32

خدای بخښلی میر قاسم خان

د مشروطیت غورځنگ په افغانستان کې

لکه څنګه چي ولیدل شول هغه د ځوانی په وخت کې واصف سره پو ځای دسراج الاحكام دتالیف په ډله گی محرر دليكونکی و، ددي لپاره چي پلار يي سید غلام محمد چهارباغی نعمانی دوخت دنامتواو شهورو علماو او روحانيونو او د امير عبد الرحمن خان دکورنی استاد و، هغه دپوهی، علم او ادب په چاپریال کی وروزل شو، په عربی ژبه د اسلامی مروجه علومو سره آشنا او بلد شو او د حبيبې په نوونځی کې ښوونکی و، چي په همدغه خای کي د وخت د رون اندو په کړۍ او دمولوي واصف د انډ یوالانو په ډله کي داخل شو، او دمولوي واصف تر ریاست لاندی دمشروطه غوښتوفكو دیوی جرگی منشی و چي په هبواد کي يي د مترقی افکارو او علمی مقام تر لاسه کړ، تر څو چي دلومری مشروطیت په وخت کي دمشروطه غوشتونکو په دله کی به شیر پور کي بندي شو، ولي څو کاله وروسته دخپل پلار دهغه علمی مقام په نسبت چی امیر حبیب اله خان هغه ته دقدر او احترام په سترکه کتلی هغه د بند څخه خوشی کرای شو میرقاسم خان په اماتي عصر کی ددربار د نزدي خلکوڅخه شو او کله چې د هېواد دازادی څخه وروسته دمشروطه غوښتونکو دتټولنی غړو دهېواد دټولو چاروواګی په لاس کې واخیستی او امان الله خان چي ددوي غی و پر شاهی تخت کیښناست، میرقاسم خان دیوه وخت لباره دامان افغانی دجريدي مدیر و ( ۱۳۰۰ _۱۳۰۵ ش وروسته دا دشاهی دربار سر منشی شو چی دغی دندی بی د ۱۳۰۶ ش کال څخه د۱۳۰۷ ش کال تر ژمی او د امانی رژیم تر رنگیدو پوري دوام درلوده، او دسقاو دځوى داړو دوړ په وخت کی په گوښه توب کي و، تر څو چي په ۱۳۰۸ ش كال کي يعني د محمد نادرشاه پلاس دکابل دفتحی وروسته دپوهني وزارت معين وتاكل شو، څرنګه چې د اماني ليسي یعنی انجات) دلیسی دزده کوونکو خخه يوه تن عبدالخالق د ۱۳۱۲ ش کال دعقرب يا لرم دمیاشتي په ۱۶ نېټه تپتيه يعني د ۱۹۳۳ م كال دنومیر په ۸ تبنه محمد نادرشاه ددلکشا دمانۍ په چمن کی دتفنگچي په ډزو سره وواژه، په همدغه ورخ میر قاسم خان هم ددې پېښي دتورو محرکینو په ډله کي بندی او په اعدام محکوم شو، هغه د۱۳۱۲ ش کال دقوس پالیندی دمیاشتی په ۲۶ نبتبه د نوموری دقاتل سره یوخای د دهمزنک دجیل تر څنګ داعدام ځای ته یوړل شو کله چې د دار دخړولو پړی دده په مري وتړل شو، پدغه وخت کی دده د زده کوونکو خخه يوه تن چی دوخت دبهرنبوچارو وزیر و دګل محمد خان ذكريا خوى سردار فيض محمد خان په منده منديه دنوموری دبخبنی فرمان دمحمد ظاهر شاه له طرفه دهغه وژنی خای ته ورساوه او په دغه معجزه اپسا حالت سره دوژني څخه وژغورل شو، لاکن د ارگ په جيل کي يي ( ۱۶) کاله په بند کي تبر کرل، ترڅو چی ۱۳۲۸ش كال يعني ۱۹۴۹م کال کي ازاد شو او په ۱۳۲۹ش كال كي د سردارشاه حمودخان په کايینه کې د عدليي د وزیر په توگه وټاكل شو او د دغه رژیم له منخه تللو پوري یعنی ۱۳۳۲ش کال پوري پر دغه پوهه او انتقاد کوونکی شخصیت چي د لهجی صراحت او د آزادی غوښتو او رون اندي صفتونه او څه اندازه علم او سواد بي درلوده، د زوړوالی په وخت کې د ۱۳۵۷ش کال د حوت يعني د کب د مپاشتي ۲۲ نبته د سه شنبي په ورځ په کابل کې له دي نری څخه سترګې پتې کړي، چې د افغانستان د رون اندۍ.، زده کړی او ليکوالی په تاريخ کې نیک او ښه نوم لري، سره له دي چې لورو مقامونو او چوکیو ته ورسيد لاكن خبل د ازادی غوښتلو، انتقاد کولو یا گوته نیولو او د استادی منزلت بې له لاسه ورنكر روح دي شاد وی هغه خپل د هيجانه دگ ژوند داستان يوه ورځ په دې بیت کي داسي خلاصه کاوه

