څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

ستاسي دتلیفون شمیره: د«ي» فونېم دګرامر له مخي


د«ي» فونېم دګرامر له مخي :
«یي ګاني » دژبښود له مخي ږغیز (vowel)توري دي،چي پنځه ډولونه لري .لکه :لنډه «ي » --اوږده « ې » -- سپکه « ی » --درنه « ۍ » اوهمزه والا « ئ »
دغه « یي ګاني » هریوه ډېر نومان لري . لکه : لویه،معروفه،څرګنده او لنډه « ي » وړه،ناڅرګنده،مجهوله او اوږده « ې » ـــــ ملینه،نرم ه اوسپکه « ی » ــ ثقیله،درنده او لکې لرونکې « ۍ » او همزه والا « ئ » . ښه به داوي هغه نومانان چي لومړی پورته ورکول سوي دي په دغو نومانو یادي سي اودغه نور نومان دي یوازي په لیکدودو کي پاته سي !
لومړی : لنډه « ي » :دغه «ي » دنارینه اوښځینه نومانو ډېرن یاني جمع جوړوي،اوپه ستایونو اوکړونو کي راځي . نارینه جمع نومان : سړي ؛ لرګي ؛ غوایي ؛ کالي . ښځینه ډېرن نومان لکه : زِرّ کي ؛ بلاوي ؛ مالداري ؛ ښځي ؛میاشتي اودغسي نور .
نارینه ستاین جمع : نري ؛ تږي ؛ وږي : ستړي؛ غښتلي-- دستاینوښځینه مفرد: بدي؛دوستي؛ خواري . دغه (ي) په کړونه کي : کول ــــ کوي ؛ کتل ــــ ګوري ؛ خوړل ـــــ خوري ؛ تلل ــــ ځي .
بیاچي له نامه سره راسي فونېم (phonem)ئې بدلون مومي خوپخپله نوم هيڅ ډول نه بدلیږي . اوبیا دنامه سره راځي نسبت جوړه وي . اوس ئې څوبولګي ګورو: دنرینه یاني مذکر نومونو جمع لکه : ژمی ډېرن یاني جمع ئې ژمي
سړی جمع ئې سړي
وری « « وري دغه نرینه یاني مذکر نومان دي . لاندي ښځینه نومان ګورو. ښځه « « ښځي منډه « « منډي
کډه « «کډي او دغسي نور .
اوس ئې ګورو،چي پخپله فونېم بدلون مومي خو نوم هيڅ بدلون نه مومي . لکه چي ووایو : په « ژمي » کي هوا سړه وي . ژمی نریرینه نوم یاني مفرد مذکر دی . دلته فونېم بدلون وموند خو نامه هیڅ ډول ګرامري بدلون ونه موند . دغه خـَبَري جمله د دغي پوښتني په ځواب کي راغلې . کله هوا سړه وي؟ [په ژمي کي هواسړه وي . ] بله ښځینه یاني مؤنثه بولګه ګورو :
« ښځي » اوږدکمیس واغوست . ښځه دلته مفرد مؤنث نوم دی . فونېم بدلون وموند خونوم هیڅ رنګه بدلون نه دی موندلی .
دغه خـَبـَري جمله په جواب کي ددغي پوښتني راځي! چا اوږد کمیس واغوست؟
اوس د « ي » نسبتي حالت ګورو : هغه نومان چي په لنډه «ي» ؛ اوږده « ې » او ثقیله « ۍ » جمع سوي وي په اضافي حالت کي دغه دجمع « یي ګاني » نسبتي راځي لکه :
ژمی مفردمذکر-جمع ئې ژمي.اضافي حالت د«ژمي»هوا. ښځه مفرد مؤنث-جمع ئې ښځي.اضافي حالت د«ښځي»کالي. .خره مفردمؤنث-جمع ئې خرې. اضافي حالت د«خرې»زل. هوسې مفردمؤنث-جمع ئې هوسۍ اضافي حالت د«هوسۍ»پښه دغه درې سره «ي ګاني» دلته نسبي دي .
«د» اضافه دی څلور سره نومان مضاف الیه دي او هوا؛کالي؛زل او پښه مضاف دي .
په نورو نومانوکي دا ډول نه راځي . دساري په توګه : د کتاب پاڼه . دقلم رنګ . دآس زل . د ورور خولې اودغسي نور .
که وغواړو،چي بېله « د » چي مضاف دی یو مضافي حالت جوړکو؛نو دنامه سره لنډه « ي » راولو . لکه : « کتابي مسئله؛ کتابي خبره » یاني دکتاب مسئله اودکتاب خبره . یا « قلمي لیکنه » یاني دقلم لیکنه یا په قلم سره لیکنه .
