څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

ملنګ شم


زه چې راخلمه کچکول او ستا ملنګ شم
نو هغه ساعت به تیر تر نام و ننګ شم

نام و ننګ به وي هغه ځای را نه پاتې
په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم

پروا نشته که دنیا را پوري خاندي
ماشوم نه یم چې نور و خاندې زه تنګ شم

ستا په عشق کې که ستی شمه په اور کې
فخر کاندم که زه یاد لکه پتنګ شم

ما چې عزم ستا د سپین رخسار دی کړی
وا به نه وړم که په وینو کې رنګ رنګ شم

په شا تلل د میړنیو بد نامي ده
اوس به زه ملنګ جان څرنګه په څنګ شم
داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

ملنگ جان











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us