څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook




English:

پښتو :
احمد شاه با با ١٧٢٢ - ١٧٥٢ احمدشاه بابا زموږ په تاريخ کې داوسنی افغانستان بنسټ ايښودونکی اودافغانستان دخلکو دبرم ،پرتم اوديو ګډ هيواد اويوه اولس جوړوونکی په توګه لوړ مقام لری٠ هغه دزمان خان زوی دی چې په ابداليانو پورې تړلی دی مور يې زرغونه نوميده دهغه پلار دده دزيږيدو په کال ، مخکې ددې چې دی وزيږيږی مړ شو احمد په ( ١٧٢٢ ميلادی ) کال په هرات کې وزيږيده ٠ خوکله چې داحمد دپلار سيال محمدخان دهرات دحکمران په توګه مقررشو موريې دې ته اړ شوه چې فراه ته کډه وکړی اوروسته قندهار ته کډه شول اوهلته دشاه حسين هوتکی له خوا بنديان شول ٠ کله چې په ( ١٧٣٨) کال کی نادرافشار قندهار ونيوداکورنۍ يې مازندران ته تبعيد،ذوالفقار داحمد مشر ورور يې مسموم اووواژه ٠ پدې وخت کې چې احمد خان شل کلن وه نادرافشار هغه پخپل لښکر کې دافسر په توګه مقررکړ اوکله يې چې دهغې لياقت وليد هغه ته يې دافغانی ابداليو اوازبکو جنګياليو قوماندانی ورکړه ٠ کله چې نادرافشار ديوې توطئې له کبله دهغې دګارد دقوماندان له خوا ووژل شو اوپه لښکرکې يې ګډوډی راغله نورمحمد خان اواحمدخان دافغانی جنګياليو په مرسته دې ته اجازه ورنکړه چې دنادر په حرم اوکورنۍ تيری وشی چې ددې غوره کارله امله هغې کورنۍ احمدخان ته دې ((کوه نور )) الماس دتحفې په توګه ورکړ٠ پدې وخت کې نورمحمد خان چې د( مير افغان په نامه مشهوروه ) داحمدخان سره يو ځای دخپلو عسکرو سره ګډ دقندهار په لور وخوځيدل اوهلته يې دابداليو،ازبکو ،تاجکو،بلوڅو ،غلجيو اوهزاره ګانو دمشرانو اوخانانو په ګډون د( شير سرخ په مزار) کې جرګه جوړه کړه ترڅو يوداسې مشروټاکی چې هيواد دپرديو داسارت اوملوک الطوايفۍ نه خلاص کړی اوديوه خپلواک هيواد بنسټ کښيږدی جرګې نه ورځې دوام وکړ خوپدې ونه توانيده چې څوک وټاکی ځکه هريوه خان اومشر غوښتل چې هغه ددې هيواددلارښود ځای ونيسی يوازی په جرګه کې ځوان احمدخان څه نه ويل اودپادشاهۍ خوبونه يې نه ليدل، بالاخره جرګه پدې سلا شوه چې يو روحانی اوصوفی چې دقندهار په هيڅ کوم ټبر پورې يې تړاو نه درلود اوهلته ديره وه داصلاحيت ورکړی چې هر څوک هغه تائيد کړی ټول به هغه دهيواددمشر په صفت منی اوبيعت به ورکوی صابر شاه کابلی دغنمو يو وږی دځوان احمدخان په خولۍ کې وټومبه اوپدې توګه ټولو احمدخان دمشر په توګه ومانه ٠ احمد خان چې دهيواددمشر مسئوليت ترلاسه کړ دميرويس هوتکی دهغې طرحې دپلې کولو په خاطر يې مټې راونغښتې کوم چې ديوه خپلواک اوغښتلی هيواد زيری يې ورکاوه چې داکار يې دڅلورو کالو په موده کې په بری سره ترسره کړاوهيواد يې دخپلو طبيعی پولو خاوند کړ٠ هغه نه يوازې ترلاسه تللې خاوره بير ته ترلاسه کړه بلکی هندوستان اوايران ته يې هم دواک ساحه پراخه کړله ٠ ابدالی احمدخان لس پوځی سفرونه کړی چې هيڅکله هم دجګړې دډګر څخه ندی تښتيدلی چې ډيره مشهوره جګړه يې دپاني پټ جګړه ده ٠ هغه نه يوازې يو مبارز ،وتلی قوماندان،ددولت مشر وه بلکی يو شاعر اواديب هم وه دده داشعارو ديوان په ( ١٣١٩ ) لمريز هجری کال کې د مرحوم عبدالحی حبيبی له خوا چاپ شو چې ٢٥٠٠ بيتونه لری چی شعرونه يې عشقی، حماسی ،تصوفی اواخلاقی دی اواکثرا يې غزل ،رباعی ،قطعه ، مخمس او مربع ويلی دی ٠ دده دوخت دولتی نشان ( دوه څوکې توره، دغنمو وږی ،ستوری ) وه داحمدشاه ابدالی په مهر کې چې طاووسی شکل يې درلود ليکل شوی وه (( الحکم اله يا فتاح احمد شاه دران )) ٠ احمدشاه په سياست کې داسلامی ورورګلوۍ، نرمۍ او دوستۍ )) تګ لاره لرله دهمدې زرينو اصولو پر بنسټ يې هيڅکله پخپل مسلمان ورور توره نه ايستله ، که کوم والی يا حکمران بغاوت کاوه دهغې دټکولو وروسته يې بيا هم