څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

د تاریخ ګردجه پاڼه



دافغان او انګریز د دریمی جګړی د ۹۴می کالیزی په یاد

د دیورند کرښی ته کره کتنه


سریزه

تاریخ تکرارېږی څو اشتبا تکرار نشی. نژدی له یوی پیړۍ را هیسی د افغانستان د آزادی د استرداد او بیرته اخیستلو جشنونه نیول کېږی، خو څوک دا نه پوښتی چی: کومه آزادی؟ دا چی په افغانستان کی د لسګونو بهرنیو هیوادونو په عصری وسلو سمبال پوځونه موجود دی او هره ورځ نظامی عملیات تر سره کوی او په لسګونو بیوزلی هیوادوال په کی وژل کېږی او په کابل کی تش په نامه حکومت نه د جنایتونو مخ نیولای شی، نه د بیوزلو خلکو دفاع کولای شی، نه د بهرنیو پوځونو په عملیاتو بندیز لګولای شی، نه ددغو عملیاتو د تنظیمولو واک لری، او نه یی په کمښت یا بندښت کی څوک ګواښ ته غوږ نیسی؛ نو بیا کومه ولسمشری، کومه ولسواکی، کومه خپلواکی، او

کومه آزادی چی نن د غبرګولی شپږمه یی د ۹۴می کالیزی په توګه تجلیل شی.


د دیورند د ننګینی معاهدی او له هغی نه را پورته شویو پېښو د تسلسل څېړنه کوو او هغو اشتباهاتو ته ګوته نیسو چی له پرونی سرلوړی افغانستان نه یی نننی پښی تړلی افغانستان جوړکړی دی. د تاریخ ګردجنی پاڼی د منطق او استدلال په رڼا کی څېړو څو ورنه د سبانیو پېښو اټکل وکړای شو - چی ګڼی تاریخ تکرار نشی.


د دیورند کرښه که د قلم کرښی

د نولسمی عامی پېړۍ په آخرو کی کله چی آفغانستان د برتانیوی هند او «څاری» یا تزاری روسیی د رقابتونو میدان ګرځېدلی و، افغانستان دی ته اړ کړای شو چی خپله پلوی له برتانیوی هند سره اعلان کړی او په ۱۸۹۳ عام کال کی د دیورند د پولی تړون ته سر ټیټ کړی. ددی تړون له مخی د افغانستان امیر عبدالرحمن خان باید:

لمړی - د روسانو نماینده له کابل نه وباسی

دوهم - دیورند کرښه په رسمیت وپېژنی، او

دریم - ددغی کرښی آخوا پښتانه قومونه له خپلی سیاسی سلطی نه بهر وګنی

ددغو تعهدونو په مقابل کی به د برتانیوی هند حکومت امیر او دده کورنی ته ۱۸۰۰۰۰ کلداری کلنی «معاش» ورکوی.

لمړی اشتباه - امیر عبدالرحمن خان پیسی لیدلی خو نقشه یی نه وه لیدلی.


دوهمه اشتباه - د امیر حبیب الله خان د بادشاهی په وخت کی چی برتانیوی حکومت کمزوری شوی و باید د دیورند تړون رد شوی وی، خو نشو.

د ۱۹۱۹عام کال په ژمی کی امیر حبیب الله خان بی ګواښه په یو ګوښه ځای یعنی د لغمان په کله ګوش کی په کله او ګوش کی وویستل شو او ووژل شو. شهزاده آمان الله خان، د هغه د مور علیا حضرته ملکه، او د دوی د مصاحبانو د کورنی پلویان (نادر خان او ورونه یی) د امیر په قتل تورن وو.


د امیر ورور سردار نصرالله خان په لغمان کی د بادشاهی اعلان وکړ او نوموړی ډلی یی د امیرپه شهادت متهمی کړلی. خو متهمینو له سیاسی مهارت او چالاکی نه کار واخیست، شهزاده آمان الله خان یی په کابل کی په بادشاهی و ټاکه او نصرالله خان یی د دسیسی له لاری مخلوع، او د امیر د شهادت په تور یی په کابل کی بندی کړ، او له مینځه یی وېوړ.

