څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

نه پوهیږم


نه پوهیږم چې زه یار یم که اغیار یم
په عالم کې لیونی یم که هوښیار یم

که هزار د صداقت بنیاد قایم کړم
په میدان د نمایش کې خیانتکار یم

نه د چاځنې څه غواړم نه څه وایم
پر ناحق د یو او بل زیر فشار یم

که څوك ما نیسي په رسم او په رواج کې
زه له عشق ه هومره کله لا وزګار یم

خدای د مینې په ریاست کې ملازم کړم
کار تقدیر کړي نو زه څله گنهگار یم

د تقدیر په رسۍ بند زه ملنګ جان یم
نه مجنون، نه لیونی او نه باد ساریم
داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

ملنگ جان











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us