څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook

پټه خزانه



پټه خزانه

د محمد هوتک بن داود

چه په ١١٤١-١١٤٢ هجري قمري کال په قندهار کښي

تألیف شویده




بسم اللّٰه الرحمن الرحيم


حمد و ثنا ده هغه خداي ته، چه انسان ئې په ژبه او بيان لوړ کا، او تميز ئې ورکا، له نورو حيواناتو په نطق او وينا سره، او خپل کلام پاک ئې نازل کا، په افصح بيان سره، چه هغه معجز او ابلغ دئ، له کلامه د ټولو بلغاء او فصحاء.

ستاينه او سپاس دئ هغه خاوند لره، چه بېله ده نسته بل خاوند او نه بل بادار د وگړيو، څښتن دي دئ، چه انسان په خوږو خبرو پالي، او د هري بليغي ونيا ملهم دئ.

درود نامحدود پر هغه پيغمبر دئ، عليه الصلواة والسلام چه موږ ئې راوښووله، سمه لار او روده.

بيت

دى دئ رهبر د کايناتو تر ده جار سم دى دئ نامور د مخلوقاتو تر ده جار سم

د خداي رحمتونه دي وي، د ده پر اولاد او اصحابو، چه پر اسمان د هدى رڼه سوري دي، او د پيغمبر د گوتمۍ ځلان غمى، که دوي نه واى د دين سمه لار به له موږه ورکه واي، او د رحمت ور به ؤ نسکور.

بيت

د هدي د اسمان ستورى ځي رڼا ئې کور به لورى

شپه زموږ ئې کړه روښانه دوى دې وي خوښ په جنانه


په خاص کړه د خداي رحمتونه دې وي نازل پر څلورو يارانو، د نبي پر غورو ملگريو، او د ده پر لمسيو او خاندان.

اما بعد، په دې يو شئ، چه وينا د انسان غوره خاصه ده، او د نطق تاج هغه د کرمنا تاج دئ، چه خالق تعالى د آدم پر سر نسکور کړ او په هره زمانه کي خداي تعالى په انسانانو کي غوره شاعران، او د وينا خاوندان پيدا کړل، چه الشعراء تلاميذ الرحمن، وگڼل سول، او د دوى ويناوي هر کله داسې خوږې دي، چه د انسان زړه انشراح په مومي، او د خوږو زړو مرهم وي.

زه چه محمد هوتک يم، او په اصل پښتون په قندهار کي اوسم، له ډيره ده، چه په ويلو د داسې ويناؤ بخت يم، او د شپې او ورځي مي هم دغه کار دئ، او دا ډير وقتونه تېر سول، چه ما غوښته، چه زه د پښتو شاعرانو تذکره وکاږم او د دوي احوال سره را ټول کاندم، مگر زمانې ما ته فراغ نه را کا، او دا هيله مي په زړه کي وچه سوه، ځکه چه پر قندهار د ظلم او جفا تور تم پروت ؤ، و هېچا آرام نه درلود او نه فراغ. گاهي به مغولو چپاوونه کړل، او گاهي به د گرگين د ستم سوران ؤ.

اوس چه حق تعالى موږ خلاص کړو له هغو ظلمو څخه، او فارغ سوه زړونه زموږ، او زموږ ملک حاجي ميرخان، عليه الرحمه، دوى له قندهاره وياسته، او پښتانه ئې د دوى له جوره آزاد کړل، نو زما زړه فارغ سو له اندوهه، او قلم مي را واخيست، هغه وقت چه زما له ارادې خبر سو زموږ پښتونخوا د سترگو تور، امام المسلمين، و ابن قاتل الرفضة و الکافرين، شاه حسين، ادام اللّٰه دولته الي يوم الدين.

بيت

د پښتنو پادشا حسين هوتک په ملکانو کي دى دئ لوى ملک

د جاجى مير غښتلى زوي گړندى خالقه تل دي وي ځلان دا غمى

نو ئې زه وغوښتم خپل دربار ته، او ما ته ئې تشويق وکا، او الطاف ئې ښکاره کا چه دا خپله اراده پوره کاندم، او د پښتنو شاعرانو حال سه را ټول کاندم، ځکه چه زموږ پادشاه، او د ښالم خيلو د زړه سر، شاه حسين خلداللّٰه ملکه و سلطنة، پخپله هم د ښې وينا خاوند او د پښتو د شعر شوقمن دئ، نو ما وغوښته چه ژر تر ژره، دا کتاب وکښلى سي، او د پښتو د شاعرانو احوال ټول کړ سي.

ښکاره دې وي، چه ما له ديرشو کالو را هيسي، د ډيرو شاعرانو د پښتنو، احوالونه را ټول کړي دى، او هغه وقتونه، چه د پښتونخوا پر لتو گرزېدم، له وگړيو څخه مي ډير ښه حالونه اورېدلى دي، او اوس هغه ټول، د څپل پادشاه ظل اللّٰه په غوښتنى کاږم، د دې کتاب نوم دي ”پټه خزانه“ ځکه چه دلته هغه احوالونه راغلي دي، چه پټ ؤ، او نه ؤ ښکاره، خالق تعالى دى ټول مسلمانان وبخښي، او زموږ د پادشاه سيورى دې تل وي او دا يم، په دغه کتاب چه ما په کښلو ابتداء وکا، ورځ وه د جمعې ١٦ د جمادى الثانى سنه وه ١١٤١ هجري.

دغه کتاب پر درو خزانو منقسم دئ:

لمړي خزانه: په بيان د هغه شاعرانو، چه پخوا تېر سوي دي.

دوهمه خزانه: په بيان کي د هغو شاعرانو، چه اوس ژوندي دي.

دريمه خزانه: په بيان کي د هغو ارتينو او ښځو چه دوى په پښتو شعرونه پاته کړي دى.


لمړۍ خزانه


په بیان کی د هغو شاعرانو چه پخوا تېر سوي او موږ ته د دوی ویناوې ښکاره دي


(١) ذکر د شیخ المشایخ، قطب العارفین و زبدة الواصلین

بابا هوتک علیه الرحمه


لوی شیخ ؤ او مشهور دي د ده کرامات، نقل دئ: چه د ده پلار بارو علیه الرحمه د تولر زوی ؤ او د تولر پلار بابا غلجی ؤ رحمة اللّٰه علیه، چه پخپل وقت کي مشر گڼل کیدي د پښتنو هوتک په اتغر کي زیږیدلی ؤ، په سنۀ هجري ٦٦١ کي، او هغه وقت چه لوی سو، نو ئې کا د خدای عبادت او په اتغر او سوري کي د قوم سردار او بادار ؤ.

نقل دئ چه: په هغه وقت کي به هر ځل مغولو د ارغنداب پر غاړو لوټ کاوه، اتغر او اولان او کلات به ئې تالا

کول، بابا هوتک، خپل قومونه را ټول گړل، او د سره غر سره ئې پر مغولو شخره بوتله، په دې جگره کي مغول

تالا سول، او د پښتنو گړندیو ډېر ووژل، ما ته خپل پلار داؤد خان داسي نقل وکا، چه: سور غر په دغه ورځ د مغولو په وینو داسي لجند سو، چه پلوشو د لمر به پېښانده کا. په دې شخړه کي پښتانه لږ او بې ځواک ؤ، چه د سرو مغولو پېښه راغله. او اخیسته ئې وکا، یو څو غښتلي د بابا هوتک خپلوان ومړل، باب هوتک په لوړ ږغ دا سندره لولوله، او په غشیو ئې د مغولو ټټرونه څیرل، غښتلیو مېړو چه دا سندره اورېدله، په جگړه تودېدل، تر څو سور غر ئې د مغولو په وینو ولاړ او ټول ئې پپنا کړل، هغه سندره زما پلار علیه الرحمه داسي راته ویلې:


بیتونه

پر سور غر بل راته نن اور دئ وگړیه جوړ راته پیغور دئ

پر کلی کور باندې مغل راغي هم په غزنی هم په کابل راغي


غښتلیو ننگ کړئ دا مو وار دئ مغل راغلی په تلوار دئ

په پښتونخوا کي ئې ناتار دئ پر کلی کور باندې مغل راغي


آ، د مرغي غښتلیو راسئ پر ننگ ولاړ د پښتونخوا سئ

توري تېرې، غشی تر ملا سئ پر کلی کور باندي مغل راغي


زلمو په غشیو کړئ وارونه د تیر و تورو گزارونه

ور وړاندی کړئ خپل ټټرونه پر کلی کور باندی مغل راغي


زما د زلمو ویني بهیږي مځکه او غرونه په سره کيږي

میرڅی زغلي او ترهېږي پر کلی کور باندې مغل راغي


پښتنو هلۍ پر غره جنگ دئ سور غر په وینو د دوی رنگ دئ

مهال د توری دئ د ننگ دئ پر کلی کور باندې مغل راغي


زلمو پر ننگ ځانونه مړه کړئ دښن په غشیو مو پېیه کړئ

د پښتونخوا مځکي ساته کړئ پر کلی کور باندې مغل راغي


نقل دئ چه: بابا هوتک د مغولو سره ډېر جنگونه وکړل، او د ارغنداو پوري خوا ته ئې وشړل، او هر کله به د اتغر او مرغې غښتلیو پر دوی یرغلونه کړل، او په غرونو به مغول ننوتل. بابا هوتک چه سپین ږري شو، عمر ئې نه اویا کاله ؤ، په سنه ٧٤٠ هجری وفات سو.





(٢) ذکر د کاشف اسرار شیخ ملکیار


چه د بابا هوتک مشر زوی ؤ، او تر هغه پلار وروسته ئې د قوم د مشرتابه بگړۍ په سر کړله. نقل کا هسي چه: ملکیار بابا ډېر غښتلی وا قوتمند سړی ؤ، په جنگو کښي به له لسو تنو سره بډ ؤ. هسي وائي چه: ملکیار بابا د سيوری په لتو کښي ډېر خپلوان را تول کړل، او هلته ئې کاریزونه وکښل، او خپل زلمی ئې په کښتو کرونو وگمارل، مغول چه په دغو ودانیو غوږن سول، پر سیوری ئې یرغل وکا، او د ملکیار بابا سره ډېر سخت جنگونه وسول. په دغو جنگو کښي د پښتنو مېنې وراني شوې، او ځني ولاړل مرغې او ږوب ته، ځیني هم وخاته وازي خوا ته، هلته ئې خپل زلمي سره ټول کړل، او بېرته راغلل، مغول ئې وشړل، او سیوری ئې بیا ودان کړ. هسې نقل کا چه: په سنه ٧٤٩ هجري کي په پسرلی ترنک ډېر ډک سو؛ په سختو نیزو او په یوه میاشت ئې چړ نه وموند، او خورا ډک غاړي تاړي بهیدئ. ملکیار بابا چه د ترنک څنډو ته راغئ، هسي سندري یې ویلې:


سندره د ملکیار بابا

ترنک بهېږي ترنک بهیږي غاړې تر غارې

زما زړگی خو خپل لالی غواړي


که روده روده! د ترنک روده خاوند دي وچ کا

چه زړگی مومي زما، خپله سوده


که نیز دئ نیز دئ نیز دي د بیلتون دئ زړه نیزه وړي

په ویر ژړلي په غم زبون دئ


که اور دئ اور دئ زړه مې اور دئ دا اور به وچ کا:

د ویر نیزونه بل ډېر په زور دئ


نمځنه یوسه سپینې سپوږمیه ورته ووایه

چه ترنک ټال کړم ستا له خولگیه


که خړو خړو! اوبو سوان کړئ بېل ”ملکیار“ دئ

پاته له یار دئ سوب ئې جانان کړئ


نقل کا: چه ملکیار بابا دا سندري وویلې، د خاوند به قدرت، ترنک یو اوږد لرگی راوړ، او دلته د رود د یوې څنډي او بلی څنډي، په نلو او غزو کي بند سو، پر ترنک یو پل جوړ سو، ملکیار بابا پر دې پل تېر سو او خپل مقصد ته واصل سو.

نقل کا چه: یوه ورځ ملکیار بابا، د خپل تره توخي کور ته ولاړ، او د خپل تره زوی نور بابا ئې ولید چه غشی تېره کا، ملکیار ځني پوښتنه وکا چه تربوره! دا څه کړې؟ هغه وویل: د مغولو په جگرو کي ستا ملاتړ یم، ملکیار بابا دعا وکره ورته، چه تربوره! تل سوبمن اوسې! وائي: چه هر وقت به نور بابا په جگړه کي بری موند، او ما ته ئې د هیچا په یاد نده.

هسي نقل کا: چه یوه ورځ د مغولو تاړاک پر سیوری راغي، او هغه وقت د ملکیار بابا په کلا کي څوک نه وو پرته له ښځمنیو. نور بابا چه خبر سو، ژر ئې ځان هغه کوټ ته ورساوه، او په یوه تن ئې مغول وشړل او ډیر ئې مړه کړل. دا ټول د ملکیار بابا د دعا برکت ؤ.





(٣-٤) ذکر د مقبول سجاني غوث صمداني شیخ خرښبون سړبنی رحمت اللّٰه علیه


د پښتون بابا د کسي د عبدالرشید لمسی ؤ، خداوند تعالی ده ته ښکاره کمالات او کرامات ورکري ؤ د خداي په عبادت به بخت ؤ. نقل کا: چه د پلار په ژوند کي لا، رخصت سو، او د خپلو اولادو سره راغي، له کسي څخه غوړي مرغي ته، او کله به ولاړ د غنډان غره ته، او هلته به ئې خداي تعالی ستایه، او نمانځه او په کال کي به یوار تلي، د خپل تره بیټني نیکه لیدنه به ئې کوله، او پسله وفاته به ئې هم زیارت ته ورتلي. خرښبون بابا د شیخ اسماعیل سره چه بیټنی نیکه زوی نیو ؤ، لوي سو او هغه وخت چه خرښبون د کسي له غره، غنډان ته راتلئ، نو اسماعیل بابا، په ده پسې ډېر وژړل.

هسي وایي: چه یو وقت خرښبون بابا، او اسماعیل د سړبن او بیټني نیکه په مخ کي ناست ؤ، د دوي کور ؤ، د کسي پر غره، نو خرښبون د پلار او تره له خوا، په تگ او رخصت مأذون سو، اسماعیل نیکه داسي نارې وکړلې:


نارې

که یون دئ یون دئ مخکی بیلتون له کسي غره څخه ځي خرښبون دئ

که وروره، وروره! خرښبون وروره! ته چه بیلتون کړې زما ویر ته گوره

چه ځې مرغي له، توري کرغي له چه هیر مو نکړې، زموږ کهول واړه

زړه می رپېږي، یار می بېلېږي بېلتون ئې اور دئ، ځان په سوځېږي


نقل کا: چه د اسماعیل بابا، خرښبون هسي غبرگون وکاوه.


بېلتانه ناره مي وسوه په کور باندي نه پوهېږم چه به څه وي پېښ په وړاندي؟

له خپلوانو به بېلېږم په سرو سترگو دواړه سترگي مي په وینو دي ژړاندې


اسماعیله! ستا نارو مي زړگی سري کئ بیلتانه خرښبون بیا له تا پردی کئ

نه هلېریږی، که مي بیا نه ستا یادی کئ په چړو د ویر به پرې سي د زړه مړاندي


ځمه ځمه چه اوږد یون مي دئ و مخ ته د یانه څوری به به اچوم و ترخ ته

ستاسي یاد به مي وي بس د زړه و سخ ته که دا مځکه غورنه ټول سي لاندي باندي


نقل کا: چه خرښبون بابا ولاړ، په مرغه کي میشت سو، او هلته هم وفات سو، چه کال هجري ؤ سنه ٤١١. وروسته ئې زامن هم په غوړه مرغه کي اوسېدله، او د کاسي اولاد بیار ته ولاړه، د کسي غره او پښین په لتو کي مییشته سول، او د کند او زمند اولادونه خپاره سول، او لاړل د ننگرهار او خیبر او پېښور لتي ئې ونیولې.




ذکر قدوة الواصلین مظهر تجلیات الهی شیخ متي غوریاخیل سړبنی

علیه الرحمة اللّٰه الولی


شیخ متي د شیخ عباس زوی ؤ، چه عباس د عمر، او عمر د خلیل زوی ؤ، خلیل د غوریا، غوریا د کند ابن خرښبون زوی ؤ، چه د حضرت سړبنی قدس اللّٰه سره له زامنو څخه ؤ، زما پلار علیه الرحمه، و ما ته داسي نقل وكا: چه د خرښبون علیه الرحمه، مرگ په مرغه كي ؤ، او اولاد ئې هم په ارغسان او مرغه او پښین كي سره خپاره سول، ځیني ولاړل، د ږوب او كوږك غرو ته او امران او حسن د شیخ متي وروڼه، پر هغه غرو اوسېدل، چه وروسته د مشر ورور په نامه مشهور سو: د ”خواجه امران غر“ او بي بي خالا د دوی خور په پښین کي وه چه هورې ئې زیارت دئ، یو بل ورور ئې په گرمام کي ښخ دئ.

نقل کا: چه شیخ متي قدس اللّٰه سره، په کال هجري سنه ٦٢٣ زېږېدلي ؤ، او په عمر د پنځه شپیتو کالو د ترنک پر غاړه وفات سو او پر هغه غونډۍ لوړ ښخ دئ، چه کلات باله سي، نقل کا: چه پر هغه غونډۍ هيڅ اوبه نه وې، او ډلې ډلې پښتانه او اولادونه چه په دوبي د ده زیارت ته تلل، د ترنک له روده به ئې اوبه ور سره وړلې. یوه ورځ شیخ محمد زهر د ده مشر زوی، د ده په زیارت کي دننه ډېر تږی ؤ، که ئې کتل، د متي بابا له قبره سره نږدې اوبه را وغورځېدئ او هلته بهانده چینه پیدا سوه. دا اوبه تر اوسه هم بهېږي او زائرین ئې چښي.

نقل کا: چه شیخ متي بابا، لوی زاهد او عابد او پر خاوند مین سړی ؤ. د ده اولاد ولاړل، او په پېښور او بدني میشته سول، او هلته له دوی څخه لوی لوی ستانه را ووتل. شیخ زهر د شیخ امران څخه روایت کا، چه شیخ متي بابا، لوی عالم او د دین مرشد ؤ، په غنډان، کي ئې یو کتاب وکښلي، چه نوم ئې ”د خدای مینه“ ؤ. په دغه کتاب کي متي بابا خپل شعرونه هم وکښل او داسي مناجاتونه ئې وویل چه زړونه ئې ویلي کول، دغه یو شعر ما له خپله پلاره اورېدلی ؤ، چه نقل ئې کاندم:


شعر


په لویو غرو هم په دښتو کي په لوی سهار، په نیمو شپو کي

په غاړه ږغ او په شپېلکو کي یا د ویرژلو په شپېلو کي

ټول ستا د یاد، نارې سوري دي

دا ستا د میني نندارې دي!


جنډی زرغون که په بیدیا دئ د بربڼ خوا ته په خندا دئ

ترنک چه خړ دئ په ژړا دئ دا ټول اغېز د مینی ستا دئ

ټوله ښکلل دي ستا له لاسه

اې د پاسوالو پاسه پاسه

که لمر روښانه مخ ئې سپین دئ یا د سپوږمیه تندۍ ورین دئ

که غر دئ ښکلی پرتمین دئ لکه هنداره مخ د سین دئ

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا ئې یو سپکه ننداره ده!

دلته لوی غرونه زرغوېږي د ژوند وږمې پکښي چلېږي

بوراوي شا و خوا کړېږي سترگی لیدو ته ئې هېښېږي

لویه خاونده! ټوله ته یې!

تل د نړۍ په ښکلېده یې

خاونده! ښکلی ستا جمال دئ ښکاره ئې لور په لور کمال دئ

که ورځ، که شپه، که پېړۍ کال دئ ستا د قدرت کمکی مثال دئ

ستا د لورونو یو رپا ده!

دلته چه جوړه تماشا ده!

زړه مې دا ستا د مینې کور دئ سوی د عشق په سوځند اور دئ

رپ ئې و تا ته، ستا پر لور دئ بېله دې هېڅ دئ ورک ئې پلور دئ

ستا د جمال په لیدو ښاد دئ

که نه وی دغه، نور برباد دئ

په غرو کي ستا د عشق شپېلکی دئ د دې نړۍ په عشق سمی دئ

که غټ که ووړ، که پنډ، نری دئ ستا د جمال ځری هر شی دئ

چه پر دنیا مي سترگي پرې سوې

ستا د جمال په نندارې سوې

نه هسک نه مځکه وه تورتم ؤ تیاره خپره وه، ټول عدم ؤ

نه دا ابلیس نه ئې آدم ؤ ستا د جمال سوچه پرتم ؤ

چه سو ښکاره ښکلې دنیا سوه

د پنځ پر لوري ئې رڼا سوه

زه چه څرگند پر دې دنیا سوم د ښکلی مخ په تماشا سوم

ستا پر جمال باندې شیدا سوم له خپلي سټي را جلا سوم

په ژړا ژاړم، چه بیلتون دئ

یمه پردېسی بل مې تون دئ

وگړیو ولی ”متي“ ژاړي؟ سورې ئې اوري غاړي غاړي

څه غواړي، څه وائي، څه باړي خپل تون او کور و کلی غواړي

چوڼئ چه بېل سي، نیمه خوا سي

تل ئې د بڼ په لور ژړا سي!