امیر امان الله خان ددی لپاره چی د افغانستان د ولس پام د سلطنتی کورنی د خپلمینځی کړکېچونو نه واړوی دخلکو له مذهبی او ملی احساساتو نه یی کار واخیست او د کابل د عیدګاه په مسجد کی یی د افغانستان د پوره آزادی د بیرته لاس ته کولو په خاطر د انګریزانو پر ضد د جګړی اعلان وکړ.


دریمه اشتباه - کله چی امیر امان الله خان له برتانیی سره د جنګ اعلان وکړ، په حقیقت کی یی د ۱۸۹۳ کال د دیورند تړون رد کړ. نو ځکه باید د هغه تړون ټول مندرجات ملغی ګڼل شوی وای. هسی چی برتانیی د خپلو ۱۸۰۰۰۰ کلدارو ونډه په یوجانبه توګه قطع کړه، د افغانستان دولت هم باید مقابلتاً په یوجانبه توګه د تړون ټول مندرجات ردکړی وای. یعنی د حکومت سلطه یی باید عملاً د کرښی نه آخوا قومونو باندی ټینګه کړی وای او د روسی په ګډون د نورو هیوادونو دیپلماتیک آستازی یی په کابل کی په خپله خوښه منلی وای. دلیل یی دا و چی د تړون الغا د توری په ژبه شوی وه نه د قلم په ژبه. خو دغه کار هسی یو درایت او سنجش غوښته چی د ځوان او بی تجربی امیر په سیاستپوهی کی موجود نه و او داسی سرښندنی ته یی ضرورت درلود چی د درباریانو په وس کی نه وو.


څلرمه اشتباه - امیر امان الله خان جهاد د فرصت له مخی د احساساتو په اوج کی پیل کړی و نه د تدبیره پر اساس. او هسی پوځی مشران یی د جبهو ته استولی وی چی یوه یی هم د جګړی د برید جرأت نه درلود. له یوه لنډ پوځی ټکر نه پرته سردار عبدالقدوس خان په سپین بولدک کی میشته پاته سو، سردار محمد نادرخان په ګومله کی منتظر پاته و او سردار صالح محمد خان په تورخم کی د یوه ناببره برید په نتیجه کی د خپل «شهید» زنګون په تداولی بوخت و.


پنځمه اشتباه - په عین وخت کی له برتانیوی هند نه ډلی ډلی مسلمانان کابل ته راروان و چی د عثمانی خلافت له سقوط نه وروسته امیر امان الله خان د اسلامی نړی په خلافت و ټاکی. د هندی مهاجرینو په مینځ کی انګیزانو خپل جاسوسان افغانستان ته را استولی و. ددغو جاسوسانو په ډله کی ځینو د «دینی عالمانو» په جامه کی دربار ته لار پیدا کړه او ځینو یی لکه محمود سامی ځانونه نظامی متخصصین معرفی کړی و او د امیر امان الله خان د دربار د جګړی تدابیر او تصامیم یی پرله پسی په پټه انګریزانو ته استول. په دی توګه د امیر ټول جنګی پلانونه له عملی کېدو نه د مخه خنثی کیدل او انګریزانو لا کله کله له عمل نه دمخه دفاعی عکس العمل ښوده. دغه حالت د کم تجربه امیر په روحی حال باندی تأثیر کړی و ځکه چی امیر د سیاسی او نظامی شطرنج په لوبه کی بی چاله مات و.

له بلی خوا د حکومت نیمګړی بودجه په پوځی احضار او سفربری خرڅه شوی وه او در امیر دربار د هندی نومیالو میلمنو د پالنی مصرف نه درلود ځکه چی نور د برتانیی معاش قطع شوی وه. انګریزانو له دغو هندی مهاجرو نه د یوی اقتصادی وسلی په توګه کار اخیسته، د هغو د راتګ مخه یی خلاصه پرېیښی وه څو د افغانستان حکومت د ګڼ شمیر هندی مهاجرو د روزنی له لاری له اقتصادی فشار لاندی ونیسی. په پنځو میاشتو کی ددغه حالت دوام د دولت خزانه خالی کړی وه او نور د زغملو وړ نه و. په نتیجه کی کابل له سیاسی رکود، نظامی فلج، او اقتصادی زوال سره مخامخ و.