هغه عفوه کاوه اوپه پخوانۍ دنده يې مقررراوه ، دهند دمسلمانانو په غوښتنه يې په هندوستان يرغل وکړ تر څو هغوی دنورودظلم اونارواوو څخه وژغوری اوهغوی وکولای شی هلته بيا دبابرو واکمنی ټينګه کړی چې له بده مرغه هغوی داکار تر سره نشوای کړای ٠ هغه کوم کار چې دسولې له لارې کيده دزور کارولو ته يې لاس نه اچولو ٠ احمدشاه بابا ديوه سپيڅلی مسلمان او رښتينی افغان په څير ددې هيواد اوسيدونکی خپل وروڼه ګڼل اوپه دولتی چارو کې يې هغوی ته دهغوی دلياقت اووفادارۍ پر بنسټ برابره ونډه ورکوله ، دخلکو سره يې ښه چلند درلود او هيڅکله يې تاج په سر نکړ ددې خصوصيتونو له کبله خلکو هغه ته پلار اوغازی ويل اووروسته له مرګه يې دبابا لقب ورکړ ٠ احمدشاه بابا په افغانستان کې اداری ، لښکری ، مالی اومدنی جوړښتونه منځته راوړل ،وزيران يې وټاکل ،منظم پوځ يې جوړ کړ چې ديو لکو په شاه اوخواکې چی پلی ، سواره اوتوپچی ټولګی درلودل٠ هغه داسې پاچا وه چې دهيواد په جنوبی سيمو کې بيله دې چې څوک مقاومت وکړی هغه يې دمشر په توګه ومانه اودخيبر ددرې څخه بيله کومې ستونزې تير شو چې دا يوه بيساره پيښه په تاريخ کې ثبت شويده٠ هغه دقندهار دښار ، تاشقرغان .حيدرآباد اودکابل دپخوانی ديوال بيا جوړونه پيل کړه دباروتو ، وسلو اومسکوکاتو صنعت يې په پښو ودراوه ٠ اخمدشاه بابا د١٧٧٢ کال دجون په مياشت کې دپنځوسو کلو په عمر په قندهار کې مړ شو اودقندهار په ښار کې خاورو ته وسپارل شو احمدشاه بابا اته زامن ( سليمان ، تيمور ،شهاب ،سنجر ،يزدان بخش ، سکندر ، داراب ، پرويز ) درلودل خو خپل دوهم زوی تيمور چې هغه يې دسليمان په پرتله غوره او هوشيار ګاڼه ددود او دستور خلاف دوليعهد په توګه نومولی وه چې دده وروسته پاچا شو داحمدشاه باباد پاچاهۍ ، واک اوقدرت چينه پخپله دافغانستان خاوره اودافغانستان خلک وو ځکه نو که دپانی پټ دفتحې اودډهلی له نيولو سره يې دخپلی پاچاهۍ اوقدرت مرکز پری ايشی وای ،خپلې انسانی ،فکری اواداری قواوې يې دهند په ارت هيواد کې ځای په ځای کړې وای ممکنه وه چې دده هيواد افغانستان دپاچاهۍ دمرکزيت له نعمته بې برخې پاتې وای اودده کهول به هم دهغو نورو هندی شويو افغانی کهولونو په برخليک اخته شوی وای چې بيخې له منځه تللی دی٠ دده دادرايت وه چې خپل هيواديې د ادارې سياسی مرکز وګرزاوه اونن دی ددې هيواد داوسيدونکو په زړونو کې ځای لری اودتل لپاره به دده نوم په ويار سره اخلی اودرناوی به يې کوی غزل قـــافـــلــه د عــشق راغلې له کوم خوا ده پر زړګی باندي مي شپه کا څه غوغا ده ټـــولـــه بو دی که غلجي که او دلي دي ښـــه هـــغـه چي یې د زړه ښـیښه صفا ده چـــي عــمـــل یې د نیـکئ وي مېړه هغه کـــه اغـــوســتــې یـــې ګدله د ختماده پښتانه دي ټوله لاس ســـره یو کاندي چـــي مـــو نن غزا هر لوري شاوخواده بې زحـــمته راحت چیری مونده نسي د احــــمــــد ځکه پر هر لوري غزا ده

Français:

احمد شاه ابدالی

Ahmad Shah Abdali

احمد شاه ابدالی

رده بندی ( ادبیات )

متولد : Born :
افغانستان، 



    منابع :
مواد مرتبط
☼ تمدن سقاوی
☼ پذيرش یک زبان واحد علمي مشترک منطقی وحرکت در راه وحدت ملی است؟
☼ پیشینهٔ عرسِ بیدل
☼ هجو افتخارات کذایی
☼ آن مرد بزرگ
☼ پښَتو و لُويَکان غزنه

Last Update: 2014-01-20 13:05:32.0


 
اثبات‌پذیری کامل این پژوه٬ نیازمند به منابع و تحقيقات بیشتر است. ازینرو٬ هرگونه تغيير و تحول و یا حتی٬ حذف مطالب را انتظار داشته باشید.


This section may requires more references or sources. The research in this section, may vary, change or even could be removed from the page.
Please be advised.


| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us