څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook

د پښتو شفاهي ادبياتو، د ژانرونو د ثبتونې او راټولونې اړتيا


د شفاهي ادبياتو تاريخ ډېر لرغونى دى، ځينې پوهان يې د انسان همزولى بولي، يو شمېر پوهان په دې عقيده دي، چې د انسان دا اوسنى تمدن او پرمختګ، د انسان د ډېر لومړني تفكر، يانې فولكلور او شفاهي ادبياتو د ورو- ورو او پېړيو په لړ كې د تكامل زېږنده دى.

انسان د خپل ژوند په لومړيو پړاوونو كې د ټولو طبيعي پېښو په وړاندې ځانګړي تصورونه او خيالونه درلودل، عجبه او غريب سوچونه يې وو،

په طبيعت كې يې هم دوستان او هم دښمنان درلودل، د دوى په اند په طبيعت كې د دغو دواړو دوستو او دښمنو قواوو تر منځ تل مبارزه روانه وه، چې البته دا د دوى يو ذهني او خيالي مبارزه وه. د دوى د دغو متضادو خيالونو او تصورونو د مبارزې په پايله كې د دوى خيالونو او تصورونو شعوري بڼه پيدا كوله او پرمختګ يې كاوه، تكاملي پړاوونه يې وهل، چې د تاريخ په څو زره كلن بهير كې يې رنګارنګ اسطورې، كيسې، نكلونه او روايتونه ايجاد كړل، چې د نړۍ د لرغونو تاريخونو په اسطورو، كيسو، نكلونو او روايتونو كې د هغې زمانې اتلان او د دوى همكار عناصر او څېرې پيدا كولاى نه شواى. تر هغو مطالعو او څېړنو وروسته پوهېدلاى شو چې څنګه يې وده موندلې او تكامل يې كړى دى او په پاى كې يې د پېړيو تر تېرېدو وروسته دا اوسنى تمدن رامنځته كړى دى، چې افغانستان هم د همدې نړۍ يوه برخه ده. له دې كبله موږ بايد ځنډنو شفاهي ادبياتو ته په كم نظر ونه ګورو، بلكې هغو ته په يو ځانګړي ارزښت وګورو.

دا چې دا څېړنه او بحث د يوه خپلواك اثر ايجاد كوي، له زيات بحث څخه تېرېږم، يوازې د پښتنو په ټولنيز ژوند كې د شفاهي ادبياتو د ژانرونو پر اهميت، ټولونې او د ثبتونې پر اړتيا غږېږم.

پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د يرغل، په تېره د مجاهدينو او طالبانو له واكدارۍ نه وروسته تر دې وخت پورې د افغانستان د موزيم او په ټول افغانستان كې لرغوني تاريخي اثار لوټ او په باندنيو هېوادونو كې خرڅ شول. د طالبانو د واكدارۍ په وخت كې خو ډېر تاريخي اثار، په تېره بيا د بودايي دورې تاريخي او بې ساري بُتان يې مات او رېز مرېز كړل او د باميانو د تاريخ شهكار او له وياړه ډك بُُُُُتان يې په توپونو او هوانونو وغربول.

د افغانستان د لرغونو اثارو دغه ناوړه حالت د نړيوالو، په تېره بيا د يونيسكو پام ځانته راواړاوه، چې د افغانستان پاتې لرغوني اثار له وركېدو او ورانېدو څخه وژغوري. هغه چې په باندنيو هېوادونو كې خرڅ شوي دي، بېرته ترلاسه او د افغانستان موزيم ته وسپارل شي. رښتيا هم د تاريخي اثارو ساتنه او ژغورنه يوه تاريخي اړتيا ده او د وركېدو په باب يې هم تشويش د پام وړ خبره ده.

خو زما سره تر لرغونو تاريخي اثارو زيات تشويش، د سترې مانوي پانګې د وركېدو په باب دى، چې زموږ د پراخو پرګنو او ولسونو د فولكلور، شفاهي ادبياتو او اتنوګرافۍ ستره پانګه ده.

