څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

كوچى ملا


(1)

د اوړي وروستۍ مياشت وه، د تودوښې زور په ختلو و، لمر ته هم څه شېبه ناستې كېداى شو. غټ مازيګر څو تنه ځوانان د پالېزه په خوا كې، د تلو پر سرونو ناست ول. خټكي يې مات كړي وو، د كندز د خټكيو وروستى فصل و. ځوانانو هر يوه يوه يوه خربوزه خوښه كړې وه. اوس يې كتل چې څوك خټكى ښه پېژني؟ ټولو د هرې خربوزې څكه كړې وه، خو په دې يې لا قناعت نه و سره حاصل كړى، چې د چا خټكى خوږ دى؟ ځكه چې هر چا ته د خپلې غړكې تروې خوندورې وې او هر يوه به ځان تجربه كاره باله. بحث يې لا روان و، چې يو مسافر پر لاره راښكاره شوه، لاره د پالېزه په خوا كې تېرېده. كله چې مسافر د دوى برابر ته راورسېد، احمدشاه ورنارې كړې:

وا بابكه! وا بابكه! راوګرځه، خټكى مو مات كړى دى، راسره وبه يې خورې.

مسافر وروګرځېد، له سلام عليك او عادي ستړې مشې وروسته ورسره كښېناست. هر يوه له خپلې خربوزې يوه نرۍ دړه ورته كښېښودله.

احمدشاه ورته وويل:

كاكا! د دا ټولو خوند وګوره او بيا ووايه چې كوم خټكى خوږ دى؟

_ناڅكلى پوهېږم چې درست خواږه دي.

_ پر ناڅكلو خربوزو څرنګه حكم كوې، چې درست به خواږه وي؟

_ له دې جهته وايم چې ديارانو په ټولنه كې خواړه درست خوندور وي.

ځوانانو ته د مسافر خوږې خبرې خوند وركړ، يوه وپوښت:

بده خو به نه وي، كه پوښتنه وكړم چې څوك يې؟!

_ د خداى بنده. د رسول الله امت، د افغانستان تبعه. كافي ده كه نور هم پسې لاړ شم؟

ځوانانو وخندل، يوه بيا وپوښت:

له كومه راځې؟

_ له خپله كوره راځم.

_ كور دې چېرې دى؟!

_ څو چې زه راتلم، تر دغه وخته خو د غزني په شلګر كې و.

احمدشاه وويل:

ولې بلې خوا ته روان و، كه څه؟!

_ روان خو نه و، لېكن يو خداى تعالى په يوه حال دى، په انسانانو لاڅه باور دى؟

ځوانان پوه شول، چې ښه خوښ صحبته او خولور سړى دى. بيا يوه وپوښت:

كاكا! څه كار كوې؟

مسافر چې په خربوزه شخوند واهه، ويې ويل:

سملاسي خو دادى خربوزه خورم.

درستو وخندل. احمدشاه وويل:

كسب او پېشه دې څه ده؟!

_ هركاره يم. په هره پېشه كې مې ګوتې وهلې دي. ځكه نو اوس زه هم نه پوهېږم چې د كومې كټوي مساله يم؟

_ مثلاً څه څه كارونه كولاى شې؟!

_ معلمي، ناظري، خټګري، دكانداري، لږ ډېر دړزيتوب، رنګمالي او.. ملايي يعنې امامت.

_ داسې ښكارېږي چې په غريبۍ پسې راوتلى يې!

_ هو! په خوارۍ پسې راوتلى يم. چا رته وويل دلته دې وطنداران اوسي، نو ما ويل لومړى بايد په خپلو وطندارانو حال واخلم. كه مې دلته څه نوك ښخ شو، بل ځاى ته به څه ضرورت وي.

_ اوس دې په دومره كارونو كې كوم كار ته ډډه لګېږي؟!

_ پخوانو ويلي دي په خوارۍ كې اسانه دروېزه ده. كه امامت په لاس راشي، نور هرڅه ورسره كېداى شي.

احمدشاه په داسې حال كې چې كښته پورته يې راته كتل او د ده له شنې لونګۍ، شنو سترګو، سرو وېښتو، خړو جامو يې نظر سرو څپليو ته وښوياوه. ورته ويې ويل:

اتفاقاً زموږ د كلي ملا صاحب په دغو ورځو كې بل ځاى امامت نيولى دى. خداى دې وكړي چې كليوال سره سلا شي، امامت تا ته وسپاري، خو ګومان نه كوم.

_ تاسو مې يوځل جومات ته ورسيخ كړئ، بيا به كه خداى كول، سره جوړ شو.

_ ما چې وويل ګومان نه كوم، له دې كبله مې نه وويل چې سترګې دې شنې دي، يا دې وېښته ژړبخون دي، ما له دې امله وويل چې ستا ناسته ولاړه او د غاړې جامې د امامانو نه دي.

_ د امامت سپينې جامې د خيرات په سپينو روپو جوړېږي، چې څه مې نه وي خوړلي، د څه شي ټېغونه راباندې باسئ؟!

_ ملا صاحب! دا دې نه وويل چې كومه خربوزه ډېره خوږه وه؟

_ اوس چې ورباندې موړ شوم، څه به ووايم. ماړه ته خواړه خوند نه وركوي.

_ ما ويل زموږ دعوه به رافيصله كړې، خو تا هم ځان تېر كړ.

_ زما په عادي امامت پسې څپلۍ وشلېدې، تاسو رانه قضاوت غواړئ.

_ قضاوت خو هم د ملا صاحبانو كار دى.

_ زه خو چې ملا صاحب شم. په محراب كې كښېنم. بيا راشئ وګورئ چې څرنګه فيصلې صادروم؟!

_ يعنې له محرابه ليرې حكم نه كوئ، يا نه كېږي؟

_ كه قاضي له محكمې بهر حكم صادركړى وي، زه به يې هم صادر كړم.

چې دا يې وويل، له جېبه يې ګړۍ وايستله (پخوانۍ وېشټنډ ګړۍ وه) ورته ويې كتل، بيا يې دوى ته وويل:

_ د مازيګر د اذان ټېم دى، كه مو خوښه وي، اوس به خداى ياد كړو.

ټولو ورسره ومنله او د كلي پر لوري روان شول. كلى ډېر ليرې نه و، څلور پنځه سوه قدمه لار وه، چې جومات ته ورسېدل، ملا صاحب خپله غوټه كښېښودله. لومړى اذان ته ودرېد، په ډېر خواږه ږغ يې اذان ووايه، بيا يې لمونځ وركړ. له لمانځه وروسته د ماښام تر لمانځه هلته د جومات په چوتره له څو تنو كليوالو سره كښېناست، كليوالو ملا صاحب ته په حيرت كتل چې كړه وړه يې د ملايانو نه دي، خو لمونځ او اذان يې تر ډېرو ملا صاحبانو خوندور وو، د ماښام له لمانځه چې فارغ شول، له احمدشاه سره د دوى مېلمستون ته لاړ، احمدشاه خپل پلار "حاجي صاحب" ته معرفي كړ. حاجي صاحب روغبړ ورسره وكړ، سره كښېناستل، له يوې خوا بلې خوا سره وږغېدل. طبعې يې سره ولګېدې. حاجي صاحب هم د ملا صاحب غوندې ډېره برخه په بهرنيو هېوادونو كې تېره كړې وه، خو تفاوت يې په دې كې و، چې حاجي صاحب به همېشه د تجارت په سلسله په لويو ښارونو كې اوسېده. ملا صاحب به په خوارۍ پسې په كليو، په ځنګلونو كې ورك و. ملا صاحب هم څو ژبې زده كړې وې، حاجي صاحب هم كله ملا صاحب پنځلس شپاړس كاله طالبي كړې وه، ديوه متوسط ملا په اندازه يې مروج علوم لوستي وو، خو له علمه يې استفاده لږ كړې وه، د حاجي صاحب تعليم لږ و، خو مطالعه يې تر اوسه جاري وه، له ډېرو داسې خبرو خبر و، چې ملا صاحب نه و ترې خبر.

حاجي صاحب د اويا، پنځه اويا كلونو په عمر، له ونې لوړ، په صورت زهير، د لنډې مونډۍ ږيرې خاوند؛ خودداره او زړور سړى و، په سر او ږيره كې يې سپينو وېښتو پر تورو برى موندلى و، كرۍ ورځ به له مېلمنو سره ناست و، په كور كې يې يوه وړه كتابخانه لرله، چې د دوى د خوښې كتابونه، مجلې او رسالې په كې خوندي وې، چې مېلمه به يې نه درلود، په مطالعه به بوخت و، دغه راز يې د نړۍ له پېښو سره ډېره دلچسپي لرله، يوه ترانزيستوري راډيو به يې په خوا كې ايښې وه. د كابل راډيو، د پېښور راډيو، د ډيلي راډيو، مسكو راډيو، بي بي سي او نورې خپرونې به يې اورېدلې، د هر اسټېشن پښتو_ پاړسي او اردو خپرونو ځايونه او وختونه يې يادداشت كړي وو، چې كله به يې كومه مهمه خبره واورېدله، په هغه شپه به يې د دغو ټولو راډيوګانو خبرونه په درې واړه ژبو اورېدل.

ملا صاحب هم د متوسطې درجې ديني عالم و، هم يې د ډېرو سفرونو ډېرې خاطرې او ډېرې تجربې لرلې، د ښه ږغ او ژوندي زړه خاوند هم و. په هند كې يې داسې معلومېده، چې د موسيقۍ لمن يې هم نيولې وه، چې د هر بحر او هر وزن شعرونه به يې په ترنم سره ويلاى شول. په تېره بيا په قوالي موسيقۍ كې، د يوه مجرب قوال په سويه وارد و، چې د حاجي صاحب زړې خاطرې يې ورباندې تازه كولاى شوې.

د حاجي صاحب نظر ډېر ژر ورمعلوم شو، چې له قشري ملايانو يې ښه نه راځي او دى هم فطرتاً سختګير ملا نه و، سره ويې لګېده او په هغه شپه يې د امامت معضله حل شوه، د سحر اذان يې د كلي د امام په حيث ووايه. كليوالو ته د ملا صاحب پوښ او په خبرو كې لاقيدۍ خوند نه وركاوه، ځكه چې دوى سپينه بګړۍ، سپينې ارتې جامې او ورو ورو، شمېرلې خبرې د امامت له لوازمو ګڼلې، چې بيا خبر شول چې ملا صاحب راډيو هم اوري، ټوكې ټكالې يې هم خوښې دي او سندرې لا ګوښي بولي دا چارې يې د امامت توهين بللې. هرڅه ملا صاحب بله دنيا وه، بېل خويونه او ځانګړي عادتونه يې لرل، چې له نورو ملا صاحبانو سره يې ډېر توپير و، خو څرنګه چې حاجي صاحب منلى و، چا څه نه شو په كې ويلاى.

ملا صاحب به د شپې د حاجي په مېلمستون كې و، ورځ يې هم ډېره برخه له حاجي صاحب سره تېروله، ده هم له نړيوالو پېښو سره دلچسپي ښكاروله، خبرونو ته يې ښه غوږ نيوه، نو به يې نسبتاً روغه تبصره هم ورباندې كولاى شواى، نو حاجي صاحب ته تر ده ښه مصاحب په ګرانه لاس ته ورتلاى شو.

ملا صاحب يوه اوونۍ امامت وكړ. د هفتې په پاى كې يې ورته وويل: حاجي صاحب! كه ستاسو خوښه وي، زه به په خپلې كډې پسې لاړ شم، ښځه او ماشومان مې په شلګر كې پرې ايښي دي، نور څوك نه لرم، يو بې پروا ورور لرم، خداى خبر دى چې پوښتنه به يې كوې، ان شا الله تعالى اوومه اتمه به مې كډه راورسوم.

حاجي ورسره ومنله، په كلي كې يې دوه خونې ورته تشې كړې، چې ملا صاحب په كې واړوي. سبا ته ملا صاحب لاړ او په رښتيا اوومه شپه راورسېد، د ملا صاحب دا په پروګرام عمل كول لا د حاجي صاحب خوښ شول، دوه درې جواله غنم، څو باره بوټي او څو سوه روپۍ يې وركړې، چې د ژمي ګذاره يې ورباندې وشي.

ملا صاحب چې كډه ځاى پر ځاى كړه، د ورځې به د لمانځه له وختونو پرته يا په چكر وتلى و، يا به له حاجي صاحب سره ناست و، د شپې ډوډۍ خو به يې اكثر له حاجي سره خوړه، ملا صاحب له پښو ګړندى و، ستړيا يې نه پېژندله، په لنډ وخت كې يې د شا و خوا كليو له اوسېدونكو سره هم وپېژندل. ډېر ياران_ دوستان يې پيدا كړل. بله ورځ يې په نژدې كليو كې له چا څخه يو زوړ او له كاره ولېدلى سايكل په درې شله روپو واخيست او كاله ته يې راوړ. سبا ښار ته لاړ د سايكل نيمګړې پرزې، ټايرونه او نور ضروري سامان يې واخيست، چې راغى، په خپله ورباندې توښ شو فعال يې كړ، روغ سايكل ورته په دوه دوه نيم سوه تمام شو، له هغه وروسته چې به له كوره ووت، كه به جومات ته هم روان و، په سايكل به يې پښه واړوله، كه به د حاجي كور ته ورتلو هم به سپور ورتلو.

ځينو كليوالو حاجي صاحب ته تر غوږ ورتېره كړه، چې د ملا صاحب به پر نور هرڅه برغولى كښېږدو، دا سايكل سواري يې د يوه امام له شان سره نه وايي، موږ به يې څه كوو، هسې نه چې تاسې ورپورې سپك شئ!

حاجي ورته وويل: تاسو څومره خطا وتلي ياست؟! ايا امامت بس تيار خوري، لټي او له ژونده لاس اخيستلو ته وايي؟ چې يو بېعلم او ناپوه انسان د ژوند له شېرازيو استفاده كولاى شي، يو عالم دې ولې ترې بې برخې وي، سايكل د تلو راتلو يوه وسيله ده، كه ملا صاحبان ترې استفاده وكړي، څه بدي به ولري؟ تاسو دنيا نه ده ليدلې، د نورو وطنوالو امامان موټرونه لري او په خپله يې چلوي.

_ ملا بايد دروند او ناست سړى وي. دى په يوه منډه شا و خوا كلي درست راغواړي، اوس چې د سايكل خاوند شو، اوس به يې لكه د چوتي يو ځاى هم كرار نه وي.

_ تاسې يوه بې لاس او بې پښو بنيادم ته عالم واياست او د امامت وړ يې ګنئ، حال دا چې چينجي او ماران نه عالمان دي، نه انسانان، انسان چې څومره اجتماعي وي، څومره چې يې اجتماعي روابط پراخ وي، هغومره ښه وي.

_ له يوه ملا امام سره نه ښايي چې د جومات په خوا كې لګيا وي، مستري توب كوي او يا سايكل ته باد وركوي.

_ بيا هم درته وايم، تاسو ته تيار خواره، لټان او د ژوند له چارو بېخبر او بې پروا خلك عالمان ښكارېږي، حال دا چې داسې نه ده. دا چې ملا له يوه زاړه او له استفادې وتلي سايكل څخه د استفادې وړ سايكل جوړ كړ، دا يې عيب نه دى، دا يې كمال دى، كمال ته په سپكه سترګه كتل ناپوهي ده. كاشكې زموږ عالمان په تخنيكي چارو هم پوه واى.

حاجي صاحب په دې توګه هم په كلي كې، هم له كلي بهر د ملاصاحب مدافع و، نور نو ملا صاحب په هېچا اړ نه و، دا چې د حاجي تاييد ورسره و، كافي يې ګڼله، نوره يې خپله ژبه هم د ډم تر بياتي كمه نه وه، د هرچا ځواب يې ويلاى شو، ملا صاحب كه د چا ښه اېسېد كه بد، د حاجي له سترګو يې په شا و خوا كليو كې هم احترام كېده، چې په كوم غم يا ښادۍ كې به له حاجي صاحب سره كوم كلي ته تللى و، په ګرانه به نورو امامانو د تلاوت يا نورو خبرو وار ترې نيو. هم يې اواز ښه و، هم په تجويد پوهېده، هم يې په سفرونو كې ډېرڅه ليدلي او اورېدلي وو. د ژوند په هر اړخ كې يې تر نورو ډېرې تجربې او ډېر معلومات لرل، په هند او پاكستان كې يې په لويو غونډو كې ډېر نامتو خلك له نژدې ليدلي وو، د لويو عالمانو له خولې به يې نقل قول كاوه. د وينا چل هم ورتلو، كه كله به يې په خبرو كې يو نيم طنز هم نغښتى و، چې په خړو جامو كې به يې له سپين روبو ميدان ووړ، خو څرنګه چې په خبرو كې به يې د اردو او ورسره انګرېزۍ لغتوته هم له خولې وتل، خلكو ته به شك ورولېده، چې هسې نه د ملا په عنوان كوم وظيفه دار پېرنګى نه وي. د شا و خوا ملا صاحب نو هم سپي ښه نه ورته غپېدل، خو په پردي ملا د چا څه كار دى؟ هغه هم د حاجي صاحب په ملا، چې هم منلى مشر و، هم تر دوى ټولو هوښيار او باخبره سپين ږيرى. نو په ښكاره يې څه نه ورته ويل، پټ غاښ چيچى يې ورته حتمي خبره وه. په تخريب پسې يې درست ملايان يوموټي شوي وو، د حاجي صاحب كليوال هم غولۍ غولۍ كېدل، خو حاجي د ملا صاحب په كوټه ولاړ و، د ملا صاحب له هېچا هم سترګې نه سوځېدې، هېڅ مجبوريت يې نه محسوساوه، چې خپل وړ بدل كړي، ځكه چې حاجي صاحب په دغه ډول ډيس او دغه خوى خصلت خوښ كړى و. حاجي صاحب ايله د خپلې خوښې ملا موندلى و، داسې امام چې هم امامت كولاى شي، هم په خبره پوهېږي، هم يې مجلس ورسره تود وي، هم يې يار وي، هم مشاور.

كه به كله حاجي صاحب له چا سره په خبرو د كومې راډيو د خپرونې وخت هېر كړى و ملا صاحب به خپله ګړۍ راوايستله ورته وبه يې ويل:

حاجي صاحب! د پلانۍ راډيو د اردو خبرونو د خپرولو ټېم دى. حاجي به ژر خپلې ګړۍ ته وكتل او بيا به يې په مطلوب سټېشن پسې د راډيو ستن وګرځوله. بيا به دواړو خبرونو ته داسې غوږونه نيولي وو، چې تا به ويل د كومې ورځپاڼې لپاره خبرونه ثبتوي. د هرې راډيو پاړسي، اردو او كه به يې پښتو خپرونه هم لرله، پښتو خبرونه به يې هم اورېدل، چې دا مكررې خبرې به د احمدشاه او نورو لپاره ډېرې ستومانوونكې وې، خو دوى دواړه نه ورباندې ستړي كېدل، نو حاجي صاحب د خبرونو تږي موندلي وو، له دې امله هم ورسره خوښ و.

د حاجي صاحب دستور و، چې هره ورځ به سهار له كوره راووت، كه به يې څه خاص مېلمانه نه لرل، يو چكر به په خپله مځكه راوګرځېد، خپلې كروندې به يې تر نظر تېرې كړې، په خپل باغ به يې حال واخيست، بيا به تر ماسخوتنه په مېلمستون كې له مېلمنو سره ناست و، چې تېر ماسخوتن به كور ته لاړ، ملا صاحب به يا له راډيو هندي سندرې اورېدې، يا به يې د احمدشاه په غوښتنه په خپله ورته قوالۍ سندرې ويلې، هغه هم اكثرې پښتو قوالۍ. چې له دې امله د احمدشاه هم ورسره جوړه وه.

احمدشاه د حاجي صاحب مشر زوى، له ونې ميانه، په كړه وړه متناسب، په عمر دېرش كلن، د دوو زامنو پلار و، څو جوماته درس يې ويلى، له ليك لوست سره اشنا و. خو د مطالعې شوق يې نه درلود. له كتاب او سياست سره يې نه لګېده، ژوند يې په لوبو، ټوكو او مېلو تېراوه، له موسيقۍ سره يې ډېره جوړه وه، فلمي سندرې يې خوښېدې، د هند مشهور سندرغاړي يې ناليدلي درست پېژندل. ملا صاحب ته د احمدشاه ذوق معلوم شوى و،د هغه د زړه ساتنه يې هم پر ځان لازمي ګڼله.

د ژمي اوږدې شپې يې په خوشحالۍ سره تېرې كړې، د كليوالو او نژدې شا و خوا خلكو حساسيت هم له ملا صاحب سره كم شوى و، نور يې چا په خړو كوچيانيو جامو او سايكل پورې څه نه ويل، خو د ملا صاحبانو پټ تبليغ لا ورپسې روان و.








(2)

د وري د مياشتې هم ډېره برخه وتلې وه، د بادامو ونې په شګوفو كې پټې وې. واښه داسې راټوكېدلي وو، چې تا به ويل مځكه په زرغونه سمندر كې غوپه شوې ده. رېديو له بامونو دېوالونو سرونه راځوړند كړي وو، د مځكې د مخ ننداره يې كوله، د تازه څوړمني له فيضه وطن د ښايست نندارتون و. هرځاى سبزه، هره خوا ګلونه او هر طرف ښايست.

ملا صاحب به كرۍ ورځ په باغونو، كښتونو او كله لا په دښتو كې داسې ګرځېده، لكه د پسرلي ستړې وږمه چې ارام نه پېژني. تا به ويل د شاتو مچۍ ده، د خپلو تصوراتو كندو ته شات ورټولوي. كله به يې په سايكل پښه واړوله، د غره لمن ته به يې ځان ورساوه، وچ غره ته به يې كتل، چې د موسم لورېينې سره او زرغونه شالونه ورباندې اچولي دي، د رنګين څوړمني نندارو يې ابي سترګې نورې هم ورروڼې كړې او په زړه كې به يې د حسن پرستۍ خاموشې جذبې بيا راپارولې وې.

ژړ مازيګر و، د لمر وروستيو شغلو د تاندو ګلونو تندي ښكلول او تر سبا يې په خداى سپارل. ملا صاحب د كلي خوا ته پر يوې ښكلې غونډۍ ناست و، د مځكې او اسمان د ښكليو خداى په امانۍ ته يې كتل. په دغه وخت كې له كلي څوك ورپسې راغى او په ملا صاحب يې زېرى وكړ چې د ورور كډه يې راورسېده. ملا صاحب اوچت پاڅېد، په منډه له غونډۍ كښته شو. پر سايكل يې پښه واړوله، كور ته روان شو، چې ور ورسېد، په رښتيا شرف الدين له خپلې كډې او ماشومانو سره رارسېدلى و. ملا غېږ ورته پرانيستله، شرف الدين يې په غېږ كې ونيو، په مينه يې روغبړ وكړ، بيا يې له ورېندارې سره پوښتنه وكړه او ورېرونه يې ښكل كړل، له حال احوال يې سره وپوښتل.

شرف الدين ورته وويل: ملا وروره! څه به درته وايم؟ يوه خو وايي چې دوه پك هغه هم سره ورك، نه زه له تا پرته څوك لرم، نه يې ته لرې، درپسې راغلو، بله خبره دا ده چې په ژمي "دامان" ته لېښل راڅخه پاته شوي وو، په "شلګر" كې خوله باد ته نه نيول كېږي. كډه مې راواخيستله، ما ويل دلته به ګوندې د خلاص مټ څه كار روزګار پيدا كړم.

ملا وويل: زما زړه هم تاسې ته درختلى و، ډېر دې ښه وكړل، دا ځاى د كار او غريبۍ ځاى دى، كه څوك همت وروړاندې كړي، هر كار دلته پيدا كېږي، هر چا ته د خپل كار، خپل همت او خپلې پوهې په اندازه ګټه رسېداى شي.

_ دلته به زه څه وكړاى شم؟!

_ كه نور هېڅ نه وي هغه د "دېرې" په شان كه دلته هم په كليو پنډې وګرځوې، خامخا دومره څه په كې درپاته كېږي، چې ګذاره دې ورباندې وشي. خو ته صبر كوه ساه به دې جوړه شي، څو ورځې به شا و خوا ځان بلد كړې، ماته ګوډه پاړسي به زده كړې، بيا به چورت په كې ووهو.

_ ماته ګوډه پاړسي دې ياده كړه، ولې دلته پښتانه لږ دي، كه څرنګه؟!

_ پښتانه خو تر نورو ډېر دي، خو دا زموږ شا و خوا كلي وزبك او تركمن ډېر دي او له دوى ښه ګټه كېږي، وزبكان او تركمنان هم لږ لږ په پاړسي پوهېږي.

_ نو تر هغه وخته به څه خورو؟

_ تر هغه وخته خو دې زه نه يم خوړلى! زما او ستا وېش چا كړى دى؟ خوره، څښه، حساب مه منه!...

دوى لا په دغو خبرو سره ږغېدل، چې د حاجي صاحب نوكر ورته ودرېد او ورته ويې ويل: ملا صاحب! حاجي صاحب وويل ته او ورور به دې راشئ د ماښام ډوډۍ به زما سره وخورئ.

_ ډېره ښه ده، چې د ماښام لمونځ وكړو دربه شو.

شرف الدين ملا ته وويل: دا ستا حاجي عجيب ښه سړى نه دى، موږ لا پوره پوښتنه نه ده سره كړې، ده بيا مېلمستيا ته وبللو؟!

_ حاجي صاحب يو سخي سړى دى، هغه ته خداى لوى زړه وركړى دى، هره ورځ يې په حجره كې لس دوولس تنه نابللي مېلمانه ناست وي. زموږ غوندې خلكو مېملستيا ورته څه خبره نه ده، اوس به ستا له راتلو خبر شوى وي، ځكه يې وروبللو.

_ خير و، كراره وه، سبا بل سبا يې هم وربللاى شوو.

_ ما ورته وويل چې د حاجي صاحب لپاره دوه درې مېلمانه څه تشويش نه پيدا كوي، په تياره ډوډۍ يې وربللي يو، ممكن يا به يې تا ته سودا وه چې ودې ويني. يا به يې دا فكر كړى وي، چې په دې ناوختۍ كې به زه ستاسو لپاره څه سرشته نه كړاى شم. ستا بار به يې زما له اوږو كوزاوه. په هر حال، د ښه نيت خاوند دى، خداى دې اجرونه وركړي. ډېر انتظار يې بايد پرې نه ږدو.

له دې خبرې سره پاڅېدل، جومات ته ورسېدل، له لمانځه وروسته د حاجي مېلمستون ته ورغلل. اتفاقاً حاجي په هغه شپه نور مېلمانه هم نه لرل. حاجي ورپاڅېد روغبړ يې ورسره وكړ، چې سره كښېناستل، له يوې خوا بلې خوا يې شرف الدين ور وږغاوه. بيايې ورته ويل:

ښه دې وكړه چې راكډه شوې، دا د كار او غريبۍ وطن دى، دلته هر وخت كار_ كسب موندېږي، چې سړى همت وروړاندې كړي، وږى نه پاتېږي. خداى پاك رازق مطلق دى، خو زه ستا وسيله، ته زما وسيله، بندګان يو په بل چلېږي. دا وعده دركوم چې كه تا كار ته اوږه وركړې، دلته نژدې د كور په خوا كې له ما څخه هم نه وزګارېږې، بېغمه اوسه.

له ډوډۍ وروسته يې هم څه مجلس سره وكړ، كله چې رخصت شول، په لار كې شرف الدين وويل:

دا خو عجيب ښه سړى و، هلته د دامان د خوا و ډېره ګان خو په اسمانونو كې ګرځي، مځكې ته وايي چې ته رالاندې ځه، چې ورشې، دى به په كټ كې غځېدلى وي، ته به په خاورو كې ورته كښېنې او خوښ به لا هم يې، چې خبرې دې اوري. حاجي صاحب ته هم خداى پاك ډېر جايداد وركړى دى، لوى زميندار دى، بلكې تر ډېرو هغو وډېره ګانو يې ژوند ژواك په سل چنده ښه دى. بيا هم له موږ سره پر يوه توشك ناست و، نه يې تر چا ځان لوړ باله، نه يې له چا د لاس مچولو تمه لرله:

_ خبره دا ده چې هلته د مغلو دوران تېر شوى دى، چې د سيمې خلك به يې سيالان نه ګڼل، بلكې خپل بندګان يې بلل، بيا ورپسې يوه يوه نيمه پېړۍ د پيرنګيانو باچهي وه، چې له صاحبانو (پيرنګيانو) پرته راجګان، نوابان، خانان او وډېره ګان هم د هغوى نازولي وو. هغوى يې د ولس پر څټونو ورسپاره كړي وو، ځكه هلته دومره توپير موجود وو. دا وطن د افغانانو دى، تل يې خپله باچهي وه، كه يې خان دى، كه ملك دى، كه وزير دى، كه باچا دى، درست افغانان دي او د دې ولس هډ وزر ګڼل كېږي. دلته چې څوك ځان تر نورو پورته ګڼي، يا له نورو ډېر ټيټېدل غواړي، هغه نه شي چلېدلاى.

چې څو ورځې ووتلې، شرف الدين شا و خوا مطالعه كړې وه، د حاجي ناظر ورته ترځان بېكاره ښكاره شو، ملا ته يې وويل:

د حاجي ناظر خو زما په خيال د دوو خرو وربشې هم نه شي وېشلاى، يو سوړې بوړې سړى دى، نه په څه پوهېږي نه څه ترې جوړېږي. بېډۍ يې ميره شوې ده، چټ ګرځي، غوا نه پيايي، تش په توره باټي كلا خان شوى دى. هم يې قدر كېږي، هم مفته تنخواه اخلي. خوښه دې نه ده چې د حاجي په پوست ورننوځو او دا ناظري ترې ګوتو ته كړو، د كرارې كار دى، پنځه واړه ګوتې به مو په غوړو كې وي.

_ اوس لا نوى راغلى يې، نه د حاجي له خوى سره اشنا شوى يې، نه دې د دې سيمې بزګري ليدلې ده، نه د بزګرانو لارې چارې درمعلومې دي، اول به يې حاجي ونه مني، كه يې بيا ومني هم ته ورته جوړ نه يې، صبر وكړه، چې ښه بلد شې، سترګې دې سمې وغړېږي بيا به مټې ورته ونغاړو.

_ ناظري لا څه كمال دى؟ چې څه حاجي راته وايي هغه به بزګرو ته وايم، چې بزګران په څه كار توښ وي، حال به يې حاجي ته راوړم، دا شوه ناظري، هغه هم ښه ناظري.

_ لامبو هم سړي ته په اول نظر دغسې ښكارېږي، چې سړى بل ته وګوري، چې څرنګه پر اوبو ځان وغوړوي او بيا څرنګه لاسونه او پښې ووهي، د دوو ټكيو خبره ده، خو چې د رښتيا ځاى راشي، دومره هم ساده عمل نه وي، ډېر په كې ډوب شوى دى.

_ يو خو مې د تا دا ناباوري نه خوښېږي، ناظري دې هم د ملايي غوندې راته ګرانه كړه. چې په شل كاله سبق به زده كېږي، درته وايم چې بې ګودره نه ګډېږم. ډېر سوچ مې په كې وهلى دى، ته ولې ما دومره بې خولې، بې ژبې ګڼې؟!

_ زه ستا لپاره وايم هسې نه چې سبا په كې خړمخى شې، صبر كوه د مراد مېوه په صبر پخېږي.

_ ته لاس په كار شه، حاجي په تا باوري دى، ما په خداى وسپاره، كه خداى كول نه به راباندې شرمېږې.

_ بيا هم درته وايم، كه ډېر نه وي يو كال غاښ وچيچه، د ناظرۍ چارې څاره، كه دې بيا هم ناظري خوښه وه زه درته ولاړ يم.

_ په رښتيا چې ملا يې، ملايان ډېر ډارن خلك وي، لوټه به ورته پېچومې ښكارېږي.

_ كه لوى ملا نه يم، ووړ ملا خامخا يم، خو له ملايي سره جهان ديده هم يم، ډېر وطنونه مې ليدلي او هر كار ته مې لاس اچولى دى. د تجربې له مخې درته وايم، د ډار احساس مې نه درږغوي.

له كافي بحث وروسته شرف الدين قانع شو، چې څه موده نور هم غور ورباندې وكړي. له هغې ورځې وروسته به يې د ناظر كار كسب ته په دقت سره كتل، چې له وظايفو يې پوره خبر شي.








(3)

ملا صاحب لا په شلګر كې د خپل كلي ملك ته خپل نوم وركړى و، ملك لګيا و خپل قوم ته يې د ناقلينو په توګه مځكې غوښتې، په دغو ورځو كې يې كار له پاسه راخلاص شوى و، فرمان يې راوړ، ملا ته يې خبر وركړ، ملا ورغى څو ورځې د املاكو په مديريت او مستوفيت كې كښته پورته سره وګرځېدل، مځكې د ارچې په پاى كې پاته وې، هغه وروښودل شوې، دوى ورباندې قناعت وكړ، ملك لاړ چې كډې راولي. ملا صاحب خوشحاله كاله ته راستون شو، چې د ملك- پټي خاوند كېده.

مياشت به لا نه وه وتلې چې كډې راورسېدې، څرنګه چې د كورونو د اړولو لپاره په ارچې كې ځاى نه و، چا په امام صاحب او چا په چاردره كې واړول. ملك (چې اوس به دوى وكيل صاحب باله) بيا پايڅې بر وهلې چې مځكې وروسپارلې شي، په لږو ورځو كې يې مځكې ورجريب كړې، هر چا پر خپله مځكه قبضه وكړه، ملا صاحب ته هم شل جريبه ابي مځكه ورجريب شوه، ملا صاحب تر خپلې مځكې پوله وګرځوله، چې له نورو سره ګډه نه شي. بيا د بزګر په تلاش كې شو چې د كرنې لپاره يې وروسپاري، په نژدې كلي كې يې بزګر هم وموند، مځكه يې ورتسليم كړه.

