څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

کوم چې روږدي په تراخه دي


کوم چې روږدي په تراخه دي
که ځوانــــان دي که زاړه دي
کوم چې روږدي پــــه تراخه دي
دوئ دي خام کله پــــاخه دي
چې د ژونــــدځينې ماړه دي

د مـــــــاښام نــــه تر سهاره
د خـــــــزان نه تــــــر بــــهاره
دوئ د کال په هر موسم کې
دغفلت پــــه خوب ويده دي

د دنيا د کـــار او زيــــاره
د زحـــمت او د روزګاره
ځان ته نه ګوري ائینه کې
په اوږو د بــل پراته دي

د ژوندون ځان ته مفهوم شته
حرکت شته دی سکون شته
ددوئ ټــــول عمر سکون دی
د کنګل پـــه شان ساړه دي

ژوندون کارژوندون زحمت دی
هر زحمت وروسته راحــــت دی
چې ارمان لري په زړه کې
بـــا وقــــاره دي درانـــه دي

ژوند کې درد شته هم خوندونه
هم خــــوښي شــــته کــــړاوونه
مرد هغه دی چـــې روزګار کي
د بهـــر هــــم د کـــالــــه دي

ګيــــله نشـــته د جــــاهله
د بــــې لارو د غـــافــــله
ښه د ښو خلکو نـــه غواړه
بدان ژوند نلـــري مړه دي

*****************

سمیع الدین افغاني

٨ - ١١ - ٢٠٠٩


سمیع الدین افغاني

از کتابخانۀ:

سمیع الدین افغاني

نویسنده:

سمیع الدین افغاني











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us