څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

د لمر كجاوه


زه د څلوريزو غزلو شاعر يم، دغه دوه صنفه مې ډېر خوښېږي، خو نظمونه، قصيدې او نور مې هم ليكلي دي چې دا اثر مې د نظمونو يوه بېلګه ده.

ما به په ځوانۍ كې د پښتو او دري په دېوالونو كې بس غزلې او څلوريځې لوستلې، اعتراف كوم چې له نورو اصنافو سره مې نه لګېده، يو وخت (په كال١٣٣٠) زما يوه دوست (مرحوم غلام حبيب نوابي) ما ته يو په زړه پورې كتاب راواستاوه، د كتاب نوم و ”ترانه هاى بيلي تيس“ چې څه له پاسه دوه زره كاله پخوا د يوې يونانۍ پېغلې ترانې د ايران مشهور مترجم ”شجاع الدين شفا“ له فرانسوي ژبې په خواږه نثر اړولې وې. د دغه كتاب په پاى كې د ايران د ځينو مشهورو شاعرانو د ځينو ترانو مفهوم په پارسي نظم كړې وې. د دغه كتاب لوستلو زما پام نظمونو ته ور واړاوه، په هغه كال مې د بېل تيس څو ترانې په پښتو نظم كړې او په هغه وړ مې څو نظمونه هم وليكل چې ډېره برخه يې په كابل مجله كې خپاره شول.

بيا مې د هند بنګالي شاعر رابندرنات تاګور د مشهور اثر ګيت آنجلي پښتو ترجمه چې مرحوم استاد بېنوا ژباړلې و لاس ته راغله. دې اثر تر هغه هم ډېر خوند راكړ، د دې اثر مې هم ډېره برخه په پښتو نظم كړه، له هغه راوروسته مې د نظمونو لوستل پيل كړل.

هغه نظمونه مې چې د بېلي تيس او فروغ زاد په اسلوب ليكلي وو، هغه په دې كتاب كې مه غواړئ، هغه په بېلو بېلو ټولګو كې خوندي شوي دي.

په دې كتاب كې مې هغه نظمونه هم شته چې تبليغاتي ضرورت يې ډېر و او شعريت يې لږ، هغه مې هم دلته نه دي را اخيستي.

په دې اعتراف كوم چې شعرونه مې د موضوع له پلوه ډېر ځله سره ورته غوندې دي، څه مې كړي واى، د فكر او خيال دنياګۍ مې د غومره وه. د لفظي او معنوي كمزوريو بښنه غواړم. خداى دې وكړي چې په لوستلو وارزي.