نقل کاوه سي: چه د شیخ متي علیه الرحمه، کتاب د ”خدای مینه“ به تل د ده پر هدیره پروت ؤ، او وگړیو به هغه پاړکي ږغول او هر چا به ویل نو به ئې ژړل، هغه وقت چه مغول راغلل، هغه کتاب ئې واخیست، او وروسته نسوه څرگنده چه څه سو؟


ذکر د جهان پهلوان امیر کروړ، زوی د امیر پولاد سوري غوري


نقل کا زبدة الواصلین، شیخ کټه متی زی غوریاخیل پخپل کتاب ”لرغونی پښتانه“ کښي، چه دی نقل کا له ”تاریخ سوري“ څخه، چه په بالشتان ئې کتلی او موندلی ؤ، شیخ کټه علیه الرحمه هسي وایي چه په تاریخ سوري کي رواوړئ: چه امیر کروړ د امیر پولاد سوری زوی ؤ چه په کال ١٣٩ سنه هجري، د غور په مندیش کي امیر سو، او ”جهان پهلوان“ ئې باله.

وائي چه د غور کوټونه او د بالشتان او خیسار او تمران ماڼی، او برکوشک ئې ټول ونیول، او د رسالت له کهوله ئې په خلافت کي ډېر کومکونه وکړل.

نقل کا: چه امیر کروړ، ډېر غښتلی او پهلوان ؤ، په یوه تن له سلو جنگاورو سره جنگېدئ، ځکه ئې نو ”کروړ“ باله، چه معنی ئې ده کلک او سخت. وائي: چه امیر کروړ به په دوبی زمین داور کي ؤ، او هلته ئې مانۍ درلوده چه کټ مټ د مندیش په شان وه او په دغه ځای کي ئې ښکار کاوه او عشرت. په تاریخ سوری کي راوړئ: چه دا امیران له پېړیو په غور او بالشتان او بست کي ؤ. او د هغه سور نومی له اولاده دي، چه د سهاک له پښته ؤ. امیر پولاد په هغه دعوت کي شریک ؤ، چه ابوالعباس سفاح د بنی امیه سره جگړه کړله او ابومسلم ئې هم مرستی ؤ، په تاریخ سوری محمد ابن علی البستی داسې کښلی دئ: چه د عباسی دعوت په جنگو کي امیر کروړ ډیرې سوبې وکړلې نو ئې دا بیتونه وویل، چه ویاړنه ئې بولي، هغه دا دی، چه شیخ کټه علیه الرحمه له تاریخ سوري را نقل کړی دئ.


ویاړنه د امیر کروړ جهان پهلوان


زه یم زمرى، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

بل په زابل نسته له ما اتل نسته

غشی د من مي ځي، بریښنا پر مېرڅمنو باندې

په ژوبله یونم یرغالم پر ټښتېدونو باندې

په ماتېدونو باندى له ما اتل نسته

زما د بریو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ او په ویاړ

د آس له سوو مي مځکه رېږدی غرونه کاندم لتاړ

کړم ایوادونه اوجاړ له ما اتل نسته

زما د توري تر شپول لاندې دي هرات و جروم

غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما په اودوم

زه پېژندو یم په روم له ما اتل نسته

پر مرو زما غشی لوني ډاري دښن را څخه

د هریوالرود پر څنډو ځم تښتي پلن را څخه

رپي زړن را څخه له ما اتل نسته


د زرنج سوبه مې د توري په مخسور وکړه

په باداری مې لوړاوی د کول د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه له ما اتل نسته


خپلو وگړو لره لور پېرزوینه کوم دوی په ډاډینه ښه بامم ښه ئې روزنه کوم

تل ئې ودنه کوم له ما اتل نسته

پر لویو غرو مي وینا درومي نه په ځنډو په ټال

نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دریځ ستایوال

په ورځو، شپو، میاشتو، کال له ما اتل نسته


شیخ کټه علیه الرحمه، له ”تاریخ سوری“ نقل کا: چه امیر کروړ عادل او ضابط او د ښې وینا خاوند ؤ. ده به هر کله شعرونه ویل، په کال سنه ١٥٤ هجری د پوشنج په جنگو کي مړ سو، او تر ده وروسته ئې زوی امیر ناصر ایوادونه ضبط کړل، او د غور، او سور، او بست، او زمین داور پر مځکو خاوند سو.


ذکر د شیخ اسعد سوري علیه الرحمه


شیخ کټه په کتاب کي د لرغوني پښتانه له تاریخ سوري هسي نقل کا: چه اسعد سوري، په غور کي اوسېدئ، او هلته د سوري خاندان په پادشاهی کي ډېر عزتمند ؤ، شیخ اسعد د محمد زوی ؤ. چه په کال سنه ٤٦٥ هجري په بغنین کي وفات سو. شیخ اسعد علیه الرحمه، ډېر ښه اشعار ویل، نقل کا: چه سلطان محمود غازي، پر غور باندي د امیر محمد سوري رحمة اللّٰه سره جگړه وکړه، او په آهنگرانو کي ئې محصور کا په دې وقت شیخ اسعد هم د آهنگران په کوټ کي ؤ، هغه وقت چه سلطان محمود علیه الرحمه، امیر محمد سوري ونیو، او بندي ئې بوت غزني ته، نو امیر محمد سوري چه خورا زړه ور، او عادل، او ضابط امیر ؤ، له غیرته د بند، مړ سو؛ او شیخ اسعد، چه دوست ؤ د امیر محمد سوري، پر مرگ ئې ساندي وویلې په یوه بولله کي چه قصیده په عربی ده.


وله فی القصیده

د فلک له چارو څه وکړم کوکار زمولوي هر گل چه خاندي په بهار

هر غټول چه په بېدیا غوړیده وکا رېژوي ئې پاڼي کاندي نار په نار

ډېر مخونه د فلک څپېړه شنه کا ډېر سرونه کا تر خاورو لاندي زار

د واکمن له سره خول پرېباسي مړ سي د بې وزلو ویني توی کاندي خونخوار

چه له برمه ئې زمری رپي زنگلو کي له او کوبه ئې ډاري تېرو جبار

هم ئې غشي سکڼی ډال د ژوبلورو رستمان ځني ځغلا کاندي په ډار

چه ئې ملاوي نه کږېږي په غښتلیو دا فلک پر وکا څه کاري گذار؟

په یوه گردښت ئې پرېباسي له برمه نه ئې غشي، نه لیندۍ وي نه ئې سپار

څه تېری څه ظلم کاندي اې فلکه! ستا له لاسه ندئ هیڅ گل بېله خار

په ویرژلو، لور نکړې په زړه کراړیۀ پر نتلیو اوروې د غم ناتار

هیڅ روغي مې په زړه نسته ستا له ځوره بېلوې په ژړا ژړ مین له یار

له تېریو دي اوښی څاڅي له اوریځیو چینې ژاړی په ورټ ورټ ستا له شنار

نه به لاس واخلې له ځوره نه به لورې نه به ملا کړې، له بې وزلو له ترار

نه به زړه وسوځوې په هیچا باندي نه به پرېوزې له گردښه له مدار

نه به وصل کړې مین له بل مینه نه به درملې ټپونه د افگار

ستا له لاسه دي پراته ژوبل زگېروي کا هر پلو ته ټپي زړونه په ځار ځار

کله غوڅې کاندي مراندي د زړگیو کله تېر باسې وگړي هوښیار

کله ټکی واچوې پر نازولیو کله څیري کړې گریوان د نمنځی چار

کله غورځوې واکمن له پلازونو کله کښېنوې په خاورو کی بادار

زموږ پر زړونو دي نن بیا یو غشی وویشت و دې ژوبلله په دي غشی هزار

پر سوریو باندي ویر پریووت له پاسه محمد واکمن چه ولاړي په بل دار

یووار سو اسیر په لاس د مېرڅمنو انتقال ئې وکړ قبر له بل وار

په سماؤ ئې ودان آهنگران ؤ په ټیکنه ؤ پر درست جهان اوڅار

د محمود د ژوبلورو په لاس کښېوت چه غزنه ته ئې باتلی په تلوار

ننگیالیو لره قید مړنیه ده ځکه: سه ئې والوتله هسک ته پر دې لار

تر نړۍ ئې غوره خاوري، هدیره کا د زمریو په بېړیو کله وی څوار

په دې ویر د غور وگړی تور نمری سول په دې ویر، رڼا تیاره سوله د ښار

گوره څاڅي رڼي اوښي له دې غرونو دا کړونگي ساندي لی په شورهار

نه هغه زرغا د غرونو، د بېدیا ده نه د رزکیو په مسا دی کټهار

نه غټول بیا زرغونېږي په لاښونو نه بامي بیا مسېده کا په کهسار

نه له غرجه بیا راځي کاروان د مشکو نه را درومي غور ته بیا جوپې د شار

د پسرلی اوره تودې اوښي توینه مرغلرۍ به نیسان نکړي نثار

دا په څه چه محمد ولاړ له نړیه په ویرنه ئې سو غور ټول سوگوار

نه ښکارېږي هغه سور د سور په لټو نه ځلېږي هغه لمر پر دې دیار

چه به نجلیو په نڅا پکي خندله چه به پېغلو کا اتڼ قطار قطار

هغه غور په ویر ناتار د واکمن کښېوست هغه غور سو د جاندم غندي سوراړ

لاس دي مات سه اې فلکه چه دي وکا محمد غندي زمرۍ د مړینې ښکار

شین زړگی فلکه! ولي لا ولاړ یې؟ اې د غور غرونو په څه نسوئ غبار؟

مځکي! ولي په رېږدلو نه پریوزې؟ لاندي باندي سه! چه ورک سي دا شعار:

چه زمرۍ غندي واکمن ځی له جهانه چه څوک نکړي په نړۍ باندي قرار

سخ په تا اې محمده د غور لمر وي! په نرۍ به نه وي ستا د عدل سار

ته پر ننگه وې ولاړ په ننگ کي مړ سوې هم پر ننگه دي په ننگه کا ځان جار

که سوري دي په تگ ویر کاندي ویرمن سول هم به ویاړي ستا په نوم ستا په ټبار

په جنت کي دي وه تون زموږ واکمنه هم په تا دي وي ډېر لور د غفار




ذکر د ښکارندوی علیه الرحمه


چه د غور ؤ، پوه سه په دې: چه شیخ کټه متي زی رحمة اللّٰه علیه کښلي دئ، په کتاب ”لرغوني پښتانه“ کي، چه په ”تاریخ سوري“ کي دئ: چه ښکارندوی میشته د غور ؤ او کله کله به په غزنه او بست کي هم اوسېدلی. پلار ئې احمد نومېد، او د غور د فیروز کوه کوټوال ؤ، ښکارندوی د سلطان شهاب الدنیا و الدین محمد سام شنسبانی په پادشاهی کي مخور او د درناوی خاوند ؤ، او هغه وقت چه هغه سلطان پر هند یرغل کاوه، ښکاروندوی چه شاعر او عالم سړی ؤ، هم د هغه سلطان په لښکرو کي ؤ، او هسي وایي: چه ښکارندوی په مدح کي د سلطان محمد سام، او سلطان غیاث الدین غوری د ستاینې قصیدې لري، چه بوللی دی، محمد ابن علی وایي: چه بست کي ما د ده د بوللو غټ کتاب ولیدئ، او له هغه څخه مې دغه بولله چه د محمد سام علیه الرحمه ستاینه ده وکښله:


القصیدة فی المدح


د پسرلی ښکلونکي بیا کړه سنگارونه بیا ئې ولونل په غرونو کښي لالونه

مځکه شنه، لاښونه شنې، لمني شنې سوې طیلسان زمردی واغوسته غرونه

د نیسان مشاطي لاس د مچیدو دي مرغلرو باندي وښکلل بڼونه

د غټولو جنډی خاندي و ریدي ته زرغونو بټو کي ناڅي زلمی جونه

لکه ناوې چه سور ټیک په تندي وکا هسي و گاڼل غټولو سره پسولونه

مرغلرۍ چه اورو وخونولیه په ځلا ئې سوه راڼه خپاره دښتونه

زرغونو مځکو کي ځل کا لکه ستوریه چه پر هسک باندي ځلېږي سپین گلونه

سپیني واوري ویلېده کاندي بهېږي لکه اوښي د مین په گریوانونه

هر پلورڼې والې بهاندي خاندي له خوښته سر وهي له سینگړونه

هر پلو د گلو وږم دی لونلئ ته وا راغله له ختنه کاروانونه

د مسیح په پو به مړو ژوندون بیا موند پسرلی مگر مسیح سو په پو کړونه

له مړو خاورو ئې آغلی گل را ویوست وچ بېدیا او غر ئې کړله جنتونه

سړی جاجي چه را مشت کړ را مشتگرو گهیځ چوڼي چه په بڼ وکا ږغونه

په برپڼ چه ږغ د چوڼیو نغوږېده سي ته وا چندی سره پېودي اشکلونه

د زلما ټاپی دی پر جنډیو لکه پېغله غوټي کاندي مکيزونه

د پوپلو مخ سور کړئ پسرلی دئ یو د بل په غاړه اچوي لاسونه

د هنداور په څېر غرونه سپین و ړنگن دي چه پر واورو باندي ځل وکا لمرونه

په غورځنگ غورځنگ له خولې ځگونه باسي لکه شڼ هاتی شڼا کاندي سیندونه

نه به چوڼی په ستایه د جنډیو موړ سي نه به موړ سم د سلطان په صفتونه

د شنسب د کهاله ختلی لمر دئ د پسرلی په دود ودان له ده رغونه

د ښندو اورو ئې درست ایواد زرغون کړ له قصداره تر دیبله ئې یونونه

په زابل چه د بری پرنیلي سپور سي په لاهور ئې د مېړاني گزارونه

نه ئې څوک مخ ته دري د مېرڅمنو نه ئې توری ته ټینگېږي کلک ډالونه

د اسلام د دین شهاب د نړۍ لمر دئ تور ستهان ئې کړ رڼا په جهادونه

هر پلا چه دی پر هند و سند یرغل کا رڼوری توره نړۍ په شهابونه

په پسرلي چه ئې تېرون په اټک وکا غاړه غاړه ئې تری سولله زړونه

نه به ده غندي روڼ ستوری په هسک ځلي که څه پورته سي له غوره ډېر میړونه

نه به راولي جگړن د سیند په لوری نه به بری څوک د هند چناره ښهرونه

نه به څوک زلمي د غور سره را غونډ کا د داور توري به چېرې کا ځلونه

یو خاوند شهاب الدین دئ چه ئې وکا په هر لوری هر ایواد ته یرغلونه

په جوپو جوپو جگړن ئې هند ته یون کا چه د غور بادار همت وکا، زغلونه

نن په سیند باندي تېرېږی یرغل کاندي په پرتم ئې زمری رېږدي په زنگلونه

څپان سیند ئې هم له ډاره ایلائی کا پر اوږو وړی د غوریانو ښه ایړونه

په هر کال اټک د ده ښه راغلې کاندي غوړوی په څنډو خپل پاسته سالونه

پښتونخوا ښکلي ځلمي چه زغلي هند ته نو آغلیه پېغلي کاندي اتڼونه

زرغونې ختي اغوستی وي دې غرونو بټ بېدیا هم پسوللی وي ځانونه

هر گهیځ چه لمر څر کيږي له خاتیځه څو چه یون کا د لویدیځیه په څنډونه

که برېځر وي، که غرمه وي که برمل وي که لرمل که لمر لوېده که ترملونه

د شهاب جگړن به نه کښېني له زغلو نه به پرېږدي دا زلمی خپل بهيرونه

زمری کله کاږي ځان له یرغلگریو څو ئې نکا مات مټونه ورمېږونه

یا به جنگ کا د بریو رپی په هند کي یا به پرېږدي هم په دې چاره سرونه

یا به وران کا بودتونونه د بمبڼو یا به سره کاندي په وینو ایوادونه

په رڼا اوسې ته تل د دین شهابه! نوم دي تل وه پر دریځ په نمزد کونه

څو راڼه سي ستا په توره د هند لوریه څو چه نست کړې له نړیه بودتونونه

ستا په زېرمه دی خاونده لوی څښتن وي موږ خو ستا په مرسته یونه څو چه یونه






ذکر د زندة الفصحاء ابو محمد هاشم

ابن زید السرواني البستي رحمة اللّٰه علیه


په ”لرغوني پښتانه“ کي هسي حکایت کا شیخ کټه رحمة اللّٰه علیه: چه ابو محمد هاشم د هلمند په سروان په سنه هجري قدسي زېږېدلی، او په بست کي ئې له علماء او فصحاء څخه لوستنه وکړه، او وروسته ولاړ، په عراق ئې په کلو کلو د لویو ائمه څخه سمع وکړه، او ابن خلاد چه څرگند ؤ په ابی العینا سره ئې په بغداد کي عمرونه تېر کړل، او له هغه ئې د عربي بلاغت او اشعار ولوستل، او په کال ٢٩٤ سنه هجري قدسي له عراقه بیارته راغئ، درې کاله وروسته په بست کي وفات سو، نقل کا: چه ابو محمد په عربي او فارسي او پښتو شعرونه ویل، او هغه وقت چه د ده استاد ابن خلاد په سترگو ړوند سو، نو ده به ئې خدمت کا، او د هغه څخه به ئې خواړه شعرونه، په ادب کي د عربو اورېدله. ابو محمد له عربي څخه په پښتو د خپل استاد، ډېر شعرونه هم را اړولی دي.

ابن خلاد چه یو ظریف او ادیب سړی ؤ، په یوه شعر ئې درهم ستایلی دئ، او ابو محمد هغه شعر داسي په پښتو را اړولی دئ:

شعر

ژبه هم ښه وینا کاندي چه ئې وینه د خاوند په لاس کي زر او درهمونه

ژبور ورله ورځي وینا ئې اروي د درهم خاوندان تل وي په ویاړونه

که درهم ئې ځنی ورک سو، سي نتلی پر نړۍ ئې وي په خړو پېژندونه

که بډای سوڼی وبولي خلق وائي دا وینا ده رښتاینه له رښتونه

که بې وزلی و وایي رښتیا خبره نور و وایي دا خو سوڼی دی تېرونه

هو درهم ښندي هر چا له لویه برخه د درهم د خاوند هر ځای پرتمونه

درهم ژبه ده که څوک ژبور کيږي ده وسله که څوک په کاندي قتالونه


نقل کا: چه ابو محمد په بښتو یو کتاب کښلی ؤ، چه په هغه کي د عربي د اشعارو فصاحت او بلاغت بیان کړی ؤ، او نوم ئې ؤ ”د سالو وږمه“.



ذکر د عارف ربانی برهان السالکین شیخ تیمن

رحمة اللّٰه علیه


زما پلار قدس اللّٰه سره له کتابه د ”بستان الولاء“ چه شیخ المشایخ بستان بریڅ کښلی دئ په کال ٩٥٦ سنه هجري قدسی داسې نقل کا: چه شیخ تیمن د شیخ کاکړ علیه الرحمه زوی ؤ، ځکه چه دی د غور بری خوا ته ولاړ، او هلته میشت سو، نو خلق ئې اولاد اوس په کاکړو کي نه شمېري، خو په اصل دوی د کاکړ د اولا دی، او تیمن رحمة اللّٰه علیه، زاهد او عابد، او ولي ؤ.

