څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

انجينير شېرشا رشاد


کېداى سي چييو كس ظاهراً د ژوندليک ياتذکرې په بڼه په څو کلمو او څو جملو سره و نورو ته ور وپېژندل سي، خو حقيقت دادئ چي د يوه انسان اصلي پېژندنه د هغه دشخصيت په خصوصيتونو او اوصافو پوري اړه لري.
ځيني انسانان داسي دي چي په څو جملو سره د هغه پېژندنه پاى ته رسېدلاى سي، خو داسي شخصيتونه هم په انساني ټولنو کښي پيدا کيږي چي د هغو د معرفي کولو لپاره څو کلمې څو کرښي يا څو مخه کفايت نه کوي،بلکي ستر آثار بايد وي چي هغوى معرفي کړي او دهغو د افکارو د پېژندني لپاره پکار ده چي کتابونه پر وليکل سي.
لرغونى کندهار د خپل تاريخ په اوږدو کي د هېواد دنورو سيمو په څېر پخپله درنه غېږه کي ګڼ شمېر نوميالي روزلي او پاللي دي، د همدې مېړنيو له برکته دئ،چي نه يوازي ددې سيمي بلکي د ژوندانه په هره برخه کي ټول هېواد ته ستر وياړونه او بېساري ښېګڼي ور په برخه سوي دي، او د علم او فکر له رڼا څخه ئې ټول وطن او ملت فيض وړى دى، له سپماندګۍ څخه ئې د پرمختګ او تمدن پر خوا بيدار ګامونه اخيستي دي .
کندهار چي په دې برخه کي د يادوني وړځاى لري،تل ئې په پوځي،سياسي،علمي او فرهنګي ډګرونو کي د همدې نومياليو له شتون څخه داسي څه تر لاسه کړي، چي پرونۍ وياړمنه رُڼا ئې تر ننه پوري په هماغسي ځلانده توګه سره لاځليږي.
ددغو مېړنيو د نومونو او ددوئ د کارنامو په يادولو سره بايد ووايم چي،په کندهار کي ځيني درنې علمې کورنۍ سته ،چي د علمي برکت فيض ئې تل پر سيمه خپور دئ، له دغو کورنيو څخه يوه هم دعلامه رشادبابا کورنۍ ده،دا كورنۍ پخوا د پاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده، لكه ګل محمد خان بابړ چي د (امين الملك) او نور محمد خان بابړ چي (مستوفي الممالك) دندي ئې سرته رسولې دي او د افغانستان ټولي اقتصادي لاری چاری او د هغه د پلان چاري ور دغاړي وې، د لوى احمدشاه بابا سره ئې كورنۍ دوستي هم درلوده او نور محمد خان بابړ (مستوفي الممالك)د هغه د لمسي شهزاده زمان چي وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او د شاه زمان په نوم ئې شهرت تر لاسه كړ ، خسر هم و .
ددېکورنۍ دعلمي درنښت آوازه د افغانستان په لر او بر کي خپره ده اودفيض باد ئې په ټوله سيمه کي چليږي .
علامه بابا د څو بعدي (علمي،فرهنګي،هنري،سياسي،اجتماعي او مفکر) شخصيت په توګه خپل اولادونه د پوهي په رُڼا منور کړل،چي د هر يوه په نوم ئې نن ددغي کورنۍ نوم نور هم دروند دئ، زه ددغي کورنۍ د نورو غړو په باب مجمل او د انجينير شېر شاه رشاد په خصوص کې مفصل بحث کوم.
شخصيت چي غربي مانا ئې پرسونلټي(personality)ده ، د هرچا د ذهني او روحي خصوصياتو محصول دى چي د هغه د فکر،خوى او خصلت ښکارندوى کوي.
هر انسان دداسي خويونو او خصلتونو لرونکى دى چي هغه له نورو انسانانو څخه بېلوي،شخصيت د هغو خصوصياتو مجموعه ده چي د يوه انسان په ذهني او روحي صفتونو کي تر سترګو کيږي، او په نورو کي نه وي، او دغه صفتونه دي چي هغه ئې له نورو مشخص کړى وي،او په عمومي ډول ئې د هغه شخصيت منځ ته راوړى وي.
