څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

د هیلو غورځنګ


د سینی یو سوی آه یم، زه د ساز د سوز آهنګ یم
نه رباب یم نه مضراب یم، اهتزاز د تار و چنګ یم

دا انګړ دی بی بنیاده اوږد مزل لنډ یی منزل دی
ویښوم کاروان د دهر، د جرس د نارو شرنګ یم

ډېری لاری می وهلی په طلب کی ستا د حسن
امید تل را سره مل دی ځکه ستا د در ملنګ یم

مات کچکول می دی نیولی دروېزه ستا د دیدن کړم
نه شاهی راسره زیب کا، نه په خیال کی د اورنګ یم

د آزاد خاطر لپاره بند و بار منلی نشم
ستا د زلفو زولنو کی بند په لړ کی د لونګ یم

نه خرقه می د سالوس شته نه زنار لرم پر غاړه
رسم و رنګ پر ما حرام دی له ریا نه په زړه تنګ یم

زه نه باغ یم نه بانډه یم نه وږمه د سپین سبا یم
د بېدیا لری افق کی زه سراب غوندی بیرنګ یم

پاس په هسک کی ځلاند ستوری اتڼونه کړی څرخېږی
دی طواف د کائیناتو کی د هیلو جوړ غورځنګ یم

کله ټال د اندېښنو یم آسمانونو ته ختلی
یا ګوډ عقل په لکړه، ناست پر غاړه د ګړنګ یم

له اضدادو سره مل یم، د رنځ رمز په کی څېړمه
نه د دیر او دین په دود یم نه دلیل سره په جنګ یم

نه څه وایم نه څه اورم د هستی د زړه سکوت یم
په حضور کی حال او قال یم، د غیاب د غبار زنګ یم

نه زه کرښه د کتاب یم، نه کاغذ سپین له حیرته
زه په زړه کی ویښ الهام یم د قلم د ژبی رنګ یم

هسی ګوره ستانیزیه د عدم څه اثر نشته
تش غبار یم د هنداری له اثبات نه ډېر په ننګ یم

۱۰۰۶۰۳ - ۱۵۰۸۰۹

داکتر زمان ستانیزی

از کتابخانۀ:

داکتر زمان ستانیزی

نویسنده:

داکتر زمان ستانیزی











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us