كه دغه لرغوني تاريخي اثار د نړۍ په هر موزيم كې موجود وي، شتوالى يې د افغانستان وياړ دى او په پراخ فكر سره انسان د مغزو او استعدادونو ښه بېلګه ده. كه تر مځكې لاندې وي، هغه لا ډېره ښه خبره ده، مځكه يې په خپله سينه كې ساتي او نه يې خيانت كوي.

دلته د افغانستان د علومو اكاډمۍ، د سرمحقق ډاكټر محمد اكبر مددي خبره راپه ياد شوه. د اطلاعاتو او كلتور وزارت په يوه غونډه كې د هغه وخت وزير، ډاكټر محمد انس ته يوه رئيس وويل: ?... د كيندنې او څېړنې له مخې دا پته لګېدلې ده چې د پكتيا ولايت په ميرزاكه كې ډېره ستره لرغونې خزانه موندل شوې ده، كه هغه راوايستل شي او د كابل په موزيم كې وساتل شي، څومره به ښه وي?. ډاكټر محمد انس په ځواب كې ورته وويل: ?... له موزيم نه تر مځكې لاندې ښه ده، هلته خوندي ده، مځكه امانت نه خيانت كوي. كه د انسانانو لاسته ورغله، بيا هغه خزانه والله كه خير وويني، پرېږده چې يو وخت يې په واقعي مانا انسان له مځكې نه راوباسي?.

تقريباً دېرش كاله وروسته هغه د ارواښاد ډاكټر انس خبره شوه؛ هغه ډېره تاريخي او لرغونې خزانه د انسان له خوا په ډېرې بېرحمۍ سره له مځكې راوايستل شوه او د همدې انسان له خوا چور او لوټ شوه.

زه پوره باور لرم چې يو وخت به نړيوال دغه اثار افغانستان ته وسپاري او يا به د هغو مثل جوړ كاندي، لكه چې دا اوس د باميانو د بُتانو پر ځاى د هغو د مثلونو د جوړولو خبرې اترې د ملګرو ملتونو، د يونيسكو او نړيوالو له خوا روانې دي.

كه د مولانا جلال الدين محمد بلخي دا هيله ?شيخ باچراغ همى ګشت ګرد شهر_ كز زدام و درملولم و انسانم ارزوست?، يو وخت ترسره شوه، هغه انسان به په پوره امانت دارۍ دا دنده په بشپړه توګه ترسره كړي، چې د شفاهي ادبياتو پراخه مانوي زېرمه، چې د پېړيو په اوږدو كې له منځه تللې ده، بيا ترلاسه كول يې ناممكنه ده، ځكه د شفاهي ادبياتو او د اتنوګرافۍ ستره زېرمه د دې هېواد د پراخو پرګنو او ولسونو په مغزو كې موجوده وه او موجوده ده. د دې پانګې بډايه خزانې د پېړيو په اوږدو كې له منځه تللې او د وركېدو په حال كې دي. په تېرو پېړيو كې د دغې مانوي پانګې ساتنې او راټولولو ته هېچا پاملرنه نه ده كړې، د دې ستر لامل بېسوادي ده. هغه دا چې خلك د دې مانوي پانګې په اهميت نه پوهېدل.

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د دغې مانوي پانګې زېرمې په ښارونو كې له منځه تللي، هغه پانګې او زېرمې، چې لا تر اوسه په كليو او بانډو كې، هغه هم د سپين ږيرو او سپين سرو مېرمنو په مغزو او سينو كې خوندي دي.