نقل کا: چه کاکړ بابا، لا ژوندی ؤ، تیمن له غوره راغی، او په ږوب کي د کاکړ بابا لیدنه ئې وکړه، بیا ولاړ، او په کجران کي و اوسېد، او د علاءالدین حسین سام په زمانه کي وفات سو، د تیمن بابا دغه شعرونه زما پلار له ”بستان الاولیاء“ څخه نقل کول او ما له ده واورېدل:


شعر

گهیځ رڼا د لمر خپره سوه زما پر کور د ویر ناره سوه

د بېلتون ورځ توره تیاره سوه

ږغ سو ناڅاپه چه بېلتون راغی

زړه مې له دې ویرنی شین دئ په ژړا ژاړم څه ناورین دئ

زرغون له اوښو مي سادین دئ

په نول نولېږم چه تاخون راغئ

نه به بیایم نه به بیا راسي نه به تیاره شپه زما رڼا سي

نه به شهی راته پخلا سي

بېلېږي پېر ئې اوس دیون راغئ

د څښتن پار دی هېر مې نه کړې آغلیه مخ چه په یانه کړې

اوربل دی پرېښووی واته کړې

پر ما د بل اور کړوون راغئ


(١١) ذکر د کاشف اسرار عرفان شیخ بستان بړېڅ

قدس اللّٰه سره العزیز


زما پلار علیه الرحمه له قدما څخه روایت کا: چه شیخ بستان په قوم بړیڅ ؤ، په ښوراوک ئې کور ؤ، د ده پلار محمد اکرم رحمة اللّٰه علیه هم د خدای ولي ؤ، او د ښوراوکه راغئ، د هلمند پر غاړه یوه کوډله کي اوسېدئ، او د خالق په عبادت به اړ ؤ، نقل کا شیخ بستان له پلاره ډېر فیض وموند، او په ځوانی ولاړ، هندوستان ته، او هلته به ښار په ښار گرزېدئ او آثار د قدرت به ئې تماشا کول، او هغه وخت چه وطن ته راغی په سنه ٩٩٨ هجري ئې د اولیاء اللّٰه په بیان کتاب د ”بستان اولیاء“ وکيښ او زما پلار رحمة اللّٰه دغه کتاب په ښوراوک کي د حسن خان بړیڅ په کور کي لیدلی ؤ، چه په دې کتاب کي شیخ بستان علیه الرحمه د ډېرو پښتنو اولیاء، حالونه او کرامتونه او خوارق د عادات کښلي وو، او ډېر ډېر اشعار ئې هم را نقل کړي ؤ له نورو شاعرانو او خپلو شعرو څخه. دغه شعر ما د خپل پلار له خولې واورېدې چه د شیخ بستان رحمة اللّٰه علیه دئ:


شعر چه بدله ئې بولي


اوښکی مي څاڅي پر گریوان یووار نظر که پرما راسه گذر که پر ما


د میني اور دي زما زړگی وریت په انگار کینا ښې تارونار کینا

خود به وېلېږم چه مي زړه پر تا مفتون کینا ځان مي زبون کینا

اوښکی مي څاڅی پر گرېوان یووار نظر که پر ما راسه گذر که پر ما


وکه نظر زما پر حال چه پروت رنځور یمه تل په ویر ناسور یمه تل

له زړه مې څاڅي وینې سور په وینو خپل یمه تل په اور جلبل یمه تل

اوښکي مي څاڅي پر گرېوان یووار نظر که پر ما راسه گذر که پر ما


له درده سوزه تل نارې او غلبلې وهمه کرږی سوري وهمه

یو آن مي چېري نه آرام نه ټېکونه وینم نه راحت کړنه وینم

اوښکي مي څاڅي پر گریوان یووار نظر که پرما راسه گذر که پر ما


د خوږو زړو له حاله ته يې اې باداره آگاه یې د بې وزلو همراه

د خپل عزت په روی بستان ته کړه د مهر ښندل کړې له گناهه گواښل

اوښکي مي څاڅي پر گرېوان یووار نظر که پرما راسه گذر که پر ما


ذکر د امیر الفصحاء شیخ رضی لودی علیه الرحمه


پوه سه په دې: چه کامران خان ابن سدو خان په ښهر ضفا کي په سنه ١٠٣٨ هجري قدسي علی صاحبها التحیة و الصلواة السلام، یو کتاب وکيښ، چه ”کلید کامرانی“ ئې نوم ؤ. په دې کتاب کامران له کتابه د شیخ احمد ابن سعید اللودی چه په سنه ٦٨٦ هجري ئې کښلی، او نوم ئې ”اعلام اللوذعی فی اخبار اللودی“ دئ هسې نقل کا: چه شیخ رضی لودی د شیخ حمید لودی وراره ؤ، چه شیخ حمید په ملتان پاچا سو، نو ئې خپل وراره پښتونخوا ته ولېږئ، چه د هغو غرو خلق د اسلام دین ته راولي، شیخ رضی راغئ، دوه کاله د کسې په غرو گرزېده او هلته ئې ډېر مخلوق مسلمانان کړل.

نقل هسي کا: نصر د شیخ حمید زوی په ملتان کي د ملا حده له استاځو سره گښېنوست، او له دوی څخه ئې د الحاد او اسماعیلی فرقې عقاید زده کړل، او وگروهېدئ د دوي په اعتقاد، او ملحد سو. چه شیخ حمید رحمة اللّٰه وفات سو، نو ئې پر ځای نصر کښېنوست، او د الحاد ترویج ئې غوره کړئ، او قرامطه ئې راوستل. شیخ رضی علیه الرحمه، چه سوچه مسلمان ؤ، خپل تربور نصر ته ئې داسې پاړکۍ وکښل، او وائې ستول:


پاړکۍ


د الحاد په لور دي تر پلل گروه دي زموږ و کوراوه

موږ روڼلی په زیارنه تا په تورو توراوه

لرغون ولی گروهېدلې چه دې گوښی اړاوه

هغه گروه دي اوس آړه کړ چه پلرو دي رڼاوه

لودي ستا په نامه سپک سو که هر څو مو درناوه

نصره! نه مو یې له کهاله لودى نه یې په کاوه

زموږ رغا ده ستا له گروهه د ورځلوی په رغاوه


شیخ احمد لودی هسې نقل کا: چه نصر لودي هسې د شیخ رضی رحمة اللّٰه علیه غبرگون وکا:

د الحاد په تور تورن سوم زه لرغون خو ملحد نه یم

زما دښنه هسي تورا کړي که ملحد یم د دښنه یم

له اسلامه نه ترپلمه تورانو څخه په ترپله یم

گروه مي هغه لرغونی دئ اوس هم کروړ په لرغونه یم

د اسلام پر هسک به ځلم و تورانو ته تیاره یم

د لودی زوی سنتی یم د حمید له لوړ کهاله یم

تورانی دښن چه وایي زه له گروهه په آړه یم

دا ئې تور تاسي دروهوي زه مومن ستاسي په تله یم

د دښنو ویناوې مغږه زه لودى یمه څو زه یم


غفراللّٰه الماضین و رحمة اللّٰه علی الذین اعتصموا بحبل اللّٰه المتین.



ذکر د مقبول ربانی شیخ عیسی مشواڼی

رحمة اللّٰه علیه


هسي نقل کا: خواجه نعمت اللّٰه هروي نورزی، په ”مخزن افغانی“ کي، چه په دوران د جهانگیر پادشاه ئې وکښلئ چه شیخ عیسی په قوم مشوانی ؤ، او په دامله ئې سکونت کا او د شیر شاه په دوران کي ژوندی ؤ، هسي وایي: چه شیر شاه ته خلقو وویل، چه عیسی شراب خوري کا، شیر شاه خلق وگمارل چه ولاړ سي، او د شیخ شراب وویني، چه راغلل، شیخ پخپل کور ناست ؤ، او صراحي او پیاله ورته پراته وه، خواړه ئې، د پادشاه سړی چه راغئ، وې ویل: اې شیخه! په دې پیاله کي څه خورې؟ شیخ ویل راسه، ته هم ئې وخوره! سړی چه صراحی کوږ کړه، په پیاله کي شیدې را توی سوې. ولار او دغه حقیقت ئې پادشاه ته بیان کا. نعمت اللّٰه کښلي دئ: چه شیخ عیسی رحمة اللّٰه علیه، لوی ولي ؤ، او د خداي په توحید کي ښه شعرونه په پښتو او فارسي، او هندویی ویله، د پښتو یو شعر یې دا دئ:


پخپله کار کړې پخپل انکار کړې کله بادار یم، کله مي خوار کړې

ته خو قادر یي په صفتونو کله مي نور کړې، کله مي نار کړې

عیسی حیران دئ په دې شیونو کله مي یار کړې، کله ایار کړې



(١٥-١٦) ذکر د سلطان السلاطین بهلول لودی

علیه الرحمة اللّٰه الولی


په مخزن افتاني کي نعمت اللّٰه رحمة اللّٰه علیه هسي کښلي دئ: چه ملک بهلول د ملک کالا زوی ؤ، په هندوستان ئې د سلطنت لوا هسکه کړه، او دغه ملک له لودی طایفې څخه ؤ، له ډېري زمانې، دې لودی ټبر سلطنت کا په هند کي.

ملک بهلول په سر هند د اسلام خان تر وفات را هیسي استقلال وموند، او تر جنگو په وروسته ئې پر دهلی خطبه او سکه ووهله، پانی پت، او لاهور او هانسی او حصار او ناگور ئې د ملتان تر څنډو پوري ونیول، او د هندوانو د راجگانو سره ئې سخت جنگونه وکړل، او اته دېرش کاله ئې پر هندوستان سلطنت وکا، او ډېر عادل او عالم پادشاه ؤ، په کال ٨٩٤ سنه هجري قدسي وفات شو، کله چه وایي:

به هشت صد و نود و چهار رفت از عالم

خدیو ملک ستان و جهانکشا بهلول

د سلطان بهلول علیه الرحمه وفات په تبه د جلالی قصبه کي ؤ، او محمد رسول کلاتوال هوتک پخپل بیاض کي کښلى دئ: چه په هندوستان د برسات په موسم خلیل خان نیازی هسي رباعي انشاء کړه: او سلطان بهلول پادشاه په مخه کي وویله:


رباعی

خړي اوریځې ژاړي له پاسه کویله ږغ کا بېلتون له لاسه

په هغه لوني گوهر په خول ستا دا مرحبا کا ستا زموږ مواسه!


رباعی د سلطان بهلول

ملک به زرغون کړم په ور کړه راسه گوره اوریځي د داد له پاسه

خول مي د عدل په درو روڼ دئ جهان به زیب مومي زما له لاسه





(١٧) ذکر د خان علیین مکان خوشحال خان بیگ

علیه الرحمه


محمد رسول هوتک پخپل بیاض هسي کښلي دئ: چه خوشحال بیگ د شهباز خان خټک زوی ؤ په سنه ١٠٢٢ هجري پیدا سو او دا خان خورا مړنی او غښتلی ؤ. خوشحال بیگ څو کاله په هندوستان بندی ؤ، او بیا ئې له مغولو سره ډېري جگړې وکړې او د اورنگ زیب پادشاه سره ئې تر مرگه دښمني وکړه او په دغو تالاو کي مړ سو. نقل کا: چه خوشحال خان بیگ د خټکو سرداری کړله او هم ډېر زامن ئې درلود چه ټول شاعران ؤ او پخپله خوشحال بیگ هم د غزلو دیوان لرینه.

چه د ده غزلونه ډېر ښه دي، او کله کله هزل هم په شعر وایي، او قصاید هم لري. نقل کا: چه خوشحال بیگ د مغولو په بند کي ؤ، او د نتنهبور په کوټ بندي ؤ، پښتانه خټکان ولاړل، او دی ئې له هغه بندیخانې را ویوست، اورنگزیب نسو په خبر څو چه دی خپل وطن ته را ورسیدئ، او هغه پادشاه سره ئې جنگونه وکړل، د خوشحال بیگ کلی اکوړه نومېږي، او هلته خټکان پراته دي، په خټکو خوشحال بیگ عالم او شاعر پیدا سو.

نقل کا: چه خوشحال بیگ هدایه په فقه کي په پښتو را واړوله، او ډېر کتابونه ئې وکښل، او په کال ١١٠٠ سنه هجری وفات شو. محمد رسول هوتک په خپل بیاض د خان علیین مکان، داسي شعرونه کښلی دي، چه زه ئې هم پدې کتاب نقل کاندم:


غزل

په کاته کاته مي سترگې په خاته شي چه خبر دي د راتلو را باندي وشي

ته خو اوس له ما نه ولاړې مرور شوې دا ځما یاری دي هم گندی په زړه شي

چه دیدن د محبوب وکړمه تازه شم لکه کښت چه په باران سره اوبه شي

گوره تا را باندي کومي کوډي وکړې که په پښو در ځني درومم زړه مې نه شي

په ارمان د هغه وقت یم درېغه درېغه که د زني سیب ئې بیا د ما په خوله شي

د خپل یار د جدائۍ هسي کار دئ لکه روح چه له وجوده په واته شي

بخته! هونبره مدد بیا راسره وکړه چه په غېږ کي مي بیا تللئ یار اوده شي

د خوشحال سلام په واړو ښو یارانو گندي بیا مي په لیدو سره زړه ښه شي


وله ایضاً

که مسجد گورې که دیر دواړه یو دي نشته غیر

یو مي بیا موند په هر څه کي چه مي وکړ د زړه سیر

هغه ځای په سیر گرزم چه ترې نه رسيږي طیر

خوشحال یو ویني خوشحال دئ ورنه ورک دي غیر و زیر


و من رباعیاته رحمة اللّٰه

چه حرصناک وي یا ترسنده وي یاری له واړو سره گنده وي

دا به دي پرېږدي په تنگسه بلاته بتر تر دا نه، شکم بنده وي


وله ایضاً

هوښیار به مینه په ورمو زیاته کا ورمونه وایم، که څوک مخ راته کا

محتاج د نورو نورو نغریو شي سړی چه خپله کټوه ماته کا





(١٨) ذکر د زرغون خان جنت مکان چه په قوم نورزی ؤ


روایت کا: دوست محمد کاکړ چه په خپل کتاب “غرغښت نامه“ کي کښلی دئ چه زرغون خان د نوزاد نورزی ؤ او په کال ٨٩١ سنه هجري مبارک ولاړ هرات ته او له هغه ځای ئې په عراق او خراسان سفر وکا او د اوزبکو په جنگو کي زرغون ښکاره کړه ښه مړانه او غیرت، چه شیبانی خان سیستان ته ورسېد نو زرغون خان له ده سره جنگونه وکړل چه د اوزبکو لښکر ډېر ومړل. دوست محمد کالړ هسي نقل کا: چه په سنه ٩١٢ هجري زه ولاړم هرات ته، په کجران کي مي د ملا ایوب تیمنی څخه د زرغون خان د غزلو او شعرو دیوان ولید، چه اوراق ئې ؤ په شمېر درې سوه. هم د دوست محمد کاکړ روایت دئ: چه زرغون ډېر ضعیف سو، او په سنه ٩٢١ هجري په دیراوت کي وفات سو.

دوست محمد کاکړ پخپله ”غرغښت نامه“ کي دا لاندی دوه یځ چه مثنوی د ساقی نامې دئ، د ده له دیوانه د اشعارو را نقل کوي:


مثنوي ساقي نامه


ساقي پاڅه پیاله راکړه مرور یار مي پخلا کړه

اوبه توئي په لنبو کړه اور مي مړ په دې اوبو کړه

پسرلی سو غنچه گل کا زلفي تاوي د سنبل کا

بلبلان شور و فغان کا کړېدن په گلستان کا

زاهد وزي صومعې څخه شراب پيري ميخانې څخه

هر سړى په ميو مست دئ دې بهار کي گلپرست دئ

په راغو کي سرې لنبې دي د غټولو نندارې دي

جهان ټول سور او زرغون شو وچ راغه ښکلى گلگون شو

سړي ټول شور و شغب کا ياراني کاندي طلب کا

بهار وقت د ياراني دئ نن ژوندون سبا رفتار دئ

نو ساقي پاڅه بهار دئ نن ژوندون سبا رفتار دئ

دنيا پاته موږ به څونه تورو خاورو کي به يونه

پيمانه ډکه له مى کړه بزم تود په پياپي کړه

چه يو دم سمه آزاد ناښاد زړه مي سينه ښاد

ساقي پاڅه وقت د گل دئ په جوشش کي خم د مل دئ

وقت د ميو د وېشو دئ د پيالو د ډکيدو دئ

هغه څوک اوس د پيغور دئ چه ئې جام تش و نسکور دئ

مستان گرزي په باغو کي مستي کاندي په راغو کي

لاس په لاس دي يارانې کا يو په بل ناز و نخرې کا

مجنون وصل له ليلا دئ د جمال په تماشا دئ

نه غمجن سته نه بېلتون سته نه مهجور نه ځگر خون سته

تر تا وگرزمه راسه سلاقي يو گړى پخلا سه

ما ته جام د ربل و لور را چه يو تش سي ډک ئې نور را

اور مي بل د زړه په کور کړه له هر چا هر څه ئې تور کړه

چه بل څه نه وي الفت وي ټوله مهر و محبت وي

ټول اخلاص وي او صفا وي تياره ورکه سي رڼا وي

له زړه کم غش او دغل سي جهان ټوله گل او مل سي

ساقي ستا مهر مطلوب دئ نو بهار ځکه مرغوب دئ

که ستا لور، پېرزو نه وي نو بهار به په څه ښه وي؟

خوند به نکا رنگ د گلو بې مستيو بې له ملو

نه به بزم په شور تود سي نه نغمې نه به سرود سي

جام به تش د آرزو سي ورک به مهر او پېرزو سي

نو ساقي پاڅه بهار دئ بزم تا له اميدوار دئ

ياران ناست سترگي څلور دي ستا د جام په اميد نور دي

ته هم راسه عنايت کړه بزم تود د محبت کړه

له سرو ملو څخه ډک جام کړه د يارانو ئې انعام کړه

چه سوړ بزم په مى تود سي د رندانو غوږو سرود سي

د جهان وير و غم هېر کا يو دم ښه په عشرت تېر کا

چه په مخ کي مو بېلتون دئ له جهانه سبا يون دئ


ذکر د اللّٰه تعالي په رحم نومړ دوست محمد کاکړ عليه الرحمه


د بابړ خان زوى ؤ، چه د کاکړ بابا د زيارت دپاره په کال ٩١٢ سنه هجري ولاړ هرات ته، او بيا چه راغي ږوب ته، په کال ٩٢٩ سنه هجري ئې يو کتاب په شعر نظم کړ، چه نوم ئې دئ ”غرغښت نامه“. دا کتاب چه ما وليدئ شيرين بيتونه په مثنوي لري، او غرغښت بابا قدس اللّٰه سره الکريم حکايت دي، او له رشتينو خلقو ئې روايات را جمع کړي دى. دغه کتاب زما پلار به توبه کي ميندلي ؤ، او زموږ کهول کي مو کوچنيو او زڼيو په سبق لوست.

دوست محمد عليه الرحمه پخپل کتاب کښلي دئ: چه زما پلار بابړ خان هم يو کتاب په شعر کښلي ؤ، چه نوم يې ؤ ”تذکرۀ غرغښت“ هغه وقت چه بابړ خان وفات سو، او زه پر کور نه وم، نو هغه کتاب ورک سوي ؤ، او چا ضايع کړي، زه چه راغلم، د خپل پلا په ماتم هسي ويرجن نسوم، لکه چه کتاب روک ؤ. ما خو د هغه کتاب خبري اورېدلي، او په وارو وارو ويلي وې، او هم مي يو څه له هغو څخه په ياد وې، نو ما پر خداي توکل وکا او هغه قصې او روايات مي بيا په شعر وويل، خداي تعالى دي زما د پلار سعي مشکوره کا.

هسي وايي: کښونکي د دې کتاب عفى اللّٰه عنه، چه ما له غرغښت نامې څخه دغه حکايت را نقل کړي دئ:


حکايت له غرغښت نامې څخه


له نيکانو روايت دئ هسي توگه حکايت دئ

نور محمد کاکړ راوي دئ چه ئې فيض تل جاري دئ

د نيکونو له خولې وائي: چه منښت ئې راته ښايي

چه کاکړ نيکه زاهد ؤ لوى څښتن له تل عابد ؤ

تل تر تل بې عبادت کا پر دې ليار ئې رياضت کا

شپې ئې روڼي به لمانځو وې په ژرا و په نارو وې

نه ئې خوب نه ئې خوراک ؤ عبادت ئې ژوند و زواک ؤ

چه به کښېنوست په لمانځه يا به کښېوت په ستاينه

ورځ ئې ټوله په قعده وه شپه ئې هم يوه سجده وه

تل ئې سير د لاهوت کا په يو گوله ئې قوت کا

غرق به تل په ذکراللّٰه ؤ هر سبا او هر بېگاه ؤ

يوه شپه ئې عبادت کا پر گناه ئې ندامت کا

سترگي پټي سوې له خوبه په شپو شپو ئې ؤ ويښتوبه

هسي خوب ئې وليد گرانه! چه غرغښت ښيي ښهانه

وايي: ”اې کاکړ زويه له تا خوښ يمه نيکخويه!