په درنښت

محمد صديق پسرلى











د مرګ په پوله


نيمه شپه سکوت او د تيارې کېږدۍ

شا و خوا ټيټ کړي پيڅولونه وو

ورو ورو خوڅېدله وږمه، ورو ورو تله

ته وا چې چا ايښي ورته ولونه وو


ورو ورو يې راکيښ په دېوالونو لاس

لکه بې امسا ړنده وتلې وه

کله به يې سر له څانګو وواهه

کله به له بل څه لګيدلې وه


نوره خاموشي وه ژغ وژوغ نه وو

بس ددغې ستړې ړندې سمښت به وو

زړۀ چې اورېدل څه له وهمونو هم

ښايي بل څه نه وو ددې سمښت به وو


هر څه چې وو، هر رنګ چې وو، هر هر څه

اوس په دغه تور مټ كې تور شوي وو

ستوريو چې به هم وو اړولى رنګ ؟

يا په سلا واړه بل لور شوي وو؟


شپه وه، خاموشي وه، د تيارې نظام

هر پلو وهمونه بوټولي وو

ورو ورو قدم اخيست وهمنا کې شپې

ستوري هم له وهمه ښايي غلي وو


سمه نيمه شپه وه، په ړنګ کلي كې

يوه څلور کلنه نجلۍ پاته وه

ژوند وو رژولى د وحشت سيلۍ

يوه دغه معصومه غوټۍ پاته وه


کور يې په بمونو نړېدلى وو

کلى يرغلګرو سوڅولى وو

څوک نه وو چې زړه ورپورې وتړي

خپل نفس يې هم سينه كې غلى و


ساه يې تربت شوې په ټټر كې وه

اوښکې سوڅېدلې په ليمو كې وې

ناړه يې به خوله كې وچوله ډار

چيغې يې د وهم به کتو كې وې


غم د مور او پلار او د خپلوانو وير

هر څه واهمو ور څخه وړي وو

ډار و تنهايي په دې درنه شپه كې

خوب و خواړه هم ورنه هېر کړي وو


کله به د پلار جسد ته کيناسته

بيرته به بيا غلې ورنه پاڅېده

کله به دمور په مړي پريوته

بيا به ترهېدلې ورنه پاڅېده


زړه يې د سينې په قفس سر واهه

هر څه ښکارېدل ورته بلا بلا

مور هم ورته وهم بلا کړې وه

هر طرف بلا وه، هره خوا بلا


شپه تر نيمې واوښته لاهغه شان

مرګ په کلي سيوري غوړولي وو

وپرې د ماشومې ذهن او زړه څپل

وهم په تنکي زړه اړولي وو


لا هم دا معصومه، بېګناه مرغۍ

هغه شان د مرګ په پوله ناسته وه

دا د کريملين يوه قيمتي هديه

ظلم ته، وحشت ته او هراس ته وه

14/2/67





نوښت


نيمه شپه ده او د "خاد" په زير خانو كې

ديوالونه وو بيا وينو رنګولي

خداى خبر چې د ډبرو په دېوال به

خود سرۍ وو څو سرونه جنګولي؟


ډېر کلونه شول چې دا دستم خونه

هره شپه بيا په تازه وينو رنګېږي

چې هر څاڅکى د محکوم له وينو بېل شي

پر زړو، وچو رنګونو وغوړېږي


ښکته، پورته، شاوخوا ددغې خونې

د زلمو په تازه وينو باندې سره وه

پټ پر پټ وينې وې وينو باندې نښتي

د وحشت يوه عجيبه منظره وه


سر پر سر وينې پر وينو وچې شوې

چې کرپالي دي نيولي دېوالونو

د پاخه ديوال پرمخ پراته خوروکي

پناه غواړي د انسان له وبالونو



نيمه شپه ده، بيا د "خاد" په زيرخانو كې

پارېدلي بې موجبه عنادونه

تشدد دى، تحکم دى، تظلم دى

پورته کېږي، غوټه کېږي فريادونه


بيا يې څوک د مور له مخې پاڅولي؟

بيا يې څوک د پلار له غېږي جلا کړي؟

بيا يې څوک د عقيدې په تور نيولي؟

بيا يې څوک له خپله کوره اغوا کړي؟


مجبور پلار به يې په مړيو كې پسې غواړي

خواره مور به يې په اوښکو، اوسيلو كې

نه پوهېږي چې چابوته، ولې، چېرته؟

څه به ګوري د وحشت په سلسلو كې


نيمه شپه ده، د وحشت په زېرخانو كې

د مظلوم زړه فرياد نه اورېدل کېږي

د سوټي په استدلال، د زور په حکم

هر عمل په بېګناهو تپل کېږي


چې سبا شي يو تود زړه به وي سوړ شوى

دېوالونه به تازه وي رنګېدلي

مور او پلار دې پسې ګرځي، خادستان به

بسترو ته پناه ور وړي زنګېدلي



دا د سره جنون ارمان، دا يې نوښت دى

دا د سرو کودتاګانو انعامونه

هره ورځ بايد ليمې له غمه سرې وي

هره شپه بايد چې سره شي دېوالونه


پېښور 14/2/64




سوې ځالې


د هندوكش د لوړو لوړو او سپين سرو غرونو

په شنه لمن كې له پېړيو يو خــــــــــړ کلى و پروت

چې غره به پټ خواله کاوه له رڼو ستوريو سره

دى به يې غېږ كې لکه روږدى کبلى غلى و پروت


روڼې چينې يې هلته_ دلته خوا كې ور وخوټېدې

لکه همځــــــــولې چې له ميندو پټې غلې خاندي

شوخــي د عــــــــمر يې د زړونو تلې وتخــــــــــنوي

خو له حيا په خولو برغولي کېږدي ښکلي خاندي


ډېر به و نغښتي په سکوت كې د پتمنو کلى

خو لکه خم به پټه خوله وو د مستيو ځاله

د مينې مينه او په مځکه د جنت څنډه وه

د ژوند له شاتو ما لا ماله د مچيو ځاله


هرې څپې به چې واهه سر په مستۍ له تيږو

په هر قدم به يې تر شا د غره جلال ته کتل

غره به لـــــــــــــــه پاسه تماشې د تماشو کولې

چې ښکليو پېغلو به په سين كې خپل جمال ته کتل


د لمر بادې چې به د و ورو وينه ګرمه کړله

د سين غنګۍ به شوې د ژوند په ترانو بدلې

باغ ارم به شو د قاف د ښاپيريو وطن

تـــــــورې ليمې به شوې د ناز په اشيانو بدلې


چې نو بهار به بيا په مړو بوټو كې روح پوکله

د ځوانۍ هيلې به روغ زړه ته لاس ترغاړه راتلې

تاندو غوټيو چې به غېږې باد ته پرانېستلې

په نندارو يې د ژوندون خوشحالۍ واړه راتلې


اوس هم بهار دى، خو په هغه روماني سيمه كې

ددې وطـــن د شــــــــهيدانو د مزار څلـــــــــي دي

ودانۍ ړنګې دي خـــو واړه وراني شوې خونې

د دې ساهو ملت د ويــــــــاړ او افتخار څلي دي


نن نــــــه ګلونه شته، نه بوټي، نه د کلي پته

د لمر په سترګو كې غړېږي يو څو سوې ځالې

غـــــر منتظر ولاړ دى، ګوري د ليشلو لارې

چې بريالي راشي او بيا جوړې کړي نوې ځالې

پېښور 20/12/67





سفر


ګڼ مساپر يو راوتلي د ظلمات په هوس

وايي چې هلته چا ليدلي د حيوان اوبه دي

زړه بيړۍ او هر ساعت يې د ختلو ويره

په هر قدم كې راته خوله خوله د توپان اوبه دي


لوىسمندر دى، چې يې څنډې چا ونه پېژندې

له ډاره ورکه شي د ورکو رهروانو وېره

څپو كې پټ د غرونو غاشي، لېوني بادونه

د ګردابونو، د موجونو، نهنګانو وېره


ګڼ مساپر يوو ورته ګورو چې فضا صافه شي

د لمر زرينې پلوشې پر اوبو وغوړېږي

جهان يو ګل شي، رويايي کړي ددې ورکو سفر

کله چې بحر په روڼو پلوشو وغوړېږي


خو ياره ليږ وي بې خطره زړه غوښتونکې لمحې

باد و باران، برق و توپان، وره وي، تنا وي هر وخت

زړې بېړۍ ته يوه ګرداب وي ويړه خوله نيولې

په هر قدم وېره د ژوند د انتها وي هر وخت


هره لحظه چې څپې واوړي، توپاني شي بحر

کپتان د بحر نهنګانو ته دانه ورکوي

هره لمحه يو مساپر سپاري د مرګ کومي ته

بېړۍ درنه وي، که توپان ته نذرانه ورکوي


په هر قدم كې د مرګ خوله وي لکه خوله د بحر

کپتان هردم يوڅه ورلېږي، که يې خوله پټه شوه

عالم يې تېر کړ، په طعمې باندي شخوند هم نه وهي

نه د عدم ګيډه مړېږي، نه يې خوله پټه شوه


په بېکرانه سمندر كې د پارو په مرسته

زړه بېړۍ سوکه سوکه ځي، په سينه ښويېږي

خو لېونۍ څپې يې بېرته په شا وتمبوي

دا چې په مخ ځي، که په شا ځي څوک پرې نه پوهېږي


خداى زده چې بيا هم ولې نه غواړو چه ژر ختم شي

دغه د ستونزو، خطرونو، د وهمونو سفر

ښايي چې ښه به را ته ښکاري د عدم تر ټاپو

دا په زړې، ماتې بېړۍ كې له موجونو خطر


پېښور 8/2/67





يا مرګ ، يا وطن


ووړي شاړې- سپېرې دښتې سرې بتۍ کړې

ته به وايې هره خوا بل شو اورو نه

په زړه سوى لمر په مځکه لګوي خوله

بيا پېريانو تاوده کړي تنورونه


بده ورځ د بې پناهو، بې وطنو

د محشر ورځ شوه د مځکې پر سر باندې

سوځي، ژاړي دوا ورينو غرونو ووړکي

لکه شمې د تامبو تر سيوري لاندې


بيا به ساه تر بتوي د پشکال تاو

بيا د مځکي نم ورزبيښي د اهاړ لمر

د بې ځالو به په دښتو كې څه حال وي؟

چې جلاد غوندې يې سرته وي ولاړ لمر


خړې وريځې راښکاره شي، بېرته زغلي

ته به وايې چې د دوى تلي هم سوځي

يوه اوښکه نه شي تو له ژړغوني

مګر تاو د لمر يې سترګو كې غم سوځي



کاشکې لار تړل کېداى په تورو وريځو

چې درست ووړي مو پر ځاى واى درولې

لکه موږ چې سره اهاړو نښتيځلو

دغه شان مو پر كمپو واى نښتېځلې


چې راوځي يې له تنه خوله نه ده

د پردېسو خوارو واړه بدن ژاړي

دا هاړ په سره غرمه كې به څه ګرم وي

که يا مرګ او يا وطن له خدايه غواړي


پېښور 5/4/69




د رازونو دنيا


څو د دانو په تلاش ستړې مرغۍ

د تليفون پر مزي کښښتلې

د چاله ياره سره پټ خواله وو

ځينو د سترګو درڅې وتړلې


چا کړه سرونه تر وزرونو لاندې

د ځينو شوق وو چې اواز ووايي

ځينو ليدله مناسبه موقع

چې خپل مين ته د زړه راز ووايي


چې دوى پرې ناستې وي ترپښو لاندې يې

وه د ښکاره پټو رازونو دنيا

د زور ورو د تهديد غږونه

د نازوليو د نازونو دنيا


چا پور وړيو ته نېټې ټاکلې

چا د زړه تندې ته وعده اخيسته

ممکن وفا ته به يې نه وو زړه ښه

بس له اوازه يې بوسه اخيسته



د تيلفون په دغه وچ مزي كې

يو اباسين وو درازو نوروان

هره لحظه له ورانو، جوړو ډکه

هره لمحه يې د نيزونو بل شان


ما چې پر سيم ناستې مرغۍ وليدې

فکر مې لاړ، تر لرې لرې وځغاست

چې اخر موږ به لکه دغه مرغان

د کايناتو پر کوم مزي يو ناست؟


الوځو، لرې ځو، راښکاري جهان

دواړه فکر تر وزرونو لاندې

ښايي وي داسې د اسرارو دنيا

دغه چې موږ کوو خوبونه باندې


موږ به هم دغه شان ساده مرغان يو

زموږ به هم داسې برسېرن کاته وي

دا څه چې وينو، دا به داسې نه وي

ډېر پټ رازونه به لا پټ پراته وي


پېښور ./12/1369





ځوانې لمحې


زما د ګوتو نافرمانه بيړۍ

ددې د زلفو به څپو ښوييده

په مخ يې ځاى پر ځاى پښې يبله نګاه

د ساده حسن په جلوو ښويېده


دا مې ليمو كې د خوښۍ اوښکه شوه

چې ريږدېده لکه نيولې کبلۍ

شپې ويروله، که احساس د ګناه

د نيمې شپې په غېږ كې ښکلې کبلۍ؟


د کلاوې سر وو له د واړونه ورک

نه دې ويل څه اونه ماڅه ويل

خبرې ډېرې خو آغاز يې و ګران

زړونو يوه بل ته په دربا څه ويل


د تورې شپې په تتو، تورو وښو

مګر دوه څاڅکي د شبنم وو دواړه

لکه دوه شمي لړزيدو، ويليدو

د ناشناس مړي د ګور په غاړه


وه نيمه شپه هم ساه نيولې غوندې

ښايي چې موږ ته يي وو غوږ نيولى

له يوې خوا وي حيا پښې خرلې

له بلې خوا راته سحر وو غلى


د نېکمرغۍ په دغه ښه فرصت كې

له لېوني زړه غوښتې هېرې شولې

شپه مو د زړه په دربي ونغښتله

د ځوانۍ ځوانې لمحې تېرې شولې


پېښور- 6/1/70






تش ګوجي


د ساحل په شګوناست يم

له خپل کلي، کوره لرې

له خپل زړه سره مشغول يم

د عالم له شوره لرې


تش ګوجي ګورم د بحر

د ساحل په شګو باندې

چې څپه ورباندې راشي

شي تر تورو شګو لاندې


زه هم داسې يو ګوجى يم

تش له ځانه، له جهانه

د قسمت څپو راوړى

د هستۍ له هغې خوانه


خو په ما او په ګوجي كې

کوم توپير چې ما ليدلى

دى له بحره راوتلى

زه يم و چې څپ وهلى



ګوجي ښه دي تر موږ ورکو

که له بحره جلا کېږي

که تر شګو لاندي نه شي

ماشومان خو پرې لوبېږي


د ساحل پرشګو ناست يم

څپې ښکاري ولونه، ولونه

د پراته ساحل په لوري

سره اوړي غرونه غرونه


چې د مځکي څپ وهلي

د نيزونو غړوندي کړي

او په تل كې يې د بحر

په يوه پټ ځاى كې خوندي کړي


نه د بحر تش ګوجى يم

نه مې و چه قبلوي بيا

بيوطنه، اواره يم

دا احساس مې ځوروي بيا


د ساحل پرشګو ناست يم

په سرحد د بحر و بر كې

زه د مځکې پوچ ګوجى يم

په لمن د سمندر كې



که يوه بله څپه راغله

د زمان له لوڅپو نه

خدايزده بيا مې چيرته يوسي

له دې شګو، دې اوبونه


زه يو پوچ اوتش ګوجى يم

تش له ځانه، له جهانه

د زمان څپو راوړى

د هستۍ له هغې خوا نه


پېښور- 10/1/70





تمبولۍ


مازيګر دى، ژېړى لمر بيا

په څپان بحر كې رغړي

د زرينو پلوشو دي

له څپو سره خپړې


سمندر يو مست مجذوب دى

چې له ځان سره يې شور وي

چې دده په دى لوى زړه به

لا بل شوى څنګه اور وي؟


زه په غاړه ناست يم، ګورم

بې بادو مستو څپو ته

تر شغلو لاندې اوبو ته

په اوبو كې پلوشو ته


لوى _ واړه کبان هم وينم

سر راوباسي، ورکېږي

لکه زموږ ناويسا هيلې

نه ښکارېږي، نه پټېږي


يو بوډا ماڼګى مې وپوښت

په دې يم كې اور د څه دى؟

نه لښتۍ شته, نه تارونه

په څپو كې شور د څه دى؟


چې د خم غوندې خوټېږي

ويده بحر مستوي څوک؟

دغه لټ پر لټ چې اوړي

شوخ موجونه تخنوي څوک؟


ماڼګي ووې: سمندر كې

د کابل د غرونو واورې

پاريدلي، بېرته غواړي

خپلې تېږې، خپلې خاورې


بې اختياره ستړى فکر

رانه وښويېده يم ته

د وريځو زيږنتون ته

د وحشي څپو عالم ته


ويلې شوې واورې بيا تلې

د وريځو په ډولۍ كې

خو زه نښتى يم، ډوبېږم

د خپل ضد په تمبولۍ كې


پېښور- 11/1/70





ولې؟


د چــــــنار د پــــــاڼو رغوي ورته وچ شول

کف شناسې وږمې درومي خدايزده چېرته؟

نه په چا پورې څوک ګوري، نه باور شته

ويلــــــې شــــــــوې واورې بحــــر ته ځي بېرته


پـــــه زړو بامو کرۍ شپه دربوي پښې

د پســـــــرلي بـــــاران هــــم نه دى بي ازاره

شکـــــــــوفـــې څنډي لمن سحر له پرخو

ګډ ژوندون ته څومره پېښه ده د شواره؟


د ګلونو بوى چې پالي پالي پاڅــــي

څوک يې نه راګرځوي تر څو چې ورک شي

د بلبل زړه كې که خارماتوي ستنې

ګل د خپل ښايست له لاسه هوش پرک شي


پـــه هــــوا كـــــې بــاز ته زرکــــــه وي حلالـــه

په دريا كې موج د موج پر سرپښې ږدي

د هسک ستوريو ته چا کډي ور په شا کړې

که انسان د بل انسان له ظلمه ليږدي

په دې لوى ارت جـــهان كـــې چه څه وينو

په رښتيا چې د انسان په مخ پيدا دى

چې يې هېڅ په هېڅ شي زړه تشي تړلاى

چې هر څه يې زور ورو ته روا دي


پېښور – 6/1/70









نن


څو پرونۍ تجربې

څو د سبا اندېښنې

راغلي زما په زړه را ټولې شولې

څوک مې پرون ته بيايي

څوک مې سباته بولي

تر منځ مې نن را څخه هېره شوله


پېښور- 26/10/70






وچ سمندر


له ډېرو لرې سيمو

د ځوان هوس د جهيل بتې راغلې

د زړه پر ډاګ باندې مې كښېنستلې

چې ستړې ساه سموي

که به دانې غونډوي؟

***

خدايزده چې څنګه د بحرونو بتې

په دومره لوى جهان كې

راغلې او زما د زړه په سوې بېديا

لکه تنکۍ ورا باڼې کېناستلې؟


زما د زړه دا وچه، سوې بېديا

پخوانه سوې وه، نه وچه دښته

دا چې دا مستې بتې

ورباندې ساه جوړوي

دلته هم يو وخت د ځوانۍ سمندر

مستې څپې وهلې

****

دوى ته به اوس هم سپېره ډاګ نه ښکاري

دوى ته به اوس هم څپان بحر ايسي

د توفانونو – هوسونو يو ژوندى سمندر

خو چې زه ګورم ورته

د يوه وچ شوي سمندر راښکاره شوى تل دى

دا د ځوانۍ د هوسونو د څپو لوبغالى

وخت د څپو په يوې متروکې هدېرې بدل کړ

***

ژر به ترې والوځي بيا

د هوسونو بطې

له دې ژوندو څپو به هم لوګه بيديا تشه شي

د ناستي ځاي که يې وو پاته د حسرت په مځکه

هغه به هم عاقبت باد ړنګ کړي

پېښور – 26/10/70






لغزش


بېګا مې ستوريو او سپوږمۍ ته کتل

