څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook

شلیدلی


دپښتو د ادب د درنی مور نازو انا د تاندو خیالونو تازه ساتل له تاریخی او زمانی جبر سره سره د فکری اندېښنو د روغبړ او پیوستون و سیله ګرځی. د طبیعت د ښایست په ستاینه کی د نازو انا د شعر په ژبه د خیالونو امیل تر دری سوه کلو وروسته لا هسی د پښتو د ادب د مالیارانو زړونو ته تسل ورکوی، او تازه ګلونو ته د غوړېدلو الهام ور بخښی.

د هوتکو له دوری وروسته سیاسی کړکیچونو او پوځی یرغلونو د پښتو ادبی شتمنیو ته درانه تاوانونه ورسول. د نازو انا د خیالونو ملغلری، ددی د څه د پاسه دوه زره بیتونو دیوان چی مناجات او غزلی په کی شاملی وی د تاریخ له پاڼو سره خاوری سوی. دا څرګندوی چی نازو انا د پوهی په ښایست سمبال پښتنه شاعره وه. د نازو انا د خیالونو د خیال د پښتو ادب د روښانه دوری نمونه هغه ځانګړی رباعی ده چی پر معنی، تعبیر، ترجمی، شعری لطافت، او د کلام په ظرافت یی تر اوسه شاعران او ادیبان ویینی او څېړنی کوی.

دغه د تاریخ له پېښو نه په امن کی پاته رباعی احتمال لری چی د یوی غزلی سریزه وی، او د نازو انا شعر او خیال دواړه نیمګړی پاته سوی وی. دا احتمال هم سته چی د میرخان د زېږندی په وخت کی نازو انا ته یوی ژوری فلسفی اندېښنی مخه کړی وی چی په طبیعت کی د جوړښت او ورانښت د تضاد او اکمال اړیکی په کی مطرح سوی وی. نازو انا به له یوه انسانی احساس سره د طبیعت خلوتځای ته پناه وړی وی څو ددغه میتافیزیکی واقعیت او روحانی حال په پیوستون کی ددغی فلسفی اندېښنی هغی پوښتنی ته ځواب ووایی چی د زمانی په اوږدو کی څوڅو ځلی مطرح سوی.

د شلېدلی هار تر عنوان لاندی په دغه خیالی داستان کی د نازو انا زېږنده خیال د ادب په ژبه څېړل کېږی. په دی داستان کی د نازو انا او دهغی له وخت نه د تېرو او وروسته زمانو هغه متفکرین چی فلسفی اندېښنی او شعری سلیقی یی له نازو انا سره ورته والی لری د زمانی له ابعادو په آخوا سره را ټولېږی څو د خلقت په اړوند د دی د خیال درناوی وکړی.

*** *** ***


سحرګه وه. د پسرلی د یوی اورښتناکی شپی سحرګه وه چی د شېبو شېبو اورښت د شپی زړه د کثرت له رنګونو پرېولی و څو د طبیعت د ښایستونو نندارتون سینګار کړی. کرۍ شپه اورېدل او د موسم د بدلون زیری د هسک آسمان له زړه نه د زاڼو د آوازونو په انګازو کی خپرېده. خو اوس چی د آسمان زړه خالی و او د شپی توره لمن په ټولېدو وه، روڼکی ستوری د پرېولی آسمان په خپره لمن کی د شروق استقبال ته را ویښېدل.

د نازو له خوبه ډکو سترګو له روڼکیو ستورو سره د تېرو د یاد او د روښانه راتلونکی خواله کول. ددغو خیالونو ساکته فضا کله کله د یوی ځانګړی بلبلی د سوی نغمی په ترنم کی ړنګېده او کله یی بیا د خیال آرام د حمل له دردونو نه د حَمَل د ښایستونو تصور ته پنا وړله. د نازو کوچنی په نس و.

کله چی یی په سحرګه کی د څښتن لمانځه وکړه د غرونو رغونو د سمسورو ښایستونو د ننداری هیلو یی د ذهن په نندارتون کی لوبی کولی.

د ختیز آسمان د لمرڅرک په درشل کی د ورېځو ټپرګی لکه ورکی رمی هری خوا ته په ځغاسته الوتلی خو داسی نه برېښېده چی د نور اورښت هیله دی ورنه وشی. آسمان شین و، د ځمکی تنده ماته وه، د غرونو څوکی دانګی ولاړی وی او لمنی یی له خپرو رغونو سره سمسوری ښکارېدلی.

