څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

پښتون-افغان:تاريخی سابقه اوريښه


په لرغونو شرقی آثارو کې (پښتون) معمولاً (دافغان) په نامه ياد شوی دی، خو يو شمېر غربی پوهان په دې عقېده دي چې دپښتون دکلمې سابقه تر افغان نه اوږده ده. او څه باندی څلور سوه کاله پخواله ميلاده ديونان ستر مؤرخ هېر دوتس (۴۸۶-۴۲۶ق م) په خپل تاريخ کې پښتانه دپختويس يا پکتويس په بڼه ذکر کړي دي. دغه راز دوی وايی چې دپښتنو دملک يا پښتونخوا نوم هم همدومره زوړ دی او هېر دوتس په خپل همدې اثر کې دپکتيکا يا پکتويک په شکل ياد کړی دی. ددې پوهانو استناد، اکثره دهيردوتس دتاريخ پدالاندې عباراتو شوی دی:


( داريوش دوه تنه ددې خبرې دمعلومولو دپاره وګومارل چې اباسيند چېرته په سمندر ور ګډېږی.دغو دوو تنو خپل کار دکسپتيروس له ښاره او دپکتيکاله هېواده شروع کړ) (۱)


(نور هنديان هم شته چې دکسپتيروس له ښار او دپکتيکا له هېواد سره ګډ سرحد لري، [او] دنورو هنديانو شمال ته ميشته دي.) (۲)


پختويس پوستينونه اغوستي وو او وطني لېندۍ او تورې يې ګرځولې (۳) هنري بيلو، هنری لوونتال، اولاف کرو، او دلنګوسټک سروې آف انډيا مولف جورج ګريرسن دهېردوتس په پورته عباراتو کې د (پکتيکا) او (پختويس) الفاظ په ترتيب دنننۍ پښتونخوا او پښتون دکلمو معادل ګڼي (۴).


جورج ګريرسن دپښتون کلمه دآريايانو دزاړه کتاب، ريګوېدا، دپکتاس. له کلمې سره هم مقايسه کوي او ليکی چې دا دوه کلمې په ډېر غالب ګومان سره يوشی دي. (۵)


همدا پوهان دهيردوتس(اباروتی) له پښتنو (اپرېدو) سره يو شی ګڼي (۶) او معروف نارويژن ژبيو مارګنسټرن،هم وايي چې په صوتي لحاظ دا ممکنه ده چې(اپاروتي) او (اپريدی) سره يو شی وي (۷).


کرو لکه يو شمېر نورو پوهانو غوندې کسپتوروس ياکسپتيروس، چې دهېردوتس په پورته عباراتو کې دپکتيکا له هېواد سره يو ځای ديو ښار په توګه ياد شوی دی، له ښايسته اوږده بحث نه وروسته پېښور بولي او دا ددې خبرې يو بل دليل ګڼی چې دهېردوتس پکتويک يا پکتيکا هرو مرو پښتونخوا ده. (۸).


ځينې پوهان، لکه مارګنسټرن بيا دا نظريه ردوي چې دهيردوتس (پکتويس) ننۍ پښتون دی. دی ليکی: (لېسن او له هغه نه را وروسته نورو [پوهانو] پښتون دهيردوتس پکتويس بللی دی او دا فريدو نوم يې د [هير دوتس] له اپاروتي سره معادل ګڼلی دی.....دا وروستۍ خبره کيدی شي چې رښتيا وي، خوپه هيڅ صورت يقيني نه ده. مګر لومړۍ خبره بايد په فونالوجيکی او نورو دلايلو رد شي. (۹)


( موږ دمارګنسټرن ددې خبرې او ځينو نورو کمزورو تذکراتو په باره کې دهمدې فصل په پای کې يوه يادونه کې په يو څه تفصيل غږيدلی يو او دپښتنو دتاريخي مطالعې دځينو ټکو دپوره وضاحت په خاطر په دې ارزې چې لوستونکی يې يو وار له نظره تېر کړي).


کوم مطالب چې تردې ځايه په ډېر لنډډول يادشول، له هغو نه دا څرګنده شوه چې يو شمېر څېړونکی او معروف پوهان هېردوتس دپکتويک او پکتويس الفاظ له پښتونخوا او پښتون سره يو شی بولي او وايی چې دا دوه نومونه تخمين دوه زره کاله پخوا په لرغونو يوناني آثارو کې يادشوي دي.


اما د (افغان) دلفظ په باره کې ديو شمېر محققينو عقيده داده چې دا کلمه تر ټولو دمخه دايران دنقش رستم په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درې يمه ميلادي پېړۍ کې دساسانيانو ديوه واکدار، لومړي شاه پور،په هدايت په پارتی او يونانی ژبو ليکل شوې ده.


