څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
Montréal, January 17, 2017 کابل, چهارشنبه، ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ۰۸:۱۷
facebook




English:

پښتو :
ځوان شاعر احسان الله جرس دمحمد ترين زوى پر1363لمريز كال د وږي(سنبلې) پر شپږمه نېټه د كندهارښار د لويې ويالې د "ډبرو پله" په سيمه كې زوكړى دى ، اوس د البېروني ښوونځي په اتم ټولګي كې خپلې منځنۍ زده كړې پرمخ بيايي. لومړنى شعر يې پر 1378ل ليكلى دى؛ له نېكه مرغه جرس په ډېر وړكتوب كې د ښو شاعرانه پنځونو لپاره پياوړى مټ او لوړ استعداد لري، په لنډه موده كې يې ځان دهنرتوب او شعرتوب لويې نړۍ ته ورلنډ كړ.كه څه هم دشعري استعداد غزېدو ته يې فضا ډېره تنګه وه او د پرمختګ زمينه يې ډېره نه وه برابره، خو بياهم ډېر زيار يې وګاله او ډېر خنډونه يې له خپلې لارې څخه لرې كړل، خو يو شمېر يې لا پاتې دي. كه د نورو ادبي او فرهنګي ملګرو هڅونې او په دې برخه كې مرستې نه وي، دى به ونه شي كړاى د خپل كاله په تنګه فضا كې وده وكړي او يا يې څوك د هنر پر قدر وپوهېږي، د ملګرو په بركت پر ډېرو كږلېچونو او پېچومو راواوښت او خپل هنري او ادبي استعداد يې وځلاوه. ده دقافيه وال تر څنګ ازاد شعرونه هم كښلي او اوس اوس يې د لنډو كيسو پر ليكلو هم پيل كړى دى. غزليزه ژبه او شعري توازن يې ډېر پاموړ دي،كه له شعر سره يې مينه همداسې توده پاتې شوه، په راتلونكي كې به خپلې وياړمنې ټولنې ته ډېرې ښې هنري بېلګې وړاندې كړي. د جرس ځينې شعرونه په طلوع افغان ورځپاڼه، ارغندجريده، هيله، ګندهارا، كندهار، خلافت او نورو مجلو كې خپاره شوي چې ډېرو خلكو ستايلي دي. جرس څه له پاسه د څو مياشتو په موده كې يوه ټولګه شاعري وكړه، خو په دې وروستيو كې يې دا اندازه لږه شوې، نو هيله ده جرس يو ځل بيا پرليكلو پيل وكړي او په خپلو ښايسته شعرونو د مينه والو سترګې سړې او ذوقونه خړوب كړي. شنې سترګې پرزړګي مې له اسمانه را اورېږي ا لهامونه هم له ستورو او سپوږمۍ نه را تويېږي ا لهامونه ته وا حسن يې سپرلى دى ،ته وا شونډې يې غوټۍ دي په شنو سترګو دجانان كې را شنه كېږي ا لهامونه زموږغزل دومره جګ شوى ،خداىخبركه بيا راټيټ شي چې له څوكو دخيبرنه رابهېږي ا لهامونه موږ ازل كې شاعران يو، شاګردي مو دخداى  كړې نو مو ځكه هر غزل كې معلومېږي ا لهامونه. 1379\4\6 لمريز،كندهار كوترې بيا ولوېدې له خروشه او له تللو نه كوترې اى حسنه! تا خو جوړې كړې له ښكلو نه كوترې دې ښكلو چې د حسن وزرونه پر ځان سريښ كړل اوس موږهم په هوا كړې له غزلو نه كوترې. 1379\3\16 هرات بازار،كندهار دحسن كتاب زما چې دزړګي رنګين كابل زخمي زخمي ښكاري كوم يوه ظالم ورته خنجر په لاس كې ونيوه نه درومي پېغلوټي اوس ګودر ته دپخوا په شان ښايي كوم غماز ترېنه ګودر په لاس كې ونيوه زما معصوم زړګى يې په سكروټو راته وريت وريت كړ ستا سركښو سترګو چې نظر په لاس كې ونيوه راشه پرځيګر درته دخيال څو ستوري وكرم ځوان "محمديار"راته هنر په لاس كې ونيوه ستورى چېرې نه وم، خو په ستورو يې حساب كړمه كله چې دحسن كتاب، لمر په لاس كې ونيوه څنګه به داستا دحسن ځل ته غزل نه ليكم ستا دوصل شپو چې ژر سحر په لاس كې ونيوه زما چې دغزل پركندهار باندې سپرلى راغى ژېړ ګل مې جانان ته نغمه ګر په لاس كې ونيوه. 