څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook

پښتو


د ژبنی سیاست، اولسی حساسیت، او ادبی رقابت په ډګر کی

(لمړی برخه)

د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه

سریزه:

دغه مضمون د یوی علمی څېړنی، تاریخی تحلیل، او ادبی نقد په توګه پر تاریخی استناد، د ژبپوهی پر اصولو ولاړ او د ټولنیزو مراودو په اعتبار لیکل شوی. له پښتنو خویندو او ورڼو نه هیله من یم چی په سالمه فضا کی یی پر مطالبو تعمق او ژور فکر وکړی، تجویزونو او لارښوونو ته یی په غور وګوری، او په سړه سینه یی له روحیی سره د پښتو او پښتنو د پرمختګ د لاری مل شی څو پښتانه د پوهی او تعلیم او تعمیم له لاری د خپلی ژبی په ادب پالنه، د شعر په ښکلا، او د ژبی د کلام په ښایستونو کی خپل تفکر او خیال ولمبوی او خوند ور څخه واخلی څو پښتو او پښتانه د د ژبی د دود او دستور په رڼا کی خوندی او بسیا شی.

(د پښتو او درّی یا پارسی ژبی په اړوند مرتبط مضمون د «دری یا فارسی» تر عنوان لاندی د شینکی آسمان په ویبپاڼه کی لوستلای شی.)


د ژبی د سیاست او د سیاست د ژبی اروپای ریښی

په اروپا کی انګریزان پر خپل دولت او حکومت ډېر نازېږی، فرانسویان په خپله ژبه، او آلمانان په خپل قومیت او نژاد نازېږی. د شلمی پېړۍ په پییل کی چی د بریتانیا د امپراتوری د زوال نښی را څرګندېدی، انګریزانو امریکایان د خپل ژبنی تمدن وارثان کړل.

فرانسی الجزایر او تونس «له مدیترانی آخوا فرانسه» وګنل. فرانسویانو د الجزایر او تونس عربی او بربری ژبی او د هغوی اسلامی هویت داسی تر پښو لاندی کړ چی عربی لیکنه د قانون خلاف و ګڼل شوه او خلکو باید یوازی په فرانسوی خبری کړی وای. فرانسویانو دغه چالچلند د ترقی، مدنیت، او عصریت پر نامه په خلکو باندی خرڅاوه. تر اوسه هم الجزایریان او تونسیان د خپلی مورنی ژبی یعنی عربی په نسبت په فرانسوای ژبه کی ښه فصاحت لری.

آلمانانو چی مستعمری یی نه درلودی په اروپا کی یی د آلمانی (آریایی) قومونو د نژادی برتری سیاست پلوی اعلان کړ او د نژادپالنی بازار و غوړاوه چی په نتیجه کی یی دوه «نړیوال» جنګونه رامینځ ته شول. هر اروپایی هیواد، د روسیی په شمول، غوښتل د خپلی ژبی او نژاد د تفوق ذهنیت د تبلیغاتی جنګ له لاری پر نورو ومنی. دغه چالچلند ډېر ژر د سیاست له ډګر نه د ثقافت، ژبی، او نژادپالنی میدان ته را وویستل شوه چی په نتیجه کی یی سیاست له نژادپالنی سره وپییل شو او د ژبی تفوق او لمانځنه له آیدیولوژی سره و تړل شوله.


د نازی المان د نژاد پالنی تاثیرات په ترکیه، ایران، او افغانستان باندی

د تاریخ په دغه مقطع کی غیر اروپایی ولسونو د اروپایی تمدن تقلید ته په درنه سترګه کتل او هغه یی د ترقی او سیاسی پرمختګ نښی بللی. د اروپایی استعمار او اروپایی نژادپالنی د تضاد له ترادف نه په اسلامی هیوادو کی یو متوازن حرکت را مینځ ته شو چی په نتیجه کی یی ترکان، پارسیان، او افغانان چی له روسیی او انګرایزانو سره یی تاریخی دښمنی درلوده د خپلو دښمنانو له دښمن یعنی آلمان (او په نسبی توګه له فرانسی) سره پلوی غوره کړه.

په دغه سیاسی دوره کی اجتماعی، سیاسی، او اقتصادی پرمختګ در غرب ګرایی په تله تلل کېده چی ترکیی، ایران، او افغانستان د لوېدیزو هیوادونو په تقلید کی یو له بل سره رقابت او سیالی کوله. په اروپایی تقلید کی د ترکیی، پارس، او افغانستان و نډی جغرافیای نسبیت درلود (یعنی ترکانو له اروپا تقلید کاوه، پارسیانو د ترکانو اروپایی تقلید کاوه (چی د پارس ترکان یعنی ازریان ازربایجانیان تر نورو ایرانیانو په اروپایی تقلید یا تجدد کی پرمخ تللی وه). په همدی ترتیب افغانانو د پارسیانو د اروپایی تقلید پر پلونو قدمونه کېښودل. چی دغه تباه کونکی بیګانه پرستی د آتاترک، رضاخان، او امان الله خان د سیاسی تجدد تر سیوری لاندی پټ تېرېدل.