ستا قدم زما پر لار دئ ما سوا کي دي قرار دئ

شپه و ورځ دي ده لمانځنه د څښتن عبادت کړنه

ولي پاته له تا نور دي شپې او ورځي دي په کور دي

ځه جهاد کړه پر تا فرض دئ دا هم ستا د غاړي قرض دئ

يوه ورځ جهاد افضل: تر کلو کلو لمانځل

څوک چه تل لمنځ و روژه کا په جهاد به ئې پوره کا

لمړى شرط د دين همدا دئ بيا خدمت د خلق اللّٰه دئ

له تا پاته دواړه دي نه ځان خبر کړه ښه له دينه

توره واخله مجاهد شه د لوى خداى د دين قاصد شه

د خداي نور پر جهان خپور کړه دا خدمت ئې په ځان پور کړه

چه دي بشپړ عبادت سي ځان دي خلاص له معصيت سي“

چه له خوبه ويښ کاکړ سو د غزا پر خوا نومړ سو

زغره خول ئې آراسته کړل د غزا غشي تېره کړل

هرات خوا ته په تلوتلو سو د سلطان غياث له ملو سو

وېکړه هورې جهادونه د سلطان مل شو په ملونه

څو هورې تر دنيا تېر سو د غازديانو په ټول شمېر سو

چه ئې هلته هم وفات سو ښخ په خاورو د هرات سو

مېړه هسي ژوندون کاندي مري د خداى په رضا باندي



ذکر د محبوب سجان عبدالرحمان

عليه الرحمه


محمد رسول هوتک پخپل بياض کي هسي کښلى دئ چه عبدالرحمان بابا په قوم مهمند ؤ، او په پېښور ئې ژوندون کا، پلار ئې عبدالستار نوميدئ، او په بهادر کلي ئې دېره وه، عبدالرحمن بابا په سنه ١٠٤٢ هجري پيدا سو، او له ملا محمد يوسف يوسفزى څخه ئې لوست وکا، او له هغه څخه ئې فقه او تصوف زده کړل، او بيا ولاړ کوهاټ ته، هلته ئې هم سبقونه ولوستل، او ښه عالم سو په ځواني ئې دنيا پرېښودله، او اکثر به په غرو گرزېدئ، او کله به ولاړ، د هندوستان پر خوا، او د خداى عبادت به ئې کا، د دنيا په کارو به نه مشغول کيدئ. عبدالرحمان بابا يو عالم رباني او عابد سړى ؤ، او ډېر شعرونه ئې د خداى تعالى جل جلاله په محبت کي وويل، او په پښتنو کي په رحمان بابا مشهور سو، په سنه ١١١٨ هجري وفات سو. خلق ئې تر اوسه د پېښور په هديره کي زيارتونه کا، او د ده شعرونه لولي. د رحمان بابا د بيتو او غزلو ديوان سته، او ډېر پيدا کيږي.

هسي وايي: فقير، محمد هوتک غفراللّٰه ذنوبه، چه ظل اللّٰه پادشاه جهان شاه حسين کاتبان واستول، او له پېښوره ئې د عبدالرحمان بابا عليه الرحمه د ديوان نقلونه راوړل، او په قندهار کي علماء او زهادو، وکښل، او اوس ډېر دي. فقراء او د خداى دوستان د عبدالرحمن بابا شعرونه ډېر لولي او خوښوي، او عام خلق فالونه پر گوري، حتى چه ښځمني هم دا کتاب ډېر وايي، او خداى تعالى د ده په وينا کي، هسي برکت ايښي دئ، چه د هر خوږمن زړه دارو په کا او هر غريب او محتاج مستغني کا. زما پلار هسي نقل وکا: چه په قندهار کي د رافضي گرگين خان جور و ستم، تر حد تېرئ وکا، او خلق د خداى هسي ځني په عذاب سول چه په مرگ خوښ سول، نو دوي په کوکران کي مغفور رحماني، بر گزيدۀ صمداني حاجي مير خان هوتک ښالم خېل ته ولاړل، او له هغه ئې چاره د کار طلب کړل، او ټولو وويل: هر ډول چه دى وايي هغسي کړي. هغه مغفور يوه ورځ تر ماښامه له نورو پښتنو خانانو او مشرانو سره مصلحت وکا، او هسي ئې تړون وکا: چه ظالمان مړه کړي، او ځانونه له جور و ظلمه وژغوري، په پاى کي حاجي مير خان عليه الرحمه وويل: راسئ چه عبدالرحمان بابا قدس سره، هم وپوښتو. چه د ده ديوان ئې خلاص کا، هسي شعرونه ؤ.

بيت

زه مکتوب غندي په پټه خوله گويا يم خاموشي ځما تېرئ کا تر غوغا ځما

گښت د عشق په توره زمکه امان چرې سمندر بويه چه زيست کا په صحرا ځما

چه دغه بيتونه ئې ولوستل، هغه مغفور حاجي اولس ته وويل: چه د ظالمانو کار تمام دئ، اما اوس دستي خاموشي بهتره ده، ټوله به په پټه خوله دا کوښښ کړو، چه ظالمان ورک سي، چه مناسب وقت راسي، نو به زه پر تاسي ږغ وکړم، هغه وقت بايد ټول تيار او ظالمان له وطنه وباسو.

نقل کا: چه يوه مياشت وروسته، جنت مکان حاجي مير خان، د اولس ميران او خانان را وبلل، او په مانجه ئې جرگه وکړله، او ټولو په قرآن قسم وکا، چه د گرگين خان ظالم له جوره ځانونه خلاص کړي، پر دې وقت بيا حاجي مير خان مغفور، له رحمان بابا څخه دا بيتونه ولوستل:

بيت

چه آسمان ئې مخ پټ کړي په سحاب ؤ خداى و ما وته ښکاره کړ هغه نمر بيا

چه رقيب راته تړلئ په زنځير ؤ خپل حبيب را باندي پرانت هغه ور بيا

په وصال ئې منت بار اوسه رحمانه! په صدف کي دخل نشته د گوهر بيا

نقل کا: چه د خداى په قدرت، دغه ورځ پر آسمان اوريځ هم وه، چه حاجي مير مرحوم دا بيت ولوست، هغه گړۍ لمر ښکاره سو، اوريځ ئې له مخه هيسته سوه، خلقو هم دغه يو الهي مدد وگاڼه، او بيا نو جنت مکان حاجي مير خان خلقو ته وويل: دا دئ د خداى تعالى مهر او لطف هم زموږ ملگرى دئ، اوس نو وقت دئ، چه توري له تېگيو وکاږو، او ځانونه له دښمنه وژغورو. هغه ؤ چه په ٢٩ د ذيقعدة الحرام سنه ١١١٩ هجري اولس ټول سول، او د جنت مکان حاجي مير په مدد په قندهار ور ننوتل، او دښمنان ئې ټول مړه کړل. اوس به نو کاتب الحروف غفراللّٰه ذنوبه د عبدالرحمن بابا شعرونه را نقل کا:

غزل

زه دا هسي ديوانه و مجنون چا کړم له رواجه له رسومه بيرون چا کړم؟

نه پوهېږم چه دا چاري په ما څوک کا ليوني د خپل نگاه په افسون چا کړم؟

کومي سترگي، کوم باڼه، کومه غمزه ده ډوب شهيد غندي په خاک و په خون چا کړم؟

توان توفيق خو د فتنو را څخه نه ؤ په فتنو د تورو سترگو مفتون چا کړم؟

رحمان هيڅ له خپله ځانه خبر نه وم چه دا هسي رنگ زبون او مخزون چا کړم؟



ذکر د شيخ الصالح محمد صالح

رحمة اللّٰه عليه


هسي وايي کاتب د دې کتاب محمد: چه ملا اللّٰه يا الکوزى په ”تحفۀ صالح“ کي کښلي دئ چه شيخ محمد صالح په قوم الکوزى ؤ، په جلدک کي اوسېدئ، او عابد او عالم ؤ چه وقت ئې په تدريس تېراوه، او د خلق اللّٰه ارشاد ئې کا.

تقل دئ: چه شاه بيگ خان د قندهار صوبدار شيخ محمد صالح وغوښت، چه کابل ته ولاړ سي او هلته خلقو ته فيض ورکړي او په تدريس د علومو طالبانو ته هدايت وکا. شيخ محمد صالح ورته وکښل: ”چه ما له طمع د عزت نسته، او په دنيا پسې تگ نه غواړم زما داسي مقصد دئ چه دنيا ما ته راسي، نه چه زه ولاړ سم دنيا پسې، که زما عزت غواړې ما پرېږده، او په دنيا پسې مي مه مسافر کوه“. چه دغه خط ورسيدئ شاه بيگ خان وويل: ”زما هم ستا عزت مقصود ؤ، نه بې عزتى“.

هسي وايي محمد چه ملا اللّٰه يار، د خپل شيخ په نامه وکيښ کتاب چه ”تحفۀ صالح“ ئې نوم ؤ. په هغه کتاب کي د خپل شيخ عليه الرحمه احوال او خبري وکښلې، او د ده اشعار ئې پکښ ضبط کړل، چه له هغو څخه دا غزل دئ، چه شاه بيگ ته ئې کښلې:


غزل لشيخ محمد صالح

د ليلى د ميني فيض هر سبا وړم بيهوده منت به ولي د نور چا وړم؟

چه اشناي د شپې ناڅاپه په لاس کښېوت روښان زړه په کوگل پټ لمر په سما وړم

پر دنيا که تجارت څوک د دنيا کي زه د زړه په بازار بار د عشق سودا وړم

د ليلى ليدل دي رب په بها، نه کي خزانه که د دې کل جهان په شا وړم

که پر تخت مي د سليمان سپور کړې سړيه: عاقبت خاورو ته ښه عمل پيشوا وړم

بېله عشقه خوشحالى پر ما حرامه زه صالح که په خوله خوښ په زړه ژړا وړم


غزل، وله ايضاً رحمه اللّٰه


چه په زړه ئې غشي څرخ سي د چشمانو روغ به نه سي په دارو د طبيبانو

چه نور تن له رنځه خلاص په زړه رځور وي دا د زړه دارو جوړ نکړه حکيمانو

مگر اللّٰه چه حبيب دئ هم طبيب دئ کار سازي کا د خوارانو رنځورانو

هيڅ اثر را باندي نکاندي عالمه! ښه ويل در و گوهر د ناصحانو

نصيحت زړه غواړي، زړه نسته کوگل کي زړه مو وړي په منگلو خوبرويانو

که صالح غندي د زړه په وينو پائې نور دولت پر دنيا نسته طالبانو



ذکر د مقبول رباني علي سرور قدس سره الولي


په ”تحفۀ صالح“ کي هسي راوړي: چه شيخ علي سرور شاهو خېل لودى و، چه د هندوستان په ملتان کي ډېره ؤ او خاوند ؤ د کراماتو او خوارقو چه خلقو به هر کله ځني ليدل.

په ”مخزن افغانى“ کي هم نعمت اللّٰه هسي وايي: چه شيخ لوى لوى کرامات ښکاره کړل او خلق په وگروهېدل. په ”تحفۀ صالح“ کي راوړي چه شيخ به خپلو مريدانو ته هدايت کا او وعظونه، او د سوالو ځوابونه به ئې ويل، او د تصوف مشکلات به ئې حل کول. يوه ورځ سوال ځني وسو چه:

پس ترا هر لحظه مرگي رجعتي است مصطفى فرمود دنيا ساعتى است

څه مقصد لري؟ زموږ مرگ و رجعت کله دايم او مستمر دئ؟ او که دا مرگ و رجعت دايم او مستمر وي، نو به حيات بعد الممات متمعد سي، او د تناسخيانو عقيده به سي! هغه عارف رباني هسي جواب ورکا: چه ذات اسوا دئ له بدنه، ذات دائماً ثابت دئ او بدن متحلل دئ، هسي چه وايي: انت انت لا ببدنک، فان ندنک فى التحللو ليس عندک منه خبر فانت و راء هذه الاشياء. دغه مرگ و رجعت بدني دئ نه ذاتي او هر کله چه تحلل وموند سابقه ذراتو، نو ئې پر ځاي درېږي لاحقه ذرات، او همدغه تجدد دئ چه د دنيا عدم تحقق ثابتووي. او هغه چه مصظفي عليه السلام وويل: الدنيا ساعة رشتيا کوي.

په تحفۀ صالح کي د عارف رباني علي سرور لودى، اشعار دى چه دا غزل ځني را اخلم:


غزل لعارف الرباني


محبت پياله مي نوش کړه په مجاز کي د حق نور وينم په سترگو د اياز کي

درست وطن راته درياب شو بې ديدنه ديد مي نشي مگر خداى مي سبب ساز کي

که زه مړ شم هم له گوره کړم سر پورته ناگهان چه مي دلبر پورته آواز کي

که مي سر غوڅ د رقيب په تېره تيغ سي هم به ځم که دلبر غوښت په مهر و ناز کي

زه و يار مداماً ناست و يو له بله پر غماز دى باري کاڼي د غم ساز کي

گران بيلتون به د هغو مينو وينه چه تل ناست وي په خلوت کي سره ناز کي

اې سروره غمازان شوه بې حسابه پاک اللّٰه دى صورت تش بې مغزه پياز کي





















دوهمه خزانه

په بيان د هغو شاعرانو چه زموږ معاصرين دي غفراللّٰه لهم


ذکر د آشناي بزم راز ملا باز توخى

ملا باز توخى په اتغر کي اوسي، او په اصناف د اشعارو کي استاد دئ، غزل او رباعي وايي، او د شاعرانو انباز دئ او زما چه محمد هوتک يم همراز دئ.

کله چه قندهار ته راسي، موږ مجلس په تود وي او ياران د ده له لطافته د طبع ممنون.

ملا باز مبادى د علومو لوستى، او په فقه شريف کي تيار دئ، کله منطق او حکمت لولي، او خپلو شاگردانو ته ئې درس ور کوي، دمخه په ابتداء د ځوانۍ تللي ؤ، او په هندوستان ئې له استادانو لوست کړي.


لطيفه

کله له کلاته ملا باز راغئ، او په قندهار کي زما ميلمه سو، دستي ما چرگ حلال کا، او طعام مي تيار، چه دسترخواون راغئ، ملا باز هسي شعر ووايه:


شعر

پر کورو ئې رمې گرزي د باز برخه يو چيچي دئ

د باز ښکاروي د غرڅنو اوس مي بس ها سپينکي وري دئ


ما ژر هغه سپين وري هم حلال کا او د ميلمه ميلمستيا ته مي پوخ کا. دا بدله د ده د بدلو څخه ده:


بدله

راسه پر څنگ، راسه ليلي، ته مي نږدې سه له دل

يمه زخمى چه مي و نه نجتى په خوږ زړه منگول

راسه پر څنگ، راسه ليلي ولي له ما کړې بيلتون؟

دا ستا له غمه مي زړگى دئ په سرو وينو گلگون

که هر څو تښتم نه پرېږدي مي ستا د عشق شواخون

زه نه خلاصېږم له غمازه په لېږدنه په تلل

راسه پر څنگ، راسه ليلى، چه دي په زړه کم ملهم

دا ستا په عشق کي مي تر شا کا د دنيا واړه غم

حساب کتاب مجلس مي واړه کا ستا ميني برهم

لار ورته نسته چه دي کښېنوم درون په کوگل

راسه پر څنک، راسه ليلى، چه دي په زړه کم پوري

کجل در واخله دواړي سترگي به دي زه کم توري

ليدل به ستا د مخ کوم، اندېښنې نه کم نورى

په کار مي نه دى ستا بې مخه د جنت زېړى گل

راسه پر څنگ، راسه ليلي چه سره وکړو خواله

پر تا مين يم بې له تا مي نسته هېڅ اندېښنه

زه د غرو ”باز“ وم، تا بندي کړمه قفس کي پر څه؟

يوار مي خلاص که، چه بيا زده کړم د وزر خپرول



ذکر د افضل المعاصرين ضل اللّٰه في العالمين شاه حسين

لازال ظلال سلطنة علي مفاروق المسلمين


پادشاه جمجاه ظل اللّٰه شاه حسين ښالم خېل هوتک، او د مغفور جنت مکان حاجي مير خان زوي دئ، چه اوس په ځواني کي پادشاهي کا، او پښتانه ئې په سيوري آرام دي، پادشاه عالم پناه په ٢٣ د ربيع الاول په ١١١٤ سنه هجري په سيورى کي د کلات پيدا سو، هغه وقت چه حاجي مير خان د بيت اللّٰه او اصفحان سفر وکا، پادشاه ظل اللّٰه کوچنى ؤ او له اعلم علماء ملا يار محمد هوتک څخه ئې درس ولوست، او تر دوولسو گلو پوري د عمر ئې د فقه او تفسير او منطق او د بلاغت کتب ولوستل او په قندهار کي له پلاره ئې مصالح د امور زده کړل، او چه جنت مکان حاجي مير خان په ٢٨ د ذيحجة الحرام ١١٢٧ سنه هجري په قندهار کي وفات سو، پادشاه ظل اللّٰه څورلس کلن ؤ او د خپل مشر ورور شاه محمود خان سره ؤ. مير عبدالعزيز چه د حاجي مير خان ورور ؤ پسله مرگه د ورور په قندهار کي مشر سو، خو د اولس رعايت ئې کم کا، څو په ١١٢٩ سنه هجري د شپې د نارنج له قصر له بامه خطا سو او را ولوېد مړ سو د خپل عم تر مرگ وروسته مير محمود په قندهار کي پادشاه سو او د سيستان او کرمان پر خوا ئې لښکر وکا په سنه ١١٣٥ هجري چه د اضفحان د ظبط دپاره ولاړ په قندهار کي خپل ورور پادشاه ظل اللّٰه شاه حسين پادشاه کا، او د قندهار او فراه پادشاهي ئې تر غزنى، شاه حسين ته ورکړله او د ټولو غلجو ملکو او خانانو او مشرانو شاه حسين پخپله پادشاه ومانه او خطبه او سکه ئې په نامه مبارک جاري سوه.

شاه حسين ادام اللّٰه دولته دلاور او متهور پادشاه دئ، د رعايا په داد رسي او د داد خواهانو فرياد اوري، د ظالمانو لاس کوتاه دئ او رعيت آرام دئ. د پادشاه عالم پناه دربار کي تل علماء او صالحان لار لري افضل العلماء ملا يار محمد هوتک چه د پادشاه استاد دئ لوي عالم دئ په فقه کي ئې کتاب ”مسايل ارکان خمسه“ کښلي دئ.

بل لوي عالم د دې عصر چه د پادشاه ظل اللّٰه تر ظل لاندي ژوند کا، د قندهار د جامع امام ملا محمد يونس توخي دئ، چه د ملا محمد اکبر فرزند دئ، او د علومو تدريس کا، او کتاب د ”جامع فرايض“ ئې کښلي دئ په پښتو.

او بل عالم جامع الکمال ملا زعفران ترکي دئ، چه مدار المهام او صدر الافاضل دئ، او د پادشاه ظل اللّٰه کيڼ لاس دئ، او د محمد چه د پادشاه زوي دئ استاد هم دئ، ملا زعفران په حکمت او رياضي او طب کي استاد دئ، او ”گلدستۀ زعفراني“ ئې په حکمت او طب کي کښلې ده، دا کتاب ما هم ليدلي دئ او مطالعه کړي.

پادشاه ظل اللّٰه شاه حسين په جنگ کي مړنى دئ، او په نيولو د ممالکو کي گړندى، د غلجو طوايف تر غزنى پوري د ده پادشاهي مني، او په ابداليو کي تر سيستانه او هراته حکم کا. په سنه ١١٣٨ هجري شاه حسين لښکر وکا، او د بهادر خان په سالارى ئې د شال او ږوب ولايت فتح کا. او په کال ١١٣٩ سنه پخپله پادشاه ظل اللّٰه تر ديره جاته فتح کړل او تر گومله ئې ضبط کړل، اوس پر دغو ټولو مځکو د ده سکه جاري ده او حکم ئې ساري.

پادشاه عالم پناه په ارگ کي د قندهار، هغه قصر چه نارنج باله شي هلته په هفته يوه ورځ دربار کا په کتب خانه کي، او په مجلس کي علماء جمع کيږي، او شعراء او فضلاء ټولوي. زه محمد هوتک کاتب د دې کتاب هم په دې مجلس کي يم، او د پادشاه ظل اللّٰه اشعار او ابيات په قلم کاږم او کتاب د ديوان ئې مرتب سوي دئ، کله په پښتو اشعار وايي، او کله فارسي ژبي ته هم ميل کا. او استاد العلما ملا يار محمد ته ئې قرائت کا، چه سهو و سقم ځني زايل کا، او د پادشاه په اشعارو کي لږ سهو ليده شي، او علما ئې ټول په بلاغت او فصاحت قايل دي او سماع ته مايل.