دوى خپله لار په ښوييدو وهله

او اوس چې لمر او د لمر وړانګې وينم

د دوى هم پل او پونده نه تم کېږي

اوبه ښويېږي

نورښويېږي

سيوري هم ښويېږي

زمان پخپله دايمي لغزش دى

ماښويوي ستا ښوييدلى نظام

خو ته، اى اى ددې نظام خالقه

ما يو واړه لغزش ته هم نه پريږدي

پرېږده چې زه هم لکه ستوري، سپوږمۍ

يوه شپه د زړه به خوښه وښوييږم

د عشق د خوښې او رضا په حکم

د ژوند د حسن او د ښکلا په لوري





زما تصوير


زه دا درست عمر مصروف وم

لا تر مرګه به مصروف يم

که مې خپل تصوير کړ رسم

لکه څنګه چې زړه غواړي

لکه څرنګه چې يمه


ډېر وختونه مې ضايع کړل

ډېر زحمت بې نتيجې شو

ډېر دقت مې بې فايدې لاړ

ډېر رنګونه ابته شول

خو په درست عمر جوړ نه شو

ښايي درست عمر جوړ نه شي

زه دا درست عمر مصروف وم

لا به درست عمر مصروف يم


په طفلۍ كې ومه يو وړ

په ځوانۍ كې ومه بل شان

په زړښت كې شومه بل راز

لا هر دم پسې بدلېږم

يو تصوير چې مې نن جوړ کړم

په سبا هغسې نه يم

ها د بل سړي تصوير وي

زه د بل سړي ماډل يم


روحيه او شخصيت مې

تر څېرې هم ژر ژر اوړي

په پندار او په خواهش كې مې هر آن بدلون ښکارېږي

نپوهېږم چې زه څه يم؟

کوم تصوير زما تصوير دى؟

کوم زما اصلي انځور دى؟

په کوم يوه پېژندل کېږم؟

زه پخپلو تصويرو كې

خپل انځور نه پېژنمه

بدلېدونکى کرکتر مې لکه نور نه پېژنمه

د خپل ځان په جوړولو مې درست عمر ابته شو

يو تصوير مې انځور نه کړ

لکه څنګه چې يې غواړم

لکه څرنګه چې يمه







د حسرت شپه


بېګا چې پروت وم پټه خوله د تنهايۍ په ساحل

لکه سيل وړى مړ چې غاړې ته کړي مست موجونه

د تصور تر سترګو سترګو مې کېدل له لــــــــــرې

چــــې تــــېرېدل د حـــوادثـــــو خــــونــــړي پـــــوځونه


زمـــــا د فکـــــــر لامـــــبوزنـــــو د کبانو په څېر

د بـــېکـــران زمــان په بحر كې غوپې وهلې

پټ مې په خپلو بېکسيو پــــــــورې ډېر وژړل

زما د هيلو رنګينۍ د حسرت شپې څټلې


د حــــادثو څپو راوړى وم د يــــاس غـــــاړې تـه

د پرديسۍ په ځيږو شـــــــــګو يې پرې ايښى ومه

کبان مې خوا كې تېرېدل، د څپو شور هم راتلو

خو زه د دومره ژوندي سارو خوا كې ګوښى ومه


ما ويل کاشکې چې بيا مست شي لېوني موجونه

راشي او ماله دې بيدردو نوحه ګرو يوسي

له ځيږو شګو مې ور واخلي په پستو منګولـــــــو

مستې څپې مې په ګډا او په سندرو يوسي


بيا مې ور واخلي، وړي مې، وړي مې چېرته؟ هلته چې ځي

د باراني موسم د سين نه ستړېدونکې څپې

جســد مې يـــوســـي لـــــه کـــــــاغانو، ټپوســــانو څخه

د نهنګانو هــــــــــديرې ته ښوييدونکې څپې


لکـــــــــه د بحـــر پــــه توپــــــان كې را ايساره بېړۍ

تمــــامه شــــپه پـــــه يوه پر بله اړولم حسرت

چې به مې لږ غوندې ځان جوړ کړ د اميد ساحل ته

يوه بل ګرداب ته به په قهر ټيل وهلم حسرت


چې سحر واخيست د تيارې پلو د شپې له مخې

رڼا د تورې شپې په تور زړه چړې ومنډلې

زما د سر سترګو هم بيا د ژونــــــــد ښکلا وليده

زما زړه هم د حسرت خړې دوړې وڅنډلې

پېښور – 19/11/70







ژوند او خوند


شوخه طفلي به د چا نه يادېږي؟

کاشکې بيا بيا راتلاى هغه وختونه

چې په يوه لښته به سپاره شوو سره

په منډو _ منډو په ترپکو به تلو

د زړه ستړيامو هډونه پېژنده

ها له چې څومره به مو ستړى کړ ځان

هم ترپېدو، هم مو مستي کوله

هم ششڼبدلو لکه مست اسونه

نه به په منډو ستړيېدلو کله

نه په ټوپونو مړېدلو کله

*****

هغه وختونه بېرته نه راګرځي

چې لاس وپښې ستړي وو، زړونه هوسا

اوس چې مولاس او پښې هوسا کړه زړښت

د ستړي زړه له لاسه ستړي يو موږ

خوند په ستړيا كې و موږ نه پوهېدو

ژوند په ستړيا كې و موږ څه پوهېدو

پېښور – 20/11/70





ورک مساپر


ورک مساپر له نا اشنا ټاپونه

د نامعلومې وچې خوا ته درومي

په څپو سپور دي، ځي، خو نه پوهېږي

چې ځي په وړاندې ځي،که شاته درومي؟


ورک مساپر د سپېرو د ښتو لاروى

لاره په ترخو په ازغو كې وهي

د سړيتوب په ړنګو پلونو ږدي پل

خو ډېره لاره په تيارو كې وهي


ورک مساپر تپوي لاس د فکر

چې له تيارو ووځي رڼا ته درومي

د خواهشاتو په ډېر تت ځنګله كې

په هر قدم د ورکې خوا ته درومي


ورک مساپر په ړندو لارو روان

له ورکې ځالې راوتلى ورک دى

د ورک پړاو په اميد ګام اخلي

خو لکه باد اخيستى خلى ورک دى


ورک مساپر د اندېښنو په ښار كې

د حقيقت د کوڅې لار ورکوي

د نېکمرغۍ د کاله پته ور نه

لوڼه _ زامن، که مور و پلار ورکوي؟


له ځانه ورک مساپر واړه عمر

لکه مست بحر دى د ځان په لټه

چې لاس ته ورشي يوه د عقل ډيوه

"ګرځي په ښار كې د انسان په لټه"1


ورک مساپر چې ځان هم نه پېژنې

پټو رازونونه خبر غواړي ځان

په شل دماغ او ليږ ليدونکو سترګو

د کايناتو زړه او سر غواړي ځان


ورک مساپر، له ځانه ورک مساپر

به ايا کله ځان پيدا کړي که نه

تر دې پخوا چې خاورې غيږ ورکړي

ســــــــــتړى تلاش به يې هوسا کړي، که نه

پېښور – 28/11/70





زه


لکه ړنګ خاپى د نوم ورکي مساپر د قدم

د خپل منښت په سپېره دښته كې تنها پاته يم

لکه په لويه لار كې پاته بې څښتنه غوټه

پاته خو يم خو نه پوهېږم چې له چا پاته يم؟


زه يم، څوهېرې خاطرې او څو نيمګړې طرحې

لېونى خيال مې لا هر دم پرې بل نظر ورکوي

لکه د تار په رګ وپى كې پټې، نغښتې نغمې

مضراب د پېښو مې فرياد ته بال وپر ورکوي


چې زما سيورى هم زما دى، خو زما غوندې نه

زه به د بل د مخ هېندارې كې ځان څه ووينم؟

د هر يوه ستورى بل جهان او بل مدار دى دلته

زه به په لنډ نظر د لوى کهکشان څه ووينم؟


جهان يو ارت، بېکرانه سمندر دى، ګورئ

چې توپاني شمې ټاپوګان خوري، غرونه هم ړنګوي

د سبا ورکو ته به نخښه زما څه پاته شي؟

دا سمندر چې د جازونو پلونه هم ړنګـــــــــــــــوي

لکه ړنګ خاپي د نوم ورکي مساپر د قدم

د خپل پندار په سپېره دښته كې تنها پاته يم

ذرې، ذرې به مې بادونه خدايزده چېرته يوسي؟

لا به تر کله به سينه ددې صحرا پاته يم؟


****






سور ټاپو


چې زنګېدمه د خيال په ټال كې

د افقونو پينګې يې راکړې

د سره شفق په ټاپو كې پروت يم

چې سر مې هسک کړ، ســـترګې مې واکړې


به لوګ ټاپو كې، له کلي لرې

يوازې ګرځم، يوازې اوسم

خو نه پوهېږم کله او چېرته؟

لاره به مومم چې کډه يو سم


شاوخوا تورې تياره اوبه دي

تور سمندر دى راګرځېدلى

دا سور ټاپو يې لکه ياقوت دى

په تورې پيڅې پورې تړلي


د تيارو غېږ كې سور ټاپو ښکاري

که تور ښامار دى سورلال په خوله كې؟

يو تور هندو دى سندور وهلى

يا سور څراغ دى په در بله كې؟


هر څه له لرې ښکلي ښکارېږي

که سرې لمبې وي، که شنې اوبه وي

هر څه، زيبا وي، هر څه زړه بولي

چې ورنژدې شې هغسې نه وي


زما زړه يووړ له لرې سرو ورو

شفق له لرې سور لاله زار وو

چې اوس يې ګورم له بده مرغه

سور شفق څه وو؟ دا سور انګار وو


چې زنګېدمه د خيال په ټال كې

ما وې مدام به داسې زنګېږم

څه پوهېدم چې په پلمه شلېږي

لرې، يوازې به بل ځاى ولېږم


د خيال له ټاله يم رالوېدلى

په مايوسيو كې لارې غواړم

ګرځم راګرځم به سره ټاپو كې

يوازې سوځم، يوازې لاړم


په پردي ديس كې چې هر پل اخلم

سوى پل بيا هم پر سره انګار ږدم

چې په غربت كې وطن راياد شي

سور شوى سيخ مې په سره پرهار ږدم


د سرو اورونو په سره ټاپو كې

لکه په بټ كې نينه ټکيږم

تور سمندر دى راګرځېدلى

څنګه به وځم ترې نه پوهېږم


سور اور که ومري په اوښکو وينو

تورې اوبه به وچوم څنګه

په کومه لار به د هيلو کډه

خواږه وطن ته، رسوم څنګه


پېښور – 28/7/71





بې وطنان


لکه د زرکې د سينې يو څو پستې بڼې چې

د نــــــــاروا شهين مښوکه ورنه باد ته سپاري

داسې زموږ هم په وطن پورې تـــړلې هيلې

ظالم قسمت له يوه صياده بل صياد ته سپاري


لکه يوه شمه د يوې لويې هديرې په يوه ګور

چـــــې نـــه کــــوم بـــــزم روڼوي، نـــــــه پتنګان پاروي

داسې زموږ استعدادونه هم بېځايه سوځي

نه د وطن به ښه ورتلاى شي، نه خپل ځان ښکار وي


لکه مړې اوښکې د لار ورکې مسابر له سترګو

چې نا اشنا شګې د لو صحرا په زړه كې زبيښي

داسې بېځايه، بې ثمره په پردي وطـــــــن كــــې

زموږ د ژوند پاته لمحې زمان په تله كې زبيښي


لکه د تت ځنګله په شور كې د بې ځالې مرغۍ

د نا اميد زړګي نوا وڅي، ورکېږي خوشې

داسې زموږ د زړه فرياد هم په ګڼه نړۍ كــــــې

د مـــــاشينونو له غوغا سره ګډېږي خوشې


د بې وطنو حيثيت وي د نا چل نوټونو

وجود يــــــې وي خو بې فايدې چې اعتبار نه لري

د بې وطن سړي هنر، پوهه او فکر يې هم

هغه متاع وي چې په هېڅ ځاى كې بازار نه لري


د بېوطنو وطن ګور دى، خوکـــــه ګورو مومي

د بېوطنو حيثيت نه شته او ځاى يې نه وي

که د مچانو غوندې سل ومري که زر په يوه شپه

قاتل يې څوک هم قاتل نه بولي، تاوان يې نه وي


پېښور – خيبر پلازه 61/8/71





ورکه


ژوندون نور څه دى؟ پلټون دى، پلټون د ورکې

خو چا ته دا هم ښکاره نه شوله چې څه غواړي څوک؟

هره شيبه يې يو ايستلي په دې ورکې پسې

فکر و خيال يې ځي که وغواړي، که نه غواړي څوک


ژوند وويو ستړى سين، چې هر څه ته مې ښه وکتل

په هيڅ كې هم نه وو کمى د شور، کمى د څپو

د ولاړ غرۀ ونو او بوټو هم تيګې وهلې

يوازې نه وو په روان سين كې ستمى څپو


ځنګلونه اړوي بيا بيا له سره توري پاڼې

لوى سمندر يې د نيزونو په څادر كې غواړي

لمر وي پانوس پسې اخيستى او تيارې پلټي

خو د تيارو مېشته عالم يې بيا په لمر كې غواړي


له روڼه عرشه، د سپيره فرش تر ها توره تله

هر څوک او هر څه په تلاش كې دي يوه ورکه غواړي

موږ يې په هسک كې لټوو لکه نشتر د غرونو

خو دا روڼه ستوري يې درسته شپه پر مځکه غواړي

له هرې پاڼې يې ستومانې وږمې غواړي پته

له هرې څانګې يې بې ځالې مرغۍ ځاله پوښتي

هر څوک يې هر چېرته، له هر چا او له هر هر يو څه نه

خو پسرلى يې له خپل زړه اوله خپل خياله پوښتي


ژوندون ستړياده، ژوند تلاش دى او تلاش د ورکې

ددې ستوما نه ژوندون خوند په جستجو كې ښکاري

مرګ که فراغ له اندېښنو وي او خلاصون له فکره

مرګ به ارام وي مګر خوند په جستجو كې ښــــکاري


تهران _ نياوران 25/3/74





هغه دى لمر راوخوت


شپې مګر پښې سپکې کړي

خوب مې درنښت و بايله

ويښ ويده پروت يم غلى

شوخې وړانګې مې د تړليو سترګو ور راوهي

لکه چې لمر راوخوت


سترګې مې نه دي لا پرانيستې ورته

خو څه څه اورمه ښکالو درڼا

احساس کوم چې بيا رڼا خوره وي

شپه وي وتلې د تيارو ما ته خوړل وي رښتيا

د ورځې راج چلېږي


بيا به رڼا ته ووځو

بيا به رنګونه وينو

بيا به د نور د چينو په رڼا مينځو زړونه

شوخي وړانګې مې د کړکيو تحنېدونکې شيشې

راتخنوي په مينه

چې د تياره خونې فضا مې خندنۍ غوندې کړي


شپه په رښتيا تللې ده

رڼا خوره ده هر لور

ها د تيارو تورو ديوانو ځاى پرې يښى نورته

تمو راويښې شئ بيا

هيلو را پورته کړئ سر

چې د ظلمت د ورکېدو جشن ته

د رڼا ګانو د بري اختر ته

له پلوشو سره ملګري ورشو

د روڼ سحر زېرى دى

هغه دى لمر را وخوت

هغه دى لمر راوخوت

تهران – نياروان 29/3/74





وريځې


ماشومې وريځې په منډه راغلې

په منډه درومي کرار يې نه شته

مګر جنګونو اواره کړي

تر موږ بترې، ديار يې نه شته


بيا بې شماره بوټي وتلي

هر لور لمونځونو د استسقاء ته

د تاندو للمو لاسونه وچ شول

شول پورته کړي پا ته دعا ته


"پر لويو غرونو د خداى نظر وي"

ګوندې په غرونو ووري واورې

دلته د ورو او دوړو فرق نه شته

پر موږ بد مرغو ورېږي خاورې


په منډه راشي، په منډه درومي

نه دمه کېږي ستړې وريځې

لکه موجونه د سيل په خوړ كې

اوړي را اوړي، رغړي وريځې



کاشکې ماشومې شوخې وريځې

لږ، ستړي زړونه دلته هوسا کړي

كښېوني بېرته پوټي د لارو

مځکه، فضا مو سره جلا کړي


پېښور – 14/10/77





مکر رات


چې نه توره دړه پاته شوه، نه سپين ليک

وخــــــت په سپينو پاڼو وليکه زرين ليک

روڼه ستوري درست په وړه دمينه پالو

د مـــرغــــانو پــــه پلـــــــه ووتل له ځالو

زريـــن چرګ سپينې دانې وې ټولې کړې

سپين بخون را ده وې تورې کيږدۍ وړې

کســــب ګر هم له کورونو را بهر شول

تـــــور دودونه له اورونو را بهر شول

د ښارونو ګلۍ بيا شوي څپ څـــــپانـــدې

اوږدې، لنډې لارې شوې تر پلونو لاندې

ما ارمـــان بـــيا د دوعا پر نيلي سپور کړ

له امين سره رخصت مې په ورک لور کړ

بيا د سين غاړې ته لاړم، سين ته ګورم

فـــــرصتونه په تکرار تماشـــو پلـــــــورم


پېښور – 26/5/76





د ژوند مزلونه


د مجبورۍ په ستړيو پښو وهمه

د پاخه عمر دا پوټلنه بيديا

چې مايوسۍ مې د زغم ساه وسوځي

يا مې تيارې د نظر مخه نيسي

د خاطرو کېږدۍ ته يو سم پناه

خپلو همځولو سره ووينم ځان

د ماشومتوب په بې خطرې کوڅه كې

هلته چې ډېر مقر رات نه لري

دا ځاى بې ځايه قيودات نه لري

پر يوه يوه لښته يو يو پښه اړ وو

د خوشحالۍ سفر ته ځان جوړ وو

کله د نوي زلمي توب په بڼ كې

لکه وږمه د خيال غوټۍ تخنوم

هره يو مو نن تر پرون ښکلى غواړو

سبا خو زښته زړه منلې غواړو

په ورکشاپ كې د تازه فکرونو

ځان ته جهان او ژوند ته ځان جوړو

له شنه اّسمانه مو د لوبو ميدان

او له دې مځکې مو اسمان جوړ وو

د مجبورۍ په ستړيو پښو را نغاړم

په ورکو لارو د ژوندون مزلونه

چې ځان ته ګورم، لکه پاتې پلونه

نيم په پرون كې پاته شوى يم زه

او نيم حواس مې تر سبا راګرځي

په نن كې يمه خو د نن نه شومه

يوه ادعا يم، يو جرس د کاروان

د ژوندون غاړې ته ولېدلى يمه

يو څو مغشوشې خاطرې د ځوانۍ

او څو سپېرې انديښنې ځي را سره

لکه پوټى بې لټولى يمه

يا لکه ښاخ د کومې وچې ونې

د زمان سيل ور سره وړى يمه

وړي مې خو نه پوهېږم چېرته مې وړي

لکه خپل سيورى ناخبر له حاله

ځم له پرونه د سبا په لوري

پېښور – ./8/76





چې شپه پخه شي


چې شپه پخه شي

د تروږمۍ پر "مشکي"1پښه واړوم

د اندېښنو پر بيکرانه صحرا

درميدلي هوسۍ پلونه وهم

دغه هوسۍ مې نااشنا خوشحالي

دغه هوسۍ له لاسه تللى فرصت

دغه هوسۍ مې لېونۍ هيله ده


چې شپه پخه شي

لېونى زړه مې کوڅر وکړي

پر اسمانونو مې راوګرځوي

د هر روڼه ستوري وربيرته کړمه

له خوښۍ تش وي نوراني کورونه

بيرته د هيلو لمن تشه راوړم

بيرته پخپل بستر كې وغځوم پښې


چې شپه پخه شي

د هسک په ارت سمندر كې زه هم

لکه داستوري، سپوږمۍ ځان جوړ کړم

د تاپه لټه دريا يي سفر ته

خوته!

ته اى زما د کنډر شوي زړګي

په کور لوى شوى ډاډه!