د غازیانو لښکری

د جهاد د اعلان په سر کی د دربار د ځینو مشاورینو په مصلحت تجویز و نیول شو چی د امیر امان الله خان د جهاد اعلان د دیورند د کرښی آخوا پښتنی قومونو ته ورسول شی. دغه کار د هندی میلمنو او جاسوسانو له راتګ نه د مخه تر سره شو. ددغه کار لپاره دوه تنه دینی عالمانو د غزنی د شیلګرملا عبدالرزاق اندړ او او د ننګرهار د شګی شاه دوله خان ساپی ته سپارښتنه وشوه چی د جهاد په نیت له کرښی آخوا واوړی او د وزیرستان د مسعودو او وزیرو قومونه د انګریزانو پر ضد د جهاد ملاتړته را و بلی. خو د جهاد د پیل کېدلو لپاره باید د امیر د فرمان منتظر پاته شی.


په وزیرستان کی پښتنی قومونو د امیر امان الله خان د نماینده ګانو ډېر ښه هرکلی او درناوی کاوه او قومی لښکری یی په وسلو سمبالولی او د جهاد لپاره یی تیاری نیوله. ملا عبدالرزاق د تبلیغ له لاری خلک جهاد ته را بلل او شاه دوله خان د مسعودو او وزیرو د قومی لښکرو د نظامی سمبالښت مسوؤلیت په غاړه اخیستی و. د جهاد دغه دواړه مشران د مخکینی تعهد سره سم د امیر امان الله خان فرمان ته سترګی په لار و چی کله به دوی ته د یرغل د اوربل امر ورکول کېږی څو په انګریزانو باندی منسجمه او څو اړخیزه حمله وکړی.


خو د هندی مهاجرو د بېشمېره ډلو د ګڼی ګوڼی له کبله د کابل ښار او دربار څېره بدله کړی وه او څوک د ملا عبدالرزاق او شاه دوله په یاد کی نه و. دغه حالت د سلواغی نه تر غبرګولی پوری دوام وکړ. د مسعودو او وزیرو لښکرو شاه دوله خان د خپل پوځی مشر په توګه و ټاکه چی په انګریزی اسنادو کی د (سِلف سټایلډ رولر) په لقب یاد شوی. کله چی د جوزا د میاشتی ګرمی په ډېرېدو شوه او قومی لښکری د امیر د فرمان په انتظار کی له کار او بزګری نه وتلی و نو تصمیم و نیول شو چی که چیری د جوزا تر میاشتی پوری د امیر امان الله خان له خوا د اوربل امر ورنشی، نو د مسعودو او وزیرو لښکری به په ځانګړی توګه په وانه کی د انګریزانو په تاڼه باندی یرغل کوی.

هغه وه چی د جوزا د میاشتی په پییل کی د جهاد تجهیزات و نیول شول. او شاه دوله خان ددغی حملی تدبیر په پټه سردار نادرخان ته چی په کورمه کی و واستاو او هغه یی خبر کړ چی د وزیرستان لښکری په انګریزانو جهاد پییل کوی. د جوزا په پنځمه د شاه دوله خان په مشری د مسعودو او وزیرو څو زره مسلح او غیر مسلح قومی لښکرو په ناببره توګه په وانه کی پر انګریزانو برید وکړ او په ډېره لنډه موده کی یی تاڼه ونیوله او بیشمیره انګریزی پوځیان یی ووژل او ژوندی یی د تل د تاڼی په لوری و تښتېدل. شاه دوله خان په وانه کی د انګریزانو ټولی وسلی او تجهیزات د شپږو لویو توپونو په شمول تر لاسه کړل. ددغی فتحی آوازه په ډېر لږ وخت کی د دیورند د کرښی آخوا د پښتنی قبایلو تر مینځ تیت شوه. او پښتنو د انګریزانو په مهماتو او تاڼو باندی غیرمنظم (چریکی) بریدونه پییل کړل. دا خبر چی نادرخان ته ورسېده هغه هم له فرصت نه په استفادی سره په ډېره بیړه له کورمی نه د وانی په لوری حرکت و کړ. خو دده تر رسېدو دمخه کار تمام شوی و. نادرخان شاه دوله خان د وانی د تاڼی په ساتلو موظف کړ او خپله د دیورند د کرښی د دواړو خواو له لښکرو سره د تل په لوری وخوځېده او د جوزا په شپږمه د تل تاڼه د نادرخان په مشری ونیول شوه.