له بلی خوا ترکیی او ایران په غیرشعوری توګه د نازی آلمانانو ضد سامی تعصب اتخاذ کړ چی ترکانو په لمړی جنګ کی د عثمانی دولت پر ضد د اعرابو د پاڅون په لحاظ او ایرانایانو د ساسانی دولت پر ضد د اعرابو د قادسیی د جګړی په سبب ضد عربی او په نسبی توګه غیر اسلامی او د سیاست له مخی عرفی یا «سیکولری» سیاستونه غوره کړل. په افغانستان کی د امان الله خان ځینی اصلاحات هم له دغه راز سیاستونو سره ورته والی درلود.

د نازی المان د همدغی ضدسامی د تعصب د ناروغتیا د سرایت له کبله و چی ترکانو د عربی رسم الخط پر ضد قیام وکړ او ایرانیان د عربی ژبی د لغوی غنا پر ضد را پاڅېدل. ایرانیانو زیار ایسته چی اوسنی پارسی ژبه چی دوی ته له افغانستان نه ورغلی وه له عربی نه «پاکسازی» کړی نو د عربی ژبی د بیساری او بیشمیره لغوی غنا او علمی اصطلاحاتو پر پانګه تېری وکړ او د معتبرو علمی عربی لغاتو پر ځای یی ځینی غربی کلمات او مصنوعی او نامانوس اصطلاحات کښېنول څو د امکان تر حده له پارسی نه عربی کلمات وباسی.

یو له هغو مضحکو مثالونو نه «بیمارستان» دی چی د آلمانی مترادفی کلمی تحت الفظ ترجمه ده چی د «شفاخانی» ځای یی نیولی. خو شفاخانه چی یوه له معنی او مفوم نه ډکه عربی پارسی کلمه ده د عربی د «شفا» کلمی د درلودلو په خاطر «پاکسازی» شوه او پر ځای یی بیمارستان راغی. په بل عبارت پارسیانو له عربی سره د دښمنی او له آلمان سره د دوستی په خاطر د «روغتون» پر ځای «ناروغتون» غوره کړ. (له بده مرغه ځینی ایرانی مشربه افغانی مطبوعاتچیان هم د شفاخانی پر ځای بیمارستان ته ترجیح ورکوی). په دی توګه د ایران په ژبنی سیاست کی له عربی سره ضدیت هان د پارسی تر پیاوړتیا مهم ګڼل کېږی او د پارسی ژبی پرمختګ د عربی ژبی په زوال او انزوا کی پلټی.


ترکیه - په ژبه او تاریخ سترګی پټول

له آلمان سره د ترکیی نژدی اړیکی ددی باعث شوی چی ددوی سیاست یو نژادی اړخ هم پیدا کړی چی له بده مرغه هغه په ترکیه کی د ارمنیانو او په آلمان کی د یهودانو په عامو قتلونو منجر شول.

له هغه وروسته اتاترک عربی البفا لغوه کړه او پر ځای یی د ترکی ژبی د لیکنی لپاره لاتینه الفبا غوره کړه. په دی توګه اتاترک در ترکیی د اولس په لرغونی اسلامی تاریخ باندی خاوری واړولی او خلک یی سمدلاسه له خپل تاریخ سره پردی کړل. اتاترک دا کار ددی په خاطر وکړ چی ګنی په لاتینه الفبا لیکل به ترکان د اروپایانو په شان عصری کړی. د نوی حکومت د سخت انظباط او پیګیری په نتیجه کی په ترکیه کی د لیک لوست سطحه لوړه شوه، خو علت یی یوازی د الفبا اړول نه بلکه د حکومت بی ساری توجه وه چی که دغه بی دریغه پاملرنه د عربی الفبا له لاری تعمیل شوی وی، د سواد او لیک لوست سطحه به لا نوره هم لوړه شوی وای.

روسانو هم په پخوانی شوروی اتحاد کی د اتاترک د سیاست نه په تقلید یا بهانه د ثقافتی تجدد په نامه د منځنی آسیا مسلمان ولسونه له خپلو دینی، ثقافتی، او ادبی تاریخی میراثونو څخه پردی کړل، او ددوی اړیکی یی ددوی له ورته ګاونډیو ولسونو سره وشلولی. په تاجکستان کی در تاجیکی ژبی الفبا دری ځلی واړول سوه ( له عربی نه لاتین ته، له لاتین نه سیریلیک یا روسی ته، او بیا بیرته لاتینی الفبا ته) چی په نتیجه کی یی د تاجیکانو هر نسل په مکرره توګه بی سواده کړای شو او تاجیکستان د کم سوادترین جمهوریت نوم وګاټه.