(شپرنګ لن) په خپل هغه مفصل مضمون کې چې عنوان يې لومړنی ستر شاهپور دزردشت پر کعبه باندې دی، ددغې کتيبې دتشريحاتو په صمن کې يو ځای ليکي چې دی ددې کتيبې د (ابګان) يا (اوګان) کلمې ته دمعاصر (افغان) له نامه نه بهتر معادل لفظ نه شی پيدا کولی. (۱۰)


اولاف کرو وايی ددې دوو کلمو دارتباط ملاتړ دا حقيقت هم کوي چې دشاهنشاه شاهپور ډېر ملازمان هرو مرو هغه خلک وو چې دايران ختيځ ته پرتو سيمونه يې استخدام کړی وو. کرو همدغه راز وايی چې دساسانيانو يو امپراتور، درې يم شاهپور، هم د( اپاکان) په نامه چې (ابګان) ته بېخی ورته کلمه ده، يادشوی ؤ. کرو په پای کې وايی په (افغان) باندې د(ابګان) او (اپاګان) بدلېدل يو عادي امر دی او دا ټکی سړی دې ته رابولی چې ددرنو افغانانو اسلاف په همدا ساسانيانو او دهغوی په مسرانو کې ولټوي. (۱۱)


مګر ځينې نور محققين لکه ورتن ګريګورين بيا دنقش رستم د ( ابګان) او (افغان) دکلمو ارتباط او يووالی ته دشک په نظر ګوري او وايی چې سړی بايد ددغو کلمو په لفظی ورته والی باندې ونه غوليږي. ځکه دی وايی دپنځمې ميلادی پېړۍ په پرله پسې ډول همې ته ورته نومونو باندې ياد شوي دي. (۱۲)


اما بايد وويل شي چې که دنقش رستم کتيبه ګې د (ابګان) کلمه ارمنيانو ته راجع وي نو بايد چې د (الوان) يا (اغوا) په شکل ثبت شوي وي نه دا چې د (ابګان) يا (اوګان) په شکل. ځکه کوم غربی مؤلفين لکه کروسنسکی، بيلو او نور چې دافغانانو او ارمنيانو په قومی ارتباط ډېر پخوا غږيدلي دي هغوی داسې ښيی چې په لومړي سرکې ارمنيان د (البان) په نامه يادېدل. خو وروسته دا کلمه په (اغبان) يا (اغوان) بدله شوه.


کروسنسکی پدې ارتباط ليکی: (اغوانان اصلاً دشېروان [اويا هغه] ولايت وو چې په قديم کې دسترې البانيا په نامه يادېده......[داغوانانو] نوم خپله ددې ښکارندوی دی چې دوی اصلاً دالبانيا دي. ځکه په البانی ژبه کې زموږ دلام توری د(غ) په توري بدلېږي. او زموږ (ب) د (و) په کانسوننټ بدلېږي او پدې ډول د البان له کلمې نه اغوان جوړ شوی دی.) (۱۳)


بيلو هم داخبره کوي او وايی د (اغوان) نوم اصلاً لرغونو روميانو په ارمنيانو ايښی دی. دی وايی څرنګه چې ارمنيان دقفقاز په غزنۍ سيمه کې اوسېدل او په لاتينی کې ( غره) ته (البه) ويل کېږی نو روميانو دارمنيانو وطن د( البانيا) يعنی غرنی ملک په نامه ياد کړ او خپله ارمنيان يې (البان) يا (الوان) يعنی دغرني ملک اوسېدونکی وبلل. بيلو وايی چې همدغه (البان) بيا په (اغوان) بدل شو. (۱۴)


نو که دنقش رستم دابګان کلمه دآذربايجان لرغونو اوسېدونکو ته راجع وي بايد چې داالبان، اغبان يا هغوان په بڼه ليکل شوې وي نه داچې داګان يا اوګان په بڼه.


ځينې وتلی پوهان دجورج مارګنټرن په شمول، بيا پدې عقيده دي چې د (افغان) نوم دلومړی ځل دپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوګانه) په شکل ذکر کړی دی. (۱۵)


دا منجم په خپل هغه اثر کې چې دشپږمې ميلادي پېړۍ په اوايلو کې يې تأليف کړی او (بړات-سنهيتا) نومېږي، يوځای ليکی:


(دا لاندې دلکۍ لرونکي ستوري په قلمرو کې شامل دی: غرني سنګرونه، پهلويان، څويتان،هونان،کولان،افغانان.....او غير عادل او جاه طلبه خلک.) (۱۶)


(دلته دا خبره ديادونې وړده چې (اچ. کرن) چې (بړات-سنهيتا) يې ان په کال ۱۸۶۹ کې په انګريزی ترجمه کړې ده، د(اوګانه) لفظ د (افغان) په شکل ليکی دی او دادې معنا لري چې کرن بېخی متيقن ؤ چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ او دافغان نوم بېخې سره يو شی دي.)