د هر چا شخصيت او خصلت د هغه شخص د ښايسته والي او عمومي نفساني حالاتو څخه عبارت دى چي د هغه ناګهاني پېښو په وړاندي خاص عکس العمل وښئې.
له بلې خوا دا خبره په ثبوت رسېدلې ده،چي د ټولنيز ژوندانه د ناخوالو په وړاندي يواځي داسي شخصيتونه درېدلاى سي چي ټينګ عزم،متينه اراده،چاره سنجونکى نيت ولري او په يوه خبره، بايد داسي انسان وي چي د سپېڅلي او پېژندل سوي شخصيت څخه برخمن وي او هغه څوک چي له روحي پلوه ونه توانيږي چي خپل شخصيت ښه ترا تشريح او بيان کړي او شخصي نيمګړتياوي ،ذهني کمزورتيا او د خپل هويت په باره کي په زړه نا زړه توب اخته وي هېڅکله د ټولني او خلګو لپاره او حتى د خپل ځان لپاره د اطمينان او باور وړ شخص نه سي کېدلاى.
د يوه شخصيت د رښتيني ژوند پاڼي د پېژندلو لپاره په حقيقت کي د زمانې او ټولني و اساسي مسئلو ته په ځواب ورکولو کي د هغه له د فکري لاري څخه پوهېدلاى سو او د يوه شخصيت د ژوندانه ګرانښت او ارزښت هم د هغه د ژوندانه په پېښو او کړنو پوري نه بلکي د هغه د فکري لاري او د هغه د تېرو کارونو له امله دئ،ځکه دا تاريخ نه دئ چي شخصيتونه ئې منځ ته راوړي دي،بلکي دا ټولنه او انساني چاپېريال دئ چي هر وخت ئې پاک، سپېڅلي او مېړني شخصيتونه ټولني ته وړاندي کړي دي، د ټولني د چاپېريال تاثير او د انساني فطرت شتون ډېر دقدر او اهميت وړ دى چي کولاى سو په ټولنيزه توګه هر انسان د ټولني له نورو انسانانو څخه د ادابو،عنعناتو،عقېدو،کلتوري او ټوليزو اړيکو پر اساس بېل او وپېژني.
د ټولو انساني ټولنو په تاريخ کي د هغه له جملې څخه زموږ په ټولنه کي داسي شخصيتونه چي هوښيار،پوه،ځلانده او د خلګو دوستان او زړه سواند وي سته چي د فکري ودي مثال او عمل ئې د انسان او انسانيت په ګټه او د انساني نظام د ټېنګښت، د ټولنيز عدالت،ترقۍ او د خلګو د ژوندانه د پرمختګ او ودي پر پاخه بنسټ ولاړ دى.
په هر صورت راځم خپل اصلي بحث ته چي په ياده کورنۍ کي يو هم د افغانستان د مشهور معاصر عالم علامه پوهاند اکاډميسن عبدالشکور رشاد بابا له باتعليمه و باتربيته اولادوڅخه څېړندوى انجينير شېرشاه رشاد دى،چي فکر کيږي ددغې کورنۍ تر نورو غړو ئې زيات د خپل سنګين او عالم پلار خصوصيات په ميراث وړي دي .
ژوره او دقيقه مطالعه،په علمي مسائلو کي خاص احتياط،په خبرو او لېکنو کي فصاحت او بلاغت،دبيان ځانګړى آرام او محتاط انداز،په مجالسو کي يو ډول سنګين ظرافت،په اجتماعي روابطوکي ځانګړى دروند برخورد،دمېلمه بې حده احترام،تود هر کلى،او په درنښت تر دروازې بدرګه او رخصتېده،دعلامه بابا او نورو فاضلانو د متونو په تهيه، تحشيه،تعليقاتو او تحقيق کي دقت، د پوهنتون لپاره د درسي موادو په تهيه او تدريس کي ځانګړى او مؤثر ميتود، وخت ته ارزښت ورکول او پرخپل وخت ورسپارل سوو چارو ته ځان رسونه او موقع پېژندنه هغه ځانګړني دي چي کټ مټ د علامه بابا غوندي دده په وجود کي هم له ورايه مشاهده کيږي.

داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

سيف الدين لودين











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us