هسي وايي محمد کاتب د دې کتاب: چه يوه ورځ د پادشاه ظل اللّٰه په قصر کي مجلس وو، او فضلاء او علماء سره را ټول. نا گاه احوال وسو: چه قاصد راغلي دئ، او پيغام ئې له ليري ځايه راوړئ. ملا زعفران دباندي ولاړ، يو گړۍ پس بېرته مجلس ته راغئ، او زېري د فتح د شال او ږوب ئې وکا، او دا بيتونه ئې عرض کړل:


بيت

د حسين پادشاه د بخت ننداره گورئ چه ئې فتح په لښکرو ږوب و شال کا

چه دا زېري ئې راوړئ دئ حضور ته نو زعفران انعام پر سر زعفراني شال کا


پادشاه عالم پناه، ژر زعفراني شال ورکا، او په دغه مجلس ئې ټولو حاضرينو ته شالونه وښندل، او د پادشاه په انعام سر بلند سول. هسي وايي، محمد کاتب د دې کتاب: چه د پادشاه جهان پناه اشعار ډېر دي او ډول ډول. خو زه ئې دلته يو غزل را نقل کوم، چه دا مجموعه د کلام الملوک ملوک الکلام خالي نه وي:


غزل شاه حسين دامت سلطنة


بېلتانه دي د غمو په چپاو چور کړم په تبارو کي د هجران ئې له تا دور کړم

بېلتانه دي هسي اوښکي را خپرې کړې ستا د فکر په گرداب کي تل عبور کړم

د فراق پړى مي کښېوت و مرۍ ته په جهان کي ئې رسوا لکه منضور کړم

په وصال دي هم ناښاد يمه دلبري! د بېلتون فکر په زړه کي نا صبور کړم

د باڼو غشى مي وخوړ په ځگر کي غمازانو په غمزو غمزو مهجور کړم

خلق ياد زما، د عشق په لېونو کا زه حسين محبت هسي مشهور کړم


ذکر د شاعر شيوا بيان محمد يونس خان


هسي روايت کا: زما تربور رحمت هوتک چه په سنه ١١٣٠ هجري پېښور ته تللي وم، او هلته مي په خيبر کي محمد يونس خان شاعر شيوا وليد، او د ده اشعار مي سماع کړل. محمد يونس په دغه کال يو دېرش کلن ځوان وو، او په قوم موسى خيل ؤ چه پلار ئې نور محمد خان له موسى خېلو څخه د کسى، د بابړو سره راغلي او په خيبر کي اوسېدئ. محمد يونس په پېښور کي علمونه او کتابونه ولوستل او په هغه وقت چه عبدالرحمان بابا ژوندى ؤ، د هغه شاگرد سو او د شعر دېوان ئې جوړ کا چه ډېر غزل لري، او په خيبر کي معروف سو. محمد يونس مهمان دوست او کريم سړى دئ مسافرين ئې په خيبر کي پر دېره اوسي او که څوک عالم او شاعر د ده کره ورسي، ډېر قدر ئې کا او په عزت دارى او مېلمه نوازى کي همت کا، رحمت هوتک حکايت کا: چه محمد يونس پخپله دېره کي ډېر پاته کړم او هره ورځ ئې ما ته ويل چه يوه نن شپه لا وکړه بيا نو ولاړ سه، يوه مياشت ئې زما عزت وکا او هره ورځ به ئې اشعار آبدار راته ويل، دغه دوه غزل رحمت د ده له ديوانه ما ته راوړل چه په دې کتاب کي ئې ثبت کاندم. خداي تعالي دي محمد يونس خان ژوندى او معزز ولري:


غزل

څو ونه ښانده په مينه باندي سر چا کله بيا موند شيرين وصل د دلبر چا

که ښايست ئې ستا له حسنه روزي نه وي په دا حسن به ليده شمس و قمر چا

که پخپله مي خپل مهر رهبر نه وي را کاوه به د دلبر د لور خبر چا

که دا ستا د زلفو بوي ئې تر مشام شوى دوباره به يادول مښکو عنبر چا

په وصال پسې خوناب له سترگو وري په آسانه وصل بيا مونده کمتر چا

ښايسته ليلي به نه مومي په کور کي څو جدا لکه مجنون نشي له هر چا

جدايي يې حلق ور تريخ لکه گنډېر کا چه نوشلى د وصال شهيد و شکر چا

و کرم ته ئې کار وسپاره يونسه مقصود کله دئ ميندلي په هنر چا


غزل وله ايضاً اطال اللّٰه عمره

شيرين يار ځما د دواړو ستگو تور دئ چه ئې تور د سترگو نه وي هغه کور دئ

په دنيا کي چه بنياد د آشنايى کا په هغه د جدايۍ پوري پور دئ

واويلا د عاشقۍ له ډېره سحره لېونى عاشق وېزار له پلار و مور دئ

که بېدرده ثنا نکا زيان دي کوم دئ ستا د حسن خبر تللئ لور په لور دئ

د محنت وري دي دروند ور باندي کښېښو خوار عاشق تر درانه بار لاندي نسکور دئ

باد ئې هم د څنگ و گرد ته نه رسېږي هغه څوک چه ستا د عشق پر براق سپور دئ

چه د عشق څراغ ئې نه وي به کوگل کي هغه زړه لکه مرده کوگل ئې گور دئ

زه يونس چه ستا په مينه کي رسوا شوم اوس په بيارته جارواته راته پېغور دئ


و من معمياته باسم يونس

څو چه نيم لب ئې نمک اخستي ندئ د يونس نمکي اسمروا پر حرام شه






ذگر د سرامد شعراى موجود محمد گل مسعود


هسي روايت کا، رحمت هوتک: چه په دوران د سفر د پېښور محمد گل په قوم مسعود زوى د محمد داود، وليدل سو، چه پوخ شاعر وو، او هر کله به ئې بدلي ويلې، او دا يوه بدله د ده څخه رحمت تربور، را نقل کا، چه دلته ئې کاږم:


بدله

چه مي جانان په نيمه شپه کي بيل شو اور را باندي بل شو

چه رانه لاړي، نو دى غم له ما نه مل شو اور را باندي بل شو


ښکلي ليلى له ما نه لاړه، زه نسکور يمه سوي په اور يمه

د بېلتانه سوراړ کي ورک مرض مي جل سو اور را باندي بل شو


رب دى ښايست در پوري اور کي زه دي نسکور کړمه وريت دي په اور کړمه

دا سپى رقيب مي ستا په ور د ميني غل شو اور را باندي بل شو


راشه د خداى د پاره غور کړه محمد گل ژاړي تا ته تل تل ژاړي

دا ستا د عشق په واويلا کي لکه نل شو اور را بادندي بل شو



ذکر د فخر الزمان عبدالقادر خان خټک


چه د خوشحال خان خټک زوى دئ، نواب محمد اندړ داسي روايت کا: چه د خوشحال بيگ خټک تر مرگ پس عبدالقادر خان په سنه ١١١٣ هجري کابل کي ليدل شوي ؤ، چه د خټکو د قوم له خوا کابل ته راغلي او د کاروانو د تېرېدلو خبري ئې د بنگښ پر خوا کولې وايي: چه عبدالقادر خان غښتلى او گړندي خان ؤ، د خټکو خانان ئې تابع وه او د ده تولد په سنه ١٠٦١ هجري ٢٣ جمادي الثاني واقع شوي ؤ، اوس چه دغه کتاب تأليف کوم ما ته نده ښکاره چه دا خان به وفات شوى وي که نه؟ خو هسي گڼم: چه وفات سوى به وي.

ځکه چه اوس ئې چا د ژوندانه خبر ندئ را کړي. که به مړ وي خداى دي وبخښي! هسي وايي چه عبدالقادر خان په هندوستان کي هم عمرونه تېر گړه، او هلته په نقشبنديه طريقت کي داخل سو، متعبد او پارسا سړى ؤ، په خانى او مشرتوب کي انصاف کا، او له خداى به ئې ترس کا. عبدالقادر خان د شعر ديوان لري، او د يوسف او زليخا قصه ئې په سنه ١١١٢ هجري نظم کړه، نصيحت نامه ئې هم په پښتو وکښله، او د شيخ مصلح الدين سعدى گلستان ئې په پښتو راواړاوه، په سنه ١١١٥ ئې يو بل کتاب نظم کا، چه نوم ئې دئ ”حديقه خټک“ دغه کتاب ما په سنه ١١٤٩ هجري له صدرالزمان بهادر خانه وليد چه د مؤلف په دسخط ؤ، بهادر خان دامت شو کته هسي روايت کا: چه په ډېره ما دغه کتاب وموند، چه د يو خټک په ضبط کي ؤ.

نقل کا: چه عبدالقادر خان په طريقت نقشبندي کي خليفه هم ؤ، او د پير خلافت ئې کا، او د مريدانو ارشاد ئې کا، شيخ رحماني سعدي لاهوري په خلافت ټاکلي ؤ، د عبدالقادر خان شعرونه ډېر دي، نواب محمد اندړ، د ده سل غزلونه له کابله راوړل، اوس زه دلته له ”حديقۀ خټک“ څخه د ده يو څو شعرونه نقل کاندم:


غزل

دريغه نور غمونه ليري شوي له دله پکښ غم د خپل آشنا وي تل تتله

شبنم وصل د گل بيا مونده خاموش شو ترې محرومه شوه چه شور کاندي بلبله

ښه چه ژبه دي قلم شوه په مجلس کي شمع تا چه د خپل سوز قصه ويله

عاشق هيڅ نه ؤ خبر د عشق له سوزه دا لنبه پرې معشوقې ولگوله

د فانوس په پرده څراغ کله پټېږي که ئې مخ په پلو پټ ؤ ما ليدله

په ماتم د پروانه چه ئې ځان وسو شمع اور په تندي بل کړ گرزېدله

درسته شبه دي په نارو عبدالقادر کړ ته بيغمه په پالنگ باندي څمله!


غزل وله ايضاً

مشه خوښ د پادشاهۍ په تخت ختلو همېشه ئې غم کوه د پرېوتلو

چه مي اوس کړي په مظلمو رډي رډي غافل مشه د ديو سترگو د وتلو

چه پيشه ئې هميشه دل آزارى وي د هغو مخونه ندي د کتلو

ځکه تل کړې په زردوزو جامو كبر چه غافل يې د كفن د اغوستلو

د اجل د سورو تاخت نا گهانى دئ چه هيڅ کور ئې نه خلاصيږي له نتلو

هغه زړه عبدالقادره چه مرده وي په گوگل دننه ندئ د ساتلو


و من رباعياته

وخت د خزان ؤ، و مي ليدلې يو څو بلبلي چه ژړېدلې

خواري خسته وې، وې مي سزائي چه بې گلونو و پايېدلې



ذکر د صدر اکابر دوران بهادر خان

ادام اللّٰه بقائه


په دې دوران په قندهار کي مشهور دئ، په بهادرۍ او په تورياليوالي معروف، د پادشاه ظل اللّٰه بازو دئ، او د لښکرو سالار، د شال او ږوب کلاوې ئې فتح کا، او ډېرې ئې ضبط کا، د برى سمند ئې هري خوا ته چه مخ کا، هغه ځاي اخلي، او برى ئې له ازله په برخه دئ. په قندهار کي ټول خلق پېژني، او محتاجان او فقراء ئې په کرم او سخاوت ماړه دي. د جود لاس ئې زربخش دئ، او هر کله د غريبانو دستگيري کا. پادشاه عالم پناه شاه حسين ئې په ورور خطاب کا، او عوام ئې په امير الامراء ياد کا. خان عاليمکان په علومو کي عالم دئ، او په اشعارو بې نظير، شعراء او علماء په لاس د کرم پالي، او هيڅکله ئې مجلس له دې طايفو خالي نه وي، په صله کي په دوران طاق دئ، او په ښندنه علماء ته حاتم دئ. چه له سفره راسي علما او شعرا مېلمه کا، او دوي ته ښندني کا. خالق تعالي دا کريم دوران او حاتم الزمان تر ډېره ژوندئ وساتي، آمين با رب العالمين.

هسي وايي کاتب الحروف محد هوتک غفر اللّٰه ضنوبه و سترعيوبه: چه خان عالي مکان د دې کتاب دپاره له خپلو اشعارو څخه ما ته يوه بدله را کړه، چه دلته ئې ثبت کوم، چه کتاب له ذکر خير د دې حاتم خالي نه وي، او هر څوک چه ئې ولولي، دعا ورته وکا، هغه بدله دا ده:


بدله

بيلتون دي زور دئ تر ليمو مي سهار نم څاڅي لکه شبنم څاڅي

دا سره ياقوت مي په لمن کي ستا په غم څاڅي په غم الم څاڅي

گوره ليلي باران د اوښو ستا په چم څاڅي څنگه پرچم څاڅي


راغله ليلى په شينکى خال نڅا په گلو کوي په سرو منگلو کوي

سهار چه وزي سيل کا، ږغ په بلبلو کوي گل په اوربلو کوي

ملالي سترگي ئې کاته په ويرژلو کوي زيب په کجلو کوي

د ژوبل زړه وينې په هر گړي هر دم څاڅي لکه شبنم څاڅي


ښکلي نجلي! د باغ په لور مه ځه نڅا مه کوه عاشق رسوا مکوه

وريت سوى زړه مي دئ مين پوري خندا مه کوه راشه جفا مکوه

زه يم پتنگ ته يې ډيوه ما جلبلا مکوه نور ظلم بيا مکوه

يم ستا له عشقه لېوني پر ما ماتم څاڅي غم او الم څاڅي

ذکر د شاعر حقيق ملا محمد صديق پوپلزى


په ارغسان کي اوسي، د يار محمد پوپلزى زوى دئ، او د دې زمانې ځوان شاعر دئ. په عمر درويشت کلن دئ، صرف و نحو ئې پر ملا محمد نور بړيڅ ويلى دئ، په فقه او منطق هم پوهېږي، کله چه قندهار ته راسي کاتب الحروف ئې ويني او مجلس ور سره کا، عشقي ځوان دئ او زړه ئې له لاسه ايستلي. پخپل محبوب پسې ژاړي، زاري کا، گرياني کا، دردمن زړه لري، او سترگي د اوښکو ډکي لري، ميني هسي په اور سوى دئ، چه له کوره کلي ورک وي، سوزناکي بدلي لولي، او کله چه د درمندانو په ډله کښيني، مجلس ژړوي او غمجن زړونه پخپلو نارو غلبلو سوځي، زمانه د ده پر ځوانۍ افسوسونه کا، او عشق ئې جنون ته رسېدلي دئ، بالبداهه اشعار وايي، او د زړه درد به سوده کوي.

يوه ورځ د کابت الحروف په کور کي ؤ او ما ئې د حال پوښتنه کوله د زړه په خواله کښېوت ژړل ئې، او دا بدله ئې بالبداهه وويله:


بدله

لکه بلبل چه بېله گله بل ارمان نلري هسي بې ياره بله هيله عاشقان نلري


چه ژړا کاندم بېله ياره بل مطلب نلرم چه هسي سور يمه په وينو بل سبب نلرم

بې ياره نور څه نه غواړمه نور مطلب نلرم چه څوک مين سي بېله ياره بل ارمان نلري


تر تا چه ځان قربانومه اې نيازمنه ياره تل دي غمونه گلومه اې نيازمنه ياره

له سترگو گواښي تويومه اې نيازمنه ياره زړه مي بېتا په يو ساعت دمه او توان نلري


که ته مي وژنې، که پرېږدې اختيار خو تا لره دئ غم دي پيدا ندئ بل چا لره خاص ما لره دئ

زړه له راغلي دئ مېلمه سبا بيگا لره دئ د زړه له کوره څخه تگ په هيڅ هيڅ شان نلري




ذکر د برگزيدۀ سجاني ملا پير محمد مياجي


ملا پير محمد هوتک د ملا سرور مغفور زوى دئ چه ملا سرور له ميا فقير اللّٰه صاحب څخه استفاضه کړې ده، او ملا پير محمد له خپله پلاره فيض وموند. د عليين مکان حاجي مير خان سره په جنگو کي ملگري ؤ، چه د شاه ظل اللّٰه ورور، شاه محمود ادام اللّٰه دولتهم اصفحان ته ولاړ، ملا پير محمد هم ئې هلته وغوښت او له انفاس ميمون ئې استفاده کا او خلق د خداى شريعت او د امام اعظم صاحب مذهب ته را بولي. نقل کا چه: مياجي صاحب له روافضو سره مباحثې کا او په دلايلو علمي دوى ملامت کا چه لکه علماء روم چه په اصفحان کي دي هم د ملا پير محمد صاحب عزت کا او پير افغان ئې لقب کا، مياجي صاحب په علم اخلاق کي يو کتاب کښلى دئ چه ”افضل الطرايق“ ئې نوم دئ او په هغه کتاب د عقايدو او اخلاقو بيان کا، يو بل کتاب هم لرينه چه ”القرايض في رد الروافض“ ئې نوم دئ. په افضل الطرايق کي ئې دا حکايت کښلي دئ چه زه ئې له هغه کتابه دلته ثبت کاندم چه په دې کتاب کي يادگار وي:


حکايت

شيخ متى چه خليلي ؤ دي له آره لوى ولي ؤ

يوه ورځ روان پر لار ؤ لوي څښتين په استغفار ؤ

کړ ده ذکر د غفار يو شپه نه ؤ اوزگار

پر دې لار وې تيږې گټي لاري مځکي وې په پټي

ډېري شپې راغى رويدار چه ئې صافه کړله لار

يو دهقان به آبياري کړه شپه په شپه به ئې خواري کړه

ده به ليد په توره شپه شيخ متى په زيار اخته

له راحته به بيزار ؤ ټوله شپه به هم بيدار ؤ

يوه شپه را تېر مليار سو شيخ متى ته په گفتار سو:

اې د خداى رويداره څه کړې؟ دومره زور زحمت پر څه کړې؟

ته بادار يې د وليانو ته قدوه د صالحانو

ستا د در خاوري سره زر دى د هر چا کحل البصر دى

په شپو شپو يې ته بېخواب په زحمت په اضطراب

پاکوې د لاري گټي په دې خاورو څه دى گټي؟

داسي ووې شيخ متي: د مولا په عشق پتي

”چه خدمت د خلق اللّٰه يوه گړۍ په يوه ساه

تر هر څه بهتر دئ وروره! زده کړه دا خبره گوره!“



ذکر د شاعر خوږ گفتار اللهيار افريدى


عبدالعزيز کاکړ هسي روايت کا: چه دا شاعر په بورى کي اوسي، اوس د څلوېښتو کالو په عمر دئ، ديوان د شعر لري، کلام ئې شيرين دئ لکه عسل، ماته ئې عبدالعزيز کاکړ دغه غزل را کا، چه په دې کتاب کي ثبت سي:


غزل

چه ستا په غم کي بنديوان يم را بهر به نشم د بېلتون اوښي تويومه بې پرهر به نشم

رب دي لتاړ د عشق په غم کړه چه زما حال ووينې شنډه بې بره ونه عشق دئ هېڅ په بر به نشم

په دردې پروت يم د گدا په څېر، نظر نکوې که مرمه هم بې نيازه ياره ستا نظر به نشم

اور دي د مينې راته بل کا سېزى وريت دي کړمه ستا د وصال په اوبو سوړ، سوي ځيگر به نشم

که جفا کاندي که وفا پروت دي وور ته يمه ستا له دلباره به مخ نکړم، په بل ور به نشم

اللهيار ولاړ دئ په دلبار، نظر دي غواړي ليلى! که مي هر څو رټې شړې، زه پر حذر به نشم



ذکر د صدر دوران بابو جان بابى


د کرم خان بابي زوي دئ، چه په اتغر کي اوسېدئ هغه وقت چه حاجي مير خان عليين مکان په قندهار کي د ظالمانو لښکر مات کا، او گرگين خان ئې واژه، بابو جان بابى له کلاته ډېر غښتلي راوستل، او له ماشوره ئې د قندهار ښار حصار ونيو، او هغه وقت چه ئې گرگين خان مړ کا، نو ئې په کلات کي د حاجي مير خان له خوا حکومت کا.

هسي وايي محمد کاتب الحروف: چه په کال ١١٣٤ سنه هجري چه شاه محمود پادشاه د پادشاه دوران شاه حسين ورور لښکر وکاوه او اصفحان ته ئې د يرغل عزمت وکا، بابو جان بابي سره له خپلو غښتليو ځوانانو، چه درې زره تنه هوتک ؤ، او توخي او ترکي او ځني اکاخيل راغلل قندهار ته، او د شاه محمود سره ولاړل اصفحان ته، په جنگو کي بابو جان بابي هسي مېړانه وکا، چه رستم دوران ئې هېر کا. بابو جان د مياجي صاحب شاگرد او مريد ؤ او په سنه ١١٢٩ هجري ئې په مثنوي د ”شها او گلان“ هغه قصه نظم کړه، چه پښتانه ئې نقل کا په مجلسو کي. دا کتاب ”قصص العاشقين“ نومېږي، او ښه ښه شعرونه لري، په دغه کتاب کي د عشق توصيف کا او هسي وايي:


مثنوي عشق

عشق يوهسي توريالۍ دئ چه پر هر ځاي ئې برۍ دئ

د عشق اور هسي سوزان دئ چه سوځلي ئې جهان دئ

زړه بې عشقه کله زړه دئ چه بې عشقه زړه د مړه دئ

نه دئ عشق په يوه رنگ کله صلح، گهي جنگ

پښتانه کاندي متل: چه دئ خوږ تر شات عسل

چه بې عشقه سر کدو دئ تش بې مغزه يو لاډو دئ

زړه بې عشقه په کار ندئ هم هر زړه سزاوار ندئ

چه د عشق وکا خبري کړي په غوږ دا مرغلري

د پاکانو عشق سزا دئ امانت دا، د مولا دئ








ذکر د افصح دوران، ريدى خان مهمند


ريدى خان زوى دئ د غياث خان، او د مسعود خان مهمند لمسى دئ، چه کلى د مهمند ئې په نامه باله سي، غياث خان د حاجي مير خان عليين مکان همراز او ملگرى ؤ، او ريديخان اوس تکړه سړى، او د آشنايانو همباز او د مساز شاعر دئ، د پادشاه ظل اللّٰه په مخ کي عزت لري او د شوکت او مکنت خاوند دئ، پر آشنايانو مهربان دئ، او د کاتب الحروف مجلسي دئ، اشعار ئې خواږه دي، او د بلاغت علوم ئې لوستي دي، په فقه او تفسير او صرف او نحو کي هسي ښه او پوره لوست لري، چه طالبان ئې حل د مشکلاتو ځني کا.

