څوچه پاتي یو افغان وي - تل بدا افغانستان وي   |    تا زنده یک افغان است - جاوید افغانستان است
خبرنامه
NEWSLETTER
ابزار
UTILITIES
ورود به کارگاه
MEMBERS LOGIN
تماس با ما
CONTACT US
facebook




English:

پښتو :
استاد احمد صميم د شېخ حاجي عبدالغفور خروټي زوى پر1333لمريز كال د كندهار ښار په لومړۍ ناحيه كې زېږېدلى دى، خپلې زده كړې يې په كندهار دارالمعلمين كې تر څوارلسم ټولګي پورې رسولې دي. د 1365ل.كال د غويي(ثور) پرڅلورمه نېټه دځينو ستونزو كه كبله كډوالۍ ته اړ شو او په كوټې ښار كې يې استوګنه غوره كړه، د 1378ل.كال د وږي(سنبلې) پراتمه نېټه بېرته خپل هېوادته راستون او په خپل پلرني ټاټوبي كې يې واړول. په كډوالۍ كې يې دهغه مهال په بېلابېلو جهادي دفترونو او پوهنيزو مركزونوكې دندې ترسره كړي او د خپل هېواد بچيو ته يې د ژوند سپېڅلې لار ورښودلې ده.سربېره پر دې يې د ښوونكي په توګه هم په بېلابېلو ښوونځيو كې دنده تر سره كړې. د وخت كړكېچنو حالاتو دومره وځوراوه چې تر1354ل.كال را په دېخوا يې د شعر ژبه روانه كړه او په لنډه موده كې يې دډېرو خلكو پام دځان خواته را واړاوه. په شعر كې يې فكري پانګه ډېره او شاعرانه بغاوت يې په خپل ځانګړې اډانه كې ډېرراښكون لري، هره مسره يې ديو درد او كړاو انځور دى، چې د رحمن بابا، سعدي، الفت او داقبال د كلام اغېز نوره ښكلا هم وربښلې ده، ځينې نثرونه يې هم ليكلي چې يو شمېر يې ناچاپ او ځينې يې چاپ شوي دي، د ليكل شويو اثارو شمېر يې له (22) څخه هم اوړي، له بده مرغه د 1357ل. كال د غويي تر اوومې نېټې راوروسته يې دڅه ليكلو تابيا نه ده كړې او دا ډګر ترېنه پاتې دى،خداىدې وكړي چې د ډېرو ليكنو اوسېله يې زياته او قلم يې يو ځل بيا روان شي. نوموړى ښاغلى اوس د كندهار ابو حنيفه مدرسې سر ښوونكى دى.دا يې هم دشعر څو بېلګې: د هيلو زخم زما ترنم د زولنو موسيقي زماپه اهنګ كې تحول نڅېږي بيا مې مايوسو ورځو وخندله نوره د فرېب بوډۍ په مرګ غزېږي زما په قلم كې قيامتونه پټ دي زما په نغمو كې انقلاب بهېږي زما ترانې د بغاوت زېرى دى د ميكدې خمونه بيا چړپېږي زما تصور نور اسارت نه مني لوى حركت مې له خوبونو زېږي نن فطرتي سورخيانې ښكاري پرمخ پټ د ورېځو شاته لمر نڅېږي نوره ځولۍ د ارمان تشه نه ده د هيلو زخم د صميم جوړېږي. 1378/2/1ل. كال، كوټه *** زه زه د شپې خاموشه زړه يم زه تور تم د خاطرو يم زه يو ګړوب ښار د فرهنګ يم زه موزيم د حادثو يم *** زه يو برج د تحمل يم زه رباط د انتظار يم زه كلا د زاړه برم يم زړه پاڼه د روز ګار يم *** زه يو لوى خاموشه څلى د سكوت همسايه كېږم زه يادګار د ګذشته وو په ګونګۍ ژبه غږېږم *** زه د قهر تخم پروت يم دتاريخ په خرابو كې زه يوه وركه وچه اوښكه د تور بخت په ګرېوانو كې. 1377/1/28ل. كوټه ناشناسه هديره د فرياد په خړو اېښمو ددې ښار اسمان خړېږي يا دزړه دقهر عكس پر افق باندې رسمېږي *** بيا د تورې تيارې دښت دى د رڼا خېمه ټولېږي بيا د لوى پاڼ له غارو نه حشرات د خطر زېږي *** بيا قبرو خولې وازې كړي بيا د مړو ګوله غواړي بيا خزان وهلى كښت دى نه ورېځ ورسره ژاړي *** بيا هيبت د كنډوالو دى د اجل چاړه تېره شوه دسپاهيانو پته نه شته ناشناسه هديره شوه. ناكامې اوښكې بيا خندا تښتي له شونډو بيا ولاړ تور ادمخور دى بيا د مرګ لاسونه راغلل سونوشت ورك كړى لور دى *** د ځنګله زړه غلغله ده زير و بم د فريادونو د قفس د جېل مرغانو نغمه سر كړه د يادونو *** د شفق انګگار بلېږي دخونين سبا پيام دى په كلتور مې سر ځړېږي زوړ عظمت د چا غلام دى؟ *** د حزينو كونډو اّه دى د محزون ماښام سكوت دى د حرمان په عذابځي كې په ناكامو اوښكو قوت دى. 1378 /1/28 ل كوټه منبع: د ارغند د څپو ژبه

Français:

احمد صميم

Ahmad Sameem

احمد صميم

رده بندی ( ادبیات )

متولد : Born :
افغانستان، 



    منابع :
مواد مرتبط

Last Update: 2014-01-20 13:05:32.0


 
اثبات‌پذیری کامل این پژوه٬ نیازمند به منابع و تحقيقات بیشتر است. ازینرو٬ هرگونه تغيير و تحول و یا حتی٬ حذف مطالب را انتظار داشته باشید.


This section may requires more references or sources. The research in this section, may vary, change or even could be removed from the page.
Please be advised.


| حفظ اطلاعات شخصی| | ما کی استیم؟ | | آرایشگر وبسایت | | شرایط استفاده | | تماس با ما |
Privacy Policy About us WebMaster Terms of Use Contact us