عشق شور انگیز مارا برسد گوئی تر برد

بر تلاش خود چه مینازم که ره سوی تو برد 


د میر قاسم خان د اثارو څخه د ده یو شمبر هغه لیکتي یا مقالي دي چې د امان افغان د مدیریت په وخت کې يې په هغه جریده کي ليکلې در چې په ديني، تولنپزو او قانوني مسايلو کې د ده د مطالعاتو د ژوروالی اندازه تري به معلوميږي، د حبیبي په مدرسه او استقلال په ښوونځې کې بې د استادی په دورو کې يې ډپر شاگردان او خوانان د هېواد پالني، د فکر په آزادی او تولنپز انتقاد په روحيه وروزل او د ژوتد تر اخیره بی د لارښوونکی مقام له لاسه ورنكر خدای بخښلی میرقاسم ځان د مشروطه غوښتني د لومري ټولني د مهمو غرو څخه يو شمبر يي داسي معرفي كوي .

 ۱-لاندي د هغه شمبر باخبره او پوهو زامنو نوموته وراندي کوم چي په هغه غورخنګ کي یی گدون درلوده، تر څو شاغلى لوستونگي په به دقت سره د هغوی شخصيت تر خبرئي لاندي ونيسي او خپله قضاوت وکړې چې مشروطه غورخنگ د هغوی د خپل فکر زاده او ذاتي نبوغ و ته د پریو تلقین، ایا د دي خبری خای شته یا دا خبره په ځای ده چې دغه راز وتلي او ښاغل شخصيتونو د سر غوښتوتکو د ډلی خطاب وكرو؟

 ۲. د وتلي عالم مولوي عبد الروف اخندزاده کندهاری دوه تنه زأمن چی هر يویی په خپل وار د تكره علماو څخه و يعني مولوي عبد الواسع اخندزاده او مولوي عبدالرب اخندزاده، دوي سربېره پر علمیت خطیبان او زړه ور خلک و، چې د مشروطه غوښتنې په غورځنګ کي به شیرپور کي بندیان شول، مګر امير حبيب الله خان د هغه د پلار علمی درجی تبه داحترام اود رتاوی په دود دوی دواره دڅو مپاشتو وروسته وبخبل، هغوی هم دمشروطه غوښتونکو ديوي ډلي مشري په غاره درلوده، د جمعی په ورخو ذپل خشنی په جومات کي

دلمونځ کوونکو ګڼه ګوڼه زياته وي، په يو له دغو ورځو کې د مولوي عبد الواسع اخند زاده په داسي حال کې چې په منبرکی د قصاحت او بلاغت نه وکه موعظه خلكوته اوروله، دا آیت شريف يي ولوست اطيعوالله واطيعوالرسول واولوالامر منکم، ددی ایت په تفسير کې يې خلکو ته وويل : أي ذلكو درون اندو او روشائه علماو خخه اطاعت وكری خکه چي موږ پوه لرو، چې څرنگه خلک دخیر، نیکی او سولی لاری ته راوبولو، او د فحشا منکرو او بدو لارو څخه يي وساتو، هغه وخت چي اعلحضرت امان الله خان غازی هغه خپل حضور ته راوغوښت او غوښتل يي چي هغه وویروی مولوی صاحب په هماغه اخلاقی زره ورتوب سره چې دده. عادت وو، دخپلی موعظی څخه يې په د لايلوسره د فاع وکړه او نوموری اعلحضرت يي قائع کړه. هغه څه چی خدای بخښلی میر قاسم خان ددغو دواړو وروڼو په هکله ویلی و په پورته ډول راورل شول، او زه يي په لاتدينو کرښو کې نورهم ه درپېژنم ددي دواړو ورونو پلار مولوي عبدالروف مو دسراج الأخبار افغانستان دټولنې په بحث کی وپژانده او لوی خوى يې مولوي عبد الواسع لکه څنګه چې مير قاسم خان ويلې، پوه او لوى عالم و، چې زېږيدنه يې په کندهار کي د۱۲۹۰ ق کال په شاوخوا کی وه، نوموري د امير حبیب الله خان د امارت په وروسنيو وختو كي دکندهار دلومړنېو ښوونځيو ستر رشته دار او دازادي دجهاد دبيرغ