ريديخان به سنه ١١٣٦ آصفحان ته ولاړ، او هلته ئې د شاه محمود سره صحبتونه وکا، بيا قندهار ته راغئ، او يو کتاب ئې په شرح حال او د جنگو د حاجي مير خان، او د شاه محمود وکښلئ، دا کتاب څلور زره بيتونه دي، نوم ئې ”محمود نامه“ کله چه ئې د پادشاه ظلل اللّٰه په مخ کي ولوست، زر طلاوي صله وموندله، په طبع کي ئې هسي جواديت پروت دئ چه هغه صله ئې په يو څو ورځي پر يارانو او آشنايانو نثار کړه، او ريديخان غزل او مثنوي او رباعي پخپل ديوان کي لري، او ”محمود نامه“ ئې هسي خوږ کتاب دئ چه اکثر پښتانه ئې په مجلسو کي لولي، د گرگين خان گرجي د وژلو قصه او د اصفحان د فتوحاتو نقلونه ټول پکښ سته.

هسي وايي، محمد کاتب الحروف: چه ما له ريديخانه هسي درخواست وکا: چه په کتاب کي د محمود نامې څخه ډېره برخه ثبت کاندم، ريديخان هم ما ته د کتاب يو باب را کا چه د گرگين خان د وژلو قصه ده، او هغه ما دلته وکښل بتوفيق اللّٰه تعالى.


مثنوي نقل له محود نامې څخه دئ


په بيان د وژلو د گرگين خان، او مدح و صفت د حاجي مير خان عليين مکان


اوس به نو تا ته حکايت کړم د ښو خوږ روايت د گرگين خان د وژلو

چه مير خان تللي اصفحان ته ونه مخ ئې مکې د پاک سجان ته ونه

پاچا تې عرض کړ ټول اقوال د پښتون د گرگين ظلم بد احوال د پښتون

پاچا ويل: ”زه نسواي کولاي چاره د گرگين خان ظلم و ستم دپاره

که ئې معزول کړم قندهار نه پرېږدي جور و ستم او خپل شعار نه پرېږدي

گرگين خو گرک دئ گرگ خو ظلم کوي ويني تووينه هم پسونه څيري

زه هم خايف يم، چه به څکړم گرگين نا مسلمان دئ، ارمني دئ بيدين

نه په اسلام کي ځان پابند گڼينه نه نصرانى نه له عيسى بيرينه

بېرېږم زه چه خداي کړي قهر ښکاره د سلطنت په رڼا کور سي تياره“

مير خان ويل: ”اې حسين پاچا وگوره حال د حاکم او رعايا وگوره!

گرگ دي ايله کړ پر رمه سو شبان جور و ستم کاندي بېحد گرگين خان

موږ له طاقت نسته چه کړو به زياتي صبر بر ظلم د ظالم ارمني

دا څلورم وار دئ راځم سلطانه عرض د ظالم له لاسه کړم سلطانه!

که پاچا نکړي داد خواهي د مظلوم ظالم حاکم کا، ظلم ډېر په محکوم

جور چه ډېر سي سلطنت سي برباد د ظلم قصر پپنا بې بنياد“


عربيه: الملک يبقى مع الفکر ولا يبقى مع الظلم


”کافر کولاي سلطنت سي مدام که وکړي داد، به وي جابر پر انام

مگر ظالم خو نسي کړاي سلطنت خالق رحيم دئ، ور کوي خلافت:

چا ته؟ چه زړه ئې وي په مهر ودان د خداى عيال گڼي پر مځکه انسان

سلطانه واوره په ښى غوږ دا وينا مکړه ستم د خلق اللّٰه په هر چا

د ستمگارو پاي وراني دى، خراب د ظلم اور ئې کا پخپله تراب

د مظلوم آه داسي کاري وي گوره چه اور ئې نه ځي د ظالم له کوره

لمبې به بلي کا د ظلم په کور ټوله به کاندي بېنوا په دې اور

ښائي ظالم چه رحم وکا به ځان په ظلم خوار نکړي خپل ځان او جهان

سلطانه! گوره پر ځان رحم وکړه خپل کلى کور په جور مه ورانوه“

پاچا ته هسي وينا وکړه ميرخان خو غوږ ئې نه ؤ، اورېدوو له پځان

گرگين ئې پريښو قندهار کي ظالم نه ئې کړ دفع لاس د ده له عالم

گرگ ئې شپانه کا چه کړي خوار رعيت د گرگ په څير، څيرى پة ظلم و وحشت

مير خان خوابدي ولاړ حجاز له چه کړي رسول د خداى ته په زاري داد خواهي


داد خواهي د مير خان په حضور د سيد الانس و الجان


ولاړي د شپې ئې په يثرب کافر ياد رسول د خداي ته چه سو قوم برباد

ستا پر امت راغئ د ظلم دوران واوره رسوله د دې قوم فغان

پښتون خو ستا پر نامه ځان کړي فدا اې خيرالناسه! واوره ته ئې ندا

وژغوره دوي، ته د ظالم له لاسه گرگين له منځه د پښتون وباسه

ستا په نامه دئ کلمه گويه پښتون نه بسي هيڅکله له تا نه را ستون

مرگ و ژوندون مو د اسلام دپاره ستا د دربار ستا د سلام دپاره

مه مو کړه هېر خير الوري رسوله! فخر کونين نور الهدي رسوله!

اوښکي مي څاڅي پر دربار يم ولاړ قوم سو په اور د ظلم ټوله لتاړ

يو وار نظر وکړه پر موږ چه سو وړ و ظالمانو ته تر څو به يو پړ

ستا لطف و مهر دئ شامل پر جهان هر خراب زړه دئ ستا په مهر ودان

که ستا نظر نه وي خراب سو پښتون په اور د ظلم تور کباب سو پښتون

راغلم له ليري ستا دربار ته نبي ته مي شفيع سه خداى غفار ته نبي

چه پر پښتون قوم نازل کا رحمت کړي ئې خوندي ناموس پخپل مرحمت

لاس د ظالم ئې له گريوانه کا لنډ وچ سي د ظلم د گندو خيرو ډنډ

ستا شريعت سي ټينگ په منځ د پښتون ورک سي بيداد او کم سي رنځ د پښتون

دا مي دئ سوال ولاړ و در ته يمه محتاج دي تش و لږ نظر ته يمه

د قوم جال کړم درته عرض په ادب ته يې بادار د کل عجم او عرب

بېله تا نه لري پښتون خواله گر ته يې ملهم د خوږو زړو د پرهر

وژغوره زموږ نام و ناموس له بيداد کړو بې ناموسو ظالمانو برباد

سر که را پورته زموږ حال وگوره د ظالم ظلم بد احوال وگوره

نه ئې له تا شرم و حيا سته نبي نه شرم کاندي له عيسى، ارمني

عرض مي د حال وکا، و تا ته پيشوا بل څوک مو نسته خواله گر په دنيا


خوب ليدل د حاجي مير خان په مدينه طيبه کي، او زېري د نجات له ظلمه


چه مير خان هسي عرض کا حال د ظلم هغه شپه مات سو توره ډال د ظلم

مير خان په خوب وليد صديق اکبر ”رض“ چه ور سره حضرت فاروق ؤ عمر ”رض“

وې: سپين ږيرى نور څه غم مه کوه قوم دي خلاص سو کورټ ماتم مکوه

ولاړ سه خپل قوم ته دا زېري کړه ژر چه د ظالم سو کم نقصان او ضرر

پښتون به خداي کا له ظالمه آزاد نه به سي ننگه او ناموس ئې برباد

خداي به دا قوم کا په رحم ودان نوم به ئې وينه مجاهد پر جهان

تل به د خداي په بندگي کي وي لوړ څوک به ئې نکا سر په ټيټه ور ځوړ

کلمه د خداى به وي جاري به افواه ور کوي دوي به په دې لاره کي ساه

څو ئې طره وي د اسلام په بگړۍ نه به سي ورک نوم د دې قوم له نړۍ


زېري اورېدل د مير خان او فتوا اخستل له علماؤ


دا زېري واروېدل ميرويس خان په منام خوښ سو د هغو په سپېڅلي کلام

بيا ئې پيدا کړل علماء د حرم مفتي، قاضي، او هم پېشوا د حرم

حال ئې د ظلم د گرگين کا بيان فتوا ئې وغوښته له دويه مير خان

ټول علماء د دين فتوا ئې وکړه هسي تحرير، هسي انشاء ئې وکړه:

”چه د ظالم د ظلم رفع روا په تېر چه وي دى له اسلامه سوا“

حاجي مير خان راغي وطن ته بل کال قوم ئې وليدئ په ظلم پايمال

په تدبير کښېوت، چه ناموس وساتي ننگه د قوم کا به ټينگنه خوندي

مشران ئې وليدل د قوم په سلا د دوى تې ووې د حرم ماجرا

دعا او خوب او هم فتوا د عرب قوم ئې کا د ځان د ښو په طلب

گرگين خبر سو چه مير خان څه کوي؟ وئې کتله چه افغان څه کوي

ظلم ئې ډېر کا پر خوارانو د قوم ځان ئې کا گرگ د غم خوارانو د قوم

مشران ئې راوستل به حبس و په بند منافقين ئې کړل په قوم سر بلند


مصلحت د مير خان، او قرآن کول د قوم او بيا وژل د گرگين خان


حاجي مير خان وکا تدبير مصلحت پښتانه ټول سول په ناموس او په پت

ټولو قرآن وکا چه ځان کا خوندي له جور و ظلمه د ظالم ارمني

سيدال ناصر، او بابو جان و بابى بل بادر خان و د بادورو لمسى

مياجي هم راغي، د مير خان په کمک يوسف را ټول کړله د سيوري هوتک

عزيز نورزي د دلارم پهلوان گل خان بابړ و بل ؤ نور بړيڅ خان

راغي نصر و الکوزي د جلدک کا ئې ځوانانو د لښکرو کومک

بل يحيي خان ؤ بل ئې زوى محمد خان ټول سره يو سول چه کړي مړ گرگين خان

يونس کاکړ وکا يرغل په گرگين پښتنو جوړ پر گرجيانو ناورين

گرگين ئې مړ کا ټول گرجي سو کشتار قوم کا خلاص له ظلم و جوره غفار

قندهار ونيو حاجي مير په همت قوم ئې ټول کا، ورتې کړ نصيحت:

”چه ظالم ومړ اوس خو موږ سوو آزاد خالق دي نکا پښتون قوم برباد

پاچا ظالم دئ موږ يې لوټ کا لښکر ښايي چه وساتو ځانونه له شر

اصفحان ډک ؤ، له لښکرو د شاه سبا به راسي په زرگونو سپاه

نه به پښتون پرېږدي پر مخ د جهان ورک به کا نوم، ننگه، نښان د افغان

دښمن قوي دئ راسئ کئ اتفاق ځان مو چمتو کئ ليري کاندئ نفاق“

په قندهار کي ئې را ټول کړل خانان ټوله د قوم اختيار داره مشران

هر قوم ور کړله ځوانان توريالي ټول ؤ غښتلي ننگيالي، جنگيالي

شل زره جمع سول په منځ کي د ښار گرده ولاړ ؤ د مير خان په گفتار

ميرخان انصاف کا ؤ سپين ږيرى مشر قوم ئې و نه لکه زوي او کشر

چه داسي کار وکا حاجي گړندى د پښتنو ناموس ئې وکا خوندى

کال ؤ يو سل نونس او زر په شمار خلاص سو له ظلمه د گرگين قندهار

د ظلم پاي دئ هسي وران عالمه نه دئ به ظلم څوک ودان عالمه!

د ظلم اور چه بل سي سوځي جهان پکښي کباب سي ستمگر ظالمان

ظالم جفا کوي پر ځان نه په بل ويني هر څوک سزا د خپل بد عمل





ذکر د عالم کامل ملا محمد عادل بړيڅ


دا ملا صاحب په قوم بړيڅ او عالم او متورع سړى دئ، خلقو له لار ښونه کا، په شوراوک کي اوسي، او طالبانو ته درس کا، د ده پلار ملا محمد فاضل هم ښه ملا ؤ، چه ”روضۀ رباني“ کتاب ئې کښلي ؤ، ملا محمد عادل، هم يو کتاب نظم کړي دئ، چه ”محاسن الصلوة“ ئې نوم دئ، او د لمانځه مسايل او ثوابونه ، او د تارکينو عذابونه ئې پکښي کښلي دي، دا يو څو بيتونه له هغه کتابه دلته را نقل کوم، چه يادگار وي:


بيت

هغه خلق عاصيان دي چه په فرض کي کهلان دي

چه فرض نه کاندي له قصده دوي بې شکه کافران دي

چه واي کړم ئې زده ئې نه وي که طعام خوري حيوانان دي

علم فرض پر هر سړى دئ چه فرض نکا څه کسان دي

چه په قصد يو لمونځ قضا کا په دوزخ کي فاسقان دي

خدايه په تا زه امان غواړم له هغو چه فاخران دي

له هغو سره مي گډ کا چه خاصه ايمانداران دي




ذکر د شاعر شاطر محمد طاهر جمرياڼي


د محمد علي جمرياڼي زوي دئ، په قندهار دکانداري کا، د شکاپور سوداگري لري، او هلته ځي، خوش طبع ځوان دئ، طبع ئې هزل ته مايله ده، او کله کله ښه اشعار هم وايي، په کلو کلو په مستنگ کي د پلار سره اوسيدلئ، او هتله ئې له اکملو علماؤ څخه لوست وکا، او علوم ديني ئې زده کړل، د کاتب الحروف سره آشنايي لري، دکان ئې د فاضلانو عالمانو مجلس گاه وي، د يارانو سره خوش طبعي او ظرافت کا. هسي وايي: کاتب الحروف محمد هوتک: چه يوه ورځ ئې يو يار دکان ته راغئ، چه نوم ئې دئ محمد عمر خان په قوم لوڼ گاڼه سي، په مقتضاد طبع لطيف له شاعرانو سره آشنائي کا او پخپله هم اشعار انشاء کا.

محمد عمر خان له محمد طاهر سره ظرافت کا، او لطيفه نکات يو بل ته سره وايي، محمد عمر وويل: لس کاله د محمد طاهر سره په مجلس او وينا يم، خو هېڅ اثر د مجلس نه ليدل کيږي او نه د الصحبة مؤثر مصداق ښکاره کيږي، په سبيل د هزل ئې دا قطعه په مجلس کي وويله:


قطعه

وايي دا چه صحبت کاندي يو له بله ډېر اثر

په کلو دي مصاحب سوم ستا صحبت نکړمه خر

محمد طاهر چه طبع ظرافت لري، او هسی نکات ښه اداء کا، هسی قطعه ئې په جواب انشاء کا:


قطعۀ جوابيه

صحبت ډېر اثر کا گوره منکر نسې د اثر

ته دمخه هغه شى وې اوس انسان سولې بشر

محمد عمر خان په ظرافت له محمد ظاهره پوښتنه کا، چه ستا نوم طاهر دئ خو مطهر نه دئ. محمد عمر هسي بيت ووايه:


بيت

زه و ځان ته طاهر يم خو و تا ته مطهر




ذکر د عاشق پاکباز داناي راز ملا محمد اياز نيازى


د دنيا تارک دئ، او په زهد او ورع کي رياضت کا، او په طريقت کي مريد دئ د ميان عبدالحکيم قدس سره العزيز که څه هم په اصل د قندهار د ښار ساکن دئ، مگر په مياشتو ورک وي له کوره او سياحت کا، او په حضور د بزرگانو حاضرېږي، او په گوښو کي په عبادت بخت دئ. نقل کا چه ملا محمد اياز په شپو شپو ويښ وي او پر دښتو او غرو گرزي، ذکر کاندي او که د خپل پير دستگير پر مخ راسي ژړا کا، او هسي وينا کا: ”چه تاب د مظاهرو د جمال او کمال نلرم ځکه نو تښتم.“ ملا محمد اياز ښه آواز لري او کله کله چه خپل اشعار په غنا سره لولي خلق ژړوي او ديوان د اشعارو ئې ډېر متين دئ او نکات عارفانه پکښ سته، هسي روايت کا: چه ملا محمد اياز اکثر په غرو کي گرزي او د غرو وحشي او خونخوار حيوانات ده ته ضرر نه رسوي، ملا عبدالحليم چه د ده شاگرد دئ هسي وايي: ”څو مياشتي مي استاد نه راغي کور ته، او زه د ده په تلاش گرزېدم په غرو کي، يو ځاي مي وليد د شرمښانو لو گله چه گرزي او يو د بله منگولي سره اچوي، ما ځان پټ کا او په غره کي پنهان سوم، چه شرمښان ولاړل هغه ځاي ته ورغلم او هلته مي محمد اياز وموند، چه په درانه خوب بيده ؤ، او هغو وحشي حيواناتو هيڅ ضرر نه ؤ ور رسولي بلکه ويښ سوى هم نه ؤ.“ ما چه له خوبه ويښ کا او واقعه مي ورته بيان کا، ده وويل: ”هغه زړه چه د خداي په محبت ودان وي، د حيوانانو په غاښو، نه ورانېږي، د حقيقي انسانيت مرتبه هسې هسکه ده، چه د حيوانيت لاس هلته نه رسي، او لکه نفس اماره چه د نفس مطمئنه څخه تښتي، او فاني کېږي، هغسي هم د حيوانيت په درياب کي لاهو مخلوقات د انسانيت سره جگړه نسي کړاي، او له پرتمه يې تښتي.“

ملا محمد اياز د شعر غونډ ديوان لري، او ډېر ښه عارفانه اشعار ئې پکښ جمع کړي دي، چه زه يې دغه څو رباعي په بيان د عارفانه نکاتو را نقل کاندم:


رباعى

زړه هغه دئ چه لري د عرفان برخه دغه ښه ده پر دنيا د انسان برخه

هغه زړه چه نه ئې مهر نه عرفان وي وړي په ژوند کي د ناڅيزه حيوان برخه


وله

محبت د آب و خاک دئ بې ښاد راسه څکړې د دنيا خونه آباد؟

که دي زړه سپىن وي د خداى له محبته پر صحرا به يې بې کوره اوره ښاد


وله

زړونه خوښ کړه دا نيکي ده د رښتيا مکړه چا باندي تېرنه په جفا

د خداي کور مه ورانوه په ستمو د خداي کور وگڼه زړه چه وي صفا


وله

چه د ځان په غم اخته وي عاشق ندئ هغه څوک د خداي د ميني لايق ندئ

يا به ځان يا به جانان کا پر ستنه څوک چه ځان ئې نکا هېر، خو صادق ندئ




ذکر د لوي واعظ ملا محمد حافظ بارکزى


دا عالم د محمد اکبر بارکزي زوى دئ، چه په قندهار پة کښته خوا کي اوسي او علوم مروجه ئې لوستي دي، فقه که استاد دئ، او په جامعگانو کي د جمعې په ورځ وعظ کا، نو په واعظ مشهور سوي دئ، کله کله په خطبه کي خپل اشعار هم وايي، چه ټول نصيحت دي. يو کتاب ئې کښلي دئ، چه نوم ئې دئ ”تحفه واعظ“ او په دې کتاب ئې د تقوا او زهد لوعظونه کښلي، او خلقو ته ئې امر په معروف او نهى منکر کړي دئ.