د هغه لوى ډنډ په تيارو كې رانه ډوب ښکاره شې

بېر ته را وباسم ځان

بېرته پخپل بستر كې ساه جوړه کړم


چې شپه پخه شي

خپل خوب وړى تصور تخنوم

که سترګې وغړ وې

پاڅې او ومې باسې

لکه يو ړوند د تنهايي له کوڅو

چې د يادونو هديرې ته ووځو

که چارا پورته کړ سر

هلته سړه سناوي

مړي سر نه هسکوي

بيرته راوګرځمه

بيرته پخپل بستر كې وغځېږم


چې شپه لمن ور نغاړي

ورځ به نيمګړې چوپتيا هم ما ته کړي

شور د مرغانو به وي

زوږ د ځوانانو به وي

بيا به رنګونه ځان د هر سړي ليموته نيسي

بيا به د لمر دا مزاحمې شغلې

به چنارونو زانګي

بيا به کړکۍ راوهي

ارام به څنګه مومم، تسل به څنګه راځي؟

او پسته غېږ به مې بيا څرنګه بستر راکوي؟


پېښور – 29/2/77







د ګناهونو ټاپو


لکه سياسي بنديان يې راوستو تړلې سترګې

جرم معلوم نه، خو بېجرمه يو د عمر قيديان

په ښکاره ګډ، خو د جندونو او فکرونو پنجرو

په بېل لحد كې يو ساتلي لکه مړه انسانان


نه مو د قيد موده معلومه ده، چې څو کاله ده؟

نه چا ځواب راکړ چې چا دلته، په څه راوستو؟

نه پهره دار دلته ښکارېږي، نه ديوال د کلا

په پټو لارو يې دې ځاى ته پټه خوله راوستو


وايي: زندان يو لوى ټاپو دى محافظ څه کوي؟

که ترې وتل وغواړو، څرنګه به ترې چېرته وځو؟

په هره لاره که کړو مخه بيا هم نه يو خبر

چې به پر بلې بلا اوړو، که به بېرته وځو؟


په دې زندان كې نه تحقيق شته، نه دوسيې ويني څوک

د کور- کاليو او ډوډۍ غم مو هم خپله کوو

له دې امله څوک د تيښتې خيال ته نه وي وزګار

شوکه او غلا هم اکــــــــــــــثر ځکه يو له بله کــــــــــــــوو

چې مو ترې باسي بيا به هم را تړي سترګې د زړه

چې راښکاره نه شي د تور د ټاپو تورې څنډې

د معصوميت په جرم راغلو د ګناه ټاپو ته

را سره يو به سو چې درومو د تورونو پنډې


دلته د هېڅ عمل يو ښتنه درېيم ګړى نه کړي

مګر پخپله يو د بل په مرۍ بښه ور کيږدو

وايي: حساب و کتاب شته خو په يوه بل ټاپو كې

يعنى خلاصون نه شته له يوه جيله به بل ته ليږدو


ځکه خو زړه له دې زندان څخه وتل نه غواړي

دلته لاښه يو بېګناه يې راوستلي يو موږ

په بل زندان كې به له پنډو د جرمونو سره

تر دې په زر ځلې رسوا او شرمېدلي يو موږ


پېښور – 16/10/77





د ستور لوزړي


کور ضمير و شپو د ستوريو واړه زړي ابته کړل

هره شپه يې بې پروا ښندي پر لويو دريابونو

نه يې ونيوې ريښې او نه يې څانګي، نه يې پاڼې

بل ثمر يې چا ونه ليد بې له پوچو حبابونو


د جهان لويه مالکه، ړوند بزګر دې په دې پوه کړه

لا تر څو به ضايع کېږي ترې د سپينو ستوريو زړي؟

عجيبه غوندې کرګر دى په پېړيو هم پوه نه شو

واړه عمر يې دغه زړي په نيزونو باندې وړي


کر په مځکه باندې کېږي، نه په لويو دريابونو

هره مځکه هم وړنه ده چې ترې ستوري وبوټېږي

زموږ مسته، پاكه خاوره ده هر څه ته مساعده

زموږ په خاوره مې باور دى چې اسمان ورنه جوړېږي


شاه زلمي يې ډېر خوړلي، تر بادې هم مسته شوې

که يو پوه غوندې بزګر پر دغه مځکه باندې واوړي

دغه دوه لسۍ دې خاورې ډېرې ګرمې ويني څښلي

د انګورو د ژنګوريو غوندې ګڼ ستوري به راوړي


زموږ له مځکې، زموږ له خاورې د ازغيو فارم جوړ شو

دلته هره بيباکي او بد مرغي تجربه کېږي

هغه ورځ به کله راشي د جهان لويه واکداره

چې د ستوريو کرکيلې ته به زموږ وطن جوړېږي


اى، مالکه، اى مالکه، ته په پر هر هر څه خبر يې

له دې خاورې خو پخوا هم روڼه ستوري ټوکېدلي

اوس به هم د ستوريو بوټي خال خال وي په کروندو كې

خو چا نه دي پېژندلي او چا نه دي سم پاللي


اى مالکه چې په شپه كې د بزګر له کږو ګوتو

يوه وړه دانه د ستوري چېرته وچې ته خطا شي

ريشه ونيسي په زړه كې، بوټي ووهي، برنيسي

د غمجن زړه تسلي ته مې وړه، خوږه رشا شي


مجسمه شان موسکاده، واړه نور، واړه ښکلاده

دا به ښکلې وي يا نه؟ خو ما ته ښکلې تر هر چاده

لاوړه ده، لا تنکۍ ده، پستکۍ خوږه رشا مې

د پلار غم يې هير وو پرې ما ته سترګه د سبا ده


پېښور – 19/10/77





ورک سفر


د ړانده هوس پر پوله

چې د زړه د غوښتو لاروه

دحسرت ازغي راشنه شول

اوس به چېرته ځو په کومه؟

د احساس لارې ړندې دي

د ادراک د کاله لور ته

چې پر هرې لارې پل ږدم

راته ښکاري لومه لومه


شل د شوټ پر اوږو سپور دى

له ختيځه ځي لويديځ ته

ژوند زما پروليو ناست دى

چې لاناست به وي تر کومه؟


ژوند يو دروند، ستړى سفر دى

له اغازه، تر انجامه

نه يې پيل راته ښکاره شو

نه يې څنډه ده معلومه


د راده غوندې بهېږي

د څپو غوندې روان يو

يو پټ لاس مو ټيل وهي، او

راته وايي درومه درومه


پېښور – 28/10/77





سپوږمۍ ته

سپوږمۍ د نور بنګړي لږ وشرنګوه

چې څه راپورته كړي ولېدلي زړونه

غواړي د چټو د ګودر سندرې

په پردېسۍ كې سولېدلي زړونه


سپوږمۍ، له وريځو سره لوبې مکړه

وريځې د ناز په غوښتو څه پوهېږي؟

د شپو په زړه كې د بڼو په ژبه

په نغښتي راز ونياز نه پوهېږي


سپوږميه، کړنګ ووهه کړنګ وو هه

د رڼا کور ته خو لږ زنګ ووهه

له د نګو غرونو دې راپورته کړه سر

له لوړو څوکو سره څنګ ووهه


سپوږمۍ، د وروپه پلومه نغاړه مخ

د زړه په سترګو تياره مه خوروه

لږ څه روڼې کړه د لار ورکو لارې

وخت ځورولي نور هم مه ځوروه


سپوږمۍ تيارو مې لاس پر سترګو ونيو

د نړۍ حسن پټوي راڅخه

کرکې مې ځاى نيسي ورو ورو په زړه كې

معصومې هيلې لټوي را څخه


جهان په دوو سترګو پټېږي وايي

ما ته دا دوه سترګې بينا راپرېږده

نور نعمتونه لوروه پر نورو

قسمته، ما ته لږ رڼا را پرېږده


خير، که زړښت را څخه هيلې لوټي

خير، که مې تش وي له سر وره ژوندون

د زړه پر کورمې تياره مه راوله

تر مرګه نه غواړم بې نوره ژوندون




سپېره ستړيا


وخته، زما په شنه زړه

سپيره ستړيا مه کره

نه به شي ما ته څه جوړ

نه به وي ستا په ګټه


وخته، دا شين زړه زما

که نور حاصل نه لري

يو شين چمن يې ګټه

ته پرې نظر اوبوه

غم به پرې لوبې کوي

نو په داشنه زړګي مې

سپېره ستړيا مه کره


چې نه ثمر ولري

چې نه ښکلا ولري

سپېره ستړيا به زړه كې

کومه معنا ولري؟

تا ته يې ګټه څه ده؟

زه به يې څه کومه؟

شين زړه مې مه اړوه

داسې يې شين راپرېږده

چې د ژوند بوى ترې راځي

نو په داشنه زړه كې مې

سپېره ستړيا مه کره


د زړه ستړيا نه غواړم

د زړه ستړيا مړينه ده

چې هوسونه نه وي

چې ارمانونه نه وي

له داسې ژوند سره به

ګوره، د چامينه وي؟

نو، وخته زما په زړه كې

سپېره ستړيا مه کره


که خامخا څه کرې

باندې ارزو وکره

ځاى ځاى نرګس او ګلاب

ځاى ځاى شبو وکره

چې ورځو – شپوته د ژوند

څه خو ښکلا وبخښي

چې بې مفهومه ژوند ته

يو څه معنا وبخښي

وخته زما په زړه كې

سپيره ستړيا مه کره

په وچه خوله كې د ژوند

ګونګه وينا مه کره. پېښور – نوتيه 26/11/77





بيا سحر شو


بيا سحر شو، که تيارې ووځي له زړونو

پسته اور غوندې په غرونو ووري وړانګي

پلو غاړې پلوشې د لمر د کلي

پاس په غرونو په نښترو پورې زانګي


بيا سحر شو، د بڼو صفونه بيل شول

د خوبونو بسترې تشې شوې پاته

خريدار به يې يا وي، يانه، خلاصېږي

د رنګونو دوکانونه هرې خوا ته


بيا سحر شو، رويايي ښاپيرۍ ولاړي

چې وهي تل د زلمو په خيال ملنډې

خوب وخيال به رانه مخ وي اړولى

واقعيت به وي نيولې سترګې رنډې


بيا يوه توره پاڼه واوښته د عمر

د بېخونده کيسې پاته ليکل کېږي

دا داستان به د لوستلو وي، يا نه، خو

دا ضــــــــــرور دى چې انجام تــــــــه به رسېږي


په زرګونو سحرونه راغلل، لاړل

ډېر يې هير شول، لږ يې يا د دې نه هيرېږي

هوښياران وايي چې زړونه پرې تړۍ مه

د ژوند شپې ورځې د باد غوندې تېرېږي


دوىهم ښه وايي خو زړه ته چې سر ټيټ کړم

لخطې درومي خو څه نخښې پرېږدي شاته

د غمونو تر عنوان لاندې راغلي

جاويدانې وي د زړه پر پاڼه پاته


چې وخت وځي، هرڅه هير وي بې له غمه

ښې او بدې واړه شي په ګورم بدلې

د دې څانګو ثمر تريخ وي، يا تر خېږي

د خوښۍ يادې هم شي په غم بدلې


پېښور – نوتيه 27/11/77





د تنهايي خيمه


چې موسم مې کړي په پښو خيالي ايلاغ ته

د سکوت هوا مې وي له زړه وتلې

د سکوت او ځانځانۍ په لويه دښته

چې وي هر ستوري جلا خيمه وهلې


زه به اړومه چيرته؟ نه پوهېږم

نا اميد ليمه به واړومه چاته

کوم يو ورک او منز وي ستورى به وي چــــې

ما ته ځاى را کړي د خپلې خيمې خواته؟


څوک به وي چې راته پرانيزي دوره غېږ؟

څو د زړونو پټ رازونه سره ګډ کړو؟

کله کله لکه ناستې پر يوې څانګې

دوه مرغۍ شو اوازونه سره ګډ کړو


څوک به وي پر هغه پلنه ويړه دښته

چې زما د پټې خولې خبرې واوري؟

ناويلو ترانو ته مې غوږ کېږدي

او په شوق مې نااشنا سندرې واوري


که به ځم د تنهايي تامبو په غاړه

لکه بار د ځوانيمرګو ارمانونو

په عالم د مايوسۍ كې به ترتله

ستړى ګرځمه تنها په د امانونو


پېښور – نوتيه 4/2/78





د وحدت سندره


د يوه نيز اله غزه په سپک سيوري كې

د تنهايي په ساحل

يو د پاخه عمر شاعر ناست دى

لکه يوه لويه تېږه

چې له لمنو وي يو وخت دلته سيلاب راوړې

په پټه خوله دلته د ژوند ستړې څپې شمېري

د عمر يون ته ځير ځير ګوري د حسرت په سترګو

نه ورته سين كې د وړو چينو صفا ښکاري

اونه د ځوان عمر په غرونو كې هاځوانه مستي

د زړښت دښتو ته چې څومره را ټيټ کړى دى وخت

هرمره بې سيکې اېسي

بي شوره اوبي زوره درومي

هومره يې خټې په زړه اوړي

هومره ستړې ښكاري

++++

پاس د غزه پاڼي ږمنځوي د لمر زرينې زلفې

کوز، دى وهي سوکه سوکه په شنو ويښتو كې ګوتي

ذهن يې لګيا دى

په دا خپل حسن پالونکي خيال

له مړو لفظونو بيلوي ژوندي ژوندي لفظونه

اندېښنې يوه پر بلې اړوي

د ډمو په څېر

د غزل ناوې ته وړې وړې کوڅۍ وراوبي

++++

شاو خوا ويني په سپېرې دښتې د خاورو کوټې

په ځينو تېږې انبار کړي دي چا

ځينې ازغو پوښلي

زړه يې منلې ده چې دا د خاموشانو ښار دى

دلته د هرې نا کرارې څپې

دلته د هر يوه ښوييدلي سيلاب

د يون وروستى منزل دى

دا د جندونو سمندر دى، هديره يې بولي

ژر دى چې دى هم ورشي

دغه سپېرې خاورې پرده هم واوړي

تېره ازغي، ترخه زقوم پرده هم وټوکېږي

++++

لکه په غېږ د سمندر كې چې وحشي نيزونه

د تل په مخه د ارام پر بستر غېږ غوړ وي

دى هم ور لنډ دى

ژر به يې ومني دا لوى سمندر

دى به هم وويني اّرام د خاموشانو د ښار

خو زړه يې نه مني چې هلته به تر دې سوکه وي

وايي: دا لوى سمندر هم لوى توفانونه لري

په کرارۍ كې يې دي ډېر اضطرابونه نغښتي

هلته به ډکه کړي د خيال تشه په کومه نغمه؟

په کومې مستې نوا؟ په کومه ښکلې غزل؟

++++

فکر يې بيا يي، يوه پربله

چې څه لار وباسي

لکه په تت ځنګله كې توښه ناکراره وږمه

پاڅي،

ورتير شي د بابا پر قبر سر کېږدي

د انديښنو له ستوماني يې سترګې ورشي سره

په خواږه خوب كې خپل بابا عبدالرحمن وويني

بابا په مسکه خوله ګويا شي ورته

يه، لېونى شاعره

چې دا واړه نيزونه ګډشي په دې لوى سمندر

ولې ويرېږې دومره

واړه څپې به د وحدت سندري بولي سره

د تا غزل به وي په هره خوله كې

له دي کثر ته راټوكېږي د وحدت سندره

راځه راځه چې سره بولو د سکوت په ژبه

د محبت سندره

د حقيقت سندره....

کابل – تايمني 13/12/78





اواره


زه له ډېرې مودې وروسته

خپل د يارته وم راغلى

چې ځواني مې وه ورپاته

هغه ښار ته وم راغلى


هغه ښار، هغه کوڅې وې

ډېر کورونه هم هغه شان

ژوند و ژواک ته چې يې ځير شوم

ډېر بدل وو، ليږ هغه شان


لا هغه زړې ويالې وې

دکوڅو پر دواړو غاړو

نه يوه ونه پرې ولاړه

نه يې خولې لندې په ناړو


له کلونو غربت وروسته

خپل د يار ته وم راغلى

ښار هغه وو، کوڅې هغه

خو بل ښار ته وم راغلى


که هر څومره مې په ښار كې

ښکته، پورته ګرځېدمه

ته ما څوک وپيژنداى شول

نه چا زه وپېژندمه


که اشنا هم ښکاريدل ، خو

زړونه نور، سرونه نور وو

هيلې نورې، سيالۍ نورې

ذهن بل، فکرونه نور وو


ځينې مړه او ځينې نور يې

وو په ورکو لار وتللي

پاته خلک راښکاره شول

شل کلن جهاد ځبلي


بې اثره کله تللي

چېرته وړ وړ رژيمونه

نه سالم اخلاق پاتېږي

نه غوښتنې، نه ذهنونه


خو چې خپل ځان ته مې پام شو

زه هم هغه پسرلى نه وم

شل کلن غربت جوړ کړى

په هغه نامه، بل څه وم


ورو، ورو ووتم له ښاره

په بې لارې غوندې لارو

ما وي وپېژنم ګوندې

خپل ځنګل د سپيدارو


چې په غېږ كې يې کړه وده

تصور، فکر او خيال مې

د شعرونو الهام بخش او

د رازونو انډيوال مې


په تت سيوري كې يې کاشکې

زما ځواني وي ويده پاته

چې په جار، جيو يې کړم ويښه

نوى ژوند به راکړي ماته


څه ېږانو وومات کړي

څه ملخو وو خوړلي1

نور يې پاته ول نيم ځانه

نيمه خوا لكه شړلى


نه سر لوړي سپيدار ول

نه بر لاسي چنارونه

بوټيدل يې چې له سيوري

ان تر مني بهارونه


يوه اشنا وله هم نه وه

چې يې سيوري ته ساه واخلم

او يوه روغه خونه نه وه

چې يې غېږ كې پناه واخلم


اوس به څه کړم، چيرته لاړ شم؟

خدايزده څوک يم، چکاره يم؟

په خپل دېس كې مساپر يم

پخپل کور كې اّواره يم


کندز، د چنګاښ مياشت – 1379





د خواږه ورور پير محمد کاروان د تازه

خپرې شوې شعري مجموعې د لوستلو

په رڼا كې دا شعر ويل شوى دى:


