څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook

پښتونثر دتاريخ په اوږدو کښې


دپښتو ژبې ادبى اثار يعنې نثرى او نظمى ټوټې او متن د اسلام نه مخکښې ښائى چې دځينو داخلى اوبهرنيو يرغلګرو په واسطه له مينځه وړل شوى وى خوهغه وخت چې دپښتونخوا په ارتو او پراخو سيموکښې غورى او سورى پښتنو شاهانو اوامراو د پښتو سره سخته علاقه پيدا شوه پښتوژبې دربارى مقام وموند . په ملتان کښې دپښتنو دلوديانو سلطنتى کورنۍ دپښتوشعر او ادب بيرغ پورته کړو پښتو ژبې ته ئې درانه خدمتونه وکړل کتابونه وليکل شول شاعران او اديبان په دربار کښې روزل کيدل او ددغې پښتنې کورنۍ دتشويق له امله پښتو ادب پوره وده وکړه . دپښتو ژبې لومړنے نثر دمحمدهاشم سروا‌ئى کتاب ( دسالو وږمه ) دے خوله بده مرغه ددغه کتاب کومه نمونه په لاس کښې نشته دپښتو نثر لومړے دوره چې د دريمې هجرى پيړۍ نه تر شپږمې هجرى پيړۍ پورې رسيږى او تقريباً درې سوه کاله کيږى داثاروله کبله کمزورې ده يوازې د١٣هـ په حدودو کښې دسليمان ماکو تذکره الاوليا څوپاڼې پيدا شوى دى چې ددې کتاب دلوستلو او څيړنو څخه وروسته بايدوويل شى چې دغه ډير قوى نثردے او داترې جوتيږى چې تردې دمخه هم په پښتو کښې دنثر زيات کتابونه ليکل شوى دى . ددې دورې وروسته ترزرمې هجرى يعنې لسمې پيړۍ پورې پښتو نثر په نسبت دلومړۍ دورې نه زياته وده کړې اوډير کتابونه اواثار پکښې ليکل شوىدى خوله بده مرغه ددغې دورې ټول اثار په لاس کښې نشته امادهغو اثارو له مخې چې همدا اوس شته ددغې دورې نثر دفکر او موضوع له پلوه کوم خاص بدلون پکښې نه دے راغلے تصوفى عرفانى او دينى افکار او خيالات په شدت سره راغلى دى ددغه سبک علمبرداران ميا روښان او اخوند درويزه دى که څه هم دغو دواړو فکرى مخالفت درلود خودليک دود له پلوه ئې لاره يوه وه . دزرمې هجرى پيړۍ نه وروسته دپښتو نثر لمن پراخه شوېده اوهر ډول کتابونه او مضامين پکښې شته دنثر په ليک دود کښې هم زيات تغير راغلے دے او د ساده نثررواج بيا قوت موندلےدے ددې دروې لوى علمبردار او لارښود خوشحال خان خټک دے ددغه ښاغلى مبارزې دمغولو سره د پښتو پرمخ يوارت ميدان پرانست اوددغه توريالى او پياوړى اتل اونابغه ټول پښتانه دننګ په ډګر کښې سره يو کړل او ددوى ديووالى لپاره ئې بې سارى مبارزه وکړه ددې روحيې په تقويه کولوخوشحال خان دتورې سره قلم هم ملګرے کړو اودپښتو نظم اونثرودې ته ئې ملاوتړله . خوشحال خان هغسې، چې د شعر او ادب په نړۍ کښې دلوئى نوم و شهرت خاونددے دنثر په نړۍ کښې هم يو لوئ اتل دے. ددغه دورې مشهور کتابونه دستار نامه، بياض، ګلدسته، قلب السير، تاريخ مرصع، کليله دمنه، علم خانه دانش، تاريخ اعثم کوفى، اختيارات ،بديعى، ادم خان ودرخانۍ ، نافع المسلمين اوبياض دى په دغه کتابونو کښې ځينې کتابونه له فارسۍ څخه په پښتو ترجمه شوى دى . په تاريخى کتابونو کښې تاريخ رحمت خانى ، رياض المهيت، عجايب اللغات، معرفت افغانى، پښتو تفسير، تفسير بدرمنير، خلاصته