1379 \2\1لمريز – كندهار دوصل عرش خُمار – خُمار كتل مې د جانان، زړه تخنوي په هغه دم مې اوښكې د ګرېوان زړه تخنوي هروخت په غېږ كې نيسم دخيال چټه سپينه پېغله په ګوتو دغزل مې د "كاروان" زړه تخنوي د وصل څو جامونه، اشنا! ماته را تيار كړه زاهد وايي جامونه دشيطان زړه تخنوي دمينې هسك اسمان ته ځو، د وصل عرش ته خېژو جانانه ! دا ارمان مې هر زمان زړه تخنوي دمينې په مكتب كې مې د ښكلو مينه زده كړه منم غزليز خيال مې د اسمان زړه تخنوي. 1378\سلواغه\12 كندهار نېستي اوس نه مستي او نه نازونه دي دنجونو په كې ځكه په وينو سور ښكارېږي مازيګر دپېغلو تش په خوبو او په خيالو مو زړه خوشحاله ساتو نه سارنګۍ او نه سېتار شته،نه ګودر دپېغلو. بنګ شرنګ چې د بنګړو شي له زخمي مړونده ولوېږي جوخت مو سارنګۍ او هم سېتار له خونده ولوېږي لا س د وچكالۍ ددېو شي، اوږد د ګل غاړې ته ښكلې ښاپېرۍ مو له رنګين ارغنده ولوېږي خدايزده چې به بيا پيرنګ ته ماتې ور په برخه كړي شور مو د ټپو چې له سركښ ميونده ولوېږي ژوند مو دغمونو پر بستر باندې تېر كړى دى اوښكې مو ګرېوان ته د لېمو له بنده ولوېږي څنګه به داستوري په دې شنه هسك كې نشه نه كړي بنګ غوندې غزل چې د صالح له انده ولوېږي پام كوئ ملګرو!چې "جرس" ته ښېرې ونه كړئ خير كه څو څو ځلې يې نغمې له خونده ولوېږي. 1379\3\28 پنځمه ناحيه،كندهار د اوښكو څپېړه زما په سوي زړه كې د يوې ښكلې، ماه جبينې پېغلې د وصال خيال نڅېږي ورسره زه هم ناڅم، او په رښتيا شي راښكاره له لرې او رانه حال وپوښتي ورته خپل حال ووايم ورته ګيلې وشيندم او ورته ووايمه: چې د جفا سپاهيان دې هره شېبه زما نازك خيالونه راته د اوښكو په څپېړه باندې تغمه تغمه كړي ټوله خير دى كه هر څومره مې ووهې ډېر خو زه پرې نه پوهېږم ځكه چې ذهن مې پوخ شوى ياره! له دې څپېړو څخه دا راته ووايي په ناز او ادا چې: خير دى صبر وكړه او رانه لاړه شي د زركې په تګ راته يوازې خپل غمونه پرېږدي راته يوازې خپل غمونه پرېږدي. 1378/12/10 كندهار منبع: د ارغند د څپو ژبه

Français:

احسان الله جرس

Ehsanullah Jaras

احسان الله جرس

رده بندی ( ادبیات )

متولد : Born :
افغانستان، 



    منابع :
مواد مرتبط

Last Update: 2014-01-20 12:05:32.0


 
اثبات‌پذیری کامل این پژوه٬ نیازمند به منابع و تحقيقات بیشتر است. ازینرو٬ هرگونه تغيير و تحول و یا حتی٬ حذف مطالب را انتظار داشته باشید.


This section may requires more references or sources. The research in this section, may vary, change or even could be removed from the page.
Please be advised.


| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us