د لمر کجاوه


چـــــې دم پـــــه دم بــــه ښکاريدل او پټېدل راڅخه

ته وا وړو ستوريو يو بل سره په واورو ويشتل

چې پرې راکوزي کړې سبا خپلې تنکۍ پلوشې

لمر به د سپينو غروله شا چېرته تارونه ريشتل


تمامه شپه مې د وړو غوندې له ستوريو سره

په سپينه ږيره په اســـــمان كې پټ پټونى کاوه

د طفلۍ خوى هسې هــم نه ځي له ما ښه لوبه وه

څو به مې ځان سره په ځان كې پټ پټونى کاوه؟


رويايي شپې وو تر سهاره ځاى په زړه راکړى

تا به وې کړى وو پر مځــــــکه عواطفو سيورى

زه وم ورنغښتى يوې ډېرې زړه غوښتونکې تيارې

ښـــه وو چــــې نه ښـــکارېـــده مــا تـــــه د وتلو لورى



چې د لاس ګوتې ښکارېدې، که نه، ورپام مې نه و

د زړه خبرې مـــې لـــيدې شــــانـه ورانــــه راتلــــــــــــې

لکـــــــه د زړونو ښـــــکار ته چټې ناليدلې پېغـــــلې

څومره زړه پالي څــــومره ښکلې، مستانه راتلې


لکه چې پټه خوله څه وايي درته تورې سترګې

او ته پــــــــــوهېږي ليږ او ډېر يې د غـــــمزو په ژبه

دغسې هر هر څه جلا، جلا ويل راته څه

په نيمه نيمه د ماشومو فرشـــــتو په ژبه


که د بل چا مخ راته نه ښکارېده غم مې څه و؟

چې مجســــــــــــــمې مې ليدلې د دلبر کرشمې

په تعريفونو يې مين وم خو وجود يې نه وو

په رڼو سترګو مې ليدې اوس د هنر کرشمې


تمامــــــه شـــــــپه مــــې تر سهاره په مزه اوريدل

د ويښو ستوريو د ډېر لرې کهکشان شعرونه

چې تر سبانه ســــــــــتړيېدم، نه مړيدم ور باندې

راته پراته وو زما د زړه د سر "کاروان" شعرونه


په لوى زړه زېرى درکومه د "بهير" ملګرو

چې هنر بڼ ته مو نژدې شوله د سر کجاوه

خداى دې "افغان بهير" له بدو سترګو لرې لري

ژر دى را وخيژي پـــــــــــه دې پسې د لمر کجاوه

کابل – 1/10/79





تنهايي


يو څو همځولي وو پرلښتو سپاره

اسمان پر سر وو زموږ شور اخيستى

له هوسايي مو باکسات اخيستو

وو سړې مځکې له موږ اور اخيستى


چې مو رکاب ته پښې ور ورسيدې

بيا مو هم ښه ورځ په ستړيا كې غوښته

له کور و کلي به موزښته لرې

د زړه خوښي پلنې بيديا كې غوښته


چې لوييدو، له تنهايي ويريدو

په ګڼه ګوڼه كې مو سا سمېده

چې لوييده مو د يارانو ډله

د تنهايي ويره په شاتمبيده


موږ له ځوانۍ ان تر زړښته پورې

په جمعيت كې پټ پټونى کوو

يعنى تر مرګه له وهمونو سره

په حقيقت كې پټ پټونى کوو


هغه تاکونه يو چې کال په کال مو

رانه غوڅېږي پر وژنې څانګې1

په بل انداز مو وخت را وبوټوي

له زړه او ذهنه بې غوښتنې څانګې


تير هوسونه او زاړه فکرونه

لکه خپل پلونه يو يو شاته پرېږدو

وي تنکۍ هيلې مو تر لاس نيولي

لوى ارمانونه هېريدا ته پرېږدو


اوس چې زړښت را څخه سېکه اخلي

د تنهايي خونې ته لاره غواړو

پرون په ډلو كې ورځ ښه ګوډېده

نن تنهايي د زړه لپاره غواړو


کابل – 30/12/79





ناګاره


چې نظارې مې ترې راوڅرخېدې

په لويه لار كې تلولۍ شوه نجلۍ

لکه پانوس كې را ايساره شمه

لا تر پخوا هم ګلالۍ شوه نجلۍ


زما ليمو يې عکاسي کوله

د دې ليمې لکه دوه ښکلې هوسۍ

زه لکه نوى او بېواره ښکاري

دا لکه شوخه ترهېدلې هوسۍ


په لويه لار كې وارخطا شوه نجلۍ

چې په عصمت يې ولوله ګډه شوه

کوچني تي يې ناکرار غوندې شول

د زړه په ښار يې زلزله ګډه شوه


بلوري تي شول د "کوکچې" ځګونه

چې د موجونو پر سر ناڅي دواړه

يا په نرۍ څانګه جوړه کوترې

چې کله کښېني، کله پاڅــــــي دواړه


اخر مجبوره شوه او چيغې يې کړي

چې څه سړى يې؟ زه دې نه پېژنم

ما وې: ناجاڼې که ما نه پېژنې

زه دې له ډېرې مودې ښه پېژنم


ته مې د هيلو سهيلۍ نه وې څه؟

تا به مې زړه كې نڅانه کوله؟

ويده هوس به مې تا نه تخنا وه؟

تا به مې زړه څخه غلا نه کوله؟


هغه چې ما به هېرولې په زور

هغه چې تا به پارولم په ناز

او چې بيا ما به درنه خوله وغوښته

تا به له خدايه ډارولم په ناز


کله به پټه شوې د ګل پاڼو كې

لکه وږمه به ګرځيدم در پسې

چې به دې ځان ونغښت د ساز په پردو

لکه شا باز به لړزيدم در پسې


کله به ډوبه شوې په سين كې رانه

کله به ستوريو سره وخندېدې

چې به مې هېچېرې هم نه وليدې

په تازه شعر كې به وځلېدې



ته زما هغه د طفلي هوس يې

چې ما به ستا په شوق ټوپونه ويل

ته زما هغه د ځوانۍ هيله يې

چې ما به ستا په عشق شعرونه ويل


نو که خپل حسن ته سر ټيټې نه شې

زه وايم زما شعرو نغمه يې نجلۍ

ته مې يې هيله او هوس او مينه

که زه ته نه يم ته خو زه يې نجلۍ


کابل – 30/10/45





د سالنګ پر سر


ښکلي ختجان نه يو څه ور پورته

د لارې خوا ته، درود په غاړه

د غرو لمنو په شنو وښو كې

سره يو ځاى کړو غوښتنو دواړه


کله چې دوبي په ځوانۍ راشي

غاړه غړۍ شي هلته فصلونه

"په لوړو غرونو د خداى نظروي

پر سر يې واورې، بيخ ته ګلونه"


په لويه لار كې د موټرونو

يو چر چير وو، چې خلاصيدل نه

درود په غاړه دوو مينانو

هر څه ليداى شول، خو چاليدل نه


که زه اوداواى نه پټيدلو

بس، زه او دا وو دوه سوي زړونه

ياد دوو زړونو دوه نغښتې هيلې

دوه اميدونه، دوه ارمانونه


چې کله کله به دلارو يو

ليمو څه نوې ننداره غوښته

په موږ به ډار کړې خولې راماتې

وايي په غره كې دغله ځاى نه شته


ما وې: درځه چې د زړه ملګرى

والوځو دواړه لکه کوترې

دلته د هيلو قاتلان ګرځي

والوځو پورته، له دوى نه لرې


پورته او لرې، د سالنګ سر ته

چېرته چې ډنډ دى د ښا پيريانو

هلته د زړونو سندرې خوند کا

چې ويره نه وي د شکاريانو


يو څو ماشومې ښاپېرۍ هلته

له خلکو لرې، مسخو ليدلې

دواورو لوڼې، تر واورو سپيني

د ډند په تل كې هم ځليدلې


د هيبتنا کو غرونو په غېږ كې

چې تېږو واورې پټې زبېښلې

حياد حسن پيره داري کړه

خو شوق د هيلو پښې تخنولې


چې ما د هيلو رباب راواخيست

مينې ته حسن غاړه کږه کړه

هوس وې وار دى، ارمان وې پاڅه

غم ترخه کړې خوله دې خوږه کړه


کاشکي ژر نه واى په هو راغلې

څه ښکلي غرونه، څه ښه صحنه وه

له خوبه ويښ شوم چې خوله مې وروړه

خولګۍ يې نه وه، يوه سره لمبه وه


چار دره – 15/10/47





فرشتګان


د سالنګ دواورو سپين رود

د ايينې تر زړه هم صاف دى

تنيستې يې دې جار کړي

ته به وايې ململ باف دى

يا مالوچ دي چې ټکېږي

ځګن رود نه دى، نداف دى

يا روپۍ شمېري په بيړه

د چاندي زرو صراف دى

د سالنګ په دنګو غرو كې

د ښامار غوندې تاوېږي

خو، چې سر وهي له کاڼو

دا مست رود هومره مستېږي


د څپان راده په غاړه

د يوه شنه غره په لمن كې

د ملخان له پله ور پورته

د ملکو په ميهن كې

يو شين خوړ ښکاري له لرې

که طاووس دى په چمن كې

يا نيولي زمرد دي

د نکلو ښامار دهن كې؟

خو چې ورشي، ورنژدې شې

څو زاړه زاره توتان دي

کوم وخت ايښي په دې غره كې

په څه تمه، کوم باغوان دي


يو ماليار او دده کډه

په څه توښ غوندې ښکارېږي

وچ توتان ورټولوي با

چې ترونو راڅرخېږي

ماشومان يې کله ځغلي

کله څانګو كې زنګېږي

خو چې پل بې پامه کېږدي

پر توى شوې مېوه باندې

دا دې او ابا ږغ شي

چې ړانده شئ ګورئ لاندې


کاشکې هلته زه ماشوم واى

هغه خوړ كې لوبېدلاى

د فطرت په پاکه غېږ كې

په توتانو لويېدلاى

په خپل لاس مې د خپل ژمي

اذوقه راټولېدلاى

کله پرښو كې پر تلاى

کله توت نه راوليدلاى

پټ پټاني مو کولاى

سپرېداى په څانګو باندې

دا دې او ابا ږغ واى

چې ړانده شئ ګورئ لاندې


کندز- 28/12/48





د تصور ښاپېرۍ


لکه د زاړه زړه ته چې ورشي د ځوانۍ هوس

ياد کوم مسکين فکر چې ګډ کړي د خانۍ هوس

يا شي د چنګيز په ذهن خپور د ودانۍ هوس

يا لکه ممسک ته شي پيدا د مهمانۍ هوس

ورمې د زړه وګړ نجوي، بيرته ناليدلې ځي


لکه مسافر چې په پردي وطن كې خپل غواړي

يا لکه کوم طفل چې د لمر شغله نيول غواړي

يا بيرته څوک خوږ هير کړى خوب وريادول غواړي

يا لکه پل زن پر لويه لاره د غله پل غواړي

خيال مې پسې ګرځي، خوله خياله رمېدلې ځي


لکه چې د ستړي بزګر هيلې په رشه ناڅي

يا لکه په جام كې د زړو ميو نشه ناڅي

يا لکه د ګل په خولو ژړه پلوشه ناڅي

يا په نيول شوې چاغه زر که چې باښه ناڅي

ناڅي مې په زړه خو چې زړه وخوري سورېدلې ځي



لکه د رباب په تش کوګل كې د مستۍ سرود

يا لکه د ناوې د پايلو، د دستۍ سرود

يا لکه د سيل په ډکه خوله كې د هستۍ سرود

يا لکه دنن د اّشنايانو د دوستۍ سرود

مسته شرنګيدلې راشي ورو ورو زنګېدلې ځي


کندز – 20/2/50





کوچوان (بګۍ وان)


يوه د ډېر عمر بګۍ ده

شپو او ورځو سولولې

کوشيرونو درنه کړې

رنګ بايللې، زنګ وهلې


زين او ملونې او جوټونه

يو تر بل دي خوړل شوي

څوك مېخونو ورتم کړي

څوک په پړيو تړل شوي


کوچوان ګوري لويې لار ته

خوله يخه سره رېږدي

بدلوي لاس، کله يو او

کله بل په ترخ كې کېږدي


لا په خړه وړه کور نه

وږى، تږى راوتلى

لس چکره ښکته، پورته

په سوارليو پسې تللى


وچ کلک اس يې له ستړيانه

دى دپښ بنۍ ته ورته

ساه وهي په بيړه بيړه

جوړوي ځان بل چکرته


چې نن بيا د چا په مخ دى

له سپيره کاله وتلى؟

اس يې واچاوه له پښونه

لا يې غران نه دى موندلى


نه يې کور كې دوړو دوړه

نه يې حبيب كې د غران پته

د کوچوان او اس بختونه

وهي يو بل په لغته


اس دده اخور خوار کړى

دى د اس اشتها ژاړي

اس له ده غواړي وربشې

دى ډوډۍ له اسه غواړي


احتياج د دوى تقدير دى

يو په بل پورې تړلى

خو اس دى ګڼي بد مرغه

ده د اس قدم کږلى


انديښنو په مخه کړى

په لو لاره كې حيران دى

د اس تش اخور يادېږي

دى له کوره ګريزان دى


د پوليس اخطار روان کړ:

بيا دې نه ووينم دلته

په زړې بګۍ دي شهر

کړ سر ټيټى خپل و بل ته


کندز 12/7/50





جاويدانې هيلې


اى د خيال غوندې وچتې

د بادې تر هوا ګرمې

د احساس غوندې نازکې

د مئين تر زړه هم نرمې


کاشکې ته واى زما هيله

يا زه ستا د سترګو ناز واى

ته زما د زړګي راز واى

زه د تا دخولې اوازواى


زه او ته د واړه يو زړه واى

زه او ته په مينځ كې نه واى

لکه تور اوسپين د سترګو

يو له بله ښايسته واى


کاشکې نه شواى چا ليداى ته

بس زما پټه ارزو واى

يا خو زه نه واى زه، بلکې

ســــــــــــــتا د نرم زړه پيرزو واى


کاشکې د واړه يو احساس واى

پټ په زړونو لوبېدلاى

کاشکې دواړه يو خيال واى

له شاعر زړه پنځېدلاى


لکه پرخي پر ګلونو

د زهرې پر پالنګ رغښتاى

يو جهان خوښي مو پټه

د جهان له سترګو غوښتاى


د اسمان په پلوشو كې

دې جلوې که ګډېدلاى

تورو زلفو، تورو سترګو

دې درک راته ښودلاى


کاشکې دواړه د يوه ستوري

جاويدانې پلوشې واى

يا په خلد كې د حورانو

د ځوانۍ ځوانې څپې واى


يا خو کاشکې پر دې مځکه

نه انسان واى، نه حيوان واى

واړه عشق واى، واړه هيله

يو ســــــپېڅلى شان ارمان واى

د بدرۍ تالاب ته لاړاى

د سالنګ په شنو درو كې

لکه بتې لمبېدلاى

په ټولۍ دښاپېرو كې


د خوږې وږمې څپې واى

له سپين سرو غرو راتللاى

په باغونو، په راغونو

لاس تر غاړه ګرځېدلاى


لکه رنګ وبو واى نغښتي

د نيم وازې غوټۍ ولو كې

پټ پټوني مو کولاى

د تنکي ګل په رګو كې


زه د ويرې پټ احساس واى

ستا دوصل په شيبو كې

ته د هيلو غزونې

زما د مينې په سلګو كې


ته د تاندو ګلو څانګه

زه دې تل تل پسرلى واى

ته په ما اوزه له تا نه

بڼ په دواړو ګــــــــــــــــــلالى واى

کندز – 19/6/53





د سالنګونو واورې


سپينې واورې چې پرسپينو واورو اوري

د موټر له شيشو څه ښه معلومېږي

ته به وايې چې موسم د شګوفو دى

له اّسمانه سپينې پاڼې راتويېږي


سپينې واورې په ناز ناز راښکته کېږي

که ماشومې ښاپېرۍ دي مسخو لېږي

ياد هسک د سپينو بطو پستې بڼې

د هوس په خرخشو كې را تويېږي؟


موسـم مست دى که په غرونو كې مستېږي

چــــې هر څاڅکى د سالنګ پر سر نڅــــــېږي

ته به وايې سپين وزري پتنګان دي

د ډيوې په ګومان يو بل نه جارېږي


سپينې واورې دي څپک څپک تويېږي

که سپوږمۍ نه سپين خوروکي جلا کېږي؟

د سالنګ ښکلې دره په باد وريه كې

د مالوچو د نداف هټۍ ښـــــــــــــــــــــکارېږي


له وريځو سپينې واورې راورېږي

د اسمان په مټ د مځکې مخ سپينېږي

يا خو بر د کهکشان په کار خانو كې

ناتراشي ستارې تر اښلې کېږي


کوم چې ووړى دريابونه پرې مستېږي

کوم چې مست څپان نيزونه ترې بوټېږي

دمستۍ او شادابۍ زړي دي دا چې

له فضا نه پردې غرونو شيندل کېږي


کندز – 26/7/54



كابل، خوشال مېنه ۲۸۵۱۳۵۷

پغمان ته


ښكلى پغمانه، ښكلى پغمانه

دره دره دې اوسه ودانه

هره ګوښه دې په حسن آباده

هره ناوه دې له مستۍ ورانه


ښكلې پغمانه، دروح آرامه

د هوس ټاله، د زړونو دامه

د مستۍ ساه مې په زړه كې پوكړه

د لوړو غرونو په لاس كې جامه


په هره شپه كې چې سپوږمۍ لامبي

ستا د دې شنه هسك په سمندر كې

خوږې نغمې او ترخې بادې دې

نه پرېږدي چاته څه هوش په سركې


هره اونۍ دې د هرګلبوټي

لاندې تشېږي ډك ډك جامونه

ځكه دې خاوره شوه مستوونكې

ځكه دې مست دي تازه ګلونه


هره شېبه دې تر ونو لاندې

رسول كېږي څو سلامونه

پرهره پرښه د مينانو

اورېدل كېږي پټ پيامونه


ښكلې پغمانه، د تا په غرو كې

د تا په ښكليو، ښكليو درو كې

زما د عمر څه خاطرې دي

هېرې يې نه كړې په نندارو كې


ننګه وړه كېږي لويو كورو ته

يا لوړو څوكو، وچتو غرو ته

څو نازولې خاطرې سپارم

ښكلې پغمانه د تا درو ته


چې د زلميانو د خندا ږغ دې

له هره باغه راولاړېږي

چې په هروت كې دې د مئينو

سترګې له سترګو سره لوبېږي


د ځوانۍ ځالې، چې هېرمې نه كړې

د نويو پېغلو زلمو په ټېل كې

د ژوند ښه شپه مې پېيلې ساته

د خاطراتو ښكلي امېل كې


زه به دې ساتم په زړه كې مينه

ته مې هم ساته په زړه كې هيله

فرهاد كه نقش كړه شيرين په غره كې

مادې هم نقش كړه په غره كې هيله


ښكلې پغمانه، ښكلې پغمانه

دره دره دې اوسه سمسوره

الله دې ساته له بدو سترګو

د ښايست باغه، د مستۍ كوره

*

د ژوند تصوير


تر شينكي آسمان را لاندې

د واورينو غرو له شانه

يوه غوټه د ورېځو

په ورو ورو شوه را عيانه


تا به وې: چې چا په لوى لاس

اړوله او توښپله

اوږدېدله – پلنېدله

غونډېدله، تتېدله


د زلمي زړګي آرزو وه

خورېدله – ټولېدله

تقاضا د لېوني ژوند

په هر شكل او ښتله


موسمي شوخو بادونو

تماشه ترې جوړوله

په هر دم – هره لحظه يې

په بل ډول ښكاروله


ګه له ورايه اېسېدله

يوه وحشي هاتي ته ورته

كه د چټو ملنګانو

بې دستاره ببر سرته...