لرونکو مجاهدينو خخه و، دغازی امان الله خان د پر تخت کښناستلو څخه وروسته کابل ته راوغوښتل شو، او دترکی متخصيصنو بدرین بیگ سره يوځای يې د قوانینو او شورا په اداره کي بي د قوانینو د ترتيب او دمحمدیص) دشریعت سره دهغي دتطبیق چاری يې پرمخ بیولی، لکه چی د اکثرو مشهوره قوانینو د۱۲۹۹ ش کال څخه راوروسته دپادشاه د لاسليک سره يوځاي دخادم العلمامحم عبد الواسع کندهاری لاسلیک هم ليدل کبري، هغه پدی دوره کي دقاضيانو او حکامو دښوونخیو په جوړولو کي هم ډير کوښی وکر او د هغوى دشرعياتو استاد و، ۱۳۰۰ ش کال . او په ۱۳۰۱ ش کال د لړم په مياشت يعنې ۱۹۱۱ م کال په اکتوبر کي دکابل دارګ په شمالي برج کې دمولوي عبد الواسع به ریاست پښتو مرکه پرانستل شوه، أو ديوازني پښتو او پښتو پویه (گرامر دکتاب په خپرولو يې لاس پوري کړر، له دي وروسته ۱۳۰۲ ش کال دلرم په میاشت کي دمحکمو ریس و، تر څو چی د۱۳۰۵ ش کال په شاو خوا کې د شرح اولو الأمر دوینا دکولو پریتسټ او د امان الله خان ددرياريانو په دسیسه دکابل په کوتوالي کې دیوه كال لپاره بندي پاتي شو، کله چې خلاص شو، کندهار ته ولار او ۱۳۰۷ ش کال په اړو دوړ کې يې دسقاو د ځوی په مقابل کې د امير امان الله خان په طرفداري شرعي فتوا صادره کړه، ولي کله چې د۱۳۰۸ ش كال دجوزا په میاشت کي د بچه سقاو لښکر و کندهار ونیود، نوموری

يی د امانی دوري دنظامنامو دترتیبولو په جرم زتخير او زولاته كابل ته راواستوه، كله چی دسقاوخوی د هغه خخه د فتواد صادرولو علت و پوښته، هغه په دپر جرات او رشادت سره ورته وويل: د دي لپاره چي تاسو د سلطنت غصب كوونکی او قطاع الطريق ( شوکمار، لاري وهونکی) یاستي، نو باید شرعا په قطع په محکوم شیا بچه سقاو د دي خيري په اوریدو سره په قهر شو او د دی د وژلو امر یيي وركړ او د کابل په شیرپور کې د توپ خولي ته وترل شو، (د ۱۳۰۸ش کال د جوزا میاشت. د ده د ډپرو مهمو تالیفاتو څخه یو هم دوه توکه د تمسک القفات كکتاب دی چي د هغيې لومړی توک د حقوقو څخه بحث کوې او دوهمه برخه يې د جزا د احکامو درلودونکی ده رد ۱۱۱۳ مادو درلودونکی په ۱۳۰۰ش کال کی د کابل چاپ . ۲. د قران د تزول په فلسفه کي اسلامي حكمت او د پیغمبر ر و کې مي د بعشت اهداف او اسلامي دین او دنیوي مباني د ۱۳۳۴ق کال د ربع الثاتي ۲۴ او له دوهمه برخه، چې د هغي يوه خطي نسخه د کابل په ملي ارشيف کې موجوده ده، ۷/۲۸ نمبر. ۳. اسلامي حکومت: د اسلام له نظره د حکومت د تشکيلاتو او اداري په برخه کې، چې د ۱۳۰۸ش کال په اړو دوړ کې د هغی خطي نسخه له منځه ولاره، هغه د اسلامي حکومت په پای کې وايي : د اسلامي حکومت په نامه جلا رساله هم ليكل شویده ۴. په دري، پښتو او انگلیسي ژبو د سوره قاتحي او بقري تفسير ( چي خطي نسخه يي د دي کرښو د لیكونکی سره وه، چې په ۱۳۳۹ش کال کی په کراچی کي د پاکستان د پوليسوله

خوا له منخه ولاره،) د هغی انگلیسی ژباره د پښتو مركي غرى عبد الرهاب کاموی کری وه په ۱۳۰۰ش كال

 ۵. د دینیاتو اساس عنوان د قرانی اسلامي فلسفي په تعليمې مضمون کي د کابل چاپ په ۱۳۰۰ش كال .

 ۶. د خدای پېژندني رساله چې د اسما الحسنی پر معانیو مسشتمله ده کوجنی قطع د کابل چاپ په ۱۳۰۰ش كال

 ۸ به پښتو ژبه د تعاون منظومه د کابل چاپ په ۱۳۶۲ش كال کې.