څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

چی بې ننگ او بې پښتو وي


چې بې ننګ او بې پښتو وي پښتون نه دی
چې د قوم په شرمیدو وي پښتون نه دی

پښتون هغه دی چې غم د تمام قوم خوري
چې د ځان په جګیدو وي پښتون نه دی

د پښتون نظر مدام په ننګ و نام وي
چې نظریې په پیسو وي پښتون نه دی

پښتون هرکله طالب د خپل شرف دی
چې طالب د سپینو سرو وي پښتون نه دی

پښتون تل په خپله ژبه ټینګ ولاړ وي
چې په دروغ یې گفتگو وي پښتون نه دی

پښتون نشي باداري دچامنلی
چې اختیار یې د پردو وي پښتون نه دی

په نصیب د ملنګ جان دغه مسرې شوې
چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دی

داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

ملنگ جان











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us