ناببره هلته د غره لمنی ته نژدی د یوه سپین ژیری بډای بڼه تر سترګو سوه چی دی خوا ته را راوان دی. نازو پر یوی پرېولی پرښی کښېناستله. چی لاروی را نژدی سو د ښاغلتوب او درنښت نښی یی په بڼه کی له ورایه برېښیدی، د غوره خوی خاوند وه خو څېره یی له بلی زمانی نه را ستنه سوی وه. د نازو په ذهن کی تېر سو چی ګڼی دی به بیټ نیکه وی.

بیټ نیکه په نازو توخۍ باندی داسی غږ وکړ: «دا زوی ښه تربیت که. چی لوی سی، لوی کارونه به وکا، او په زیارت د بیت الله به ځان مشرف کا، او له نسله به یی پیداسی، پادشاهان، چی دین به روښان کا.»

د بیټ نیکه د آواز انګازی تر ډېره نازو د زړه په غوږو اورېدلی او له ځانه یی پوښتنه کوله چی بیټ نیکه څنګه د زمانی په ابعادو کی تر دی ځایه سفر کړی، او څنګه په دی تنکی سباوون کی نن او پرون له سبا سره یو ځای سوی؟ په لری افق کی د غرو څوکی په مټ کی روښانه سوی، خو دا چی لمر به د کومی ورځی په سبا کی را اوچت سی معلومه نه وه.

نازو هسی په بیټ نیکه پسی کتل چی بڼی یی د افق په انتها کی یو تور ټکی ته تقرب کاوه. څو شېبی وروسته هغه تور ټکی په بیرته را ستنېدلو کی لویېده. خو چی را نژدی سو څېره یی نوره د بیټ نیکه نه وه. په همدی وخت کی له هغی بلی خوا نه یو بل سړی را روان و او هلته له لوېدېزه یوه ښځه را په لاری وه. داسی ښکارېدل چی دغه د نازو انا اندېښنه پال د تاریخ د ګردجنو پاڼو له مینځه په دغه سحرګه کی را ولاړ سوی او رابلل سوی وی. د لری لارو او تېرو وختونو مسافرانو ځانونه و پېژندول:

هغه لمړی سړی وویل زه حکیم ابوحفص عمر ابن ابراهیم یم چی په ژوند کی په عمر خیام مشهور وم. شپږ پېړۍ مخ کی له تا می په نیشاپور کی ژوند کاوه او ددی فانی ژوند باقی برېښېدونکی څېری ته تل په حیرت کی وم.

زه ایملی ډیکنسن نومېږم په لری ملک کی می له تانه سل کاله وروسته ژوند کاوه. زه نه چا پېژندلای سوای او نه ما غوښتل چی د هستی په غولونکی څېره باندی غلطه سم نو ځکه می د یوازی توب ژوند غوره کړی وه.

زه لاهوری محمد اقبال یم له تا نه می دو سوه کاله وروسته ژوند کاوه. ما غوښتل چی د غفلت په خوب بیده انسانان را ویښ کړم. خو هغه چا چی د ځان ګڼلم په ژبه می نه پوهېدل او هغه چی می په ژبه پوهېدل پردی یی ګڼلم. زه د خپل اقبال د ریښتیا کېدو په تمه له دی دنیا نه ولاړم تر څو چی اوس بیرته راغلم.

حکیم عمر خیام وویل د طبیعت اسرار په اضدادو کی بیانېږی. د پیدایښت او فنا، زېږندی او مړینی، یا جوړښت او ورانښت تر مینځ د اکمال او تکمیل ژورو اندېښنو تل د انسان د تفکر اسباب پیدا کړی او څېړاند فکرونه یی د هغو د پوهی ته را بللی.

ایملی ډیکنسن وویل په دینی فلسفو کی د پیدایښت او ورانښت پدیدی څېړل کېږی او په ځینو ادیانو کی لا ورته د بیلا بیلو خدایانو په وجود عقیده سته.

علامه اقبال وویل په اسلامی فلسفه (حکمت) کی د پیدایښت او جوړښت په اړوند لوی خدای بلاواسطه خالق یعنی فاطر ګڼل سوی خو انسان بلواسطه خالق یعنی د لایزال خالق د خلاقه اندېښنی څرګندوی پېژندل سوی دی.

نازو انا وویل د طبیعت په نندارتون کی د هرڅه راز، له فلسفی استدلال نه پرته، د هغو د حال په څېره کی روښانه برېښی او یوازی د څېړنده سترګو لیدلو او کتلو ته په هیله وی.