كله نيم مخ ديوې ښكلې

چې پلو وي ورنه پورته

كله پټه سالو واله

چې ورو ورو ځي د زړه لورته


كله يوڅه، كله بل څه

كله بزم او كله ويروو

خدايزده چا راته وروووې

چې دغه د ژوند تصوير وو


كابل، خوشال مېنه، ۲ – ۲۲ – ۵۷

پستې غومبرې

*

چې له دانونه حجوري ډك شول

د چاغو، چاغو ښكليو كوترو

د كور فضا يې كړه سندر ايزه

سكوت تسخير كړ پستو غومبرو


د خړي مېنې په سپېره غولي

نغمې خپرې شوې د مينه ناكو

د عشق په لمسه، د زړه په غوښته

اتڼ شروع شو د سينه چاكو


د چا چې زړونه له مينې ډك وي

سپېره ماحول باغ ارم كا

كه زړه و ښكلى، جهان دى ښكلى

ورانې هېندارې تصوير بر هم كا


څومره خوږې وي پستې غومبرې

د دوو مينو د زړه خبرې

د سويو مينو سوې نغمې او

د ښكليو زړونو ښكلې سندرې


لكه څو ځوانې، معصومې هيلې

چې په تنكي زړه سره ناڅېږي

يا د يوه نوي مئين نګاه چې

له شرمه ژر ژر كېني، پاڅېږي


ښكلې كوترې سرود د مينې

ښې نا كرارې، ښې تلولۍ كړې

هسې هم هر يوه يوه ګلدسته وه

اضطراب نورې هم ګلالۍ كړې


د كاله غولى ورباندې تنګ شو

هوس يې واكړې ښكلې وزرې

په لوى اتڼ كې شوې مجسمې

د ښاپېريو د زړه غومبرې


د حسن و مينې چټولو بغاړو

د سپېرو مېنو فضا كړه ښكلې

چې په هوس به را چورلېدلې

په نندارو يې دنيا كړه ښكلې


وه، څومره خوند كا اتڼ د ښكليو

نغمه د ښكليو، سرود د ښكليو

څو چې د نيا وي وي دې تر هغه

جذبه د مينې، وجود د ښكليو

*

ځوان كب

د رڼو اوبو په تل كې

چې ستن هم نه وركېدله

هر ساعت به د كبانو

يوه ډله تېرېدله


سين آرام آرام روان وو

ساه وه سوې د موجونو

د وړو كبانو ډلې

يا دستې وې د پوځونو


يو زلمى او ښكلى كب مې

ډېر نارام او نا كرارليد

هرې ډلې سره مل وو

له هر كب سره مې يارليد


ښكته، پورته زغلېدلو

تا به وې چې نامه بر دى

سردسته دى د كبانو

سر حلقه د دې لښكر دى


چې له شوقه به را واوښت

سپين ټټر به يې ښكاره كړ

په شهپر به يې زلمي ټوپ

دراده ګرېوان پاره كړ


يوه توده جذبه د ژوند وه

د سړو اوبو په زړه كې

يوه خوږه پسته آرزو وه

د زلمي مئين په خوله كې


په رښتيا چې ((نه د هينګو

نه د مشكو بوى پټېږي))

