څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

هلمند د تاريخ په اوږدو کي


1. په ١١٣٢ هـ کال کي چي د( ١٠٩٠ ) هـجري شمـسي کال سره سمون خوري دزميـنداورسيمه يـوه پـراخه سيمه وه داوسني نيمروز اوفراه ولايتـونو ځيـني سيمي په زمين داورپـوري تړلي سيـمي وي کـله چي عبدالعزيزخان مـړسوپرځاي يې شامحمود دکـندهارحکـمران سـوپه دي وخـت کـي اسدالله خـان دعبدالله خـان زوي دهرات حاکم وو اسـدالله خان په يوه پـراخه يرغل کي غـور،بادغيس، اومرغاب ترخپـلي ولکې لانـدي راوسـتل کله چي ئې دفـراه لوري ته مخه وکړه دشـامحـمودلخوائې مخه ونيول سوه دفـراه اودلارام ترمنځ د زميـنداورپـه سيـموکي دشـامحمود او اسـدالله خـان ترمنځ دسختونښتو لـړۍ پيل شـوه پـه اوسـني جغـرافيـاوي نقـشوکـي نـوموړي سيـمي دزمين داورڅـخه بيلي سوي دي .

2. په ١١٤٢ هـ کـال کي چـي د (١١٠٠ ) هجري شمـسي کال سـره سمـون خـوري دکمـکي اختر په مياشت کي دافغـانانو لخوادنادرخان پرورورابراهيم خان ظهيرالدوله بـانـدي حمـله وسـوه ابـراهـيم خان ظهيرالـدوله ئې دبسـت پـه کلاه کي کـلاه بـندکړ ډيرساتونـکي ئي ورڅـخه ووژل خوابراهيم خان پـردي وتوانيدچي دمـحـاصـري لـه منځه دمـشهدمقدس پرلوري وتښتي.

3. په ١١٤٢ هـ کال کي چي د( ١١٠٠ ) هجري شمـسي کال سره سمون خوري دلـوي اخترپه مـياشتي کـي امام وردي بيـګ چـي دکـرمان نايب الحـکومه وو دسيستان دحاکم په شمول دنادرخان لخواوګـمارل سو تـرڅو دابـراهيم خان ظهـيرالدوله سره دهـررازمرستي کولولپاره ځانـونه ورورسـوي مخـکي له دي چي دوي ابراهيم خان ته وروسيـږي امام وردي بيـګ پربــُست اوګرشک يرغـل وکړکوم افغـانان چي دبُسـت پـه کلاه کـي وه دبُسـت کلاه دنيولووروستـه ئي هغـه ټـوله ووژل اومالونه يې په چورورڅـخه يووړل بُـست داوسـني هلمـند پلازميـنه اوګرشـک ئې يوه ستره ولسوالي ده .

4. په١١٤٣هـ کال کـي چي د( ١١٠١) هجري شمسي کال سره سمون خوري شـاه اشـرف دشيراز څـخه تيښته وکړه دکندهارلوري تـه ئـې مخه وکړه کله چي دهلمند دسيـندغاړوتـه ورسيدله دي کبله چي دشامحموددوژلوپړه دده په غاړه وه دسفردلوري دټاکـلولپاره ئې خپلي تګلاري ته تغيرورکـړدبلوچستان پرلـوري ئې مـخه وکړه افغانـان چـي خبرسوه لوي لښکريې دشااشرف دموندلوپه موخـه وليږه افغـاني لښکر د( لکي ) نومي پـه سيـمه کي وپوهيـده چي شاه اشـرف دښورابـک په لوري تللي دي ورپسي ولاړي اودشورابک سيموتـه نژدي ئي شـاه اشرف ومونده اودابراهـيم يلغـارلـخواپـه قـتل ورسيدد( لکي ) سيمه دهـزارجفت په ولسوالۍ پـوري تړلي ده چـه هزارجفت دهـلمند ولايـت يـوه لويـه اوپراخه ولسـوالي ده

5. پـه ١١٠٢هـ کال کـي چي د١٣٤٤ هجري قـمـري کال سـره سمون خـوري ابـراهيم خـان ظهيرالدوله دنادرخـان څـخه دمشوري اخيستلو په موخـه هـرات ته ولاړاودجـګړي په مقـصدئې دفـراه پرلوري لښکـري وايسـتلي پـه دي وخت کي فراه دنـادرخان لخواداسماعـيل خان الکـوزي په واکمني پوري وتـړل سوه اسمـاعيل خان الکوزي دزمينداور اوسيـدونکي وو.

6. دغـوردمهموښـارونه څخه يـوهـم دخلـج ښـاروو يووخت دخلـج ښـار دزمينداوردمهموښارونوڅخه گڼـل کيده دخـلج ښارپه تـاريخي افتخاراتـوکي ښه ځـاي لـري عربـي نامه نګـاران ليـکي چي دخلج ښاردغـرني غورستان پـه جنوب لويـديځه سيـمه کـي پروت دي ابن حوقـل اواصـطخري هـم دخلـج يـادونه کوي بيقهي تاريخ هـم څوځايـه دخلج ښـاريـادونه کـړي ده اوس خـلج په خلچ ياديـږي اودهـلمند ولايـت دبارکـزودناوي پـه مرکزي برخه کـي واقـع دي اودخلـچ ښـاراوس په يوه وړوکـي کلي اوښتي دي خولائې خپل تـاريخـي نوم دلاسه نه دي ورکـړي .

حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

الحاج محمد اسمائيل شريعت يار











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us