ملا صاحب د خداى تر كوره خوښ و، چې په تېر عمر كې يې مځكه موندلې وه، په هفته كې به يو ځل په خپل زاړه سايكل سپور درته راغى، پر مځكه به وګرځېد، د بزګر كار به يې وليد، له بزګر سره به د هغه په كور كې كښېناست، چاى او ډوډۍ به يې ورسره وخوړله، د بزګر خبرې به يې واورېدې او خپل نظر به يې هم وروښود، بيا به ترې لاړه شپه به يې امام صاحب ته ورسوله. په امام صاحب كې يې هم ځينې وطنداران پېژندلي وو، له هغوى سره به يې شپه تېره كړه، په سبا به بېرته چاردرې ته وخوځېد. د چاردرې د ارچې تر پايان ابه لږه لاره نه وه، د موټر د خاوند به هم په هغو كوړو نااوارو لارو وارخطا و، خو ملا صاحب ته هواخوري وه.

د شرف الدين هېڅ كار ته ملا نه ټيټېده، د ناظرۍ خوبونه يې ليدل، ځان، كور او اولاد يې په ملا تاوان وو، خو پټ به په زړه كې ورته پسخېده چې ملا ځان ته امامت پيدا كړى دى، مځكه يې هم لاسته كړه، د ده په غم كې نه دى، دا فكر نه كوي چې دى به څه كوي؟ حاجي د ده هره خبره مني، خو دى دومره نه كوي چې د ناظرۍ خبره تر غوږو ورتېره كړي...

يوه ورځ حاجي صاحب له شرف الدين څخه پوښتنه وكړه:

كله چې ملا صاحب وكيل ته خپل نوم وركاوه، تا ولې نه وركاوه، اوس به تا ته هم شل جريبه مځكه دررسېدلې واى؟!

_ ملا زورور سړى دى، ډېر يې له مخه كېږي.

_ دا څه د زورورۍ خبره نه ده، ما چې له ملا صاحب څخه پوښتنه كړې ده، تر اوسه يې ټول ټال دوه دوه نيم زره افغانۍ ورباندې لګېدلې دي. داسې معلومېږي، چې ستاسو وكيل سم سړى دى، بس د مصرف پيسې يې ټولې كړې دي، دومره روپۍ خو به دې په لږ زحمت هم پيدا كړې وې، نورې منډې به هم وكيل درته وهلې.

_ حاجي صاحب! يوه خبره دا ده چې زما له مځكې سره نه لګېږي، بله دا چې د ملا مځكه كه نن وي كه سبا وي، زما ده، نو څه سر خوږوم؟

حاجي په تعجب ورته وويل:

د ملا مځكه څرنګه ستا ده؟!

_ملا خو به تر قيامته نه وي ژوندى، زوړ سړى دى مري به، چې مړ شي ميراث خور يې زه يم، ما ته راپاتېږي.

حاجي په ورټ وروكتل، بيا يې وروته وويل:

يعنې تا پخه راوړې ده، ته به نه مرې؟!

_ ټول مرو، له مرګه خلاصون نه شته، زه به هم مرم، خو تر ده ډېر كشر يم.

_ مرګ په ځوان، په زاړه نه دى، څه پوهېږې چې ته به له مخه مرې كه دى؟!

_ كه زه تر ده مخته شم، دى زوى نه لري، بيا به هم زما اولاد ته پاتېږي، څه زه، څه مې زامن.

_دا درته وايم چې په ژوند اعتبار نه شته، په اولاد هم مه غره كېږه. خداى پاك ته هرڅه اسان دي، دا دې ډېره بده خبره وكړه، ملا له تا سره ځان خوري، تا يې ميراث ته اړولى دى. په دې خوښ يې چې زوى نه لرې، ډېر مې زړه درڅخه تور شو.

شرف الدين چې د حاجي صاحب ناظري ته وړه كړې وه، پوه شو چې د حاجي خوا راڅخه وګرځېده. ژر يې خبره واړوله، ويې ويل:

حاجي صاحب! ما هسې ټوكه كوله، په دې توګه مې خپله ناپوهي پټوله، كنه نو زه نو له ملا پرته څوك لرم، چې ملا نه وي زه څه يم، مځكه دې اور واخلي، مځكه به څه كوم؟

_ داسې ټوكې له بده زړه راوځي.








(4)

شرف الدين له يوې خوا د حاجي په رموز پوه شوى و، چې له ده څخه يې بد راغلى و، له بلې خوا به يې كتل چې په ملا يې سخته خوا بدېږي، هيلې يې نوره هم ساه واخيسته، چې ګوندې د ملا خبره پر مځكه نه ورغورځوي، په ملا پسې شو چې د ناظرۍ خبره ياده كړې، ملا مجبور شو په مناسب فرصت كې يې ور وزونګوله.

حاجي ورته وويل:

شرف الدين دى مه رايادوه، نه انسان دى، نه د انسان له څنګه تېر شوى دى، څوك چې د ورور مرګ له خدايه غواړي، د ميراث لپاره د ورور د ژوند شپې ورځې شمېري، هغه به د بل څه خير وغواړي؟!

_ حاجي صاحب! نه پوهېږم څرنګه داسې فكر كوئ؟!

حاجي صاحب د شرف الدين كيسه واوروله.

_ شرف الدين زما يكي يو ورور دى، ګومان نه كوم چې دومره به زما په ژوند پكو وي، خو دومره عرض كوم چې له خولې چړپن سړى دى. كله كله يې چړپ شي تر خولې يې دغسې بېځايه خبره راووځي.

_ زما داسې چړپن ناظر نه دى په كار، چې سبا يې په خوابدۍ شړم، خير يې په دې كې دى، چې له سره يې ناظر نه وټاكم.

ملا پر دې خبرې برغولى كښېښود، بله موضوع يې رامنځته كړه، چې د حاجي پام په بله كړي. دا معامله يې كوم مناسب وخت ته پرېښوده.

څو ورځې ملا صاحب دا خبره نه يادوله، په ناظر پسې يې څار كاوه چې عيبونه يې ومومي او بيا د بيزو پرهار ترې جوړ كړي، ګوندې د حاجي تر پام بد شي. چې د ناظر څه سهل انګارۍ ورمعلومې شوې، په مناسب فرصت كې به يې په ډېر چل او هنر د ده نيمګړتياوې د حاجي غوږونو ته ورسولې.

خو حاجي د ناظر په هكله د ملا صاحب خبرې په ډال اخيستې، ده ته داسې ښكارېدله چې ملا د ورور لپاره ترښځ وهي او دېته هم ممكن ورور مجبور كړى وي.

ملا صاحب سربېره پر دې چې د حاجي په خوى بلد و، بيا يې هم له دې خبرې لاس نه اخيست، ټينګه ملا يې ورپسې تړلې وه، چې ناظر راوپرځوي، ناظر هم خبر شوى و، هغه به په ملا صاحب پسې پروپاګند كول، حاجي ته به يې پر ملا خاورې اړولې. خو حاجي په هغه هم پوهېده چې كوم ځاى يې خوږېږي؟

دا مسابقه ډېره اوږده شوه، يوه جانب هم برى ونه موند، نه ناظر له ناظرۍ ووت، نه ملا له ملايۍ.

په مني چې ملا صاحب د زكات غله ترلاسه كړه، ارچې ته لاړ، بزګر ته يې د نوي كال لپاره د تخم غنم وروسپارل، څو ورځې يې ورسره تېرې كړې چې د تخم په شيندلو ډاډه شو، لاړ، حاجي صاحب ته يې وويل:

زه چې اوس د خپل ملك پټي خاوند شوم نه امامت ته رسېدګي كولاى شم، نه د زكات مستحق يم. ښه به دا وي چې تاسو بل امام وټاكئ او زه يو ازاد مصروفيت پيدا كړم.

حاجي ورسره ومنله، بل امام يې وموند، د ملا صاحب كور لا په هغه كلي كې و، حاجي ورته ويلي وو چې څو دې خپلې خونې نه وي جوړې كړي او په خپله خوښه دې كډه نه وي اخيستې دلته اوسه، هېڅ تشويش مه لره، څوك به څه نه درته وايي.

ملا صاحب چې په معقول عذر امامت پرېښود، د حاجي صاحب تر پام نور هم ښه شو، د شا و خوا كليو مشران يې وروبلل او دېته يې جوړ كړل، چې په سيمه كې د كليوالي ښوونځي معلمۍ ته په ګډه سره ملا صاحب پېشنهاد كړي، په دې توګه ملا صاحب په لنډ وخت كې معلم صاحب شو.

چې څو ورځې تېرې شوې، ملا صاحب د ښوونځي چپړاسي ته اوبه خړول شروع كړل، اخر يې پلمه ورته جوړه شوه، هغه يې رخصت كړ او پرځاى يې شرف الدين وټاكه. شرف الدين ته د كرارې كار په لاس ورغلى و، كار يې لږ او معاش يې تر هېڅ ښه و، كه به يې چپه حكمونه كول كه راسته، ملا صاحب به ورباندې سترګې پټولې. ورو ورو سړى زړور شو، په شتمنو هلكانو يې د مياشتې لس لس افغانۍ او په نورو يې د هفتې دوه دوه هګۍ حواله كړې، هر څو ملا صاحب منع كاوه، شرف الدين نه منل. هلكانو او د هغوى مشرانو هم سر نه پسې ګرځاوه، ځكه چې پخواني چپړاسي هم داسې كول، اوس نو د شرف الدين عوايد تر ملا صاحب مخ په ډېرېدو وو، د كلي په څنډه كې يې يوه خونه تشه پيدا كړه او كډه يې وروړه، نور نو د ملا دومره پروادار نه و. ملا هم سر نه ورپسې وګرځاوه.

څرنګه چې ملا صاحب زيرك او له پښو چټك سړى و، په لنډه موده كې له دفتري امورو سره اشنا شو او د معارف ډېر چارواكي يې وپېژندل، چې غرمه به يې ماشومان رخصت كړل، پر سايكل به سپور شو، كندز ته به يې ځان ورساوه، له مفتشانو او د معارف له عمومي مدير سره به يې وليدل، خپل مشكلات به يې ورباندې حل كړل، د هغوى لارښوونې به يې واورېدې، د مازيګر لمونځ به يې كلي ته راورساوه. ملا صاحب په ډېر لږ وخت كې ځان په مدير منلى و، هم ملا و_ هم جهان ديده و_ هم يې څو ژبې زده وې_ هم خوش اوازه و، هم يې د معارف د ترانو لپاره ښې لارښوونې كولاى شوې_ هم په خوله، ژبه ډېره فصېحه او بليغه ورته ښكارېده، هم يې د مسووليت احساس د قدر وړ و، د معارف مدير به ويل:

كاشكې مو داسې يو څو تنه استادان لرلاى. نو چې ملا صاحب به هر پېشنهاد وكړ، منل كېده به. له ملاصاحب څخه شاګردان او د هغوى پلرونه او مشران هم راضي وو، ځكه چې هم يې درسونو ته ښه توجه لرله، هم يې حوصله پراخه ساتله. په ځاى بېځايه به يې نه ترټل، نور دوى څه غوښتل؟ ملا صاحب به د تفرېح په وخت كې د شاګردانو د منډو ترړو او شورماشور مخه نه نيوله. اتڼ يې لا ګوښي ورزده كاوه. د ده ښوونځى په ولايت كې يو نمونه كليوالي ښوونځى شو، چې د معارف مدير به نورو معلمينو ته د دوى ښوونځى ورپه ګوته كاوه او ويل به يې زه دا شان ښوونځي او داسې ښوونكي غواړم.

ملا صاحب چې چاردرې ته نوى راغلى و، په پاړسي پوهېده، خو ژبه يې ښه نه پرې اوښته، ځكه چې د دوى په خواوو كې پاړسي ژبي څوك نه وو، كه وو هغوى هم تر پاړسي پښتو ښه ويله. ده پاړسي په طالبيني كې د پنج كتاب، ګلستان، بوستان، يوسف زليخا او سكندرنامې له مخكې په درسي توګه زده كړې وه، نه په كوڅو او بازارونو كې، اوس چې ورته اړ شو، په لږ وخت كې يې ژبه پرې واوښته، خو د عاميانه لهجې پرځاى به يې ادبي پاړسي په خوله ورتله. پر دې سربېره يې اكثره جمله بندۍ د اردو په شان وه او يونيم د اردو او انګرېزي تورى به يې هم ورګډاوه، له دې امله مفتشانو او د معارف نورو چارواكو ته د ډېرې ژورې مطالعې خاوند ښكارېده. په ظاهره يې ډېر احترام كېده او مولينا صاحب به يې باله. خو چې دى به نه و، مفتشانو او ځينو استادانو به ويل مولينا يې بلا نه دى، د مدير مرستيال خو به لا ويل:

خداى مې دې غاړې نه بندوي، ما ته خو داسې ښكارېږي چې په درست بدن كې به يې يو څاڅكى وينه هم افغاني نه وي، رنګ او كړه وړه به يې لا پر ځاى پرېږدو. په افغانانو كې هم سره، سپين او شين سترګې پيدا كېږي، خو دا له ملايي سره يې كوچيانۍ جامې او په ټكنده غرمه كې شل دوه ويشت كيلومتره په زاړه سايكل لار وهل او دومره فعاليت يې بې څه نه دي، علاوه پر دې له دومره علم سره چې په ډېرو ژبو هم پوهېږي، په يوه كليوالي ښوونځي كې څه كوي؟ حتماً تر كاسې لاندې نيمكاسې شته...

درې درې نيمې مياشتې چې يې په ښوونځي كې ووتلې، د كلنۍ ازموينې وخت راورسېد، له مركزه يې يو مفتش ورسره راوست، د هغه په حضور كې يې په يوه ورځ ازموينه پايته ورسوله، مفتش د معاينې په كتاب كې وليكل:

د محترم مولينا صاحب په توجه د ښوونځي نظم، اداره او تدريسي چارې دومره پرمخ تللې دي، چې سارى يې په كليوالي ښوونځيو كې نه ليدل كېږي، د مولينا صاحب توجه او زيار ته د قدر په سترګه ګورم او په خپلو دندو كې ورته نور هم ډېر برياليتوب غواړم.

كله چې نتايج مديريت ته ورسېدل، له مديريت هم ملا صاحب ته تقديرنامه وركړاى شوه، اوس نو د ژمي پر مخ رخصتي وه، ملا صاحب خپلو پښو ته خلاص شو. له حاجي صاحب څخه يې د كرنې او باغدارۍ څه برسېرن معلومات حاصل كړي وو، په هفته كې به يوځل ارچې ته روان و، چې په خپله مځكه يې عملي كړي، د يوه كوچني باغ د ږدولو نيت يې هم لاره، كابو څلور جريبه مځكه يې ورته بېله كړې وه، د بادامو د نيالګيو مرسته ورسره حاجي صاحب منلې وه، دى هم تر هرڅه بادامو ته ډېر هوسېده، ځكه چې په چاردره كې يې ډېر د بادامو باغونه ليدلي وو او هلته په هند او پاكستان كې د بادامو قدر او قيمت ورته معلوم شوى و. د باغ لپاره په جلا كړې مځكه يې وربشې كرلې وې، وربشې چې څلور ګوتې قدر راپورته شوې د رشقې تخم يې ورباندې وشينده، په دې غرض چې وربشې كله ورېبل شي، ځاى به يې رشقې نيولى وي او دا رشقه خو بيا څلور پنځه كاله اړول نه غواړي، هم به مځكه له حاصله نه وې وتلې، هم به بادام ورسره اوبېږي.

ملا صاحب چې به سايكل د امام صاحب او ارچې پر اوږدو لارو سم كړ، په تصور كې به يې د خپلو بادامو ونې ليدې، چې ګلونه يې راوړي وي، مستوونكي عطرونه يې لټېږي او د ده له حواسو سره يې زړه غوښتونكې لوبې راخيستې وي، له تاندو هيلو سره به په خپل باغ كې ګرځېده، خپلې نازولې ونې به يې ليدې چې د ده د زيارونو او پاملرنو په بدل كې د خپلو شګوفو سپينې ورېښمينې پاڼې ورباندې ښندي.

خپلې بارداره ونې به داسې ورته ښكارېدې چې د ده هركلي ته يې له احترامه سرونه ټيټ كړي وي. زړه به يې په دې قدرشناسۍ باغ باغ شو، بې ارادې به يې د سايكل پايډلونه په بېړه بېړه اړول چې ژر ورورسېږي. بيا به يې د خپلې مځكې ويالې تر سترګو شوې، چې د سرو- ولو سيوري ته غنګۍ وهي. د كروندې په منځ كې به يې خپل چمبر ورښكاره شو، چې د ده په سپينو خونو يې غېږ راګرځولې، له غله غدويه يې ساتي، د كور مخته به يې د اوبو تالاو او د تالاو په غاړو د پنجه چنارونو غټو تنو او د مغرورو څانګو نظر ورباله، چې پر تالاو او د شا و خوا چوتره يې سيورى غوړولى وي او دى په دې ساړه سيوري كې له يارانو دوستانو سره پر كټونو ناست وي، نه د ا خوشامندو ته اړ وي، نه په يوه ګوله ډوډۍ پسې له كوره ورك... په دغو تصوراتو به يې اوږدې كوړې نا اوارې لارې په زاړه سايكل داسې رانغښتې چې تا په ويل په پاخه سړك يې بنز موټر په واك كې وي.

د تېر مني سړو بادونو يې هم د تلو راتلو لاره ونه نيوله، درست كليوال به ورته حيران ول، چې خداى خبر ملا صاحب يې له څه شي جوړ كړى دى، چې نه په ووړي بند دى، نه په ژمي. په دې عمر، په داسې زاړه سايكل او په دومره اوږدو كنډ و كپر لارو چې ځي راځي، نه ستړيا پېژني، نه تكليف احساسوي. د دوى حيرت هغه وخت لا ډېر شو چې واوره واورېده، پر مځكه څلور ګوتې واوره پرته وه، د تالاوونو سرونه كنګل پوښلي وو، له هره كوره د اورونو لوګي رالټېدل او خورېدل.

د ماپښين يوه بجه وه، ملا صاحب سايكل راوايست او د ارچې پر لوري وخوځېد، چې ورته كتل به يې بس يو بنيان او د پاسه يې پرې يوه غزنيچۍ پوستينچه اغوستې وه، وړين لاس ماغوګان (دست كشې) يې په لاس كړې او پشمي جورابې يې له څپليو سره په پښو وې، نور يې هېڅ هم د ځان د پټولو لپاره نه لرل، كليوالو چې هرڅومره ورته وويل چې په دې سپينو واورو او يخه يخنۍ كې مه ځه، خو د ملا صاحب چګ په يوه پښه ولاړ و، هېڅ شي د ده د عزم مخه نه نيوله.

ملا صاحب لاړ، په كندز كې يې خپل ضروريات واخيستل، مخ په حضرت امام صاحب روان شو.

هغه وخت لا لارې كچه وې، په سړك به يې د موټرونو په منډ لار وهله، چې كله به كوم موټر له كومې خوا ورښكاره شو، ملا صاحب به لار ورپرېښوده، چې موټر به تېر شو، بيا به يې سايكل د موټرونو لارې ته راواړاوه، د څلورو بجو شا و خوا د "شيرماهي" دښتې څنډو ته رسېدلى و، لږه لاره پاته وه، چې د امام صاحب ابادې سيمې ته ورټيټ شي، دوو لېوانو مخه ورته ونيوله، دى له سايكله ورته كوز شو، سايكل يې د سپر په شان خپلې مخې ته ونيو، له جېب يې تمانچه راوايستله، مرمۍ يې ورتېره كړه، لېوان سره جلا شول، له دوو خواوو پرې راروان شول، ملا كښېناست يوې خوا ته يې سايكل داسې په ځان راكوږ كړ، چې د ارابو لښتۍ يې د لېوه خوله ورپرې نه ږدي، بلې خوا ته يې خپله اخورۍ تمانچه ونيوله، لېوان ورو ورو ورنژدې كېدل، چې څلور پنځه مترۍ ته يې ورورسېدل، ملا صاحب ماشه راكش كړه، ډز شو، له ډز سره دا يو لېوه وولېد، هغه بل لېوه ته مخ ورواړاوه چې د ده څو قدمۍ ته رارسېدلى و، بېرته دېرش څلوېښت كيلومتره په شا لاړ، بيا يې لېدلي لېوه ته وكتل، راپورته شوى و حملې ته يې ځان جوړاوه، خو په بل فير له ټوپه وولېد، دوهمه مرمۍ پر سم ځاى لګېدلې وه، لكۍ يې ورو ورو ښوروله، تا به ويل چې ورته وايي نور مې مه وله، روان يم درڅخه ځم، ملا پر هغه بل لېوه هم يو ډز وكړ، مرمۍ خطا شوه خو دومره ډېره هم نه وه خطا شوې، له پښو سره يې ورته ولګېده، څرنګه چې نسبتاً ماړه لېوان وو، ډېر كش و كړپ ته يې ډډه نه لګېده، منډه يې واخيسته او ژر له سترګو غايب شو. وخت ناوخت او هوا ډېره سړه وه، ملا صاحب ويشتلى لېوه د زنكندن په حال كې پرېښود، خپل مزله ته يې ادامه وركړه. د ماښام لمونځ يې په اباده سيمه كې د يوه دوست كاله ته ورساوه.

د نوي كال په رانژدې كېدو چې هوا ماته او دښتې زرغونې شوې، په ونو غنو كې د موسم لطف تازه ساه پو كړه، له يوې خوا ښوونځي پرانيستل كېدل، له بلې خوا د باغونو د ږدولو وخت رارسېدلى و، دوه اوونۍ ملا صاحب په ډېرې ستړيا تېرې كړې، چې نه يې ښوونځي ته شا وراړولي شوه، نه يې د باغ پر وژه لورېده، چې نيمګړې پاته شي، په ډېرو منډو او ډېرو تلو راتلو يې دواړه چارې ترسره كړې. د ښوونځي درې مياشتنى سكوت مات شوى و، نوي زده كوونكي تر هر كال ډېر شوي او صنفونه ډك وو، تعليمي چارې په خپل وخت پيل شوې. هاخوا ته ملا صاحب خپل باغ ايښى و، نوره كرونده يې هم بده نه وه. په ويالو يې سرې ولې ايښې، حوض يې كيښتلى او چنارونه يې پرې لګولي وو.

ملا صاحب چې به څومره هلې ځلې كولې، څومره به يې اخلاص كاوه، څومره به يې منډې ترړې وهلې، په هغه اندازه به د شا وخوا خلكو ذهنيت ورته اوښت، راز راز خبرې به يې ورپسې كولې، دى هم خبرېدو چې خلك يې پيرنګي يا د پيرنګيانو ايجنټ بولي، خو سر يې نه پسې ګرځاوه، ويل به يې:

خلك به هرڅه هرڅه وايي

زه د اشنا په غېږ كې چا ليدلى يمه

په ورڅېرمه كلي كې د حسين خان په نوم يو ځوان و، چې ځانته يې يو څه ويل، لږه ډېره مطالعه يې لرله، چې د يوې ورځې په كار پسې به لاړ درې ورځې به يې تېرولې، په ښار كې يې ډېر خلك پېژندلي وو، له ډېرو خولو به يې ډېر څه واورېدل، چې كلي ته به راغى ډېرې نوې نادرې به ورسره وې، كليوالو ته هوښيار او باخبره سړى معلومېده. په هره موضوع كې به يې بحثونه كول، له دې خبرې به يې خوند اخيست چې د چا په خوله كې خبره وروچه كړي، قاطع حكمونه به يې كول، هڅه به يې كوله چې د كوم عالم يا هوښيار سړي په نسبت د نورو په ذهنونو كې شك او شبهه پيدا كړاى شي، ده خپله لويي د نورو په وړېدو كې ليده، چې هر څوك به نوى كلي ته راغى ده به يې خوله بوى كړه، ځانته به يې معلوم كړ چې په څومره اوبو كې ولاړ دى، كه به زيرك، په خبره پوه، خورخولى يا عالم په نظر ورغى له لومړۍ ورځې به يې د هغه د خنثى كولو پروګرام جوړ كړ. لومړى به يې ورسره يارانه جوړه كړه، وږغاوه به يې، په خوله كې به نه ورلوېده، ښه مديان به يې وركړ، پوره به يې وروسپخاوه، چې كمزورۍ به يې ورمعلومې شوې، بيا به يې د نورو په مخ كې هغه خبرې پرمخ ورموښلې، د سړي تول به يې تر وړۍ سپك كړ. له عالمانو سره به يې هم كله كله خبره شاربله چې كليوالو ته دا وښيي چې كه هغه منلى عالم دى، ده ته هم په واړه نظر مه ګورئ. په داسې بحثونو كې به يې كه به ډېر نه و خړې شوې، نورو ته ځان د معلوماتو خاوند معرفي كړي.

كله چې ملا صاحب راغى د حاجي امامت يې ونيو، ده لږ- لږ ځان ورپورې وموښه، خو د ملا صاحب په خبرو يې سر نه خلاصېده، بېرته يې پيڅې ترې ونغښتې، ځانته يې په دې خبرې تسلي وركوله، چې ځه د بل كلي ملا دى، دى پوه شه او امامت يې، لېكن له كله راهيسته چې ښوونځى وروسپارل شو، د ملا صاحب د نفوذ ساحه پراخه شوه، ده د ملا صاحب نفوذ ځانته جدي خطر وباله، بيا يې خپله زړه شېوه ورسره اختيار كړه، لومړى يې ورسره يارانه ټينګه كړه، په پلمه به ښوونځي ته ورتلو چې د ملا صاحب د تدريس په طريقه كې څه خو پيدا كړي، كله به يې مېلمستيا ورته وكړه، له هرې خوا او هرې مسئلې به يې ورږغاوه. څرنګه چې دى حسين خان ته مشكوك او د پردو ايجنټ معلومېده، دغه شان ملا صاحب هم د ده په خوريي ماما كېدو شك اخيستى و، دايې زړه ته لوېدلې وه چې له خولې مې خبرې باسي. په ښكاره يې سوك تر كټوي نه يوست خو ځوابونه به يې په ورين تندي اما په داسې ژبه وركول، چې ورباندې ښاد نه شي. يعنې له شلګرۍ پښتو سره به يې پېښورۍ او ښوڅۍ ګډې كړې، د اردو، پنجابي، سرايكي، بنګالي، برمايي، انګرېزي او عربي مرچ مسگاله به يې هم پرې ودوړول. دا يې ځكه داسې كول چې له يوې خوا حسين خان په خپلو معلوماتو شكمن شي او له بلې خوا څه په لاس ور نه شي. كله به چې حسين خان ورباندې اعتراض وكړ، چې ولې په روانه پښتو ځواب نه وركوي؟ ملا صاحب به ويل:

علمي ځوابونه په روانه پښتو ممكن نه دي، دا ځكه چې پښتو لنډه، تنګه د پوونده ګانو ژبه ده. څرنګه چې موږ تاسو بېعلم خلك يو، ژبه مو علمي لغتونه او اصطلاحات نه لري، تا دنيا نه ده ليدلې، كه دې وليدله، پوه به شې چې زموږ پوهان هم په څه نه دي خبر.

چې سره رخصت به شول، حسين خان به د ملا صاحب ځوابونه تر مطالعې لاندې ونيول. خو هېڅ به هم په لاس نه وو ورغلي. دا به يې ومنله چې په غلبېل كې مې اوبه راوړې دي.

حسين خان صرف دې نتيجې ته رسېدلى و، چې د ملا صاحب پېژندل ګران كار دى، چې ورته ګورې له يوې خوا ډېگر سوړ سړى دى، كه څوك ورته ډېره سپكه خبره هم وكړي، د ده تندى نه ورباندې تريوېږي. ان د مذهب خلاف خبره يې هم نه احساساتي كوي. د ډيموكراسۍ ښېګڼې بيانوي، د ژبې او قلم ازادي غواړي، دا د ملت منلى حق ګڼې چې خپر سرنوشت په خپله وټاكي.... له بلې خوا چې له راډيو څخه قوالي اوري، ورته ژاړي، د پيرۍ مريدۍ پلوى او د پيرانو سخت اخلاصمند دى، د ځينو اولږوو داسې كرامات مني، چې نه په عقل جوړېږي نه يې شرعي جواز شته. كله بابا نانك او ټېګور هم عارفان او د خداى د لارې خلك بولي، كله يې د نظر دايره دومره وړه شي چې باچا خان هم ورته سم مسلمان نه ښكاري. دا روشن فكري او تاريك بېني يې ورته غيرطبيعي ښكارېدل.

يو دوه ځلې يې د نورو په مخكې له ملا سره ځينې خبرې وشاربلې، خو ملا صاحب هم د ده غوندې په بحث كې له يوه شاخه بل شاخ ته الوتل ښه زده كړي وو، حسين خان به خپلو ته خړ شو، ملا صاحب به داسې وښووله چې حسين خان خوار لا په څه كې دى، چې دى ورسره منطقي بحث وكړي، هسې د خولې خوند ورسره ښه كېدى شي، دغو شكستونو يې په زړه اور بل كړى و، په ښكاره يې څه نه ويل، پټ يې د غچ اخيستلو سوچونه وهل، خو ملا صاحب ورسره پالـله او داسې يې ښووله چې د دوى ترمنځ هېڅ نه دي پېښ شوي، چې دې وضعې به حسين خان نور هم پر سرې تبۍ ورته كښېناوه، بالاخره يوه ورځ ولسوالۍ ته لاړ، ولسوال ته يې خپله اندېښنه ښكاره كړه، چې د دوى د ښوونځي معلم په پوست پاك نه دى، ما ته سور پيرنګى ښكارېږي، خو نه پوهېږم چې څه وظيفه به لري؟

ولسوال ته يې د ملا صاحب خويونه خصلتونه بيان كړل او خپل د شك دلايل يې ورسره وويل، خو ولسوال دومره بې فكره سړى نه و، چې ژر له چتې ووځي، ورته ويې ويل:

ما ته هم په پوست پاك نه ښكاري، خو سند په لاس كې نه لرو. ته هم هڅه كوه، زه هم څار ورپسې كوم، چې له اسنادو سره يې ونيسي، دا دلايل چې تا وويل مستند نه دي، هر انسان ضد او نقيض خصلتونه لري، اكثره روشنفكران په يو وړ تياره كې پراته وي، بلكې كه درته ووايم ځانته روشنفكر ويل په خپله يو وړ تاريكي او كم بيني ده.

ولسوال څه فكر وكړ، بيا يې وويل:

موضوع مهمه ده، ته ارتباط ورسره ساته، كېدى شي چې سم يې وپېژنې، چې هرڅه يې درته شك پاروونكي ښكارېدل، ما ورباندې خبره وه، ګوندې يو د بل په مرسته دا ګيدړه له غاره راوباسو.

حسين خان ډېر ځان كامياب باله، چې ولسوال ورباندې اعتماد كړى او دومره مهمه وظيفه يې وروسپارله. د ولسوال په هدايت يې بېرته ملا صاحب ته زړه ورګډ كړ، خو دا ځل يې عزت كړى و چې ملا صاحب ته به ځان بلا شرط تسليم ښكاروي او د نورو په مخ كې به خبره نه ورسره پېچي، چې د ملا باور حاصل كړي او د زړه بوخڅه ورته وسپړي. په دې هيله به يې كله- كله بيا ملا صاحب ته مېلمستيا كوله، دوه په دوه به د نړۍ پر پېښو او د افغانستان پر حالاتو سره ږغېدل، خو ملا صاحب هم كومې وړې سپږې نه و چيچلى، داسې څه يې په لاس نه وركول، چې ښه يې ورباندې وشي.

اخر يوه ورځ حسين خان ورته وويل:

ملا صاحب! كه دې خوا نه بدېږي، يوه پوښتنه به درڅخه وكړم.

_ ولې به مې خوا بدېږي، ډېر خوشحالېږم، چې څوك مې د پوښتنې وړ وبولي!

_ د هر سړي د رازونو قلف په يوې كونجۍ خلاصېږي، چې دا د يارۍ او دوستۍ كونجي ده، يعنې كه څوك هرڅومره هم د خپل باطن په پټولو ډېر ټينګ وي، د زړه يار ته يې څه له خولې وځي، ځكه چې نه ژوند يوازې كېږي، نه په تنها صورت او يوه فكر د ژوند د پېښو مقابله ممكنه ده، خو چې ګورم ستا اندروني حالاتو ته لاره موندل ډېرې كونجيانې او ډېر وخت غواړي، ځكه چې ستا ضد او نقيض عادتونه، متضاد افكار او يو له بله مغاير عقايد له سړي لار وركوي، سړي ته ستا اصلي څېره نه ورښكارېږي، نه پوهېږي چې څه وړ دې تشخيص كړي؟!

_ وروروه! دا يو زه نه يم، هر انسان لكه پياز له پردو جوړ شوى دى، دا پردې دي چې يو شى يې ترې جوړ كړى دى، كه پردې ترې واړول شي، هېڅ به هم نه وي.

_ انسان څه مجبوريت لري چې ځان په شلو پردو كې پټوي؟

_ انسان ځان نه پټوي، بلكې خلقت يې داسې شوى دى، هر سړى لږ يا ډېر د مختلفو عادتونو، اخلاقو، نظريو خاوند دى، چې وخت، زمان او پېښو ورباندې تحميل كړي وي، ځكه يې پېژندل مشكل وي.

- نورخلك به هم د ضد و نقيض خويونو، فكرونو خاوندان وي، خو ستا په شان نه!