پخوا د خلكو د ساعتېري او پام غلطولو ښه وسيله له محلي موسيقۍ سره يو ځاى د نكلونو، لنډيو، سروكو او نورو شفاهي ژانرونو ويل وو. اوس چې د دغې موسيقۍ، نكلونو، لنډيو، سروكو، شعرونو، شوريو او نورو ژانرونو ځاى راډيو او ټلوېزيون نيولى، د ډش انټن او انټرنيټ صفحه ورپسې راروانه ده، پښتو شفاهي ژانرونه يې له ستر ګواښ سره مخامخ كړي دي. له دې كبله د افغانستان د علومو اكاډمي، د كابل پوهنتون، د اطلاعاتو او كلتور وزارت ډله ييزو نشراتو او د فولكلور او اتنوګرافۍ مينه والو ملي او وطني دنده ده چې د دغې مانوي زېرمې راټولولو ته ځانګړې پاملرنه وكړي او د هغو د خوندي كولو لپاره خاصې هلې ځلې او غونډې جوړې كړي.

له پورته يادونې سره- سره د شفاهي ادبياتو په راټولولو او ثبتولو كې بايد له پوره امانت دارۍ نه كار واخلي، هغه دا چې له ځانه يې ونه ليكي او يا دا چې له ځانه يې جوړ نه كړي. د دې لپاره چې د ژانر په ثبتونه كې د پوره امانت دارۍ مراعت شوى وي، هر ژانر بايد يو پېژندليك ولري، هر ژانر له پېژندليك پرته علمي بڼه نه لري. د پېژندليك بېلګه په لاندې توګه وړاندې كېږي:

د راوي: نوم، د پلار نوم، د نيكه نوم، نارينه، ښځينه، باسواد، بېسواد، د زده كړې كچه، قوم، كلى، ولايت، د ثبت ځاى، د ثبت نېټه، د راوي څېره او هم له راوي نه وپوښتل شي چې دا ژانرونه (نكل، كيسه، متل، لنډۍ...) دې له چا نه اورېدلي او هغه له چا نه اورېدلې دي؟

تر اوسه پورې د ځينو ليكوالانو له خوا د شفاهي ادبياتو لاندې ژانرونه پېژندل شوي دي:

1. نكلونه، كيسې

2. د نكلونو نارې

3. د ميندو سندرې

4. ترانې

5. د ماشومانو سندرې

6. د وړو مشاعرې

7. كيسۍ، چيستانونه

8. د لويانو سندرې

9. محلي پارچې

10. د اتڼ سندرې

11. بابولالې

12. د هوتكو نارې

13. كاكړۍ غاړې

14. فالونه

15. لنډۍ

16. سروكي

17. منظوم متلونه

18. متلونه

19. ساندې

20. لنډكۍ

21. د بي بي ستي سندرې

22. برغازى

23. سلسلې

24. چغيان

25. د ښادۍ سندرې

26. سنځرخېلې نارې

27. شوري

28. روايتونه او د ځينو نورو موادو ثبتونه، چې په اتنوګرافي، تاريخ او تاريخي جغرافيه پورې اړه لري، ثبتونه هم اړينه خبره ده، لكه د مختلفو قومونو او سيمو نرخونه، رسم او رواجونه، كركې كږنې، بوټو نومونه، د ځينو ځايونو په باب مختلف روايتونه.

په كندهار كې لومړى شخصيت ليكوال ارواښاد محمد ګل نوري دى، چې په درو ټوكونو كې يې د ملي هندارې په نامه نكلونه راټول كړي، چې لومړى په كابل او بيا په پېښور كې چاپ شوي دي، همدارنګه ارواښاد نوري د پښتو نورو ژانرونو په راټولولو او ثبتولو كې ډېر كار كړى دى. خو تر ارواښاد نوري وروسته په كندهار كې د ارواښاد نوري لار چا نه ده تعقيب كړې.

د كندهار له روڼ اندو نه زما جدي هيله دا ده چې دغه مانوي طلايي زېرمه، څه چې پاتې ده، په ثبتونه كې يې همت وكړي.


يادونه:

ما يوازې ?د پكتيا نكلونو? په نامه د هغه ولايت نكلونه په لسو ټوكونو كې ثبت كړي دي، چې دا كار بيا هم په هېڅ كې راځي.



حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

سرمحقق ميراحمد ګوربز











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us