شپږمه اشتباه - د تل له فتحی ورسته پښتنی لښکرو د اټک په لور خپلو یرغلونو ته ادامه ورکړه خو نادرخان له دغه کار نه ډډه وکړه او د تل په فتحه یی اکتفا وکړه. دا د نادرخان لویه اشتباه وه ځکه انګریزانو روحیات بایللی و او د اباسین د غاړو لراوبر ولسونه داسی را پاریدلی وه چی ساتنه او اداره یی نور د انګریزانو په توان کی نه وه. خو د نادرخان وروسته پاته کېدلو پښتانه نا امیده کړل او انګریزانو ته یی فرصت ورکړ چی له اټک نه آخوا هندی پوځونه د مرستی لپاره راوغواړی او د مکمل نظامی زوال مخنیوی وکړی.


اومه اشتباه - د افغانانو ددغی زړورتیا په نتیجه کی انګریزان متارکی ته حاضر شول خو کله چی په سمله کی په کال ۱۹۲۱ کی د افغانستان او برتانیا تر مینځ د آزادی د تړون تیاری و نیول سوه آمیر امان الله خان بله اشتباه وکړه. هغه دا چی د محمود طرزی په شان مجرب او پوه دیپلمات پر ځای یی علی احمد خان لویناب د خبرو لپاره واستاوه. علی احمد خان د خپل نامه د لوړېدو په خاطر له خپل صلاحیت نه پرته د ابتدایی خبرو مسوده د نهایی تړون په نامه لاس لیک کړه.

په نتیجه کی د توری ګټلی د قلم په ژبه بایلودل شول ځکه د دیورند د تړون مهم ټکی ټول د انګریزانو په ګټه تمام شول. هم د دیورند کرښه پر ځای پاته شو، هم نیمایی پښتانه د انګریزانو له سلطی لاندی پاته ښول، او هم انګریزانو کومی پیسی چی یی دهغو په بدل کی افغانستان ته ورکولی ځان ته وساتلی او افغانستان یوازی ددی آزادی ترلاسه کړه چی په کابل کی روسانو ته د نماینده ګی د پرانیستلو اجازه ولری. دا هم شو د افغانستان د آزادی او د استقلال استرداد چی جشنونه یی تر اوسه نیول کېږی.


غازیان او امیر امان الله خان

حاجی عبدالرزاق په کابل کی ملا شو او د هغه یوه هیله پر ځای شوه چی په کابل کی به هره ورځ په ټکنده غرمه یو توپ ویشتل کېږی چی خلک ورنه د ماسپښین د لمانځه د وخت اټکل وکړای شی.


ددی لپاره چی د افغان او انګریز د دریمی جګړی افتخارات یوازی د سلطنتی کورنی په مشرانو وویشل شی او د بل چا نوم په دغو افتخاراتو کی یاد نشی، امیر امان الله خان د آزادی د جګړی واقعی قهرمان شاه دوله خان ته د جرنیلی رتبه، د سمدلاسه تقاعد فرمان او انعام ورکړل او له خپل قوم او اولس او د سرحد له منطقی نه لری یی ژوند ته وګماره - یعنی امیر صاحب ورته د داخلی تبعید انعام ورکړ. او درباریانو یی نوم په تمسخر اخیسته.


جرنیل شاه دوله خان د امیر د فرمان له هدایت سره سم خپل کور کهول د ننګرهار په شګی کی پرېښودل او د لوګر په پادخواب کی میشته شو او وروسته یی بیا محمد آغی ته څېرمه د مجیدخان کلا و پېروده او هلته میشته شو.


په وزیرستان کی انګریزانو هغه مسعود او وزیر غازیان چی د شاه دوله خان تر مشری لاندی یی پر وانه او تل باندی حملی کړی وی تر فشار لاندی ونیول. د غازیانو یو شمیر مشران چی د افغانستان د آزادی په خاطر یی جګړی کړی وی له انګریزانو نه امیر امان الله خان ته په شکایت راغلل، خو ناامیده شول ځکه د امیر لاسونه د سملی د معاهدی په مزیو تړل شوی و. خو امیرصاحب دغو مسعودو او وزیرو مشرانو ته اجازه ورکړه چی د غزا خپل مشر شاه دوله خان ته نژدی د لوګر په سرخ آب کی میشته شی چی دوی بیا وروسته د کشم کلا ته را کوز شول او کلی یی تر اوسه هم د وزیریو په نامه یادېږی. جرنیل شاه دوله خان د نړی د دوهم جنګ په وخت کی وفات شو او مقبره یی دمحمدآغی د ولسوالی د جرنیل کلا ختیزی خواته شته.


