څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US

څه ملامت دي



مشران چې گوندیمار شي نو کشران څه ملامت دي
سپین ږیري چې نا اهل شي هلکان څه ملامت دي

د پوهوعالمانوپه منځوکې چې نفاق وي
ناپوهه بېسواده شودهگان څه لامت دي

چی زړه د ناصحانو وي ډك شوی له حسد نه
ویناکې تاثیر نه وی سامعان څه ملامت دي

کوښښ چې یوپښتون دبل پښتون د بري نه کا
په دې کار کې پردي او گاونډیان څه ملامت دي

بیناخلك چې مخ شي د نفاق په گړنگونو
گیله وکړم له چا نه حافظان څه ملامت دي

ریښتني پښتانه لوی خادمان اوسلیم زړونه
دا ټول چې یو شان نه وي ملنگان څه ملامت دي

ریښتیا وینا دې وکړه خدای دې خیر کړي ملنگ جانه
که هر څه درته پیښ شوو ستا یاران څه ملامت دي ؟
داکتر محمد علی ابدالی

از کتابخانۀ:

داکتر محمد علی ابدالی

نویسنده:

ملنگ جان











| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us