_ دا ځكه چې هغوى لږ ګرځېدلي، لږ يې ليدلي، لږ يې اورېدلي وي. تا به د سپېدارو اره شوې ونه ليدلې وي، چې دننه حلقې حلقې يا ستا په قول پردې پردې وي، په تنكي نيال چې كال ووځي، يوه نوې حلقه راګرځېدلې وي، په دوهم كال دوه شي، په درېيم كال درې، دغه شان هر كال يوه حلقه ترې راګگرځي، لسم كال ته يې له لسو حلقو څخه پرېړه تنه وي، انسان هم درست عمر لكه تنكى مهال په هغه يوه حلقه كې نه پاتېږي. بله دا چې انسان د ورېښمو چينجى نه دى، چې په لوى لاس تر ځان تارونه وپېچي. وخت، زمان، مكان، شرايط او ډېر څه انسان په شلو پردو كې نغاړي. دا پټېدل هغسې پټېدل نه دي، لكه ته چې فكر كوې، بلكې داسې دي لكه له يخنۍ چې ځان وپېچي، په داسې پټېدلو كه سړى له نورو پټ شي، له ځانه هم پټ شوى وي. نو حقيقت دا دى لكه ته چې ما په كامله توګه نه پېژنې، چې زه څه يم، څه كوم، څه غواړم... زه هم ځان نه پېژنم.

چې ملا صاحب لاړ، حسين خان اورېدلې خبرې له ځان سره وچڼلې، بيا هم څه په لاس نه ورغلل، چې ولسوال يې سند وګڼي.








(5)

د ملا صاحب ملكې بد اوازه شوې وې. د معارف په مديريت كې له مدير پرته مفتشان، مامورين او ځينې استادان ورباندې بدګمانه ول، په ولسوالۍ كې له ولسواله تر كاتبه درستو ته مشكوك سړى ښكارېده. په شا و خوا كليو كې هم چا ښه خوله نه ترې وهله، په خپل كلي كې يې يو حاجي صاحب لا په كوټه ولاړ و، نو درستو به ويل: ملا نه امامت ته اړ و، نه معلمۍ يا د ارچې مځكې ته، دلته يې معلمي نيولې او هلته يې د مځكې او باغدارۍ پلمه جوړه كړې ده، په دغو پلمو يې د چاردرې، كندز، امام صاحب او ارچې ترمنځ كڼې جار كړى دى، خو خداى ښه پوهېږي، چې څه شى به د چا لپاره اوبي؟

يوه نيم به ملا صاحب د خلكو له دغو اندېښنو خبر هم كړ. ملا صاحب به په سړه سينه ورته وويل:

خداى ته معلومه ده، چې زه څوك يم، څه غواړم او څه مجبوريتونه لرم. د مومن په هكله بدګماني حرامه ده، نور به يې څه نه ويل.

دې ساده ځواب به د هغوى اشتباه نوره هم قوي كړه.

يوه ورځ ناظر حاجي صاحب ته وويل:

په ملا عزيز الدين پسې كليوال ډېرې خبرې كوي، خداى شته زما زړه يې هم مني، چې كه څه په كې نه واى، خلكو به ولې پسې ويل؟

_ څه ورپسې وايي؟!

_ وايي، ملا په پوست پاك نه دى، داسې ښكاري چې پيرنګى وي، كړه وړه، خوى، ژبه، ناسته، ولاړه يې بل شان دي، ورور يې له رنګه توربخون، د تورو سترګو، تورو وېښتانو خاوند دى، دى سور، سپين، د شنو سترګو او سرو وېگښتو څښتن دى، دغسې يې خويونه او ږغېداوې درواخله، نو دابه سړى څرنګه ومني، چې د يوه پلار او يوې مور اولاد دې وي؟

_ وايي: د مور نس بوخڅې بوخڅې دى. بوخڅې يې نورې څه وي؟

دغه وي چې د يوې مور او يوه پلار اولاد به وي، خو هېڅ به يې سره ورته نه وي. كه اولاد خامخا مور او پلارته ورته كېداى، ټول بنيادمان د يوه بابا اولاد يو، اوس به مو سره پېژندل څرنګه؟! بله خبره لا دا ده چې وايي: پلانكى د پلانكي پر مخ ژوندى شوى دى، ممكن كله چې ماشوم د مور په ګېډه كې ساه مومي، يا شكل مومي، هغه وخت كه يې د مور سترګې پر هر چا ولګېدې، ډېره برخه كړه وړه يې هغه ته ورته كېږي، لكه د عكاس كامره، چې عكس اخيستلو ته چمتو كړاى شوې وي، په هغه وخت كه هر چا يا هر شي ته برابره شوه د هغه عكس اخلي. دا يوه پېچلې علمي مسئله ده، چې نه يې زه شرحه كولاى شم، نه ته ورباندې پوهېږې، چې ولې دوه سكني وروڼه دومره يو له بله مختلف پيدا كېږي او غبرګولي بيا وګوره څومره سره ورته وي، چې پېژندل يې سره ګران وي. دا د خداى تعالى حكمت دى، دومره بدګماني ښه نه ده!

_ حاجي صاحب! ته ښه وايې. خداى مو دې نه ورباندې نيسي، خو ځينې نورې خبرې هم شته، چې سړي ته شك وراچوي، لكه دا چې دوى ته ګورو بس دا دوه وروڼه دي، بل نژدې سكنى نه لري، په دوى كې بايد ډېره لورېينه واى، يو په بل ډېر خوږېداى، ډېر سره ګران واى، خو د ملا لا يو څه زړه ورګډېږي، د شرف الدين په اويا رګه يو رګ هم نه ورګډېږي. وينه يې جوش نه ورسره خوري، خلك وايي چې ملا پيرنګى دى، په ده پورې يې لاس نيولى دى، ملا پل غلطوي او هغه بل يې مرستې ته اړ دى، كنه وروري مروري يې نه شته.

_ شرف الدين ما ته هم بې حسه او بې مينې بنيادم ښكاري، ګمان كوي كه ابا مړ شي، پوستين يې پر ده هم جوړ دى. ځانته نه ګوري چې كوم يې كمال، كوم يې سړيتوب، كوم يې عمل دى چې څوك د سړى په سترګه ورته وګوري. اوس هم لكه كورغ د غنمو له رويه اوبه وررسېږي. كه د ملا سترګې پټې شوې، باور نه كوم چې څوك به يې په كلي كې پرېږدي.

ناظر چې د حاجي په نظر پوه شو، ويې ويل:

موږ نو په دومره خبرو نه پوهېږو، د خلكو خبره مې كوله، كنه زما ورسره څه پاته دي، كه مسلمان دى، كه پيرنګى وي، هرڅوك به خپل ځواب په خپله وايي.

_ وايي ډېرې خولې، ډېرې خبرې، خلك چې بېكاره دي، له بېكارۍ د بل عيبونه لټوي، يا عيبونه ورباندې تپي، هوښيارانو دا هم ويلي دي چې له بېكاره خداى بېزاره. حضرت عمر فرمايلي دي، چې: د بېكاره سړي دماغ د شيطان كور دى. تر دې پخه خبره نه شته، بېكاري سړى د بدعملۍ، بدنيتۍ او بدګويۍ لوري ته پورې وهي. بېكاره بنيادم ته نه ښه اخلاق پاتېږي، نه يې مذهبي پابنديو ته پام وي، هر څه چې كوي د شيطان په لمسه يې كوي، ځكه چې دماغ يې د شيطان كور وي، كه د نور شرارت مېړه نه و، نو بدګماني او بدګويي خو اسانه چارې دي، هر سړى به ورته مشكوك او په سلو عيبونو پټ ښكارېږي. په هر چا پسې به ږغېږي او هرڅوك به په نه كړيو جرمونو محاكمه كوي، چې له بده مرغه موږ اكثر بېكاره يو، ځكه په موږ كې د بداخلاقۍ او بددلۍ رنځونه مخ په زياتېدو دي، د بېكاره ولس خبرې په سلو كې يوه هم د منلو نه وي.








(6)

ملا صاحب به چې د حمل په مياشت كې هركله فرصت وموند، د حاجي صاحب د بادامو په باغ كې به يې چكر واهه. د بادامو شګوفو ته به يې كتل، د شګوفو له رنګ او بوى څخه به يې خوند اخيست. تر ګلپوشو ونو لاندې ناسته ولاړه به داسې ورته ښكارېده لكه پر كوم قهرمان چې خلك ګلونه شيندي. موټ موټ غوښه به يې اخيسته، ځكه چې ده هم بادام ايښي وو، په تمه و چې كه ژوند ورسره نامردي ونه كړي، درې څلور كاله وروسته به يې پر سر د خپلو ونو شګوفې زانګي او د خپل باغ تنكۍ څانګې به ورباندې ګلونه شيندي.

ملا ته حاجي صاحب څو سوه د بادامو نيالګي وركړي او ده هم ايښي وو، چې هر كله به ورغى، هر نيال به يې په دقت تر نظر تېر كړ، چې وچ شوى نه وي، مال نه وي خوړلى، ماشومانو نه وي ژوبل كړى...

ملا صاحب د خپلو ارمانونو تر سره كېدلو ته لحظه په لحظه نژدې كېده. بادام يې لګېدلى، رشقه يې بوټېدلې وه، د تالاب كار يې هم تمام شوى و. بس د چمبر راګرځول او درې څلور خونې جوړول په كې پاته وو، په تمه و چې ژر د خپل كور او خپل مستقل ژوند خاوند شي، په خپله مځكه به راګرځي، د خپلو ونو پالنه او پوجي به كوي، خپل كښت ته به ګوري، څومره به بختور وي چې نه په شعبو راګرځي، نه د امرانو خوشامندي كوي، نه د ولس اېرغندي تېر غندي اوري. فكر به يې كاوه چې له خيره سره د سږكال حاصلات ورټول كړي، اميد دى چې دومره څه ورپاته شي، چې يو ووړ چمبر او په كې درې څلور خونې د ځان او شرف الدين لپاره جوړې كړي، بيا به وركډه كېږي او ټول طاقت به مځكې او باغونو ته وقف كوي. معلمي به يې په باچهۍ بدله شي. خو شرف الدين په بل خره سپور و، ورځ په ورځ يې ذهن له ملا صاحب څخه فاصله نيوله، وربوز يې ورڅخه كږېده، خبره يې دې حد ته ورسوله، چې كله به د جومات امام نه و او ملا صاحب به مخته شو، ده به ورپسې اقتدا نه كوله، چې دې عمل يې د خلكو شكونو بيا په پښو ودرول، سره ويل به يې كه ملا په رښتيا پيرنګى نه وي، اشرف الدين ولې ورپسې لمونځ نه كوي؟

په ملا پسې دا ډنډوره هم له كلي ووتله، په سيمه كې خوره شوه، ځينو ملا صاحبانو او معلمانو هم ورسره غبرګې كړې، حسين خان بيا ولسوال ته راپور وركړ، ولسوال كه څه هم په هوايي خبرو پسې نه ګرځېده، د مستندو دلايلو په لټه كې و، خو مسلسلو او طلاعاتو دېته اړ ايست، چې يوه ورځ له ملا سره وګوري او په ډانګ پېيلې خبرې ورسره وكړي.

په دغو ورځو كې ملا صاحب د ښوونځي د كارونو په سلسله كې ورغى، ولسوال لاندې باندې ورته وكتل، بيا يې ورته وويل:

رښتيا خبره دا ده چې ما ته هم افغان نه ښكارېگږې! د خلكو خبرې بې څه نه دي.

_ خلك مې څه ګڼي؟

_ خلك دې انګليس ګڼي!

_ خو ته يې نه منې، كه څرنګه؟

_ ما درته وويل چې ما ته هم افغان نه ښكارې.

_ دا په خوله واياست، كه مو زړه هم دا منلې چې زه انګرېز يم؟ اوس به زه نه وم درته ولاړ، بلكې ته به مې په خدمت كې ولاړ وې!

ولسوال په دې خبره تاو راتاو شو، څه شېبه يې فكر وكړ، بيا يې ورته وويل:

ښه وايې، حقيقت هم داسې دى، په رښتيا كه ته انګليس واى، اوس به دې احترام كېده، يو انګليس څه مجبوريت لري، چې دومره ستونزو ته ځان وركړي، زموږ لا څه پټ دي، چې د دوى جاسوس راشي؟ مهرباني وكړه، كښېنه!

ملا صاحب كښېناست، ولسوال معافي ترې وغوښتله، ولسوال كار ورخلاص كړ، ملا صاحب خصت وغوښت، هغه ورته وويل:

ملا صاحب كله- كله راځه چې سره كښېنو.

چې ملا صاحب ووت، ولسوال بيا فكرونو په مخه كړ، ځان ورته ګرم ښكاره شو، چې بې دليله يې ملا صاحب ته ويلي وو، چې ما ته هم افغان نه ښكارېږي، بيا يې د ملا صاحب ځواب ورپه زړه كړ، چې ”كه دې زړه هم دا منلاى، چې زه پيرنګى يم، اوس به زه نه وم درته ولاړ، بلكې ته به زما په خدمت كې وي“. فكر يې وكړ چې د يوه مشكوك ملا دا ځواب هم يوه برحال ولسوال ته د يوه افغان ځواب نه دى. يو محكوم افغان چې دا يې منلې ده چې د دوو ورځو حاكم د سلو كلونو كور ورانولاى شي، كله داسې خبره كوي، دا خبره د اروپايي ذهنيت زېږنده ده. بله دا چې يو پښتون چې بيا ملا هم وي، په داسې تور ډېر ژر سره اوړي، حال دا چې دى ډېر بې تفاوته او په خپلو اعصابو مسلط راته ولاړ و او داسې په تكيه ږغېده، لكه چې هېڅ تور نه وي ورباندې لګېدلى، په هر حال، سړى هم سړى دى، بايد څار ورپسې وشي، خو په حوصله؛ بايد تعقيب شي، چې څه كوي او اصلي هدف يې څه دى؟...

ملا صاحب د لارې خشوى نه و، د ولسوال شك يې د خطر زنګ وباله، فكر يې وكړ كه پېڅي ترې ټولوي. د هغه شكونه به يې نور هم زيات كړي وي، كه ډېر ورځي، هغه هم بې ضرورته د شك موجبې دي، بهتره به دا وي چې د ښوونځي په امورو كې څه ابتكاراتو ته لاس واچوي او په هره مسئله كې د ولسوال نظر اخيستلو په پلمه ژر ژر ورسره وګوري، په بيا بيا صحبت يې ګوندې شبهې رفعه شي.

درې څلور ورځې وروسته بيا په يوه پلمه ورغى، ولسوال ورسره دېره ښه وضعه وكړه، ورته ويې ويل:

ملا صاحب! موږ داسې منورو ملا صاحباتو ته ډېر ضرورت لرو. هيله كوو چې لږ تر لږه په هفته كې يوځل راځه چې له افكارو دې استفاده وكړو.

_ ستاسو حسن نظر دى، د يوه كوچي ملا به څه افكار وي او څه به يې نظريات وي؟ زما په خپله ډېر زړه غواړي چې ستاسو له هداياتو ډېر مستفيد شم، خو چې ستا لږ وخت او ډېرو كارونو ته ګورم، په زړه كاڼي واړوم او ډېر مو نه مزاحم كېږي.

_ كه هرڅومره كار ولرم، ستاسو سره د ليدو وخت پيدا كولاى شم.

ولسوال له ځان سره يوه د ياداښت كتابچه ګرځوله، چې په هغه كې به يې د ملا صاحب د خبرو مهم ټكي ليكل، په دې توګه يې د يوه دوامداره پټ تحقيق تاداو ايښى و. په هيله و چې اخر ګوندې هدف ته ورسېږي. ملا صاحب هم د ولسوال له ناڅاپې ښې رويې په زړه خوړلې وه، دا يې وپتېيله چې بايد له خولې سره پام وكړي او خپل حركات كنټرول وساتي.

د دوو استادانو مقابله وه، كه ولسوال تعليم يافته و، ملا صاحب هم ږيره باد ته نه وه سپينه كړې، ډېر هېوادونه يې تر پښو لاندې كړي او ډېرې سړې تودې يې ليدلې وې.

ولسوال د خپل تحقيق تكميل ته تږى و، په پلمه به يې ورغوښت، ډېر وخت به يې په اضافي خبرو ورسره تېراوه. د ډېرو مركو او ډېرو ليدو كتو په نتيجه كې د ملا صاحب له برسېرن ژوند ژواك څخه خبر شوى و، پوهېده چې ملا صاحب څو لوڼې لري، څو ورېرونه لري، ورور يې څه كار كوي، يا د ملا صاحب په مځكه سږكال څه كرل شوي دي؟... دغه شان حاجي صاحب ورسره څه مرسته كوي او اوس څو تنه شاګردان لري؟ او دغسې نور... خو د مطلب ټكى په لاس نه و ورغلى، چې هر وخت به يې ياداښتونه له سره لوستل او بيا به يې فكر ورباندې ستړى كړ، د ملا صاحب هويت به لا هغه شان په تور تم كې نغښتى و، شكونه يې نه وركېدل، نه په يقين بدلېدل.

ولسوال د پكتيا ولايت د يوې لويې كورنۍ غړى او په عين حال كې د حقوقو ليسانسه هم و، د مختلفو قومونو جرګې مرګې او ناسته ولاړه يې ليدلې وه، د پښتنو د ډېرو ولسونو له دود، دستور او لهجو سره اشنا و، ملا ورته په هېڅ چوكاټ كې برابر نه ښكارېده، صرف پوښ يې كوچيانى و. نور يې هېڅ هغوى ته ورته نه وو، د لهجې بدلون او نور اوضاع او حركات به يې په دې حمل كړل چې ډېر عمر يې په بهرنيو هېوادونو كې تېر كړى او له خپلو خلكو ليرې پاته شوى دى، د پردو اثرات ورباندې پاته شوي دي. هغه يو عمر قبول كړي اثرات به اوس په سپينه ږيره نه شي ليرې كولاى، خو چې سوړ مزاج او قوي اعصاب به يې ورپه ياد شول، بيا به ورته بل څوك ښكاره شو. اخر يې دا غوره وګڼله چې ليده كاته ورسره د رسمياتو له چوكاټه وباسي، د مېز له شا صحبت كه هرڅو دوستانه وي د دوى په منځ كې فاصله ساتي، بايد كور ته يې راوبولم، چې هلته نه مزاحم وي او نه دى دا احساس وكړي، چې ولسوال ته مخامخ ناست يم. هغه وو چې بله ورځ يې تر غرمې وټالاوه، غرمه يې له ځان سره ډوډۍ ته بوت، له هغه هيسته به چې هركله ملا صاحب ورغى، د غرمې ډوډۍ به يې ورباندې خوړله، له هرې خوا به يې ورږغاوه، داسې به يې ورښووله چې ګنې دى د هندوستان معلوماتو ته تږى دى، ملا صاحب به هم د هغې خوا كيسې ورته كولې، د هند او برما له دودونو، دستورونو او مختلفو عقايدو به ورته ږغېده، په هند كې به يې د مسلمانانو د بدې ورځې حال وايه، خو په عين حال كې به يې د اقبال، مولانا ازاد، سرسيد احمد خان سره د ګاندي او نهرو لږقت، قربانۍ او پېرزوينې هم نه هېرولې، خصوصاً د ګاندي شخصيت به يې ډېر ستايه.

چې ولسوال به دا خبرې تحليل كړې، بيا به په دوه كې ورك شو، چې له يوې خوا ملا صاحب راته د هند د مسلمانانو بده ورځ ژاړي، له بلې خوا د مسلمانانو د مشرانو په لړ كې د هندو لږرانو ستاينه كوي، چې كه په هندي مسلمانانو واقعاً بده ورځ راغلې وي، بايد د يوه مسلمان په صفت له دوى انګېرل شوې واى، حتماً ملا د هندوانو د تبليغاتو تر اثر لاندې راغلى دى، اشتباه به يې څه قدر رفعه شوه، خو چې دېته به يې پام واوښت چې دا درست مشران چې دى يې ستايي، د برطانيې دښمنان او د نيمقارې د ازادۍ سركښان وو، كه دى برطانوي واى، اقلاً ستايل خو به يې نه، بيا به يې په خپل شكمن زړه شك پيدا شو. خو ژر به يې دا خبره هم د ملا صاحب د زيركۍ نخښه وبلله او له ځان سره به يې وويل:

اوس چې هند او پاكستان ازاد شوي دي، كه د هندو پاك د ازادۍ د لارې علمبرداران وستايل شي، انګرېز ته څه تاوان لري، كه وغندل شي، د برطانيې به په كې څه ګټه وي، بلكې ستايل يې د يوه انګرېز له خوا د هغوى حق بيني ثابتوي.

ملا صاحب هم له ولسوال سره ډېرو مركو دې نتيجې ته رسولى و، چې د ولسوال شك لا نه دى ختلى، خو دې خبرې تسلي وركوله چې ولسوال د يوه لوى كاله غړى او ورسره يو ډيموكرات سړى دى، ژر خبره له ګنډلو نه باسي، نو فوري خطر نه دى ورته متوجه.

چې عام ولس د ملا صاحب ارتباطات له ولسوال سره وليدل او په دې هم خبر شول، چې اكثره ډوډۍ هم له ولسوال سره خوري، د ملا صاحب له مخالفته يې لاسونه واخيستل، هرځاى به يې احترام كېده. ولسوال په دغه سلسله كې يو مازيګر د حاجي صاحب كره هم ورغى، له يوې خوا بلې خوا سره ږغېدل. ده ورو ورو خبره راوسته، راوسته، په ملا يې راسمه كړه، لومړى يې د ملا صاحب د فعاليت او علميت تعريفونه وكړل، با يې سوكه وروزونګوله: حاجي صاحب! ملا صاحب خو له تاسو سره ډېر وخت تېر كړ، تاسو ته به تر نورو ښه معلوم شوى وي، چې دى اصلاً د كوم ځاى او څه وړ سړى دى؟ له خلكو خو ډېرې ګډې وډې اورم څوك يې د پاكستان جاسوس ګڼي، څوك يې د برطانيې جاسوس بولي او ځينې لا وايي چې په خټه هم پيرنګى دى. زه يې هم چې رنګ، كړه وړه، خوى، خصلت او ژبې ته ګورم زړه مې راته وايي چې ممكن دا اوازې دومره بې څه هم نه وي. خو شك مې په يقين نه دى بدل شوى، تاسو ته څه وړ ښكاره شوى دى؟!

_ خلك دې وويل، خلك په دوو برخو وېشلاى شو، يوه ډله يې نسبتاً عالمان، په خبرو پوه، خولور، له ځانه راضي خو په عين حال كې بېكاره خلك دي، د دوى خولې د خداى نغارې نه، بلكې د شيطان سورڼي دي، چې همېشه بدې اوازې خپروې او د خلكو د تحريكولو او د رقيبانو له سپكولو او ځورولو خوند اخلي.

بله ډله يې چې د ولس اكثريت دى كارونه لري، خو عقلونه نه لري، د دوى په مغزو كې هېڅ خبره په اسانۍ سره ځاى نه مومي، چې ويې نيو بيا يې ترې ايستل له محالاتو دي، ډېرې ستونزې او ډېر دقت غواړي.

د ملا په حق كې لومړۍ ډلې ظلم كړى دى او دويمه ډله خو مې وويل چې معذوره ده، كنه ملا پښتون، مسلمان او ورسره يوه اندازه عالم هم دى، په شلګر كې يې مېگنه معلومه ده، ورور يې ورسره دى او له تربورونو او كليوالو سره يې په ارچې كې مځكه نيولې. د مځكې په ابادولو توښ دى. دا چې خوى، بوى، كړه وړه او لهجه يې بدله ده، زمان، مكان او شرايط هرڅوك بدلوي، څوك لږ، څوك ډېر، مثلاً دا اوس ستاسو ژبه، لباس او ځينې عادتونه كله د پكتيا د اوسېدونكو په شان دي؟ ښاري ژوند، تعليم او رسمي وظيفې بدل كړي ياست.

ولسوال وويل: زه هم دغسې فكر كوم، هسې مې د خلكو خبره درته كوله، هيله كوم چې ملا صاحب ته دغه خبره نه وكړئ، ملا صاحب ښه سړى دى، خوابدى به شي، خوابدي يې نه غواړم.








(7)

څاښت مهال و، حاجي صاحب په خپله مهمانخانه كې تكيه وهلې او پښې يې غزولې وې، نه يې مېلمه درلود، نه يې د مطالعې لپاره كوم كتاب ورسره رااخيستى و، خداى خبر چې فكر به يې په څلور كنجه نړۍ څو دورې خوړلې وي؟ ملا صاحب ور ورخلاص كړ، له سلام و عليك وروسته ملا صاحب ورته وويل:

حاجي صاحبه! لكه چې په چورتونو كې دې دروختم؟

_ نه څه خاص چورت مې نه واهه، فكر لا ښه دى سړى يوازې نه پرېږدي.

_ څه فكر مو كاوه؟

_ چورتونو ځايونه سره بدلول، مشغول كړى يې وم، خو خبر نه يم چې په څه؟

_ چې عمر مخ په ځوړ شي، د انسان جسماني قوه كمزورې كېږي، نه پوهېږم چې زړښت په دماغي قوه هم اثر كوي، كه څنګه؟!

_ ولې نه؟!

_ له يوې خوا دا خبره كېږي چې سپين ږيري په ډېر څه پوهېږي، عقل يې پوخ شوى وي، مشوره يې صايبه وي، له بلې خوا چې زړښت وجود كمزورى كوي، نو دماغ څه پخه راوړې ده؟!

_ د سپين ږيرو مشوره ځكه ضروري ده، چې هغوى ډېر څه ليدلي او اورېدلي وي، تجربې لري، په دماغ كې يې ډېرې پخې خبرې پرتې وي، خو فكر په زړښت كې كمزورى كېږي. د زاړه په سر كې مزاحم چورتونه او فكرونه ډېر وي، خو لنډ راګرځي، په بله سر شي، يعنې كهولت انسان بېرته د ماشوموالي دوران ته ستنوي، طفل ته ګوره چې هره لحظه يې يوه هوا او هر دم يې بل هوس وي، د فكر بدلون يې يو هوس هم ترسره كېدو ته نه پرېږدي. زاړه هم چې لويې مسئلې ته فكر وګوماري، سل اندېنښنې نورې ورپيدا شي، په نتيجه كې يوه هم سمه نه وي حل شوې.

_د زړښت عمر به د عذاب عمر وي، كه څرنګه؟

_ دومره بد هم نه وي (په موسكا يې وويل) د زړبودۍ له ګټو يوه دا ده چې كه كرۍ ورځ څملې، څوك دې لټ نه بلوي.

په دې خبره دواړو سره وخندل.

بيا ملا صاحب وپوښت: چې هر چا ته ګورم د مشرۍ او رهبرۍ خواهشمند وي، چې په مشرۍ او رهبرۍ كې به څومره خوند وي؟

_چي د كشرانو خولې خلاصې دي، تر مشرتوب لوى مصيبت نه شته.

_ څه فكر كوئ ملي لږران به واقعاً زړور وي، كه به د زړورتوب مظاهره كوي؟

_ د لكونو خلكو خولو ته ځان اچول لوى زړه غواړي.

_ ستاسو په خيال ښه قانون كوم دى؟

_ همېشه هغه قانون په زړه پورى وي، چې موږ ته متوجه نه وي.

_ ښه سياستمدار كوم صفات بايد ولري؟

_ لايق سياستمدار هغه دى، چې د ولس كمزوري ښه پېژني او د ملي قهرمانۍ لقب اكثر د هغوى په برخه كېږي، چې د مسووليت احساس نه لري.

_ يوه پوښتنه كوم، هغه دا چې: نن سبا د ښو تول او د بدو پېغور ورك دى، هر څوك ځينو ته ښه وايي، چې نور يې ښه نه ګڼي، د ښو معيار ولې دومره متفاوت دى؟

_ دا د بشر غريزه ده، ښه خلك هغوى ته وايو چې په موږ پسې ځي او لوى خلك هغوى ته چې موږ ورپسې روان يو.

په دغه وخت خانګى ډم خونې ته ورننووت، د حجامت بكس يې په لاس كې و، ويې ويل:

باداره! نن مې وكتل، چې څوك مېلمه نه شته، ما ويل د حجامت لپاره به مو مناسب وخت وي.

حاجي په خپل ځاى كې راكښېناست او ويې ويل، ښه خبره ده، تيار يم!

ډم لاس په كار شو، چې د حاجي صاحب د سر او ږيرې وېښته ورلنډ كړي، ملا صاحب هم لازمه نه بلله چې حاجي صاحب د غوڅ شويو وېښتو تر باران لاندې وروږغوي، په خونه د سكوت خپسكه پرېوته، ډم پټه خوله لګيا و، د بياتي غچكي اورېدل كېدل او بس.

خان ګل ډم له رنګه تور بخون، په ونه ميانه، له جوسې وچوړكى، د پاخه عمر خاوند و، يو درجن لوڼه زامن يې لرل، چې په ډول او بياتي يې پالل. دا څووم كال و چې دى د شا وخوا كليو مشرانو د ډم په حيث منلى و، په كليو كې ډمان د ولس خدمتګاران وي، حجامتونه كوي، ډول وهي او چې د چا كره غم يا ښادي وي بې مزده خدمت هم كوي، په مقابل كې كليوال (هغه چې څه لري) هر يو د كال څه غله دانه يا ورسره څه نغدې روپۍ هم وركوي. پر دې سربېره يې په ښاديو كې كافي برخه وي. څرنګه چې په نژدې سيمه كې بل ډم نه و، پرديو كليو به هم خپلو ودونو ته ورغوښت، په پرديو كليو كې يې هم ښه غريبي كېده، خصوصاً په رمه والو كوچيانو كې، خانګل څومره چې ښه خدمتګار و، هغومره يې ښه پسته ژبه هم لرله، په جار و قربان به يې مشران او كشران درست له ځانه راضي ساتل. كور يې دلته د حاجي صاحب په كلي كې د ملا صاحب د كاله خوا ته و.

كله چې ځينو كليوالو په ملا صاحب پسې خولې وازې كړې، خانګل داسې ځان كوڼ واړاوه، چې تا به ويل له سره څه اوري نه. له دې امله د ملا هم ورسره جوړه وه، ملا ته له حاجي پرته د بل چا د مرستې ضرورت نه و، خو بېطرفه بنيادم يې خپل هډ وزر باله.

حاجي صاحب د نورو مشرانو پرخلاف نسل، نژاد، هستي او مقام ته په ارزښت نه و قايل، بلكې د انسان اخلاق او موثريت ورته مهمه و، د كار او كسب خاوندانو ته به يې په ښه نظر كتل، په دغه سلسله كې خانګى ډم هم چې نورو به خانګى باله، د حاجي تر پام ښه و.

كله چې د حاجي صاحب حجامت خلاص شو، خانګل د خپل سامان په ټولولو لګيا و، ملا صاحب له حاجي صاحب څخه پوښتنه وكړه: حاجي صاحب! د پښتنو هره طايفه د دوى خپل ډمان لري، چې له نيكونو برجدونو راپه دېخوا د خپل ولس خدمت كوي، ايا دوى د هغو طايفو اصلي غړي دي، كه ځانته كوم قام دى؟ كه ځانته قام وي، په چا به ګډېږي؟!

_ ممكن د هر قام ډمان به د هغه قام غړي وي، چې پخوانيو يې د قام د خدمت لپاره دغه پېشه غوره كړې وي، يا ښايي ځانته طايفه وي او خپلې پيسې پر قومونو وېشلې وي، په يقين سره څه نه شم ويلاى، خو دوى په خپله ځانونه د غوري سلطانانو له اولادې ګڼي او ځانونه د غور شهزادګان بولي. په هر حال، زموږ وروڼه دي، موږ يې له ځانه پردي نه ګڼو، زموږ او د دوى په منځ كې بس دغه توپير دى، چې موږ د ځان خدمت ته ملا تړلې وي، دوى د ولس خدمت ته،ډم ته په سپكه سترګه كتل ناپوهي ده، جهل او لټي موږ بې كسبه، بې كماله پرې ايښي يو. نه ډم سيال ګڼو، نه جولا، نه پښ ته په درنه سترګه ګورو نه تركاڼ ته، حال دا چې دوى كسبګر دى او موږ بې كسب او بې كماله، نو بايد دوى ته په ښه نظر وګورو...

ملا صاحب هم ورسره غبرګه كړه، چې په اسلام كې د نسل، نژاد، تور او سپين فرق نه شته، درست انسانان مساوي حقوق لري، د خداى پاك په حضور كې تقوى مهمه ده، نه نسل او ذات، بله خبره لا دا ده چې رسول اكرم هم فرمايلي دي، چې كسبګر د خداى دوست دى. نو موږ هم بايد د كسبګر احترام وكړو.

خانګل ته دې خبرو خوند وركړ، د دې پرځاى چې په خپل كسب وشرمېږي، او نور هم د خلكو خدمت ته ملا ټينګه وتړي، هوا يې بدله شوه، عام ولس ته به يې كتل، چې ډم ته د سيال په سترګه نه ګوري، حال دا چې دى د حاجي صاحب په قول، د غور شهزاده او د ملا صاحب په وينا د خداى دوست دى، بايد ځان له دې سپكې وژغوري.

د خانګي له ذهنه د كمترۍ احساس كډه اخيسته او پرځاى يې د اشرافيت غرور اړول، ډېر ځله به يې له ځان سره وپتېيله چې كه له ډول او بياتي لاس واخلي، كوم بل كار كسب ځانته پيدا كړي، په دې توګه به ممكن د ډمتوب سپك نوم له ځانه ليرې كړي، خو تش لاس يې دښمن و. نه يې سرمايه لرله، چې ورباندې د جايدادونو خاوند شي، نه يې بل كار كسب زده و، نه يې د ډول او بياتي ګټه په بله مزدورۍ كې ليده. مجبور و چې غاښ وچيچي او تقدير ته غاړه كښېږدي.

د خانګل لا په هر حال دومره له ډمتوبه ورټ نه كېده، مېرمن او لوڼه يې كافي عوايد و، بې ميو مستي كړې وې، چې كتل به يې تر ټولو ښه خوري، ښه اغوندي، بيا هم له سيالۍ وتلې او ډمانې بلل كېږي، همېشه به يې خانګل ته ځغونځي و، چې مګر بل كار نه شته، چې په سيالانو مو ګډ كړي، د نورو ښځو او لوڼو ته وګوره، د خوړو پختن لا پرېږده، په خوړلو به يې نه پوهېږي، خو موږ به سيالي نه ګڼي، دا ټولې چارې د ډول ميرات مړي دي.