د مسعودو او وزیرو قبایلو مشران څو څو ځلی د کابل دربار ته ددوی د زحمتونو د ستایلو او حق پیېژندلو په مطلب کابل ته راغلل خو چا یی سلام هم نه اخیسته. خو کله چی دپښتنو داعیی ته د روسانو په لمسون د دوادخان به خوا د پښتونستان جامه ور واغوستل شوه نو د ملا عبدالرزاق زوی ته اجازه ورکړه شوه چی د دیورند د کرښی د آخوا پښتنو د هڅو د ستاینی په پلمه د افغان او نګریز ددریمی نړی ځینی حقایق د «مجاهد افغان» تر عنوان لاندی کتاب کی چاپ کړی چی ددغی لیکنی ځینی مطالب د هغو پټو ساتل شویو هیلو انعکاس کوی.


البته د رسمی تاریخ له مخی امیر امان الله خان د غازی لقب انتخاب کړ، له هغه وروسته د غازی لقب د سپه سالار د لقب تر څنګ د محمد نادرخان نصیب شو و بیا هم سردارشاه محمود خان غازی و ستاییل شو. خو د افغان او انګریز د دریمی جګړی د اصلی غازیانو نوم د افغانستان په رسمی تاریخ کی نشته، ځکه د هغوی لپاره «غازی» لقب ندی بلکه د مېړانی صفت دی.

محترم ستانیزي صاحب

سلامونه او پر هلوځلو او قلم مو برکت سه.

تاسی د دیورند کرښي، امیر عبدالرحمن خان، شاه امان الله په باره کی څه لیکلی دي.

د امیر امان الله خان په وخت کی د استقلال په معرکه کی د جنوبی محاذ مشر سپه سالار محمد نادرخان وو او تر هغه وروسته د غازیانو د تنظیم او تجهیز مشر د غزنی د شیلګر ملا عبدالرازق اندړ وو. هغه د وزیر، مسعود او نورو پښتنو قومونو په مرسته نه یوازی ټل، واڼه، ټانک، رزمک او د شمالی او جنوبی وزیرستان ډیری برخی ونیولی بلکی د ترنګزو حاجی صاحب (ملا فضل واحد پاچا)، د بتخاک ملا عبدالشکور آغا، د تگاو ملاحـمیدالله صاحب، د شینوارو صوفی علم گل صاحب، د سرکاڼو میاصاحب، د اسلامپور جان پاچا، او د چکنور ملاصاحب (ملا امیرمحمد اخوند) ته چی د مشرقی او پیښور په سیمو کی د پراخ نفوذ څښتنان او د هډې د مشهور مقتدا (ملانجم الدین اندړ) خلیفه ګان وه، مرستی رسولی چی پر انګریزانو حملی وکړي. ملا عبدالرازق یو جید عالم دین او ډیر مؤثر سړی وو چی د سیمی ټول علماء یی د انګریزانو خلاف راوپاڅول او د هغوی د تجهیز بندوبست یی پخپله کاوه. چکنور ملاصاحب چی د ننګرهار د چکنور د کلی وو، د سپه سلار صالح محمد خان ماته په بري بدله کړه او تورخم ته نژدې د هزارناو په سیمه کی یی پر انګریزانو ناتار جوړ کړ او هغوی یی په تیښته مجبور کړل. د حمزه شینواري مرحوم د خسر (ګل امیر شینواری) خبره ده چی ویل یی: ما ملاصاحب مبارک (چکنورملاصاحب) ته وویل چی موږ څو کسان چی په غره کی په کلنګ مورچلی کینو د پیرنګیانو د دومره لوی فوج او سازوسامان سره به څنګه مقابله وکړای شو؟ هغه مبارک په ډیر متانت، یقین او قوی روحیاتو راته ومسل او ویویل: بـچیه غم مه کوه. په ډیرو او لږو نده، الله تعالی به ددی میدان ټولی ډبری کفارو ته غازیان کړی. د ملاصاحب پر دغه مبارک آیت یقین وو چی ډیرځله یوی کوچنۍ باایمانه ډلي د بی ایمانو پر لویی ډلی بری موندلی دی خو په صبر او استقامت. بـیشکه الله پاک د صابرانو مل دی (کم من فـئة قلـیلة غلبت فـئة کثیرة بأذن الله. و الله مع الصـبرین). همداسی وسوه؛ و سیمی ته د پرنگی د پوځ په رسیدو سره له هری خوا بـیشمیره غازیان راپـیدا سول. پر پرنگی اول ډز هم ملاصاحب وکړ او دده له ډز سره غازیانو پر انگریزی لښکر داسی هجوم ورووړ چی هغوی یی ټول تارومار او په تیښته مجبور کړل.