دغه فونېم لکه : لنډه « ي » او اوږده « ې » ګورو : لاندي دوه شعرونه سره پرتله کوو!
نه«لرې» جوړه زمادلبره په همزولوکي
ګلان درنه شرمیږي په باغونوکي
نه «لري» جوړه زمادلبر په محفِلونوکي
ګلان ځني شرمیږي په باغونو کي
یووار «نه لرې» په دغه اوږده « ې » سره په لومړي بیت کي ګورو،چي ټول بیت ومخاطب ته یاني(نه لرې) ته راجع دی . خپل مخاطب ته وایي .بیاپه دوېم بیت کي «نه لري » په لنډه « ي » ګورو،چي غایب ئې خطاب کړی دی .
دغه لنډه «ي » ده،چي په دوېم بیت کي ئې ټوله بیت دغایب خواته متوجه کړی دی . که په دواړو بیتو کي « یي ګاني » سره الیشي کو شعر به د ژبي له مخه سکته پیدا کي .
دلته ګورو،چي « یي ګاني » څومري خپل وړتیا په لیکنګ کي لري . اوس هغه نومځي ګورو،چي بېله مضافه؛ حالت اضافي جوړه وي . ودغو نومځیو ته په لاتیني ژبه (enclitic pronoun)وایي یاني خپل دمخ پرتوري تکیه کول دي . دا دغه ضمیرونه دي . لکه : (مي؛دي؛ئې؛ مو ) . خبره دلته د ( ي ) ده نه ده نومځیو. ( زړه مي خپه دی؛ کور دي خپل دی؛قلم ئې پیداسو؛ اختیار مو خپل دی . دغه « یي ګانې » دي،چي حالت اضاف ئې دنومځیوسره جوړکړی دی .
اوږده « ې » په ښځينه نومانواود دوی په جمع اوستایونو کي راځي.لکه:په ښځینه مفردو نومانوکي: ډوډې ؛ چوکې ؛ خولې ؛ کورتې ؛ لکې اودغسې نور .
ددغوښځینه نومانو جمع په درنه « ۍ » سره راځي. (پښتوګرامر جزء اول ) ۱۰۱ او۱۰۲ مخونه . ښځینه مفردنومان،جمع، ستاینه اوپه کړنه کي په اوږده « ې » ویل کیږي : نجلې؛ادې،ډوډې؛ مړې ؛ناوې؛خواښې؛چوکې؛ خولې؛- جمع : درېــې؛ پَخې؛پښې؛خرې؛ګِڼـې اودغسي نور . ستاینه : تږې ؛ وږې؛ نوې ؛ پلې؛ کـَڼې اودغسي نور. په کړنه کي : تللې؛ راغلې؛ خوړلې؛ وهلې؛ کولې اودغسي نور ډېر .
د « يې » لیکل اود«ئې» لیکل توپیر بایدوسي!دساري په توګه:ته په کورکي یې؟ په پاړسي کي ورته وایي: (تو در خانه هستي؟) یاني «يې» دغایب مفرد د اوسمهال کړنه ده،چي د«ول » له کړنځي څخه راځي . او « ئې » ارتباطي حالت ښیي.دغه بولګه ګورو:
( په حال ئې خبر نشوم .) ارتباطي حالت دی . «ګرامرجزء اول» ۱۱۶ مخ
د« ئې » ارتباطي حالت:دی ئې ولید. په پاړسي کي:
( او را دید .)
نودغه « ئې » چي یو ارتباطي حالت لري باید دغسي
«ئې»ولیکل سي،چي دکړني «يې» څخه ئې توپیروسي.
سپکه « ی » دغه « ی » په مفرد نارینه نومانو،ستایونو اوکړونو کي راځي . لکه : کاڼی ؛ لوښی؛ستوری؛سړی؛لښتی؛اغزی؛دی(ضمیر غایب)اونور. په مذکرمفردستاینه کي : ستړی ؛ وږی ؛ پلی ؛ نوی ؛ پیاوړی ؛ نیمګړی ؛ مړنی اونور.په کړه نـُوکي: وهلی ؛ کړی؛ځغلېدلی؛لیدل سوی؛دی «ئ»(کړه نه دغایب کس) اونور.
دغه «ی» یوازي په پای کي دتورو بې «ټوکو» راځي؛خو په منځ کي دکړي چي راسي دوه ټکي لري لکه لنډه
«ي» سَیّل،مَیّل،مَیّره،مَیّرېزی، په اصل کي باید داسي ولیکل سي : (می ل)؛ (سی ل)؛ (می ره )خوداسي لیکنه دود نه ده . یاني دغه سپکه « ی » یوازي دګړو په پای کي راځي اوکله ناکله دګړو په منځ کي راځي،چي خپله اصلي بڼه له لاسه ورکوي .
درنه « ۍ » او دهغې رول په نومونو کي . دغه
«ۍ» یوار ښځینه مفرد نوم جوړه وي او له بلي خوادمؤنث نومانو جمع جوړه وي .