خانګل په دوه كې ورك و. له يوې خوا يې له كوره تر اوره د لوڼو دغه اوږد څرخي او ورسره دده په سر كې هم د بلې هوا لګېدل، له بله پلوه د دومره عوايدو له لاسه وركول هغه هم په سپېره ميدان حيران كړى و، چې څه وكړي.

لوڼو ته يې چې تر اكثرو جايداد لرونكو ښه رسېدل، همېشه يې له خوبه خوړلې او له خوبه څښلي وو. دا ګومان يې نه كاوه چې كه يې پلار ډول له غاړې واچوي، بيا به دا بنګي بوزۍ نه وررسېږي، بلكې دا فكر يې كاوه چې پر دومره ښه ژوند سربېره كه مو پلار ډم ګرۍ ته شا كړې، په درست ولس كې به د ټولو نوكران او بې ارزښته ډمان نه يو.

د خانګل مېرمن هم غوښتل چې دا غړوندى واچوي، خو ورسره دا فكر هم و، چې لومړى بايد بله داسې ذريعه پيدا كړي، چې ګوزاره يې ورباندې وشي. په بحثونو كې به يې د لوڼو ملا تړله، خو دا به يې هم ورسره ويل: پلار تر خوږ ګوته مه نيسئ، لږ يې ساړه خورئ، خير يې غواړئ، له پلاره، له نيكه چې مو دا كسب كړى دى، څو ورځې به يې نور هم وكړو. وګورو كه چېرې د ملا صاحب غوندې د ناقلو په ډله كې پنځه پټيه مځكه په لاس راغله، د خانۍ چل موږ ته لا ښه راځي. خاني لا څه ده؟ چې ښه خورې، ښه اغوندې، خو چې د ډول او د بياتي له لارې نه وي، هرڅوك به دې عزت كوي.

خانګل د كور بحثونو په اندېښنو كې ډوب كړى و. نه پوهېده چې څه وكړي، د خپلې مېرمنې خبره يې په زړه لګېدلې وه، خو د مځكې لاس ته راوړل هم د هر چا كار نه و، ملا صاحب ورته هوښيار او د خير سړى ښكارېده. ملا صاحب ته يې ډوډۍ وكړه، چې ښه غوړ پلاو يې له سره كړي چرګ سره ورته كښېښود. د خوراك په ترڅ كې يې ملا صاحب ته كيسه وكړه او د هغه نظر يې وغوښت.

_ نه كسب په اسلام كې غندل شوى، نه په نننۍ نړۍ كې چا ته عيب ښكارېږي، زموږ ځينې خلك كه درته د سيال په سترګه نه ګوري، بې علم او بې كماله خلك دي. سوكه سوكه به وپوهېږي، حوصله كوه، دا ډوډۍ چې نن سبا له دې لارې دررسېږي، له بلې لارې به يې خدايزده چې مومې، كور دې ګڼ دى او په ښو خوړو هم روږدي شوي ياست، بل به څه كار وكړې، چې كور ورباندې وچلوې؟ نه د تجارت سرمايه او تجربه لرې، نه ملك پټى، د كلي په واړه دكان كې به څو وګټې چې ستا د اولاد ضروريات به ورباندې پوره شي؟...

_ زه هم چې ګورم اسمان لوړ دى او مځكه كلكه، پلرونه مې دې اوس خداى وبخښي، موږ ته يې دغه ډول او بياتي ګانې په ميراث كې راپرې ايښي دي. د كور له خوا ډېر مجبورېږم، كنه زه لا ډمتوب دومره ځانته شرم نه ګڼم، سملاسي خو مې د كور پرده ورباندې خوندي ده، خو هغوى راته وايي چې دا غړوندى له غاړې وباسه، چې موږ هم په سيالانو ګډ شو.

_ كه دې كار ته شا كړې، ژوند به دې هم تريخ شي، نه به پلاو دررسېږي، نه چرګان، اولاد به دې دغه اوسنۍ مزې غواړي، ته به وچه سپوره ډوډۍ نه شې ورته برابرولاى.

_ كه ستاسو غوندې كور كومه مځكه په لاس راشي، بيا به څرنګه وي؟

_ هو، بيا به ښه شي، خو هغه هم په دې شرط چې څو دې مځكه ابادېږي، باغونه دې رسېږي، كور دې جوړېږي، ته دا پېښه ورسره جاري وساتې، يا دا چې له ښو خوړو او ښويو جامو لاس په سر شئ.

خانګل څه چورت وواهه، بيا يې وويل:

دا هم ګرانه ده، نه مو سپوره تر ستوني تېرېږي، نه د سپما چل راځي، بيا هم مځكه ښه شى ده، نه پوهېږم څرنګه به لاس ته راشي؟

_ د مځكو لاس ته راوړل هم ډېر مصرف غواړي، هم ډېرې منډې او اوږد انتظار.

_ تاسو ته خو ژر په لاس درغله.

_ هو ما ته بې تكليفه او ژر په لاس راغله، دليل يې دا دى چې يو خو زموږ وكيل د خير سړى و، پنځه سره ګوتې يې په خوله نه منډلې، چې د مځكې په تمه مو بيا ورونښتېځي، موږ ته ژر په لاس راغله، دا داسې مځكه نه وه چې نورو منلې واى، هم د درست ارچې پايان اب ده چې د ضرورت په وخت يې اوبه لږې وې، هم يې خاوره ډبرينه ده، په ډبرينو مځكو كې نه كار ښه كېږي، نه كښت سمه وده كوي، چې زما مځكې ته ورشې، وبه ګورې چې څومره ډبرې مو راټولې كړي او پولې مو ترې جوړې كړې دي؟ علاوه پر دې زه يې نور حاصل ته په تمه نه يم، ما له حاجي صاحب څخه اورېدلي وو چې ويل يې په ډبرينه مځكه كې بادام ښه كېږي، ځكه چې بادام په خپله غرنۍ ونه ده، زه په دې فكر كې يم چې ورو ورو درسته مځكه بادام باغ كړم.

له هغې ورځې په هيسته به خانګل له هر چا پوښتنه كوله، چې بيا كوم وكيل د مځكې امر راوړى دى كه نه؟ دا ورته ملا صاحب ويلي وو چې وكيلان، د پنځو روپو په بډل كې په بل نامه غير مستحق سړي ته هم د بل چا استحقاق وركوي، يعنې په ليسټ كې د شربت نوم وي، د خانګل نوم شربت خان كړي، اصلي شربت خان پرځاى پاته وي، حق يې خانګل ته سپارل شوى وي.

خانګل په دې خبره لا غوړېدلى و، ځكه چې نوم يې هم بدلېده.








(8)

د دوبي څله وه، هوا توده او تربت وه، لمر په مځكه خولې لګولې، په هرچا روڼې خولې راماتې وې، د شمال وزرونه به تا ويل چې چا ورتړلي دي، پاڼه هم نه رپېده، خانګي په كور كې پښې غزولې وې. نن يې چېرته د خدمت وار نه و، لوڼه او زامن ورباندې راټول شوي وو، چا څه غوښتل، چا څه.

خانګى ګڼو فرمايشونو له يوې خوا، ګرمي له بلې خوا او خپل تش جيب لا ګوښي ځوراوه. په اوړي كوز دې، ودونه سړې هوا ته ټال شوي وي، كندهاري پووندګان هم ايلاغ ته ختلي وي، په مني او په ژمي د ده جېبونه نه تشېږي، هم كليوالو حاصلات اخيستي وي، ښه لاس ورته نيسي، هم كوچيان پرځاى وي، د كوز دو ودو وخت يې وي، ده ته په هر واده كې ښې پيسې وركوي، اوس يوه خوا هم نه وه، خو دده لوڼو زامنو وخت نه پېژانده، نه پوهېده چې د دوى ناغېړيو ته څه ووايي؟

په دغه وخت ورخلاص شو، چې ويې كتل، د ده مشر ورور وزيرګل و، په خوشحالۍ ورپاڅېد، دوى دواړو دا څو كاله نه وو سره ليدلي، وزيرګل په شاه جوى كې اوسېده، دوى دلته، په ډېرې مينې يې روغبړ سره وكړ، يو د بل په ليدو ډېر خوښ شول، چې پوښتنه يې سره وكړه، كورونو ته يې هم خير و، ورځ يې په خندا او خوشحالۍ سره تېره كړه.

ماسخوتن وزيرګل سوكه ور وډنګوله چې كه مې ور ورېبئ، په وروري مې نه شرمېږې، نازنينه به حسن ګل ته راكړې، زه په دې سره دوبي صرف دغې خبرې ته درته راغلى يم.

خانګى ناڅاپه ګير راغلى و، خوله يې ورته وڅپوله، وزيرګل ټينګ و، چې يا به هو راته وايې يا به يې سمه راسره پرې كوې، چې نه مې ورور يې، نه دې ورور بولم.

_ لالا! ولې يې له سرې تبۍ دراخلې! كراره ده، خير يې غواړه، څو ورځې به زموږ ژوند ژواك وګورې، وطن به ووينې، ساه به جوړه كړې، بيا به په كراره سره وږغېږو، د قسمت خبرې دي، كه يې قلم سره وهلى شوى و، له تا به ولې غاړه غړوم، كه نه و وهلى بيا نو نه ته تقدير بدلولاى شې، نه زه.

_ بېشكه تقدير څوك نه شي بدلولاى. خو زه ډارېږم چې تر موږ نظر نه واړوې، ځكه چې اوس زه ستاسې ژوند ژواك ته ګورم، راته په بده هوا كې ښكارېگږئ، كه دې خوښه نه وي بېځايه مې په ګرمۍ مه وهه!

خانګى په خوشامندو څو ورځې مهلت ترې واخيست، چې په كور كې سلا وكړي، وزيرګل سبا ته لاړ، چې د امام صاحب زيارت وكړي او تر هغه وخت چې دوى سلا كوي، دى به د امام صاحب او ارچې په وطندارانو يو چكر راوګرځي.

هغه لاړ، خانګى له ښځې سره سلا كوله، ښځې، لوڼو او زامنو يې سړى سره خوله خوله كړ، چې موږ له ډمتوبه تښتو، ته مو بيا ورته تړې؟ كه تا ته بل كار نه موندېږي، په لوڼو به دې مېړه نه وي درېدلى. پرېږده چې يو بل مسلمان پيدا شي، كه له ورور سره وروري ټينګوې، په لوڼو يې مه ټينګوه، كه يې وروري درسره پالـله، بې له دې به يې هم درسره وپالي، كه يې نه پالـله، پلمې ډېرې دي نو اولاد ولې خواروې؟!...

خانګى خوار په دوو لارو كې حيران و، چې په كومه لاړ شي، كه د دوى مني ورور ته به څه وايي؟ هغه خو سمه دمه كرښه ورته ايستلې ده، له وروره يې لاس خېژي. كه هغه ته هو كوي، د كور بدي ورپه غاړه كېږي، برسېره پر بدي، بد هم نه وايي دا خپلوي خو يې په ډمتوب بل هېڅ هم ټك وهي، بيا به څرنګه ترې خلاصېږي؟...

بله ورځ چې وزيرګل راغى، ده معافي ترې وغوښته، هغه دليل ترې وغوښت، چې ولې سيال دې نه يم، ورور دې نه يم، زوى مې رنځور غاړى، پك پمن، يا لېونى دى، كه څه بله خبره ده؟....

خانګي په ماته خوله ورته وويل:

خداى دې نه كوي، په هېڅ هم نه دى، خو قسمت به نه وي.

له څه بحث وروسته وزير ګل پوه شو چې د ښځې يې خوښه نه ده، پنډه يې ورواخيستله او بې خداى په امانۍ ورڅخه لاړ.

خانګى وروسته خبر شو چې بېرته شاه جوى ته نه دى تللى، بلكې په نژدې كليو كې ځانته د كور ځاى او ورسره ډمګري غواړي. ځينو خلكو چې ورسره ومنله، په درستو خلكو پسې نه وګرځېد، لاړ او كډه يې راوستله، د وزيرګل زوى حسين ګل زلمى و، هم په ډول كې تر خانګي تكړه و، هم په خدمت كې، هم يې حجامت ښه زده كړى و، په لږ وخت كې يې نيم ولس له خانګي واړاوه، چې كله د كډوالو كډې له ايلاغه راورسېدې، د هغوى ودونو ته يې هم لار وموندله، هغه روزي يې هم ډېره برخه ترې كنډو كړه، خانګي ته د ورور خير نه ورسېد، خو چې په خپل ګرېوان كې به يې وكتل، ده هم نه و ورپورې كتلي، د خانګي ښځې به خانګي ته ويل:

دا يې ستا ورور، وطن دې ورپرېښود، په هغه موړ نه شو، دلته درپسې راغى، ستا په رزق چو شو، تا لا لور هم وركوله.

خانګل ځواب نه درلوده، هم ځان ورته پړ ښكارېده، هم هغه ښه نه و كړى، كله به يې دا متل په زړه شو، چې وايي: زه او ته يو، له يوه نسله، زه اصيل شوم، ته كم اصله. ځانته به يې توكل، بيا به يې فكر وكړ، چې كه مې ورور بيړه نه واى كړې او ژر يې خاورې نه واى راپه خوله كړې، زما چېرته سم نوك ښخ شوى واى، په خپله مې دا وظيفه ورپرېښوده. دى نه غواړي چې زه دې هم په ګېډه موړ يم، يا دې له ډمتوب څخه ځان وباسم، ځكه راغى زما په رزق يې خاورې راواړولې، وزيرګل زما ورور نه دى، زما دښمن دى، زما هيلې اميدونه يې راخاورې ايرې كړل، نه مې ورور و، نه مې ورور دى، نه مې دې ورور شي، نور به سنت سلام نه وراچوم.

چې دا عزم يې وكړ، ټمبه به ګرځېد، راشه درشه يې ورسره بنده كړه، وزير ګل په ځان نه راوړه، وراره يې په مرورتوب پوه شو، نوره يې هم خوش خدمتي زياته كړه، چې له دې امله يې ورځ په ورځ د فعاليت ساحه ځانته پراخېده، د شا و خوا كليو اكثره خانګل ته ځواب وركړ، خانګل په قطي كې ځاى شوى و، چې تر پوزه به دې ونيو، ساه يې ختله.

شرف الدين هم په دغو ورځو كې له ملا صاحب سره بېخي شلولې وه، چپړاسي ګري يې پرې ايښې او كډه يې امام صاحب ته بېولې وه.

خانګل ملا صاحب ته د ورور له لاسه سر وټكاوه، ملا صاحب ورته وويل:

د نن سبا وروڼه اكثره داسې دي، شرف الدين ته نه ګورې چې ما د خولې ګوله ورسره نيمى كوله، درست عمر مې مشر كړى و، هستي نېستي مې د ده په مخ كې ږدوله، دى په پردۍ ناظرۍ راڅخه مرور شو، د حاجي صاحب يې كور ودان، ځاى يې راكړ، امامت يې راوسپاره، معلم يې كړم، ښه ږغ راباندې كوي، محتاج مې نه پرېږدي، له غلې دانې تر پروړې او رشقې حتى د سونګ تر بوټو هېڅ راڅخه نه سپموي، په سلګونو نهالونه يې راكړل، چې باغ ورباندې كښېږدم، نور خو به زه د ده د جايداد مالك نه يم، چې شرف الدين يې ناظر وټاكم، شرف الدين وايي ملا له زړه نه كوي، كه وكړي حاجي يې خبره په مځكه نه غورځوي، له زړه څرنګه وي، يو دوه ځلې مې ورياده كړه، حاجي صاحب تر غوږ تېره كړه، چې بيا مې ورياده كړه، وچ يې راته وويل:

شرف الدين به ستا ورور وي، ستا به ډېر څه ورباندې لورېږي، خو كه ستا سترګې نه واى، ما به په كلي كې نه و پرې ايښى، پاته شوه ناظري، نور نو انسان ته رموز په كار دى او خره ته سوټى، اوس ته ووايه چې ما به څه په كې ويل؟!

_ نور د خبرې ځاى پاته نه و.

_ شرف الدين به څوك پوهوي؟

_ هغه دې خداى پوه كړي.

_ وزير ګل هم دغسې درواخله، ښه به دا وي چې دواړه په خداى وسپارو، د هر چا دې خپل عمل مل شي.







(9)

د خانګل له لويې خوا نېستۍ ته مخه شوې وه، هغه پخوانۍ بنګي بوزۍ نه وررسېدې، له بلې خوا يې د بدمرغۍ لامل هم خپل ورور و، د خداى بې وعدې يې زړه چاود، لوڼه زامن يې دا څو كاله ډېر بد اموخته شوي وو، په خپله يې هم لاس سورى و، كه به يې هرڅو ګټلې، سبا ته يې نه كتل، نن به يې څټلې، نه يې ذخيره لرله، نه يې سپوره تر ستوني تېرېدله، په ولس ورنه وزيرګل قبضه كړې وه، خرڅونه مخ په ډېرېدو وو او عوايد يې په درېيمه درېدلي وو، نه پوهېد چې چا ته ګرېوان څيرې كړي او دا به څوك وي، چې وزيرګل له كلي وباسي او بېرته سيمه ده ته وسپاري. نن سبا هرڅوك خپله ښه غواړي، پخواني خدمتونه چا منلي دي، چې دى يې ورباندې ومني؟ ولس خو به لېونى نه وي، په يوه تنخواه يې د يوه پرځاى درې نوكران موندلي دي، ولې به يې ځوابوي؟

ورځ به يې په دغو غوسو او اندېښنو بېګاه شوه، يوې خوا ته يې مخ نه اوښت، يو ماښام چې په ډوډۍ سره كښېناستل، زامنو يې ډوډۍ پورې وهله، دا يې وښودله چې نوره داسې سپوره او بېخونده ډوډۍ نه شو خوړلاى، د خانګي په زړه كې غوټه شوي فريادونه نور د ايسارولو نه وو، بې اختياره يې وويل:

وايي اسونه يې نالول چينډخو هم پښې پورته ونيولې، د ښو خوراكونو زور و چې سترګې يې راپټې كړې، د خپلو خپلوانو او پلرني كسب يې خوا توري كړو، له خانانو سره مو سيالي راواخيسته، په وچ ډاګ لامبو خو داسې وي، لكه موږ چې وهله، پاى يې دا شو چې سپورې ډوډۍ ته يې كښېنولو، نن لا شكر باسئ چې سپوره ډوډۍ شته، سبا دې خداى خير كړي.

مېرمن يې وويل:

اور دې په خپلو خپلوانو ولګېږه، دا اوس چې دې داسې خوله وچه نيولې ده، د ورور او ورېرو له لاسه دې ده، كه د بل چا له لاسه؟ لا يې رايادوې هم.

_ ورور مې نه دى ګرم، ګرمه په موږ كې وه، چې له خپل لېمڅي سره مو پښې نه غزولې، وايي خوار سړى سور يې سپى، روزي په ډول او بياتي موند وو، خو پښې له خانانو سره غزوو، له نېستۍ پوزې په دېوال پاكوو، خو د پلار نيكه په كسب شرمېږو، كه دا موږ وو او دا مو تر ځان ليرې ټوپونه وو تر نن به مو سبا خواره وي. ښځې يې وويل:

ولې بړېږې، خوار خداى كړې ګيله له موږ كوې، نو موږ چې درته وويل بل كار كسب پيدا كړه، بده خو به مو نه وي درته ويلي، تر كله به له سيالي وتلي يو؟

_ وينې مې چې نه مې خټكري زده ده، نه مې نجاري زده كړه، نه موټر چلولاى شم، چې خپل كسب ته هم شا كړم، څه به خورو؟ كه ډول مات كړم څوك به تياره ډوډۍ راكوي او ولې به يې راكوي؟

_ تا خو به ويل چې مځكه به لاس ته راوړم، مځكه دې څه شوه، باغونه دې څه شول، هغه ګنګو باغ او ترخو باغ دې څه شول؟ په لوى لاس دې هوايي كړو، اوس يې له موږ انګېرې، زه خو درته وايم، څو مځكه په لاس درځي، ولې به له دې كاره لاس اخلې، كه دې لور وراروه ته وركړې واى، بيا به دې څه كول، دا نه كېده، چې لور دې په ډمانو واده واى او ته دې ډم نه واى.

_ دا كېده، چې ورور او رېرونه مې ډمان واى، پلار او نيكونه مې ډمان تېر شوي واى، دا نه كېده، چې زوم مې ډم واى، خو زه دې خان واى؟...

_ ولې خبره بلې خوا ته بيايې، موږ خو دا درته وايو چې هم به دې لور له ګوتو وتلې واى، هم به دې زوم پر رزق خاورې دراړولې واى، خير به يې څه دررسېدلى واى؟

خانګى څه چورت يووړ بيا يې وويل:

_ لور به اخر له كوره باسم، سر خو به نه راته سپينوي.

_ چې ته بل ته يې وركړې، هم به دې له ډمانو ځان څنډې ته كړى وي، هم به ورباندې ښه ولور واخلې، چې ناړه دې ورباندې تېره شي.

خانګل ته دا خبره ښه ښكاره شوه، ويې ويل:

دا دې ښه خبره وكړه، اوس هم نه څه مات دي، نه څه توى، دعا وكړه چې كوم سړى يې وغواړي، ګوندې څه لاس مو ورباندې سپك شي.







(10)

ژمى په تېرېدو و، د ژمي جامې يوه يوه له اوږو كښته كېدې، تنكيو وښو په وېره وېره سرونه له مځكې راايستل. هوا پسته شوې وه، واورې بس د غرونو پر سرونو ښكارېدې، د خانګي د دماغ باد وتلى و، نه هغه چرګان وررسېدل، نه هغه پلاوونه، نه يې د لوڼو نازونه اخيستاى شواى، نه د زامنو، خواري يې منلې وه، خو د ښځې يې لا د ډم له نامه بد راتلل، له دې تمبولۍ د وتلو په تلاش كې وه، اوس يې يواځنۍ لار دا تشخيص كړې وه، چې لور كوم شتمن سړي ته وركړي، د لور په ولور او د زوم په شتمني پورې به يې كار جوړ او په خلكو ګډ شي. دا چې به د هر چا كره ورغله، دا خبره به يې ضرور كوله، چې لور مې وزيرګل خپل زوى ته غوښته، چې ورمې نه كړه، راكډه شو او دلته يې كلى راڅخه نيم كړه، پروا نه كوي، هرڅوك خپل قسمت خوري، زما دغه لږه برخه هم تر خوله تېره ده، په دغه لږ به صبر وكړو، خداى مې دې اولاد ته له بلې خوا روزي وركړي، نه غواړم چې لوڼې او زامن مې دې هم ډمان وي.

يوه ورځ له ارچې د يوه ډم مركه ورته كښېناسته، لور يې ورڅخه غوښته، خانګي په زړه كې ګوړې ماتولې چې ګوندې بېډۍ مې ميره شي، خو بده يې دا وه چې بيا هم ډم غوښته، په ښځې او اولاد ډاډه نه و، د يوې اوونۍ مهلت يې ترې وغوښته چې سلا مشوره سره وكړي.

لومړى يې ښځه نه قانع كېده، ويل يې:

دا خو ميم زر ما، بيا ميم زر ما شوه، له بارانه تښتېدو تر ناوې لاندې مو شپه شوه، ما خپل لېور زوى ته نه وركوله، اوس يې پردي ډم ته څرنګه وركړم.؟

_ هغه ته مو چې نه وركوله، يوه هغه د تا خبره ډم و، بله دا چې په نه څه به يې زموږ خوله ايستله، مشر ورور مې و، څه به مې ورته ويل؟ په خپلو غوښو خوله نه لګېږي، له دې سړي به پوره ولور واخلو، خپل كار به ورباندې جوړ كړو، بله دا چې د مځكو وكيلان اكثر په ارچې كې اوسي، دى له ټولو سره وچړ دى، ګوندې موږ ته هم يوه لار راجوړه كړي...

له څه بحث وروسته يې ښځه له مجبوريته قانع شوه، هفته وروسته يې دېرش زره افغانۍ په غاړه وركښېښودې او مالګه يې وركړه.

خانګى بيا خانګل خان شوى و، د كلي چرګان او هګگۍ بيا د ده په كور كې مصرفېدل، دېګ به يې بيا دوه وخته باندې و، اولاد يې بيا ښويې جامې پيدا كړې.

دوه درې مياشتې وروسته يې واده وركړ او پيسې يې ټولې ترې ګوتو ته كړې.

ملا صاحب ورته وويل:

خان ګل خانه وروره! كه يې بده نه منې، يوه خبره درته كوم، په ګټه به دې وي.

_ ملا صاحبه! ولې به يې بده منم، ستا خبرې هر وخت زما په خير وي.

_ ډېرې روپۍ په لاس درغلې، كه د ګېډې ومنئ، ايله به مو تر ژمي وباسي، ښه به دا وي چې ګېډې ته سوك وركړئ، ګذاره كوئ، سبا په نظر كې ساتئ، كه اوس هم د مځكې او جايدادونو په فكر كې يې، روپو ته دې ضرورت پېښېږي، كه ددكان خيال لرې، دكانداري خو روانېږي په سرمايې، چې څومره دې سرمايه ډېره وي، هغومره به دې ښه دكان ورباندې جوړ كړى وي. په هر حال، له خپل مصرف سره پام كوه، كه د ورځې زر روپۍ هم خرڅې كړې، په دې به دې نه څوك خان وبولي، نه به د ډم نوم له ځانه واړوې، خصوصاً چې بله ورځ دې بيا شونډې وچې وې او مخ دې نه اوړي، په هر چا ځان او اولاد ګران وي، خو هر چا ته چې ګورې څه خوري، څه پرېږدي، هر څوك زامن، لوڼې نازوي، خو د وس په اندازه.

خانګى د ملا صاحب خبره د ځان په خير وګڼله، نيت يې وكړ چې سر له ننه به پر نفس پښه ږدي، د ګېډې به نه مني، هڅه به كوي چې ور پاته سرمايه يې خوندي پاته شي، ګوندې چې دا ډول بدمرغه يې له غاړې وولېږي او د پرديو ويښتو له وباله نور ځان وساتي.

خو په كور كې يې اولاد د روپو كوټه ليدلې وه، هر وړ خواړه يې تر ستوني نه تېرېدل، چې هرڅومره يې ورته وويل، د هېچا زړه سپما ته نه ټينګېده. د هغه متل په مصداق چې وايي "پوه يې كړه، په خوله يې كړه، سبا به ګګن نور راوړي" د سبا غم له چا سره نه و. هر يوه به ويل، دوه ورځې ژوند دى، ښه يې ولې نه تېروو، سبا ته بيا خداى باچا دى.

د خانګي له جېبه چې به يوه روپۍ وتله داسې ورته ښكارېدله چې د ده د ارزوګانو له كلا څوك يوه خښته راغورځوي. يا يې يو پټى كرلې مځكه له لاسه وځي، ډېر به ورباندې زهېرېده، مګر چاره يې نه وه، د كور غړيو لاسونه ورته يو كړي وو، مجبور و چې كټو سړېدا ته ور نه كړي، لوڼو او زامنو د خانګي خوار ارمانونه په پوره اشتها خوړل او ده به په پټه خوله ورته كتل.

د ژمي واورې لا ځاى ځاى په سيوري كې پرتې وې، چې د خانګي كڅوړه، تشه، نغري يې سوړ او دېګ يې په كرار شو.

ملا صاحب ورته وويل:

له دومره چرګانو چې په روان كال كې دې وخوړل، كومه بڼه يا هډوكى درپاته دى، كه يه؟!

_ ملا صاحب! ولې مې په پر پرهرونو مالګې شيندې؟ خداى دې څوك د لوڼو او زامنو ناټكي نه كړي، دوى دي چې تر كمرو يې غورځولى يم او لا مې غورځوي، چاره نه لرم، ښه شوه چې هغه زهر مړې تمامې شوې اوس به مې هډونه مځكې ته ورشي.

_ زه دې په زخمونو مالګې نه دوړوم، دا درته وايم او پخوا مې هم درته ويلي وو چې دا دې له اولاد سره نېكي نه ده، چې پنځه ورځې يې خولو ته ګورې چې څه غواړي هغه ورورسوې، شپږمه ورځ دې په نظر كې نه وي، اوس كه خداى مه كړه كوم يو درناروغ شو، د علاج وس به يې نه لرې، بله دا چې كليوالو به درباندې څه لورول، اوس چې يې ستا فضول خرڅيو ته وكتل، ګومان نه كوم چې درباندې ورحمېږي، دا چې ته وايې اوس به مې هډونه مځكې ته ورشي، چې په هستۍ كې په ارام نه شوې، په نېستۍ كې به څه ارام شې، اولاد دې څه غم لري، كه غم وي بيا به هم د لالي په سر وي.

_ رښتيا وايې خو څه به مې كړي واى، واك اختيار يې راڅخه اخيستى و.

_ ما ته داسې ښكاري، چې ښځه دې هغومره د خپلې ګېډې مني، كله څومره چې ته د دې منې، پارسيوان متل كوي، (به بهانه بچه، مادر مېزنه كلچه) كه داسې نه واى، د اولاد په كوټه به نه درته درېده.

_ رښتيا دې وويل، وايي: چې ورانه ده، له خانه ده؛ خو څه وكړم چې پورته توكم پرمخ مې لګېږي. چې كښته توكم پر ږيره مې لګېږي.

_ بيا هم درته وايم چې په انسانانو كې اصل او كم اصل نه شته، ټول د يوه بابا اولاد يو، هرڅوك په خپل عمل ښه كېږي، كار كسب پيټ پېغور نه دى، كه عيب دى په بېكارۍ كې دى، كه هرڅوك خپل كار ته سر ټيټ كړي او خپله وظيفه په ښه توګه ترسره كړي، هم به يې ګټه كړې وي، هم به د خلكو تر پام ښه وي، د خانۍ هوا له سره وباسه، په وچ لېنګي مه بنګي كېږه، ښه ډم تر بد خان په سل چنده ښه دى، نو ستاسې له خپلې پېښې ولې زړونه تور شوي دي؟ د ټيټوالي احساس په لوى لاس ولې تقويه كوې؟...

د ملا صاحب خبرې ښې وې، خو د خانګي د زړه غوټې نه ورباندې خلاصېدې، په پټه خوله ترې پاڅېد او لاړ.







(11)

ملا صاحب هغه كال هم د ښوونځي په خدمت كې او د خپل ملك پټي په پالنه تېر كړ، كله به په چاردره كې و، كله په ارچه كې، باغ يې ښه وده كړې وه او ولې يې هم ښې رابوټېدلې وې، له ولسوال سره يې هم هغه شان د شكونو په تيارو كې ليده كاته كېدل، ولسوال په دې نه و موفق شوى، چې د ملا صاحب څېره په وضاحت سره وويني او د ده په هكله نهايي نظريه قايمه كړي، برسېره پر دې چې په لسو پنځلسو ورځو كې به يې په خپله هم ورسره ليدل دوه درې تنه نور يې هم موظف كړي وو، چې د ملا صاحب حركات وڅاري او راپورونه يې ده ته راوړي، په خپله يې څه مواد لاسته نه وو ورغلي، راپورونه هم ګمراه كوونكي وو. كله به داسې راپور و، چې ملا صاحب يو مرموز انسان دى، مرموز كارونه كوي، هم په پلمه ارچې ته ځي راځي او هلته يا په امام صاحب كې له مختلفو خلكو سره ګوري، له هر وړ خلكو سره يې راشه درشه ده...

كله به له راپورو څخه دا نتيجه ترلاسه كېده چې ملا يو لا ابالي، له پښو سپك او حريص سړى دى. تر ناسته په ولاړه خوښ دى او تر حضر په سفر راضي.

ولسوال ته دا راپورونه هم هوايي ډزې ښكارېدې.

ملا صاحب دلته او هلته ډېر خلك پېژندلي او په مختلفو قومونو كې يې د مختلفو سويو ياران دوستان موندلي وو، چې بېكاره به وو. كلي په كلي او كور په كور به يې د يارانو پوښتنه كوله. تا به ويل څه يې ورك كړي دي، په كومه وركه پسې ګرځي، خو چې دا وركه به څه وه، هېڅوك هم نه پوهېدل.

چې بيا كال رانوى شو، د ملا صاحب بادامو شګوفه راوړه، ونې يې لا وړې وې، خو څانګو يې د ګلونو تاجونه پر سر كړي وو، د ملا صاحب يو ارمان تر سره كېده، ډېر ورته په طبعه كې و، چې ورته كتل يې د بې څښتنه باغ ساتنه يو مشكل و، كه يې ورته رالېښل بل مشكل، ځكه چې نه يې كور جوړ كړى و، نه يې د معلمۍ له معاشه سترګې پټولاى شواى. فكر يې وكړ چې كډه راوكړي، چېرته به اړوي؟ په سپين ډاګ خو شپې نه تېرېږي، كه يې نه راولي شګوفې يې وليدې، ثمر به يې نه ويني او ممكن ماشومان يې د ونو څانكې په غوره كې ورماتې كړي. د كور معضله لا دومره ګرانه نه وه، چې يو دوه خونې يې جوړې كړې واى، كوچى سړى و، تر خوله يې تېرې وې، چمبر به يې بيا په كراره ترې ګرځولى و، د اومو خونو لوى مصرف د پوښلو لرګي وي، د لرګيو وعده حاجي صاحب وركړې وه، د بادامو تر پخېدو يې خونې پټېدې، پاتېده د معلمۍ خبره، چې كه راولېږدي له معاشه يې لاس خېژي، چې دا تنخواه هم ورباندې ودرېږي، كور به په څه چلوي؟

يو دوه شپې يې په دې خبره غور وكړ، بالاخره يې د حل لاره وموندله، په ارچې كې يې د شا و خوا كليو سپين ږيري د يوه كليوالي ښوونځي جوړولو ته ولمسول، چې كله يې د هغو موافقه حاصله كړه، د خلكو له خوا يې عريضه وليكله، د پوهنې لوى مديريت ته يې وروړه، مدير هسې هم ورسره جوړ و، د نويو ښوونځيو منظوري هم راغلې وه، فوراً يې امر وركړ، څو وخته وروسته يې ښوونځي پرانيستل شو، چې ملا صاحب يې لومړنى ښوونكى و.

