څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US




English:

پښتو :
ښاغلى خليل احمدڅارن د عبدالباقي زوى پر 1352ل كال د كندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې په نسيم اخندزاده عالي ښوونځي كې تر دوولسم ټولګي پورې رسولي او د ځينو ستونزو له كبله لوړې هغه ترې پاتې شوې دي. اوس په يوه موسسه كې دښوونكي په توګه دنده ترسره كوي. له اتو كلونو راپه دېخوا شعرونه ليكي، چې په دې ډګر كې د پياوړي هنري مټ خاوند دى. شعر يې روان، ښكلى او شوخ دى. څارن په پښتو، دري او انګرېزي ژبو خبرې كولاى شي، يوازېنۍ هيله يې دا ده چې د خپلو بېوزلو او كموزلو هېوادوالو لپاره په خپله سيمه كې د "ځلاندڅراغ" په نوم يو لوى كتابتون جوړ كړي، چې هيله ده دا ملي او افغاني ارمان يې پوره شي. د ښاغلي څارن شاعري دده دعمر په انډول ډېره اوچته او پخه ده. كه له ځينو سولېدلو خبرو څخه يې نوره فاصله هم واخيسته، نو شعر به يې نور هم هنري ښكلا او ادبي ارزښتونه خپل كړي، د ښاغلي دروېش دُراني په څېريې په شاعرۍ كې د ژوند او هنر ټول اړخونه رابرسېره شوي، چې دژوند پگېښو ته يې د هنر جوهر وركړى او د يوې ښكلې ميناتورۍ په څېر يې د لوستونكو مخې ته ايښې ده. دستوروخوى سهاره! ورو ورو قدم ږده يوه دنيا ويده ده د زړه په غېږ كې په خواږه خوب مې ليلا ويده ده لكه سپوږمۍ چې د اسمان پر مخ ښكاره ولاړه هسې بېدرېغه، بې پړونې برملا ويده ده شبنمه! پام كړه چې بارخو يې زخمي نه كړې ګوره نوې غوټۍ په نوې هيلې د سبا ويده ده د پېغورونو له دنيا څخه ده ډېره لرې ځكه په غېږ كې په هوس د خپل اشنا ويده ده د وصل شپې! د هجر لمر مخې ته ودرېږه ليلا د ستورو خوى لري له لمر په غلا ويده ده څوك به يې خوب، څوك حقيقت، څوك به يې خيال بولي دا څارنه! ستاپه دغه شعر كې معما ويده ده. نه وه!! هسې خو نه چې دا راغلې له بهاره نه وه زړګيه! ستا د ځوانيمرګ زړګي غمخواره نه وه ما د يارانو له نېستۍ نه ځنې كډه وكړه خو دغه كلي كې يوه نجلۍ بې ياره نه وه اسمان پر ښكلي مخ د هرچا بخت ته ستوري راوړل هر سړي خپله برخه يووړه، زما لپاره نه وه ما د ديدن په تمه ووهل اوږده مزلونه افسوس د يار منزل ته تللې دغه لاره نه وه ما ته خو ډېر وې قدرمن، ما خونكار نه بللې د سترګو سپينه! ستا سورخي خو له خماره نه وه د هجر شپه وه، تروږمۍ وه، ګړنګينې كوڅې سپوږمۍ و لمر تر لاس نيولې تر سهاره نه وه تا چې زما ماشوم زړګى په وينو ولمباوه زما بېتابي ستا له جفا وه، له پرهاره نه وه خپله يې مړ كړم، خپله ښخ، څارن پر ځان يم شاهد د سترګو تور زما لوېدلې لا له څاره نه وه. ټپه چې خوره شوم د ميوند پر سپېره دښته شاه زلمو كړ سر راپورته له بالښته پېغله وم چې شوم له پېغلې خوله بهره بېشماره پر ميدان سرونه رغښته د غليم وينو شېلې وبهولې لكه جوړ شي سېلابونه له اورښته د انګرېز ماڼۍ تراوسه په لړزه ده ځكه ما يې وايسته بنيادي خښته دلته ډېرو د بقا تخمونه ښخ كړل خو چا نه يووړه مېوه له دغه كښته چې پرون ومه نن هم يم، سبا هم يم زه ميراث يمه ورپاتې پښت پر پښته د هر عصر يرغلګره! ښه غوږ خلاص كړه زه ټپه د ملالۍ يم رانه تښته د وياړ څلي مې ميوند جوړ شو څارنه پند، عبرت دي يرغلګر لره زيات زښته. كندهار، پنجوايي ولسوالي منبع: د ارغند د څپو ژبه

Français:

خليل احمد څارن

Khalilullah Saaran

خليل احمد څارن

رده بندی ( ادبیات )

متولد : Born :
افغانستان، 



    منابع :
مواد مرتبط

Last Update: 2014-01-20 13:05:32.0


 
اثبات‌پذیری کامل این پژوه٬ نیازمند به منابع و تحقيقات بیشتر است. ازینرو٬ هرگونه تغيير و تحول و یا حتی٬ حذف مطالب را انتظار داشته باشید.


This section may requires more references or sources. The research in this section, may vary, change or even could be removed from the page.
Please be advised.


| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us