې مقالې او لیکنه کې دملا ګورودقبیلې په اړه داسي لیکلي دي : ((ملاګوري دژبې، لهجې او کړو وړو له پلوه دمومندو دسترې قبیلې سره تړاو لري ، دوی دکمکي شلمان نه دلمر خاته په لور دډبر غر نه لاندې پراته دي او دتاترې د مشهورغره په لمنو کې استو ګنه لري او دسیمو نو مونه یې مراد ډنډ ، شهید مینه او لوړه مینه دي .دلته دمرمرو دډبرو یو کان هم شته او ابرک هم پکې پیداکیږي .(۲)))
قبیلوی ویش:
لکه چې دمخه مووویل ملاګوري سړ بني پښتانه دي او دمومندودسترې قبیلې سره تړاو لري .په پښتنو مورخینو کې ددې خبرې تصدیق دپښتونخوا ستر مورخ ارواښاد سیدبهادرشاه ظفر کاکا خیل په خپل کتاب( پښتانه دتاریخ په رڼا کې) هم کړی دی او ملاګوري یې مومند بللی دی (۳). دحیات افغاني دتاریخ لیکوال ډپټي محمد حیات خان هم دملا ګورو په اړوند ورته نظر لري او هغوی یې دمومندو یوڅانګه بللې ده (۴).دغه قبیله په لاندنیو څانګو او ښاخونو ویشلې شوې ده : احمد خیل ، دولت خیل ، پار خیل ، تار خیل چې بیا په احمد خیلو کې شاه خان خیل او بیکهن خیل هم وړې څانګې دي .
همداراز ددوی دیو شمیرنوو څانګو نومونه دادي :میان خیل، چمیار خیل په شکور کې ، اره خیل او علي خان خیل په پیر سادو کې او بیا ن خیل په افغانستان کې .
په ملاګورو کې تار خیل پنځوس په سلو کې وګړی لری چې په دپښتونخوا په خیبر ایجنسۍ کې اوسیږي ، په داسې حال کې چې ددغې قبیلې دمشرۍ چارې بیا پار خیل پر مخ بیایی.
په اوسني وخت کې دملاګورو مشهور کلي او ځایونه دادي :
شهید مینه
لوړه مینه
شیر برج
مرا ډنډ
تاتره
نهر غاړه
پیرسادو
مونده
پینډې للمه


مشهورکسان :
دملاګوریو دقبیلې مشهور شخصیتونه دادي :
حاجی شیر ا فضل ملاګوری
خان بهادر آدم خیل
ملک فضل مولا
حاجي عبدالمنان ملاګوری
ملک امداد میر
دملاګورومشهور شاعر او لیکوال منظر فریادي جې دملا ګورو دادبي جرګې مشر هم دي
محمد علم شوګیر
فضل شاه وقار ملاګوری
دتاترې ښایسته شاه کاکا ملاګوری چې د خدایی خدمتګار غورځنګ( تحریک) غړی او دباچاخان بابا دملګرونه و.
مشهور جرنالیسټ ( ژورنالیست ) صفی الله ملاګوری
حاجی اختر محمد
افضل خاموش
آفتاب ملاګوری
ابرار احمد ملاګوری(۴)
ملاګوري میلمه پالونکي ، په علم او پوهې مین او په پښتني ننګ او غیرت ټینګ خلک دی.دمغولو او انګریزانو پر خلاف یې تورې وهلي دي . ددوی دیرې او حجرې تل دمیلمنو پر مخ پرانیستلې وي .ددوی په سیمه کې دمیلو لپاره ډیر ښه ځایونه شته چې مشهورمیله ځایونه یې دحضرت معصوم بابا زیارت ، دورسک ډیم او شهید مینه چې دکابل سیند پر غاړه پرته ده .
دملاګورو سیمه وچه او غرنۍ ده او اوبه پکې لږې دي . ددوی سيمه دمرمرو دتیږو کانونه لري اوویل کیږی چې دوی په سیمه کې دمرمرو ۲۵۰ کارخانې شته . ددوی په غرونو کې دګورګوری ونې پیداکیږي . دملاګوریو ټول شمیر پنځوس زره تنه ښودل شوي دي .
سرچینې او ماخذونه :
۱- ډاکټر لطیف یاد ، پښتنې قبیلې ، ۲۵۳- ۲۵۴ مخونه ،دپيښور چاپ .
۲- استاد امیر حمزه شینواری، پښتانه ، لومړی ټوک ، ۱۸۲ مخ ، ۱۳۴۹ زیږدیز کال ، کابل.
۳- ارواښاد سید بهادرشاه ظفر کاکا خیل ، پښتانه دتاریخ په رڼا کې ، دپيښور چاپ
۴- تاریخ حیات افغانی ، دډپټي محمد حیات خان لیکنه ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه ،۲۴۴- ۲۴۵ مخونه ، دپيښور چاپ ، ۲۰۰۷ زیږدیز کال.

داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

ډاکټر لطیف یاد











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us