محمد حافظ واعظ په رشتيا ويلو مشهور دئ، او د پادشاه او لويانو په مخ که هم د خداى امر ّکاره وايي، او له چا پروا نه کوي، په طريقت کي د ميان نور محمد صاحب مريد دئ، او تدريش کا د احکامو د فقه په قندهار کي. طالبان د علوم ئې له مجلسه فيص مومي، او په حلقه د تدريس ئې حاضر وي، دا وعظيه بدله ما را واخيسته او نقل مي کړه له ”تحفۀ واعظ“ څخه، چه مسلمانان ئې ولولي:


بدله وعظيه


کم بخته! مکړه پر دنيا ډونگونه که دي زره غواړي د جنت گلونه


کم بخته! موږ يو مېلمانه پر دنيا وطن مو بل دئ آخر ځو په رشتيا

هم به ښه بد سي را معلوم په عقبا نو له سره اور کي په امان ځانونه


کم بخته! مکوه حرام چه بد دئ چه کړي حرام هغه باطن کي دد دئ

اعمال ئې ټوله په عقبا کي رد دي په لويه ورځ به ئې وي تور مخونه


کم خبته! مکوه حرص، قرار سه ثنا د رب کوه صبور پ کار سه

توښه د دين وړه په دې کار و بار سه چه بې توښي نسي پيدا سو دونه


کم بخته! مه ځه د حرام پر لوري خداي به و تا ته په غضب وگوري

که دي زړه غواړي ښايسته ښې حورى بېځايه مږده بې پروا پلونه



ذکر د نصرالدين خان اندړ


نصرالدين خان د زمان خان زوي دئ، چه په زمانه کي د پادشاه جمجاه شاه حسين له غزني راغئ، او په قندهار کي ساکن سو, په مقتضا د طبع صاحي په خدمت د صدر دوران بهادر خان ورسېد، او په سلک د ملا زمان د پادشاه ظل اللّٰه منسلک سو، ځکه چه شجاعت او بهادري ئې په طينت کي وه، نو په لږ ورځو ئې پادشاه او بهادر خان عاليشان له خوا عزت وموند، او د مستقيم طبعانو سره آشنا سو. نصرالدين خان اندړ ښه اشعار وائي، او زموږ د زمانې له موزنانو څخه گاڼه سي، ديوان د اشعارو لري، او نصر تخلص کا، الحق چه نصر په رزم او بزم د نصر خاوند دئ، او د يارانو او موزونانو په منځ کي مقبول. په دې کتاب د ده يوه بدله په يادگار کاږم، چه خزانه د ده له ياده خالي نه وي.


بدله د نصر الدين خان

د خوار عاشق ژړا مدام وي دا څه کار دي نا که وي په پټه خوله، همدغه ئې گفتار دي نا

د خوار عاشق مدعا دا ده که ژړا کي نا چه ورښکاره خپله زېبا مخ دلربا کي نا

پخپل وصال که ئې خوشحاله محبوبا کي نا بل څه نه غواړي هم د دغه اميدوار دي نا

د دې مينو په زړه خداي بل کړه اورونه دي چه ورته پېښې دي خواري ده ډېر غمونه دي

نور به آرام په درسته شپه کاندي خوبونه دي پر مينانو هره شپه د غم ناتار دي نا


د دې مينو پر زړه رب ايښي داغونه دي چه په ارمان د ښايسته زيبا مخونه دي

تل ژړا کا، او په نارو به فريادونه دي هو چه عاشق سي د هغو کله قرار دي نا؟


د عاشقانو زره ئې مات کا نه ږغېږي نا هو پر ښيښه باندي پترې کله جوړېږي نا

چه د وصال په اميد هر عاشق اوسېږي نا که ئې دا نه وي عاشق هر ساعت بېمار دي نا


د مينانو وصال عين لوي اختر دي نا يو خو خوار نصر له خپل بخته مرور دي نا

د بېلتون اور دئ چه په سوى سرست ځيگر دي نا هيڅ نه جوړيږي د بېلتون کارى پرهار دي نا


ذکر د برگزيدۀ احد، ملا نور محمد غلجى


مشهور دئ په غلجى، او په غلجو کي توخي دئ، د ملا يار محمد زوي دئ، اوس په پنجوائي کي اوسي، علوم شرعيه ئې ويلي دئ، او تدريس کا، په عمر ډېر پوخ سړى دئ اتيا کلن او د قندهار په ښار کي پنځه کاله د خاندان عاليشان د حاجي مير خان د ارتينو او کوچنو نجنو استاد ؤ، او هغو مخدراتو ته د سراپردۀ عصمت ئې درس کا.

نور محمد اشعار هم لري، يو کتاب ئې کښلي دئ، په نامه ”نافع مسلمين“ او په دې کتاب ئې احکام شرعيه بيان کړي دي. دا کتاب ئې کښلى دئ په نامه د پادشاه جمجاه شاه حسين او له معتبرو کتابو د فقه او اخلاق ئې اخيسته کړي دئ. ملا نور محمد اوس په پنجوائي کي تدريس کا مشکوة شريف او بخاري شريف او هدايه او کنز او طريقۀ محمديه او نور مروجه کتب په تدريش لولي، دا نظم د ده دئ په نصيحت کي مخمس.


نظم د نصيحت


ته مؤمن ژوندى په دين ئې زما ياره ته ژړا فرياد کوه په څو کوکاره

استغنا توبه کوه د ځان دپاره ته هم ځان ساته پناه غواړه له ناره

بيداري کړه په سهار کي زما دلداره!

زه و تا ته يو ويى کړم زما وروره په سهار بيداري کړه آخر وگوره

يا به ته سې په جنان کي يا په اوره چه ستا حال به په څه رنگه سي له گوره

بيداري کړه په سهار کي زما دلداره!

په هر وقت له مسلمانه دلداري کړه په دريمه شپه کي ډېره بيداري کړه

هم پر خپل صورت وژاره هم زاري کړه دا خپل ځان لکه حباب ترې بيزاري کړه

بيداري کړه په سهار کي زما دلداره!

ته دروغ الابلا مکړه دنيا کي دا دي زيان دئ زما جانانه په عقبا کي

ستا ډېر سود دئ درته وايم په ژړا کي له گناهه لخلاصي ډېر دئ په دعا کي

بيداري کړه په سهار کي زما دلداره!

ته د خداى له حکمه مه غړوه غاړه نيک اخلاق کړه ته طلب اوښه خوي واړه

تضرع کړه خپل صورت کړه وچه ناړه ته له خټو يې جوړ سوي تن ويجاړه

بيداري کړه په سهار کي زما دلداره!

ته اميد کړه و رحمت ته ځما جانه! د رحمت دروازه خلاصه ده جانانه!

هر سهار رحمت نازل سي له آسمانه مغفرت په سهار غواړه له رحمانه

بيداري کړه په سهار کي زما دلداره!



ذکر د شاعر ظريف حافظ عبدالطيف اڅکزى


دا شاعر په مجمع کي د فضلاء سرامد دئ، او په ظرافت کي هم، په اصل د بوستان دئ پلار ئې غلام محمد نومېدئ، قندهار ته راغئ، په ماشور کي اوسېدئ. عبدالطيف له کچنيوالي په علم شروع وکړه، قران شريف ئې حفظ کا، او ځکه چه طبع لطيف ئې درلوده، نو ئې ډېر خواږه اشعار وويل، په شعر کي طبع ضرافت ته مايله ده، خو بيا هم هسي قصې او حکايتونه نظم کا، چه اورېدونکي عبرت ځني کا او پند و نصيحت دي، په ظرافت کي مفيد ورمونه کا، او هر کله مجلس د آشنايانو، په ظرافت د ده مسرور وي. کاتب الحروف کله کله دى ويني، او اشعار ئې اروي، اوس د څلوېښتو کالو دئ، او سره د دې چه عمر ئې پوخ دئ، خو د ځوانۍ مسرت کا، او مجلسيان ئې په محبت نشاط بيا مومي، په مجالسو کي اشعار ارتجالا لولي، او قضې کا. فقير کاتب الحروف دغه يوه قصه د ده په دې خزانه که نقل کا، چه کتاب له ظرافته هم خالي نه وي.


قصه د سوي او د اوښ


غوږ ونيسئ يارانو دا د اوښ او سوي قصه سوه خورا ډېره خوږه سوه


يو سوي د اوښ آشنا سو بيحده ئې همرا سو

يارى به ئې کوله، يو له بلى يارنه سوه خورا خوږه قصه سوه


اوښ وويل چه سويه! اې زما ياره نيکخويه؟

بيتا مي ښادي نسته شپه او ورځ مي په تا ښه سوه خورا خوږه قضه سوه


ټول عمر ئې صحبت کا د سوي سرې الفت کا

شيبه ئې بيلتون نکا يو له بلي مرکه سوه خورا خوږه قصه سوه


سوي ؤ د اوښ په کور کي ژوندون ئې په سرور کي

قصه به ئې شروع کړه هر سهار، څو به غرمه سوه خورا خوږه قصه سوه


سوى تل مېلمه د اوښ ؤ دوستي کي ډېر په هوښ ؤ

خپلوي سوه هسي ټينگه چه به پرې نه په برمه سوه خورا خوږه قصه سوه


اوښ هم عزت د سوى کا ساتني د ابروي کا

د يار د زړه دپاره به مقبوله نه پلمه سوه خورا خوږه قصه سوه



يو ورځ سوي ميلمستيا کړه د اوښ د پارې دا کړه

خپلوان ئې را خبر کړله د سوي ټوله مېلمه سوه خورا خوږه قصه سوه


اوښ راغئ د سوي کور ته يو غار ئې وليد پورته

دا تنگ په هسي شان ؤ، چي نه ځاي يوه گونډه سوه خورا خوږه قصه سوه


راوړى ئې خواړه وه يو څه وه لږ واښه وه

دا ټول چه ئې راوړله، د اوښ يوه گوله سوه خورا خوږه قصه سوه


اوښ وږئ ولاړئ کور ته ختلاي نسو پورته

سويانو ئې ځاي نه درلودئ ټوله شرمنده سوه خورا خوږه قصه سوه


سويانو جمعيت کا ها سوي ئې ملامت کا

ول ستا و د اوښ څه دي چه دوستي سره توده سوه؟ خورا خوږه قصه سوه


چه سوي آشنا د اوښ سي بايد چه لږ به هوښ سي

د اوښ دپاره ښائي چه پيدا يو مامته سوه خورا خوږه قصه سوه


هر څوک چه ياراني کا ”چه پيل کا پيلخاني کا“

هر چا له مناسپه آشنائي او طريقه سوه خورا خوږه قصه سوه


چه څوک مناسب کار کا عبرت له دې گفتار کا

له خپل ټغره سمه د هر چا پښه را اوږده سوه خورا خوږه قصه سوه




ذکر د رستم دوران سپه سالار عالى تبار، زبدة الزمان سيدال خان ناصر


محمد هوتک له الف خان ناصره روايت کا: چه سيدال خان د ابدال خان زوي، او باړي زى ناصر دئ، چه پلار ئې اوسېدي په ډيله کي، چه د وازيخوا په سر يو ځاي دئ، هغه وخت چه سلطان ملخى توخى استقلال وموند، او له غزني تر جلدکه ئې حکومت کا، نو باړي زى د ابدال خان سره راغلل، او په اتغر ئې سکونت وکا. ابدال خان د عادل خان توخي سره په هغه وقت له بيگلربيگى سره د قندهار، چه د صفوى پادشاه له خوا ؤ، جنگونه وکړل، او نه ئې پرېښو، چه پر کلات حکومت وکا. سيدال خان چه د ننگيالى پلار زوي ؤ، په سخاوت او شجاعت زبده د روزگار سو، او هغه وقت چه حاجي مير خان عليين مکان، په قندهار کي گرگين خان بيگلر بيگي وواژه، سيدال خان ناصر د پښتنو د لښکرو سپه سالار ؤ او ده لوستلي وه علوم مروجه، لکه فقه، تفسير، فصاحت، صرف و نحو او فارسي کتب.

چه د ميرويس خان په ژوند، د صفوي لښکر د قندهار د خلقو انتقام ته راغلل، نو سيدال خان ناصر، د حاجي مير خان له خوا د پښتنو سپه سالار ؤ، او څو واره ئې د صفوي لښکر چه تر حساب تېر ؤ ووژل، په دې ټولو جنگو سيدال خان غالب او فاتح ؤ، او په دلاورى او شجاعت ئې شهرت وکا، چه حاجي ميرخان عليين مکان وفات سو، نو سيدال خال عاليشان د شاه محمود سپه سالار سو، او پر اصفحان ئې يرغل وکا. د صفويانو په جنگو پر ټولو ميدانو غالب او فاتح سو، څو ئې اصفحان فتح کا، او دښمنان ئې مقهور دي.

نقل کا: چه سيدال خان ناصر، په هغه وقت چه په جنگو ئې گرفتاري نه وه، او له حيص و بيص ئې فراغ ؤ، اشعار ئې ويل، او د عشق سندري ئې کښلې: اوس چه په مهماتو د امور په اصفحان که بخت دئ، د شعر ويلو فرصت ئې نسته او ورځي ئې تېرېږي، په هسي جنگو چه رستم هم ځني ډار کا. د سيدال خان له اشعارو څخه دغه بدله په خزانه کي کاږم، چه دا کتاب د ده له ذکره خالي نه وي، او د دې خان عاليشان په ذکر مزين وي.


بدله د سيدال خان عالي مکان


يار ما له هسي گران سو را تير تر ټول جهان سو

نور نه وينم به سترگو جهان ټول راته جانان سو


دوې زلفي دي اوږدې کړې پر مخ دي را خپرې کړې

سرې اشرپۍ دي په تندۍ باندي سپرې کړې گرزې په باغ کي په گلونو کي نخرې کړې

په اور دي وسوم ياره راته اور تازه بوستان سو


مين چه آشنايي کا شپه ورځ به گرياني کا

شهۍ ده ستمکاره خوشحال زړونه به زخمي کا ليندۍ لري د ورځيو، د باڼو غشي کاري کا

پرهار مي گوره خلقه د دلبر د تير نښان سو


مين پر لويو غرو ځي سر تور په نيمو شپو ځي

ووزي له وطنه، وطن پرېږدي پر چولو ځي فرياد و نارې وکا، په نارو په غلبلو ځي

وصال ئې نصيب نه سو گوره زړه ډک په ارمان سو


نارې وهم عالمه! د سپې تر صحبدمه

تاتوانه د بېلتون يم يو گړى نلرم دمه بېتا مي نفس خېژي راځه زما د زړه همدمه

نظر پر ما غريب کړه چه تاخون مي ستا، په ځان سو



شبنم پر گلو ښکاري زما اوښکي داري داري

خوناب ځي ستا له غمه زما په مخکي لاري لاري تمامه شپه کم تېره په ژرا په ناري ناري

ښکاره سوه چه مجنون يم لېونتوب مي اوس عيان سو


بوستان ښکلي زيبا دئ رنگين په اوښکو زما دئ

د زړه پرهار گلگون دئ، چه بلبل په تماشا دئ په مينه دي زړه وچاودي ته واىې په خندا دئ

نتلي د بېلتون يم زه سيدال دا مي بيان سو

























دريمه خزانه


په بيان د ښځو چه شعرونه ئې ويلي دي


ذکر د عصمت پناه نازو توخى


هسي نقل کا: چه نازو د سلطان ملخى توخى لور وه چه تولد ئې په ١٠٦١ سنه هجري هغه ځاي ته نږدې ؤ، چه تازي نومېږي. سلطان ملخى په هغه وقت د غزني تر جلدکه د اقوامو مشر ؤ او په استقلال ئې حکومت کا، معارض او سارى ئې نه درلود، او نازو په کوچني والي له مېرمنو پښتنو، او سپين ږيرو علماؤ څخه لوست وکا، او مېړه مخي ارتينه وه چه نارينه ئې مېړاني او شجاعت او سخاوت ته حيران ؤ.

روايت دئ له ثقه رواياتو، چه سلطان ملخى د سر غره ته نږدې په جنگ کي ومړ او حاجي عادل چه د نازو ورور ؤ، د پلار په انتقام جنگ ته ولاړ، کلا او کور ئې نازو ته پرېښود، په هغه وقت نازو توره په ملا کړه، او د جنگياليو ځوانانو سره ئې کور او کلا له تاړاکه د دښمنانو وساتل. ما ته خپل پلار حکايت کا: چه نازو انا په مېلمستيا او غريبانو مسافرانو په پالنه معروفه وه، او هر وقت چه په ژمي به د مسافرانو قافلې راغلې، د نازو پر كلا ئې اړول، په سوو سوو مېلمانه به ئې روزل، او دوي ته ئې ډوډي ورکوله، چا چه به کالی نه درلود، لباس ئې ورکاوه. او د سخاوت نوم ئې له خیبره تر کوسانه خپور سو، نازو په حباله د ښالم خان هوتک وه چه د کرم خان زوی ؤ، او د هوتکو ښالم خیل چه نن ورځ پادشاهی د قندهار او اصفحان د دوی ده له دې شجرۀ طیبه څخه دي. او نازو څلور زامن درلود، چه مشر ئې حاجی میر خان او نور عبدالعزیز خان، او یحیی خان، او عبدالقادر خان دي. هسي روایت کا محمد کاتب الحروف له خپله پلاره چه نازو انا عابده صالحه ښځه وه، او خپلو زامنو ته ئې ټول عمر په اوداسه شیدې ورکړلې او چه علیین مکان حاجی میر خان تولد سو خوب ئې ولید: چه شیخ بیټنی رحمت اللّٰه علیه ورته وائي: ”دا زوى ښه تربيت که چه لوى سي، لوى کارونه به وکا، او په زيارت د بيت اللّٰه به ځان مشرف کا، او له نسله به ئې پيدا سي، پادشاهان چه دين به روښان کا“. نو حاجي مير خان چه وزېږېدئ، مور ئې په ديانت او عبادت سره لوى کا، او د دين فرايض ئې ټول پر اوم کال ور وښول او هر کله به ئې ده ته نصيحت کا: ”چه زويه! د شيخ بيټنى نيکه قدس اللّٰه سره، له قوله ستا په مخ کي دي لوى کارونه، نو چه لوى شئ د خداي عبادت او د خلقو خدمت کړه، ته خداي پيدا کړى ئې، د دې د پاره، چه لوى کارونه تر سره کړې، او خلق اللّٰه په خدمت ستا آرام وکا.“

روايت دئ: چه حاجي مير خان عليين مکان به هر وقت ويل چه ”زما مور ما ته د لويو کارو وصيت وکا، زه بايد هسي کارونه وکړم“. او وې ويل ”خدايه! دا هغه کار ؤ، چه ما ته مور سپارلئ ؤ، او وصيت ئې کړئ ؤ، دا خو ستا د عبادو او بندگانو خدمت ؤ، چه ما تر سره کا.“ زما پلار هسي وويل: چه نازو انا علاوه پر سخاوت او شجاعت او عبادت هسي ارتينه وه، چه د خداى تعالى څخه په مناجات ئې ډېر اشعار ويل، او يو ديوان ئې درلود، چه دوه زره بيتونه پکښي وه، او هلته ئې ښه نکات ادا کړي ؤ، او داسي ئې ويلي ؤ، چه نارينه ئې هم نسي ويلاى، او دغه رباعي چه د نازو انا ده، ما له خپله پلاره ارويدلې وه. الحق چه ښه رباعي ده:


رباعى


سحرگه وه، د نرگس لېمه لانده څاڅکي څاڅکي ئې له سترگو څڅېده

ما ويل څه دي، کښلى گله ولي ژاړې؟ ده ويل ژوند مي دئ يوه خوله خندېده


رحمة اللّٰه على الماضين کلهم الى يوم الدين



ذکر د در شهوار عصمت حليمۀ حافظه


د خان عليين مکان خوشحال خان خټک لور وه، چه د عبدالقادر خان خټک سکه خور کېده، زما پلار هسي روايت کا: چه زه بنو ته ولاړم، په هغه وقت دا پښتنه ژوندۍ وه، او د خپل پلار په ژوند ئې مروجه علوم ولوستل، او بيا د شيخ سعدي لاهورى رحمت اللّٰه عليه مريده سوه. او د خپل ورور عبدالقادر خان په لاس ئې بيعت وکا، چه هغه هم د شيخ دوران خليفه ؤ.

روايت کا: چه حليمه بي بي فاضله و عارفه ښځه ده، او په سراپرده د عصمت ناسته ده، مېړه ئې نه دئ کړئ او د خالق عبادت کا، او د خپل ورور عبدالقادر خان په کور کي نورو ښځو ته لوستل کا، او قرآن عظيم ئې هم په ياد دئ. زما پلار وويل: چه حليمه بي بي په پښتو ښه اشعار هم وائي، او پخپل عصر سر آمد اقران ده، او موزنان د پښتو ئې اشعار خوښوي، د تصوف او طريقت کتب ئې ټول لوستلي دئ او هسي وايي: چه مشکلات د مثنوي شريف او مکتوبات د حضرت امام رباني قدس سره حل کوي، د حليمې په اشعارو کي مجازي عشق نه ښکاري بلکه ټول شعرونه ئې د حقيقت پر لار دى، او د محبوب حقيقي صفت کا، دغه يوه بدله ئې زما پلار ما ته وويل، چه په خزانه کي داخلوم، رحمة اللّٰه عليها.


