څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

جبال الافغانيه، کشور افغان، روه، پښتونخوا


يو شمير مؤلفينو او د تاريخی مطالبو شاګردانو داسی انګيرلي ده چی ګوندی د افغانستان نوم داتلسمی پيړۍ له نيمايی نه رادی خواته رواج شوی دی. خو د زړو اسلامی آثارو له مطالعی نه داسی ښکاری چی ( افغانستان ) دافغانانو د ملک په معنی له څوارلسمی ميلادی پيړۍ نه پخوا هم معمول دی .


انګريز مستشرق هنری والټر بيلو په خپل هغه اثر کی چی د افغانستان د قوم پيژندنی مطالعه نوميږی او په کال ۱۸۹۱ کی يی پای ته رسولی دی، د هغی پراخی سيمی د حدودو له ښودلو نه وروسته چی دده دوخت افغانستان جوړوی، ليکی :


( د افغانستان نوم....په نوی عصر کی ايرانيانو را ايستلی دی...که څه هم چی افغانان په تاريخ کی ان داتمی (ميلادی) پيړۍ له سر نه رادی خوا ته د يوه ځانته ولس په حيث پيژندل شوی دی، خو هيواد يی داتلسمی ميلادی پيړۍ تر نيمايی يعنی هغه وخته پوری پدی نامه نه و ياد شوی چی د خپل يوه پښتانه پاچا په مشرۍ خپلواک هيواد شو. نادرشاه افشار چی داسيمه يی د فارس په قلمرو کی داخله کړه، لومړنی شخص و چی (ددی ساحی) شمالی برخه يی د هغی د اوسيدونکو داکثريت له امله افغانستان وبلله او جنوبی برخه يی په همدی دليل د بلوچستان په نامه ياده کړه) (۱)


لکه څنګه چی ډاکتر حسن کاکړ پخپله يوه رساله کی ليکی، د افغانستان معروف ليکوال احمد علی کهزاد هم يو ځای وايی چی افغانستان يو تازه او بيخی نوی نوم دی او ګذشته يی له ۱۵۰ کاله نه وړاندی نه ځی . (۲)


يو ايرانی ليکوال، محمود افشار يزدی، بيا بيخی بلا کوی او وايی چی د افغانانو هيواد دنولسمی پيړۍ په وروستيو وختو کی د افغانستان په نامه ياد شوی دی. دی ليکی :


(کوم هيواد چی د افغانستان په نامه ياديږی او د ايران د شرقی سيمی په يوه برخه او د خراسان په ولايت کی جوړ شوی،په تاريخ کی سابقه نه لری......او څرنګه چی يو شمير افغانی امر اوو دنولسمی پيړۍ په وروستيو وختوکی پدی سيمه باندی تسلط پيداکړی او يو څه موده يی حکمرانی پری کړی ده، نو له دی امله دا ځای د افغانانو دولت او وروسته افغانستان بلل شوی دی. ) (۳)


ظفر کاکا خيل هم وايی چی د چنګيز خان له وخت نه نيولی بيا د بابر تر وخته څه چی تر دی نه څه وروسته زمانه کی هم (د افغانستان څه بيل تاريخ نشته او نه په هغه زمانه کی دا وطن پدی نامه مشهورو.) (۴)


اما معتبر اسلامی آثار ښيی چی د (افغانستان) نوم د افغانانو د ملک په مفهوم له اتلسمی پيړۍ نه ډير پخوا معمول و او کومه ساحه چی شمال ته دامو ترسينده، جنوب ته د عربو د بحيری د غاړی تر حدودو پوری،غرب ته ترکرمان او شرق ته تر حسن ابداله پوری رسيږی، کله د هغی يوه يابله او کله يی تقريبا ټوله برخه د (افغانستان) په نامه ياده شوی ده. خو بايد وويل شی چی افغانانو ته منسوبه سيمه تل او يوازی د افغانستان په نامه نه ده ياده شوی ده، لکه (جبال الافغانيه) يا (جبال الافاغنه)،(کشور افغان)،(حدافغانيان)،(مرزافغان)،(افغان)،(روه)او(پښتونخوا) .


دلته به موږ اول پداوروسته نومونو و غږيږو او بيا به د (افغانستان) د کلمی په سابقه او مفهوم بحث وکړو .