ملا صاحب پخواني ښوونځي ته شا كړه، په ارچې كې يې د نوي ښوونځي په ابادولو او تدريس لاس پورې كړ، ډېر ژر دلومړي ټولګي تعليم پيل شو. چې د بارانونو موسم په تېرېدو راغى، د كور په جوړولو يې بنا وكړه، هغه هم د شا و خوا ځينو خلكو په همكارۍ ژر سر ته ورسېدو، بادام لا نه وو پاخه شوي چې ملا صاحب كډه راورسوله.

د ملا صاحب باغ دوه برخې و، لومړۍ برخه يې چې څلور جريبه به و، درې كاله پخوا ايښى و، چې لږ يې لږ لږ حاصل نيولى و، دوهمه برخه يې چې هغه هم دغومره مځكه نيولې وه، څه سږكال نهال په كې ايښي وو، څه تېر كال.

ملا صاحب په ارچې كې لا ښه وځلېد، ځكه چې يو يې پارسي ښه شوې وه، له وزبكو سره به بې تكلفه ږغېداى شو، بله دا چې د وزبكو او تركمنو له دود دستور سره لا په چاردره كې بلد شوى و، دلته ورسره اشنا راغلى و، برسېره پر دې هلته د حاجي صاحب په شعاع كې د ده شخصيت تت غوندې و، دلته تر ده خولور، منور او جهان ديده سړي نه وو، هغه هم په هغه نژدې شا و خوا كې.

چې دوه درې مياشتې ووتلې، د چاردرې ولسوال ارچې ته رابدل شو، په ارچې كې يې بيا له ملا صاحب سره وكتل، په زړه كې ورته خوښ شو، چې له لاسه الوتې مرغۍ يې بيا لومې ته رانژدې شوې وه، پوخ يقين يې و چې يوه ورځ به يې نقاب له مخې اخلي او اصلي څېره به يې ويني، كه داسې وشول، لوى برى به يې په برخه شي.

د ملا صاحب د مځكې نه خاوره ښه وه، نه يې كافي اوبه لرلې، ځكه يې حاصلات ښه نه وو، علاوه پردې بزګر يې هم حريص سړى و، د ده پر مځكې برسېره يې دوه استحقاقه د نورو هم كرله، نو خدمت يې هم سم نه شو كولاى، دى صرف بادامو ته په تمه و، چې هغه ورسېږي له خارو به يې پورته كړي. تر بادامو لاندې يې رشقه كرلې وه، په رشقې يې هم غوا ښه مړېده، هم يې ډېره برخه نورو ته په اجاره وركوله، له دې اجارې هم كال په كال كافي روپۍ لاس ته ورتلې. وچه غله يې نيم نيمښوره له مځكې پوره كېده، نور مصارف يې د معلمۍ له معاشه پوره كېدل، ګذاره يې ښه كېده، نور له خپله ژونده راضي و، خو يو شرف الدين ورته په زړه كې مات شوى ازغى ښكارېده، چې نه د ايستلو و، نه د زغملو.

ولسوال د خپل شك د ايستلو لپاره دلته هم ورسره پالـله، چې هر وخت به د څه كار لپاره ولسوالۍ ته ورغى، ولسوال به ښه وضع ورسره كوله، خامخا به يې د غرمې ډوډۍ ته ايساراوه، چې خلكو له ده سره د ولسوال دومره ټيټ پاس كېدو ته كتل د هغوى نظر هم ور اوښت، ورځ په ورځ يې په ولس كې اثر رسوخ وده كوله، قومي مشرانو هم له پامه نه شو غورځولاى، د ملا صاحب حضور په قومي غونډو كې ضرور وګڼل شو، د ولسوال هم دا خوښه وه چې ملا صاحب د صاحب رسوخانو په ټولۍ كې ګډ وي، په دې توګه د ملا صاحب پټې غوښتنې ښې ورمعلومېدې، هم ښه تر نظر لاندې ساتل كېده، هم يې قلبي تمايلات ورجوتېدل. ملا صاحب په لنډ وخت كې له جرګو مركو او قومي پرېكړو سره هم اشنا شو، ډېر ځله به يې د ځينو خلكو نسبتاً مشروع كارونه هم په دفترونو كې ورخلاصول، اوس به يې نو د پخوا په شان په مياشت كې يو دوه ځله له ولسوال سره نه كتل، بلكې دويمه درېيمه به مبجور و چې ولسوالۍ ته ورشي او څه شېبه له ولسوال سره هم كښېني.

ولسوال د ډېر پټ څار او بيا بيا ليدو كتو په نتيجه كې په دې خبره باوري شو چې ملا صاحب نه مادي استفاده جوى دى، نه د ولس بې اتفاقي غواړي، نه د دولت او ملت ترمنځ نوكان جنګوي، د وطن په ابادۍ، د خلكو په هوسايۍ او د امنيت په استقرار خوشحالېږي، كه پردى ايجنټ واى حتماً به يې تخريبي فعاليتونه كول، كه په دې عملونو او دغو صفتونو برسېره بيا هم پردى ايجنټ وي، داسې ايجنټان خو دې تل رالېږي.

د ولسوال شكونو پېڅې ټولولې، ځاى يې ارادت نيو، د څارنې پرځاى يې ورسره پالنه شروع كړه، نور يې ورسره له زړه پالـله، كله- كله به د جمعې په ورځ د ملا صاحب كور ته لاړ، ورځ به يې د حوض په غاړه د چنارونو سيوري ته ورسره په خوږو خبرو تېره كړه، د ملا صاحب ساده كوچياني ژوند او بې تكلفه وضعه يې ډېره خوښېده.

د ولسوال دومره اخلاص او صميميت كله هم د ملا صاحب خوله شكايت ته چوله نه كړه، د هېچا بد يې نه ورته وويل، كه به كله ولسوال څوك په بدو ياد كړ، ملا صاحب به ورته وويل:

ولسوال صاحب! له هر چا دا توقع مه كوه، چې ستا په شان دې ژوند نېكۍ او خير خواهۍ ته وقف كړي، انسانان وړ وړ رنګونه، خويونه، نيتونه او عادتونه لري. ورو ورو چې تجربې وكړې، بد هم له بدو راګرځېداى شي، ځكه چې له بديو چا خير نه دى ليدلى، چې چېرته به ولسوال د كوم سړك د تېرولو يا د كوم ښوونځي د جوړولو اراده وكړه، لومړى سړى چې د مرستې ټټر به يې واهه، هغه به ملا صاحب و. حتى نور به هم ده قانع كول، چې دا د عام ولس د ښگېګڼې لپاره دي، بايد همكاري ورسره وشي.

ملا صاحب له خپله ژونده راضي و، ايله يې له خپلو هيلو سره سمه زندګي برابره شوې وه، چې غرمه به له ښوونځي فارغ شو، كه به يې په ښار كې كارونه وو، يا به يې ولسوال ته د ورتلو وعده نه وه وركړې، په كور به يې ډوډۍ وخوړه، بيا به يې د حوض په غاړه سيوري ته كټ واچاوه، د ترخو چايو په څښلو به يې د ژوند لحظې خوږولې، شكرونه به يې ايستل، چې په تېر عمر يې ډاډمن او هوسا ژوند په برخه شو. خوښ و چې د خپل كور، خپل چمبر، خپلې مځكې او خپل باغ خاوند شوى دى، خپل خوري، خپل څښي او د خپلو ونو سيوري ته ناست دى، ښوونځي ته هم د احتياج له مخې نه ځي، بلكې د فارغ ژوند د شكرانې لپاره د وطن د بچو پالنې ته ورځي.

د ملا صاحب دوه كاله په ارچې كې تېر شوي وو، په سر او ږيره كې يې سپينو وېښتو په سرو وېښتو برى موندلى و، د زړښت احساس يې كاوه، تر منډو په ارام خوښ و، بادام يې رسېدلي وو، چې كال به ښه راغى، كابو دوه سوه سېره بادام به يې ټولول، بادام يې هم ښه جنس بادام وو، ها خوا ته په چاردره كې حاجي وفات شوى و، خانګل دوهمه لور هم واده كړې وه، د هغې په غوښو يې شخوند واهه.

ملا صاحب به په مياشت دوه مياشتو كې يوځل چاردرې ته سر ورښكاراوه او په كال كې به يې د يو څو ورځو لپاره پاكستان ته مخه ونيوله، په دېره او دامان به راوګرځېد، زړې مېنې به يې بوى او زړې خاطرې به يې تازه كړې، قوالۍ به يې واورېدلې، د تودو سيمو په ونو بوټو به يې نظر وښوياوه، چې ولده به راغبرګېدو د ناقلينو د ضرورت وړ شيان به يې راوړل او د سفر خرڅ به يې ورباندې ويوست.

شرف الدين به هم چې ډېر اړ و، كله- كله به يې منډه تر ده پورې وه، چې څه به يې ترې بود كړه، نوره يې ورسره څه شولې نه وې كرلې.

يوه ورځ ښار ته لاړ، هلته خبر شو چې په كابل كې كودتا شوې ده او داود خان د شاهي نظام پر ځاى جمهوريت اعلان كړى دى، لومړى په دې خبره لږ څه وغوړېده، چې ښه شوه رښتينې ډيموكراسي به راشي، ولس ته به سم حقوق وركړل شي... خو ژر دا وېره ورولوېده، چې خداى دې نه كوي كه پوځ نه ورسره ومنله، په ټول هېواد كې به كورنۍ جګړې ونښلي او ډېره تباهي به رامنځته كړي.

په منډه ولسوال ته ورغى، ولسوال هغه ولسوال نه و، نه يې هغه موسكا په سترګو او په شونډو كې ښكارېده، نه هغه خوش صحبتي او حاضر ځوابۍ ورپاته وې، په نه زړه يې وويل:

ښه كار وشو، اوس دې خداى توفيق وركړي، سردار صاحب ډېر وطنپرست شخصيت دى.

ملا صاحب پوه شو چې ولسوال د زړه خبرې نه كوي، دا هره جمله چې يې راته ادا كړه، شل ځلې به يې په دماغ كې سره واړوله راواړوله، بيا به يې له خولې ايستله.

ژر يې رخصت وغوښت او كاله ته ستون شو، په لارې يې له ځان سره فكر كاوه، كله به يې د كورنيو جګړو وېره ورپيدا كړه، كله به يې د ولسوال وضعه تحليل كړه، يقين يې شو چې هغه اوس هم پر ده بد ګمانه دى، په دومره دوستۍ برسېره سم نه ورته سپخېده، بيا يې ځانته تسلي وركوله، چې حالات لا سم نه دي جوت، معلومه نه ده چې لا څرنګه شي، نو ولسوال خو د حكومت يو مسوول سړى او دلته د دولت نماينده دى، مجبور دى چې په داسگې حالاتو كې له پلاره هم خبره پټه وساتي... دا يې غوره وګڼله چې څو ورځې نه ښار ته راشي، نه ولسوالۍ ته، چې اوضاع روشنه شوه، بيا به له وخت سره ګام اخلي.

ډېر ژر داود خان په وضاع مسلطه شوى و، كابينې ته نوي كسان راغلل، د پخوانيو لاسونه له كاره وايستل شول، بيا ورپسې د والږنو او ولسوالانو تبديلۍ پيل شوې، ډېر نوم وركي كسان په لويو څوكيو كښېناستل، پوليسو ته بيا د نيولو، ترټلو او كوتكمارۍ واك وركړل شو.

د ارچې د ولسوال پر ګدۍ هم يو خشن، بې تجربې او له ولسي چال چلند سره نا اشنا ځوان كښېناست. ملا صاحب دا ومنله چې كودتا د شاهۍ پرضد نه ده شوې، بلكې د ډيموكراسۍ پرخلاف شوې ده. خير يې په دې كې وليد چې د زړبوډۍ او ناروغۍ په پلمو له معلمۍ څخه لاس واخلي او په كور كښېني. استعفا يې منظوره شوه، په كور يې پښې وغځولې، د خپلې مځكې له ساحې په لېږ وخت ووت.

سوكه سوكه يې عادت بدل شو، چكرونه يې پرېښوول، د سايكل له خيره هم تېر شو، له هغه يې هم ځان بېغمه كړ، كه به كله مجبور شو چې ښار ته لاړ شي، په ليني موټرونو كې به يې تګ راتګ كاوه. قومي مشران درست په سوړو ننوتلي او قومي جرګې مركې له منځه تللې وې، ملا صاحب به ډېر وخت راډيو ورږغوله، چا يې د كور ور نه ورټكاوه، چې ولسوال يا قوماندان ته يې د سفارش لپاره ورمخ ته كړي، خلك پوهېدلي وو چې د مشرانو دوران تېر شوى دى، اوس يې څوك په خوله پياز هم نه سپينوي، صرف كله- كله به شرف الدين ورته راغى، خو د پخوا غوندې به يې په ټيټو سترګو د ده جېب ته نه كتل.

بلكې په زور به يې ترې ډېر څه غوښتل، شرف الدين هم په دې پوهېدلى و، چې اوس نه ملا سركاري معلم دى، نه هغه ولسوال شته، چې د ملا صاحب هره خبره به يې منله، نه د سپين ږيرو هغه تول پاته دى، په لوړ اواز به يې ورته ويل:

ملا! كه له ځانه له اولاده سره دې ښه كوې، خوشحاله مې ساته، چې سبا دې له اولاد سره ښه كوم، هسې هم د ګور په غاړه پروت يې، له ټوخي سره دې ساه وځي، سبا به دې هرڅه زما وي....

ملا خوار ته يې كابو پنځه كاله د سر په كاسه كې اوبه وركړې، دا اندېښنه به يې ورپيدا كوله چې اولاد به يې له دې ظالم سره څه كوي؟

يوه شپه يې راډيو ته غوږ ايښى و، وايې ورېدل چې په داود خان هم ړنګه شوه، د قدرت واګي د خلق ډيموكراتيك ګوند ته په لاس ورغلى دى، سمه يې زړه ته وولېده چې وطن پردى شو. خداى دې خير پېښوي، د خير كور وران ښكارېږي، د روس د غلامانو دوران شو، چې اخر به له دې وطنه څه جوړ كړي؟

كله چې نوې كابينه اعلان شوه، نور يې هم دا ومنله چې دلته پاتېدل له ځان او اولاد سره ظلم دى، كه دا ظالمان نورو ته څه وايي، كه نه، د ملا سړي خير په كې نه شته، په ما خو پخوا هم د جاسوسۍ ټاپې لګېدلې وې، اوس به دوى خداى خبر چې څه كانې راسره وكړي؟...

هغه وو چې ملك پټي، چمبر او رسېدلي باغ ته يې شا كړه، پختن ته نژدې شوى بادام او مراد ته رسېدلې ولې او سپېداران يې پرځاى پرېښوول، ښحه او لوڼې يې تر ګوتو ونيولې، پخوا تر هغه چې خلقيان پر اوضاع مسلط شي، كډه يې شلګر ته ورسوله.

دوه درې مياشتې يې حالات څارل او ورسره د ډاډمنې لارې په مطالعه بوخت و، اول مني د خوست په لار ميرانشاه او له هغه ځايه بيا دېرې ته ورسېدل.








(12)

كله چې كمونيسټانو واك تر لاسه كړ، د ښوونځيو معلمان بيا په تېره هغه چې د خلق او پرچم له غړيو سره يې سرونه سنولي وو، پوره واكمنان شول، خصوصاً په كليو كې، د پرديو دومره لاس خلاص و، چې چا ته به يې زړه ډك و، په خپل حكم به يې سپكولى، ټكولى او نيولى شو، بيا به يې كه زړه نه و ورباندې سوړ، د ضد انقلاب په نامه به يې ولسوالۍ ته معرفي كړ، هلته هم مګر د نيولي فرياد خداى پاك اورېدلى واى.

د خانګي زامنو ته دا حال په ښوونځي كې معلوم شوى و، چې سازمانونه جوړېدل، د سازمان كومېټې دوى هم بې له ځنډه په خوښۍ ومنل، ځكه چې د ډم زامن وو او ډمان د ولس له ټيټې طبقې سره تړلى دى.

د سازمان غړي مكلف ول چې تر هرڅه لومړى بايد په حزبي ايډيالوژۍ پوه شي، سياسي درسونه ډېر ولولي او د رهبر بيانيې په دقت واوري، بله وظيفه يې د كور كلي د راپورونو وروړل و، د هر سازماني وړاندې تګ په دغو خبرو پورې مربوط وو، په ازموينه كې غم نه و، اتومات كاميابېدل، كله چې د دوى سترګې په سازمان كې وغړېدې، خپل موقف او خپله ورسپارلې دنده يې وپېژندله، لومړى يې د حسين خان راپور وركړ، معلمينو حسين خان وروغوښت، د سلګونو متعلمينو په حضور كې يې ډېر بېعزته كړ، بيا يې د نامطلوب عنصر په حيث لاس تړلى ولسوال ته ودراوه، ولسوال هم له څه وهلو ترټلو وروسته محبوس كړ.

د حسين خان راپور يې ځكه وركړى و، چې حسين خان لومړى سړى و، چې خانګل ته يې له خپلې خوا ځواب وركړى او پرځاى يې له وزيرګل سره موافقه كړې وه.

حسين خان څو ورځې بندي و، كله چې د كندز د ولايتي كومېټې غړي ورباندې خبر شول، ولايت ته يې وغوښت او له لازمې توصيې وروسته خوشې شو. دې خوشي كېدو هم يو علت درلود، هغه دا و چې حسين خان به د خپلو بحثونو لپاره له ځينو خلقيانو او پرچميانو سره هم ليده كاته كول، د هغوى ځينې خبرې به ده ته نوې ښكارېدې، د خپل استدلال لپاره يې ضروري ګڼلې، له دې امله هغوى فكر وكړ چې كه حسين خان ګوندي يار نه دى، نو راته خوشبين خو و، داسې سړى بايد راخپل كړو.

دوهم راپور يې د حسن ګل ور وړ، څرنګه چې د حسن ګل ډول وهل د هغوى خوښېدل، هغه راپور معلمينو مسترد كړ او دوى ته يې توصيه وكړه، چې د كارګرانو او خواريكښانو راپورونه نه غواړو، د ملت دښمنان راګوره، هغه چې د خلكو په حقوقو چو شوي او د مترقي دولت ضد مفكوره لري.

له هغه په هيسته به يې هم كله- كله د يوه نيم سړي راپور وركاوه، د شا و خوا كليو اوسېدونكي د دوى له لاسه تر دوو سپوږمو ورسېدل، خو چاره يې نه وه، په خپله خانګل به هم مارشونو ته د ډول وهلو لپاره ډېر ولسوالۍ ته غوښتل كېده، تر مازيګره به يې ډول وواهه، مازيګر به يې وچې شونډې، وږى تږى په خپلو روپو په كوم موټر كې ځان كور ته رساوه.د كليوالو خدمت ته يې سم رسېدل ګران وو او د نورو ګگټو وټو لارې هم ورباندې درېدلې وې، له دې امله خوښ و چې زامنو به يې ورته ويل: څو ورځې حوصله كوه، حكومت نوى دى، چې لږ څه يې پښې نورې هم ټينګې شي، د هر څه خاوند به شې، د خانانو مځكې، باغونه او كورونه پر بېوزلو وېشل كېږي، چې په سر كې به يې موږ يو.

يوه ورځ خبر شو چې ورور يې بېرته په پټه لېښلى دى، حيران شو، چې هغه بدمرغه ته چا څه ويل؟ دى خو نه خان و، نه ملا و، نه يې هستي او دارايي لرله، يو خوار كسبګر او د وطن اصيل بچى و، كه يې صبر كړى واى، د كور، باغ او ملك پټي خاوند شوى به و. خبر نه و چې هغه د ده د زامنو له لاسه تښتېدلى دى.

خانګي د سرو مارشونو لپاره ډول ته هم سور رنګ وركړى و، د مارش په ورځ به يې يو سور ټوكر تر خپل مټ هم وتاړه، اوس چې به يې د كليوالو سترګې په سره ډول ولګېدې، داسې به ورته ښكارېده، لكه د بېګناهو مظلومانو په وينو چې يې رنګولى وي، د هر سړي ورڅخه كركه كېده، خو د اظهاورلو جرئت يې له چا سره و؟

څو وخته وروسته چې په بدخشان او دغه شان د بغلان په ځينو سيمو كې لكه (تاله برفك او كېلګي) مقاومتونه پيل شول، د كندز د ولايت ډلې ډلې ځوانان به يې د رضا كارانو په نامه په زور جنګ ته وراستول. له هرې ډلې سره به يې ډمان هم لېږل، دسره ډول خاوند خانګل به اكثر د رضا كارانو په سر كې ډول واهه، د خره خاوند ته پېښه وه، چاره يې نه وه، روان به و، په زړه كې زر ځلې په پخوانۍ كم اصلۍ راضي و، نه د وطن په اصلي بچي توب خصوصاً اوس چې يې ورور كلى بيا ورپرې ايښى و.

ښځه او اولاد يې د ده له غمه نه وو مړه، د خپلې سبا په فكر كې ول، چې د مځكې، باغ او كوټو خاوندان شي او څوك به يې په سپك نامه هم نه شي بللاى.

چې كال پوره كېده، د وطن له ډېرو سيمو د جنګونو او ناڅاپي حملو خبرې راتلې، هر سړي غوږونه څك نيولي وو، چې مجاهدين به كله د كندز په خلقيانو باړونه چلوي؟ د حكومت د مامورينو هم غوږونه برېدل او خپلې چاړې يې په اوبو كې ليدې.

د جشن ورځ وه، د كندز د سپين زر په چمن كې كمپونه درول شوي وو، والي راغى، سټېج ته وخوت، خلقيان ترې راګرځېدلي وو، د ولس رش و، د والي د خبرو د اورېدو لپاره هر سړي ځان مخته مخته كاوه، په دې ټېل ماټېل كې د كمپ د شا له لوري ځوږ او يووړ كړپ واورېدل شو. جوخت ورسره له هغې خوا ډزې شوې، هوايي ډزو د خلكو مگنډې رامنډې پيل كړې، په تېره چې د سټېج له سره هم د كلاشينكوفونو هوايي ضربې وچلېدې، مېړه هغه و چې پښې وباسې، درستو منلې وه چې مجاهدينو ناڅاپي حمله كړې ده، نه خلقي معلوم و، نه غير خلقي، هر چا د ښار پر لوري منډې وهلې، د خلكو هجوم د ښار په خوا ډېر خلك تر پښو لاندې كړل، په دې اړ و دوړ كې مترقي شعارونه او د تره كي ډېر عكسونه او څېرې په خاورو خټو لړل شوې، چې څومره منډې ډېرېدې هغومره ډزې ډېرېدې، خانګي هم له ډوله سره منډې وهلې، يو وخت متوجه شو، چې ډزې رانژدې كېږي، ښايي مجاهدين به ښار ته راننوتي وي، له وېرې يې لومړى هغه تر مټ تړلى سور ټوكر له ځانه ليرې كړ، بيا يې خپل سور ډول له غاړې راكښته كړ او پر مځكه يې وويشت، په خپله يې دوه درې سوه قدمه ليرې لنډه لنډه ساه اخيستله، يوې خوا بلې خوا ته يې په وېره وېره كتل، اخر د چايو يوه دكان ته وروخوت، هلته په يوه كونجكي كې كښېناست. د شيشو له شا يې كتل، چې هر سړي سره ټوكران، واړه سره بيرغونه، ليكلي شعارونه او د رهبر عكسونه له ځانه ليرې كوي، حتى ډېر مسلح سازمانيان يې وليدل چې ټوپكونه يې ويالې ته وغورځول.

يو ساعت وروسته معلومه شوه، چې هېڅ هم نه وو پېښ شوي، د كمپ شا ته په سړك ګاډۍ ولاړې وې، كوم تبنګ والا له بهر نه تبنګ پر سر نيولى چمن ته راځي، پام يې نه وي تبنګ يې د ونې له څانګې سره لګېږي، د تبنګ په راولېدو د بګيو اسونه وترهېږي، بګۍ له بګو سره ټكر شي، پلي خلك له دې وېرې چې اسونه يې لاندې نه كړي، يوه خوا بله خوا تښتي، د چمن د څنډو مسلح ساتونكي فكر وكړي چې څه دسيسه نه وي، خلك په والي هجوم نه وروړي، هوايي ډزې وكړي، د سټېج محافظان دغه ډزې د مجاهدينو له خوا وبولي، دوى هم په ډزو لاس پورې كړي، له هرې خوا هوايي ډزې پيل شي. نتيجه يې دغه د جشن د ميدان لوګ پاته كېدا وي.

خانګى ډاډه شو، لاړ او ويالې ته وررغښتى ډول يې وموند، چې په يوه پر بله يې واړاوه، برسېره پر دې چې دواړه خوا څرمني يې له كاروه وتلې وې، په خپله د ډول هم يو دوه دړې ماتې شوې وې. مات ډول يې غاړې ته واچاوه او په ټيټ سر يې د كور لار خپله كړه. ډول يې د روزي وسيله او اوس د حيثيت ذريعه وه، كه هرڅو له مارشونو پكو شوى و، بيا هم مجبور و، چې څرمني يې نوې كړي او په ماتو دړو يې پتري ووهي.

خانګى څو ځلې د تاله برفك او كېلګي جنګونو ته واستول شو، داسې جنګونو ته چې مجاهدينو به په غره كې مورچې نيولې وې، يو نيم ډز به يې له پاسه ورباندې كاوه، دوى به له لاندې هغه هم له ليرې باړونه ورباندې چلول، خانګى به د درستو له شا ډول ورته واهه، چې هر يو په زور بېول شوي به يوه كوټه مرمۍ خاورې كړې او څه ډكۍ مرمۍ به يې په سنګرونو كې پرېښوولې، دوى به رخصت شول، سبا به يې نور ورته راوستل. داسې جنګونو ته تګ تشه ستړياوو ورپه برخه كوله، نور خطر نه و ورته متوجه، ځكه چې نه مجاهدين راكوزېدل، نه دوى ورختل او دى به دومره ليرې ولاړ و، چې د مجاهدينو مرمۍ يې په زر قدمۍ كې هم نه لګېده. خو چې د دهنه غوري په يوه ناڅاپي حمله كې يې ډول سورى شو او مرمۍ يې له غوږونو سره تېرې شوې، ګڼ شمېر مړي او زخميان يې وليدل، چې ورپاته شول، د واهمې يوه داسې تبه پرې راغله، چې په ځنځولۍ كې يې كور ته ورساوه. څو شپې ډوب پروت و، كله- كله به يې سترګې رډې ونيولې، نارې به يې كړې، هغه دى، هغه دى.. راغلل، ولي مې، ولي مې، بچ مې كړئ، وژني مې، واى خدايه، مړ شوم...

چې روغتون ته يې ورساوه، معلومه شوه، چې وچكۍ نيولى دى، تر معالجې لاندې ونيول شو، ورو ورو يې تبه وشلېدله او له يوې پنډې دوا سره يې كاله ته رخصت كړ.







(13)

ملا صاحب چې په دېره اسمعيل خان كې واړول، هلته علماوو جهاد اعلان كړى و، ډلۍ ډلۍ ځوانان د وسلو په تلاش پسې ګرځېدل، چې بېرته جهاد ته ستانه شي، په پېښور كې د اسلامي تنظيمونو ځينې دفترونه جوړ شوي وو، چې د مهاجرينو له خدمت سره مجاهدين هم مسلح او منظم كړي.

ملا صاحب په دفترونو كې حال واخيست، څرنګه چې نه يې عمر د دې تقاضا كوله چې عملي جهاد ته ملا وتړي. نه مشهور مدرس و، چې ملا صاحبان يې نظر انداز نه كړي. له دې دورې صرف يو د تنظيم كارډ په لاس ورغى، چې بيا يې د هغه په اعتبار يو راشن پاس هم جوړ كړاى شو، د راشن له بركته يې غله له كوره پوره كېده. كله- كله به لا په لومړيو كلونو كې چاى، بوره او غوړي هم لاس ته ورتلل، چې ګذاره يې ورباندې كېده، يو دوه خېمې هم وررسېدلې وې، چې سر ترې لاندې پناه كړي. خو په خېمو كې اوړى تېرول، ګرانه خبره وه. لاس په كار شو، يو دوه خونې يې پټې كړې، فكر يې وكړ چې نور څه وكړي، بېكاره وخت نه ورباندې تېرېده، هغه پخوانۍ پېشه يې چې په كلي كې د ټوكرانو ګرځول او خرڅول وو، هم خوښه نه شوه. يو دى زوړ شوى و، هغه پخوانۍ سېكه او حوصله نه وه ورپاته، له بلې خوا د سيمې د خلكو وضعې ډېر تغير كړى و، په هر كلي كې دكانونه جوړ شوي وو، برسېره پر دې په داسې حال كې چې پر وطن يې سور اور بل و او د قام بچي يې په سرو وينو كې رغښتل، په ارام زړه يې سوداګري نه شواى كولاى.

په خپل كور، خپل چمبر كې اوسېدلي، په خپلې مځكې له خپلې كروندې سره روږدي شوي ملا صاحب ته اوس په عاريتي خونه كې ژوند ډېر ګران و، چې په خپل لاس روزلې ونې به يې سترګو ته ودرېدې، هغه له بادامو راتاتې شوې څانګې چې به ورپه زړه شوې، هغه د سرو ولو سوړ سيورى، هغه د ماشومانو شور، د ښوونځي لپاره منډې ترړې، په قومي جرګو كې ناسته ولاړه، په شا و خوا كليو كې د ده حيثيت اوس درست اوبو وړي وو، بس د يوه سپين ږيري او قابل ترحم مهاجر په توګه د بل داد ته ناست و، په زړه به يې اور بل شو، بې اختياره به پاڅېد، په پرديو پټيو كې به يې بې اختياره چټك چټك ګامونه واخيستل، تر ليرې ليرې به لاړ. بېرته به ستړى ستومان راغى. په كاله كې به يې پښې وغځولې، په چاردره او ارچې كې له ترخو چايو سره روږدى شوى و، ترخې چاى به يې وغوښتلې.

ښځې به يې اكثره ورته ويل:

دا چاى ميرات مړې ډېر مه څښه، وايي د زړه وازدې ويلې كوي. ګټه يې څه ده؟...

_ وازدې نه ويلي كوي، كه يې ويلي كولاى، زما په زړه به لا څه غوړ پاته وي، چې غم يې كوي، ښه دى دغه تريخ چاى لا ښه دى، لږ څه مې پام ورباندې په بله شي.

ملا صاحب له بېكارۍ په زړه ستړى و، نه يې كله بېكاره وخت تېر كړى و، نه يې د جهاد په دې ګرما ګرمۍ كې د بې تفاوتۍ ارام خوبونه خوښېدل،ډېر فكر يې وكړ، چې څه وكړي؟ اخر يې دا خوښه شوه چې جهادي سندرې جوړې كړي او په خپل اواز يې په ترنم سره په كمپونو كې خلكو ته ور واوروي، په ځوانانو كې به د جهاد روحيه ګوندې ورباندې تقويه كړي. دا هم جهاد دى.

يو دوه جهادي چاربيتي يې وليكلې، چې څو ځايه يې خلكوته ور واورولې، د خلكو خوښې شوې، هغه چاربيتي يې چاپ كړې، چاپ شوې رسالې يې په كمپونو وګرځولې، خو ژر ورمعلومه شوه، چې زموږ لوستي خلك هم له كتاب او لوستلو سره چندان مينه نه لري، پاته شول په سلو كې كابو پنځه نوي نالوستي خلك، هغه به په رسالو ولې پيسه وركوي. زموږ ولس د لوستلو حوصله نه لري، د اورېدلو ډېر شوقمن دى. بايد يو ټيپ ريكارډر واخلم او دا سندرې په كسټونو كې ثبت كړم، كسټونه ضرور خرڅېږي، دا به هم يوه اندازه ګټه راته كوي، هم به له بېكارۍ ورپورې خلاص يم، هم به مې په جهاد كې برخه اخيستې وي.

ښار ته لاړ يو كوچنى ټيپ او څو سپين كسټونه يې واخيستل، چې چاربيتي يې په ښه اواز په كې ثبت كړې، كمپ په كمپ ګرځېدا يې شروع كړه، هره ورځ به يې لس دوولس كسټونه پلورل كېدل، چې د خپل اواز بازار يې ګرم وليد، د نورو شاعرانو شعرونه، جهادي لنډۍ او دا شان غزلې به يې هم په خپل ږغ ثبتولې او خرڅولې. په دې توګه يې ډېر ژر كار جوړ شو. هم يې له بېكارۍ ژغورلى و، هم يې د مسووليت وېره كمه شوې وه.

كله چې روسانو مستقيماً خپل پوځونه افغانستان ته راولېږل. ملا صاحب هم د نورو افغانانو غوندې خپل جهاد ته زور وركړ. د الحاد او استعمار پر خلاف يې ډېر شعرونه نور هم په كسټونو كې ثبت كړل. تر ليرې ليرې كمپونو به يې چكرونه وهل. د جهادي تنظيمونو جريدې او رسالې به يې لوستې، له حالاتو به يې ځان خبر ساته، كه به چېرې په كوم جومات كې موقع په لاس ورغله، د جهاد په ګټه به يې تبليغ هم كاوه، چې دغو تبليغاتو د مهاجرو نظر ورواړاوه، په هر كمپ كې به يې عزت كېده او يو ځانګړى حيثيت يې ورپورې موندلى و.