غزل


د اشناي په فکر خوښه هسي شان شوم نه پوهېږم چه ممتاز که نور جهان شوم؟

چه ئې کړمه ستا په مينه سرفرازه ثنا خوانه به څو رنگه د رحمان شوم

چه مجاز مي د اياز ولاړئ له زړه نه سر بلنده تر محمود غوندي سلطان شوم

و هر چا وته چه گورم واړه دى دئ د جمال په نندارو ئې شادمان شوم

غير فکر مي له زړه نه را بهر شو پر خليل و پر عدو باندي يکسان شوم

حليمې د غماز مکر زيات له حد شو چه دي بېل له ياره نکا، په گمان شوم







ذکر د عارفۀ کامله بي بي نيکبخته


دا عصمت پناه او عارفه د اللّٰه د شيخ اللّٰه داد لور وه په قوم مموزى، چه په اشنغر کي پلار او نيکه د ممن زيو مرشدان وه. هسي وايي کاتب الحروف محمد: چه زما پلار روايت کا، چه شيخ امام الدين خليل غوريا خېل، پخپل کتاب ”اوليا افغان“ هسي کښلي دئ، چه شيخ اللّٰه داد لوي ولي ؤ، او لور ئې نيکبخته چه په حقيقت هم نيکبخته عارفه ښځه وه، علوم ديني ئې ولوستل او په رياضت او عبادت د خدائي عمر تير کا.

په سنه ٩٥١ هجرى په حباله د نکاح شرعي د شيخ قدم قدس اللّٰه سره راغله چه د خواجه محمد زاهد خليل متى زى زوى ؤ، او عارف د خداى ؤ، په سنه ٩٥٦ ئې له بطنه عوث الزمان قطب دوران شيخ ميان قاسم افغان په بدني کي پيدا سو، او دا شيخ په معرفت د خداى شهرت وکا چه په هند او پښتونخوا مشهور سو.

نقل کا: چه شيخ امام الدين هم د دې عرفا له اولاده دئ په کتاب د “اولياى افغان“ هسي کاږي: چه بي بي نيکبخته چه د خداى عارفه او رابعه د زمانې ده، يو کتاب ئې کښلى دئ، چه نوم ئې دئ ”ارشاد الفقراء“ او په دې کتاب ئې هسي نصيحتونه په شعر ويلي دي، چه فقراء او عباداللّٰه ته مفيد دي. دا کتاب په سنه ٩٦٩ هجرى تمام سوى دئ، او زما پلار ئې نسخه ليدلې وه په بنو کي، هغه وقت چه دى تللي ؤ په سفر د هغه ځاي. دغه شعرونه له هغه کتابه زما د پلار په ياد وه، چه ما دلته ځني نقل کړل، چه کتاب مي په ذکر د عارفۀ دوران رنگين وي.


مثنوى په نصيحت کي


په زره ښاد شې اي مومنه! په ظاهر په باطن سپينه!

ظاهر زهد په اخلاص کړه په زړه ټينگ شه له يقينه

شکر صبر پر هر حال کړه خود نماي مشه خود بينه

شپه و ورځ به په ژړا يې که خبر شې له سجينه

سجين ځاي د خود نمايه د بې نمازو او بې دينه

له هغه ځا امان را کې يا اللّٰه العالمينه!


بل نصيحت ولها ايضاً


د خداى حق ته غاړه کښېږده نوري نوري وينا پرېږده

دنيا پاته له هر چا ده په اخلاص کي ځنې لېږده

څو قوت لرې په ځان کي سر د يار په رضاء کښېږده

ځان له بده خويه ژغوره زړه په ذکر د يار بلېږده

کا دنيا به دي د ښه شي اوس له بېري ځني رېږده

ټوله غواړي حسابونه که دي اوښي که دي ميږده

دنيا ترک وهه که پو يې! د بقاء پر لوري پښې ږده


ولها ايضاً رحمة اللّٰه


په طلب ئې ودرېږه په خدمت ئې هوسېږه

له جلمه بدو نفرت کړه و نيکى ته ولاړېږه

په نيکى کي ئې اخلاص کړه بدي مکړه وپوهېږه

پر گناه له دواړو سترگو د باران په دود ورېږه

چه يا رب العالمينه! له گناهه را تېرېږه

خداى به رحم په تا وکا په زاريو ته ژړېږه

بې پروا و خداى ته مشه له غضبه ووېرېږه

هرغه فعل چه ئې حق دئ: په طلب ئې وښورېږه




ذکر د ميرمني د حسب او نسب بي بي زينب


اطال اللّٰه بقائها


بي به زينب د حاجي مير خان عليين مکان لور ده، چه له کوچنيوالي ئې په حرم کي د عصمت او عفت لوست وکا، پسله هغه چه قرآن کريم ئې ولوست، د احکام اسلامي او فقه کتابونه يې هم ولوستل، او د فارسى مشهور کتب ئې ضبط کړل، استاد د علومو ئې نور محمد علجى دئ، چه ډېر عمر ئې مخدراتو ته د حرم درس لوستى دئ.

هسي روايت کا: چه بي بي زينب ډېره هوښياره او په مهماتو د امورو عالمه ښځه ده او د پادشاه جمجاه شاه حسين په امورو کي تدبير کا، او هر کله په راى صايب مشکلات د امورو حل کا، او پادشاه د زمان ئې په خبرو عمل کا او نصايح ئې اوري. دا در شهوار د صدف عصمت ښه ښه شعرونه هم وايي، او د موزونانو او شاعرانو قدر کا، دواوين د شعراء هر کله لولي، او له مضامين شيرين ئې کام شيرين کا. عمر په عبادت د خداي او تلاوت د قرآن شريف تېروي، او مخدراتو د حرم د پادشاه ته درس او کښل او لوستل ور ښيي. نقل کا، چه د شاه محمود جنت مکان د مرگ حال، قندهار ته را ورسېد، نو د پادشاه خاندان عاليشان ټول غمجن سول او مخدراتو د حرم ساندي او غلبلې کا بي بي زينب چه واقعه ورور د وفات واورېدله ډېره غمجنه سوه، او په تلاوت د قرآن او لمانځه ئې تسکين وکا، د نتلى زړه. او هسي ويرنه ئې په وير د خپل ورور مرحوم وويله، چه زه ئې دلته نقل کوم، خداى تعلى دي ټول خاندان عاليشان د پادشاه ظل اللّٰه ژوندى ولريا و خوښ.





مرثيه د شاه محمود جنت آشيان


ږغ سو چه ورور تېر له دنيا سونا قندهار واړه په ژړا سونا

زړه مي په وير کي مبتلا سونا چه شاه محمود له ما جلا سونا


دا روڼ جهان راته تور تم دي نا زړه د بيلتون په تيغ کړم دي نا

هوتک غمجن په دې ماتم دي نا د پاچهۍ تاج مو برهم دي نا

چه شاه محمود تېر له دنيا سونا قندهار واړه په ژړا سونا


ځوان و ميړه د توري جنگ ونا ولاړ د کام په نام و ننگ ونا

دښمن له ده په وينو رنگ ونا پر ميدان شير ؤ، يا پلنگ ونا

افسوس چه مرگ د ده په خوا سونا قندهار واړه په ژړا سونا


محموده! نه يوازي خور ژاړي پر مرگ دي ټوله کلى کور ژاړي

خپلوان لا څه، پاچا دي ورور ژاړي لښکر سپاهي دي پلي سپور ژاړي

پښتون دي ټول په واويلا سونا قندهار واړه په ژړا سونا


اصفحان پاته تاج نسکور عالمه چه شاه محمود سو نن په گور عالمه

د پښتون لمر سو، تياره تور عالمه راته دښمن به کا پېغور عالمه

چه پاچا ولاړ پښتون گدا سونا قندهار واړه په ژړا سونا


لښکر سو خپور پښتون ولاړ دئ اريان په خاورو ځاي کا شاه محمود عاليشان

پاته سو تخت و تاج د ټول اصفحان زړه ئې را سوړ سو، کا خوښي دښمنان

وايي پښتون اوس بې پاچا سونا قندهار واړه په ژړا سونا


اسمانه بيا دي څه ستم کا څرگند وشلاوه تا چه د پښتون وو پيوند

دښمن دي بيا زموږ په وير کا خورسند چه شاه محمود دي کا په قبر کي بند

پر کور مو وير شور و غوغا سونا قندهار واړه په ژړا سونا


هوتکو! ژاړئ محمود شاه څه سونا؟ پښتنو! ستاسي لوي سپاه څه سونا؟

له اصفحانه تر فراه څه سونا؟ پاچا چه ؤ، حشمت پناه څه سونا؟

د پښتنو پرتم فناء سونا قندهار واړه په ژړا سونا


محموده! ځوان وې ولي ولاړې له ما! له تخت و تاجه ته پر څه سوې جلا؟

اصفحان ولي پاته سونا له تا سر دي را پورته کړه، چه څه کړي اعدا؟

دښمن ولاړ بيا شاو خوا سونا قندهار واړه په ژړا سونا


اورم نارې د غم چه کړينه فرياد پښتون په مرگ د شاه محمود سو برباد

زړونه چه تل به ؤ، ښادمن سوه ناښاد د ساندو ږغ دئ چه راوړينه ئې باد

ماتم زده پير و برنا سونا قندهار واړه په ژړا سونا




وروره! مقر دي ستا مولا کي جنت دردي کي تا ته پسله مرگه راحت

روح دي وه ښاد په لويه ورځ د قيامت مخ دي وه روڼ د خداى په مهر و رحمت

د خالق رحم تل پر تا سونا قندهار واړه په ژړا سونا




ذکر د شاعرۀ برگزيده زرغونه


زرغونه د ملا دين محمد کاکړ لور وه، په پنجوائي کي اوسېده، او له پلاره ئې وکا تحصيل د علومو، او د فصاحت احکام ئې زده کړل او د فصحاؤ اشعار ئې ولوستل. زرغونه په حباله د سعداللّٰه خان نورزى وه، چه توريالي زامن ئې درلود، او ټول د علم او هنر خاوندان وو. ما ته هسي نقل وکا پلار: چه زرغونې د شيخ مصلح الدين سعدي رحمة اللّٰه عليه کتاب د بوستان ټول په پښتو شعر نظم کا، او نوم ئې ؤ ”بوستان د پښتو“ چه دا کتاب ئې په سنه ٩٠٣ هجري قدسي پاى ته ورساوه، او ټول نکات عارفانه، او نصائح حکيمانه ئې په پښتو کړل.

علاوه پر دې زرغونې نور اشعار او غزلونه هم وويل، او په زمره د فصحا ئې شهرت وکا هسي چه موزونانو د روزگار به ئې اشعار لوستل. او د پښتو په بوستان بې سير کا، او گلونه د پند او نصيحت به ئې ټولول. هسي وايي: چه زرغونه کمالداره ښځه وه، خط ئې خورا ښه وو، او کاتبانو به ئې له حسن خطه، اقسام د خط زده کول. زما پلار هسي وويل: چه په سنه ١١٠٢ هجري ما د زرغونې په خط ”بوستان د پښتو“ وليد، چه خپل اشعار ئې پخپل ښه خط هسي کښلي ؤ، چه ملغلري ئې خط ته عاجزي کا. او دغه حکايت له هغه کتانه زما پلار رحمة اللّٰه عليه په ياد ؤ، چه زه ئې په خزانه کي کاږم.


حکايت له بوستانه د پښتو


اروېدلې مي قصه ده چه له شاتو هم خوږه ده

د اختر په ورځ سهار بايزيد چه ؤ رويدار

له حمامه را وتلئ په کوڅه کي تېرېدلئ

ايري خاوري چا له بامه را چپه کړلې نا پامه

مخ او سر ئې سو ککړ په ايرو په خاورو خړ

بايزيد په شکر کښو سو: د خپل مخ په پاکېدو سو

”چه زه وړ يم د بل اور چه په اور کي سم نسکور

له ايرو به څه بد وړمه يا به لږ شکوه کومه“

هو! پوهانو ځان ايرې کړ له لوينى ئې ځان پرې کړ

څوک چه ځان ته گوري تل خداي ته نسي کړاى کتل

لويي تل په گفتار نده لو خبره په کار نده

تواضح به دي سر لوړ کا تکبر به دي تل ځوړ کا



ذکر د عفت همراه رابعه


حال د دې شاعره ما ته ندئ معلوم سوي، خو لږ څه چه ښکاره ده، هغه هسي ده، چه دا شاعره د قندهار وه، او په دوران د محمد بابر پادشاه ئې ژوند کا. هسي وايي: چه اشعار ئې ډېر ؤ، ديوان ئې درلود، دغه يوه رباعى ما ته صديق او رفيق محمد طاهر جمرياڼى وويله، چه زه ئې دلته په خزانه را نقل کوم:


رباعى


آدم ئې مځکي وته را ستون کا په اور د غم ئې سوي لړمون کا

دوزخ ئې روغ کا، پر مخ د مځکي نوم ئې د هغه، دلته بېلتون کا











خاتمه د کتاب


په بيان د حال د کاتب الحروف حقير فقير محمد هوتک مؤلف د دغه کتاب هسي وايي محمد زوي د داؤد خان زوي د قادر خان په قوم هوتک، چه زموږ د کهول اصل ځاى مرغه وه چه زما نيکه قادر خان له هغه ځايه راغئ سيورى ته، او هلته و اوسيدي پسله څو مدته په تقاضاء د نصيب او قسمت راغئ، او د قندهار په خوا کي په کلى د کوکران استوگنه کوله او پېشه ئې ؤ زراعت.

قادر خان ډېر معمر سړى ؤ، په سن د ٧٦ کالو په سنه ١٠٥٨ هجري وفات سو، او په هغه کلى چه کوکران نومېږي ښخ سو. زما پلار چه داؤد خان نومېږي په کال ١٠٢٩ سنه هجري، په دغه کوکران زېږېدلئ ؤ، او په آوان د صباوت ئې علوم لوستلي ؤ او پخپل عصر په موزونانو او فصځاء او علماء د نامه خاوند ؤ، او ډېر عمر له قندهاره تللئ، او د کسى غرونه او ږوب او ډېرې او پېښور، او نور ځايونه ئې ليدلي ؤ، هغه وقت چه خان عليين مکان حاجي مير خان په قندهار کي د گرگين خان سره جنگونه کړل، نو زما پلار هم په دغو جگړو کي ملگرى ؤ ورسره.

ځکه نو له قديمه زما معرفت له دې خاندان ډېر دئ، او اخلاص ئې لرم په زره. پسله کال ١١٢٠ سنه هجري چه د صفوي پادشاه لښکري په قندهار راغللې، نو د جنت مکان حاجي ميرخان له خوا، زما پلار ولاړ، او په فراه او سيستان او گلستان او نورو ځايو ئې پښتانه د حاجي ميرخان مدد ته را وغوښتل، او له هغو پښتنو سره ئې مرکې وکړې او ډېر پښتانه د نورزو او بارکزو او اسحق زو، ئې ملگرى کړل د ځان او پر خسرو خان ئې يرغل وکا. په دغو جنگو زما پلار د حاجي مير خان جنت مکان له خوا سپه سالار ؤ، پسله وفاته د حاجي مير خان مرحوم مغفور، زما پلار په سنه ١١٣٦ هجري وفات سو، او په کوکران د خپل پلار سره ښخ سو، دغه مرحوم رحمة اللّٰه عليه طبع مستقيم درلوده، او کله به ئې شعرونه هم ويل، چه دلته تيمناً د ده دوې رباعى راوړم، او دا رباعى په صفت د تجنيس بې نظير دي، او په فصاحت هم مثل نلري.


رباعى


چه د چا په زړه کي اور د ميني بل سي په اوربل ئې لمبې گډي حال ئې بل سي

اور د ميني کله مري د زړه له ميني د اوربل مينه که تل د زړه په تل شي


رباعى وله ايضاً رحمة اللّٰه تعالى


که ئې وينې وينى تل څاڅي له زړو څخه څوک چه ويني تا، له ځوانو يا زړو څخه

د زړو له زړه که وينې وينى څاڅي په کړو د غم لوېدلي ستا له کړو څخه


اوس چه مي لږ حال د پلار او نيکه وکښ، نو خپل حال هم کاږم، او د خزانې ليدونکي په خبروم: زما راتگ دې نابودي دنيا ته يعني تولد مي واقع سوى ؤ په ١٣ د رجب المرجب سنه ١٠٨٤ هجري په کوکران کي، او سن ته د تميز ورسېدم، نو مي پلار درس راته شروع کا. او تر اتسلم کاله د عمر مي ولوستل احکام د دين او فقه او اصول او تفسير او د فصاحت علوم لکه: قافيه او عروض، او بيان، او معاني او نور.

چه زما پلار مرحوم وفات سو، او زه په تقاضا د پادشاه ظل اللّٰه دامت سلطنه شاه حسين راغلم د قندهار ښار ته تر اوسه په نظر کيميا اثر د پادشاه اسلام ښاد يم، او هر کله په احسان او مرحمت د دې خاندان عاليشان سر بلند يم، عمر مي تيرېږي په لوستو او کښلو د کتابو، له نعمتو د جهان بله بهره نلرم، او زړه مي هم خوښي نکا بېله دې اشغالو، په بل څه: په دې اوقاتو د عمر چه مي تېر کړل يو څه کتابونه مي وکښل. چه يو له دغو څخه دغه خزانه ده، او نور دا دي: يو کتاب مي کښلى دئ په بيان د علوم د فصاحت چه ”خلاصة الفصاحة“ باله سي، او په دغه کتاب مي ټول علوم د فصاحت په پښتو د خپلو پښتنو طالبانو دپاره خلاصه کړل، بل کتاب مي کښلي دئ په بيان د طبابت او علاج چه ”خلاصة الطب“ ئې نوم دئ. په سنه ١١٣٩ هجري چه مي دغه کتاب د پادشاه عالم پناه مدظله مخ ته پېښ کا، سل طلاوي ئې ما ته صله کا، او هر کله داسي مراحم د پادشاه د دې فقير غريب په حق ډېر دي او ارکان دولت ابد مدت هم پر دې فقير د مرحمت نظر کا، خاص بيا بهادر خان عاليمکان چه نن ورځ په قندهار د غرباو پر سر ظل د رحمت دئ، خالق دي عمر ډېر کا.

ما له يو ديوان د اشعارو هم سته، چه په دې وقت کي مردف او مدون سوى دئ، او غزلونه او قصايد او رباعى لري، کله چه طبع قاصر ميل د شعر او وينا کا، شعرونه کاږم، او موزونان د روزگار ئې خوښوي، ځکه چه د ځان ستاينه ښه نده، او پوهان له دې کاره عار کا، نو په خزانه کي مي خپل احوال وکېښ، چه د دې کتاب ويونکى ما ته دعا وکا، او هر وقت مي په دعا ياد کا. خپله يوه غزل هم دلته د نمونې په طور کاږم، چه پر صفحه د روزگار يادگار وي، نور اشعار مي په ديوان کي يو ځاي دي شايقان د علم او شعر ئې له ديوانه لولي.


غزل د کاتب الحروف غفر اللّٰه ذنوبه


ساقي پاڅه د سرو ملو ډک يو جام را ستا لغمه نا آرامه يم، آرام را

بېله ميو د بهار نندارې څه کړم؟ پسرلى سو د خوښي ښه پيغام را

دنيا پاته ده ښادي مو يو گړى دئ يو گړى مي خوښ که مي گړى انعام را

د بېلتون په تاريکو کي مي زړه شين سو رڼا لمر د جام د ميو، په ظلام را

ناکاميو د دنيا مي کام را تريخ کا چه مي خوږ کا کام، ترخه وما ناکام را

نه نشاط سته، نه مستي سته، نه رندي سته چه سم رند هغه اوبه علي الدوام را

په اوبو مي سوړ زړگي لږ څه را تود که محمد ته د اور ډک هسي جام را


تمت الکتاب بعون الملک الوهاب، اللهم اغفر و ارحم لکاتبه و قاريه، و ممن له حق علينا و الصلوة و السلام على رسوله محمد، و على آله و اصحابه اجمعين.

کتاب تمام سو، په ورځ د جمعې ٢٤ د شوال المکرم سنه ١١٤٢ هجري په قندهار کي او مؤلف محمد هوتک هم فارغ البال سو الحمد اللّٰه حمداً کثيراً.

بتاريخ دهم ماه ربيع الاول سنه يکهزار و دو صد و شصت و پنج هجري گذشته بود از هجرت رسول خدا صلي اللّٰه عليه و سلم بدستخط حقير فقير کثير التقصير نور محمد خروتي براى عليجاه رفعت جايگاه سردار عالى تبار سردار مهردل خان قلمي گرديد.

هر که خواند دعا طمع دارم زانکه من بندۀ گنه گارم

اين کتاب را احقر الناس محمد عباس قوم کاسى در شهر کويته بلوچستان از براى عاليجاه تجارت نشان حاجى محمد اکبر قوم هوتکى قلمى کرد سنه ١٣٠٣ هجرى باستعجال تمام قلمى شد.









































خوشحال حبیبی

از کتابخانۀ:

خوشحال حبیبی

نویسنده:

محمد هوتک بن داود











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us