څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US




English:

پښتو :
د پیښور سهیل-لویدیځ لورته وبډه بیری ته نږدې د ماشو خیلو په نوم یو وړوکی کلی پروت دی ، چې ورته د مشهور موشکاف شاعر عبدالحمید ماشو خیل سربڼي مومند د زو کړې، استوګنې او د ښخیدو فخر ور په نصیب شویدی.دومره جوته شوی چې ده د د لسمی پیړۍ په ورستیو کې ژوند کاوه د اویا کلو په حدودو کییی عمر کړی دی، یعنی د رحمان با با همعصره ګنل کیدای شي. په پښتو ، فارسی او عربی ښه پوهیده، دی چا د پښتو سعدی ،چا دپښتو بیدل او چا د پښتو فردوسی او نظامی ګڼلی او ځینو بیا ورته د موشکاف لقب ورکړی او دیوان یی ورته دُر او مرجان ګڼلی دی ماشو خیل په پښتو کې د هندی ادبی سبک علمبردار او استاد ګڼل کیږي تر اوسه دده دری قلمی اثار موندل شوی: ۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلی،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکی دي او څلور پلا چاپ شوی دی.. ۲.د شاه او ګدا قصه چې هلالی لیکلی او حمید په پښتو مثنوی ترجمه کړی ده.او ښاغلې همیش خلیل چاپ کړی ده. ۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق چی حمید بابایی دپښتو منظومه ترجمه کړې ده. له ټول او لوی دین سره سره چی حمید بابا یی پر افغانی ادب لري مبارک قبر یی په داسی حالت ویجاړ پروت دی چې د سړی زړه پری سوځي او د با احساسه افغانانو پاملرنې ته سترګې په لاره دی.( د دیوان پر څلورم چاپ د ښاغلي سید انورالحق جیلانيد سریزی نه ) چې چیچلی دې دعشـــــق بـــــی دمــــه مـار یم خـــــــود بــــــه دم راڅـــــخه وګــــاږی تـــردمـه چـــــې کـــــاتـــــه راته په څنګ کاږه کاږه کړې لا مـــــــې نـــــــه دی ستا په مینه کې چار سمه غزل خط په مخ د صـــنم راغی کـــــــه سپوږمی شوه په هاله کې دا یی غاښ بــــه خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې هسی رنګ ســـــحر او جادوکــړی بـــه نظر د شهلا سترګو نه یی سیال په هنــــدکــــې شـته دی نه ثاني په بنګـاله کې لــکه ونـــــښلي مــــرغـــــۍ پــــه سســت دام دســـلو لومو هسی رنګ پــــریـــشانـه زلفو کښیــــویستم په کشاله کې دا زما له غمه شیـــــن زړه پــــه کــی خــــیـال دیار د شونډو هسی رنګ زیب و زینت کا لکه می پــــــه شنـــه بـیاله کې ما ویـــــل عیـــــن ګــــڼه ګــــل دی د غنچې په لمن نغښتی که مې کوت یو ګل اندام وو پــــروت په سبزه دوشاله کې ښکلی مخ کـــــــــــړي ولـــــــی نـــاسته په مجلس د رقیبانو په جّوار د سپــــــیونــــــــه وي هیــــــــڅ ارام پــــه غـزاله کې سر تـــــــــر پـــــــایـــــه غم د هجر لکه نی سوری سوری کړم ځکه یم مدام دا هســـــــی رنـــــګ پــــه اه اوپــــه نــــاله کې که یار غواړې هــــــــومــــــره ژاړه څـــو درځي عبدالحمیده دا په دا چې دُر مونده شي په دریـــــاب نـــــه پــــه نــاله کې

Français:

حمید مومند ماشوخیل

Hamid Momand Mashokhale

حمید مومند ماشوخیل

رده بندی ( ادبیات )

متولد : Born :
افغانستان، 



    منابع :
مواد مرتبط

Last Update: 2014-01-20 13:05:32.0


 
اثبات‌پذیری کامل این پژوه٬ نیازمند به منابع و تحقيقات بیشتر است. ازینرو٬ هرگونه تغيير و تحول و یا حتی٬ حذف مطالب را انتظار داشته باشید.


This section may requires more references or sources. The research in this section, may vary, change or even could be removed from the page.
Please be advised.


| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us