څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

زما لنډ سوانح


زما لنډ سوانح

زه په کال ۱۳۹۱هـ ق د محرم په مياشت د کابل په ده افغانانو کی د مساپر په توګه دې نړۍ ته راغلی يم، څو د خپل ابتلی زمانه پای ته ورسوم او د خپل تذکره احوال (عملنامی) سره (طايرافی عنقه) بيرته خپلی دنيا او خپل ټاټوبی ته ورستون شم او د مکافات عمل په انتظار کی اوسم.

از مکافات عمل غافل مشو

ګندم از ګندم برويد جو ز جو

دا د قدرت قانون دی او ټول خلک هغه ته تابع. دا چه مولنا بلخی د خپل مثنوی به سر کی ويلی دی:

بشنو از نی چون حکايت می کند

و از جدايی ها شکايت می کند

له هغی نه همداټکی مطلب دی او نور څه نه دی. او دا چه دی ژاړی او کوکی کړی او نور پرې متاثر کيږی، د ده دغه ابتلی ده چه د بده مرغه ده ته ور په برخه شوې ده.

په هغو وختو کی چه لاری دومره صافې او هواری نه وی او کاروانونه پکی لوټيتډل او د هره چاسره د ځان، د مال، د سرو وېره و او د لاری نور تکليفونه هم زښت زيات وو، نو مساپرانو به دا ټول خطر د ځان دپاره اټکلول او د سلامت راګرزيدو هېلی به يی کمی وی، ځکه د تلو په وخت به يی به ژړغونی سترګو د هر يو سره وداغ کوله او د کور کهول خلقو به هم به کوکو او ژړا دی رخصتاوه، د اتو کلو به منګ وی چه له کابل څخه ننګرهار ته ولاړم او هلته به د ودانو کی په خپل پلار ګۍ په ټاټوبی کی ميشت شوم او د ځينو وطنی استادانو نه می په زاړه پروګرام پارسی کتابونه ولوستل او بيا می عربی کتابونه ته هڅه وکړه. صرف، نحو، فقه، منطق می تر يوه محدود اندازه ولوستل، بيا وروسته می دخپل پلار مرحوم نه څه قدر ته طب ووايه، خط می ښه شو.

په شپاړلس کلنی عمر بيرته کابل ته راغلم او د ځينو استادانو نه می لکه مرحوم شاه محمد قندهاری چه د پاړسو ښه اديب او ليکوال و انشا زده کړه. مرحوم قاری ملک الشعرا هم ځما سره پوره مرسته کوله او څه کتابونه می له هغه مرحوم څخه هم وويل.

په اوله پلا د کابل په عربی ښوونځی کی د خط او املا په معلمی او څه وروسته د خارجه وزارت له خوا د سرحدی نويسنده په حيث وګمارلی شوم. ځما غټه وظيفه دا وه چه سياسی پوسته له کابل ځخه مرحوم علی احمد خان ته چه د متارکې دپاره هند برطانوی ته تلی و او وروسته بيا مرحوم بيګ نه له هغه ځايه واستوم.

کال پس لنډه موده د دفاع د وزارت په ځينو څانګو کی په کار لګياوم او له هغه ځايه څخه د پادشاه په امر رسماٌ دارالتحرير شاهی ته ور وبللی شوم او څو کاله پرله پسې د هغه ادارې د مجلس وزرا په څانګه کی د کاتب په حيث او بيا د دارالتحرير شاهی د قلم مخصوص منشی په حيث په کار بوخت وم، او هغه مهال چه سقاويانو پر کلات يرغل وکاوه او د نيمګړی او وران حکومت واګی په قندهار کی مرحوم علی احمد خان والی ته وروسپارلې شوې، د هغه د منشی په حيث ومانه شوم او ما صرف يوه ورځ هغه سره کار وکه او بله ورڅ ترينه پټ شوم. او چه بيا سقاويان د قندهار ديواله ته رانژدې شول، ماته موقعه په لاس راغله او ځېنو ملګرو سره د ريګ په لار چمن، بيا کوټی ته ولاړم.

مياشت دوه می په کراچۍ کی هم تيری کړلی او له هغه ځايه ايران ته رهی شوم، څو چه کابل د اعليحضرت د ټولواکی په لمړۍ مياشتو کی کابل ته راوبللی شوم. په لمړی ځل د دارالتحرير شاهی د دوهمی شعبې د سرکاتب په حيث او لږه موده پس د اوراقو او قلم مخصوص مديريت ماته راکړ شو. کال دوه پسه د دارالتحرير شاهی د تبليغ او ترجمې څانګې د مدير په توګه او په کال ۱۳۱۹هـ ش د لمړی معين په حيث د مشاور په عهده وګمارلی شوم. په دغه وخت کی د والاحضرت شاهزاده احمدشاه د اناليقۍ وظيفه ماته راکړه شوه او پوره ديارلس کاله په دغه وظيفه بوخت وم، ځو دوی د استقلال د ليسې دوره بشپړه کړه او په تعليماتو کی ښه بريالی شوم.

زه لا تر اوسه په هغه رتبه په دارالتحرير شاهی کی پاته يم. له عربی، ترکی، اردو څخه په فارسی او پښتو ښه ترجمه کړای شم، خو د دغو ژبو په محاوره کی مرنۍ نه يم.

زه دوه کتابونه په پارسو او ځينی افسانی په پښتو د ځانه سره لرم، چه لا تر اوسه د هغو د چاپ او خپرولو موقع پلاس راغلې نه ده.

زما زياتی مقالې په پاړسو او پښتو په اصلاح او انيس او نورو اخبارو کی چاپ شوی او ځينی مقالی او افسانی د کابل په مجله او په ځينو سالنامو کی شته دی.

که څه هم زه پخپله چنديانی سړی نه يم او عقلی څيره می لکه ظاهری قيافه د کتلو وړ نه ده، خو بيا هم زما ليکنی انتقادی خواوې ډيری لری، نو ځکه لکه شړل شوی مامور، څوک ورته په خپلو اخبارو کی ځای نه ورکوی. سعيد

مصطفی عمرزی

از کتابخانۀ:

مصطفی عمرزی

نویسنده:

سراج الدين سعيد











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us