(14)

كله چې خلقيانو د مځكوالو په جايداد تالان ګډ كړ، شپږ شپږ جريبه مځكه به يې په بې مځكې بزګرانو وېشله. خانګل او دوو زامنو ته يې هم سړي سر شپږ- شپږ جريبه مځكه ورسېده. خانګل په درېيمو برخو خانګل خان شوى و، ښځه يې ورپسې وه، چې ژر تر ژره په خپله مځكه يو ښكلى كور جوړ كړي، خو خانګل له يوه سوري شوي ډول پرته هېڅ هم نه لرل. دوى ته به يې وويل:

كراري ده، صبر وكړئ، حاصل واخلو كال ته به يې جوړوو، تاسې تر هغه وخته چورت په كې ووهئ، چې په كومه نقشه يې جوړ كړو؟ جوړ شوى كور بيا نه شو نړولاى.

دا خبره هغوى هم ومنله، ځكه چې د ښځې او زامنو يې دا ارمان و، چې كور ولري، هغه هم ښكلى او په نقشه برابر كور. له هغه وروسته به يې ښځه ژر ژر په كليو ګرځېده، چې تازه جوړ شوي كورونه وويني، هر كور چې به يې خوښ شو د هغه نقشه به يې ذهن ته وسپارله، بېګاه به يې زامنو ته وويل:

د پلاني كور مې وليد، ښه يې جوړ كړى و، ټول شپږ خونې لري او دوه يې تشنابونه دي. يوه يې هم برنډه ده، هغه داسې چې په دهلېز ورننوځگې، د اوږده دهلېز ښۍ خوا ته يو ور خلاصېږي، چې ورننوځې د ناستې خونه ده، دا خونه درې لويې كړكۍ لري. چې له هغې خونې راووځې، مخامخ يې بله خونه ده، هغه دوه كړكۍ لري، هغه يې د خوب خونه ده، په خوا كې يې يو تشناب دى، چې بيا راووځې، دهلېز اوږد غځېدلى دى، بيا يې مخامخ دوه نورې د خوب خونې دي، چې له هغو ورتېر شې، يو تشناب او دوه تحويلخانې لري، د كور مخې ته يوه برنډه لري.

زامنو به يې د دې له قوله نقشه جوړه كړه، بله ورځ به يې مور د بل چا د كور حال وركړ، زامنو به يې هغه نقشه هم تياره كړه، په دې ترتيب په نژدې كليو كې داسې كور پاته نه شو، چې دوى يې خيالي نقشه نه وي اخيستې، هره شپه به يې نقشې سره كتلې او بحثونه به يې ورباندې كول، د چا لوى كور خوښېده، د چا ټول كور، چا د تعمير بېروني جوړښت ته اهميت وركاوه، چا به يې داخلي سهولتونه په نظر كې ساتل... چې د كور د تعمير په نقشه يې څه توافق سره حاصل شو، خانګي ورته وويل:

كور خو بس په دې نه پوره كېږي، چې د ناستې خونه، د خوب خونې، تشنابونه او تحويلخانې ولري، د غوا لپاره ځاى څه شو، بوټي به چېرې اچوو، پخلى به چېرې كېږي؟ دا هر شى ځانته ځاى غواړي، ګورئ كه هرڅومره شتمن شو، بې غوا مو نه كېږي. تر څو به په كلي شړومبې غواړو؟ چې غوا ساتو، غوا ګوډله غواړي، د پروړې ځاى غواړي، په اوړي ميدان غواړي، بايد په هوا دار ځاى كې وتړله شي. دغه شان پخلى خو د خوب په خونو يا د ناستې په ځاى كې نه كېږي، بوټي هم دغسې درواخله بايد ګوښه ځاى ولري، چې د كور ځاى په نقشو جوړوو، بايد د كور په سراى كې هم له چمن او ګلونو پرته داسې شى نه وي، چې كور بد ورباندې ښكاره شي.

د كال تر پايه ډېرې نقشې جوړې شوې او ډېرې ورانې شوې، خو چې حساب يې سره وكړ، د مځكې له درو سره برخو، ايله هغومره غنم ورغلي وو، چې د دوى د ژمي خوراكه شي، د پنبې هم عايد د دوى برخه لس دوولس زره افغانۍ شوې، چې له هغه يې هم د كيمياوي سرې قيمت او نور مصارف وايستل، ايله اته اته نيم زره پاتېدې، په دې به كومه خوا پوره شي؟ د كاله موجود ضروريات، كه د تعمير مصرف؟ كه دا حاصلات وو، په راتلونكي كې هم څه نه ترې جوړېږي.

خبره دا وه چې دولت دوى ته شپږ شپږ جريبه مځكه وركړې وه، شپږو جريبو ته نه څوك غوايي اخلي، نه نور تخنيكي وسايل موجود وو، دوى مجبور شول، چې په نيمايي يې وركړي. هغه چا چې په نيمايي ورڅخه نيوله، هغه ته هم شپږ جريبه رسېدلې وه، دوه درې برخې يې د نورو هم په نيمايي ونيولې، طبعاً ډېر كار به يې په خپله مځكه كې كاوه، بله موجبه د كم حاصلۍ دا هم وه چې بزګران به يې جنګونو او مارشونو ته ډېر بېول، له يوې خوا به د بزګر د اوبو وار رارسېدلى و، له بلې خوا به يې مارش ته په مخه كړى و، دغه شان د خېشاوې، لولور او نورو وختونو كې به چا د بزګر شخصي كار ته اهميت نه وركاوه. بايد موټرونه ډك شوي واى، ځكه حاصلات تر نيمايي هم راټيټ شوي وو.

خانګي چې له ځان سره حساب كاوه، تر دې درې برخې زمينداري يې هغه د ولس نوكري ډېره په ګټه وه، خصوصاً چې وزير ګل هم ميدان ورپرې ايښى و. خو كه هغه ته چا پرې ايښى واى، دغه لس دوولس زره افغانۍ خو يې له كوچيانو هم لاس ته كولې، له خپله اولسه خو يې ډېر څه بودول. اوس يې برسېره په دې چې ولس بېرته ده ته پاته شوى و، له ولسه هسې هم لاس ختلى و، له يوې خوا نه هغه شتمن پاته وو، چې په جوالونو غله به يې وركوله، نه د ډول و ډنګ ودونه وو، نه مېلمستياګانې چا كولې، نه ډم ته د چا ضرورت و، نه ډم د خدمت لپاره فرصت پيدا كولاى شو، پخوا چې به د ډول ډنګ شو، خلك به پوهېدل چې يا واده دى، يا د چا كره زوى زوولى دى، خو اوس د ډول له ډنګا غوږونه پټوي، وېرېږي چې بيا به خلك مارش ته بيايي، يا به يې جنګ ته لېږي.

د ژمي څله وه، روسي لښكرې راپورې وتلې، د خلقيانو ټغر يې ورټول كړ، پرچميان يې واكداران كړل. خانګل حيران و، چې څه به كېږي؟ ايا پرچميان به هم هغه شان دوى د وطن اصيل بچى ګڼي كه څرنګه؟ نه پوهېد چې لاس ته راوړې مځكه به ورپاته شي، كه به وېش له سره وكړي؟ ايا زامن به يې په سازمان كې پرېږدي، كه به يې د خلقيانو په نوم وشړي؟...

څو ورځې پلار او زامنو په كور تېرې كړې، دوى له پرچميانو وېرېدل، چې څه به ورسره كوي، خو تر هغه له مخه چې پرچميان په ولسواليو كې ولسوالان ځاى پرځاى كړي، مجاهدين په كليو مسلط شول. يو دوه قرارګاه يې د قره باتور په غره كې جوړې شوې، يو دوه په ګورتپه كې، كله به د ورځې هم كليو ته راكښېوتل، كله به يې د شپې يو نيم د كمونيسټانو حامي او جاسوس له ځان سره بوت او سزا به يې وركړه. په عام ولس كې روحيه بدله شوې وه، هم له دواړو خواوو وېرېدل، هم په كلي ولس كې د جاسوسانو مخه نيول شوې وه. خانګى وارخطا و، هم په ځان وېرېده، هم په زامنو، هندو ته به يې هم له ډاره ماما ويل. مځكه يې په خپله خوښه پرېښوده، ويل به يې چېرې هندوان چېرې اوښان! ډم سړى يم، ډول او بياتي د ډم وسله او وسيله وي، زموږ يې له ملك پټي سره څه؟ تر اوسه مې د حاجي صاحب مځكه له ډاره نيولې وه، اوس دې يې خداى د خپل خاوند روزي كړي.

د حاجي صاحب زوى ته يې وويل:

باداره! دا ته دا دې مځكه، له موږ خوا مه بدوه، زاړه خدمتګاران يو، د حكومت زور څوك لري، له مجبوريته مې نيولې وه!...

_ زه په مځكه نه يم خوابدى. مځكه د وخت حكومت دركړې وه، خو يوه خبره بايد هېره نه كړې چې ته او ځينې نور كم ظرفه خلك لكه د لار د سر خلي خاشې ژر هوايي شوئ. سنت سلام دې هم هېر شو، زامن دې سازمان ته ولېږل او ته د مارشونو سر اوالدار شوې، څه نه وو چې په موږ پسې به دې نه ويل؟ نور به څه نه درته وايم، تېر به هېر وګڼم، خو له دې په هيسته د ښو تمه مه راڅخه كوه، نه دې خدمت غواړم، نه مې بخښنې ته حساب كوه....

_ مجبور وم، ډم وم، ډول مې وهلى شو، غوښتم به يې...

_ يو ته ډم نه وې، په ولايت كې ډمان نور هم وو، چې تر تا يې ښه ډول واهه، ليكن "يو اتڼ هم بې چپاړې ببو" نه و.

خانګى پرته له عذر غوښتنو بل دليل نه درلود، خو د احمد شاه وربوز ورسم نه شو، په پاى كې يې ورته ويل:

درته وايم نور څه نه درته وايم، له كور او كلي دې هم نه باسم. چې چېرته پروت يې، هلته اوسه، خو نوكري او باداري نوره ختمه شوې ده، د خدمت لپاره مه راځه!

بله ورځ د مجاهدينو قوماندان وروغوښت، چې ورشي او د مجاهدينو سرونه اصلاح كړي، زړه بې زړه ورروان شو، چې ورورسېد، وجود يې له ډاره رپندۍ اخيستى و، بې اختياره يې پښې او لاسونه رپېدل، قوماندان چې وليد ورته ويې ويل:

مه وېرېږه، راځه، دومره وخت دې د خلقيانو خدمت كاوه، هغوى ته دې ډولونه وهل، د هغوى لپاره دې منډې وهلې، څو وخته د مجاهدينو خدمت هم وكړه، موږ ډمانو ته څه نه وايو، كه څه هم د خلق او پرچم غړي زياته برخه ډمان او جولاګان دي او تا هم په خپل وار ورته كم خدمتي نه ده كړې، حتى تر جاسوسۍ پورې.

خانګل يې پښو ته ورولوېده، سر يې ورته سرتور كړ، توبې يې ورته وايستلې، دعا يې ورته وكړه، چې خداى دې مومنان كامياب كړي.

هغه چې بيا تسلي وركړه، لاس په كار شو، په نوبت يې د لس دوولسو مجاهدينو وېښته وراصلاح كړل، چې له كاره فارغ شو، قوماندان ته ورغى، ويې ويل:

قوماندان صاحب! موږ غريب خلك يو، له چا سره مو زور نه دى برابر، پر موږ چې هرڅوك امر وكړي، د امر تابع يو، موږ وبخښه...

_ ورځه، بخښلى مې يې، له دې په هيسته له ځان سره پام كوه او زامن دې اداره كړه!

_ اوس شكر دى چې تاسې راغلئ، د پناه ځاى مې وموند، كه حكومت وروغوښتم، ستاسو په پناه كې به ساتلى يم، خو يو عرض كوم.

_ وايه څه وايې؟

_ تاسې خو وبخښلم، له نورو قوماندانانو به مې څوك ساتي؟

_ تا او ستا زامنو ته به د مجاهدينو كارډونه دركړم، كه چا څه درته ويل، كارډ وروښيه، څه به نه درته وايي.

_ زه لا په هر حال، په زامنو مې ډارېږم.

_ زامن دې راولېږه، څو وخته به په قرارګاه كې د مجاهدينو خدمت كوي، هم به ساتلى وي، هم به له سازمانه ليرې وي.

خانګى په دې خبره وغوړېد، رخصت يې وخيست، كور ته لاړ، پر ښځه او زامنو يې زېرى وكړ، چې دا دى د زامنو د خلاصون لار مې پيدا كړه. تر اوسه كه په سازمان كې ول او د دوى له رويه موږ ته په درنه سترګه كتل كېد، اوس به د مجاهدينو په مركز كې وي، بيا به هم موږ ورپورې درانه يو.

په دې زېري په درستو كې ساه وغوړېده، سبا يې زامن په مخه كړل او قوماندان ته يې وسپارل.

له هغې ورځې راوروسته بيا خانګي په اسمانونو كې چكرې وهلې. په مځكه به يې امر كاوه، چې رالاندې ځه. ښځه يې هم په بله هوا كې وه، تر هر چا يې غاړه يو څپك پورته وړه. كه پرون د خلقيانو په كوټه ولاړ ول، نن يې د اسلام جنډه پورته نيولې ده. كه پرون د وطن اصيل بچي وو، نن هم سوچه مسلمانان دي.

خانګى په خپل فكر كې نازېده، چې حالات په خپله ګټه بدلولاى شي. له ځان سره يې وويل:

نور تر چا كم يم، ښه پوهېږم مشرۍ ته تر هر چا ښه جوړ يم، خو افسوس چې جېبونه مې تش دي... بيا يې وويل:

كه ازه وم او دا مې ښه فكر و، كه نن وي، كه سبا د هستۍ به مې ارمان هم ترسره شي. ښه دا ده چې اوس د قوماندان لمن ونيسم، قوماندان د كور كلي سړى دى، خير دى، كه د ډم په سترګه راته ګوري، ګوري دې. دا يې څو وخته نور هم ډم. سم له لاسه د ځان ساتل ضروري كار دى، چې كله حكومت د مجاهدينو شي، زامن به مې لوى سړي وي، ځكه چې په دوى كې نور داسې څوك نه شته، چې مكتب يې ويلى وي. درست ولس به زما قدر كوي...

ښځې يې ورته وويل:

سړيه! مځكه دې ولې ورپرېښوده؟ خلقيانو دركړې وه، مجاهدين درسره جوړ دي، هم ته خدمت كوې، هم دې غبرګ ملا تړلي زامن درسره مله دي، هغه به څه په كې وايي؟

_ مځكه به څه كوم، اتلس جريبه مځكه يو د تا غاړه نه شي ايستلاى، ولې د خلكو خولې راخلاصوم؟ څو وخته لا نور هم پر زړه كاڼې كښېږده، چې مجاهدين بريالي شي، يو زوى به دې ولسوال وي، بل قوماندانان، هغه به ښه وي، چې د ولسوال او قومدان مور يې، كه دا چې په وېره وېره په پردۍ مځكه پراته يو؟ نه زړه ترې ځي، نه مو ګذاره ورباندې كېږي؟...

_ تا ته چا ويلي دي چې زوى به مې ولسوال وي؟

خانګي په ډېره ډاډمنه توګه ورته وويل:

ښځې! دا زه څه درته ښكارېږم، ږيره خو به مې په باد نه وي سپينه كړې. ټول عمر مې سړي پوولي دي، د هر وخت په هوا پوهېږم، چې د خلقيانو وخت راغى، تر هر چا مخته ما ورسره لار يووړه، د ملك پټي خاوند شوم، چې په هغوى ړنګه شوه، عقل مې راته وويل د مجاهدينو دوران راځي، هم مې ځان ورخپل كړ، هم مې زامن ورباندې ومنل. د سبا په حال هم پوهېږم دا پرچميان راته د څو ورځو ښكارېږي، مجاهدينو ته د ټينګې نه دي، اخر به تښتي او قدرت به د مجاهدينو لاس ته ورځي.

_ ښه، نو بيا؟

_ بيا به حكومت جوړېږي، ماموران به ټاكل كېږي، د مجاهدينو خوښ خلك به راځي...

_ خود به راځي، بې حكومت خو نه كېږي، د تا زمن به په كومې خوشحالۍ ولسوالان كېږي؟

_ چې حكومته د مجاهدينو شي، مجاهدين مې وليدل، په تور ټكي نه پوهېږي، د دوو خرو وربشې نه شي سره جلا كولاى، زما زامنو مكتب ويلى دى، په ليك لوست پوهېږي، چې دوى نه كړي مقرر، كارونه به په چا كوي؟

ښځې يې په خټ خټ وخندل او ويې ويل:

رښتيا، دا دې ښه فكر كړى دى، خداى دې ژر دوى ته برى وركړي.







(16)

ملا صاحب به له دېرې تر پېښوره تلو راتلو، په كمپونو كې به يې خلكو ته خپل ثبت كړي كسټونه وراورول. چې د چا به خوښ شول، ورباندې پلورل به يې، علاوه پر دې يې په جوماتونو كې د جهاد تبليغ او د اتحاد تلقين هم كاوه، د كوم خاص تنظيم لپاره يې ترښځ نه وهله، له دې امله په هر چا ښه لګېده او د خداى د لارې لاروى يې باله.

د روسانو په يرغل پسې خبر شو، چې د شرف الدين كډه هم راغلې ده او په زړو مېنو كې يې اوړلي دي. ورغى، چې حال يې واخلي، شرف الدين ډېر ورته خوشحال شو، ملا صاحب ورته وويل:

راځه، له ما سراه واړوه، كارډ به درته واخلم او د راشن او خېمې غم به دې هم وخورم، هغه ورسره ومنله له ده سره مېشته شو. ملا صاحب ته يې وويل:

ملا صاحب! وايي مرده بدست زنده، زه يو پټې سترګې سړى يم، چې په ليك لوست نه پوهېږي، هغه ړوند وي، چې څه وايې ستا يې ويل، زما يې منل.

ملا صاحب وويل:

زه اوس بوډا شوى يم. نه مې دماغ چندان كار كوي، نه مې نظر سالم دى، زه ستا مرستې ته اړ يم، خو "خاورې راغلې، په ايرو پورې يې واړول، ايرې هم باد يووړې". تا تر ما وار خطا كړى دى. خير، وار مه خطا كوه، تر مرګ رسېدل دي، وبه رسېږو.

_ په رښتيا ډېر بوډا شوى يې، ما به ويل كه هر څوك زړېږي، زوړ به شي، ملا به خدايزده چې زړېږي، خو ته په دوو كلونو كې داسې سره وڅڅېدې لكه شل كاله چې دباندې وتلې وي.

_ كه مې رښتيا پوښتې او خوا دې نه بدېږي زه دومره ژر نه زړېدم، تا زوړ كړى يم. چې ته راڅخه لاړې او مخ دې راڅخه واړاوه، زړه مې د خداى بې وعدې چاود، ما به ويل كه زوى نه لرم، ورور لرم، ورېرونه لرم، مړ او ژوندى به مې په ميدان نه وي پاته، كونډه او يتيمان به مې څوك لري، چې مخ ور واړوي، خو تا د خپل زړه ومنل، زما هيلو اميندونو ته دې نه وكتل. نه ما مجبوريتونو، محروميتونو او زما هغه په تا باندې لورېينې او پېرزوينې هېڅ ته دې هم ونه كتل.

شرف الدين وويل:

خير دى، ملا ته خوا مه بدوه، وايي كبان چې هر وخت له اوبو راوباسې تازه وي، اوس لا ته هم ژوندى يې، زه هم ژوندى يم، نه ته مړ يې، نه زه چې ارمان مو وي، اوس به يې سره پالو.

_ زه خو به يې پر حال درسره پالم، زما له تا نه رغېږي، له تا پرته به چا ته مخ وراړوم، خو په تا مې باور نه شته، ځكه چې يو له زړه سخت يې، بل شكر د زامنو پلار يې، چې هغه هم اوس زڼي شوي دي، يوه بوډا ورور ته به څه ضرورت لرې؟ هغه وخت چې زما كار جوړ و، مځكه، باغ، كار او روغ صورت مې درلودل تا راسره پرې كړه او يوازې دې پرېښودم، اوس به مې څه تر سر واړوې؟

_ هغه وخت ته په كلي منلى، په حكومت منلى، سركاري استاد، ولسي ملا او د ملك پټي خاوند وې، زه يو سپېره د مولا، ستا ښه ژوند ته مې نه شو كتاى، اوس مو حساب سره برابر دى.

_ هغه وخت خو ما له تا هېڅ هم نه سپمول، خو تا زما مرګ ته اړولي وو.

_ولې به مې نه اړول، چې په يوه شپه د شل جريبه ابادې مځكې، رسېدلى باغ ولاړ كور او چمبر خاوند كېدم، اوس به دې ولې مرګ غواړم، څه دې راپاتېږي؟

ملا مسك شو، ويې ويل:

ما دومره نه ګڼله، چې داسې فكر به كوې، نو ظالمه صبر به دې كړى و، په سمه مې هم هرڅه درپاتېدل.

_ ښه شوه ملا، چې هغه زما او ستا د ورورۍ ترمنځ ولاړې ونې او ولاړ دېوالونه له منځه ووتل. ستا په مځكه مو وروري نه شواى سره پاللې، د خداى په مځكه به يې سره وپالو.

ملا صاحب بيا په خندا ورته وويل:

رښتيا چې نېستي هم كله- كله پاكه پاچهي وي، كه مې هستي لاړه، له بېكسۍ خو خلاص شوم.

بله ورځ ملا صاحب دى ورسره روان كړ، د تنظيم كارډ يې ورته واخيست، بيا يې څو ورځې منډې ورسره ووهلې، راشنونه يې ورته جوړ كړل، چې فارغ شوو خپله پنډه يې واخيستله، مخ په پېښور وخوځېد، هلته د يوه تنظيم د دفتر مخ ته يې خپل يو كسټ په ټيپ كې ايښى و، څو تنه مهاجر ورباندې راټول وو، د ملا صاحب په اواز كې يې جهادي سندرې اورېدې، په دغه وخت يو موټر راغى، د دوى خوا ته ودرېد، يو سولدار سړى ترې راكوز شو، چې ډرېور ته يې هدايت وركړ، دوى ته متوجه شو، چې څوك دي او په څه راغونډ دي، چې نژدې ورغى، ملا صاحب يې وپېژاند، ورتېر شو، په غېږ كې يې ونيو او په ډېره مينه يې پوښتنه سره وكړه، بيا يې ورته وويل:

دا څه كوې؟

_ ولسوال صاحب! ډېر ښه شو چې روغ جوړ مې وليدې، كله- كله به راپه زړه شوې، اميد مې نه و چې سره وينو به، زه دا دي د جهاد سندرې وايم.

ولسوال تر لاس ونيو او له ځانه سره يې دننه دفتر ته بوت، ولسوال اوس د يوه تنظيم د اداري چارو رئيس و.

چې سره كښېناستل، چاى يې ورته راوغوښت، حال احوال يې سره واخيست، له يوې خوا بلې خوا سره وږغېدل، زړې خاطرې يې سره يادې كړې، مازديګر يې خپل كور ته ورسره بوت، چې د شپې ډوډۍ يې سره وخوړله، ولسوال ورته وويل:

ملا صاحب! ومې بخښه، زه ستا په نسبت خلكو ډېر شكن كړى وم، په شك او ترديد به مې درته كتل او هر وخت به مې ستا حركات او مكنات په دقت څارل، ښه شو چې د هغو شكونو وروستي خاپي هم زما په ذهن كې ړنګ شول، ما وبخښه، زه نه وم ګرم، ما ته مختلف اطلاعات رارسېدل، له بلې خوا ستاسو خبرې، لهجه او حركات هم څه داسې وو، چې شكونو ته يې وده وركوله. ما به دامنلې وه چې تاسې كوچيان وئ، پاكستان ته د تلو راتلو په وجه او په هندوستان كې د تعليم او ګذارې له امله به ستاسو لهجه اوښتې وي، تاسو د هندي ملا صاحبانو به ادابو ته هم په څه سترګه نه كتل، ملا وې خو د ملا صاحبانو جامې او ناسته ولاړه دې نه خوښېده، كوچى وې خو تر ښاريانو مهذبه او روشنفكر، علاوتاً دومره سوړ او بې تفاوته چې په پښتنو كې دې سارى نه و، نو ته ووايه چې ما به څه فكر كولاى شو؟

ملا صاحب وخندل او بيا يې وويل:

كه اوس هم نژاداً پيرنګى يم، څه شك به وي؟

_ اوس دې تر ډېرو مومن او پښتون ګڼم!

_ اوس مې هم د اصل او نسب څه ثبوت نه شته درسره، د څه له مخې واياست؟

_ زړه مې راته وايي.

_ كه د زړه منې، زړه خو دې هغه څه هم منلي وو، چې اوس يې معافي غواړئ.

_ ملا صاحبه! هغه منل د راپورونو له مخې و، دا منل له ډېر تحقيق وروسته، نور نو په تېرو اشتباهاتو ډېر خجالت مه راكوه، بيا هم بخښنه غواړم.

دواړو سره وخندل، ولسوال صاحب د چايو پياله ورته ډكه كړه او ورته ويې ويل:

څه به وشي چې خپل سرګذشت راته ووايې.

_ اوس كه مې وپېژنئ څه ګټه به درته وكړي، كه مې نه و پېژنې څه تاوان به دې كړى وي؟ اوس خو ته له پيرنګيانو څخه نه وېرېږې، خلقى يا روسى خو يقين لرم، چې نه درته ښكارېږم.

_ خداى دې نه كوي، كه واقعاً هم پيرنګى يې، زه درته احترام لرم، كه دې كيسه وكړې، زما د زړه يوه غوټه به دې خلاصه كړې وي.

_ خو زما په زړه كې مړې شوې سكروټې به بيا تازه شوې وي.

_ ملا صاحب! زما دلچسپي له دې سره ده، چې يو سپين سپېڅلى پښتون يې، خو ژوند، ژواك، خوى، خصلت دې راته عجيبه غوندې ښكارېږي، ملا يې، خو د ملايانو لباس او رفتار دې نه خوښېږي، تعليم دې په ديني مدرسو كې كړى دى، اما جوړه دې له موسيقي سره ده، وظيفه دې امامت و، خو ورځ به دې په نورو چارو تېروله، كوچى وې، خو خلك به دې عصري ژوند ته رابلل...

-بنيادم يو له خاورو، خټو جوړ شوى لوښى دى، هغه هم له اومو خټو؛ وخت او زمان يې هم ظاهري څېره وربدلوي، ځكه چې سولېږي، توږل كېږي او دوړېږي، كه يې ظاهري وړ اړوې، باطني جوړښت يې هم د زمانې باد و باران ته بې اثره نه پاتېږي. د وخت په تېرېدو انسان دومره بدل شوى وي، چې له پخواني قالب سره يې لږ شباهت هم نه وي. زه هم انسان يم، د ژوند ستونزو، د وخت پېښو او د تقدير له لاسه له يوه ځايه بل ځاى ته غورځولو راغورځولو وسولولم، ويې توږلم، كنډ كپر يې كړم او په نتيجه كې يې دا شى راڅخه جوړ كړ، چې وينې مې!

_ ملا صاحب! يار دې يم، دوست دې يم، ورور دې يم، څه به وشي چې د ژوند كيسه دې راته وكړې، زما ډېره سودا ده، چې ستا له ژونده خبر شم، غواړم چې ستا په حال پوه شم او وګورم چې څه عوامل وو چې ته يې دومره بدل رابدل كړى يې؟

_ د يوه ورك سړي به څه كيسه وي؟

_ كيسې د وركو، مسافرو خوندورې وي، په عادي ژوند كې خو هېڅ د اورېدلو وړ څه نه وي.

_ داسې خو ده، لېكن زه به څه ووايم؟ زما د ژوند كيسه ګومان نه كوم چې دلچسپه وي، د مكررو بدمرغيو كيسه ده.

_ په هر حال، ووايه چې لومړى دې څرنګه ديني علومو ته ملا وتړله، بيا څه علت و چې رندي او ساز سرود ته دې مخ ورواړاوه، حتماً په دې كې څه راز شته...

_ تاسې ښار ته روان شئ چې د كور ضروريات واخلئ، هلته په يوه مېله واوړئ، د مېلې هوس درڅخه ضروري كار هېر كړى، چې كله تش لاس راستانه شئ، ملتفت شئ چې ضروري شيان مو نه دي اخيستي، بلكې د خريد لپاره وړې پيسې هم درڅخه بېځايه مصرف شوې دي. په دې كې به څه راز ولټوو؟...

په دې ډول څو شېبې د ولسوال بيا بيا غوښتنې وې او د ملا صاحب له اصلي ځوابه ډډه كول وو، څو چې په پاى كې ملا صاحب كيسه وكړه، ويې ويل:

موږ كوچيان وو، زموږ پلرونو نيكونو به ژمى د دېره اسمعيل خان شا و خوا اړول، اوړى به په شلګر پراته وو، موږ نه وزې لرلې، نه مېږې، يوازې موسمي مرغان وو، په هوا پسې تلو، كار كسب مو په ژمي خټې، مزدوري يا ګرځنده بزازي وه، په اوړي به مو له ځان سره وړي مالونه د شلګر په كليو كې اوبه كول، زما پلار د خپل كلي ملا و، موږ به په خپلو مقتديانو پسې تلو، يعنې د لمانځه په وخت به زما پلار امام او نور به يې مقتديان وو، خو د لږد او مېشتي فرمان به نورو صادراوه. د نورو خوښه به وه چې تلل، كه پاتېدل. زما پلار او د كلي ډم به د هغوى په خوښه لېښل، يعنې په لږد كې نور امامان وو، مقتديان دغه دوه كوره وو، د ډم كور او د ملا كور، ځكه چې موږ دوه كوره په دوى چلېدو، نور مو نه كار و، نه سوداګري.

زه تخميناً اويا كاله پخوا په روانو كډو كې وزېږېدم، ځكه داسې ستړى يم، پلار راباندې عزيز الدين نوم كښېگښود، چې پنځه كلن شپږ كلن شوم، پلار راباندې د الفبې لوستل شروع كړل، ورو ورو مې له "قدوري" تر "ملينې" كتابونه له پلار څخه ولوستل، بيا مې د شلګر په مدرسو كې لوستل پيل كړل، څو كاله طالب وم، په مدرسو كې به يې كوچى ملا بللم، ځكه عملاً كوچى وم، په اوړي به مې په شلګر كې سبقونه لوستل، په ژمي په دېره كې، په مدرسو كې دغه اختصاصي نوم يو ځانګړى ذهن او تصور رابخښلى و، چې ما به هرڅه وويل، ملګرو به مې وخندل او ويل به يې: كوچى ملا دى.

كوچيان تاسو ته هم معلوم دي، چې پياوړي، مست او بې پروا خلك دي، زه هم كوچى وم، په صورت باندې، پياوړى، چست، چا لاك او د ژوندي زړه خاوند؛ د طالبانو په مېله كې به چې زه نه وم، مېله به سړه وه، ما به مېله په سندرو، په ټوكو او په مست اتڼ مستوله، له دې كبله په شا و خوا مدرسو كې مشهور وم. هر چا كوچى ملا پېژاند او هر چا ته د كوچي ملا چټه ځواني معلومه وه.

عمر مې تر شلو كلونو اوښتى و، د درسونو مې ورورستۍ مياشتې وې، لږ وخت پاته و، چې د ملايي پګړۍ راوتړله شي. نه پوهېږم چې له ښه مرغه وو كه له بده مرغه، يوه ورځ چېرته روان شوم، هغه لار چې زه ورباندې سم شوى وم، د يوې ويالې په خوا كې تېرېده، چې كتل مې د هغه كلي پېغلې ناوې د ويالې په غاړه پنډې دي، جامې مينځي، د دوى خندا او كړكچ ورته ملتفت كړم، نوك مې راتم كړ، چې لاره بدله كړم، د دوى اوازونه مې واورېدل چې يوې وويل:

غلې شئ، چې سړى راروان دى.

بلې وويل:

پروا نه لري، ملا ښكارېږي.

په ما دا خبره بده ولګېده، زه هم په سپين سترګۍ تر دوى كم نه وم، بېرته پرې وروران شوم، چې نژدې ورغلم، ورته ومې كتل، له يوې نجلۍ پرته حرامه ده كه نورې چورت هم راباندې خرابوي، لوڅ مخ، ورنغښتي لستوڼي، لوڅې غاړې، سره ږغېږي او خاندي.

ما ورته وويل:

تاسو څرنګه وويل ملا دى، پروا نه لري، مګر ملا سړى نه دى!

يوې وويل: ملا ګله! خوا مه بدوه، ملا سړى دى خو سيال مو نه دى، سترګې له سياله شرمېږي.

زه مخامخ ورته ودرېدم، د پردې او حيا مسئلې مې ورته تشرېح كړې، څه به يې پټوم، په دغه حال كې به مې ورته كتل هم. ښې وې، ښكلې وې، او خره هم چې ځوانه وي، ښه ښكارېږي. لېكن په ټولو كې د هغې يوې نجلۍ د نيم مخ ليدو مې په نيم بدن اور پورې كړ، هغه نجلۍ چې لومړى يې لا ځان راڅخه نغښتى و، پېغلو زما مسئلو ته غوږ نه ونيو، په خټ خټ يې راپورې وخندل، نور مې ورته درېدل مناسب ونه ګگڼل، روان شوم، چې څو قدمه تر دوى تېر شوم، بې ارادې مې مخ شا ته واړاوه، هغه نجلۍ مې وليده چې پوړنى يې له مخه اخيستى و، نظر مې د دې پر باڼه ورو سترګو ولګېد، كاشكې مې شا ته نه واى كتلي، نه پوهېږم په هغه حياناك حسن كې څومره جاذبه وه؟ هوش، فكر، واك او اختيار يې هرڅه رانه ستانه كړل، تش كالبود ترې روان شوم.