كه د سين په تل كې هم وي

زور او حسن معلومېږي

وروستى سرود

*

د شېراز په يوه كوڅه كې

ووړانګڼ دى، زړه خونه

يوه دوه دنګې رسا سروې

ترې چاپېر ړنګ دېوالونه


يوه د خاورو چوتره ګۍ ده

د زړې خونې په خوا كې

يو څو سترګې سره ويني

د شاعر په دې دنيا كې


د زاړه ګيلم له پاسه

زوړ تلتك دى غوړېدلى

چې د خپلو په حلقه كې

زوړ شاعر پرې غزېدلى


زوړ شاعر ستوني ستغ پروت دى

د آسمان تر تامبو لاندې

روڼې سترګې يې د عمر

په دوكو پورې وروخاندي


سپوږمۍ نيم آسمان ته راغله

په بازيو، په بازيو

روڼ سكوت اضافه شوى

د شېراز په ښېرازيو


زوړ شاعر چې ګوري هسك ته

فكر يې يوسي په بستر كې

هغه وختې شي وريادې

چې لاهو وو سمندر كې


چې وړه غوندې بېړۍ يې

په قلزم كې توفاني وه

نه بادونه مساعد وو

نه څه تمه، حيراني وه


د بغداد شپې ور په زړه شوې

د دجلې دراده غاړه

چې سقاوو او راوړل يې

له اوبو ډك ژي په غاړه


هغه لوږې، هغه تندې

چې پرې تېرې شوې حلب كې

هغه شپې چې يې روڼې كړې

په باغونو د يثرب كې


د نيل ښكلې مستې غاړې

او څپان څپان نېزونه

چې كتل يې په ساحل كې

د فرعون او موسى پلونه


ها د عشق او ځوانۍ وختې

په اقصى او په سينا كې

ها د فكر او ذكر ورځې

په يثرب او په بطحى كې


د حجاز ها تږې شګې

هغه دښتې، بيا بانونه

ها د نيمو شپو په زړه كې

د حدي رسا غږونه


هغه شپې چې روڼېدلې

په محفل كې د يارانو

هغه ورځې چې به ناست وو

په حضور كې د شاهانو


زندګي با يوه دوكه وه

يو سراب وو، تش حباب وو

دا د بل سړي داستان وو

دا د ده كيسه، كه خواب وو؟


يوه د ووړي خوږه شپه ده

د شېراز له مستو شپو نه

يو مبهم غږ اورېد كېږي

له كوڅو او له باغو نه


نه كاروان شته، نه ساروان شته

د دراږغ اورېد كېږي

د حدي يو مستوونكى

سرود ورو ورو رالنډېږي


جهانګر د (سعدي) يوځل بيا

په يو لوى سفر روان دى

دم په دم يې زړه غوړېږي

منتظر د دې كاروان دى


زړه يې غواړي چې په منډو

په نړۍ واى ګرځېدلى

خپل پيام يې د ورورۍ واى

تور او سپين ته رسولى


زړه يې غواړي په يثرب كې

درست وجود يوه ناره كړي

خپل معشوق او خپل محبوب ته

د هستۍ ګرېوان پاره كړي


زړه يې غواړي چې يوځل بيا

د رسول تر كوڅې ورشي

ستړې ساه يې په فضا كې

غږ د الله اكبر شي


زوړ سعدي ستوني ستغ پروت دى

دواړه كاله په غولي

خپله طبعه _ خپله مينه

خپل ادراك همه وربولي


د خپل ژوند وروستۍ غزل يې

اوس انجام ته رسوله

د خوږې مقطع لپاره _

يې ښه طبعه تخنوله


يوه غمګينه شان موسكا يې

په شونډانو كې پيدا شوه

او دغه خوږه مقطع يې

د شعرونو انتها شوه

د حسن كېږدۍ

*

د ساحل په شګو بطو

سپينې بڼې وچولې

له اوبو نه را وتلې

په وړانګو كې لمبېدلې


د ساحل په پستو شګو

د (الچين) د سين په خوا كې

سپين بدنې، سپين وزرې

ښاپېرۍ وې په نڅا كې


سپينې غاړې كږې كړې

درستې ځان سره لګيا وې

له خپل ځان سره مشغولې

د خپل ځان په تماشاوې


هره يوه تر بلې ښكلې

هره يوه تر بلې سپينه

هره يوه يوه تنكۍ هيله

تر ورېښمو هم ورېښمينه


په كوم ورك ډنډ كې لو شوې

د كوم بحر مسافرې

ساه وهلې وې راغلې

بېګنۍ دلته له لرې


بل پرواز ته يې وزرونو

خميازې كړې پر دې غاړه

كه د حسن نمايش وو

هرې يوې ښوو اندام واړه؟


په دې سين او په دې سيمه

بس يوه دوه شپې مېلمنې وې

د كوم لرې جهيل خواته

له كوم بحره را ستنې وې


ښايي درومي چې كړي ښكلې

د يورال د غرو لمنې

يا په تورې بحيرې كې

كړي د حسن كېږدۍ پلنې


سپينو بطو په مښوكو

سپينې بڼې ورښكولې

دا د لطف نښانې يې

شمالونو ته سپارلې


ښايي لرې پاته بطې

يې تر سترګو سترګو كېږي

داد حسن نښانې به

د يارۍ نخښې ورلېږي

زړه جمجمه

ورستو هډوكو، ورستو هډوكو

چې داسې خاندئ په خواره غاړه

اى كوپرۍ دومره خوراته وايه

د چا په جند وې يو وخت ولاړه؟


د كږې غاړې پر اوږو باروې

كه په سرونو كې ته هم سروې؟

د بل نادودې دې اورېدلې؟

كه ته پخپله په بدو سروې؟


د تا په منځ كې څنګه ماغزه وو؟

دلته خوندي وو جهان د پوهې

كه نا اشنا وو د تا له سره

دفتر د علم او عنوان دپوهې؟


په تا د نېغې شملې ووسيورى

كه تور سرۍ وې تر سالو لاندې؟

ستا افتخاروو په كږو برېتو

كه باټېدلې په نته باندې؟


چې څومره ښكلي نازك خيالونه

به لوبېدلو په د ې كوپرۍ كې

څومره لطيفې حسيني يادې

به دي وې ټولې په دې ځولۍ كې؟


ساه كه دې لاړه بر اسمانو ته

هيلې دې څه شوې، سودا دې څه شوه؟

فكر دې څه شو، احساس دې څه كړ

د خاطراتو دنيا دې څه شوه؟


اى ورستې شوې جمجمې وايه

وروستۍ هوادې په سر كې څه وه؟

د خاموشانو دنيا ده څنګه

چې هغه ښه ده، كه دغه ښه وه؟

قاتل ته

*

ظالمه، څوك دى، دا چې يې وژنې؟

د مخلوقاتو جوهر انسان دى

نه دى تش پوست او غوښې، هډوكي

بلكه د تاندو هيلو جهان دى


له دې مرمۍ چې يو زړه يې سوړ كړ

بس يو څولپې وينې تونه شوې

د آرزوګانو مينا شوه ماته

د ځوانۍ هيلې وينې اوبه شوې


د عواطفو روغ سد دې مات كړ

سېلاب يې وينم انسانيت وړي

څپې د وينو چې توفاني شي

د زورورو شان و شوكت وړي


غوښې، هډوكي به يو ځاى ښخ كړې

فكر و احساس به پټوې چېرته؟

خپل شوم عمل دې درپسې ګرځي

چارې دي يوه يوه لټوي بېرته


داسې ښكارېږي چې دا هډوكي

به آخر پورته لكه منار شي

د تا په نوم به وي د پېټ څلى

د قام لپاره به افتخار شي


ته چې ظالمه په تېره توره

داسې د فكر خاوندان وژنې

تر يوه څېرونكي ځناور زشته

انسان په څه يې چې انسان وژنې؟

*

د بشر خيال


په يوه ارت سمندر كې

يوه وړه بېړۍ ښويېږي

بې لنګره، بې بادوانه

درومي، وړاندې، وروسته كېږي


مساعد باد چې پيدا شي

يو څه لار ووهي وړاندې

څه پاروشي د ماڼګي، او _

څه د باد په مرسته باندې


سمندر چې سره واوړي

د موجونو خرخشې شي

د كوشير مېخونه يو يو

ورستو دړو ته لشې شي


په فضا كې چې توفان وي

باد باران او شور پيدا شي

د بېړۍ او بېړۍ والو

واړه زړونه په درزا شي


د څپو خپلې مستۍ وي

پخپل منځ كې مسخولېږي

اړودوړ وي په فضا كې

شور او زوږ ورنه لټېږي


يوې بېړۍ ته د چاپام وي

په دې ارت سمندر كې

چې ژوندون يې دى، كه نه دى

له امواجو په خطر كې


د آسمان لالوى جهان دى

كه يې باد دى، كه توپان دى

خپل حساب، خپل يې كتاب دى

او پخپل نظم روان دى


خو دوى فكر كړي چې درستې

فتنې دوى ته تيارېږي

چې موجونه لېوني شي

چې آسمان ورته غورېږي

*

د شپانه شپه


توره شپه، توره تياره ده

نه سپوږمۍ ښكاري نه ستوري

د يوه تت څراغ رڼا ته

ابۍ وركې لارې ګوري


كله يې فكر خېژي غره ته

(ګل بشر) ويني په غره كې

چې له يخه غلى شوى

د چوپان په بستره كې


كله يې خيال زغلي پردښته

د لار وركي زوى په لټه

ورته پنډه بړستن ښكاري

د لو واورې هره كوټه


چوپانان په باد اوريه كې

په كوسي كې وجود نغاړي

چې له باده په امان شي

نو له واورو مدد غواړي


د ابۍ اندېښنې هردم

په يوه لوري الواته كړي

د څلې وږي لېوان او_

لوړې ځوړې ور په زړه كړي


په اور ياكې ښويه كېږي

د غره لارې او لاشونه

په يخنۍ كې لاتېره شي

د لېوه تېره غاښونه


باد اوريه ده، واوره اوري

تو پاني سيلۍ چلېږي

په دې توره در بله كې

د لاس ګوتې نه ښكارېږي


يوه مطلقه خاموشي ده

حتى سپي هم لږ غپېږي

ياد باد په قوي زوږ كې

ژغ وژوغ نه اورېد كېږي


د ابۍ سترګې څلور شوې

چې نيولې يې دي وره ته

چې يې زوى په خړه وړه

له كاله وتلى غره ته


خپل خوال ته روان شوى

چې پناه جوړ دى كمر وته

چې احوال د مېږو واخلي

چې توښه وروړي شپنو ته


څه تاوده قصرونه نه دي

د شپنيانو خوالونه

نه په ځاى اخيستل كېږي

د ورو، مېږو احوالونه


پلار يې هم په داسې شپه كې

توده ساه د سيلۍ مله كړه

خداى خبر چې پرې لېوانو

چېرته جوړه څه مېله كړه؟


نه يې مړى چاپيدا كړ

نه ژوندى راغى كاله ته

نه يې غرونو بيا هى واورېد

نه يې ږغ راغى شپاله ته


د ابۍ په ستړي زړه كې

تلوسې لېونۍ كېږي

سيلۍ دم په دم ځوانېږي

واوره اوري، شپه پخېږي

*

زوړ ښار


د ښار له څنډې بيا ګرد لټېږي

يو د زرو دروزدى خونې نړېږي

په هر ټكر كړي يوه خونه ورانه

بولدوزر وړاندې او وروسته كېږي


ماشين غورېږي بې ښه، بې بده

زړو بنګلو او وړو كورو ته

چې هر دېوال ته يې سر تمبه شي

ګرد يې وچت كړي وچتو وروته


تيږې او خښتې سره بېلېږي

كلنګ چلېږي په دواړه لاسه

د لويو خونو لوى بازوانونه

خرچ شي، جلا شي، پرېوځي له پاسه


زاړه نقشونه يو يو ړنګېږي

خېژي، ماتېږي كړكۍ او ورونه

د كره ګانو په خولو لوڅېږي

د پت ساتونكو خونو سرونه


د ښار له څنډې بيا ګرد لټېږي

د بې پناهو ځالې ورانېږي

د يوڅو نويو قصرو لپاره

بيا په سلګونو كډې بارېږي


دا هر يو بام به چې وو د څومره

پټو رازونو د سر برغولى؟

دې هر يوه غولي چې به په زړه كې

د څه ښاديو ياد وي ساتلى؟


دا چې په درز او په دروز نړېږي

دلته به يو وخت څه خوشحالۍ وې؟

دا چې يې د وړې خېژي اسمان ته

دلته به څو څو ډوله سيالۍ وې؟


دا به ووښايي په لوى عالم كې

د يوې كونډې د عزلت ځاله

دا به وه ښايي د يتيمانو

د بدو ورځو دراحت ځاله


دا به وو ښايي د كوم مين ځاى

د كوم تنها كور، د كوم يوه ځلي

څومره زګېروي به دې هرې خښتي

او هرې لوټې وي اورېدلي؟


څه خاطرې به دلته ويدې وي؟

دلته به ښخ وي څه ارمانونه؟

څه تودې اوښكې به دلته توى وي

دلته به پټ وي څومره رازونه؟


دا به وو ښايي د معشوقې كور

څه لېونى به ترې جارېدلو

د دې كوڅې به له هرې څنډې

څه امېدونه را پارېدلو؟


دغه پوټي چې نن يې هوا وړي

ممكن يو وخت به لكه توتياوو

د چا لېمې به پرې روڼېدلې

د چا له سترګو سره پخلا وو


هر څه كه وران كړئ خو صاحبانو

شهيدې هيلې در لړزوئ مه

د كونډو رنډو، د يتيمانو

د راحت ځالې درنړوئ مه

*

د زړه ملكه


لكه د شاتو د مچمچيو

ملكه مړه او كندوشي پاته

په هرې څانګې پورې ځړېږي

هرځاى بوڼېږي، ځي هرې خوا ته


دغسې زړه هم په مايوسۍ كې

له هيلو تش شي كله نا كله

لكه د شاتو مچۍ خورې شي

ځي ځوانې هيلې يوه په بله


لكه د شاتو وركې مچۍ چې

كله نا خواسته بيا راستنېږي

د خپل پرې ايښي كندو په وره كې

د نا بلدو په دود بوڼېږي


دغسې زړه ته هم كله كله

ها خانه زادې هيلې بيا راشي

ورنه څرخېږي، ورته بوڼېږي

چې ورنږدې شي، بېرته په شاشي


د هوسونو ملكې! هيلې

د مايوسيو شمال دې مه وړه

د زړه كندومې په تاودان دى

تل دې ودان وي له تا په ښه وړه

*

د شپونكي هوس


چې له غاټولو ورځې تودې شي

هيلې بېدارې، څړيكې ويدې شي

مېږې مړې كا، ماړه راغونه

دا سپينې واورې پوڅې ښودې شي


شپونكيه ياره، شپونكيه ياره!

په شنو لمنو، په شنو درو كې

مېږو ته هى كړه چې هى دې واورم

په پرتو دښتو، په هسكو غرو كې


په شنه سهار لا چې يو نيم ستورى

دې شنو دروته په ځير ځير ګوري

ته له خواله كټوې مېږې

د دښتې خواته، د غره په لوري


چې لمر له بر غرۀ را پورته سر كړي

د جنت نخښې په چول كې ويني

زرينې وړانګې په تا نثار كا

تا د ګلونو په ټول كې ويني


د غره په غېږ كې په كمره ناست يې

لاندې دې مستې مېږې څرېږي

د شپېلۍ غږ دى په سردرو كې

لكه شنې زركې خېږي كوږېږي


چې وري دې څري د ګل په پاڼو

مېږې دې چاغې په شنو وښو وي

واورې دې هر ځاى وي پټې كړې

پوڅې او پۍ دې په درغړو وي


چې مازيګر دې د كېږدۍ خوا ته

كورَس د مينې اورېدل كېږي

بغ بوغ يې مينه ملكوتي كړي

چې وري او مېږې سره ګډېږي


سپېره نړۍ چې بيا لكه ناوې

شي د ګلونو په رنګ رنګينه

چې پسرلى شي له هسك او مځكې

حسن بوټېږي، ورېږي مينه


شپونكيه ياره! په هغه وخت به

ستا له شپېلۍ نه څه نغمې غورځي؟

څه شوخ هوس او څه مستې هيلې

به لكه مېږې، وري درته ګرځي؟!

*

په شګو كې چينه


يوه چينه وه د غره لمن كې

تر شودو پاكه، تر اوښكو سپينه

لكه د وصل د خوښۍ اوښكه

لكه د حسن نور له جبينه


د غره له زېمه را پيدا شوې

له پستو شګو را خوټېدله

د تلوار مان يې تر سره نشو

چې بېرته تږو شګو زبېښله


لكه ماشوم چې نوى ولاړ شي

سېكه يې ليږه، هوس يې ډېر وي

سل ځلې پاڅي، سل ځلې پرېوزي

خو سم لاسي يې پرزېدل هېر وي


دا هم دغه شان تمامي عمر

چې لټېدله، بېرته پرتله

نه يې د تللو هوس ته شاكړه

نه پالي پالي چا وليدله


نه دچا تږى كښت پرې اوبه شو

نه يې پيدا كړه دريا ته لاره

نه د چا لارې پرې اوپاشي شوې

نه يې څه وكړه د ځان لپاره


تمامي عمر را ځنځېدلې

نه بڼ، نه فصل او نه دريا شوه

نه يوه څپه شوه د خروشان سين

نه له نېزونو سره اشنا شوه


ممكن څو زركو يا څو كوترو

كله پرې تنده وي ماته كړې

نور يې د هېچا خوله لنده نه كړه

خوشي وه ستړې، مېراته مړې


دغه چينه ده د شعر طبعه

چې مې په زړه او دماغ كې اېشي

تر دې پخوا چې د چا په ښه شي

د حسرت شګې يې رانه زبېښي

د ترښځ هوس

*


د يوه ښكلي غره په غېږ كې

د يوه هسك كمره په غاړه

د پستې يوه ګوره و نه

وه تنها، ګوښې ولاړه


غر كه جګ دى، سرته يې لار وي

خو دا داسې ځاى كې شنه وه

سر يې پرېږده، چې وو امن

د دې پښو ته لاره نه وه


دوه بول نه شو ورختلاى

چې مېوه كړي ورنه ټوله

يا يې كله په تبرونو

كړي په ځوانې ځوانۍ زموله


دا يو عمر په دې غره كې

لويېدله، خورېدله

نه يې څانګې ماتېدلې

نه له تبره ځورېدله


د دې غره تر ټولو ونو

په ښكاره تروتازه وه

خو په زړه كې پټ دننه

د خپل مړي جنازه وه


په زړه شنه وه له دې دوكه

له دې غمه سولېدله

چې يوازې لويېدله

زړېدله، وركېدله


نه د بلې ونې څانګې

سرخواله ته كړ وربېرته

نه يې ورغى څوك خوا ته

نه ور پام شو د چا چېرته


د دې غره تر هرې ونې

به د دې مېوه وه ډېره

ورستېده ورته په خوا كې

وه د هر چا له زړه هېره


نه يې وځ وتاړه كله

چا له وچو، لندو څانګو

نه يې سيورى له كوم ستړي

شو مانع د لمر د وړانګو


راشه درشې ته ژوند وايي

په ټولنه كې ژوند ژوند وي

د بې فيضه زندګي به

لا څه لطف او څه خوند وي؟


چې مرام او هدف نه وي

بې مقصده ژوند به څه وي؟

د بېځايه لوېـــــدلــو

غټېدلو خوند به څه وي؟


د غره لويه، تنها ونه

په زړه ورو ورو سولېدله

سر يې وځړېده ښكته

له دې غمه درنېدله


بوټبانه به يې ليدل چې

وهي وچ بوټي په غره كې

د تېشې شوق به يې ځاى كړ

د فرهاد غوندې په زړه كې


وې يې: آخ، له هغه ژونده

چې مېوې درنه ټولېږي

يا خرپى وى، په تبرونو

دې هډوكي ځبل كېږي


دا څه ژوند دى چې تېرېږي

په بې ګټې اندېشو كې

كاشكې وچه شي زما وينه

په دې څانګو اوريشو كې



يوه ورځ غره كې د لانګې شوې

ونه خپله ماتېدله

له كمره رار غړېدله

كړنګونو ته ولېدله


په رار غښتو كې يې ووې:

ژوند دې داسې مرګ نه جار شي

وچ هډوكي به زما هم

ګوندې اوس د چا په كار شي


تر هر درد يې دردوونكى

اى په زړه غوټه فرياده

تر هر اور يې سوځوونكى

خاورې شوې استعداده

*

د زمان تونل


د زمان اوږده تونل ته

نژدې كېږو، ور رسېږو

په تيارو او په سكوت كې

محوه كېږو او ډوبېږو


په كروړونو سيارې دي

ځينې تشې، ځينې ډكې

د يوه ورك منزل په لور دي

په دې لوفضا كې وركې


دغه موږ چې پرې سپاره يو

يوه وركوټې سياره ده

شپه او ورځ درومي په وړاندې

په فضا كې آواره ده


په كروړونو سيارې دي

په فضا كې سر ګردانې

له ورك لوري را وتلې

يوه مجهول لور ته روانې


هره يوه يې يو جهان دى

هر يو ستورى يو عالم دى

خو وروستى منزل د ټولو

داسې ښكاري چې عدم دى


د عدم په خوا روان يو

له عدمه را لېښلي

بس د دوو عدمو مينځ كې

څه وخت ګرځو ساه وهلي


دغه ژوند، دغه سفر دى

مخكې هرې سيارې ته

چې له يوې تيارې وتلي

ځي به بلې يوې تيارې ته


د زمان تياره تونل ته

نژدې كېږو، ور رسېږو

چې انجام به هلته څه وي

نه پوهېږو، نه پوهېږو


آيا بيا به هم ترې ووځو

يوې آزادې لو فضا ته؟

كه به ورك شو په تيارو كې

هلته ولېږو كومې څا ته


د بقا غريزه وايي:

مرګ تونل دى، ترې تېرېږو

بيا به ووځو بل جهان ته

نه وركېږو، نه مړه كېږو


دا بېشمېره كاروانونه

به خداى څنګه دېته پرېږدي

چې په لوى لاس د مطلقې

نابودۍ په لوري لېږدي


خو وروستى پړاو به كوم وي

دا كاروان روان دى چېرته

دغه ګڼ كهكشانو نه

مخ په وړاندې ځي، كه بېرته


هغه ورځ به وي لاكومه

چې څوړېږ و ابديت كې

آيا هلته به مېشته يو

كه بيا هم په حركت كې؟...

*

ويدې قنېرۍ


په يوې څانګې سره ناستې

يوه جوړه ښكلې مرغۍ دي

كه د ژوند په تانده څانګه

دوه سېرابې ګلغوټۍ دي؟


ګل چې وغوړېږي، واشي

رنګ وبوى د ګل اعجاز دى

د دوى رنګ د دوى آواز دى

د دوى بوى د دوى پرواز دى


غوټۍ يو ځلې غوړېږي

بيا پرپر شي، ورژېږي

دا غوټۍ هر دم شي ګل، خو

نه رژېږي، نه تويېږي


خداى خبر د دې ګلونو

له څه حسنه ډك دي زړونه؟

په كې نغښتې څه نغمې دي؟

په كې ناڅي څه نازونه؟


ټنډه كۍ، ټنډه كۍ دواړه

با ماشومې فرښتې دي

دواړو سترګې پټې كړې

فكر وړې، كه ويدې دي؟


دوى به شپه وي روڼه كړې

په څه مستو آوازونو

تر سبا به وې مشغولې

په سندرو- په رازونو


اوس به خداى خبر په څانګه

څه رنګين خوبونه ويني؟

د ګلونو په پالنګ به

څه حسين خوبونه ويني


څومره ښكلې ده ځواني او-

د ځوانۍ زلمي خوبونه

په ځوان زړه كې پېغلې هيلې

ځوان خيالونه، ځوان فكرونه


بيا په تېره د مرغانو

هغه هم د داسې ښكليو

چې نه غم لري د تېرو

نه پروا د نه راغليو


ورته ناست يم، درست حواس مې

ورته ځير دي، ورته ګوري

راته ښكاري، لكه ښكاري

چې ورېځو كې دوه ستوري


دا په څانګه باندې ناستې

يوه جوړه مرغۍ ښكارېږي؟

كه اوږدو كږو بڼو كې

روڼې اوښكې دې ځلېږي؟


يو دوه ښكلې غوټې وركړې

خداى د حسن پلوشو ته؟

كه يې بال وپر بخښلي

د زړوميو نشوته؟


د بادو له نشو جوړې

دغه پېغلې ښاپېرۍ دي

د شغلو ښايسته غوټې

كه دا سپينې قنيرۍ دي؟



*

مغشوشې اندېشې

د هسك د ښكلي پالنګ دپاسه

ځلېږي ستوري په تورو شپو كې

شلېدلى هار دى د مرغلرو

د حسن و مينې په خر خشو كې


ته واچورلېږي هسكې فضا كې

باز وېرولې سپينې كوترې

ځينې نژدې او ټيټې پرواز كا

ځينې وچتې ښكاري له لرې


د لمر اسقاط ته سره ټولېږي

سپينې جامې او سپين سپين پګونه

كه د تيارې سېل په هسك راغلى

ناڅي پرې لوى او واړه ځګونه


فلم د حج دى، د عرفات غر

پټ دى خېمو او په احرامو كې

يا خو د ښكليو باغ ارم ته

ښاپېرۍ راغلې سپينو جامو كې


د شهيدانو لو هدېره ده

پرهر يوه څو څو ډيوې لګېږي

يا د عشاقو شهيدې هيلې

په هسك كې بېرته راژوندۍ كېږي


د دوبي شپه ده، سمې او غرونه

ټول په تيارو او چوپتيا كې نغښتي

يو بوډا ويښ دى خو ورك افكار يې

په يوه مغشوشه سودا كې نغښتي


ستوني ستغ پروت دى پخپل بستر كې

د كور له بامه اسمان ته ګوري

ده ته درست عمر نوي ښكارېږي

هغه درست عمر ليدلي ستوري


كله يې مينه په ستوريو راشي

كله يې فكر يوسي اسمان ته

كله په كفر كې هسك ته ورك شي

كله په كركه ګوري انسان ته


اندېښنو وړى، سودا اخيستى

د فلك ګډوډ غوندې نظام ته

د ستړيو ستوريو سرګردانۍ ته

د هيلو پاى او د زړه انجام ته


دا ستړي ستوري څه ته پيدا دي؟

ولې لاهو دي په اسمانو كې؟

چې د خالق به لاڅه مطلب وو

په دې بېشمېره كهكشانو كې؟


دا د زرګونو سديو ستړي

له كومه راغلل، په كومه خواځي؟

دا په زرګونو پېړۍ به نور لا

چېرته په منډه، په يوه ساه ځي؟


وروستۍ هډه به د دوى وي چېرته

كاشكې ښكاره واى دغه راز چاته

زموږ كالبوت به هم هلته يوسي

كه به په نيمه لار كې يو پاته؟


نه، نه په شا به د كايناتو

چې كومې خواته دا لوىجهان ځي

د دود، غبار يا بل څه په بڼه

هرو مرو به هلته انسان ځي


خو خاطرې به راسره ملې وي

كه به دا دلته استهلاكېږي

نن او پرون او سبا به وي، كه

هر څه په حال كې هلته ګډېږي؟...