خیام د خلقت د اضدادو فلسفی تفکر په خپله شعری طبعه کی داسی وپېیه:

جامی است که عقل آفرین میزندش

صد بوسه ز مهر بر جبین میزندش

این کوزه گر دهر چنین جام لطیف

میسازد و باز بر زمین میزندش؟

خیام زیاته کړه چی دغه رباعی د حضرت آدم خلقت او په عقل سمبالېدلو ته اشاره سوی او پوښتی چی دغه د عقل جام، یعنی حضرت آدم، له جوړولو او د ملایکو له خوا د مچولو (سجود) نه وروسته ولی پر ځمکه لوېږې یعنی له جنت نه ځمکی ته معزول کېږی.

اقبال له خیام نه وپوښتل چی د رباعی وروستی مسره د استفهام صیغه لری او که د بیانیی، او آیا دغه انتخاب له دستوری نظره غوره سوی او که د ژبی او شعر د ښکلا له نظره کوم بل مطلب په کی نغښتی؟

خیام وویل هغه څوک چی د طبیعت جوړښت او ورانښت د یو بل مکمل ګڼی، د هغو په ژبه بیانیه لوستل کېږی. خو هغه څوک چی په کی د طبیعت اضداد وینی او غواړی په علت یی پوه سی، هغوی یی باید د استفهام په لهجه ولولی.

نازو انا د خیام د شعر وروستی مسره استفهام و بلله او زیاته یی کړه هسی چی د دهر منګی جوړونکی ذات یو ځلی لطیف جام جوړوی او بیا یی ماتوی، د طبیعت جوړونکي او ورانونکي قووی د یو بل د ممد په توګه د هستی او عدم د تسلسل حکمت څرګندوی، خو کله نا کله د بشر نیمګړی عقل د طبیعت ددغی مکملی پدیدی په راز نه پوهېږی او ظاهری تضاد یی نقیصه بولی.

نازو انا چی میرخان یی په نس و د مور په څېره کی پخپله د زېږندی او خلاقیت نمونه وه، لکه ځمکه چی د طبیعت د مور په توګه ژوی او ژوندی زېږوی، یا پسرلی چی د زمانی د زېږانده بُعد په بڼه کی د خلقت د مترادفه تداوم د اضدادو نندارتون ترسیموی. په نسبی توګه په دغو ټولو مثالونو کی ژوند او مړینه په یوه تسلسل کی یو له بل نه پیدا کېږی.

نازو انا چی سترګی یی د یوه نرګس پر مخ د پرخی د لنډ ژوند په ژړا او خندا کی ورکی وی د خیال معنی یی ځان د شعر په کلام کی داسی وکښلاوه:

سحرګه وه د نرګس لیمه لانده

څاڅکی څاڅکی یی له سترګو څڅېده

ما ویل څه دی کښلی ګله ولی ژاړی

ده ویل ژوند می دی یوه خوله خندېده

نازو انا د ظاهری رنګ او باطنی راز د پیوستون مطلب داسی بیان کړ چی ظاهری ژړا ممکن په باطن کی خندا وی. ځکه د نرګس لیمه به دغم په اوښکو نمجن او غمجن نه وی بلکه د خوښی په او ښکو به کښل سوی وی. لکه ماشوم چی د زېږندی په وخت کی له مور نه پرته د ژوند د تضمین خوښی په ژړا کی کوی.

ایملی ډیکنسن چی د امریکایی نوی شعر د طرز مور ګڼل سوی او خیالونه یی له پیدایښت او ورانښت سره ټینګی اړیکی لری د نازو انا ددغی انديښنی سره د تایید سر وخوځاوه او د نرګس په لندو لیمو کی یی د پرخی د ځلانده څاڅکو د خیال د الهام غوټۍ داسی وغوړولی:


A dew sufficed itself

And satisfied a leaf,

And felt, 'how vast a destiny!

How trivial is life!'


The sun went out to work,

The day went out to play,

But not again that dew was seen

By physiognomy.


Whether by day abducted,

Or emptied by the sun

Into the sea, in passing,

Eternally unknown.


