څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

پر ايران باندې د افغانانو واکمني


د غلجيو د هوتکو د قبيلې پنځه ويشت کلن ځوان د ايران پادشاه شو د اصفهان د خزانو تر لاسه کولو وروسته شامحمود خپل کشر ورور ميرحسين کندهار ته بيرته راوليږه ترڅو د کندهار د حکومت چارې سمبال کړي او خپله په ايران کې د حکومت د چارو له پاره پاتې شو او افغانستان سره ئې خداى پاامانى وکړه.

په دغه وخت کې چې شامحمود د ايران واکمن شو له يوه اړخه روس او له بله اړخه عثماني دولت په ايران کې لاسوهنې شروع کړې او د ايران په ځينې شمالي او غربي سيمو کې ئې خپله سلطه ټينګه کړه. شاه محمود خپل فعاليت د ختيځ ، جنوب او مرکز څخه شروع کړ او په سر کې يې چارې ډيرې ښې سمبال کړې او د خلکو د مالونو او ځانونو حفاظت ئې په ښه توګه داسې وکړ چې کله هم فاتح فوځي د چا په مال، ځان تيرى ونکړ او د ايران د دولت هغه مامورين چې تر اخري وخت له صفوي دولت سره وفادار پاتې شوي وو د هغوى ئې قدر او عزت وکړ او د هغوى څخه يې ډېر د دولت په ادارو کې په کار وګومارل برعکس کومو کسانو چې له دولت سره خيانت کړى وو هغوى ئې مجازات کړل او خارجي او داخلي سوداګر ئې تشويق کړل په اداره کې ئې ساده ګي رواج کړه تر ډيره حده ئې رشوت نه خوړ او د مامورينو خپل سري باندې کنټرول بيا موند او په ډېره لږ موده يعنې څو مياشتو کې د شاه محمود عدل او انصاف په ټول ايران کې خور شو. خو دغه حالت ډېر له شامحمود سره ياري ونکړه له يوې خوا د شامحمود نرم مزاج په توند خوئي بدل شو. صحي وضعه يې خرابه شوه له بله اړخه ځينې داسې څه هم وشول چې د شا په وضعيت باندې مالګه په زخم شوه داسې چې د شاحسين صفوي زوى لښکر تيار او په قزوين کې ئې د سلطنت اعلان وکړ اګر چې شامحمود د شاحسين صفوي زوى طهماسيب ميرزا د لښکر سره تر ازربايجان وځغلاوه خو هغه په ځاى کينه ناست د روس او عثماني ملکونو څخه ئې د کومک غوښتنه وکړه تر څوله شامحمود څخه ايران بيرته ونيسي. او له هغوى څخه ئې د دغه کومک د غوښتنې په بدل کې د ايران د خاورې ځينې برخې ور پريښودو ژمنه وکړه او په روسيه کې د شامحمود هم زمان واکمن هغه رومانوف پيتر کبير وو ١٦٧٩ ? ١٧٢٥ چا چې روسيه د لويو ملکونو په قطار کې ودروله. او په همدغه وخت د قزوين خلکو پاڅون وکړ ډير افغانان ئې د شپې په قتل ورسول، دغو حالاتو په هغه نوره هم ناوړه اغيزه وکړه او د عصبانيت تر بريده ورسيد نور نو هغه له پيژندګلو ولويد په هر چا بد ګومانه شو د شامحمود دغه بدګوماني وه چې غټ سرداران هم له هغه څخه کندهار ته وتښتيدل چې ميراشرف د شامحمود د تره زوى او د امان الله په نوم د افغاني سپاره فوځ قومندان هم په دغه خلکو کې وو کوم چې له شامحمو څخه خپه تللى وو.

