څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

زه رباب ته مي شـهـبـاز يې


زه رباب ته مي شـهـبـاز يې
زه نـغـمـه يـم تـه مي ساز يې
زه مـقـام يـم تـه مي سور يې
زه اّهـنـګ يـم ته اّواز يې
تـه لـمـبـه يې زه دي شـمـع
زه پـتـنـګ ته مي پرواز يې
زه مـجـنـون تــه مـي جـنـون يې
زه مـحـل تـه مـي مـمـتـاز يې
تـه مي سـر د لـېـونـتـوب يې
ته زما د جـنـون راز يې

هم نـاظـم يې هم مي نـظـم
تــه هـم سـوز يـې هـم ګـداز يې
زه لـه كــومـي فـنـا تـښتـم
چي انـجـام تـه مـي اّغـاز يې
دا د كـومـي پـيـالـې بـنـګ دى
چـي نــشـې پــكـي مـسـتـيـږي
دا د كـومـي نـغـمـې شـرنـګ دى
چــي شــهــبـاز پـكـي نــڅـيـږي
دا د كــومـــي ســلـګـۍ اور دى
چـي لـمـبـې پـكـي ويـلـيـږي
دومـره پـوه يــمـه چي تـه يـې
هـم وجـود يې هـم جـلـوه يې
تـصـويـــر سـتـا د جـمـال زور دى
مـحـفـل سـتـا د لـمـبـې شـور دى

حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

عبدالباري جهاني











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us