بيا څو ځله په هغه لار راغلم، لاړم، خو د هغې پېغلې بڼورې سترګې مې نه و ليدې، داسې راته ښكاره شوه، چې د كلي د خان يا ملك لور به وه، كله- كله به له نورو سره د هوس په لمسه د ويالې په غاړه كښېناسته نه د كار او ضرورت له مخه، چې پوښتنه مې پسې وكړه، زما حدس پرځاى و، نجلۍ د كلي د مشر امير خان لور وه، چې ګل بخته نومېده، ګل بختې زه بدبخته كړى وم، ارام او كرار يې راڅخه اخيستي وو، لكه د لېچنې ګوتې خاوند شپه و ورځ ناكرار وم، نه مې په كور كې ټېكه كېده، نه په مدرسه كې، نه مې كتاب ته كتل، نه د استاد خولې ته، چې هرڅه ته به مې كتل په هغه به د هغې د باڼه ورو سترګو سيورى و، هر شى به دا رايادوله او هرځاى به مې دا تر سترګو سترګو كېده، د دې د سترګو له ښكلا سره حيا داسې غاړه غړۍ شوې وه، چې زه نه پوهېدم، په ښايست يې مين يم كه په حيايې؟

ويلي سبقونه راڅخه هېرېدل، مدرسې ته مې شا كړه، د فراق سندرې به مې ويلې، چې سحر به له كوره ووتم، تياره ماښام به راستنېدم، كرۍ ورځ به كلي په كلي ګرځېدم، لږ تر لږه به د ورځې درې ځلې پر هغې نرۍ لارې تلم راتلم چې ګوندې بيا يې ووينم، كله- كله به مې نورې نجلۍ وليدې، خو دا به يې په ټولۍ كې نه وه.

څرنګه چې د خپل لېوني زړه له لاسه له مدرسو څپ وهلى شوى وم، د دې لپاره چې د زړه پټ غمونه د ځوانانو په مېلو كې وڅنډم، د هر اتڼ په سر كې به ولاړ وم، په غبرګو روميالونو به غورځېدم، په څلور اړخه به ډول ته اوښتم، د اتڼ نارې خو به زما له اوازه پرته خپل خوند او اثر بايللى و، چې په اتڼونو به د ځوانانو اشمه ماته شوه، د ساز او سرود په ميدان كې به هم زما سندرو ته دېر تږي ناست ول، له دې امله چې لوستى سړى وم، تر هر چا مې ښه شعرونه ښه پېژندل او ښې غزلې به مې وراورولې، چې هر ځاى به له چا سره د چا د شعرونو دېوان و، ما به ځان وررسولى و او انتخابي غزلې به مې ترې نقل كړې وې.

ورو ورو زما طبعه هم روانه شوه، د خپل زړه غوښتنې او د خپل ژوند حالات به مې په شعرونو كې انځورول، كه څه هم زما شعرونه خام وو، له بديعي ښېګڼو او صنعتونو تش وو، خو چې له زړه راوتل په زړونو كښېناستل، د سوي زړه فريادونه او د لېونۍ مينې پيغامونه ول، د هر چا خوښېدل او د هر چا په طبعه لګېدل، په تېره چې زما په اواز كې به يې د ساز له نغمو سره د زلمو په ټول كې اورېدل.

ملا صاحب پياله ورپورته كړه، سوړ شوى چاى يې په يوه اينده وڅښه، ولسوال صاحب د ده كيسې ته غوږونه ايښي او داسې يې د ده خولې ته كتل، چې تا به ويل د ملا صاحب د ژوند د كيسې فلم د ده په خوله كې ويني.

چې پياله يې كښېگښوده، بيا يې كيسه پيل كړه:

موږ له يارانو دوستانو سر ټكوو، چې زموږ سپارلي رازونه يې فاش كړه، په حقيقت كې تر ټولو لوى افشاګر په خپله د راز خاوند دى، چې موږ خپل رازونه په خپله نه شو ساتلاى، له بله څه توقع لرو، چې وبه يې ساتي؟ ما د زړه حال يوه نيم يار اشنا ته ووايه، يار اشنا مې خپل يار دوست ته دا امانت وسپاره، په لنډ وخت كې خبره ډنډوره شوه، په نژدې شا و خوا كليو كې هر ځاى دا كيسه مشهوره شوه، چې كوچى ملا د پلاني خان په لور مين شوى دى. سبقونو ته يې شا كړه، شپه و ورځ د ګل بختې په ياد سندرې وايي.

دا خبرې مې د پلار غوږ ته ورسېدې، ډېر نصيحتونه يې راته وكړل، ډېر يې سبقونو ته وهـڅولم، ډېر يې د عشق له ترخه انجامه ووېرولم، خو فايده يې ونه كړه، كاشكې يې نصيحتونه نه راته كولاى، عشق يو داسې مرض دى، چې څومره مين ترې راګرځوې، هغومره بابېړى پرې كوې.

اخر مې پلار مجبور شو، د امير خان كره يې مركه ورولېږله، هغه ظالم نه وړه، نه يې راوړه، مركچيانو ته يې وويل:

په لور خو مې مېړه نه دى درېدلى، چې ملا ته به يې وركوم. هغه هم يوه كوچي ملا ته، چې نه پر مځكه سيورى لري، نه په اسمان ستورى. په ټوك لوى شوى، درست عمر به د بل خيرات ته ناست وي.

دا هغه ځواب و، چې زه يې سم له ملايي خواتورى كړم، فكر مې وكړ چې كه ملايي تر ټولو كسبونو او پېشو د خلكو په نزد خوار او بېمقداره كسب نه وي، نجونو به ولې ويل، ملا دى پروا نه لري او د ګل بختې پلار به ولې داسې ځواب راكاوه؟...

ملا صاحب چې دا وويل، څه شېبه پټه خوله شو، زړو خاطرو يې په ذهن كې بيا غوبل جوړ كړى و.

ولسوال هم چې د رازونو ګنجينه موندلې وه، ورته ويې ويل:

ښه ملا صاحب، نور، بيا؟؟.

ملا صاحب لكه څوك چې له خوبه راويښ كړې، سر يې راپورته كړ، ځانته متوجه شو، بيا يې كيسې ته ادامه وركړه:

بيا نو چې له هغې خوا مايوس شوم، كيسه هسې هم خوله په خوله ګرځېده، ببر سر، ببرې څگڼې به په كليو راګرځېدم او په هسك اواز به مې په لويو لارو كې د عشق سندرې ويلې، ماشومان به راپسې وو، د ګل بختې لېونى به يې بللم. پلار مې له ډېرې خواشينۍ رنځور شو، ثمر ته رسېدلى باغ يې د مينې سېلاب له بېخه ايستلى و، د ښې وايې زوى يې لېونى شوى و، مور مې د ژوندي زوى د ماتم په ټغر ناسته وه...

منى راورسېد، د كډوالو د كوچ و بار وخت، پلار مې په هغه ناروغۍ كې مجبور و، چې ورسره ولښېږي.

ولسوال وپوښت:

چې كډې بار شوې، تا څه وكړه؟

_ زه يې هم بوتلم، زړه مې په شلګر كې پاته شوى و، خيال او فكر مې هم هورې چكرې وهلې، خو زه د مور و پلار د زړونو لپاره ورسره خوځېدلى وم، ډېر ښه و چې كوچى وم. په مزلونو كې غمونه، دردونه او محروميتونه هم لكه له پښو سره رالټېدلي پوټي ډېره برخه شاته پاته كېږي، هر مزل يې يوه ننداره او هر پړاو يې بله منظره لري. علاوه پر دې د كډې لېږدول او اړول هغه مصروفيتونه دي، چې د څه وخت لپاره نورې اندېښنې له زړه وتمبوي. تر دامانه چې رسېدم هغه د جنون تر پولې رسېدلى دماغ مې لږ څه ځانته، كور ته ، پلار او مور ته متوجه شوى و، هلته مې خير په دې كې وليد، چې له نورو تر برونو سره ژمى د ټوكرانو په پلورلو مصروف شم، د پلار مې هم دا سلا وه، ممكن هغه به هم تجربه لرله، چې كتاب او مطالعه معنوي مشغولتيا ده، د مينې اور ته نور هم پكى وهي. ځكه چې عشق هم معنويت دى، هرڅه مزدوري، كسبونه، تجارت او نور داسې كارونه د مادي ګټو لپاره وي، له معنوي عالم څخه يې راګرځوي، دا رښتيا شوه، په لنډ وخت كې مې اردو او سرائيكي ژبې ښه زده شوې، له پښو هسې هم چټك وم، چې نورو به خپلې پنډې په يوه كلي راګرځولې وې، ما به دوه كلي تر پښو لاندې كړي وو، له دې ګرځنده سوداګرۍ سره ښه بلد شوى وم، تر درستو ملګرو زما فروش ډېر او ګټه مې ښه وه، خو د ناكام عشق غمونو د خيال فراغت ته نه پرېښودم، چې مينې به مې د زړه غوږونو ته خلى راوړ، ما به غوږونو ته ګوتې وروړې، د زړه بړاس به مې په بدلو ويوست، د كليو ترمنځ لارې به مې په سندرو لنډولې. ما ته به مې زړه ويل چې كه ښې مگنډې ووهم، ښه خپل كار ته متوجه شم او كافي ګټه ترلاسه كړم، بيا به د ګل بختې پلار څه وايي، ايا بيا به مې هم په ټوك لوى شوى، د پردي خيرات په تمه ناست كوچى ملا بولي، كه يو تكړه سوداګر او سم سيال؟ كېداى شي چې غاړه كښېږدي.

دې تمې نور هم تكړه كړى وم، ليرې كلي راته د كور په خوا كې ښكارېدل او په ټوله ورځ پلي تګ نه ستړى كېدم. عشق مبتكر وي، له كاره سره چې مينه نه وي، نوښت او ابتكار نه په كې راځي، ما هم په سوداګرۍ كې نوې لارې پسې كتلې، يو سايكل مې واخيست، پنډه به مې په سايكل وتړله، چې نورو به د ورځې پنځه شپږ ميله مزل كاوه، ما به لږ تر لږه پنځلس ميله فاصله طى كړې وه، زما د سوداګرۍ حلقه ورځ په ورځ لويېدله، ورسره د شا و خوا كليو د ښځو ذوقونه او ضروريات لا ښه رامعلومېدل، ما چې به كوم مال وروړ ډېره برخه به يې ځاى پرځاى اوبه كېده، ځكه به په نوي مال پسې ښار ته هم ډېر تلم، چې ژمى ووت، تر ټولو كليوالو ما ډېره ګټه كړې وه او تر ټولو ډېر ښه په خريد و فروش كې وارد شوى وم. د كور وضعه مې د پوښ او لوښو كپړو له خوا بدله كړې وه،د كال خرڅى راسره پروت و، د دېرې لوى تاجران مې پېژندلي وو، اوس نو كه تش لاس هم ورتلاى، ډاډه وم چې ډېر مال راكوي، په خپله مې ځان ته له بخملي چرمه دارې سدرۍ سره د سرو شملو لرونكې توره كوچيانۍ پګړۍ اخيستې وه، سرې څپلۍ او خړې جامې مې له هغه كاله ځانته خوښې شوې دي.

اوس نو كه هرڅه وم، ملا نه وم. پورته كډې په دې لباس كې وختم.

ولسوال پوښتنه وكړه:

پورته كډې څه ته وايي؟

_ داماني كوچيان چې له دېرې د وطن پر لور لېږدي، دېته پورته كډې وايي، چې له وطنه د دامان پر لوري بارېږي، كښته كډې يې بولي او دامان د دېره اسمعيل خان مربوط شګلنه بېديا ده، چې ژمى كډوال په كې پراته وي.

_ ښه! ملا صاحب! كيسه دې كوه، چې شلګر ته راورسېدئ، بيا څه وشول؟

ملا صاحب وويل:

بيا نو چې راورسېدو، د رارسېدو په سبا مې پلار وفات شو، خداى دې پرې ورحمېږي، تا به ويل چې خاورې يې خپل وطن ته رارسولي. جنازې ته يې ګڼ خلك راغلي وو، خصوصاًً علما او مشايخ، چې په دوى كې زما ځينې استادان او له ما سره ملګري طالبان هم وو. چې زه به يې په دې لباس كې وليدم، سرونه به يې وخوځول او يو بل ته به يې اشارې سره وكړې، چې د خداى له لارې اوښتي ته وګوره، زما وروستى استاد چې له ما سره يې ډېر زحمت ايستلى و، چې روغبړ مې ورسره وكړ، راته ويې ويل: سعدى عليه الرحمه رښتيا ويلي دي، چې:

زمين شور سنبل بر نيارد درو تخم عمل ضايع مګردان

زما هم بې ارادې له خولې ورووتل:

چې د عمل ميدان ته ووتم، حق په جانب به يم، كه ووايم

حيف ان عمر كه در پاى تو من سر كردم

استاد حيران شو، چې دا زه ورته څه وايم، كوچى طالب او دومره بې حيايي؟ هېڅ يې ونه ويل او را څخه تېر شو، چې زه اوس هم په دې خبره له ځانه شرمېږم.

چې د پلار له ښخولو او پاتا ورخلاص شوم، په سايكل به مې پښه واړوله، بيا به زه وم او په شا و خوا كليو راګرځېدل، په ښكاره به مې د يارانو دوستانو د پوښتنې په پلمه راغوښتل خو باطني مجبوري مې د ناكامې مينې پټ تحريك و، چې ارام ته به يې نه پرېښودم.

چې د كډو وخت رانژدې شو، د مور له سلا مشورې پرته مې بيا څو تنه نژدې ياران د ګل بختې په پلار جرګه كړل، خو د هغه ظالم هغه يوه ټپه زده وه. هغه د پېغورونو سروكي يې ورواورول.

نه پوهېگدم چې دا پېغورونه به څرنګه راڅخه اوړي؟ څه وكړم چې سيال مې وګڼي او په څه طريقه ځان ورباندې ومنم؟... نه پوهېدم چې زموږ د ولس به په دې طرز تفكر انجام څه وي؟ چې كسب ته په سپكه ګورو، هنر ته ارزښت نه وركوو، پښ، كلال، تركاڼ، موچي، درزي او ډم ټيټ خلك ګڼو او عالم هم ټوك خور بولو او له سيالۍ يې باسو، دا په بې كمالۍ وياړونه به مو كوم ځاى ته ورسوي؟ هم مې ځانته خوا بدېده، هم ولس ته، خو چاره نه وه.

د مني سړو بادونو لكه وچې پاڼې موږ هم ورسره هوايي كړو، وړو يې، وړو يې څو چې يې د دامان په سپېرو شګو وښندلو، ما دا ځل له څو تنو ځوانانو سره پنجاب ته مخه كړه، د نژدې شا و خوا كليو بزازي مې نوروته پرېښودله.

زما د پلار له مرګ راهيسته امامت زموږ له كوره تللى و، نه چا د ماښام پاستي راكول، نه د امامت حق، بل امام يې موندلى و، زه مجبور وم، چې هم ځان د سيالۍ وړ وګرځوم، هم د كور غله دانه او نور مايحتاج ورپوره كړم.

د پنجاب ډېر ګڼ او لوى كلي وي، ګڼ ولس په كې ژوند كوي، په هر كلي كې به مو راوړې پنډې درستې پلورل كېدې، په ښه خوارۍ اوښتى وم، مصروفيت او ورسره كافي ګټو به مې پام لږ څه په بله اړاوه، خو دومره هم نه چې ګل بخته ورپورې هېره كړم.

څرنګه چې پنجابيان ډېر د ژوندو زړونو خاوندان دي، مېلې او ساز و سرود محفلونه په پلمه جوړوي، چې كله- كله نامتو سندرغاړي هم ګډون په كې كوي، د مېلو په شپو كې به ما خامخا ځان ورورساوه، په لومړيو شپو كې به مو د دوى سندرې اورېدې، خو ورو- ورو په اتڼ ورګډ شوم، يو نيم اواز به ما هم په كې وڅپاوه، خصوصاً چې قوالي موسيقي به وه، د قوالي سندرو لپاره مې هم ږغ مناسب و، هم مې له قوال سره ښه غبرګولاى شواى، هغه وو چې ځينو به راته پټان قوال ويل.

د مينې محبت لاسوهنې له كوچي ملا پټان قوال جوړ كړى و، د ورځې په مخه به په خپلې خوارۍ پسې وتلى وم، شپې به مې اكثر له محلي قوالانو سره تر نيمايي اړولې.

چې بيا د څوړ مني هوا ولګېده، اوښانو غاړې هسكې هسكې كولې، هسكې څوكې يې څارلې، په بودګانو هم لكه چې د وطن هوا لګېدلې وه، د مزلونو ستړيا ته هوسېدل او د بارونو وړلو ته يې وزرې وركولې، زموږ په وزرونو هم اورونه بل شول، بيا د شلګر د سړو اوبو، ژورو كارېزونواو يخو شمالونو په هوس ولېږدېدو، دا ځل مې كافي ګټه كړې وه، كه د امير خان په زړه د رحم اوبه تېرې شوې واى، د ولور روپۍ مې هم لرلې، ورور مې هم زڼى شوى و، د دوولس ديارلس كلونو په عمر پياوړى هلك و، زما په غياب كې يې له تربورو سره پنډې ګرځولې او ښه ګټه يې كړې وه، د هغه له لوري هم ډاډه وم، خو چې ورغلو هغه اش و او هغه كاسه، دا ځل يې د قوالۍ پېغور هم راكړى و.

چې د امير خان ځواب مې واورېدو زړه مې د لحد په لوټه سر كښېښود، بله لار مې نه ليده، پرته له دې چې په سندرو حسرتونه له زړه وباسم، يقيناً كه شعر او موسيقي نه واى، بنيادم به لېونى شوى واى. شعر او موسيقي دى چې زړونو ته څه ارام بخښي او د انسان په افكارو او اعمالو كې اعتدال راولي، د قاتلانو زړونه هم د غوښې دي، خو چې له هنر څخه عاري وي، په لږ فشار تورې ټوپك ته لاس كړي. زه په تجربه دا وايم كه دولتونه غواړي چې د خشونت مخه ونيسي او بشر له هولناكو جنايتونو راوګرځوي، د بل ويل ترټل او اعدامول يې يواځنۍ لارې نه دي، بلكې بايد هنرونو ته وده وركړي اوپه عام ولس كې د شعر، موسيقۍ او نورو هنرونو ذوق وروزي.

ملا صاحب بيا څه شېبه پټه خوله شو، ولسوال ورته كتل، دوه څاڅكي اوښكې يې په سترګو كې راټولې شوې وې، تا به ويل چې دغو اوښكو يې د خبرو لار نيولې وه، چې اوښكو يې له سترګو رخصت واخيست او ده په دسمال پاكې كړې، خبرو ته يې ادامه وركړه.

اخر اوړى و، خبر شوم چې اميرخان خپله لور چا ته وركړه، نور مې مه پوښته، چې په ما به څه تېر شوي وي؟

تر لږ سكوت وروسته يې چې غريو لږ څه څنډې ته كړ، ويې ويل:

د مينې كيسه ظاهراً په دې ځاى ختمه شوه، خو د زړه زخمونه مې نور هم ژور شوي وو، شلګر راپورې اور شو، چې هرې خوا ته به مې كتل، د ګل بختې كجاوه به مې ليده، چې بل كلي ته يې وړي.

چې بيا مو ولېښل او په دامان مو واړول، مور او ورور مې په خداى وسپارل او زه ترې لاړم. په ډيلي، مدراس، بنارس، لكنهو او كلكتې كې مې يوځاى هم د زړه دردونو تسكين ونه موند، په هر ښار كې مې څوورځې تېرې كړې، خو زړه مې يوځاى هم نه كښېناست، بالاخره له هنده ووتم، برما ته ورسېدم، هلته مې په رنګون كې واړول، څو وخته په يو څه بل څه مصروف وم، څو چې مې هلته هم په كليو كې د ګرځنده بزازۍ لار وموندله، بيا مې يو سايكل واخيست او د هغو خلكو د خوښې ټوكران به مې له ښاره راوړل او په كليو كې به مې خرڅول، د برمايانو له ژبې، دود، دستور او ذوقونو سره لږ لږ بلد شوم، له يوه كلي بل كلي ته به مې په تتو ځنګلونو كې نرۍ لارې وهلې، د رنګون په ښار كې د مدنيت مظاهر او په طبيعي ځنګلونو كې د طبيعت مناظر سترګې وراړولې، له ځنګلونو د راز راز مرغانو او غير اهلي څلور بولو اوازونه اورېدل كېدل، د ځنګلونو په منځ كې به د برمايانو واړه واړه كلي پراته وو، د طبيعت غېږ ته مې پناه ور وړې وه، د ښكلو ښارونو تر ښكلو ماڼيو مې د كليو څپرې ډېر خوښېدل، دلته طبيعي ژوند و، علاوه پر دې ښه ګټه او ښه مصروفيت راته ميسر و، نور به مې لا له هيلو خالي شوى زړه څه رانه غوښتل؟

دوه درې كاله هلته پاته شوم، ښې ډېرې روپۍ مې ګټلې وې، چې كه مې وطن ته وړې واى، كافي جايداد ورباندې اخيستل كېده، خو څه به مې كاوه، ګل بخته واده شوې وه، ما ته له سپېرو خاورو، وچو ترخو او ړنګو دېوالونو پرته هېڅ هم نه رايادېدل، په برما كې مې ژوند كاوه، بې هدفه ژوند، يوازې ژوند، صرف د ګټې لپاره ژوند او په ګټلو روپو هم نه پوهېدم چې څه به يې كوم؟

اوس زما هم لكه د ځينو سرمايه دارانو د ثروت ډېرول غايه او هدف ګرځېدلى و. له روپو سره مې مينه پيدا شوې وه، ولې به نه پيدا كېده، دغه د روپو نېستي وه، چې له سيالۍ يې ايستلى وم، ولې به مې له روپو سره مينه نه كوله، روپو خو ما ته نه ټوك خور ويل، نه يې قوال بللم. په هر حال يې زما منډو او ستړيا ته كتل، زما مينه ورته منظوره وه، نه زما سابقه.

ولسوال وپوښت، بيا دى هغه ډېرې روپۍ څه كړې؟

_ له بده مرغه د دوهمې جهاني جګړې اور بل شوى و، تاو يې تر ما هم راورسېد، هره لحظه دا وېره وه چې ښارونه او ځنګلونه به په غېږ كې ونيسي. د جاپان پوځونه داسې پرمخ راتلل، لكه له غرونو راټيټ شوى سېل چې مانع نه پېژني، څرنګه چې زه په برما كې پردى وم او كړه وړه مې هم پيرنګيانو ته ورته وو، زما لپاره هلته پاتېدل له خپل سر سره لوبې وې، هغه وو چې هرڅه ته مې شا كړه، په ځنګلونو كې كله پلى، كله سپور مخ په هندوستان راوخوځېدم، نور هرڅه راڅخه پاته شوي وو، څه نغدې چې په لاس راغلې وې، هغه مې غنيمت ګڼلې، هغه هم په لاره كې شوكمارو راڅخه وتوږلې، يو سر دوه غوږونه كلكتې ته راورسېدم، په كلكته كې مې څو ورځې دياړي (مرد كاري) وكړه، چې بلد شوم، له پېژندويو پښتنو سره اسام ته لاړم، هلته مې بيا پنډې په كليو ګرځولې، څو مياشتې مې شا په پنډو وسولوله، هغومره څه راپاته شول، چې ځان ورباندې دېرې ته ورسوم، چې د ژمي ساه د څوړمني هوا ورتربتوله، دېرې ته ورسېدم، خو ښه وو كډې لا نه وې لېښلې، مور مې وفات شوې وه، ورور مې واده كړى و، د كور ګذاره ښه وه، خو زه تش لاسى ورته راغلى وم، له څو كاله مسافرۍ وروسته په دوى بار شوم، په دوى به بار وم، يا به نه وم خو ما ته ځان بالكل طفيلي ښكارېده، د بل لاس ته كتل، هغه هم د كشر ورور چې ما لغړه خوله پرې ايښى و، ډېر راته سخت و.

څو ورځې وروسته چې لېږد شروع كېده دوى مې وطن ته رخصت كړل او ما له ورور څخه روپۍ واخيستې پنجاب ته مې مخه كړه، هلته مې بيا هغه زاړه پلونه تازه كړل، زه وم، سايكل و، پنډې وې، منډې وې او د شپې په مخه د قوالانو محفلونه....

كه څه هم د پنجاب د ګټو خونده اوبو وړې وه، بيا هم څه څه راته پاتېدل، تر بل مني مې څو زره روپۍ ګټلې وې، كډې لا بېرته په دامان كې نه وې ځاى پرځاى شوې، چې زه ورورسېدم، ورور مې لاس په كار شو، په خپل كلي كې يې كوزده راته وكړه، ژمى لا نه وتلى، چې واده مې هم راوړ، كورونه مو سره ګډ وو، دا د تا او دا زما مولا نه وو سره پېژندلي، د يارۍ او ورورۍ ژوند و، په بهر كې به زه مشر وم، په كور كې مې شرف الدين ته واك سپارلى و، شرف الدين د كور په واكدارۍ خوشحالېده، زه د كور تر لانجو په ډګر خوښ وم، خپلو پښو ته خلاص وم. په ژمي مې ورور ته وويل، په وطن كې مو څه پاته دي؟ تر څو به مو د اوښ لكۍ نيولې وي؟ دلته هم د پنډو ګرځولو خونده راته خړه ښكارېږي، بهتره به دا وي چې د اوښانو له خيره تېر شو، ښې پيسې كوي، اوښان به خرڅ او كوچيتوب ته به سلام وكړو، په دېره كې به واړوو، يو دكان به ونيسو، د غرمو څه لرو چې دكان ورباندې وچلوو، هم به اوسېده يو، هم به له بېځايه كوچ و باره خلاص شوي يو.

ورور مې راسره ومنله، اوښان مو وپلورل، په ښار كې مې يو كور وموند، هلته وركډه شوو، څو ورځې په دېره كې يوه خوا بله خوا ګرځېدم، اخر مې يو مناسب دكان لاس ته راغى، زه لاهور ته لاړم، مال مې راوړ او دكانداري مو شروع كړه، په دكان كې به كله زه كله دى، كله بيا دواړه ناست وو، ورو ورو خلك راسره بلدېدل، بلد شول، ما هم په لږ ګټه قناعت كاوه، هم مې له خلكو سره په خوږه ژبه خبرې كولې، چې كال ووت زموږ دكان تر ډېرو ډېر مشتريان لرل.

څو كاله په دېره كې پاته شوو، كار و بار مو جوړ و، څرنګه چې دوه كسه وو، ډېرې ناستې ته هم نه وم اړ، چې ژمى به راغى، كله- كله به په دامان كې په خپلو خپلوانو هم راګرځېدم، په دې حال له ژونده راضي وم.

كله چې پاكستان جوړېدو، موږ ډېر ورته هوسېدو، چې كه خداى كول، اسلامي نظام به راشي او هغه قيودات چې انګرېزانو وضع كړي وو، هغه به ليرې شي، ازاده ازادي به وي، هر سړى به د ژوند په ښېرازيو موړ شي، خو په عمل كې داسې ونه شول، صرف د هندوانو په كورونو او دكانونو هم جټانو قبضه وكړه، مشكلات مخ په ډېرېدو وو، نه انګرېزي قوانين بدل شول، نه د خلكو په ژوند او فكر كې څه مثبت بدلون راغى.

په دېره كې پښتانه هم اوسېدل، خو اكثريت د جټانو و، جټان د پاكستان له جوړېدو سره د مظلوميت پرځاى متعرض شوي وو، د هندوانو په جايداد يې واړول، نورو ته هم خرپېدل، له ورور سره مې سلا وكړه، چې څو به په پردي وطن كې پراته يو، پردى وطن هرڅه چې وي، پردى دى، كه سړى هر څومره ځان ورسره بدل كړي، څوك به ورته د خپل په سترګې نه و ګوري، موږ لا په هر حال په اولادونو مو وېرېږم چې سبا به نه پښتانه وي، نه جټان، يوه خوا به يې هم نه ورخپلوي. كه دې خوښه وي، د دې وطن له خيره به تېر شو، خپل وطن ته به لاړ شو، وطن لوى دى، پراخه غېږ لري، يوځاى نه يوځاى به مو زړونه ولګېږي، چې د هغه هم راسره سلا شوه، دكان مو وپلوره او وطن ته ستانه شوو، څوورځې په شلګر كې وو، بيا زه كندز ته لاړم، هلته مې امامت وموند، راغلم چې كډه ورولو، ورور مې په شلګر كې پښې وخرلې، ما خپله كډه واخيستله، نوره كيسه خو مې ولسوال صاحب تا ته ښه معلومه ده.

ولسوال صاحب چې كيسه واورېدله، څو شېبې پټه خوله په اندېښنو كې ډوب و، ملا صاحب هم د تېرو هېرو خاطرو په دا غمخانو كې توښ و، چې كومه ښه خاطره پيدا او ځانته يې مجسمه كړي، دواړه پټه خوله وو، د ملا صاحب تلاش لكه چې بېځايه و، داسې خاطره يې نه و مونده، چې دوه دمه يې ښاد كړي، سوړ اوسېلى يې له خولې ووت، ژر يې يوه خوا بله خوا وكتل.

ولسوال ورته وويل:

ملا صاحب! ډېره بخښنه غواړم، زاړه زخمونه مې درتازه كړل، كه داسې خبر واى، كله به مې دا درباندې لورولي واى.

_ له هغې مرځې چې زه د ګل بختې پلار مايوس كړم او لور يې بل چا ته وركړه، ما نه د ګل بختې نوم چا ته اخيستى دى، نه مې خپل داستان چا ته وراورولى دى، خو وايي "يار د يار لپاره خوري د غوايي غوښې".

_ معلومات لرې چې هغه به ژوندۍ وي، كه نه؟

_ دومره خبر يم، چې تېر كال لا ژوندۍ وه.

_ چې تا بيا ددې نوم نه دى اخيستى، خبر دې څرنګه اخيست، چې ژوندۍ ده؟

_ شاعر وايي:

بهر مجلس كه جا سازم، حديث نيكوان پرسم كه حرف ان مه نامهربان رادرميان پرسم

له كليوالو او د منطقې له خلكو يې د خاوند پوښتنه وكړم، د زامنو پوښتنه يې وكړم، په ترڅ كې د هلكانو د مور پوښتنه وكړم، څه وكړم زړه مې غواړي چې د مرګ خبر يې نه واورم.

_ ملا صاحب! كه دې خوښه وي، يو درخواست راكړه، د تنظيم امير ته به دې معرفي كړم، كومه مناسبه وظيفه به دروسپاري. په سپينه ږيره به په روزي پسې ستومانه نه يې او زه به هم خپل وجدان ته نه يم خجالت، دومره عمر بدګمانۍ به مې جبيره كړې وي.

_ زه په دا منډو خوښ يم، چې كلي په كلي او كمپ په كمپ نه وګرځم، زړه به مې وچوي، ستا يې كور ودان. خداى دې په عزت لره، موږ ته به دغه ليكلي وي.

_ داسې وظيفه به درته پيدا كړم، چې خپلو پښو ته هم په كې خلاص يې، مبلغينو ته كافي معاش وركوي، تبليغ هسې هم كوې، نو ولې كافي معاش نه واخلې؟

_ دوى به د خپل تنظيم لپاره تبليغ غواړي، زه د جهاد روح د تنظيم په پنجره كې نه شم تربت كولاى. تا ته دې خداى اجرونه دركړي، ما پرېږده چې خپل غمونه د وطن او اسلام په غمونو كې هېر كړم.







(17)

خانګي د قوماندان په خدمت كې پوره راستي كوله، زامنو يې هم خپل توان نه سپماوه، د ولسوالۍ او قوماندانۍ تصورات يې داسې په ذهنونو كې پاخه شوي وو، چې بله يې زړه ته نه ولېده.

يوه ورځ قوماندان خانګي ته وويل:

خانګل خانه! لور دې پېغله شوې ده، بايد يوه مسلمان ورور ته يې وركړې.

_ هو، هو! ښه واياست، د قسمت چارې دي، چې له چا سره يې قلم وهل شوى وي..

_ كه دې لور خالد ته وركړې، هم به دې غاړې خلاصې كړې وي، هم به دې موږ ته اعتبار ټينګ شوى وي.

خالد چې اصلي نوم يې غلام جان و، د ولسوالۍ د شا و خوا اوسېدونكى، بې تعليمه، بې جايداده ځوان و، چې پخوا به يې ګاډيواني كوله، د جهاد له پيل سره څو وخته د خلقيانو بړېڅى و، بې تنخوا، منډې به يې ورته وهلې، چې په هغوى ړنګه شوه، له مجاهدينو سره يې ځان ونښلاوه، قوماندان ته ورنژدې شو، اوس د قوماندان معتمد و، خالد يې باله او له قوماندانه وروسته يې امر چلېده. په عين حال كې د يوې ډلې سرګروپ هم و.

خانګي ورته وويل: كه اجازه وي، موږ به سلا په كې وكړو!

_ له چا سره سلا كوې؟ هغه دې زامن دې دلته موجود دي، نور لا واړه دي، كه له ښځې سره سلا كوې، ښځې ناقص العقلې وي، په خير او شر نه پوهېږي.

_ بيا هم كه څه وخت راكړئ مهرباني به مو وي!

_ دوه ورځې مهلت به دركړم، زامن دې درسره بوځه، مشوره سره وكړئ، خو ګوره دا خبره په زړه لره چې خالد اوس غلام جان ګاډيوان نه دى، بلكې خالد سرګروپ دى، د خالد د كور بسيا كول بې اجر نه پاتېږي.

درېيمه ورځ خانګي مالګه وركړه، په كلي كې د كلاشينكوفونو ډزو فضا پر سر واخيستله، تا به ويل په كلي ناڅاپه يرغل شوى دى، نر، ښځې، واړه او زاړه درست وارخطا بامونو ته وختل، چا كورونو ته منډې وهلې، څوك له كوره په منډه ووت، څو معلومه شوه چې خير خيرت دى، د خانګي لور يې خالد ته وركړه، ايله په خلكو كې ساه وچلېده.

واده هم ژر تيار شو، نور ټك ټوك او دود دستور سرخوړلى و، د ناوې تر لاس نيول و او له كوره ايستل.