خو امان الله خان کشر شهزاده وو چی د انګریزانو له خوا په پاچا پیژندلو یی اکتفا وکړه. هغه تر هغو پیسو تیر سو چی انګریزانو دده نیکه او پلار ته د ډیورند د معاهدې د لاسلیک په بدل کی ورکولې؛ په عوض کی یی انګریزانو د افغانستان سیاسی استقلال ومانه. خو د دیورند د معاهدې جغرافیایي کیف وکان د پخوا په شان پرخپل حال پاته سو او امان الله خان د هغې د ختمیدو په باره کی کوم عملی اعدام ونه کړ او یایی ونه کړای سو.

ما د حاجی ملاعبدالرازق زامن (معین عبدالرحیم خان او رئیس تمیز عبدالرب خان) له نژدی پیژندل او د مجاهد افغان د کتاب په تنظیم کی می یوڅه مرسته ورسره کړی او چاپ ته می هڅولی دي. همداسی می د چکنور ملاصاحب له زوی (غلام نبی جان مشهور په سناتور آغاجان) سره له نژدي انډیوالي وه. پر چکنور ملاصاحب می یوه مبسوطه تحقیقی مقاله هم ډیره پخوا لیکلی ده. د ترنګزو حاجی صاحب زوی (فضل منان پاچا صاحب) می هم پیژاند او د ترنګزو ملاصاحب د زیارت په جوړولو کی می مالی مرسته هم کړیده. دا زموږ د تاریخ افتخارات دي. د کندهار د حوزی قوماندان تر سردار عبدالقدوس خان وروسته جرنیل محمد یوسف خان وو چی زامن یی (حاجی محمد آصف پاس یوسفی او محمد حنیف خان) زما نژدی دوستان دي. د کنر په سیمه کی میرزمان خان د جنګ د محاذ مشر وو چی د ډیرو خلکو هیر دی. خودکامه او پردو راوستو واکمانو زموږ قهرمانان د خلکو له اذهانو ورک کړل او اوس متأسفاه زموږ اخلاف د خپل اسلاف په تاریخ نه دي خبر. د پرون ورځی د روسانو د وخت جهاد همداسی سو او د تاریخ په مسخ کولو سره مصنوعی مزورو څیرو د حقیقی قهرمانانو ځای ونیو. زموږ حکومتونه اکثره غیر ملی او د نورو لخوا راباندی ترپل سویدی نو ځکه تاریخ هم باید د هغوی د مرضی مطابق ولیکل سی او حتی جوړ سی. هغوی باید واقعی قهرمانان مسخ او مصنوعی راپورته کړی ترڅو په خلکو کی د وطندوستۍ حب تقویه نسی او د ددوی غیر ملی څیرې هم په دغه غبار کی ونه پیژندل سی. خلک هم د اقتدار په پله ځی - د مشر پل د کشر پل دی ( الناس علی دین ملوکهم). خو هرقوم لره ناجی وي او خدای پاک به په موږ کی هم یو ناجی پیدا کړي. و ماذالک علی الله بعزیز.

تاسی ته دي خدای خیر درکړي چی تیری خبری دی رایادی کړې او زما له حافظی دی دا څو تقریبا عینی یاداښتونه راوایستل
داکتر زمان ستانیزی

از کتابخانۀ:

داکتر زمان ستانیزی

نویسنده:

داکتر زمان ستانیزی











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us