شاه محمود چې په ځينو جنګونو کې خپله فوځي کمزوري وليده نو له شاه اشرف او امان الله ئې د کومک غوښتنه وکړه دغه دوه سرداران چې بيا له شاه سره مل شول نو هغه نور هم قوي او مستبد شو په ١٧٢٤ کې د شاه محمو مرض نور هم ډېر شو او ځان ته به په يوه کوټه کې ګوښه او يوازې اوسيدو بلاخره په ١٧٢٥ م کال يې د څلورويشت کلنى په عمر د ژوند له نعمت څخه لاس په سر شو، په اصفهان کې موجودو افغانانو د شاه محمود د تره زوى شاه اشرف خپل بادشاه وټاکه او د فوځ مشري مشهور جنرال سيدال خان ناصر ته وسپارل شوه نوموړى شخص د جګړې د ډګر د باتوروالي تر څنګ تعليم يافته او د پښتو ژبې پوهه شاعر هم وو.

د سلطنت په ګدۍ له کيناستو سره جوخت شاه اشرف وليدل چې د ايران افغاني حکومت له څو اړخونو له خطر سره مخامخ دى دوه قدرتمند دولتونه د شمال خواته روسيه د غرب خواته ئې عثماني ترکيه پرته ده د شاه حسين زوى شاطهماسپ له وجود څخه په ګټې اخيستنې ئې د ايران ځينې سيمې نيولې وې او شاطهماسپ هم له هغوى سره د ايران په تقسيم راضى شوى وو شاطهماسپ چې د خپل پلار وليعهد وو او د افغانانو په لاس د اصفهان د سقوط پر مهال له اصفهان څخه وتلى وو او اوس ئې د پادشاهي دعوه کوله او خلکو ته ئې ځان پادشاه معرفي کولو او له ګاونډيو هېوادونو څخه يې د کومک خواست کولو طهماسب چې د ايران د خلکو له ملاتړ څخه نا اميده شوى وو نو د ګاونډيو هېوادونو سره ئې د ايران د خاورې خرڅول له ايران څخه د افغانانو د شړلو په قيمت شروع کړل او عثماني ترکيې هم بې له درنګه همد ان، ايروان او تبريز د فوځي قوې په زور لاندې کړل د تبريز خلکو سخت مقاومت څخه وروسته ښار تخليه کړ او کليو بانډو ته يې پناه يووړه. طهماسب د باکو او دربند سيمې او همدارنګه د مازندران، استراباد، ګيدان ولايتونه ئې روس ته د يو قرار داد له مخې ور پرېښودل ، افغان هوتکي دولت چې د شرق خوا ته يې د سيستان مستقل دولت پروت وو خو له شاه اشرف سره يې هيڅ ډول اړيکې نه لرلې د هغه تر شاه په هرات کې د ابداليانو حکومت هم له هوتکي دولت سره د دښمنۍ لار له پخوا نيولې وه د بلوچستان سيمه هم د کندهار د حکومت تابع وه چې د شاه محمود له مرګ څخه وروسته دغه دولت هم چې واکمن يې د مرحوم شاه محمود ورور ميرحسين وو د ايران د افغاني دولت ړنګيدو ته خوشحاله وو. يوازې خارجي مسئلې نه بلکې په داخل کې هم ډير مشکلات وو چې شاه اشرف ور سره لاس او ګريوان وو او هم د ايران او کندهار د غلجيو تر منځ تربګني هم د دښمني تر حده رسيدلې وه په داسې حال کې چې دولت د همدغو خلکو په مټو ولاړ وو په ايران کې طهماسب، صوفي ميرزا او سلطان محمد نامي هم جداګانه مسلح ګروپونه جوړ کړي او له بلې خوا څخه د شاه محمود طرفدار غلجي هم له شاه اشرف څخه جدا شول او کندهار ته راغلل دغه او داسې نور وجوهات وو چې د هوتکيانو ارزښت ته ئې صدمه ورسوله، خو شاه اشرف همت له لاسه ورنکړ او له ټولو حوادثو سره د مقابلې له پاره ئې ملا وتړله تر ټولو د مخه ئې د هغه وخت سياسي قاتلين ورته تلافي وکړه د شاهي خاندان مړي ئې دوباره په احترام سره دفن کړل او تاواني شوو خلکو ته يې تاوان ورکړ. او د خلکو سره يې د شفقت او مهرباني لاره غوره کړه. او خلکو ته يې دولتي ماموريتونه ورکړل خپل سياسي مخالف سلطان محمد يې د خپل فوځي افسر زبردست خان په واسطه له منځه يووړ، سرلښکر سيدال خان ناصر يې په شاطهماسپ باندې په تهران کې چيغه وايسته او ماتې يې ورکړه، دا چې د شاه محمود په مرګ له کندهار څخه د عسکرو راتګ بند شوى وو او شاه اشرف ته د نورو ستونزو تر څنګ د ايران هغه خاوره چې ترکانو لاندې کړې وه هم يو ستر مشکل وو نو له مجبوري ئې ترکي عثماني دولت ته يو تن سفير د عبدالعزيز په نامه وروليږه او هغوى ته ئې د اسلاميى ورورولي خبره يې ورته ياده کړه تر څو خبره له جګړې پرته حل شي.

