32

مولوي عبدالرب

د مشروطیت غورځنگ په افغانستان کې

د مولوي عبد الروف دوهم خوی دی چی په کندهار کی په ۱۳۵۹ق کال کی و زبرید . او په اسلامي علومو او عربی ژبه کي يي خپلي علمي زده کړی د خپل پلار په مخکې بشپړي کړی. او د امبر حبیب الله خان په عصر کې د حببې مدرسي د اسلامې فلسفې د دينياتو استاد و او په شاهی مدرسه کی بی هم تدريس کاوه او د لومری مشروطیت په غورخنگ کی بندي شو، ولي له خلاصیدو څخه وروسته د وونځیو په جوړولو او دنوی پوهني په پراختيا کي بي پوره لاس درلوده د پوهني د شورا غري او د کابل د لومرنيو ښوونخیو او دار المعلمین مدیر و، ر ۱۳۳۰ق کال به شاوخوا کي. هغه يوله هغو لیکوالو څخه دی چی د محمود طرزی به سراج الاخبار کې يې دينې مضامین په اسلامي فلسفه کې د څېړنې په نوی سبک سره خپرول. کله چي پلار يي مولوي عبدالروف په ۱۳۳۳ق کال کي مر شو هغه د امبر په دربار کي د چرمشورد ملا په توگه دی شهرت پیداكړ او د امیر سره په وروستی سفر کې چي 

الغمان په کله گوش کی ووژل شو په ۱۳۳۷ق کال د جمادي الأول يه ۱۸ چی د ۱۹۱۹م کال د فیروری د ۲۱ سره سمون خوري د پنجشنبې په شپه او هغه هم په جلال اباد کي په همدغه شپه د محرقي به تبه ز وچکی) او ترسام سره و مړ او په همغه ځای کي شخ، کرای شو د امان افغان جريدې په خپله لومړنی ګڼه کې چې په ۱۲۹۸ش کال د حمل په ۲۳ نېټه چې د ۱۹۱۹م کال د اپریل د ۱۲ سره سمون خورې خپر شوی. د خدای بخښلی عبدالهادې د اويې په قلم داسي لیکلی چي د هغه د شخصیت نه پژندونگی دي: د کابل د لومرنيو ښوونځیر او دار المعلمين مدير او د شهيد اعلحضرت د حضور ملا د قدر ور جناب مولوي عبدالرب خان چي د حبيبې په ښوونخې او نورو لومړنيو ښوونځیو کې يې د قدر وړ خدمتونه کړی و په جلال آباد کې د وچکی په ناروغۍ اخته او په پای کې پر شام شوي او د حق د رحمت سره یو خای شو.. په حقیفت کي يوه لويه علمي ضابعهو. چېد ده په له منځه تلو سره د شریعت د ریاست مقام په هېواد کې خالې پاتې شو... د ده پاتې کسانو ته تفريت او ډارګبرنه وركوم. امان افغاني ۱مخ لومری گنه د ۱۲۹۸ش کال د حمل یا وری ۲۲ د کابل چاپ) د مولوي نبدالرب تالیفات زیاتره درسی كتابونه دې چې د بیت العلوم حبيبه او نورو ښوونځيو کې د تدریس لپاره په دري ژبه ليكل او چاپ شويدي. لکه. 

۱- سراج العقاید د کابل چاپ د لومړنۍ ښوونځې د پنخم تولکی لپاره

۲ -دینیات په څلورو توکو کي د کابل چاپ د لومړنی ښوونځی د څلورم تولگیو لپاره یعني د اول څخه تر خلورم تولكي پوري .

۳- سراج ال تفات، خطي نسخه د کابل په ملي ارشيف کي .

 ۴- رساله اطاعت او لوالامر د کابل چاپ.

 ۵ - مقدمه فلسفه اسلاميه رخطي .

 ۶-. سراج السير درسیر نبوی رص د لاهور چاپ د منخنیو ښوونخيو لباره .

 ۷.- د اسلامي فلسفي او تفسير په هکله به سراج الاخبار کي ببلا بيلي مقالي

 ۸.- سراج الفقه په دوو توکو کي د کابل چاپ ۱۳۳۱ق كال