جورج ګريرسن هم وايی چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ په زياتره اطمينان دافغان له کلمې سره يو شی ګڼل شوی دي. (۱۷) ځينې غربی محققين وايی چې یوه چينی زائر هم دخپل هغه سفر په خاطراتو کې د(افغان) يادونه کړې چې داومي ميلادی پېړۍ په اوله نيمايی کې يې کړی دی.


اګزانډر کننګهم دهند لرغونې جغرافيه کې (داوپوکین يا افغان) تر عنوان لاندې ليکی: (چينی زائر هون څانګ او-پو-کين يوازې يو ځل په يوه لنډ عبارت کې ذکر کړی او دهغه موقعيت يې دفلنه [بنو] او غزنی تر منځ دبنو شمال غرب او د غزنی جنوب غرب ته ښودلی دی.) (۱۸)


کننګهم لږ وروسته بيا ليکی: (زه تقريباً متيقن يم چې دهون څانګ داپوکين مطلب هرو مرو افغان دی. داو-پو-کین کټ مټ معادل به اوګان وي. ځکه دچينی ژبې په سېلابونو کې دافغان لفظ تردې نه په زياتر صراحت نه شی ادا کېدلی.....اوکه خبره داسې وی نو داتر کومه حده چې ماته معلومه ده، دافغانانو تر ټولو نه قديم ذکر دی.) (۱۹)


د کننګهم له يادونو نه وچته ښکاری چې ده ته دانه ده معلومه چې په (بړات-سنهیتا) کې هم داوګانه کلمه راغلې ده. اما کوم معادل لفظ چې دچينی ژبې د (اپوکين) دپاره ښيی هغه د (بړات-سنهيتا) له اوګانه سره تقريباً بيخي مطابقت لري.


د کننګهم له خبرونه داهم ښکارې چې هون څانګ داو-پو-کين يا افغانه کلمه دهغې په لغوی مفهوم دافغانانو د ملک په معنا استعمال کړې ده او بايد وويل شی چې داکار ډېر راوروسته هم وی دی.


ازرقی هروی دپنځمې هجری پېړۍ داولې نيمايی شاعر او دسلجوقيانو دکورنۍ مداح په هغې قصيده کې چې دآلپ ارسلان محمد سلجوقی دزوری، طغانشاه (مرګ: ۳۶۵ هجری) په ستاينه کې يې ليکلې ده وايی:


زهری ګرسوی افغان شوی ای بادشمال


باز ګويی زهری پېش ملک صورت حال (۲۰)


دا چې د(افغان) لفظ په لرغونو غير اسلامی آثارو کې څه وخت او په شکل راغلی دی، پدې باره کې قاطع او يقينی حکم ، يو څه احتياط غواړي. خو په اسلامی آثارو کې دانوم ان له قديم نه په بېخی صريح او متواتر ډول همدا دافغان په بڼه ثبت وی دی.


څرنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلي دي، دافغان نوم لږ تر لږه زر کاله پخوا په همدا نننی شکل په حدودالعالم کې ذکر وی او وروسته له هغه نه اسلامی مؤلفينو په پرله پسې ډول ياد کړی دی. اما دپښتون لفظ په اسلامی آثارو کې ډېر وروسته ثبت شوی دی.


ترکومه حده چې ماته معلومه ده داسلامی دورې پخوانی معلم اثر چې دپښتون کلمه بيا بيا پکې راغلې ده، هغه دا خوند دروېزه مخزن الاسلام دی چې د ۱۶۰۳ او ۱۶۱۲ ميلادي کلونو تر منځ ليکل شوی دی. اخوند دروېزه يو ځای کله چې دروښان پېر دزوی، جلاالدين په باره کې غږېږي ليکي:


( دغه لاپه يې په خوله کړه چې پادشاه دپښتنو يم ، پښتنو لره به ښه کړم ، پښتانه راپسې ځئ........پښتنو ټولی پرې وکړ...پښتون درست پده زبون شه....مغا ګډ په پښتانه شو. دجلال له بده پېله ګل پښتون مغل په دار کړ.) (۲۱)


مخزن په پښتو ليکل شوی دی او يقين ته نژدې ګومان دادی چې که دپښتنو په باره کې له مخزن نه وړاندې ليکل شوي آثارو په پښتو وي، نو دپښتون کلمه به په هغو کې هم راغلې وي. ځکه خپله پښتانه ځانونه پښتانه بولی. خو خبره داده چې کوم اسلامی آثار چې په نورو ژبو ليکل شوي دي، په هغو کې پښتانه له ډېر قديم نه (افغانان) بلل شوي دي او په پخوانو اسلامی آثارو کې يې ملک هم، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اتم فصل کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي، د (کشور افغانی) ، (مرزافغان) (حدافغان) او (افغانستان) په نامه ياد شوی دی.


البته تاريخی شواهد داسې ښيی چې د (افغانستان) غيرپښتانه اوسېدونکی هم له ډېر پخوانه دغه ګډ کور ته منسوب اود (افغانانو) په نامه ياد شوي دي.

حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

پوهاند دوکتور حبيب الله تږی











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us