څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

وطن جوړوو


موږ پښتانه یو سازو باز د خپل وطن جوړو
کلي په کلي کور په کور ښکلی گلشن جوړو



دغه وطن موږ ته د پلار نیکه میراث پاتې دی
سرونه خپل پرې ورکوو تری نه چمن جوړوو



دغه وطن زمونږ او ستاسي معشوقه ده وروڼو
راځی چی خپله معشوقه ښه په فیشن جوړوو



موږ یو زلمیان د پښتنو دا اتفاق دی زموږ
خپل د وطن په نام و ننګ خاورې خپل تن جوړوو



هغه دښمن چې کوږ نظر کوي زموږ هیواد ته
ټوټې ټوټې زرې زرې هغه دښمن جوړوو



زه ملنګ جان که قرباني شومه په لار د وطن
یمه خوشحال ځان ته د سرو زرو کفن جوړوو

داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

ملنگ جان











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us