ترکومه حده چی ماته معلومه ده ابوريحان بيرونی د اسلامی دوری لومړنی مؤلف دی چی د (جبال الافغانيه) ذکر کوی. دی لومړی په خپل معروف اثر،دهند تاريخ،کی چی ليکنه يی په کال ۴۲۱ کی پای ته رسيدلی ده، دلرغونی هند د غربی سرحد په غرنی سيمه کی افغانان ميشته ګڼی او ليکی چی ددوی مختلف قبايل د سند تر ګاونډه خپاره دی . (۵) همدی وروسته بيا په يوه بل اثر (صيدنه) کی چی د ۱۰۵۰ ميلادی په شاوخواکی يی ليکلی دی داسيمه دوه واری د جبال الافغانيه په نامه يادوی .


يو ځای داسطو خوذوس د توضيح په ضمن کی ليکی چی (بهترين ډول يی هغه دی چی شنی پاڼی لری.....دانوع ددهک (۶) خواته،دهند د خاوری د پرشاور (پيښور) او د جبال الافغانيه تر منځ شنه کيږی.) (۷)

په همدی اثر کی يو بل ځای د زيتون د معرفی په ترڅ کی ليکی: (وحشی زيتون چه جبال الافغانيه کی (انګريزی مترجم د جبال الافغانی معنا د افغانستان غرونه ليکلی ده.) شين کيږی، وړی دانی لری.) (۸) شيخ ربوه (وفات ۷۲۷ هجری) ښايسته وروسته هم دغه سيمه جبال الافاغنه بولی او ليکی چی (دريم اقليم د چين له شمال ختيځه......اوله جبال الافاغنه (۹) او ملتان نه ترسنده پوری امتداد لری.) (۱۰) دغزنويانو د عصر ستر قصيده ليکونکی، مسعود سعد سلمان، (۴۴۸-۵۱۵) هجری بيا د افغانانو ملک د کشور افغان په نامه ياد کړی دی. دی د غزنويانو د عصر د يوه ستر سالار، علی خاص، په ستاينه کی وايی:

شکسته ګشت به تيغ تو لشکر کفار

خراب شد به سپاه تو کشور افغان (۱۱)


اما دشهنامی د ملحقاتو ورک نومی شاعر چی د ژوند وخت يی شپږمه هجری پيړۍ ټاکل شوی ده، هلته چی له يوه افغان مشر،کک،سره درستم جګړه بيا نوی، د افغانانو ملک د مرز افغان په نامه يادوی او درستم له خولی ليکی:

همه مرز افغان به هم بر زنم

بدين دژ زکين آتش اندر زنم (۱۲)


محمد بن محمود بن احمد طوسی، چی عجايب المخلوقات يی په همدی پيړۍ کی يعنی له ۵۵۵ نه تر ۵۶۲ هجری پوری ليکلی دی، د افغانانو ملک دحد افغانيان په نامه يادوی او ليکی چی (دافغانانو په حد کی د زغويو ځنګل دی چی په هغه کی داسی يوه ونه ده چی پنډوالی يی اووه لس ارشه دی........دا د برهمن ونه بلل کيږی او افغانان سجده ورته کوی.) (۱۳)


داسی ښکاری چی په پخوانو آثارو کی کله د افغانانو ملک يوازی داوغان په نامه هم ياد شوی دی .


ازرقی هروی د پنځمی هجری پيړۍ داولی نيمايی شاعر او د سلجوقيانو د کورنۍ مداح په هغه قصيده کی چی د آلب ارسلان محمد سلجوقی دزوی،طغانشاه،(مرګ ۴۶۵ هجری) په ستاينه کی يی ليکلی ده وايی:

زهری ګرسوی افغان وی ای بادشمال

باز ګويی زهری پيش ملک صورت حال (۱۴)


د پورته يادونو په نتيجه کی سړی په پوره اطمينان ويلی شی چی د افغانانو ملک له سوونو کلونو نه رادی خواته د جبال الافغانيه،کشور افغان،مرز افغان، حد افغانيان او افغان په نامه ياد شوی دی. خو بايد تأکيد وشی چی دا کلمات ټول په لغوی معنا استعمال شوی دی، نه دا چی په سياسی معنا يا په بل عبارت دانومونه فقط دافغانانو د مېنی معنا لری او پداسی کومه ساحه نه دی اطلاق شوی چی هغه دی سياسی حدودو محدوده کړی وی. خو دا سيمه په همدا لغوی مفهوم هم هغه ځمکه ده چی داسيدونکو اکثريت يی پښتانه ياافغانان دی ، مګر ډير نور قومونه هم،مسلماً په همدا يوه مېنه کی ورسره شريک او ميشته دی.


