څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook

غوری ویناوی


گرانو اوستونکو ! غوارم دخـدايبخښلى مولوي داکتر محمد سعيد ( سعيد افغاني ) دغوری وینا گانو نه حو لندی نمونی تاسو محترمولوستونکو ته وراندی کرم . مولوی داکتر « سعید افغانی » ( ١٣٠٠ ) هجرى شمسى کال کى دلغمان ولايت دخير آباد په کلي کى زيږ يد لی او په کال «۱۳۶۴ »دحوت په اوومه د(۱۹۸۵ فبرورى ٢٥ مه ) ددرى شپيتو کالو په عمر حق ته رسیدلی . سعيد افغانى د ( وه ديرش ) ټوکه کتابونه او د دوه زرونه زيات مذهبى ، فلسفي ، اجتماعي ، او ادبي مقالې ليکلى چه دانيس ، هيواد ، پامير ، کاروان ، ننگر هار ، دکابل مجله ، پيام حق ، قضا ، او دهيواد په نورو ورځپاڼو او مجلو کښى خپاره شوى دي . غوری ویناوی : ــ د انسان د رسالت غوښتنه داده چی خلک د حق او حقانیت په رڼا کی ژوند وکړی او خپلی ویــناوی ، تعبیر ، لیکنی ، کــړه او وړه په همدغه اساس عیار کړی . ــ استقامت په ژوند کیاو متانت په کارنوکی د مـوفقیترازدی. ــ دحقیقتڅخهتعبیربایدد حقیقت د واقعیروښانتیا په اساسوی. ــ زه کله د ځان سره وایم کاشکی نه وای پیـدا ، او که پیــدا وای په هغــه رمز پــوه شوی وای چه ځان او دخلکو ژوند مید بی نظمیو ، لانجو او مشکلاتو څخه خــلاص کړی وای . ــ و بښی که زه ووایم چه زه پـــوهیږم ، ځکه زه په خپله پدی پــوهیږم چه زه نه پو هیــږم ؛ او که زه پوره پوهیدلی، پهدی به هم پو هیدلی چه خلک څنګه پوه کړم. ــ افسوس ، افسوس او بیا بیا افسوس ؛ چه دخلکو د خدمت په منظور او دعلــیا منافعو د تامین په غرض څومرهچه میهیله درلودله کامیاب او مــوفق نشوم. ــ آفرین په هغوی چه پدی ناګزیر جریان کښی حوصله دلاسه نه ورکویاو په میړانه قدم په قدم اصلاحات روالی او اجتماعی عدالت ته احترام لری . ــ وائی : هر څه هیریږی خو مینهچی خپلی ریښی د عاشق په زړه ګی و غوڅو ی هیریدل ئی ګران او سختدی . ــ وائـــی : که منطــق ، استدلال ، شرافت او کرامت کار نه کوی نو دظالمـــانواو مستبدانو ګریوانو ته لاس واچوی، او په دغه لیار کښی د جائزی دفاع په منظــور او د انسانی کــرامت د حمــایی او ساتنی له امــله د ژوبلی ، ربـــړ او مرګ څخه مــه ډاریـــږی. ــ زما پهعقیده د وطن د ابادی له پاره ښه تدبیر دادی چیاجتماعیامراض تشخیص اود معالجید پاره ییاقـدام و شی . ــ ښه تدبیر دادی چه اول دقام ، ولس او وطن ټول دردونه درجه بندی او وسیړل شی او بیا د حـــل دپــارئی عمومی ذهنیتاوروحیه دیومثبت تحول ، تطور او بدلـون پخاطر امـاده او برابر شی . ــ خیال بافی چه وځنډیږی ورڅخه مزمن مرض جـوړیږیاو د رکود ، خمــود او جمود موجب ګرضی . ــ ژوند کول د کړاونو سره مجادله ده ، پدی مجادله کښی هغه څوک دبریالی توب مقام تهرسیږی چهلاستر ځنی کی نه ئی ، او د اګاهانه شعورسره یو ځایکار او عمل ته دوام ورکړی . ــ امید واری ښه تجویږ دی ، چه ورسره دهمت مټی هم پورته شی اوعاقلانه تجویږ سره عـــاقلانه فعالیت جوت په کار ولویـــږی . ــ خطائی بده ده او تکراری شنیع دی، نو اول کوښښ کویچی خطا نه شی او که خطا شی باید د شناعت سره مواجه نشی . ــ پام کوه چی خطا نشی ، او که خطا شوی دخپلی خطائی څخه باید عبرت واخلی تر څو بیا خطا نشی ،ځکه چی دغه شان عادت د انسان منزلت ټیټوی . ــ پام کوه چه ونه ښویږی ، او که د ښوئیدو احتمال وی نوامسا د ځان سره ملګری ساته . ــ تیرویستل کمزوری ده ، تیرویستل اخلاقی ضعف دی او دا دهغو کسانو کار دیکوم چی په میړانی نشی کولیمطلب لاس ته راولی . ــ تیرویستلاعتماداو اطمینان له مینځهوړی ، او په جامعه کښی تیرویستونکی کسان اخر د رسوائی سره مخامخ کیږی . ــ ننی عصر ډیر ایجابات لری او په ننیعصر کښیزرنګی زیاته شـــوی ده ،نو پام کـوه چی تـل د شرایطو ، ایجاباتو اود زرنګیــوخیـال د ځـان سره قــوی وساتی . ــ احتیاط ښـه دی،خو چی داحتیاط څخهمضراحتیاط جـوړنشی اود جمود او خمود موجب و نه ګرځی . ــ شکاکی بده ده ، هغه داچیهر څه ته په شک وکتل شی او په شک کښی بیاهم شک پیدا شی ،او که نه ډیر کرته شک د تصفیی، یقــین او باورموجب ګرځی .نو پام کـوه چی څو مره شک څخه باید کار واخستل شی! همدا وجه ده چی شک د علمــاو او اهـــل دل خاونـدانو په نزد ، د علماو معرفت لپاره یو ضروری پړاو ګڼل کیږی. ــ اعتــدال ښه شی دی ، خود عتــــدال پیدا کـــول اکثر د خطبونو سره مواجه کیږی او د عامه منافعو د تامین د اټکل په اساس زیات غور او دقت ایجا بوی ،نو پدیاساس داعتدال معلومول باید د پو هانو یوه پیاوړی کمیټه او یا کمیټی تخمینی کړی . ــ د خیر مفکوره د خیر او خیرونو مولــد ګرځی او زیات دوام او حسن عاقبت پیدا کوی ، د شر مفکوره که څه د شر او شرونو مولد ګرځی خو زیات دوام او حسن عاقبت نه لری . ــ په جوامعو کښی په عامـلانه ‌ډول د خیر احساس قوی وساتل شی ، او پام وساتو چـی د شر په مقابل کښی عالمانه مجادله ته دوام وړکـــړی شی .

امین الدین سعید افغانی

از کتابخانۀ:

امین الدین سعید افغانی

نویسنده:

امین الدین سعید افغانی











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us