*

ژوندۍ څپې


د سين په غاړه، چېرته چې پرښې

په حسرت ګوري مستو څپو ته

د زړه ياران وو، سره كتل مو

ساده ښكلا او روڼو اوبو ته


رښتيا، چې ډېر وخت په سادګۍ كې

يوه بې كچه ښكلا وي پټه

په څاڅكي اوښكې، څاڅكي خوله كې

د حسن لويه دنيا وي پټه


وړې ډبرې د سين په تل كې

د سين موجونو ور پارولې

لكه كنګل شي هيلې په زړه كې

نه خوځېدلې، نه هېرېدلې


چاوې دا كاڼي د سين په زړه كې

د ځوانيمرګو هيلو مزار دى

نه اوبه كېږي دا د زړه غوټې

له دغو كاڼو سين ناكرار دى


چې ښكلى كب به له مستۍ و اوښت

ښايست به وكړ ګل په اوبو كې

تا به وې اوړي دراز خبرې

په پاكو زړونو، په خوږو خولو كې


چا ويل: دغه كبان چې وينئ

دغه د حسن او مستۍ فوجونه

په ناكرارو څپو كې ښكاري

په حقيقت كې ژوندي موجونه


كله يې وينو ښكته روان وي

كله په وچ زور خېژي په بره

چې اراده يې نه وي رهبره

حركت نه دى ژوندون له سره


كنه د كاڼو وجود هم وينو

چې شور يې نشته، چې يون يې نشته

تل د نېزونو په پښو كې رغړي

تر څپو مړه دي، ژوندون يې نشته


څپې كه درومي، جريان يې بيايي

د شرايطو نغمو ته ناڅي

ژوندى هغه دى چې ځي پخپل واك

د يون هوس يې له خپل زړه پاڅي

*

وحشي حسن


شنې لمنې – شنه ډاګونه

بېګني ورښت پريولې

مځكه ورينه، فضا صافه

ښايسته دي يوه تر بلې


د سپرلي خوږه وږمه چې

له سپين سرو غرونو پاڅي

نه ستړېږي، نه بس كېږي

د ګلونو پر سر ناڅي


د لمر سپينې پلوشې چې -

په لندو وښو ورېږي

ته به وايې هره پاڼه

يو غمى دى چې ځلېږي


سپېره شوى ((شيرماهي)) بيا

ښايسته د خداى كرم كړ

د پسرلي د هوا لطف

د شداد باغ ارم كړ


څو چې وس د نظر رسي

په ګلونو يې ګذر دى

ته به وايې د رنګونو

بېكرانه سمندر دى


يوه كېږدۍ ښكاري له لرې

د يوې شنې شېلې په غاړه

پر بېديا باندې حاكمه

په ګلونو كې ولاړه


په رېديو پټه غټه -

يې سنګر او تكيه ګاه ده

د ګلونو په پناه كې

له بادونو نه پناه ده


د كېږدۍ خواته يوه پېغله

تنكۍ ورۍ په هوس پيايي

په ګلونو كې ګلونه

د ګلونو نفس پيا يي


سراى يې ګل، دېوال يې ګل دى

فرش يې ګل او بام يې ګل دى

پر ګلونو باندې ګرځي

فكر يې ګل او پام يې ګل دى


له ښكلا وه تركيب شوې

له ښايسته سر شته وه

ها چې دايې جوړوله

څه خوش ذوقه فرښته وه؟


خامخا به يې په دې وي

جايزه د هنر وړې

ګمان نكړم تر دې ښكلې

بلې يوې وي جوړه كړې


د ګلونو په جنت كې

سپينه حوره را ښكارېږي

له معصومو كرشمو يې

د جنت حورې جارېږي


پر ګلونو باندې ګرځي

دارم د چټو ميره

كه اروا د ((شيرماهي)) ده

د وحشي حسن سفيره؟


ها وړه، خوږه خولګۍ يې

چې ارمان ده د خولګيو

توفاني ده له خندلو

او سرشاره له غنګيو


په خوږه ټپه چې كله

په هوا كې شور پيدا كړي

د سپرلي په ساړه زړه كې

زړه غوښتونكى اور پېدا كړي


د تودې مينې رويبار چې

د ښكلا كره مېلمه شي

نړۍ يوه ډكه پياله كړي

فضا يوه مسته نغمه شي


چې د دې په تنكي زړه كې

به تېرېږي د چا مينه؟

كه معراج دى د عشق حسن

او معراج د ښكلا مينه؟


په وحشي حسن كې نغښتې

د جهان د لكشۍ واړه

څه حسينې كرشمې يې

دي بې غوښتو لاس تر غاړه


سپينه ورۍ ونيسي غېږ كې

له كوتري(۱) سره لوبېږي

لوڅې پښې پر ګلو ګرځي

له خپل سيوري هم شرمېږي


كله لاس پخپل سر كاږي

باد توښپلي وېښته سم كړي

د ديدن دغله له ډاره

ژر پړونى پر سر تم كړي


د هوسۍ غوندې يې حسن

بس مرهون د طبيعت دى

لكه قو آرايش تون يې

لوى هامون د طبيعت دى


نه خبره له مودو نو

نه رژيم نيسي ښكلا ته

طبيعي ښايست يې وركړي

بې ښوونې لاس حياته


د كوچۍ پېغلې ښايسته

په جهان به دې اوربل واى

كه دې لېږ څه ژوند په سمول واى

كه دې لېږ څه علم مل واى

*

د موزيم بودا


د موزيم بودا ته ګورم

لا د طنز په غاړه خاندي

لا پېړيو نه دى كړى

يو كمكى اثر ور باندې


په لېمو كې يې تر اوسه

لا يوه ګونګه حيرانتيا ده

او په شونډو كې يې نغښتې

دردوونكې شان موسكا ده


خداى خبر چې چېرته پروت وو

څو پېړۍ تر خاورو لاندې

لا غـبار د حوادثو

نه ښكارېږي پرده باندې


د موزيم بودا ته ګورم

د ثبات مجسمه ده

په موسكا كې يې ژوندۍ لا

د پېړيو هنګامه ده


په زمان مسلط شوې

جاويدانه حيراني ده

د لطيفو، عواطفو

سلطاني كه شباني ده؟


د بېلتون نخښه چا ايښې

په سرحد د مرګ وژوند كې

فلسفه د مرګ و ژوند يې

خلص شوې په لبخند كې


خدايزده څو پېړۍ پخوا چې -

دا نړۍ ور ښكارېدله

ژوند د مرګ لوبه، دنيا هم

نا ټكۍ ورښكارېدله


لا تر اوسه هم هغه شان

دا دنيا ورته ښكارېږي

د انسان واهي فكرونه

د خندا ورته ښكارېږي


د موزيم بودا ته ګورم

راته ګوري په موسكا كې

هسې نه چې زه يو بت يم

د موزيم په تماشا كې

*

مساپره توتكۍ


ژمى ووت، د نوروز هم

شوې نه نيمې ورځې تېرې

د سږ كال په اندېښنو كې

د تېر كال كيسې شوې هېرې


ووړ، ژوندى غوندې چغكى دى

توتكۍ لكه چې راغله

د درست ژمي مسافره

بيا ژوندۍ لكه چې راغله


په رښتيا لكه چې راغله

بيا د ژمي مسافره

ها بې كړ په كور شريكه

ها د سولې پيامبره


ښه شوه، ښه شوه چې بيا راغله

پرېږدئ، ګوري بازوانونه

پرېږدئ، راوړي نوې خټې

كړي ودانه نوې خونه


دغه ووړ، ژوندى چغكى مې

واړه عمر اورېدلى

دې له ماسره درست عمر

ښه پاللى كور و كلى


نه له دې يم آزار شوى

نه له ما آزاره شوې

ښه، چې بيا له خيره راغله

له يخنۍ آواره شوې


په خير راغلې، په خير راغلې

له سفره، مسافرې

په لېمو كې مې ځاى وكړه

اى زما له زړه خبرې


ژمى كومې خواته لاړې

په سړو شپو كې وې چېرې؟

د سفر خوږې ترخې دې

څه په زړه دي، كه دې هېري؟


ظلم، زور به سړى ورك كا

زړې ځالې هم ړنګېږي

خو وطن نه پردى كېږي

نه هېر شوى، نه هېرېږي


ښه شوه، ښه شوه چې بيا راغلې

خپل وطن ته مسافرې

نوې ځاله به كړې جوړه

د ژوندون په راز خبرې


خو بمونه، را كټونه

د باران غوندې ورېږي

ستا د خټو خليو ځاله

به په كوم بازو درېږي؟

*

تاشقرغان


سپين پېروي، سپينې پوڅې

سره انار او سره ګلونه

وېړي دښتې، وړې خونې

شنې لمنې، شنه باغونه


د باغونو كوم جهيل دى

د رنګونو لوى درياب دى

هر هر ځاى خړه ګومبزه

ته به وايې چې حباب دى


نرۍ لارې په باغو كې

د پيا څو غوندې تېرېږي

تاندې څانګې د بادامو

مستې پېغلې شي زنګېږي


كليوال ژوندون په ښار كې

دوكانونه په باغو كې

غره – دريا – د ښت او لمنو

مستي ايښې د ماغو كې


د زركانو خوږې غاړې

له هر ناوه اورېدكېږي

د وړوړ مرغيو ځالې

تتو پاڼو كې پټېږي


هر زلمى يې په څو ونو

مستغني له هر څه ښكاري

هره پېغله يې له حسنه

بې شرابو نشه ښكاري


كه اوس وران نه وي خاونده

څومره ښكلى تاشقرغان وو؟

چې مستي په كې مېشته وه

د بوډا زړه په كې ځوان وو

*

ژوند


ژوند يو تت، تياره ځنګل دى

چې انسان په كې وركېږي

پاى يې ورك دى، لاريې نشته

زړه په هر قدم ډوبېږي


په ظاهره شين – تازه، خو-

له ازغو او غنو ډك وي

بوټېدلى وي له هيلو

چې په هيلو كې تل ورك وي


په كې پټ وي – په كې نغښتي

ځينې پټ – ښكاره رازونه

د مرغانو – د زمريانو

په كې اورې آوازونه


ښايسته – ښكلې مرغۍ يې

بر په څانګو كې چغېږي

هيبت ناك – خوني زمري يې

لړزوي چې وغړمبېږي


دوړ – وړ كوخيو ځاى، او -

د راز راز چيچونكو سيمه

د رنګ، رنګ ښايست تابلو، او

د هر وړڅيرونكو سيمه


په دې تت، تياره ځنګله كې

چې هر څو وي ونې تتې

د يزدان او اهريمن وي

په كې هومره ډېرې نښتې


ټيټې څانګې يې كرۍ ورځ

ښكته سيوري كې لوبېږي

د لمر وړانګې يې له پاڼو

ډېرې ليږ په مځكه ولېږي


ژوند يو تت او تور ځنګل دى

د اميد او د آرزو ځاى

د بدۍ او دښمنۍ كور

د احسان او د پېرزو ځاى


خو كوترې يې كمزورې

او شاهين يې زورور وي

ځكه روح وي په كې زموله

او وجدان په كې او تروي


خو، ژوندون يو تت ځنګل دى

چې هر څومره سر بسته وي

څو لويېږي – څو زړېږي

شكوهمند او ښايسته وي

*

ژوند ته


ژونده څه يې، ژونده څه يې؟

كله نور كله اوبه يې

له رنګونو جوړ، بې رنګه

له خوندونو جوړبېخونده


يوه ښكلې شانته ستونزه

يوه خوږه غوندې ستړيا يې

خوندور غوندې عذاب يې

نور څه نه يې ستړې ژونده


چې پر هر په رغېدو شي

خوندور كا هښت پيدا كا

هم پكويم – هم دې غواړم

په زحمت كې هم پسنده


د خوږو او بوچينه يې

چې په خوب كې دې زه څښمه

څودې څښمه تږى كېږم

نه ماتېږي په تاتنده


زوړ دې كړم او موړ دې نكړم

مړېدل در څخه ګران دي

په دريا كې نه ماتېږي

په كلونو د كب تنده


كاشكې تل ژوند او زلما واى

تا و د حسن او ښكلا واى

تل واى روغ د تن هډوكي

پڅه واى داجل ژرنده


خو يوه ورځ به دا جهان وي

لمر به دغسې خندان وي

چې ته وځې زما له ګوتو

او زه وځم ستا له بنده

*

د ښكار خزه


د آلچين په كروندو كې

د يوه لرې ډندډ په غاړه

لكه غوټه وه په شنه زړه

د ښكاري خزه ولاړه


لكه ورانه زخه چېرته

د ښايست مخته اړم شي

يا محفل كې د ښاديو

كله پېښ غوسه او غم شي


اخلال ګره د ښكلا وه

له دې سيمې يې ښكلا وړه

اطمينان يې ووړله زړونو

آرامي يې له فضا وړه


چې دزاڼو قافلې به

په اوږده سفر وتلې

يوه شپه، دوه شپې يې دلته

ستړې ساوې سمولې


دا د بطو او هيليو

د لامبلو – د مستۍ ځاى

د چينډخو د كور ړا كورس

د ډينګانو د خوښۍ ځاى


نن نه زاڼې شته، نه بتې

نه ښكاري ښكاري خزه كې

صرف يو ډينګ د ډنډ په غاړه

تللى ډوب په اندېښنه كې


خدايزده څه فكر به ګرځي

د مرغانو په سرو كې؟

ډينګ به ورك وي نپوهېږم

په څه وركو اندېښنو كې؟


ډينګ ولاړ په يوه پښه دى

پټې سترګې – كږه غاړه

بل پلو سپېره خزه ده

له ښكاري تشه ولاړه


د مرغانو ښكاري تللى

په شكار د الوتكو

چېرته برښايي په غرو كې

ګوري لار د الوتكو


جال يې و نغښت، ځاى يې پرېښود

درست يې وشلول دامونه

د دښمن په ښكار پسې تللى

ږدي ټينكونو ته مينونه


په وطن يې حمله شوې

په عزت يې تېرى شوى

شرافت يې پا مالېږي

او په پت يې تېرى شوى


څه ښه ژوند به وو خاونده

چې نه ښكار واى، نه خزې واى

نه توپونه، نه بمونه

نه د زور ظلم كيسې واى









حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

محمد صديق پسرلى











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us