د خانګي لاس له ولوره ختلى و، له لاسه يې درې څلور زره روپۍ له جېبه خرڅې شوې وې، دې په دې ټوكه ډېر خواشينى و، چې له ځان سره به يې حساب وكړ، وبه يې ليدل چې ولور ورځ په ورځ ډېرېږي، لږ تر لږه يې پنځوس شپېته زره روپۍ له خولې ووتلې، ها خوا ته خالد يو بې كوره بې اوره سړى دى، نه ښه نوم او اخلاق لري نه د جايداد خاوند دى، نه يې څه كسب و كمال شته، د ده لور به ورسره څه كوي؟ خو په عين حال كې به يې خپلو تصوراتو د فكر په سترګو لاسونه ونيول، د ولسوالۍ او قوماندانۍ تمو به يې زړه وتخناوه، لږ څه به ورين شو، چې ښه دى د مجاهدينو اعتماد مې حاصل كړ، خالد كه د هر چا زوى او د هر ځاى و، پخوانۍ خبرې پاته شوې، اوس مجاهد او د مجاهدينو سرګروپ دى، هر وخت خپل خلك لري او د هرې دورې خپل اشرف دى، په دې خبره به يې په كلي كې سر جګ نيولى و، بيا يې په خر اوبه اوبوله، خو له بده مرغه د اكبر يې هم ژر زوال شو، خبره داسې وه چې خالد څوك نه لرل، په كور كې يو ځرى و، د دې لپاره چې ښځه يې په پردي ولس كې يوازې نه وي پرې ايښې، له كوره به نه ووت، ها خوا ته قوماندان واده ورته كړى و، تمه يې وه چې دى به نور هم خوش خدمتي ورته كوي، خو ده له واده سره هرڅه ته شا وراړولې وه، قوماندان ورته غر غر كېده، د ده پرځاى يې بل سرګروپ وټاكه، دى يې وروغوښت او سلا يې هم ترې واخيستله.

دغې برطرفۍ د خالد زړه مات كړى و، خو له جهاد پرته يې بله چاره نه ليده، هرڅه چې وو، هم يې ګذاره ورباندې كېده، هم خلكو ورڅخه سترګه كوله، په بلې غرېبۍ پسې ښار ته نه شو تلاى، هلته يې هم ګلونه كرلي وو، بل به يې څه كول. خو سرګروپي ګڼ امتيازات لرل، چې هغه نه وي كور چلول هم سخت كار دى، دغو اندېښنو په مخه كړى و، خانګل ته يې ځان ورورساوه، ورته ويې ويل:

تا ته معلومه ده، چې زه څوك نه لرم، كه جهاد ته ځم، يا په بله غريبي پسې وځم، كور مې په ډاګ پاتېږي. كه كور ساتم، ډوډۍ له اسمانه نه راته راځي، چې هره خوا مې وسنجوله، بله لار مې نه وليده، پرته له دې چې راشم او په تا پورې واړوم، بيا به نو له كوره بېغمه يم، كه د ورځې ورك وم، كه د شپې، زړه به مې شاته نه وي ختلى، كه دا مشكل نه واى، سرګروپي به مې ولې له لاسه وتله؟

خانګي له مجبوريته ورسره ومنله، خالد او ښځه يې هم ورباندې ټپ شول.

خانګي په مناسب فرصت كې قوماندان ته وويل:

خالد په كور كې محرم نه درلود، اوس يې كډه راوړه، له ما سره اوسېږي. كه خداى كول اوس به شپه ورځ جهاد ته ملا تړلى حاضر وي. او له هېڅ خدمته به دې مخ نه اړوي، كه يې بېرته قبول كړې او هغه پخوانۍ وظيفه وروسپارې....

قوماندان په تنده لهجه ورته وويل:

يو لوچك ګاډيوان و، عمر يې په بداخلاقۍ كې تېر شوى و، مجاهد مې كړ، سرګروپ مې كړ، د كور اور خاوند مې كړ، اما ده په هرڅه باندې سترګې پټې كړې، دا چې نور څه نه ورته وايم، خوشحاله دې وي.

_ د خپل لاس نيالګى دې دى، وچېدو ته يې مه پرېږده. دى به هېڅكله ستاسې نېكي هېره نه كړي.

_ په جهاد كې خوبونه نه كېږي.

_ تر اوسه مجبور و، څوك يې نه لرل، ځوانه ناوې يې په پردو خلكو كې يوازې نه شواى پرېښودلاى.

_ دى چې جهاد سم نه كړ، كوږ لرګى دى، په بار كې نه سمېږي. بلكې باور ورسره خرابوي، هغه پخوانۍ لوچكي او بېباكي يې پرې نه ښووله.

_ نوره به يې څه لوچكي وي، خوار دى، بېكسه دى، هستي نه لري چې ښه وخوري، ښه واغوندي او غټ غټ وږغېږي، كه ستا له بركته هستمن شو، لوچكي به يې هم وركه شي.

_ زه يې دا لوچكي نه يادوم، چې په تن بڼه نه لري، سپكې سپورې او ارجه برجه وايي، له سپكو سره يې پالي او له سپكو سره سپك كارونه كوي. سور د مولا دى خو يو كار يې په شرعه نه دى برابر.

خانګل بيا په خواره خوله ورته وويل:

ما خو خپله لور ستاسو په خوله وركړه!

_ رښتيا وايې، ما ويل چې واده ورته وكړم، له بدو لارو به راستون شي، راستون نه شو، اوس په ده پورې درست ګروپ نه شم بدنامولاى، ورته ووايه چې د سرګروپۍ خوبونه دې نه ويني، د عادي مجاهد په حيث به يې ومنم، خو كه يې ځان اصلاح نه كړ، د خپلو اعمالو جزا ته دې هم سترګې په لار وي.








(18)

د خانګل تصوراتو ورځ په ورځ رنګ بايلود. هم يې زوم له ټوپه ولېدلى و، هم يې د مجاهدينو په برياليتوب قطعي باور له لاسه وركاوه. په كليو كې يې هم د تكيې ځاى نه ليد، فكر يې كاوه، چې كه خداى مه كړه مجاهدين ناكام شي، په چا پورې به لاس نيسي. ټول خلك ورته پاخه دي، هر چا ته چې قوماندان بد وررسولي دي، هغه يې له ده ګڼي.

كله به په كليو كې د مجاهدينو بې مسووليته ټولواكي وه، كله به بيا د روسانو قوه راغلې وه، مجاهدين به غرونو ته وختل، عام ولس به د خداى اسرې ته پاته شوى و، خانګل فكر وكړ، چې "كه دواړه ټكاوه، ما مړ وګڼه" تر كله به مې بخت بيدار وي، تر څو به روسان نور نيسي، نور وژني او په نورو به بمونه اوروي، ده او د ده كور ته به خير وي. وايي" سويه، سويه، كه دا د تا بغرۍ وه او دا زما لكړه، يوه ورځ خو يې بويه" بهتره به دا وي چې له دې ګنګو باغ او ترخو باغه زړه وصبروم او كډه امن ځاى ته ورسوم.

په دغو ورځو كې قوماندان هم له يوه ګروپ مجاهدينو سره پېښور ته تللى و، د ده زامن يې هم ورسره بېولي وو، خانګل خپلې ښځې ته وويل:

زه چې حال ته ګورم، دا وايم چې ښه به دا وي چې له دې ځايه هسې پښې سپكې كړو، نور دلته ژوند نه كېږي، وتل مو په ګټه دي، ښه وخت دى نه قوماندان شته چې راتم مو كړي، نه د پرچميانو راپام كېږي، زامن به مو هم راڅخه بېل نه وي، هلته به يې لنډ راسره ستانه كړو.

_ ولې، تا خو به ويل چې مجاهدين به حكومت نيسي، خير الله او سيف الله به يو ولسوال وي، بل قوماندان، اوس دې منډو ته پايڅې دربروهلې؟

_ د كور او د بازار حساب نه سره برابرېږي. هغه وخت هغه فكر ښه و، اوس خير په تلو كې وينم، دا يې ستا زامن دوى ته ډېر منلي، چې كور دې سوى، لوى واړه دې د روسانو او پرچميانو تر تېغ تېر شوي وي، د خيرو دوى ولسوالي او قومانداني به څه په شمېر درشي؟ نه يې ګورې چې هر وار قوه راشي، مجاهدين درڅخه غره ته وخېژي، يا د ګور تپې په ځنګلونو كې سرونه ننباسي، موږ او تاسې توپونو او ټانكونو ته پرېږدي. څو واره خداى وساتلو، تر قيامته له سره اور سره لوبې ښه كار نه دى، اخر پښېماني لري، بله دا چې څومره دې هلته زامن پر مخ ځي، دلته موږ ته ډېرې سترګې رااوړي، د هر چا راپام كېږي، دا خبرې ټوكې مه ګڼه.

ښځې يي چې د روسي ټانكونو د راتلو تېرې خاطرې ورپه زړه كړې، ووېرېدله، بې جنجاله يې ورسره ومنله، هفته لا نه وه تېره شوې، چې د خانګي كډه بيا تر سالنګونو اوښتې وه، كابل ته ورسېدل، له كابل شاه جوى ته، له هغه ځايه له نورو كډو سره پاكستان ته واوښتل. هلته يې دېرې ته مخه كړه او په يوه كمپ كې يې واړول.

د وزير ګل كور هم په هغه كمپ كې و، زوى يې له كمانډرانو سره ځان جوړ كړى و، دكمپ د يوې برخې مشري وررسېدلې وه، چې د خانګل كډه ورورسېده، منډې يې ورته ووهلې، خېمې، دوه درې راشنونه او څه نوره مرسته يې هم ورته برابره كړه، د خانګي بيا لاړه تېره شوه، له وراره څخه ډېر راضي و، خو په عين حال كې يې سترګې ورته ټيټې وې.

يوه ورځ يې وزير ګل ته وويل:

لالا! تاته ډېر پړ يم، قسمت به نه و كنه له تا به مې ولې غاړه غړوله.

_ څوك چې د ښځې په خوله شي، هغه به تل داسې ټكرې خوري، وايي: "لوخې د قام ښه نه غوښته، سر يې په درياب كې وچ شو". وروڼه كه هرڅومره سره جلا شي، بيا هم سره كوشير كېږي. وروري د كوڅې او بازار اشنايي نه ده، د وروڼو نه سره رغېږي، په بده ورځ مات لاس غاړې ته ولېږي، په دې خبرو فكر مه خرابوه، چې تېره شوه، هغه به هېر وګڼو، له دې په هيسته خپل ځان، خپل خپلوان او خپل حد وپېژنه، زامن دې راوغواړه، دلته به له حسن ګل دوى سره لاس و پښې وهي، هم به يې سترګې روڼې شي، هم به دې ګذاره ورپورې ښه شي، تر سترګو به دې لاندې وي، له خطره به ووځي، د قوماندانانو په ښوروا يې مه پورې كوه، تر اوسه يې كوم تر سر اړولى يې، چې اوس به دې واړوي...

خانګل ورسره ومنله، بله ورځ پېښور ته روان شو، د زامنو پته يې وموندله، دواړه يې له ځان سره راوستل، د حسن ګل سره به ښورېدل، له پسه غوز دوى ته هم رسېده.

خانګل به له ځان سره چورت واهه، پخوانۍ د خانۍ او ولسوالۍ خوبونه يې بې تعبيره پاته شوي وو، خو سم لاسي يې نن تر پرون ښه شوې وه، نه يې وېره حس كوله، نه د چا محتاج و، روزي په كور وررسېدله، له ځان سره به يې ويل:

څه مې له لاسه وتلي دي؟ هېڅ؛ زما به د خيال دنيا ړنګه شوې وي، دا يې ړنګه، د خانانو او د قدرت د څښتنانو سرونه، مالونه، كورونه، جايدادونه هرڅه تالا ترغۍ شول، په مينه پاته نازولى يې په پردو ډاګونو كې ځاى نه مومي، زما حال ته يې سترګې وځي. زما لا څه پاته دي، چې خوابدى شم؟

ملا صاحب هم په هغه كمپ كې اوسېده، يوه ورځ خانګي ورته وويل:

ملا صاحب! باغ، مځكه او چمبر دې نه يادېږي؟

ملا صاحب ورته موسك شو، ويې ويل:

يوه ستن هم چې له چا وركه شي، نه يې هېرېږي. خو اصلي خبره دا ده چې تر خپل ملك پټي او شخصي ځاى جايداد مې د وطن په پردي كېدو ډېره خوا بده ده، تر هغو ونو چې د زړه په وينو مې روزلې وي، تر هغو مې د وطن په بچو ډېره خوا شنه كېږي، چې د كفارو بېرحمي يې په تانده ځوانۍ نيمه خوا كوي...

_ په بېګناه وژليو د هر چا خوا بدېږي، لېكن اول ځان دى، بيا جهان دى، چې خپله نه وي ورپېښه، پردى غم نيمه ننداره ده.

_ هو! هغوى ته نيمه ننداره ده، چې احساس نه ولري، ايمان نه ولري او له سړيتوبه پوره بې برخې وي. ما چې ملك پټى نه درلودل، هم ملا صاحب وم، چې درلودل مې هم دغه شى وم، اوس چې هرڅه رانه پاته شول، دا دى ګورې مې هغه د سړيتوب جامه مې اغوستې ده، هغه څه يم، چې وم. د دنيا مال او اسباب د هندو ږيره ده، نن وي سبا نه وي، ايمان، عقيده او شرافت عاريتي نه وي.

زما و ستا نور هېڅ توپير نه شته، دواړه انسانان يو، مسلمانان، افغانان او د يوه لاس ګوتې يو، دواړه څپ وهل شوي بېواكه په پردو خونو كې پراته د بل داد ته ناست وو، نه ډم ته چا د سړي په سترګه كتل، نه ملا ته په ښه نظر؛ خو په ما او تا كې دا توپير چې تا هم ښه او د عزت ژوند غوښت، ما هم. خو تا په خيالي او هوايي نقشو د نورو په مټ غوښت، چې هر ځل دې د خيال ماڼۍ ورانې شوې دي. له پښېمانۍ پرته دې څه په لاس نه دي درغلي او نورو ته دې څه نه دي ورپاته شوي، خو زه به لګيا وم، ځان به مې خواراوه، كار به مې كاوه، فكر به مې كاوه، خپله نقشه به مې عملي كوله. چې حالات بدل شول، اوس هم په خپلو كړو پښېماني نه راځي، كه مې هغه ايښى باغ او ولاړ چمبر اوس په ښه نه راځي، د نورو په ښه خو به ورشي، هغه ما روزلي شاګردان كه اوس ما تر لاس نه ونيسي، خپل كورونه خو به وپالي. نو ما څه تاوان كړى دى؟ داسې به يې وګڼم چې پردۍ مځكه مې پالـله، پردى ناظر وم، د بل چا باغواني مې كوله، خو ته! ته به خپلو بېځايه هيلو ته همېشه سر ټيټى يې، تا په واهي چورتونو ورور، كلى، ولس هم له ځانه خوابدي كړل، حتى خپلې لوڼې دې پوچو تصوراتو سپي او سړي پورې وتړلې. ته له ما مه خوابدى كېږه، ستا لپاره وايم، اوس هم لا د وخت سر دى، له دې په هيسته پام كوه، د بادو پر اس مه سپرېږه، هغه كار كوه او پر هغه لار ځه، چې پښېماني نه درته راولي...

خانګل په دې خبرو اور واخيسته، ويې ويل:

په تا پسې خو به خلكو ويل چې له اصله پيرنګى دى، په جاسوسۍ پسې راغلى دى، كه هغه خبر رښتيا وي، اوس څه كول غواړې؟

_ په دې كې شك نه شته، چې د خپلو پلانونو عملي كول او له هر چا سره په سړه سينه راشه درشه او خبرې كول، مې د پيرنګيانو خوښ شوي دي، ښه كار كه هرڅوك كوي، يا ښه خوى چې د هر چا وي، بايد زده يې كړو، دا چې زه اوس څه كوم، يا څه كول غواړم، نه ته ورباندې پوهېږې، نه ورسره دلچسپي لرې، بهتره به دا وي چې برغولى ورباندې كښېږدو.







(19)

كله چې د مهاجرو شمېر تر لكونو واوښت، په راشنونو كې كمبود راغى، كله به غوړي نه وو، كله به غنم كم وو، كله به نور څه كنډو شوي وو، د نغدو روپو ذكر په راشن پا سونو كې و، خو چا ته نه وركول كېدې، دغه شان كمانډران هم بدل شوي وو، د وېش چارې درستې پاكستانيانو په خپل لاس كې واخيستې، د افغانانو لاسونه ترې وختل.

د وزيرګل زامن لا ښه وو، نه يې يو مخ ډول او بياتي ته ځواب وركړى و، نه يې په ډېرې فضول خرڅۍ ځانونه روږدي كړي وو، څه زېرمه يې لرله، چې له خپل پلارني كسب سره په كمپ كې دكان پرانيزي، دكانداري يې شروع كړه، نور يې د كمانډرانو له شامنډو، ته ضرورت نه پاتېده.

هرڅه د خانګي بيا لاس په خوله شول، نه نوره موندېده، نه يې سپوره تېرېده، اندېښنې ورباندې اورېدې، خصوصاً هغه وخت چې يوازې تورې ورستې غلې ته كښېناستل. نه يې زامن په كار روږدي كړي وو، نه ده ده څه له لاسه كېدل، زامن يې د واړه پېښور ته لاړل، د ولايتي امر په وره كې كښېناستل، چې جبهې ته يې واستوي، هلته كه نور څه نه وي ګېډې خو به وڅروي، امر هم له يوه ګروپ سره ولېږل، خانګى پاته شو، له ښځې او دوو ماشومانو سره، چې د ورور خاطر جمعي ته به يې كتل او خپله پرېشاني به يې ليدله، په زړه به يې اور بل شو.

يوه ورځ وزير ګل ورته وويل:

ګوره څو واره مې تر غوږ درتېره كړه چې دا راشنونه او كمانډرۍ به تر قيامته نه وي، څه خوره، څه پرېږده، خو تا ته زما خبرې بابېزه ښكارېدې، نغرى دې سړېدو ته نه وركاوه، اوس دې څه ترې جوړ كړه، زامن دې چې د خېټې بندګان دي ترې جوړ كړي وو، كار ته يې ملا نه ټيټېده، په بده ورځ كې يې په وچ ډاګ پرېښودلې او دوى په غوړې ډوډۍ پسې درڅخه لاړل. خانګي ته د ورور خبرو خوند ورنه كړ، بې ځوابه ترې پاڅېد او خپل كور ته روان شو، هلته يې خپلې ښځې ته كيسه وكړه، چې وزيرګل داسې راته وويل:

_ نور شمر يې نه دررسېږي، پرته له دې چې پېغورونه دركړي، په وطن كې دې له دې وروره څه ليدلي وو، چې دلته دې هم په ده پورې واړول؟ اوس كه زما منې، د خداى مځكه ارته ده، بل ځاى به ترې لاړ شو، كه وږي وو، كه تږي وو، څوك خو به د نېستۍ پېغورونه نه راكوي.

_ دلته چې راورسېدو، سيفو دوى راسره وو، خټې مو سره وتپلې، كورګى مو جوړ كړ، چې له باد و بارانه په كې خوندي يو، اوس كه بل كمپ ته لاړ شو، كور به په چا جوړوو؟

_ اوس لا زموږ څه دي، خېمې لرو، كه په خېمو كې ګذاره نه كېده، لوڼه دې واده شوې، زامن دې لاړل، دوه موږ يو، دوه مو زامن دي، يوه خونه مو تر خوله تېره ده، كه نور څه نه وو، ستا د ورور او ورېندارې ايرغندي خو به نه اورو.

خانګى يې په دې خبرو په پښو كړ، چې بل كمپ ته د تلو سرشته ونيسي، څو ميله ليرې يې په بل كمپ كې د چا پرې ايښې مېنه پيدا كړه، تر هغې يې ناړې وګرځولې، بېرته راغى، ښځې ته يې وويل: چې ځاى مې وموند، يوه خونه، يو پخلنځى يې ولاړ دى، خو ورونه او تيران يې ترې ايستلي دي.

_ پروا نه كوي، موږ به هم خپل بامونه واړوو، تيران به يې له ورونو سره وباسو، هغه خونې به پرې پټې كړو.

سبا ته خيرو بام ته وخوت، د بامونو پر لوڅولو يې بريد وكړ، وزيرګل چې ورته وكتل، ورغى پوښتنه يې ترې وكړه.

خانګي له پاسه ځواب وركړ:

په هغه بر كمپ كې مې يو دوه خونې پيدا كړې دي، غواړم هلته كډه يوسم، تيرانو ته ضرورت لرم.

_ دلته دې څه بد ليدلي دي، چې په پردو خلكو كې اړوې؟

_ چې سړي ته له خپلو بد نه ورورسېږي، له پردو نه وررسېږي.

_ مه لېونى كېږه، په لوى لاس په روغ سر داغونه مه ږده، چې خپل دې په ښه در نه شي، پردي به دې هېڅكله په ښه در نه شي. دومره د ښځې مه منه، كه دې دا ښځه درته ژوندۍ وه، تر ډېرو كمرو به دې راوغورځوي.

_ لا دې زړه نه دى راباندې سوړ شوى؟ اوس مې په تېر عمر له ښځې هم جلا كوې؟

_ له ښځې به دې ولې جلا كوم، دومره درته وايم چې لږ فكر دروړاندې كوه، هره خبره مه منه.

_ فكر مې راوړاندې كړى دى.

_ ګوره مه كوه، ستا لپاره وايم، ځان مه وركوه، بيا به پښېمان يې.

_ خداى مې دې له پښېمانۍ ساتي، كه وږى وم، كه تږى وم، پېغورونه خو به نه اورم.

_ خوښه دي، زه به څه درته وايم؟

چې دا يې وويل، وزيرګل خپل كاله ته ننووت، خانګى خپلو بامونو ته اړم شو، چې ژر يې واړوي، تر غرمې يې يو بام، له غرمې وروسته يې بل بام هم لوڅ كړ، دغه شان يې د يوې خونې ور هم وايست. يوه خونه يې سالمه پرېښوده، چې تر لېښلو يې سر پناه وي. سبا ته يې تيران هغه كمپ ته وچلول، هلته يې د ګاونډيانو په مرسته خونې پټې كړې، هفته لا نه وه وتلې، چې دوى وركډه شول.

په دغو ورځو كې ملا صاحب په كور نه و، تر ليرې كمپونو تللي وو، چې كله راستون شو او د خانګي له كيسې خبر شو، ورغى وزيرګل ته يې وويل:

خانګى له عقله پل سړى دى. په خير او شر نه پوهېږي، ته خو پوهېږې، ولې دې پرېښود چې لاړ شي؟ هلته به څه كوي؟ يو نيم نميشوره راشن يې و، هغه به هم په لاس نه ورځي.

وزيرګل ورته وويل: ملا صاحب ته ښه وايې، خو چې د چا ورځ وګرځي، چاره يې نه شته، ډېر مې ورته وويل، كاشكې د منلو سړى واى.

_رښتيا وايې، ته هم ورور ژوندى وخوړلې، زه هم، خداى دې هدايت ورته وكړي.

خانګل په نوي كمپ كې نور هم بېوزلى شو، ځكه چې هغه نيمګړى راشن يې هم له لاسه وتلى و، نېستۍ او پرېشانۍ ورځ په ورځ لاندې كاوه، ځانته يې توكل خو ګگټه يې نه لرله، ښځې ته يې هم په زړه كې نيمه سينه نه وه، چې له ځانه سره به يې محاسبه وكړه، خپلې ټولې بدمرغۍ د هغې له لاسه ورښكارېدې، د هغې لوى لوى ټوپونه، بېځايه هوسونه، بې موجبه بدبېنۍ چې هرځل يې دى تاواني كړى و، ورپه زړه كېدې، خو دا وروستى لېږد يې لا پر زخمونو مالګې شيندلې. كه دې نه واى مجبور كړى، په هغه كمپ كې يې څه بد ليدلى و، ورور يې ورور خوابدى كړ، راشن يې راشن له خولې ووته، زړه يې ورته ويل چې اوس هم كېداى شي چې بېرته ورشې، ټوپ كړي، نوه ټوپ كړي، هرڅه چې دى وزيرګل يې ورور دى، له ځانه به دې نه و شړي. بيا به دې ورپورې تم كړي، كه نور څه نه وكړي، يوه سمه لار خو به دروښيي...

فكر يې سر ته راغى، چې دا يې وزيرګل په هرڅه پښه تېره كړې، چې ورځې به چېرې اړوې؟ هغه دوه درې خونې خو چې دوى درسره جوړې كړې وې، په خپل لاس ورانې كړې او دېوالونه دې هم وپلورل.

نور يې فكر لار وركه كړه، چې څه وكړي، ښكاره نېستي او پټو غمونو يې سېكه ترې وړه، ورو ورو يې د سترګو نور هم پېڅې ورټولولې. نظر يې كمزورى شو، ښځه يې مجبوره شوه، چې په كمپ كې ګدايي وكړي، د ګدايي په ټوكانو به يې د ژوند ډېوې بلې ساتلې، كه به يې كله د چا له كوره په لوښي كې څه دال، سابه راوړي وو، هغه شپه به په دوى د برات شپه وه.

وزيرګل چې خبر شو، ورغى ورته ويې ويل:

ما دې دغه ورځ ليده، خو تاسې په لويو ټالونو زنګېدئ، زه دښمن درته ښكارېدم، له خپلې بېعقلۍ موڅه جوړ ه كړه؟ اوس مې زړه درته خوړل كېږي، خو څه وكړم تاسې ما ته هم په كور كې پوزه نه ده راپرې ايښې، چې سملاسي مو راسره په مخه كړم، دا دوه سوه روپۍ درواخلئ.

څو وخته ورباندې ګذاره وكړئ، زه به لاړ شم، كوښښ به وكړم، چې ښځه او زامن مې راسره سلا كړم، بيا به درپسې راشم، څه وكړم ښځه او زامن هم د دنيا سيالان دي، بله دا چې لاس مې ورلاندې دى، كه د دوى رحم نه درته وپاروم او په خپل سر مو راسره روان كړم، زما انجام به هم ستاسې غوندې شي.

درېيمه څلورمه وزيرګل له خپل يوه زوى سره ورغى او د دوى كډه يې بار كړه، بله ورځ يې خانګى د سترګو ډاكټر ته وروست، ډاكټر چې يې سترګې وليدې، ورته ويې ويل، په سترګو دې پردې راغلې دي، شپږمه مياشت چې پخې شي، راشه چې اپرېشن يې كړم.

چې بېرته سره راغلل، دا خبره يې په كور كې وكړه، د وزيرګل ښځې بې ارادې له خولې ووتل:

پر دې به نه وي وازدې به پرې اوښتې وي.

خانګې او ښځې دا خبره واورېدله، خو اوس نه هغه خانګل خان و، نه هغه د خانګل خان مېرمن چې مچ يې پر پوزه نه پرېښوده، هېڅ يې هم نه وويل، سرونه يې ټيټ وځړول.








(20)

ملا صاحب به هغه شان له ټيپ او كسټونو سره په كمپونو ګرځېد، يوه ورځ يې د مياولۍ د كمپ په جامع جومات كې تبليغ وكړ، بيا يې له لمانځه وروسته له جوماته بهر خپل كسټونه مهاجرو ته وراورول، چې څه كسټونه يې وپلورل شي، يوه ځوان تر لاس ونيو ورته ويې ويل:

ملا صاحب! له ما سره به لاړ شې، چاى به راسره وڅښې او شپه به دې هم له ما سره وي.

_ ايمان دې په نصيب شه، چاى به درسره وڅښم، ځكه چې د ترخو چايو سخت عملي يم، د شپې تكليف نه دركوم، شپه به پل جومات ته ورسوم.

_ خير، د شپې خبره به بيا سره كوو، اوس راځه چې چاى سره وڅښو.

ملا صاحب ورسره روان شو، د هغه كور جومات ته نژدې و، د ځوان ژبه، جامې او كړه وړه د وطندار سړي ورته ښكاره شول، په لار كې يې ورته وويل:

ځوانه! ما ته د شلګر د شا و خوا ښكارېږې.

_ هو د شلګر يو، نوم مې شهباز خان دى.

_ زه هم د شلګر يم، خو عمر مې اكثر په نورو وطنونو كې تېر شوى دى، اوس نوي ځوانان نه پېژنم.

په دې وخت كې د شهباز خان كور ته ورسېدل، شهباز خان له مخه شو، ملا صاحب ته يې وويل:

راځئ څوك نه شته، ملا صاحب هم ورپسې ورننووت. د شهباز خان تر كور ټيټ دېوالونه ګرځېدلي وو، دوړاڼګڼ يې درلود، د انګڼ په يوه خوا كې دوه خونې او يو دهلېز د اوسېدو لپاره ټيټ پوښل شوي ول، خونو يوه يوه وړه درڅه او ټيټ ورونه لرل. ملا صاحب يې يوې خونې ته ورووست. په خونه كې يو سور وطني ګيلم غوړېدلى و، چې ملا صاحب ته يې توشك وغوړاوه او بالښتونه يې هم ورته كښېښودل، مور ته يې نارې كړې، مور يې راغله، له ملا صاحب سره يې ستړې مشې وكړه، په عمر پخه ښځه وه، د سر وېښته يې ډېره برخه سپين شوي او په مخ كې يې ګونځې راپيدا شوې وې. داسې معلومېده چې په ځوانۍ كې به ډېره ښايسته وه. ابۍ په بيړه لاړه ووتله، څو شېبې وروسته بيا راغله، دم كړى چاى يې د ملا صاحب مخ ته كښېښود. په خپله ملا صاحب ته مخامخ كښېناسته، ټيكرى يې لږ په ټنډه راټيټ كړ، نور يې د مخ پټولو دوران تېر شوى و، ملا صاحب څو ځله بې ارادې ورته وكتل، بيا به يي سترګې ترې واړولې، شهباز خان د چايو پيالې ډكې كړې. مور يې ملا صاحب ته وويل:

ملا صاحب! د خداى كړه دي، له كلي كوره يې راورك كړو، دلته په پردي وطن كې د خداى هيلې ته پراته يو، تاسې چېرې اوسئ؟

_ زه په دېره كې اوسم.

_ ملا صاحب! له تاسې به هم زموږ غوندې ملك، پټى، كلا، مال او هرڅه هرڅه پاته شوي وي؟

_ هو! زه هم هلته داسې يو بهلول يو كچكول نه وم، باغ، پټى او ځانته چمبر مې درلود، چې د كفر حكومت راغى، هرڅه ته مې شا كړه، ترې راووتو.

هغې وويل:

موږ هم هرڅه په خداى وسپارل، خدايزده چې بيا به يې ګورو.

_ دا د شكر ځاى دى، چې روغ راوتلي ياست، د ډېرو خلكو په مېنه سپي هم نه دي پاته شوي.

_هو! ښه وايې، خداى دې ناراضه نه شي، دا زمن ګي چې راته ښوري، يوه باچهي ارزي.

بيا يې له ملا صاحب پوښتنه وكړه: ملا صاحب! ته زامن لرې؟

_ زوى نه لرم.

_ خداى دې زېرمه وكړه. كاشكې دې يو زوى لرلاى، اوس به په سپينه ږيره ولې كلي په كلي ګرځېداى؟

_ دخداى رضا به دغسې وه، (په عين حال كې ملا صاحب بيا ورته وكتل او ولده يې سترګې كښته واچولې).

_ملا صاحب! تاسې پخوا چېرې اوسېدئ؟

_ زه په شلګر كې زېږېدلى يم، پلرونه مې كوچيان وو، بيا زه ډېر كلونه په ليرې ملكونو كې وښورېدم، پنځلس شپاړس كاله پخوا كندز ته لاړم، هلته د ملك پټي خاوند شوم، چې ساه مې ورباندې جوړه وه، د خلقيانو اله ګوله چې شوه، ترې راووتم. تاسو د شلګر په كوم كلي كې اوسېدئ؟

_ زما پلار، د حكيم خان د كلا و، خو زه يې په بختيارو واده كړم، خاوند مې شېرزمان نومېده، كه يې پېژنې!

د ملا صاحب په غوږونو كې انګازه شوه، څه شېبه يې سر كښته اچولى و، زړې خاطرې يې تر سترګو تېرېدې، د ويالې پر غاړه جينكۍ يې ليدې، چې جامې مينځي، سره خاندي او شور يې دى.

شوخې بېباكې پېغلې ناوې، لوڅ مخ او خلاصې غاړې.. صرف يوه يې پلو مخې ته ونيسي، چې په هغه يوه حياناكه كرشمه يې دى د غرونو ورغو نو غرڅه كړي، هغه يوه چې له كوچي ملا، قوال ملا او بيا د هند او برما د ځنګلونو مسافر جوړ كړي، هغه يوه چې د نيم مخ ليدو يې نيمه پېړۍ له ده ارام او كرار اخيستى و...

نن هغه كوچى ملا د هغې حياناكې ښكلې مېلمه دى، نن له هغې سره خواله كوي، لوڅ مخ ورته ناسته ده..

بې ارادې يې ورته وويل:

زه هغه كوچى ملا يم، چې كه دې ښه نه يم ليدلى زما كيسې به دې ضرور اورېدلې وي.

ابۍ ژر ټيكرى پر مخ راټيټ كړ او په ټيټ اواز يې ورته وويل:

هغه كوچى ملا چې مينې لېونى كړى و؟

_ هو! هغه كوچى ملا چې ببرسر، ببرې څگڼې به كلي په كلي ګرځېده او د فراق سندرې به يې ويلې، اوس هم كمپ په كمپ ګرځي او سندرې وايي. هغه وخت يې د دوو بڼورو لېمو له لاسه لېمه نه سره ورتلل، اوس يې له هغو يادو سره د دين، مذهب، قوم، وطن او ملي خپلواكۍ غمونه هم مله شوي دي او په سپينه ږيره يې خوب او ارام ترې اخيستى دى.







حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

استاد محمد صديق پسرلى











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us