يوبل نوم چی په ښايسته پراخه اندازه دافغانانو ياپښتنو په ملک اطلاق شوی هغه روه دی.


منستوارت الفنستن دروه په باره کی وايی چی دا کلمه په پنجابی کی د غره معنا لری اوده په ځينی انګريزی کتابونو کی ليدلی ده مګر اوريدلی يي نه ده. دی وايي چی افغانانو ته دانوم د هغو کتابونو له لاری وررسيدلی دی چی په هند کی ليکل شوی دی. (۱۵) خو هنری راورټی وايي چی هر څوک چی په ديره جاتو کی ديره شوی وي هغه ته به روه د خپل کور ديوه لوښی ياکالی په شان اشنا نوم وي. مګر کومو انګريزانو ته چی دا موقع نه ده پيدا شوی چی دومره د غرب خواته ماموريت وکړي، هغوی به زيات ورسره بلند نه وي. (۱۶)


هنری بيلوبيا وايي چی هنديان د افغانانو ملک روه بولی او روه په هندي کی د غره معنا لری. دروه اوسيدونکو ته روه والا ياروهيله يعنی دروه اوسيدونکو وايي. (۱۷)


اولاف کرو وايی دروه کلمه چی دافغانانو د ملک په معنا استعمال شوی په جنوبی پنجابی ژبه کی د غره معنا لری او د ملتان او ديره جاتو د بلوچانو قبايل يی هم استعمالوی. (۱۸) خو کله چی مادامريکا غږدهندی او اردو خپرونو له غړونه پوښتنه وکړه هغوی وويل چی درو کلمه نه په هندی کی د غره معنا لری او نه يی په پنجابی ژبه کی د غره په معنا اوريدلی ده.


تر ټولو نه پخوانی تحريری سند چی ما دروه نوم پکی ليدلی هغه تاريخ داؤدی دی چی عبدالله له کال ۱۵۷۵ نه تر کال ۱۵۷۶ ميلادی پوری تأليف کړی دی. عبدالله دروه نوم د شيرشاه د حالاتو د بيان په ضمن کی يادوی او ليکی: (کله چی سلطان بهلول سلطنت ته ورسيد، له روه نه يی چی د افغانانو ټاټوبی دی، ډير افغانان راوغوښتل....د فريد نيکه چی نوم يی ابراهيم ؤ، له روه نه هندوستان ته راغی.) (۱۹)


د هند د مغلو د عصر ډيرو نورو مؤلفينو هم د روه نوم ياد کړی دی. يو له دغو مؤلفينو نه عباس سروانی دی چی تاريخ شير شاهی يی له کال ۱۵۷۹ ميلادی نه لږ څه وروسته ليکلی دی. دی روه د افغانانو د ملک په توګه په مکرر ډول يادوی او يو ځای د هغه فرمان له يادولو نه وروسته چی ملک بهلول هند ته د پښتنو مشرانو وربللو لپاره صادر کړی دی ليکی: (کله چی دا فرمان ورسيد افغانان.... د روه له ټولو برخونه ډله ډله [هندوستان] ته...راغلل. ) (۲۰)


خواجه نظام الدين احمد هم چی طبقات اکبری يی له کال ۱۵۹۲ نه تر کال ۱۵۹۴ پوری ليکلی دی د روه نوم اخلی او ليکی: (کله چی سلطان بهلول قدرت ته ورسيد ډير زيات شمير افغانان يی له روه نه چی د افغانانو ملک دی، راوغوښتل.....) (۲۱)


په تاريخ فرشته کی (تأليف: ۱۶۰۹ ميلادی) هم د روه نوم په مکرر ډول ياد شوی دی. يو ځای راغلی چی (دسوريانو د کورنۍ يو غړی....د روه په افغانانو کی ميشت شو.) (۲۲)


خواجه نعمت الله هروی هم د روه کلمه بيا بيا استعمال کړی ده او يو ځای د سلطان شهاب الدين د فتوحاتو دبيان په ترڅ کی ليکی چی(دری يم وار يی د افغانانو د قبايلو دولس زره.....سواره له ځان سره راوستل.....سلطان شهاب الدين دا خلک د روه په غرنۍ سيمه کی ان د ملتان تر سرحد آباد کړل. (۲۳)

حاجی محمد راحت

از کتابخانۀ:

حاجی محمد راحت

نویسنده:

پوهاند دوکتور حبيب الله تږی











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us