مفرد مؤنث نمسۍ یانمسې جمع ئې نمسیاني
پردۍ یاپردې جمع ئې پردیاني
لېونۍ یا لېونې جمع ئې لېونیاني
کابلۍ یا کابلې جمع ئې کابلیاني
کندهارۍ یاکندهارې جمع ئې کندهاریاني اودغسي نور.
درنه «ۍ» ګورو،چي دمؤنث نومانوجمع جوړه وي.لکه:
وداني مفرد مؤنث جمع ئې ودانۍ
دوستي «« «« جمع ئې دوستۍ
خواري «« «« جمع ئې خوارۍ
بدي «« «« جمع ئې بدۍ
نړې «« «« جمع ئې نړۍ اودغسي نور.
دغه درنه « ۍ » یوازي دتورو په پای کي راځي یاني دتورو په سر او په منځ کي نه سو راتلای . د پوهاندصدبق الله «رښتین » پښتوګرامر جزءاول ۷۴؛ ۷۵ او۹۹ یم مخونه وګورۍ .
د محمدسروروکیلي دپښتوژبښود(دپښتوګرامر ۲۰ او۲۱تم مخونه وګورۍ .
د همزه والا « ئ » د سپکي « ی » او درنې « ۍ » ترمنځ توپیر څه دی ؟
دپښتو ژبپوهان ئې څرنګه په کار وړي ؟ بولګه ګورو:« دی » له یوي خوا ضمیر مفرد غایب دی . اوله بلي خوا « دی » فعل حال یاني اوسمهال کړنه ده،چي د« ول » له مصدر څخه راځي . جمله ګورو!
[دی په کور کي دی.]ښاغلی استاد معصوم «هوتک » فعل «دی » په همزه والا «ئ » لیکي.[دی په کور کي دئ ] دښاغلي استاد « هوتک » دلیل دادی،چي په منځ کي د ضمیر اوګړني توپیر سوی وي نو دفعل «ی» په همزه ولا «ئ » لیکي . زه هم دغه دلیل منم فعل په همزه والا « ئ » لیکم.همزه ولا«ئ» تر ډېره بریده دکړونودمخاطب په جمع کي راځي. لکه: خورئ؛ ځئ ؛ راځئ : راغلئ ؛ حساب مه منئ؛کرئ؛ وچیښئ . ځیني لیکوالان همزه والا « ئ » داسي هم په کار وړي .
« ښوونکئ ؛ راتلونکئ ؛ جوړه ونکئ اودغسي نور . خو دغه ډول لینکه ښاغلی ډاکتر صیب زیار ئې ناکره بولي . ځیني لیکوالان بیاپه دې نظر دي،چي ګواکي ددرنې « ۍ » پرځای کېدای سي، چي همزه والا « ئ » هم راسي،ځکه چي دهمزه والا « ئ » ږغ او د درني « ۍ » ږغ تقریبا یوشی دی . بولګه : (تاسو راسۍ! او تاسو راسئ!) دوی وایي د دوغو « یې ګانو » ږغونه یوشان ته دی .
همزه ولا « ئ »په پای کي یاخپلواکه یاني ځانګړې یا په پای کي دنورو تورو سره تړلې لیکل سوې راځي . په سرکي لکه « ئې » راځي او پېژندل کیږي؛ مګر په نورو هالتو کي که راهم سي د« ئ » په ډول نه پېژندل کیږي . یوازي د همزه « ئــ » په ترتیب به وپېژندل سي.د«یي ګانو» یو ترتیب لیکل :
( کي؛مي؛چي؛ښځي؛مالګي ) اوبل ترتیب لیکل : (کې؛مې؛ چې؛ښځې؛مالګې ) اونور. مائې دلته
د(یي ګانو)لومړی ترتیب لیکلی .
دغه پنځه « يي ګاني » تراوسه پوري خپل معیاري ږغیز سستم نه دی موندلی . خو زې دلته ټوله کړکیچ نه لیکم . مګر داوایم،چي ژبپوهان دي سره کښېني یوه معقوله لار دي ورته پیداکي .
چي زموږ ژبه هم دنړۍ دژبو سره سیاله سي . شخصي ګرامرونه ایسته کۍ ټوله یوه واحده پښویه منځ ته راولۍ .
اخڅونه :
۱: ویکیيېدیا ۲: پښتوګرامر(جزء اول)پوهاند صدیق الله «رښتین» ۳: پښتو ژبښود(پښتوګرامر)محمدسرور وکیلي
۴: دستورزبان فارسی ( پنج استاد)
۵: Lehrbuch des Pashto (afghanisch) von sc. Manfred Lorenz

داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

محمدسرور وکیلي











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us