که د نازو انا شعر په انګریزی او د ایملی ډیکنسن شعر په پښتو واړول سی د دواړو میرمنو د خیالونو ورته والی له ورایه په کی برېښی. د ایملی ډیکنسن دغه شعر په پښتو ژبه داسی وویل سو:

پرخه

پر پاڼه پروت دپرخی څاڅکی ځان کی ډوب و هسی

ژوندون یی لنډقسمت یی اوږدپه کی مجذوب وهسی

لمرپه کاربوخت سو، روځ سوه ورکه دهستی مستی کی

پرخه له سترګو سوله غیبه د عدم نیستی کی

بیا چا ونه لیده چی څه سوه په رڼا په ابو

د ابدیت په غېږ کی روکه سوه پنا له سترګو


څنګه چی ددغه شعر تخیل په جغرافیایی او سیاسی محدوده کی ساتل کېدای نه سی، لاهوری علامه اقبال د پیدایښت او فنا په فکری تسلسل کی د نازو انا له خیالونو نه الهام واخیست. هسی چی نازو انا د پښتنی معاصر سیاسی نهضت پلار و زېږاوه او د معنوی مور حیثیت یی پیدا کړ، د اقبال زېږنده خیال هم د پاکستان د معنوی پلار په توګه پېژاندل سوی دی. ددغه ورته تاریخی رسالت له مخی اقبال د نازو انا کښلی شعر په دری ژبه داسی واوراوه:

شبی زار نالید ابر بهار

که این زندگی گریهٔ پیهم است

درخشید برق سبک سیر گفت

خطا کرده یی خندهٔ یکدم است

ندانم به گلشن کی بُرد این خبر

سخن ها میان گل و شبنم است

د نازو انا د خیال معنوی ژورتیا ښیی چی که هر څومره ترجمه سی خوند یی ډېرېږی چی دغه شعری لطافت یی د اقبال په ترجمه کی ښه انعکاس کړی. زه نه د اقبال اقبال ته رسېږم او نه یی د کلام کلام په ژبه اخیستلی سم، خو یوازی یی په قدم قدم ږدم او د نازو انا ناز د سترګو په بڼو او د قلم په ژبه اخلم:


شبنم

سحرگاهی به پای قطرهٔ شبنم گریستم

ز بیداد زمان نالیده و پیهم گریستم

حکایت کرد نگاه سرد و لبخند گزندش

به راز زندگی پی برده و یکدم گریستم

نمکین اشک من با آب شبنم چون در آمیخت

ز درد فرقتش جان آب گشت چون کم گریستم


دری سوه پسرلیه وروسته د خلقت د اسرارو بیان د نازو انا د الهام په یوه بله سحرګه کی ددی د کښلی شعر په اقتفا او استقبال د قلم په ژبه وکښل سو څو یی د خیال د یاد یاد نور نیمګړی پاته نه وی:


اوښکی او پاڼی

سپین سبا د باران څاڅکی اورېده

د ګلاب پر تاندو پاڼو نڅېده


د غو ټی د لندو پاڼو په سرو کی

راڼه څاڅکی ښه له ورایه ځلېده


د آسمان اوښکو کړی ښکل د ګلاب پاڼی

طراوت یی بیا له ورایه برېښېده


ښی روښانه سوی د ګل سپېڅلی پاڼی

تک سور ګل پر خپل ښایست و نازېده


مرغلری سوی ګل زړه کی آسمان اوښکی

صدف واره ګل مسکی سو خندېده


چی نشه سوه د وصال ورته حاصله

څاڅکی پاڼی یو تر بله ځارېده


چی یی ژوند و له ابو نه حاصل سوی

په ډېرښت کی ګل غرقاب سو ډوبېده


تنکی پاڼی چی په څاڅکو ښی درنې سوې

ګلاب ګل په تواضع را ټیټېده


څو څښتن ته د ښېګڼو شکرانه کړی

وار په واری یی قامت را کږېده


سباوون کی چی د ورېځو زړه خالی سو

بېرونکی هسک په هسکه غړمبېده


ناببره طبیعت پر بله واوښت

سیلی باد د ګل پر پاڼو زغلېده


په ورو ورو یی رژولی کښلی پاڼی

رنګینه ټغر هر خواته ویړېده


چی وراني د طبیعت ناچاری وکړی

بی له پاڼو ګل پر ځان و ژړېده


تصور چی می د عشق د انجام وکړ

اوښکو څاڅکی می پر مخ ورغړېده


«ستانیزی» ویل کښلی ګله ولی ژاړی

وېل تقدیر دی، له ناخوالو رنځېده

داکتر زمان ستانیزی

از کتابخانۀ:

داکتر زمان ستانیزی

نویسنده:

داکتر زمان ستانیزی











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us