المريدان، پښتوګلستان، تحفت الاسير او فرهنګ ددې دورې له مشهورو کتابونو څخه دى دمعاصرې دورې دپښتو نثر يو لوئى قهرمان مولوى احمدنوميږى چې دګنګ پښتو خوږې قيصې ئې ليکلى دى او دسلطان محمود تاريخ ئې په پښتوترجمه کړےدے په دې دوره کښې پردې سربيره چې پښتوژبه دتاريخى دينى، قصحى او په اجتماعى ساحه کښې دزياتو اثارو اوکتابونو خاونده شوه دژبې دزده کړې لپاره هم لغوى اوګرامرى اثار ميدان ته راووتل . بله دوره چې ترې ١٣٠٠ هـ پورې رسيږى دقدوماسبک ته مراجعت دے د ابداليانو په دوره کښې يوبل منلے شاعر او ليکوال چې تقريباً داحمد شاه بابا هم عصر ؤنوم ئې ملااشرف يا ميا اشرف ياشاه اشرف ؤ دغه اديب چې د ادبى علومو په ساحه کښې ئې لوئى لاس درلود دميا روښان او اخوند درويزه نيم مصنوعى سبک بيا راژوندے کړو کوم چې د خوشحال خان خټک له خوا اصلاح شوے ؤ اما تردې دورې وروسته دنثر تحول او اصلاح يوه بله دوره چې له ١٣٠٠هـ کال نه شروع کيږى ددغې دورې مشهور ليکوال اوپوهه اديب منشى احمد جان دے چې دپښتو نثر په ساحه کښې ئې يو نوے باب پرانست . اوسنۍ دوره چې له ١٣٠٠ هـ څخه تراوسه پورې رسيږى په عمومى توګه ددغې دورې پښتو نثر زيات تحول کړے دے اود نثر په لفظى او معنوى خواو کښې پوره بدلون وتغير راغلے دے ددې دورې په اوله برخه کښې که څه هم کتابونه لږ اوليکوالان د ګوتو په شميردى خو دفکر بيدارۍ اوپښتو دژوندپلوشې په ځليدو راغلى اودپښتونخوا سيموته دنوى تمدن وړانګې راخپرې شوى دى ددې دورې داولې برخې نوميالى ليکوالان او دنثر غښتلى قهرمانان منشى احمد جان او قاضى مير احمد شاه رضوانى دى دوئى په پښتونثر کښې ديو نوى طرز اوسبک اساس کيښود چې پښتوليکوالى ئې داولس اوخلقوله معيار سره نزدې کړه نعمان الدين احمدکاکاخيل دابن بطوطه سفرنامه اوقاضى عبدالقادر پيښورى عسکرى نومونه او اصطلاحات له انګليسى څخه په پښتوترجمه کړل . دقاضى ميراحمدشاه رضوانى اثار لکه شکرستان افغانى، بهارستان افغانى کتابونه دنوى نثر اونوى اسلوب بنسټ پوخ کړودامير شيرعلى خان له زمانې څخه وروسته دغه طرز حرکت مخ په وړاندې لاړ دغه ددې عصر لومړنۍ دوره وه چې يو مدنى حرکت ئې شروع کړو . ددې دورې په دويمه برخه کښې چې دافغانستان د خپلواکۍ له وخت څخه پيل کيږى دفکر پراختيا دويښ نهضت او داستقلال طلبۍ د ارزوګانو په وجه دليکوالو او مولفينو ملکفيت زياتيږى د مرحوم اعلىحضرت امان الله خان په دوره کښې دپښتوپالنې اومليت غوښتنې جذباتو په مقصد لومړۍ رسمى ټولنه د پښتو مرکه په نامه جوړه شوه . دمحمدنادر شاه په دوره کښې دپښتوژبې تقويې او پراختيا لپاره ادبى برخه کښې لومړے په قندهار کښې دپښتوژبې لومړنے انجمن جوړشو دپښتو اديبانو د تحولاتوپرمختګ لپاره دغه ادبى انجمن ديوې اکاډمۍ په صورت جوړ اوديوې اساس نامې په موجب ئې رسماً د پښتوټولنې په نامه کار پيل کړو.


حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

پوهنيار محمدصابر











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us