او په عين وخت کې ئې د ترکيې له خوا د اشغال شوو ايراني ولايتونو د تخليې خبره هم ورته وکړه عثماني ترکانو بيدون له دې چې اسلامي ورورولي ئې حس کړي وي.

او د ايران غربي سيمې يې افغانانو ته خوشې کړې وې چې دا د افغانانو حق هم وو شاه اشرف ته يې د ايران د تخليې او طهماسب ته د تخت د پرېښودو اختيار ورکړ د عثماني ترکانو دغه اختيار له درندو فوځي حرکاتو سره بدرګه شو شپيته زره سپور او پياده ترکي فوځ له افغانانو سره د مقابلې په نيت د اصفهان په طرف د احمدپاشا والي بغداد او حسين پاشا والي موصل د جنرال عبدالرحمن په مشري په حرکت کې راغى شاه اشرف د لږ شمېره خو مضبوط افغاني فوځ په ملاتړ د عثماني ترکانو مقابلې ته راودانګل فوځي لښکرې په ١٧٢٦ کې د يزد او اصفهان په لاره سره مخامخ شوې د ترکانو د فوځ ترشا يوه قوي توپخانه هم موجوده وه دغه جګړه چې په تاريخ کې په لومړي ځل افغانان او ترکان سره په مقابله کې وو په ډېر شدت شروع شوه دغه جګړې د افغان هوتکي دولت له پاره د ژوند او مرګ قيمت ځکه درلود چې که چيرته افغانانو ماتې خوړلې واى نو جبران ئې ناممکن و. او که چېر ته هوتکي فوځ سکشت خوړلى واى نو تر شايې مقتدر دولت پروت وو جګړه شروع شوه د پښتنو د سپرو ګړنديو سپارو ډلګيو د زمريانو په څير په ترکي لښکر طوفاني حملې وکړې چې د څو ساعتونو په دوران کې ئې د ترکانو مجهزه اردو له پښو وغورځوله.

شاه اشرف د دې باوجود چې لويه فتحه ئې کړې وه تدبير ئې له لاسه ورنکړ يا کوم غنايم چې په جګړه كې له ترکانو څخه افغانانو نيولي وو هغه ئې بيرته د ترکانو په اردو پسې وروليږلې او د اسمعل نامې سفير په وسيله هغوى ته وويل چې ترکان زمونږ وروڼه دي او د مسلمان مال په مسلمان حرام دى او مونږ د عثماني خلافت ته په درنه سترګه ګورو او مونږ له عثماني خلافت سره جګړه نه، بلکې دوامداره صلحه غواړو، د شاه اشرف دغه عمل د دې سبب شو چې ترکيه هم افغانانو ته د دوستي لاس وغځوي، او د ايران افغاني دولت ئې په رسميت وپيژانده او د راشد پاشا په نوم ئې يو تن سفير اصفهان ته وليږلو او د شاه اشرف له خوا محمدخان بلوچ د سفير په حيث ترکانو ته وروليږل شو.

حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

الحاج امين الله ځاځى











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us