څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook




English:

پښتو :
امان الله سېلاب ( ساپي ) د نصرالله زوی په ١٣١٢ هجري کال دسنبلې په مياشت کې د ننګرهار ولايت د کا مې په ( غازي ) نومې کلي کې زېږېدلی دی ، لومړنۍ زده کړې يې د کامې د اخوند کلي د ښوونځي څخه پېل اوپه ١٣٢٥ کال کې د ښوونځي بری ليک ترلاسه کړ او بيا شپږ کاله په ځانګړي توګه د فقې اصول ، تفسير ، احاديث صرف نحو، منطق ، حکمت ، عروض او نورو متداوله علومو په برخه کې ځنې کتابونه ولوستل . په ١٣٣١ کال کې د کابل د قاضيانو د مدرسې په دوېم ټولګي کې شامل شو او بيا له درېم ټولګي څخه د کابل د عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته لاړ ، په ١٣٣٤ کال کې يې د عربي دارالعلوم څخه بري ليک ترلاسه کړ او بيا يې د عدلي وزارت د الفلاح د مجلې په دفتر کې په کار پېل وکړ . په ١٣٣٩ کال کې د راډيو د خپرونو د مراقبت کفيل مقرر شو او بيا د راډيو افغانستان په بېلابېلو خپرنيز برخو کې په کارونو بوخت شو . سېلاب ( ساپي ) چې خپله شاعري يې په ١٣٣٠ کال کې پېل کړې د پښتو ژبې ډېر ښه غزلبول شاعر و . لېونۍ مينې کړم لېونۍ مينې کړم اشنا د بيابانه سره پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو اوس راته غرونه ګړنګونه ښکاري د مينې محلونه د غره په سر کېږدۍ وهمه دجانانه سره پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو د چا د شوخ نظر لپاره په غرونو ګرځم ناکراره ماته دی غوره ببر سر څيرې ګرېوانه سره پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو د لېونۍ مينې د لاسه ناست يم د غم د غره له پاسه د تصور په ټال زنګيږم د خپل ځانه سره پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو مينه کې دومره بې پروا يم چې اوس خوشاله په سارا يم د مينې شور مې لږېدلی د اسمانه سره پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو (سېلابه ) زړه راته ژړيږي وړې سلګۍ مې نه ودريږي اخر به لاړ شم له دنيا نه د ارمانه سره پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

Français:

امان الله سیلاب ساپی

Amanullah Silab Sapi

امان الله سیلاب ساپی

رده بندی ( ادبیات )

متولد : Born :
افغانستان، 



    منابع :
مواد مرتبط

Last Update: 2014-01-20 13:05:32.0


 
اثبات‌پذیری کامل این پژوه٬ نیازمند به منابع و تحقيقات بیشتر است. ازینرو٬ هرگونه تغيير و تحول و یا حتی٬ حذف مطالب را انتظار داشته باشید.


This section may requires more references or sources. The research in this section, may vary, change or even could be removed from the page.
Please be advised.


| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us