ایران - د پارسی ژبی «پاکسازی»

آلمانان چی په آریایی نژاد نازېدل له پارسیانو سره یی خاصه علاقه پیدا کړه څو خپل نژادی تفوق ته د آریایی ټبرونو، نومونه، او آریایی ژبو د پلوی او پالنی له لاری تاریخی اعتبار ورکړی. له دوهم «نړیوال» جنګ نه دمخه د آلمان نازیانو د پارس حکومت دی ته و ګماره چی د آریایی نژاد د سرلوړی او تقدیر په خاطر د خپل هیواد نوم له پارس نه ایران (یعنی د اریایانو خاوری) ته واړوی. پارسیانو دغه کار په دوه دلیلونو ومانه. یو دا چی له آلمان سره یی ملاتړی کوله، بل دا چی د پارسیانو د حقارت د عقدی د شنډول مرام په کی حاصلېده چی په نتیجه کی یی د یوه نوم په اړولو سره پارسیان د باستانی آریایانو د ټولو تاریخی او ثقافتی افتخاراتو وارثان و ګرځېدل. (ددغی دسیسی مفصله شرحه د کولمبیا د پوهنتون معتبر استاد ډاکتر احسان یارشاطر لیکلی).

دوهمه دسیسه دا ده چی افغانستان ولی دی ته حاضر شو چی د پارس حکومت ته یی د ایران (د اریایانو د ګډ ټاټوبی) د نامه د استعمال اجازه ورکړه؟ دلته دوه احتمالی علتونه موجود دی. لمړی دا چی په ۱۹۳۴ کال کی، هغه وخت چی د پارس حکومت د افغانستان له دولت سره په دی هلکه تماس ونیو، د افغانستان حکومت د محمدنادرشاه او عبدالعزیزخان د پرله پسی وژلو په نتیجه کی متزلزل و. شل کلن محمد ظاهرشاه د خپل آکا محمد هاشم خان تر سیوری لاندی په نامه پاچا وه. د هیواد د باتدبیره پوهانو عبدالحی حبیبی، میرغلام محمد غبار، احمدعلی کهزاد، او د کابل د ادبی ټولنی له خوا چی د پارسیانو له پیشنهاد سره پر مخالفت یی ټینګار کاوه د هغه وخت د پوهنی اتلس کلن وزیر محمد نعیم خان (او احتمالاً محمدګل خان مومند) له خوا د پارسیانو غوښتنی مثبت ځواب ورکړای شو چی د افغانستان په اوسنی تاریخ کی د دیورند د کرښی دلاس لیک ترڅنګ د افغانستان ثقافتی او تاریخی میراث ته تر ټولو ډېرمُضر اقدام دی. خو دا احتمال هم شته چی د پارس نوی پاچا رضاخان په (غیر رسمی توګه) د افغانستان د حکومت ددغه رضایت په بدل کی پر افغانستان باندی د پارس د مالکیت له ادعا نه منصرف شوی ویی. زه ددی ادعا لپاره سند نه لرم خو دا تصادفی نده چی د پارس/ایران حکومتونو چی د قاجاری دولت نه را په دی خوا یی پر افغانستان باندی د مالکیت متواتره ادعا کوله له هغی نېټی وروسته هیڅ ادعا نده کړی.

ددغی سیاسی او تاریخی ماتی له مخی د پخوانی پارس او نوی ایران حکومت د باستانی ایران چی د افغانستان، پاکستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان د ځینو برخو په شمول ځان د لوېدیزی آسیا د ژبنی، ثقافتی، او اسلامی افتخاراتو وارث و ګاڼه. د ګاونډی ایران هیواد د «باستانی ایران» او «معاصر ایران» پر توپیر عمدی سترګو پټوی او رودکی، قبادیانی، فارابی، ابن سینا، سنایی، مولوی او.... چی هیڅ یو یی هم په معاصر ایران کی نه و زېږېدلی، د باستانی ایران پر بنا یی د ایرانی توب ادعای کوی او ټول د خپل ځان ګنی.


افغانستان - په پښتو باندی تحمیل شوی رقابت

هسی چی ترکیی او پارس د اروپایانو په تقلید د رسمی ژبو بر سیره ملی ژبی غوره کړلی، په افغانستان کی هم د پښتو ملی ژبی ته د رسمی ژبی جامه ور واغوستل شوه. خو په افغانستان کی د سواد او لیک لوست ډېره ټیټه سطحه له یوی خوا، او په منطقه کی د ژبپالنی راویښ شوی حساسیتونه له بلی خوا ددغه کوشش د مخی خنډ شول. د پښتو ژبی د ارتقا په لار کی دغه کوشش په غیر شعوری توګه د پښتو او پارسی د ژبی د سیاسی سیالی او ادبی رقابت میدان ته وایستل شول. متاسفانه ددغه رقابت مثبت ابعاد کم دوامه وه خو منفی اړخونو یی د پښتو/پښتنو او پارسی/تاجیکو تر مینځ ناخواله او نامناسبه متقابل حساسیتونه پیدا کړل. (ددغو حساسیتونو تاریخی جنبو ته د «دری یا فارسی» په مضمون کی په تفصیل اشاره شوی).

ددغی مقالی پاته برخی وروسته خپرېږی


داکتر زمان ستانیزی

از کتابخانۀ:

داکتر زمان ستانیزی

نویسنده:

دکتور زمان ستانیزی











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us